کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

غږ او رڼا زما وزرې

 

 

کتاب پېژندنه:

د کتاب نوم: غږ او رڼا زما وزرې

ویناوال: محمد انور وفا سمندر

اوډونکی: محمد عزیز تحریک

 

«غږ» او «رڼا» ته ځغلنده نظر

 

ډېر کلونه وړاندې مې په یوې مجلې کې لوستلي و چې: «په نړۍ کې یو شمېر پوهان غواړي او تکل کوي چې داسې ماشین جوړ کړي چې د هغه په زریعې د لومړنیو او لرغونو زمانو د انسانانو غږونه (آوازونه) ثبُت کړي...» دا چې دا کار د ساینس او تخنیک په مرستې څومره شونی او یا ناشونی دی، څه پرې نه وایم!

را به شم د ښاغلي محمد انور وفا سمندر «غږ» او «رڼا» نثري ټولګې ته:

سمندر وایي:

«غږ د سکوت فعل دی. سکوت یو دی او غږونه یې نومونه دي.»

سمندر صاحب هرڅه د «غږ» او «رڼا» انعکاس بولي. هغه ته نړۍ د غږ او رڼا تلپاتې تلل او راتلل برېښي.

دا چې هر شاعر، لیکوال، ژباړن، خبریال او قلموال د خپل استعداد، ادبي ذوق، مسوولیت او رسالت په چوکاټ خپلواک دی چې د خپل خیال آس د شاعرۍ او لیکوالۍ په رنګین او ګلالي ډګر کې وځغلوي. نو طبیعي خبره ده چې ښاغلی وفا سمندر به هم هرڅه په خپله خوښه، د خپل زړه، هوښ او شعور په (سلیقه­یي) مشوره لیکي.

هغه د ملاصدرا دا خبره راوړي:

«خدایه!

څه یې وموندل چې ته یې ورک کړې!

څه یې ورک کړل چې ته یې وموندلې!»

یا داچې لیکي:

«خدای ته چې نه ورځو؛ نو چېرته به رسېږو؟ بل وطن نشته. له هغه پرته بل وطن نشته. پرته له خدایه بل نشته...»

ما د سمندر صاحب د (منثورو شعرونو) دا ټولګه (غږ او رڼا) ولوستله. ده هرڅه ښه، نوي او ښکلي لیکلي دي. دی په لیکوالۍ کې د چا پیرو او مُرید نه دی. دی ېې د بل چا په څېر نه لیکي. دده د لیکنو په څېر لیکنې ما د نورو قلموالو په کتابونو (آثارو) کې نه لیدلي او نه هم چېرې لوستلي. هغه یې له املایي- انشایي تېروتنو څڅه پرته یې په معیاري لهجه او معیاري لیکدود لیکي. لیک نښې او د لیکنې اړین توکي (نورمونه او قوانین) په دقیق ډول مراعاتوي. «ی» ګانې هره یوه په خپل ټاکلي ځای کې کاروي.

محمد انوروفا سمندر په دې ادبي ټوټو کې (زما په نظر) غېر مادي (معنوي) فلسفه او افکار تعقیبوي. ده کوښښ کړی دی چې خپل نړۍ لید (عقیده) د رمز، اشارې، کنایې په مرموزې، مستورې، پېچلې، هنري، ادبي ژبې تعبیر، تفسیر او منعکسه کړي. دا چې دده ددې کتاب په منځپانګې به د چا سر(ماغزه) خلاص شي او که نه؟ څه نشم وېلې!

زما په اند به لوستونکو ته داسې وبرېښي، چې ښاغلي وفا سمندر په دې کتاب کې لکه یو شمېر شاعران او لیکوالان هُنر د هُنرلپاره کارولی دی. یا ده لکه سوریالست او یا تخیلي اېډیالست د کتاب له پېل نه تر پایه په سمبول، تصویر، انځور، کنایو او اشارو د خپل زړه ارمان بیان کړی دی.

دی «غږ» او «رڼا» خپلې وزرې بولي. زمان ورته واحد برېښي او مکان ورته نوساني (نامعین او ناپایه دار) دی.

اوسممهال ښایي د ښاغلی وفا سمندر ددې کتاب په معنا او مفهوم به ډېر لږ کسان وپوهېږي. دده لوستونکي او مینه­وال به محدود وي. دده دغه کتاب به لکه د سبر او عاج ونې سل کاله وروسته ثمر او منزل ته ورسېږي.

په هر حال د محمدانور وفا سمندر په تاند زړه، هڅاند روح او نوښتګر مغز کې د «ولې؟»، «چېرې؟» او «آیا؟» پوښتنې دم قدم تکرارېږي او دده په دغو آثارو کې خپل ځان او مخ څرګندوي. ده ته د هر اټکلی ځواب په پایله کې بیا او بیا (په پرله پسې ډول) د «ولې؟»، «چېرې؟» او «آیا» پوښتنې د ‌ذهن او عقلي بصیرت مخې ته هېغې نېغې درېږي؛ خو دی د کلام په ژبه خپل ځان ته وروستی او مُقنع ځوابونه نشي پیدا کولی، د نا اشنا چینې په توګه لا بهېږي او د فزیکي حروفو په هندسه کې غړمبېږي او غورځې پرځې کوي.

زه ده ته د «غږ او رڼا» د نوي کتاب د لیکلو او چاپولو مُبارکي مخکې له مخکې ورکوم! دده قلم ته لا تېزوالی، دده هُنر ته لا پراختیا- پرمختیا- ژوروالی غواړم او دده د فرهنګي- ادبي پنځونو لازیاتوالی له رب العزت (ج) څخه غواړم.

په مینې او ادب!!!

مؤلف محمد عزیز تحریک

۱۳۸۹ لېږدیز کال د لړم اتمه

کابل- څلورمه کارته

  

 

 

غږ او رڼا زما وزرې

زما اراده نه، د خدای اراده دې ترسره شي.

۱

غږ د سکوت فعل دی. سکوت سوچه نه تالیف شوی غږ!

سکوت ټول غږونه په ځان کې لري.

سکوت یو دی او غږونه یې نومونه،

پرته له دې غوږونه نه ورته خلاصېږي.

موږ «غږ» نه اورو؛

نومونه یې اورو، چې د ذهن ماشین ورته اختراع کړي.

نو زموږ غږ؛ غږ نه دی، هسې یوه تیاتري لوبه ده،

زه د «زه» او زه ترمنځ واټن پر دغې نشه تېروم!

هغه فزیکي غږ چې غوږ کې خلاص شوی،

هغه وچې، کلکې، پلاستکي، لرګینې، اوسپنیزي، نقره­یي او...نانځکې دي،

چې تمدن یې راوباسي،

او زما شخصي زمانه یې د خرڅلاو بازار ګرځي.

زه یې ولې اورم؟

تشه ډکېدل غواړي!

وږی مړېدل غواړي!

نوم لیکل کېدل غواړي!

...

زه به تش وم؟!

زه تشه یم!

غږ، نوم را باندې لیکي.

زه په غږ کې خپله تشه وژنم.

زه په غږ کې خپل سکوت ماتوم.

غږ زما شراب دي.

زه کنډو، کنډولی؛

د غږ لاره؛

آواره؛

دښته؛

پاڼه،

...

تر هغه چې یوې مور زېږولم، زه چېرې وم؟

تر هغه چې یوه پلار نومولم، په څه نومېدلم؟

تر هغې چې د کلي، قوم، دود، تاریخ واسکټونه او خولۍ یې را اغوستلې؛

پر سر را ایښوولې

زه څه وم، څوک وم؟؟؟

 

 ٭٭٭

د چنګاښ ۱۳مه

۲

د کمپیوټر کړکۍ ته ناست وم؛

د ونې یوې پاڼې سره مې لیدل!

پاڼې خپله ټوله ښکلا او ځلا د خدای په نوم خوشې کړې وه؛

پاڼه تشه جالۍ وه، نه شنه او نه هم ژوندۍ!

د پاڼې کالبوت تار، تار سره نښتی و، ژوند یې نه و!

ژوند خدایي دی؛ خدای ته ورځي!

دنیا وچ، تیاره او تار تار کالبوت پاتې کېږي.

خدای شته؛ خو چې ذهن را پر سر نه وي، راسپور نه وي؛

مرګ پېدا نه کړي!

«هغه» دی؛ خو چې ذهن (ځای) خوشې کړي؛

خو چې زه خپل کارونه له تاریخ څخه راټول کړم!

...

دومره څه و، چې پرته له دې درې ټکو په هېڅ څیز کې نه ځاېدل.

ټکي، نه وېل شوې کلمې دي.

ټکي د کلمو له شکله، له حالته الوتي!

ټکي په خدای خبر دي، ځکه کرښې، هندسې او تبصرې نه جوړوي.

خدای شته؛ نور څه دي چې باید ووېل شي!

خدای شته؛ زه څوک یم چې توضېح ورکړم!

خدای شته؛ نو هېڅ څيز نه شته!

ما څه ونه وېل؛ هغه تش ځایونه وغږېدل،

چې د پاڼې د وزن او شکل په تللو سره؛

ما د مړو تارونو په تشیال کې ولیدل.

 

٭٭٭

 

 

۳

ولې سره وژنو؟!

څوک اضافي دي؟؟؟

خدای چې پیدا کړي دي؛ نو څوک اضافي دي؟!

خدای یې هومره رنګین، راز راز، او متفاوت پیدا کوي، چې لا ښه ولیدل شي.

«هغه» د همدغو رنګارنګ کلمو په ژبه خپل عشق غږوي.

وګړي، موجودات، د «راشکو بابا غر» او دا زما او ستا غرونه غرونه څېرې کلمې دي.

کلمې تر هغو غږ خوشې کوي، چې د غږ چېنې ته ورسېږي او تر چینې کېدلو پورې وسوځي!

«هغه مینه دی، مینه یې را په مخه کړې، او مینه یوازې هغه په ډاګه کوي!»

په هره څېره او نوم کې یوازې هماغه آبدي نوم غږېږي:

هغه خپله وینا ښیي؛ نو چېرې ولاړ شو؟

دا شنه یا په اوړي سره یا په مني طلا شوې ژېړه یا په واورو کې ټنډ پروت ژمی،

هغه دی چې وایي!

ژوند پیدا کوي، ژوند هغه غږولی، راوړی او بېرته وربللی دی.

ژوند نه مري:

یوازې ځي او راځي، ترڅو هومره پوخ شي، چې یوازې هغه وویني.

بل نه شته؛ یوازې یو شته...

خدای چې دی، نو څوک یې نشي پټولای؛

نشي معنا کولای؛

نشي را زده کولای.

خدای شته؛ نو څه شی را زده کوﺉ؟!

لمر شته؛ عکسونه څه کړم.

ژوند شته؛ متن به څه ووایي؟

ټوله هستي...یوه، یوه (هستي) وایي؛ مه غږېږﺉ،

چې «یو» غږېږي!

ډبرې له خبرو کولو تشې دي.

غرونه او سیندونه

لمر او سپوږمۍګانې، څه نه وایي؛

یوازې یو یې وایي.

او وګړي، خدای هومره وایي، چې وړ یې دي!

مکتبونه-کتابونه داسې دي...

هغه هومره شته، چې پوهېدلای یې شم.

هومره یاد ته راځي، چې ورنیږدې شوی یم.

هومره مینه راسره کوي، چې منلای یې شم.

هومره لوی او بښوونکی دی، چې زړه مې غواړي.

هومره زما دی، چې زه یې لاره شوی یم.

هومره مې په خوله راځي، چې ورته په خوله له خبرو سپین شوی یم.    

هومره یې اورم، چې غوږونه مې ورته تش کړي.

...

څه و، پرېږده چې همدا ټکي یې په ځان کې خوندي کړي.

هغه شته، خو چې زه شیان ونه وینم.

 

٭٭٭

 ادامه دارد

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱۳۷       سال شـــشم           دلو ۱۳۸٩  خورشیدی        فبوری ٢٠۱۱