وږدی ږیری سپین یې په تورو زیات وو، په سر یې یوه تکه سپینه پګړۍ د یوې
سپیني خولئ نه ول ول تاوه تپل شوی وه، د خولئ په اوږدو او سرو باندی یې د
تیلی لاری ځغلیدلی وي، د پګړۍ او خولئ د ډېر سپینوالي نه اوچته معلومیده چه
صرف همدا نن سهار دواړه یخدان نه راویستل شوې دی. په کرد چاپیره ناست قطار
کښې یو څو نورو پګړیو هم د استاد د پګړۍ سره سیالي کوله، معلومیدله چې
زیرکو شاګردانو ورځی شمارلی او د ((امروز)) په مخصوص اهمیت باندی خبر وو.
په بانجانې کوټ کې نغښتي غونډ منډ بنیادم چې په درشا یې راښکاره شو د استاذ
په وښکوکي د هغي رنځور تبسم اثر ولیدل شو چه ده په ډېره خوارۍ د شنډو د
دیوالونو د ننه ایسار کړې ؤ هغه شاګردان چې جامی مخصوصا پاکې او پګړۍ یې
غټي او ښې سپینی وې هغوي هم پوه شول، د بانجانې کوټ خاوند د یوي غټي سپینې
بګړۍ د خاوند نه پوه پاڼه سپین کاغذ او غوښت او هغه په رپیدلی لاس ورکړ. د
کوټ خاوند خپل کولمدار قلم چه ډېره ښه نوکه یې وه د کاغذ به مخ کیښود او
پخوا له دی چې د همدغه کاغذ ورکوونکي د نامه په لیکلو شروع و کړی په یو
رپیدلی او ګډوډیدونکی آواز یې اعلان وکړ: « نن د ختم ورځ ده، په دوولسو بجو
به استاذان د شپیتو کسو سره بې واقعهء الهی ددې ځای نه روانیږي.» هم دایې
وویل: ان شاء الله یې د بطلان د ویری ونه ویله، او د یو عدد پسی د کاغذ
ورکوونکی نوم ولیکه، بیا یې درجه په درجه د پګړۍ او ژیرې د حجم او نظام، په
ترتیب نومونه پر له پسی ولیکل. یوڅو کسه شاګردان چې پټکي چندان سپین نه وو
د ځان سره پیکه غوندې هم شول چه ولي يې دغسې لویی ورځی ته نه ؤ پام شوی،
پیکه لاڅه چې ترخه هم ځکه چې د کال د مایدې نه د محرومیت په شرم او عذاب
دواړه اخته شول، اوس به تری په هرځای کښې هغه نور ملګری مخکښې کیږي په دې
کوټه کښې د بانجاني کوټ خاوند نور څه تصرف نه شو کولی چې د انتقام وینه یې
سړه شي، مګر دا چه نومونه ړومبی او وروستي ولیکی.
دوه درې نورې کوټی هم د بانجانی کوټ خاوند د غسی ولټولی او په آخر کښې هغی
پخوانۍ کوټنۍ ته راغي. په دې کوټه کښې درویشت شاګردان او یو غلی شانتی
استاذ ناست وو. چه خپل کاغذ ته یې وکتل شمار یوپنځوس ته رسیدلی ؤ، دلته نور
د بنجاني کوټ خاوند خپل صلاحیت ولید چې څوکې ته ختلی ؤ، اوس نو دی کولی شي
چه د نن غرمی لپاره د چا په خيټه پښه کیږدی کولمي یې وکړنجوي او د مودو
مودو د چای او ډوډۍ ځپلی خیټه د پولاو او حلوا په ځنځیدلو غوړو خړوبه کړي،
ټولی سترګي همدته اوښتي وی او په ټولو کښې تضرع او زاري وه، د بانجاني کوټ
خاوند په دمه دمه ۵۲، ۵۳، ۵۴، ۵۵ لیکل، د چانه یې انتقام اخیست په چایې
احسان اچاوه، د چایې د ځان نه شر دفع کاوه، د چايې د ښو بدله وراداء کوله
او په عین زمان کښې یې د هغه تورپټکي د خاوند د ذوق او طبیعت خیال هم ټینګ
ساته. شماره چې شپیتو ته بیخي نژدی شوه دده سترګي اتفاقا په یو غونج غوندی
سړي ولګیدې چه د هغه سترګی هم په همده باندې ښخې وې، د بانجاني کوټ خاوند
ونه شو کولی چې سترګی بل خوا واړوي او د غونج سړی نه تیر شي، بس په سترګو
کښې مات شو او د هغه نوم ته یې «بلامرجحه ترجیح» ورکړه او د ۶۰ په خواکښې
یې په خپل ښکلي خط او کولمه دار قلم ولیکه.
اوس نوده غونج سړي لږوډېره پیژندنه هم په کار ده، غونج سړۍ دوه کاله د خپلو
ملګرو سره همدغلته تیر کړي او که د هغوی نه پوښتنه وکړي نو هیڅوک به یې بد
یا ښه اوصاف ذکر نه کړي شي، ددی معنا د هغه محیط او زمونږ د عمومي محیط په
اصطلاح داده چې ښه سړۍ دی او بي بدو سړۍ دی، د چا په ښو او بدو کار نه لري،
په دغه بختوره ورځ دده هیئت دغسی ؤ چې یوه سپینه پکړۍ یې په سر وه، خولۍ یې
دداسی شنه بخمل ګنډل شوې وه چې تور ته یې ځان نژدی کاوه، ږیره یې توره او د
قبضی نه ښه زیاته وه، د مخ سره نښتي خواوې یې چندان برابرې نه وې خو د زنې
نه ښکته برخه یې د یو سرچپه مخروط شکل غوره کړی ؤ، سپین اوږد کمیس یې په
غاړه ؤ چې د زنګنونو نه يې دوه درې لویشتی تیرؤ، د ګریوان په حد کښې
هماغومره ساده ؤ لکه څومره چې د لستوڼو په برخه کښې ؤ، چپه ګردن یې نه
درلود مګر د ورمیږ خیرنو خولو ورباندی یو ګرد چاپیره پټ تیر کړی ؤ، یو
لیلامي واسکټ یې په غاړه و چه د څلورمي تڼۍ د سوري نه یې یو د سپینو زرو
ځنځیر شروع شوی او د چپ لاس خواته د برنی خولې ته ورننواتی ؤ، په دغه برنی
او دده نه په لاندې جیب دواړو کښې دوه ګرد ګرد غونډاری ښکاره کیدل، اول خو
به خو به مو پیژندلی وي چه د جیب ګړۍ وه او دویم به زه درته ووایم چه د
خولي د نسوارو یو داسی دبلۍ ؤ چې آئینه یې هم لرله. په ښۍ خواته جیب کښې يې
یو سنډی دسمال ښکاریده پیڅکی یې ښکته ځوړندې وې او خواته یې یو اوږد وچ کلک
سپین بخن شانتی مسواک ولاړ ؤ، د ساعت د ځنځیر ښکلا یو تور نری قلم زیاتوله
چه سپین پن یې د جیب په شونډه کلکه خوله لګولی وه، د واسکټ نه ښکته یو سپین
ارت اوږد پرتوګ د غونج سړي د پښو په غاړه ؤ چه د دروازی په خوله کښې د هغو
رنګا رنګو بوټانو پڼو، څپلیو او کلوشو په منځ کښې دده د بوټ دوزۍ په
فابریکه کښې حوړ شوي بوټان هم پراته وو، ددې کالو د پاسه زمونږ غونج ملګری
یوه توره اوږده چپن اغوستي وه، چه ډېره زیږه او پیړه ټوټه یې وه، او فقط
غاړی ته نژدی یې یوه غټه تڼۍ لرله او نوره ایله وه، دده په مخ کښې د لرګې
په یو زیړه تخته یو ګنجی ګنجی دسمال غوړیدلی او د پاسه ورباندی درې اوږده
او پلن کتابونه پراته وو چې سوروری پاڼی یې د شین آسمان غوندی د وړو وړو
ټکو او تورو په ستورو ډکي پکی وې.
دا غونج سړی د ښار د یو خاص مالت امام دی، جومات یې پراخه دی ډېر میلمانه
پکې ځائیږي او مقتدیان یې ډېر په دې پسي سر نه وړې چه امام یې په جومات کښې
څه کوي؟ په واقع کښې هغوي قطعًا دده په فکر کښې هم نه دی او ډېر به یې لا
رؤیه هم نه پیژني. نو ګویا د امام سر خپلو وطندارانو ته لوړ دی، څوک یې
میلمانو ته څه نه شی ویلی، مګر ددی سر لوړۍ بیه امام صاحب ډېره قیمته آداء
کوي ترڅو چه کومه خاصه موقع پیښه ونه شي ترهغي پوری ده ته څوک نه د ورځی او
نه د شپی ډوډۍ رالیږي. دده په عصري مقتدیانو کښې هغه زوړ تقلید چې باید د
امام دپاره په نوبت ډوډۍ ورولیږل شي مړ شوی، نو ترڅو چې څوک مړ نه شي او یا
په خوب کښې ونه ویریږي یا د چا څلویښتی او تلین پوره نه شي او یا خو د
امامانو شپی او یا آخره چارشبنه نه وي دده کوټنۍ په جومات کښې د غوري او
کاب مخ نه شی کتلی، په دغسی شپو کښې يې هم د هغه کورنه امید کیږي که چیرته
کومه پخه ښځه ناسته وي او په پخوانو خبرو باندي اصرار د هغی خپل قیمت
زیاتوي، ګویا زمونږ غونج امام چه د یو معتبر مالت امام دی او جومات یې د
ډېرو میلمنو دپاره ځای لري او سر یې لوړ دی په واقع کښې په چای او ډوډۍ
خپلی صبا کوي او صرف خوشکه کلانکاری ور رسیږي.
په
دی بختوره ورځ دده برابر نهه جومی شوی چه هیڅ کومه ولجه یې نه ده کړې او د
ډېرې خوشکۍ نه په هره خبره نښلي او د هر چا سره جنګ کوي، کله چې د کوم
سماوار یا هوټل په څنګ کښې تیر شي د چاینکۍ بوي یې نژدی ده چې په مځکه
راوغورزوي، کله چې دده د ټولګی ملګری د خپلو نوبتونو د اوومو او څلویښتیو
کیسې وکړي دده زړه څه چه خوله یې هم اوبه اوبه کیږي، د ډېري مودي اوږدې
چپنی، غټي او سپینې پګړۍ شته مګر د ځان سره یې دا عهد کړې و چې که چیرته چه
که چیرې هغه ضعیف احتمال رښتیا کړو دی به هم د میاشتو قصور وباسی او ځان به
د خپل مالت د مړی او انتظار نه یو دوه درې جومې بیغمه کړي.
توپ.......
|