(۱)
زما د عمر نولسم کال ؤ چې محرقي راباندی یوه ترخه او بی رحمه حمله وکړه،
کله چې د حملې ټکنده غرمه تیره شوه، او د زوال وخت یې راورسیده زما په
رګونو کې بیا وینه وچلیده او د ژوند تمه مي پیدا شوه، دا هغه وخت دی چې
عموما پکښې د تخیل باچایې وي، خیالونه او خاطرې پرله پسی د سړي په سر کې
ګډیږې او ځی راځي.
همدغه شپی ورځې وې چې زما حافظې بیا هغه خاطرات راوسپړل او راوڅیړل چې
کلونه کلونه - آن د ماشوم توب له وخته زما په مغزو کې په قلاره قلاره سره
راټول شوی وو، دا خاطرات چې هماغه د رنځورۍ په شپو کښې ورباندی د ((هفته
کوک)) نوم ایښودل شوی ؤ، کله چې واقعات وو ماته یې چندان قیمت نه لاره،
بلکه لا زما د ماشوم توب هغه دوره چې ددې واقعاتو سره نغښتي وه دردناکه او
د محرومیت نه ډکه وه.
(۲)
د ښار په یوه ډېره ګڼه محله کې یو ډېر اوږد او سرور جومات دی چې دوه (یوه
لویه او بله وړه) دروازې ورته لګیدلی دی، د لوي دروازي په سر دوه اوچتي
مناری ولاړی دي چې اصلا خو خټګر د آذان د پاره جوړي کړي مګر اوس یوسمبول
اونښه ورته ویلی شي، د منارو د حد نه چې سړی تیر شي په پنځلس شل قدمه کښې
یو ډنډ راځي چې د اوبو نه تل ډک وی او شاوخوایې پخو لښتیو نیولی ده، د دی
لښتیو غاړو ته د خدای عابد بندګان په دوه پښو کښیني او ټول په شریکه ددې
لوی او مشترک ډنډ نه په هغه خوند او مزه د اودس اوبه را اخلي لکه هغه
سپاهیان چې د قروانی د عظیم الشان دیګ نه به یې ښوروا راخیسته او ما ډېر
پخوالیدلی وو، هرڅوک په همدی ډنډ کي لاس او پښی یوځای وینځی او د هیچا په
زړه کې هم هیڅ نه تیریږي، هرڅوک چې په هغه لویه دروازه راننوزی دا ډنډ یې
لومړی پړاو دی خو پدی شرط چې د هغه او یا د هغه د کوم یار دوست د استوګنی
ځای د هغی تیارې کوڅی شاته نه وي په کوم چې مونږ هم یوه شیبه وروسته ور
روان یو. دویم پړاو د جومات هغه ډېره لویه کوټه څه چې کوټې دی چه د ډنډ نه
سل یونیم سل قدمه وړاندی ښکاره کیږې، د لښتیو د غاړو نه چه د خدای عابد
بندګان راپاڅیږی نو مخ په دغو کوټو ورځی ځینی خپل مخ او لاسونه وچوي او
ځیني یې نه و چوي- په دی باره کښې همدغسي مختلف اقوال رانقل شوی دی.
(۳)
په یوه وړه کوټه کي چې شنی مګر ډېری ټیټي دروازې لري درې غټ سړي او یو
وړوکی ماشوم سره ناست دی.
د جومات شاته چې کومه اوږده تیاره کوڅه تیره شوې او دیوالونه یې هغسي پاخه
او کلک دی لکه د آبادوونکی زړه یې، دا کوټه د هغي کوڅی آخر ته پراته ده او
د هغو کوټو په مجموعه کي داخله ده چې دوخت باچا د خپلو سترو علماوو د
استوګنی د پاره آبادې کړې وې.
هره کوټه یوه پس خانه او مخامخ یوه د پخلی کوټه لری، په دغو کوټو کې
اوسیدوونکی علماء ډېري غټي غټی سپینی سپینی پګړۍ په سرکوي او په خبرو او تګ
وراتګ کښې یې دا حقیقت له ورایه ځلیږی چه ددوی سره د [علو] احساس ښه قوي
دی، هغوي پوهیږې چې یوه خبره یې لا اوس هم ټول ملک لړزولی شي، ددوی د خولی
یو پو د حق او باطل معیار او د سم او ناسم میزان دی، جنت یې په یو او دوزخ
یې په بل لاس کښې دی، چاته دا او چاته هغه بښی او دا بښنه د سړي په صفاتو
او ښو اخلاقو پوري اړه لري، دوی د علم نمایندګی
کوي، د پوهی لیکه همدوی تیره کړی او هغه څوک چې ددوي په حلقه کښې نه راځی
هغه ګویا جاهل دی، ددوي سره د خدای د کتاب کونجي ده او د ټولو هغو مسئلونه
خبر دي چې په خدایې خزانه کښې پراتی دی هرچاته د هغه د وسی په اندازه برخه
ورکوي، همدا وجه ده چې ددغو معتبرو کسانو د پاره یوه د پخلی کوټه د سر په
ګوتو علاوه ورکړ شوی ده- هغو درې سړو او یو ماشوم هم د پخلی د کوټونه یوه
کوټه نیولی ده، دا کوټه په هغه عالم پوری مربوطه ده چه نوکر او چاکر یې ندی
نیولی او پخلی نه کوی بلکه شپی ورځي په چای او ډودۍ تیروي او هغه د بازار
نه تیار را غواړي.
(۴)
د کوټي د ډېر ټیټ ور نه چې سړی سر ور دننه کړي او د ډېرې ټیټی درشایې نه یې
چې پښه واوړي د ننه به دري کسه وګوری چه هر یو د کوټې بیل بیل دیوال ته
تکیه وهلی ده، دوی به یوهم تا ونه ګوري او لکه څنګه چې ته د هغوی د تندي او
مخ ګونځی شمارلی شي هغوي ستا نه شي شمارلی مګر د غوږ پردې یې هومره حساسی
دی چه د آواز یوه وړوکی ښکالو هم ترې نه خطا کیږې بلکه لا ډېر ځله د قدمونو
د آواز نه خاوند پیژني، د کوټې یوه دیوال ته دوه کسه ناست دي او په خپل منځ
کښې په ورو ورو او وار په وار خبرې کوي.
ددوي مخونو ګونجی کړي او په هره ګونجه کی یې یو تعبیر پروت دی،
سرونه یې یوې خواته داسی کاږه نیولی چې که سړی ورته ځیر شي نو د غوږونو
منظر یې داسی بریښي لکه دوو کسو چې د خبرو اترو په وخت کښې یو بل ته سترګې
مخامخ نیولی وي، دواړه مخونه آرام مګر غمجن معلومیږي، دواړه تندي په خاورو
سپیره دي او دا د مازدیګر د لمانځه د هغه سجدو نښه ده چې دوي د اوږده او
سورور جومات په پلنو پلنو دوړنو تیږو ایښی دي، د دواړو نابیناؤ د سر نه
خیرنې خیرنې سپینې پګړۍ ول ول تاوې شوې دي، ددوي په مخونو د ږیرې رنګی رنګی
اوږده اوږده مۍ وریجی تارونه په یو نامرتب ډول پراته دي، د یوه په غاړه
توره او د بل په غاړه بانجاني چپن ده، دواړه مښلی، دواړه خیرني او دواړه
اوږدې دي، د دواړو نابیناؤ په خوا کښې غټی غټی امساګانی پرتي دې، ددواړو
ړندو چپی خواته یو خیرن دیوال ته نژدی دریم ناست دی- هغه په کړه وړه کښې
هغه نورو سره ښایسته ډېر شباهت لري او د هغوي غوندې د بینایې د نعمت نه
محروم دی (که بینایې ته نعمت ویل جایز وي) دده او د هغو نورو همدومره فرق
دی چې د هغوي په عکس دده په لویه خوله د ببرو شنډو نه لاندی یو اوږد او پلن
تبسم دم په دم ځغلي را ځغلي او دده په خوا کی یو وړوکی لس یولس کلن هلک
ناست دی چه یوه اوږده امسایې په خواکی پرته ده، ددی هلک نه یوه ورځ چه
پوښتنه وکړه هلکه ته څوک یې؟ ده وویل: صاحب، عصاکش.
چې ریښتیا اعتراف وکړم په هغه شیبه کښې قطعا ددی نا آشنا کسب په اصطلاحی
نوم او لقب پوه نه شوم خو وروسته می چې بیاسره مختلف ذهني حرکات یوځای کړل،
نو پته راته ولګیده، ددی هلک وظیفه داده چې د هغو دري کسانو نه چې هر یو
چیرته لري د جومات د احاطی نه بهر ځی د امسا یو سر او هغه نابینایې بل سر
نیسی او دی مخکي او هغه ورپسی وي، دی هلک ته په دغسی ورځو کښې غالبا د غرمي
یا د شپی غوړ او په حواشیو ډک پولاو هم رسیږي او احتمالا دوه یا زیاتی
افغانی هم لاس ته ورځی او د وزګارتیا په وخت کي لږ و ډېر قرآن هم یادوي.
د یوي ارزانی بانجاني سطرنجۍ ګوزنی پیڅکی ته نژدی د موسکی نابینا بوټان
پراته دی، د بوټانو تور داغي داغي مخ دوه درې ځایه په وړو او غټو پیوندونو
ډک شوی دی، ته به وایې په یو زخمي مخ چې غټو دانو وهلی دوه دري ځایه پټۍ
لګیدلی دي. دا بوټان اصیل او ولایتي دی او بیه یې ددوی د اوسني خاوند د
ټولو د دري وارونه هم زیاتیږې، کله چې دا بوټان د سیند د غاړي په هغه
معتبر دوکان کښې چې د ښار نازولي نجونی او هلکان سړي او ښځې پکښې راټولیږې-
خرڅیدل د دوکاندار په خوا او خاطر کښې هم دا خبره نه تیریده چې یوه ورځ به
یې دا محروم او نابینا انسان چې د ټولو خلکو په
خیال
کښې د ټولنۍ د اوږو بار دی او په واقع کښې د خلکو یوه لویه روحي او معنوي
نیمګړتیا پوره کوي په پښوکړي.
مګر ریښتیا چه تقدیر ته تدبیر نشته، د بوټانو د اصلی خاوند پوره راغله او
د نن نه یې پوره یوکال پخوا له دی نیمګړي دنیا سترګی پټی کړی، د مرګ واقعه
خویې د هغه دواړو بچو ښځو او مور د پاره ډېره دردناکه وه مګر ددغو دري
نابیناؤ او د نورو هغو کسانو دپاره چه ددوي په شان یې د خدای کلام په سینه
کښې پروت دی او یا یې د لیک له مخي لوستلی شي دا یو نه هیریدونکی فرصت و.
همدا رنګه د مرحوم د مشر او ځلمي زوی د پاره هم دغه فرصت غنیمت ګڼل کیده،
پلار یې چې مړشو هغه د خوشالی په خیراتونو او صدقاتو لاس پوري کړ او د هغه
د بیشماره مخلفاتو او متروکاتو د منځ نه یې دغه بوټان، دوه جوړه جامی او یو
د ژمی بلاپوش دغه حافظ جی ته ورکړل، چې یو کال پخوایې پوره یوه هفته هره
ورځ د هغه په قبر قرآن ختماوه او درې ورځې سر په سر په دغه اوږده او پلن
جومات کښې د اتونه تر دوولسو پوري په سورت لوستلو بوخت ؤ.
(۵)
زمونږ موسکی حافظ جی صاحب مور زادی ړوند دی، پلار یې د وړکتوب نه قرآن ته
کښینولی ؤ او اوس یې چې د عمر د پنځوسونه اوښتی دی د خدای کلام د اوبو
غوندې روان ورځي، پخوا چه په کلیو کښې اوسیده یوه روژه او بله روژه به یې د
تراویحو په ختم کې قرآن تکراریده مګر اوس چه په لوی ښارکښې اوسیږی، چیرته
چې هرومرو په جومه کې یو مړی پیښیږي، او چیرته چې سیالي او شریکی خلک حتما
مړي پسی ختم او خیرات ته مجبور وي او بلکه د شتمنو خلکو په طبقه کښې د ختم
او مکلفی ډوډۍ رواج ډېر ټینګ دی دلته نو دده د قرآن تکرار کیږی.
که څه هم (تاسی نه څه پرده) په اکثرو وختونو کښې دی قرآن نه ختموي بلکه لا
خپله سیپاره هم سمه نه خلاصوي، دی پخپله په قرآن کښې د چا سره چل ول کول نه
غواړي مګر دده نور ملګري حافظان او مخصوصا هغه مشران اوستاذان چه ډېره موده
یې دا کار کړی زړونه یې کلک شويدی دی مجبور وی چې په لس پنځلس د قیقو کښې د
سیپارې ختمیده اعلان کړي، کله چې هغه مشر اوستاذ ارخشي تازه کړي معنی یې
همدا ده چې نور نو څوک باید خبره اوږده نه کړي. دی چې تازه ښار ته راغلی ؤ
یوځل یې د ارخشی نه وروسته هم لا سر خوځاوه او سیپاره یې ویله مګر نورو
استاذانو د دعا لاسونه اوچت کړل او مشر استاذ د کور خاوند ته دده په حق کښې
وویل:
((دا
حافظ جی لږ مانده غوندی دی ده ته لږه ډوډۍ وساتی))
د کور خاوند ته هم دده ماندګۍ چندان مزه ورنکړه هغه هم غواړي چه هر څه زر
زر خلاص شي او دا بار یې له اوږو سپک شي، یوڅو وخته چه د حافظ جی صاحب په
کره ویلو او ښه اداء تیر شو په شاوخوا محلو او د جومات په حلقو کښې دی په
مانده حافظ جی مشهور شو، بیا به نو نه د مړو خاوندانو ده ته زړه ښه کاوه او
نه به حافظانو دی چیرته د ځان سره بیو.
څومره چې دده موده په لوي ښار کښې اوږدیده هغومره دی ژوندانه په رموزو
پوهیده، اوس داسی وخت راغلی چې دی په خپله په اتوماتیک ډول پوهیږې چې کله د
سیپاری د ختم اعلان وکړي او بلکه لاکه دده نه مشر حافظ جی صاحب حاضر نه وی
دی په خپله هم د ارخشی توله وهلی شي.
په عام طور زمونږ حافظ جی صاحب د سهار د سپیدو نه مخکښې د خوب نه را پاڅیږی
او د امسا په کومک د اوداسه کوزړۍ مومی او چه اودس تازه کړی نو ځان اول صف
ته رسوی، په لمانځه کښې امام ته د سحر په اوږدو اوږدو سورتونو کښې کله کله
فتح هم ورکوي، د لمانځه نه چه راوګرځی نو د سماوارچې د شاګرد راتلو ته غوږ
په آواز وی هغه ته ددی ضرورت نشته چې سهار راشی او پوښتنه وکړی: حافظ جی
صاحب څه غواړی؟ هر سبا هغه په خپله هماغه متحد المال سباناری راوړې: یو
چاینک شین چای یوه پیاله بوره او نیمه ډوډۍ، که دی ته سړی سباناری وویلی شی
نو همدغه سباناری غرمه هم تکراریږی او همدغه د سماوارچی شاګرد یې همدغی
کوټی ته راځی، ددغه رژیم په تسلسل کې یوازینی استثناء انګور دی چه د هر
اوړی او مني په ورځو کښې ور پوری د غرمی ډوډۍ خوړل کیږی او پیسی يې د یو
چاینک چای د بیې سره یا معادلی او یا ترې لږې زیاتی دی.
نوره بیا |