۲۵
خدایه، دومره شتوالي ته څه وکړم؟
وناڅم، آوازونه ووایم، که سپین پاتې شم، چې دا کاروان، کاروان غږونه،
دا ګلان، ګلان رنګونه،
دا سمندر، سمندر مینه را باندې تېره شي.
دا«...» راته وایي، چې لومړی حرکت نڅاه ده!
لومړی غږ سندره،
او پېلنی انځور هغه دی، چې لا په خوله نه راځي!
زه به هغه ژبه را ژوندۍ کوم، چې «هغه» ورباندې سندره شي.
زه به هغه غوږ را ویښوم، چې «غږ» او «رڼا» یې ورباندې را دننه شي، ما پاک یوسي
د ذهن او حواسو له غلاوو مې ووینځي.
...
نه به یې وایم، دا د بدن خاورین کنډولی مې خام دی؛ اور به واخلي.
آه ه ه...!
څومره چېغې مې وهلې، چې راوېښ شم.
هومره مې را باندې ولیکل، چې بېرته بېسواده شوم.
بېسوادي ښه ده، ځکه خدای شته،
نوره یې بېسوادي ده!
( )
یو بې نومه دی، چې دومره مې غږوي،
یو بې نومه دی، چې زما تر وینا، نصیحت، پوهې او عقل بیا هم لوړ ودرېږي.
نه شوم هغه خوله، چې بې نومه پرې ووېل شي.
نه شوم راویښ هغه غوږ چې دغه د هرڅه پلار؛
سکوت واوري!
٭٭٭
26
د چنګاښ ۲۳مه
مینه، چې کېږي؛ بیا زیاتېږي.
مینه، په کېدلو پیدا کېږي.
مینه شته، ځکه هرڅه کېږي.
...دا رنګین رنګین نسلونه، نژادونه
فکرونه، باورنه
له مینې را شنه دي غرونه او سیندونه.
مینه، ژوند ده، ژوند کوي
او زېږوي.
په هرې څېرې او بدلون سره مینې (څېره) کړې؛
نوې کړې.
ټول ویناوال او بنسټګر زاړه دي، مړه دي؛
ځکه چې خدای دا او هغه اوتې بوتې نه دي؛
«خدای شته».
څومره چې ولوېږم یا پورته شم، مینه سر سره ولاړه ده.
مینه، چې خدای هره خوا لېږلې،
هغه ته ورغلې.
مینه، د ارواو تلل راتلل دي.
مینې راوړي، په مینه ورغلي.
مینه، یوه ده. یو ځای ده، ځکه هر شی «ځای» دی د مینې.
مینه، ژوند خپل خدایي کور ته خېژوي.
او هرڅه خدای غوښتي.
مینه، لکه ټول نومونه، ټول رنګونه
مذهبونه او نخشه په لاس استاذان
چې ژوندی کلام غږوي.
مینه:
دغه مسافره اروا، چې خدای یې شته دی.
هرڅه خدای پیدا کړي؛ نور څه وغواړم.
بل څه نه شته، په هغه کې.
مینه شته؛ خو نه لیکل یې.
لیک زوړ، کاغذ زوړ، خوله او ګوتې زړې
او مینه، نوې، تازه، لیونۍ، خپلسرې
مسته، زوروره، بې پروا، غوڅه
بې پروا، لکه...لکه «هغه»
او...
مینه د آسماني کور هغه لاره چې هره «لاره» کې ریښې لري.
مینه ټوله ده، ټول په مینه کې دي. او همدا یې مینه ده.
ځکه زره زره هستي، نوې نوې مینه ده.
یوازې مینه ده.
او مینه شته؛
چې وشي؛ شته!
مینه، لکه له الفبا دمخه لیک
لکه بېنومه سړی
لکه بېځمکې وطن
لکه بېغږه سندره
لکه ځان سپارل:
اور ته
اوبو ته
باد ته
باران ته...
لکه بې پیسو بازار کې چې ځان د لمر په خوله کې ورکړې،
لکه هغه کتاب
چې خپله به یې لیکې، خپله لولې، خپله ګورې...
کټ مټ لکه ته/زه خپله!
٭٭٭
د زمري ۱۱مه
۲۷
هی هی! څه شولې هغه شېبې، چې دا او «دا» مې ولیکل!
څه شوې هغه شېبې، چې «دا» او دا مې نه و زده؟!
...لیک هم عجیبه دوړه ده، چې څومره یې سخت ولیکم،
زوړ پاتې کېږي.
څومره چې غټ شې، ډبرو ته ورته کېږې.
د «زه» او «هغه» ترمنځ پوله- پټی نشته
پرته د زه له شهرت او نومه.
اوس چې مادي یم، جسم او تن لرم! ذهن او حواس لرم! څه وینم؟!
هغه څه چې زما د هویت نښې، نېټې او پېښې بلل کېږي، څومره یې ژوندي دي؟
او بیا ژوندي یې څومره «ژوندي» دي؟؟
آیا ژوند هغه نېټه ده چې د رحمان بابا په شناخته یې کښلې؟
آیا هغه وږمه شته، چې په امیر کروړ کې یې «زه» او «زمری» راویښول؟
لږ تر لږه نیم هویت مې مړ دی! او زه څومره ژوندی؟!
پښې مې پرونۍ نه دي پاتې،
لاسونه هم له پرونه ستړي دي، سترګې هم ځېنې پروني شیان نور نه شي لیدلای
...زه زره زره زړېږم!
ددغو خبرو، ویناو، اوتو بوتو سرنوشت مرګ دی!
ولې لګیا یم؟
ولې یې لیکم؟
آیا پوهېږم او که پوهېدل غواړم؟
څه شی زده کړم او څه شی ور زده کړم؟
سقراط کلونه، کلونه سوالونه وکړل،
خو وروستۍ چیغه یې پردې ټکي وچه شوه، پوه شو چې نه پوهېږي!
انشتین تر نسبیت پورې اوچت شو. او نسبیت یې هم هغه تابلو معرفي کړه،
چې د عشق په غېږ کې پروت ماشوم او د دار رسۍ ته ولاړ مجرم په کې (ساعت) «زمان» تېروي.
هېڅ شی د زده کړې لپاره نه شته.
کتابونه-تحقیقونه د مینځلو لپاره لیکه دي.
خدای چې شته، زه د څه شي تحقیق وکړم!!!
روح چې شته، له ذهنه ولې تېری ونه کړم؟!
اه ه ه...څومره مې خپل سر او تندی پر دې سوالونو وویشته!
چې چوپ شم؛ هرڅه پیدا کېږي...
٭٭٭
د زمري ۱۲مه
۲۸
ځمکه د تبعید مدرسه ده.
میلمه نه شته، میلمستون نه شته...دلته یوازې ورکړه ده.
څه لرم چې آسمانونو ته یې وخېژوم؟
د احساس کومه څپه، د عاطفې کومه غوټه
د فکر کوم فرمول ددې دی، چې نه لېدلې ته یې یوسم؟!
څه نه شته چې ترلاسه یې کړم.
دا خاورې، دوړې، دا په خړو ککړې اوبه
دا اورونه او دودونه...
دا هوا او توپانونه ...ددې نه دي، چې له ځمکې لر او بر پرې تېر شم.
زه (یو) بې تجربې روح راغلی یم، چې په ځمکنیو پښو او لاسو
حواسو او مغزو حقیقت تجربه کړم.
زه څه نه یم؛ د مینې ورکړه یم.
مینه وېشم.
مینه شخصي نه ده. د ما نه ده. د پلار او نیکه نه ده...
غر او ډبره یې نه ده.
کلا یې نه ده، برج یې نه دی.
مینه نه ده!
مینه په هرڅه کې سپینه، اواره دښته ده.
خدای همداسې پیدا کړې
را لېږلې!
مینه خدایي غذا ده.
مینه به لاس په لاس شي تر خدایه پورې.
چې په مینه ونه تړل شم، کور ته نه شم رسېدلای.
مینه هغه ځنځیر دی چې موږ یوازې او یوازې د خدای له پاره تړي.
چې په مینه وتړل شو، بیا مینه له موږ څخه تېرېږي. مینه زیاتېږي. دنیا مو مینه کېږي.
پرته له مېنې هېڅ شی نه ډېرېږي.
مینه ډېرېږي، ځکه نه فکر ورته تم کېدای شي نه په حواسو کې بندي کیدای شي.
مینه آزاده ده، خپلواکه ده، یوه ده او بې شرطه ده.
نه خپل ویني نه پردی.
مینه پر خپل او پردي زیاته ده.
...
که له هغه راغلي یو؛ نو چا ته به ورځو؟!
چې خدای شته پښې په چا پسې وکړم.
چې مینه خدایي ده، له چا یې وسپموم؟!
چې مینه شته؛ نو زه ځان او نور په څه شي سره جنګوم؟
یوازې مینه کېږي، او مینه یوازې؛
«کېږي!»
مینه یې ورکوي، ورکوي، ورکوي...چې هر ژوند مینهګر را ووځي.
برخلیک همدا دی.
څو چې مینه ونه کړم (ورنه کړم) لا به جنګېږم!
٭٭٭
۲۹
مینه کېږي.
مینه د هڅو خاتمه ده. مینه چې وشي، بیا زمان مري.
مینه چې وغږېږي، خبره په باد او باران کې ورکېږي.
مینه چې ښکاره شي، خپل او بل هېرېږي؛
مینه کېږي!
مینه چې وشي، ټول (مکان) بې ځایه کېږي.
د تاریخ کتاب سپینېږي،
هندسه له اشکالو او مکانونو ښوېږي،
فزیک ټوله لاره په څټ ور وهي،
تر هغه ځایه چې نور نشته
ادبیات په اوبو لاهو کېږي،
ټول غږ کېږي
مجسمې ټولې تر «هغه» پورې ځانونه خوشې کوي،
او ښکلاوې له ذهنونو اوحواسو ځان خوشې کوي؛
ټول ور آزادېږي!
مینه چې وشي، «ستر» ښکاره کېږي
هو! فقط مینه چې وشي.
٭٭٭
|