توپ ډز وکړ، شاګردان او استادان د کوټو نه راووتل. هغه بختور شپیته کسان په
غولی کښې سره راټول شول او پاتی کسان د ارمنجنو زړونو سره ددروازې نه ووتل،
ددولسو نه پنځلس تیرې وې چه دا د تمې کاروان هغه د تورې پګړۍ د خاوند په
مشرتوب د امید د سر منزل په لوری روان شو.
په یوه لويه کوټه کې اوږده اوږده توشکونه خواره او قالینې ورباندې د پاسه
غوړیدلي دی. استادان او شاګردان د سوداګر د اول نظر په لارښوونه هلته پنډ
شول او فورًا یې سیپاري راواخیستې او په ډېر ځیر او ایمانداری ورباندی پیل
وکړ، هرچا به د سترګو لاندی یو نظر کوټی ته اچاوه، یو نظر به یې د سودا ګر
ناظر ته کاوه او یوه د غلا کاته به یې د هغو مخامخو اورسیو خواته هم لیږل د
کومو پردو د چاود نه به چه د سوداګر د حرمسرای اوسیدونکو د ختم ګرو پټه
ننداره کوله، لږ وروسته یو میانه قدی شان سړۍ راغی چه بونډۍ ژیره یې په زني
پورې نښتې، موزې او پتلون یې په پښو خیرنه نکټایې یې په غاړه او شنه لونګۍ
یې په سر وه، هغه د ژبی لاندی څه وظیفه غوندی زمزمه کوله، راغی او د کوټی
په کونج کښې کیناست او سیپاره یې راواخیسته. ختم ګري ټول پوه شول چې دی
څوک دی. دده نه دده د ناظر نه، د کوټي نه او د هرڅه نه په دغه کورکې د
استادانو او شاګردانو پوزی ته یو مست بوي او ددوی مغزو ته یو غوړ خیال
راته.
شاګردانو او استاذانو د رسمیاتو د ختمیدو انتظار په ډېره بی صبرۍ ویستلو،
هر چا به خپل ګاونډي ټومبلو چې سیپاره ژر خلاصه کړه چا به چې سیپاره د وبال
د وجهی نه د مصلحت په بناء نه ټپوله نو اول خو به ورته نصیحت وشو چه چاته
حرج پیښ نکړي او چې هغه به لاهم لګیاؤ نو چا به ورته مسئله وښوده چه ځه
بیایې په خپل جومات کښې خلاصه کړه.
شاګردانو یو او بل ته اشاری وکولی او سترګکونه یې وهل، کله چه د ماسپیښین
نسیم سپیږمو ته ددیګونو پیغام ووایه بی اختیاره هر چا خپله سیپاره ټپه کړه
او دعاګاني شروع شوي، د دعا نه وروسته دسترخوانونه وغوړیدل او هر قسم
خوراکونه ورباندی کیښودل شو، شاګردانو او استاذانو ته اجازه وشوه چې ورنه
راتاوشی، یو غر شو چې د دستر خوانونو شاوخواوي ډکې شوي، د د هر چا بس خپل
ځان یاد ؤ، زمونږ غونج ملګری چه ځان د مطلب په غوړ پړاو کښې ولید نويې د
خپل جومات حالت رایادشو او هرڅه یې چه ګوتو ته ورتلل هغه یې هغومره وخواړه
چه ترڅو تالي او کنډوالی تش شول او په ده باندی هم خپل ځان دروند شو او د
یوې مزه دارې ستومانتیا خولې پرې راماتي شوې. د هغه ځای نه چه شاګردان او
استاذان راووتل په جیبو کښې یې پنځه پنځه روپۍ هم زیاتی شوي، ځینو شاګردانو
ورباندی ولایتي اوبه وڅښلی مګر هوښیارو او پخو شاګردانو هغه هم ګټه کړي او
مخ په خپلو ځایونو روان شول. زمونږ د غونج ملګرې ساه ډېره خپه وه، ده ډېر
ژر ژر او ډېره زیاته ډوډۍ خوړلۍ وه، خیټه ورباندې ساعت په ساعت درنیدله،
جومات ته چې ورسید په خوارۍ یې ځان کټ ته ورساوه، حال یې ساعت په ساعت
خرابیده مګر دایې په حیال کښې هم نه تیریده چه ګوندې طبیب ته به یې حاجت
پیدا شي، آخیر یې یو وچ لیمو چه په تاخچه کښې پروت ؤ راواخیست او د اوبو
سره یې وڅښه. مګر هیڅ فایده یې ونه کړه، چه شپه رانژدې کیده دده حالت نور
هم خرابیده. اوس یې په کولمو کښې ډېر شدید درد ؤ او سا یې ډېره خپه وه، د
ډاکټر فکر هم ورغی مګر پیسی به یې د کومه شي؟ د هغه زاړه کتاب په قت کښې چه
کوم نوټونه پراته دي هغه دده هیر نه دی مګر هغه نو څنګه کنډو کړي، هغه خو
ده په ډېره خوارۍ راغونډ کړي دی. د ځان سره یې وویل: آخر به ښه شم، یوه شپه
ده درد دی تیر به شي، دا پیسې باید کنډوې نه کړم ... مګر دده ګمان خطا ؤ او
هغه څوک ورپسې راغي چه د هغه په راتګ د کتاب د پاڼو په قت کښې ایښې نوټونه
نه کنډویدل، هغه راغي او دې یې د دردنه بیغمه کړ مګر: څنګه بیغمه؟ داسی
بیغمه چه بیا هیڅ غم ونه ګوري.
|