۲۱
دا لیکل څه غواړي؟
هغه شته او زه یې څنګه ووایم؛ ولیکم!
زه که «ځان» وم، چا ته یې ووایم!
ولې یې ووایم...
هر وګړی بل څوک- څه نه دی؛
«خپل» دی.
هره پاڼه خپله ده؛ پاڼه ده!
زه ولې په متن او رنګ کې بې ژونده پاڼې کوچۍ، کوچۍ خوشې کوم،
چې ورکې شي.
پاڼې خدای ته ورځي.
پاڼې به هغه کړس او کړوس غږوي، چې ما «خلک» پرې پوهول!
هغه به وایي:
«شته» څرنګه وایې؟ وېل په تېره کې وچېدل دي!
خوله دې وه، دومره چې له هغه څخه ورکه ورباندې ووژنې!
غوږونه دې وو، ولې دې بې کرښو، دفترونو
او ډبرینو معناګانو «غږ» ته پرېنښوول!
...
ماشومه:
ژوند دې نه دی کړی، څومره چې وېښېدلای شې، ژوند وکړه!
«زه» هومره یم، چې ژوند یې کولای شې!
ووینه! په ټوله ویښتیا مې ووینه. زه ستا ويښتیا یم. زه ژوند یم،
کاغذونه وچې خبرې،
وچ غږونه او وچ متنونه مړه دي.
زه یم، څومره چې مې وینې.
نارې کړه، هومره چې ورڅخه لېرې یې!
زما او «زما» ترمنځ واټن هغه څېرې، نومونه او قضاوتونه دي، چې زه ورباندې ډک ولاړ یم.
دا ذهنونه او فکرونه، خیالونه او حسونه هومره تش کړه،
هومره تش او خالي، چې یوازې یو پاتې شي.
زه به اریان وم:
خدای خپله، پاچاهي یې خپله،
ځمکه- زه یې خپلهههه...ـه!
...چې پښې پلار او مور را زده کړې؛
ورک مې کړ!
لاسونه مې لرل؛
له خاورو ډبرو، مسو او زرو...
جوړ مې کړ.
دادی زر او الماس د هغه وچ شوي غږونه دي.
دادی؛ ډبرې او توتکۍ د هغه له خوا
ژوند لیکل دي.
اه،
ټول کتاب پیدا شو؛
زه چې لېرې شوم، چوپ شوم
او ټول شوم
یو غوږ، یوه سترګه،...
د یوه، یو آه ه ه ه ه...چې شم.
٭٭٭
د چنګاښ ۲۰مه
۲۲
څومره چې ورباندې غږېږم،
لېرې کېږم.
څومره چې انګېرم چې پوهېږم؛ هومره لېرې کېږم.
شته نه وېل کېږي، شته ښوول کېږي
نشت وایم، لیکم او د کاغذي غږونو کاروانونه
د ذهن وچ، کرخت، بې مالګې جنت ته ور جاري کوم.
غږ شته،
څوک غږېږي!
خو چې زه غږېږم، غږ ډوبېږي،
لیک د غږ احتکار دی.
لیک د لیکوال نه دی
اخر یوازی یو شته.
یو چې بېا پر عقل ور پورته شو، یو شو؛
څوک به نه غږوم.
غږ خپله غږېږي.
یوازې غږ غږېږي، ما خپل د شعور جیبونه له غږه را غلا کړي
هغه هرڅه لري، خو پولیس یې زه یم او «زه» یم
ځکه نو دومره تېره زمانه د «زه» له خوا د غلا غځول دي.
٭٭٭
د چنګاښ ۲۱مه
۲۳
دا شېبه عبدالرحمن «توخي» راغی
وېل یې تلل و، چې دوه ځنازې بدرګه کړي؛
یو چې له کندهاره رالوېدلی و کابل ته؛
د پنجشېر له څوکو راکوزو شویو اوبو له ځان سره واخست؛
ولاړه چې «یوه» ته ورسېږي.
او بل چې لا یې ځواني هومره نه وه ډېره شوې، چې «پدر» یا «آبا»
واوري؛ خپل زړه له پښو وغورځاوه؛
ځکه اوبو په خپلو مستو غږونو کې هغه غږ نڅاوه، چې یوازې یو یې یاداوه.
هغه ځان او ځواني وغورځوله، چې هغه «ښکلا» په وروستیو اوږو را اوچته کړي؛
خو ولاړ، ورک شو، هغه او «هغه» نه شته!!!
اوس نه زه اورم، نه هغه!
معلومه نشوه، چې هغه له بل دنګ سره مخښه غوښته
او یا که د اوبو په کفن کې د خپل زړه خوشې کول،
چې مړینه تېښته وکړي، چې سیند بیا ښامار نشي، چې
د عبادت په کوڅه هسک ته رسېدلی سیمرغ نشي.
هره خوا، هر وخت، هر شی:
یوازې هغه شته!
هغه شته، پرېږده چې زلزلې په کور او معبد را ګډې شي
پرېږده چې توپانونه د ذهن او حواسو دیوالونه را لوټه لوټه کړي
پرېږده چې سېلابونه او سیندونه زما په نوم، نښان او کلي تېر را تېر شي.
چېرې به مې یوسي، بې له خدایه؟!
فکرونه او حواس چې اور واخلي، اوبه شي
باد شي، باران شي، واوري
ما جوړ کړی بُت- بُتان به سپین شي
دا هغه ته زما لاره ده
وېل کېږي نه، باید تجربه شي.
٭٭٭
د چنګاښ ۲۲مه
۲۴
غوښتل مې مینه ووایم.
مینه یوه ده، یوازینۍ ده، خو له ټولو ډکه.
مینه لومړنی غږ دی. مینه زما د زړه سپین اور دی. مینه کور دی،
که «زه» یم، که یو «تور» دی.
که زه هغه یم، دغه یم؛
«هغه»، «دغه» هم ژېړ/تور دی؛
کور دی! مینه یې اور دی.
که هغه لېېېې...رې تاریخ کې بند، وچ وچ بدن
ځېږ، لکه ډبره! ژاړي هم ډبره؛ خو مینه یې کور دی،
مینه کور دی.
مینه، هغه کلمه ده، چې کور یې هلته او دلته دی،
خدای سره دی.
مینه، هره شېبه ده، خو چې خوشې یې کړم.
«زه» پنجره یم مینه مې «ساه» ده.
مینه چې خوشې کوې، پاتې کېږي.
مینه چې کوې، زیاتېږي.
مینه، یوازې زېاتېږي، نو ځکه به خوشې کېږي.
مینه، نه په ځمکه کې ځایګی لري، نه ستورو او کیهانونو کې کورګی.
مینه، زما په اندازه ده، زما په قد او زمانه ده.
مینه، اورېدل، غږېدل او کول دي.
مینه، شیبه په شیبه خوشې ده، تعریف نه ورځي،
خپل کړه یې هم هېرېږي،
ځکه هېڅ نه غواړي. نه یې قید شته او نه څه شرط
زما د تصور په اندازه آزاده، پرېمانه او شېبه شېبه حاضره
هومره آزادي چې زه د خدای آزاد پېدا شوي وګړي
لیدای او منلای شم.
زه او مینه همزولي دنیا ته راغلو، چې هره «هستي» یې له (ځانه) خوشې کړي.
مینه یوه ده؛ خو موږ سره ټوټه ټوټه شوه.
پلرنی آسمان هم لېرې، لېرې، لېرې...ودرېد.
مینه، نه زما ده او نه د هغه چې زه یې وژلو ته فکر، چاړه او قبر شپه او ورځ له ځان سره،
په ځان کې ګرځوم.
مینه ده راچاپېره پر هرڅه،
مینه د «ده» او «هغه» لپاره اور دی.
مینه هغه جوهر دی چې دومره څېرې، او رنګونه،
دومره شمېرې او نژادونه ور څخه جوړ شوي.
مینه، نه وه، «هغه» چې مو پیدا شو؛ زما هم ور پام شو.
ځکه خپل متنونه او ګامونه بېرته را ګرځوم.
زما په «کار»، «فکر»
«احساس»، «عاطفې» سره یوازې مینه غوبل شوې
ټولې څېرې او رنګونه له خدای څخه راځي؛
په مینه راځي
مینه مینه راځي.
مینه، همدا ده.
مینه هغه له خپل زړه را خوشې کړې.
زما یوازېتوب، فراقونه، دردونه او غمونه
تېل دي، لرګي دي
ما سوزوي، چې زړه مې مینه ګر را ویښ شي.
مینه له خدایه راځي، ما اخلي او بېرته ورځي،
ځکه: خدای چې شته فاصله نه شته،
دغه زه، زه، زه...نوم نه شته،
قوم او قبیله او بختور رابلد نه شته؛
خدای چې شته؛ نو هېڅ نه شته.
مینه، چې شته لاندې او باندې نه شته.
مینه، اواره ده، هومره چې زه زړه دنیا ته
اوارولی او سپینولای او له خدایي نغمو او رنګونو ډکولای شم.
مینه، ستره ده، څومره چې زه «سر» ور لوړولای شم.
مینه، زیاته ده، هومره چې زه یې ورکولای شم.
بل نوم یې نه شته:
مینه ده، مینه شته.
...
خدای شته!
نو ځه، «زه» ورکه شه؛ مینه دومره ده،
دومره ده، چې پرته له خدایه هېڅ نه شته!
٭٭٭
نوره بیا............ |