کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

 

 

۲

 

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 
 

   

   

شهید محمد موسی شفیق

     با سپاس فراوان از جناب فضل الرحمن فاضل

 

    

 
عبقریان
او  
نورې  قصې

 

 

څومره چه دشهید آوازه خپریده او د زیارت ډلو ټکورییی زیاتیده په هماغه اندازی یی جنډې هم لوړیدلی. د لارې په سر به چه لارۍ تیریدلی اوس به دهغو سورلیو هم د زیارت سرې جنډی دورایه لیدلی. کله کله به چه لارۍ د ملک صاحب د کلی خواته د اوبو یا د دمی د پاره ودریدې نو هغو سورلیو به زیارت ته د ورایه دعا کوله کومو به چه په لارۍ کښی پخوا هم سفر کړی و اوسترګی یی پخی شوی وې، مګر نوکي سواره به تل په منډومنډو د شهید زیارت له پخپله ورتلل او دخیر سفر به یی ورنه غوښتلو. دګړنګ ویرې به تل په دې دعاګانو کښی یو خاص تاثیر لاره. طبیعی ده چه سورلیو به د نذارانی په ورکړه کښی د هر چانه زیاته میړانه ښودله.

د ملنګ عایدات ورځ په ورځ زیاتیدل د هغه په کړه وړه کی کوم بدلون را نه غی، مګر شتمنی یی هم پټه پاتی نه شوه. ګروۍ یی واچولی، واده یی وکړ او ما او تاسره یی پټ پټ قرضونه هم وکړل. ملک صاحب خوزیارت ته پوره عقیده لرله مګر د ملنګ دومره ترقۍ ورله مزه ورنه کړه. دیوې خوانه دده خپل اقتصادی حال چندانی ښه نه و دبلی خوانه دا خبره هم باید په یاد ولرو چه دده ملکی د خلکو په احتیاج ولاړه وه نو ددغه احتیاج دفع کول دده نفوذته صدمه رسول و، برسیره پردې د زیارت جم وجوش دده حجره او دیره هم ماته کړې وه.

هر څومره چورتونه به یی چه ځان سره وهل ددغه کار تدبیریی نه شو جوړولی او دا په شار اوړی بلایی نه شوه ورکولی. شپی او ورځي جومی او میاشتی ملک صاحب په همدغه فکر بوخت و او د خپلو تجربو په دریاب کښی یی ددې معمی په حل پسی غوټی وهلی.

(4)

د ملک صاحب د کلی نه یو څو میله لرې په لمر خاته خواته ځوړی کښی یوې درنی لارۍ تیل خلاص کړل. په هغو سړو شپو کښی چه د لاریو شمیر هم کم و د ماښام تر تیارو پوری هیڅ موټر پیښه ونه کړه. د شپی د پاره سورلیو یوې کوټنۍ ته ځان ورساوه او هلته پریوتل. سهار چه را پاڅیدل یواری دغاړی جامی یی په ځان وی او نور تری هر څه غلووړی وو. خبره طبعا حکومت ته لاړه او دهغه ځای نه سپاهیان او اوالدار د ملک صاحب کلی ته راغلل او دده په حجره کښی یی د تحقیقاتو ټغر وغوړاوه چه وهل او ټکول او نوری ټولی بی شرمۍ ورپسی را روانی وی.

اوالدار ملک صاحب ته وویل (غله راپیدا کوی او که مونږ پخپله ورپسی بډي ووهو؟)

ملک صاحب د سپاهیانو خرڅ ورکړ اووعده یی ورسره وکړه چه که په دری شپو کښی یی دسرولیو کالی پیدا نه کړل اوغل یی حکومت ته ونه ښود نو بیا دهغوی خوښه چه دده ددهقانانو او اولس سره هر څه کوی. سپاهیان ه لاړل ملک صاحب د کلی خلک راټول کړل او ورته یی وویل هلکو! دا غلا به ضرور پیدا کوئ، غل په تاسی کښی دی. دلته خو د آسمان نه څوک راتلی نه شی هرڅه چه شوی خیر دی غلطی دهر چانه کیږی توبه وباسئ او ځان د حکومت د باز خواست اود آخرت د بدې ورځي نه بچ کړئ. زه به هم ستاسی په ګناه لمن وغوړوم هر چاچه مال اخیستی وی بیګاته دي یی د شهید په زیارت واچوی او ځان دی هم نه ښایی، زه به په خپله د سپاهیانو او دحکومت چاره وکړم. د ماښام تیاره چه ټینګه شوه خان صاحب خپل یو نوکر مکلف کړ چه د زیارت دغزونو کوم ډډ ته پټ شی او که چا څه راوړل او هلته یی واچول نو دی دې پري فوراً خبر کړی. شپه د نیمی نه اوښتی وه چه د تیارو دګیډی نه یو څوک راووت او یو دوه داوږو پیټی یی په زیارت کښی ګوزاره کړل او خپله لاریی ونیوه. د ملک صاحب نو کر په منډه هغه خبر کړ او هغه د واره یوه رقعه حکومت ته ولیکله چه غل د مال سره پیدا شو سپاهیان د سهار په خړه کښی راورسیدل او ملک صاحب دګوتونه ونیول او په مال یی ودرول او بیا یی د ملنګ د کوټنۍ په دروازه ورننویستل. د ملنګ مټی هماغلته وتړل شوې او مخ په حکومت روان کړی شو.

 (5)

ملک صاحب چې د ملنګ نه خاطر جمعه شو نو د زیارت اداری او تنظیم ته یې پام شو، دده لومړنۍ اقدام دا ؤ چه زیارت یې «محاصره» کړ، فورًا يې خپل یو ببر ږیری نوکرته امر وکړ چې د زیارت یوه نښه د لاریو د سړک په سر ودروي جنډه لکه کړي، د اوسپني پنجره او سره ټوټه ورپوري وتړي او یوه کوډۍ جوړه کړی او ډېري رنګینې ټوټې ورپوری غوټه کړي. دا کار چه تمام شو ملک صاحب خپل نوکر ته وویل: چه اوږدې جامي واغوندی، سر او پښې لوڅی کړې او په هغه کوډۍ کې دیره شي. هره یوه لارۍ چه راځې غږدې ورباندی کوې چې «یا الله خیر... سفر بي خطر» د اصل زیارت لپاره هم ملک صاحب یوه چاره وسنجوله. دده یو سرتمبه امام و چه هغه د لاریو سرک ته د زیارت د مرکز د نقلولو سره چه د ملک صاحب اصلي ارزو وه شدید مخالفت وکړ، د ملک صاحب او د هغه ترمنځ ډېرې مباحثی وشوي چې تقریبًا حاصل یې دا و:

ملک صاحب! دا زیارت که د لوی سړک په غاړه جوړ کړو ډېر خلک ورته رسیدی شي او برکت به یې هم مسافرو ته رسیږي او هم د کلي خلکو ته.

ملا صاحب: زیارت د چا په خوښه نه جوړیږي. دا شهید رحمة الله علیه همدلته پیدا شوی او همدلته ورباندې قبر جوړ شوی دی.

-       دلته خو ندی پیدا شوی خدای خبر چې په اصل کښې یې قبر چیرته و؟

-       خیر خو مبارک هډوکې یې همدلته پیدا شوی دی او شرعی مسئلة داده چه د یوه قبر خوځول بی ضرورته جایز نه دی.

-       دا هم یو ضرورت دی چه خلک ورته ښه رسیږي.

-       نا داسی نه ده ضرورت په کتابونو کښې په خپله بیان شوی دی.

د نبي آخر زمان علیه الصلواة والسلام په شرع کښې هیڅ شی بی بیانه نه دی پاتی شوی.

طریق عام یو شرعی ضرورت دی.

-       طریق عام یعنی څه؟

-       لویه لاره.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۶   سال  سیـــــــــزدهم              حمل     ۱۳۹۶         هجری  خورشیدی              شانزدهم اپریل  ۲۰۱۷