زمونږ حافظ
جی صاحب هغومره شهرت او مقام ته لا هم ندی رسیدلی چه د ښار د نورو مالتونو
نه په ده پسی د ختم د پاره جواب راشی دده شهرت محلی دی او بین المحلاتی نه
دی، نو ځکه یې ګویا نوره هفته خالی وی او یوازی د جمعی شپه غالبا ډکه
پیښیږی، د پنج شنبی هر سحر او دده د امثالو په حیات کښې ډېر اهمیت او
حساسیت لری، هرڅوک چې د مطلب خاوند وی په همدغه سحر په دوی خبری کوی چه سره
غونډ شی او په لسو بجو د ختم د پاره د هغه کور ته ورشی.
عادتًا د مړو د جومی شپه د پنج شنبی په غرمه کیږی دا غرمه ممکنه ده ما او
تاته عادی وی مګر حافظ جی صاحب او د هغه ملګرو ته یوه لویه ولجه ده، د هغوی
په ژوندانه کښې دغه غرمه زبردست حیاتی تاثیر لری، دا غرمه هغسی ده لکه
لاروی ته د چولی د منځ چینه لکه د یوه موټر خاوند ته ددشتی په منځ کښې د
تیلو ټانک، د ژوند چړچه او د ویټامینو مور ده.
مګر کله کله چې خبره د یوې عادی جومی شپه نه غټه وی او یا خو مرحوم یا د
هغه وارثان د یو لوړ اجتماعی شان وشوکت خاوندان وی نو بیایې تلین په غرمه
نه کیږی او حتمًا باید خبره شپی ته ووځی او ډېر خلک راوغوښتل شی.
په داسی حالاتو عادتًا حافظان او طالبان ختم د ماسپیښین له خوا کوی او که د
وخته خلاص شی - چې یقینًا همدغه سی کیږي – نو بیا د مازدیګر مانځه ته بهرځی
او ورپسی د ماښام مونځ هم کوی او بیا نو په ګډه بیرته د مرحوم په ځای او د
هغه په دسترخان راټولیږی.
دغسی د ماښام ورشو نسبت هغه د غرمی ورشو ته ډېره ببره وی او د پلو او چلو
سالن او قورمی نه علاوه پکښې حلوا، فرنی او تازه میوې هم موندل کیږي.
همدغه سی یوه ببره ورشو ده چې زمونږ حافظ جی صاحب یې په دې مازدیګر په هغه
کوټنۍ کښې د خپلو ملګرو نه لږ جدا کښینولی دی او د هغه په ببرو شنډو یې یو
معلومدار تبسم رسم کړی دی، د همدغی ببری ورشو برکت دی چې وړوکی هلک (عصاکش)
دی حافظ جی صاحب ته نژدی ناست دی او د هغه نورونه لری. نن د هغه بوټانو
اصلی خاوند تلین دی چه یوه میاشت کم یو کال یې زمونږ د حافظ جی صاحب سره
وشو، زمونږ حافظ جی صاحب د نورو ملګرو سره نن ماسپیښین د هغه مرحوم د زوی
په کاله کښې سیپارې «ختم» کړی او اوس د ماښام انتظار په ډېره بی صبرئ سره
وباسی، د خیال دنیا یې ټول حلوا حلوا او پلو پلو کیږي، خوله یې دم په دم
اوبه يریږدې او ذهنًا ځان دی ته هم نشی حاضرولی چه د خپلو دوو ملګرو سره په
خبرو اترو کې شریک شی او د دنیا د نیمګړتوب او هغه دغه نه شکایت وکړی.
(7)
چه د ماښام لمونځ خلاص شو، د پلن او اوږده جومات د اوقی امام درې دعاګانی
هیڅکله هم زمونږ په حافظ جی صاحب دومره بدی نه وی لګیدلی لکه په دی ټاکلی
ماښام نن ایله د حافظ جی صاحب دی ته پام شو چې خدای پاک خو بینا، دانا او
سمیع علیم دی دومره اوږدو، دعاګانو ته نو څه حاجت؟ او چه امام د دریم ځل
لپاره لاس پورته کړ او په یو نری شان اوږده آواز یې وویل: «دعای حاجات،
ادای قرض قرضداران، خلاصی بند بندیان، شفای مرض مریضان، شکست کفار فتح
اسلام...»
زمونږ حافظ جی صاحب د حال په ژبه فریاد کاوه چه زمونږ یې دچا د قرض، بند او
رنځ سره څه؟ حافظ جی صاحب د ځان سره عهد وکړ چې که دا دعا خلاصه شوه دی به
هیڅکله بیا د بنده مسلمان هیڅ کار نه اوږدوي، ددعا نه وروسته عصاکش د امسا
یو سر او حافظ جی یې بل سره ونیو او د جومات د مناری لاندی د نورو حافظانو
سره یو ځای شول او د هغه ځای نه د مرحوم د کور خواته په یومنظم حرکت
وخوځیدل، ته به وایې د اوښانو قافله یا د زاڼو قطار دی.
د یوی اوږدی او شدیدې مجاهدی نه وروسته چه حافظانو لاسونه ونیول نو یو
دروند سکوت زمونږ د حافظ جی صاحب ماشوم عصاکش په یو خوش آینده سوال داسی
مات کړ: (( استاذه! بلی پنجشنبی له د خیره چیرته یو؟
***
(1)
ډاکټر صاحب د یوروپ نه راستنیده نو دایې د ځان سره غوټه کړی وه چه ضرور به
د خپل وطن یوه پیغله واده کوی، دده په نظر کښې خارجی ښځه کول اساساً د ملیت
پرستۍ د مفکوری سره چندان برابر نه وو، ده به حتی لا په یوروپ کښې همیشه
خپلو ملګرو ته ویل: تاسی چې دلته ښځی ګوئ هغه زمونږ په وطن کښې ناستی
تعلیمافته ښځی نجونی نو چاته د پلو لاندی کوڅۍ لویوی، برسیره پر دې ډاکټر
صاحب به پدی خبره هم ځان قانع کړی ؤ چې دده هېواد او د یوروپ د ثقافتونو
بنیادونه سره دومره زیات توپیر لری چې که دوه کسه ددغو دوو بیلو ثقافتونو
په غولی کښې لوی شوی وی د هغوی به د فکر طرز، د معیشت لار، دعواطفو او
احساساتو مجری او د هغوی په نظر کښې به د اجتماعی اساساتو د تقدیر او اندزه
کولو دومره فرق وی چه د هغوی روحی او عاطفی یووالی ورسره بیخی نا ممکن
ښکاری، دغه روحی او عاطفی یووالی د ډاکټر صاحب په عقیده د ښځې او میړه
کیدلو دپاره یو بنیادی ضرورت ؤ، په همدی باره کښې ډاکټر صاحب یوه بله د
قیقه ملاحظه هم درلوده، ده ته داسی ثابته شوی وه چې د یوروپ خلک چې د شرق
نوم واوری د ورایه یې هغه خیالی دنیا په سترګو کښې ګرځی چې خواږه خواږه
خوبونه پکښې ريښتیا کیږی. ده چې کله کله د ځینو نجونو سره خبری کړی وی دا
ورته معلومه شوی وه چې هغوی د (الف لیلة) په سترګو د شرق ملکونو ته ګوری،
هغوی د یوروپ د مدنیت جلوو دومره ستړی او مړې کړې وې چې اوس یې د یو نوي او
یو مختلف او مخالف محیط توصیف او تعریف ته، خولو اوبه پریښودی مګر د شوق
ذوق، دغه وراخطایې او بی صبری د شرق په کوم رګ کښې د یو څو لږو میاشتو د
تیرولو نه وروسته مري، بیا نو د یوروپ نازولی لور د خپل خوب او خیال د خوږی
دنیا نه د حقیقت میدان ته راکوزه شې، هغه جنت یې په دې میره بدل شې، دلته
یې تازه دې خبرې ته پام شي چې د میړه د وطن خلک ددې په ژبه خبرې نه کوي،
ددې غوندې فکر نه کوی، ددې غوندې خوراک څښاک نه کوي د میلمنو او خپلوانو
سره یې روابط د هغه څه نه څه ده ورسره اومخته ده ډېر زیات توپیر لری، دلته
ځان مجبور ګڼی چې د میلمنو سره د هغومره تود وضعیت او اختلاط نه ځان وساتی
څومره چې دی ته د پلار په کله کښې یو اجتماعی ضرورت ښکاره کیده، بالعکس
دلته د میړه د مشر ورور، د هغه د پلار، د تره او نورو مشرانو ښځو او نارینه
ؤ دومره ادب او احترام وکړی چې کله کله یې بیخی ملا ماتولو ته نژدی کوی،
دلته باید دی ته هم تیاره وی چه میړه به یې ډېر ځله یوازی د نارینه وو مجلس
جوړوی او د خپلو نارینه دوستانو سره به دومره نژدی په تماس کښې وی چې او
داسی وضع به ورسره کوی چې د نفسیاتو یو سودایې عالم حتماً په سودا کښې اچوی
او د غیر طبیعی علایقو ګومان ورباندی کوی.
(2)
وطن ته د ډاکټر صاحب د بیرته راتلو نه اوس زیات او کم درې میاشتی تیری شوې
دی، چه په یوروپ کښې ؤ نو د خپلو وروستو پنځو کلونو په استوګنه کښې ورته دا
ضرورت ډېر محسوس شوی ؤ چې باید د خپل هېواد د ثقافت نه پورا خبروي، ده هلته
ولیدل چې په خلکو دی خبری چندان تآثیر نه کاوه چه ده به ورته د فرانسی د
لوی انقلاب په باب کښې څه ویلی شو یا به یې ورته د یوروپ د فلسفه ؤ نومونه
صحیح تلفظ کول او د هغوی په باب کښې به یې ورته معلومات ورکولی شو، دا خبری
هغوی ته دده نه ښې یادې وې، هغوی غوښتل چې دده وطن د تاریخ، جغرافیی، حقوقو
د فکر طرز او د ژوندانه د فلسفی په باب کښې د خپلو معلوماتو خزانه زیاته
کړی، هغوی د لامارتین د قصیدو نه پوره خبر وو مګر د جامی او خوشحال خان په
باب یې دومره څه نه وو اوریدلی چه تنده یې پری ماته شی.
هلته ډاکټر صاحب د (هغه وخت شاګرد) په دی پښیمانه شو چې ولی یې د پښتو او
دینیاتو معلم صاحبانو ته هغومره غوږ نه ؤ ایښی چه د غرب د فلسفی ښوونکی
ماسټر او پروفیسور ته یې ایښود، د ډاکټر صاحب ښه په یاد دی چې یوه ورځ یې د
خپلو همزولو او ملګرو سره په پوهنځی کښې خبری کولی او خبره په صادراتو او
وارداتو راغله، ده د انګلستان صادرات او واردات چست وښودل مګر د خپل ملک
ورته فقط یو څو مشهور مشهور معلوم وو او نور یې څه ونه شو ویلی.
ددی نیمګړتیا وو د پوره کولو د پاره ډاکټر صاحب د یوروپ په کتابخانو کښې د
خپل وطن په باب مطالعه وکړه او ګویا د لاس غوټه یې په خوله ایله کوله.
په مطالعه کښې ده ته د یو مستشرق احساس پیدا شو او بالاخره یې د ځان سره
غوټه کړه چې د خپلی ډاکټرۍ رساله هم په خپل ملک کښې د ځینو ثقافتی مسایلو
او اساسو نه په تحول او تطور سره باندی ولیکې او مخصوصا هغه مستقل عناصر
بیان کړی چې ده ته په خپل ثقافت کښې مهم ښکاریدل او دده وطن ته یې یو ممتاز
او بیلوونکی صفت ورکړی ؤ.
رښتیا رښتیا او دروغ دروغ وی، ډاکټر صاحب چې هم یې ښه درجه اخیستی وه او هم
یې ځان د خپل وطن په باب کښې پوره ملا کړی و، نو په ځان یې اعتماد زیات شوی
ؤ او د خپلو نورو ملګرو په پرتله یې په خپل ځان باور زیات و، غرور خو ورته
سړی نشی ویلی مګر پرځان اعتماد او د خپل نفس نه رضایت یې بللی شو.
اوس چې ډاکټر صاحب په وطن کښې څو میاشتی تیری شوې دی نو د کور آبادولو فکر
ورسره جدی دی، دی په دې ښه پوهیده چې دده په وطن کښې څه کلاسیک وسایل د ښځی
د انتخاب د پاره موجودؤ مګر د یوروپ اتو کلونو ورته دا خبره هم ګرانه کړی
وه چې اوس یو داسی څوک د خپل ژوندانه ملګری کړی چې بیخی ورسره نه پیژنی،
پوښتنو پلټنو ډاکټر صاحب ته دا خبره ثابته کړه چې اوس اوس دده په ملک کښې د
ښځی کولو دپاره د پخوانی او غربی میتودونو یو مخلوط استعمالیږی، څوک به
پیدا کوی چې د شپی مجلسونو ته دی لار پیدا کړی بیا به هلته د جینکیو سره په
خپله اشنا کیږی، بیا بل څوک پیدا کوی چې د مور او پلار سره یې خبرې وکړی او
ممکنه ده په خپله د جینۍ سره هم همدغه څوک خبره غوڅه کړی ددې نه برسیره به
د مشر کاکا، ابۍ او بابا د نظریاتو د ښه کولو د پاره هم څوک برابر وی.
(3)
ډاکټر صاحب د خپل ملک په پایتخت کښې اوسیږې، دا ښار هم دده د ملک د نورو
ښارونو او علاقو او هم ددنیا د نورو ښارونونه ډیرو خواصو بیل کړیدی. اول خو
داده چه دلته یو ډیر قوی طباقتی امتیاز موجود دی مګر د پردی لاندیی. په دې
ښار باندی د غربی تمدن د ظواهرو یوه داسی چپه راغلی ده چې نور ټول معیارونه
او مقیاسونه یې د ځان لاندی کړی دی د ژوندانه د تقلیدی او پخوانی نظام د
ځینو اساساتو سوء استعمال او د هغی نه سوء استفادې په خپله هغه نظام د خلکو
په نظر کښې بد کړی دی.
دا چې د ځینی نورو عواملو سره یوځای شوی نو یې ددې ښار اوسیدونکی د خپل
ثقافت د بنیاد او د خپل ژوندانه د نظام د اساس نه، نه یوازی بیګانه کړی
بلکه د هغه نظام او هغه ثقافت پرضد یې ددوی سره عجیبه بدبینی کرکه او تیښته
پیدا کړی ده، د بره چه هرڅه راځی هغه ښه دی او دلته چه هرڅه شته هغه بد دی
دا ددی ښار د اوسیدونکو د تفکر د طرز اساس دی او ډاکټر صاحب چه د بره تازه
راغلی دی په همدې اساس ښه دی او هرڅوک یې قدر او عزت کوی که څه هم په خپله
ډاکټر صاحب لا تر اوسه په دی سر پوره ندی پوهیدلی.
(4)
ماښام تیاره وه، د پاخه سړک اړخ ته چې کوم کورونه په ناموزون ډول قطار شوی
دی د هغوی په منځ کښې د محبوبه جانی کور هم د څلورو نسبتا جګو دیوالونو د
ننه پروت دی، محبوبه جانه اوس پنځوس کلنۍ ته ورنژدی شوی ده او دداسی یوي
لویی کورنۍ لور ده چې یوه ورځ یې هر غړی مځکی ته ویل: (( ته ځه او زه به
بیا درځم)) محبوبه جانه بی شماره وریرونه، وریری، خوریونه، خورزی، د تره
لوڼی، نمسۍ او دغه سی نور خپل خپلوان لری.
د میړه د مرګ یې تقریبا شل کاله کیږی او د هغه نه ورته یو دوه کورونه پاتی
شوی دی چې خارجیانو ته یې په کرایه ورکړی او ښایسته ښی پیسی ورته د میاشتی
راځی. دا پیسی دومره لږی هم ندی چې محبوبه جانه ورباندی د یارانو دوستانو د
جومی شپه ګرمه نه کړی شي، او دومره ډیرې هم ندی چې د هغوی سوغات تحفی او
یونیم کومک نه ورباندی بیخی بی نیازه شي، یعنی ګویا د محبوبه جانی ژوندون د
کور په کرایه ولاړ دی او هغه هم باید خارجیانو سره په کراوی او خارجیان خو
اول د سره د محبوبه جانی سره چې په هیڅ خارجی ژبه نه پوهیږی نه بلدیږی او
چه بیا کوم یونیم ورسره بلد هم شی نو هغه خو د ابد لپاره په دی ښار کې نه
اوسیږې ضرور به ځی، ددی معنی داده چې تقریبا هر کال محبوبه جانی ته د
خارجیانو د آشنایې مشکل تازه کیږی، ددی لپاره محبوبه جانی پیش بینی کړې چه
ددوستانو آشنایانو په حلقه کښې داسی څوک هم شامل کړی چه هغه د خارجیانو سره
نژدی رابطه او تعلق ولری، د خپلو خپلوانو نه هیڅ خیر نشته هغوی همیشه په
خپلو خولو کښې ډوب وی او چه کومک دې ترې وغوښت بیا ستا په کار کښې دومره
مداخله کیږي چې په خپله خبره به دې پښیمانه کړي، نو ځکه د محبوبه جانی په
کور کښې د آشنایانو دوستانو شمار همیش که د خپلو خپلوانو نه زیات نه وی کم
هم ندی، د محبوبه جانی هم دا خبره په طبعه ډېره برابره لګیده چې د دوستانو
آشنایانو حلقه ورنه تاو وی، صفت یې کوی سخاوت او ښه طبعه او کله کله یې
جمال هم ستایې، د ښار نوي زړی ورته راوړی او د هری افواه هری خبری پیښې نه
یې خبروی. ډېر خلک دی چې ددغه ښار په نسبتا تنګ محیط کښې بل ځای سره نه شي
یوځای کیدلی نو هغوی هم دا غنیمت ګڼلی چې دلته سره ګوری، د هغه ځلمی هغه
پیغله خوښیږی مګر بل ځای سره نشي راټولیدلی، دواړه کوښښ کوی چې محبوبه جانه
وپیژنی او بیا د هغی د جومی د شپی په ټولنه کښې شریک شی هغه څوک چه غواړی
جې د چا د نفوذ نه استفاده وکړی دواړه د محبوبه جانی ددربار لمن نیسی او
مراد ته رسیږی، ځینی داسی د پاخه عمر معتبر کسان هم شته چې بل ځای نه شی
کولی خپله تنده ماته هغه هم دغه دربار ته راځی.
(5)
هو! تیاره ماښام دی او زمونږ ډاکټر صاحب خپل خورا ښکلی کالی په ځان اچولی
او د محبوبه جانی د کور پلو ته چه ده ته هم نه دی معلوم لکه د یوی مجهولی
آیندې خواته درومی، د تنګ پتلون تنګي پیڅی یې د ایټالوی بوټانو په ډیرو
نریو څوکو باندی نیغی ور پریوتی، کمیس یې تک سپین له ورایه ځلیږی او د
نیکټایې غوټه یې هم په آخرین موډ جوخته ده او هم يې د جرابو سره رنګ یو شان
دی، د نسبتا توری دریشی سره ډاکټر صاحب یو نسبتا سپین واسکټ هم اغوستی چه
ډیرې قیمتی تڼی ورباندی لګیدلی دی، د ډاکټر صاحب سر او صورت پخپله دده د
یوروپ د اتوکلونو په هستوګنه شاهدی وایې، دده سره پخوا کښې چې کوم ملګری
روان دی هغه په ښار کښې د هر چانه زیات خارجیان پیژنی او د هغوی د برکته د
محبوبه جانی په دربار کښې د هر چانه معتبر دی، دومره معتبر چه حتی میلمانه
یې پکښې عذریږی.
ډاکټر صاحب ته د لاری ملګری دومره ډیرې خبری د محبوبه جانی ددربار په باب
کښې کړی وې چه هغه په مشکل کولی شو خپل وجد او شوق او بی صبری پټه کړی.
د لاری په سر هر ښکلی او ښایسته کور ډاکټر صاحب ته د محبوبه جانی دربار
بریښیده او چه هره ښکلی پیغله یا نیمزالی به یې ولیده نو فکر به یې کاوه چې
دا هم حتما هماغه دربار ته روانه ده، ړ بو څلور لاری کوزنی کونج ته یوه خړه
دروازه وه چه بالاخره د ډاکټر صاحب ملګری ورستون شو او هغه یې وټکوله،
ډاکټر صاحب چه څو د کور در او دیوال ته پام کیده بیا وردننه شوی و په دهلیز
کښې یې د ساز او سرود آواز تر غوږه شو، معلومه شوه چې نن کومه خاصه
میلمستیا ده.
(6)
ډاکټر صاحب چې محبوبه جانی ته معرفی شوی د هغی د ستړي مشی او خواره مشی نه
معلومه شوه چې د ډاکټر صاحب په باب یې معلومات لرل مګر دا معلومات څنګه چه
ډاکټر فکر کړی و هغومره ډېر نه وو محبوبه جان او د هغی نژدی حلقه همدومره
خبر وو چې د اورپا دیده ډاکټر دی او ښځی پسی ګرځی او بعیده نه ده چه د کومی
وریری سره یې نصیب وشی.
مجلس ډېر ګرم و او ځلمی او پیغلی، د پاخه عمر ښځی او نر او حتی ځینی بوډګان
او بوډۍ هم پکی وی، ښایسته مشهور سندر غاړی دا غزل غږ اوه:
بیا تاګل برا فشانیم ومی در ساغر اندازیم
فلک را سقف بشاګافیم وطرح نو دراندازیم
او چې پدی غزل کښې به یې هره نوی کړۍ اچوله، تا به وایې د مجلس سرګرمو نرو
ښځو د شوق آسونه له بی متروکه ورکوله.
ډاکټر صاحب په یوه حلقه کښې کیناست، د ډېرو نجونو ورته پام شو لکه چې دده
لا حال هغوی هم لږ او ډېری خبری وی، ډاکټر صاحب ته خدای شته د غرور یوه
نیشه هم پیدا شوه، په دغه حلقه کښې حلقه کښې د محبوبه جانی یوه خور ناسته
وه، چه څلور پنځه خو یې سکه وریرې لرلی، د یوي وریرې نوم یې هوسۍ و چه ۱۷
کلنه وه او ډاکټر صاحب ته مخامخ نژدی ناسته وه، هوسۍ ښایسته ښه مخ، ښه
ویښتان او ښه اندام لاره، د غاړی جامی يې د پاریس په هغه پیشن برابری وی چې
د ډاکټر صاحب د راتلونه وروسته د کریستان ګنډوڼځی راویستلی و او نه یوازی د
هوسۍ بلکه تقریبًا د مجلس د ټولو پيغلو او نیمزاولو جامی د هغی په اساس
ګنډلی شوې وې.
د نجونو او ښځو د شنډو، د مخ، د لاسونو او سینو نه داسی معلومیده لکه چې د
الیزابت اردن د کارخانی په کومه ذخیره ددی مجلس د ښځو لاس بر شوی وی، د
وریځو ښکرونه د چا سم تللی وو او د چا کاږه، مګر ټولو بی استثناء په خپلو
وریځو باندی د تور قلم وریځو ته ترجیح ورکړې وه، ډاکټر صاحب چه دغسی غلیظ
ماکیاژ یوازی د پاریس په ځینو خاصو ځایونو کښې لیدلی و، نویې ابتداء په
هوسۍ شک راغی او بیا یې چه ولیدل چه ټولی ۱۷ کلنی او حتی ۱۵ کلنی جینکۍ
همدغسی په همدغه ډول وې، پوه شو چې سهوه یې کړي وه، دلته باید د پاریس
کلیات تعقیب نه کړی، دا سودا هم ورته پیدا شوه چې ممکنه ده دده څو میاشتی
پخوا پاریس به د اوسني پاریس نه توپیر پیدا کړی وي.
د قیمتی عطرونو تیزی او تندی رایحی فضا ډکه کړی وه، ډاکټر صاحب بیخی ګومان
نه کاوه چه دی ګوندی په خپل وطن کښې دی، هغه وطن چې ده په فقر پیژندلی و او
نن یې د هری پیغلی او نیمزالی کمیس دده ددوه درې میاشتو معاش پوره کوي.
دی لا پدی چرت کښې ؤ او د خپلی آیندې ویرې اخیستی ؤ ناڅا په ورنا د هوسۍ
ترور پوښتنه وکړه :
ډاکټر صاحب ستا معاینه خانه چیرته ده ؟
او چې ډاکټر صاحب ځان ځواب ته جوړاوه هغی تری نوری بی واره پوښتنی وکړی:
دورځی څومره مریضان درته راځی ؟ یعنی د ورځی ګټه دی څومره ده؟ په کومه شفا
خانه کښې نوکر یې؟
ډاکټر صاحب په ډیر مشکل وکولی شو چې د هوسۍ د ترور د یوې وقفی نه استفاده
وکړی او ووایې: صاحب وبخښې د طب ډاکټر نه یم.
ماته خو ټولو ویلی وو چې ته ډاکټر یې.
ډاکټر یم مګر د طب نه.
یعنې آشنایان دې درته په ټوکو ډاکټر وایې؟
نه زه د ډاکټری شهادتنامه لرم.
نو څنګه ډاکټر یې چې معاینه خانه دې نشته او د ډاکټرۍ شهادتنامه لری؟
زه د ادبیاتو ډاکټر یم.
یعنی چې څوک په ادبیاتو باندی پوهیږې او زمونږ ددې سندر غاړی غوندی ښه ښه
شعرونه یې یاد وی یوازی د هغوی ډاکټری کوي او د بل چا نه؟
نه صاحب زه په ادبیاتو کښې ډاکټری لرم. دلته هوسې مداخله وکړه او خپلی ترور
ته یې د ادبیاتو د ډاکټری د امکان په باب توضیحات ورکړل او ورته یې وویل:
په نوی دنیا کښې د نورو شیانو ډاکټران هم شته، د هوسۍ ترور هماغسی په تعجب
کښې وه غټه جټکه یې خوړلی وه مګر ډاکټر صاحب نه یې بیاهم پوښتنه وکړه.
ښه څوکاله سبق دی ویلی؟
تقریبًا شل کاله.
څو کاله په یوروب کښې وی؟
اته کاله.
اوس دلته څه منصب لری؟
استاد یم. یعنی معلم یې؟
هو!
د هوسۍ ترور د حلقی څخه پداسی عصبانی حرکت پاڅیده چې پټول یې ګران کار و.
د هغی د وتو نه وروسته ډاکټر صاحب بیا وکولی شو چې خپل حواس را ټول کړي او
د هوسۍ سره د خبرو لړ راونیسي:
دا څومره ښایسته کمیس دی اغوستی دی، دا همدلته جوړ شوی؟
هو ټوټه یې د لندن څخه راغلی مګر جوړ شوی همدلته ده.
هوسۍ د ډاکټر صاحب سر و صورت خوښ خورا خوښ کړی و نو رانژدی شوه او ورنه یې
وپوښتل:
د پاریس نه کله راغلی یې؟
دری څلور میاشتی کیږې.
ته هملته وی چې د بریژیت بردو زوی وشو؟
نه، زه د فرانسی جنوب ته تللی وم.
عجب؟ ته څنګه په هغه وخت کښې د پاریس څخه د باندی تلی چې د بریژیت باردو
زوی پیدا کیده؟
ډاکټر صاحب موسکی شو او وویې ویل: ما خو وویل چې زه د طب ډاکټر نه یم – بیا
یې زیاته کړه: زه اصلا سینما ته ډېر وخت نه لرم.
ته نو ماښام څه کوی؟
کتاب لولم یا موسیقی اورم.
څومره کتاب لوستل ! څنګه دی زړه نه تنګیږې؟
زړه می چې تنګ شي کتا لولم.
والله عجیبه حوصله لری.
اوس خو دغسی ده نو.
اوس چې په سینما کښې نوی پیلم راغلی هغه دی لیدلی؟
نا مګر اوریدلی می دی چې د ارنست همینګویې په یوه قصه بنا دی تا هغه قصه
لوستلی؟
نا ما خو فلم لیدلی.
مګر د کتاب لوستل بیل شی او د فلم لیدل بیل شی دی.
مقصد دا چې سړی د قصی نه خبر شي.
نا دا مقصد نه دی.
ښه ځه ورک یې کړه دا قصه پریږده په کتابونو کښې خو ښه تکړه یې.
هر ماښام په پاریس کښې شانزه لیزی ته تللی؟
نا، کله کله.
دادی بله عجیبه؟ رقص دی زده دی؟
هو!
هره شپه به دی په پاریس کښې کړی وي؟
نا، کله کله.
دادی بله عجیبه.
د هوسۍ هم نوره حوصله تنګه شوه پاڅیده او یوي بلی حلقی ته ورنژدی شوه د
ډاکټر صاحب د وجود نه د هوسۍ یوه بله ترور خبره شوه نویې خپلو خویندو ته
وویل: څه کیږې که معلم دی که نور څه یې برابر وی بیخی درست دی، نو د ډاکټر
صاحب حلقی ته راننوته او د واره یې ورنه پوښتنه وکړه:
تنخوا دې څومره ده؟
دوه زره روپی .
دا به ته څه شی کړی؟
آینده به ښه شي.
ښه کور لری؟
تراوسه پوری خو نا.
د هوسې بلی خور هم چې ډاکټر صاحب پريښودلو ورته یې وویل: دومره څوک دی هم
نه وو چې تاته یې ویلی وای: یو بل سبق ووایه؟ په همدغه وخت کښې ډاکټر صاحب
د یولیک د لیکلو عزم وکړ او هغه د پاریس ملګری ته د راتګ بلنه وه.
|