کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

 

 

۲

 

 

 

۳

 

 

۴

 
 

   

   

شهید محمد موسی شفیق

     با سپاس فراوان از جناب فضل الرحمن فاضل

 

    

 
عبقریان
او  
نورې  قصې

 

 

 

(1)
د ملک کلی دهغی لویی لارې په سر پروت دې کومه چه پایتخت په لویدیځو ولایتو پورې تړی ــ همدغه لاره ده چه د لمر ختیځي خوانه د غرونو هیوادته خپل او پردی، کورنی او پردیس راننباسی اوورنه و باسی یی، په همدی لاره ما کلونه کلونه پخوا دخپل پلارسره یو ځای سفر کړی او دا سفر به تل د هغه موجود په شاکیدو په کوم به چه هر څه د بنیادمو نه نیولی آن ترتیږو وسپنو، غلو، څاروو او مرغانو پوری باروو او لارۍ به یی ورته ویله. د ملک صاحب کلی په یو خوړ کی پروت دی او چه دلارې دوه سره پایتخت او دلمر ختیځ ولایت لوی ښار ونیسو نو دا ځای به یی لویدیځی خواته څیرمه پروت وی. د لاری لمر خوا ته برخه هم هماغومره سړه او هیبتناکه او دخطر نه ډکه ده لکه د مغرب خوایی. په کوزنۍ برخه کی یی د لیوانو، د ییږو، دغلو او داړه مارو او دسیلابونو خطر زیات دی مګر په برنۍ خواکښی یو هیبت ناک ګړنګ پروت دی چه یوازی په یوازی ددی ټولو خطرو سره مساوی دی ډریور چه په دغه ګړنګ رابرابر شی نو په روغه تیریدل، ختل او کوزیدل ورنه معجزه ګڼی. په لارۍ کښی سواره کسان چه د ګرنګ حد له راورسیږی نو هر څومره سورتونه او دعاګان یی چه زده وی هغه ټولی ختمی کړی، شش کلمی درستی کړی او ځان په مړوو شماری، د لوی ځوان نذر ومنی او آخرت یی سترګوته ودریږی.
په دی خپه شی چه ولی یی وصیت نه دی کړی، ولی یی حج نه دی کړی، ولی یی لمونځ قضاء کړی، ولی یی هغه میا صاحب او هغه پاچا صاحب د ځان نه خپه کړی دی؟ زما پخپله یادیږی چه کله به لارۍ دی ګرنګ ته نژدی کیده نوما به تباشیر دجیب نه راوویست او د لارۍ په وسپنو اولرګو به می په څو څو واره ولیکل: یالله خیر، خدا حافظ یا غوث الاعظم دستګیر، ماته دا وویل شوی وو چه سړی دا عبارت په کومه لارۍ ولیکی نو هغه لارۍ نه اوړی، رښتیا رښتیا او دروغ دروغ چه زمونږ لارۍ تل د ګړنګ نه سلامتی تیریدلی.
(2)
دوولس کاله پخوا ددغه کلی هوښیار او پوخ ملک صاحب چه هم یی د زمانی ډیرې سړې تودې لیدلی وې او هم دخدای په لاره سم و یوه ورځ سهار په جومات کښی خپلو کلیوالوته وویل: هلکو! سږ کال چه دا خوړ زمونږ او ستاسی کلی ته تنبه شوی و او ورنه چپ شو دا بی څه نه دی، داسی معلومیږی لکه چه په همدغه شاوخواکی د کلی د خوړ پلو دیوال ته نژدی کوم شهید پروت دی هرچا چه کومه نښه ولیده ماته دی ووایی!، دوه دری ورځی چه تیری شوی یو ببر سړی غوندی سړی ملک صاحب ته راغی او دشهید د نښی د پیداکیدو زیری یی ورکړ. بله ورځ د ببر سری سړی سر نور هم پسی ببرشو، څڼی یی اوږدې شوې، د سر ویښتان یی کړۍ کړۍ شول، یو کچکول یی غاړی ته واچاوه او د کلی دخوړ پلو دیواله ته نژدی یو لوړ شان قبرته دیره شو. د قبر دپاسه یی یوه سړجنډه لکه کړه او ځان یی د شهید ملنګ کړ. قبر چه زیارت شو اوټول عناصر یی پوره شول نو دکلی خلک به یی جوپی جوپی زیارت ته راتتلی او دعا به یی ورته کوله. کل ته چه بیا د خوړ د مستۍ شپی راغلی او کلی ته څیرمه شو خلک وارخطا شول او نوریی په تشه دعا ډاډګیر نه نه کیده، دهر چا چه هر څه په وسه کښی وو هغه به یی زیارت ته راځغلول او همدا سوالونه به یی کول شهیده! دی خوړته دی زور وښیه خوړ بیا د شهید د قبرسره ودرید او په کلی راونه خوت دی حادثی نه یوازی د کلی د خلکو او دزیارت په رابطه تآثیرو کړ بلکه د ملنګ او دشهید په علایقو کښی یی هم یوه تازګی پیدا کړه. ملنګ توب په مجاورتوب بدل شول. که پخوا به شهید د ملنګ روح له قوت ورکاوه اوس یی ملاهم تړی او جیب یی هم ډکوی. د لویو کسانو په خوا پورې چه سړی پریوزی بی څه خویی نه پریږدی. د خوړ د مستۍ د شپو نه برسیره به هم کلیوال زیارت له تلل راتلل. هلکانو به ښځی غوښتی، نجونو به میړونه، میړوښو به زانګو اچولی او اولاد به یی غوښته، بنو به نذرونه منل چه ګرانی شی، د چا به چه سره مخه وه هغوی به د زیارت خاورې په ځان پوری مښلی چه ښه شی مرادونه به چه ترسره شول نو په زیارت کښی به نذر پخیده او خلک به پرې را ټولیدل. ددی ټول واقعاتو نګرانی به ببرسرې ملنګ (مجاور) کوله همدا راشه درشه هغه مجبور کړ چه د زیارت سره یو کوټه هم جوړه کړی او هلته د (مراجعینو) او ( مشتریانو) د استقبال څه تیاری هم ونیسی. د ملک صاحب بیبیانی او هغه به په خپله هم دشهید زیارت له همیشه تلوراتلو. ملک صاحب به تل په دی خبره د ځان سره ډیر خوشالیده چه د شهید قبر دده د هڅی او باعثتیا په اثر پیدا شو او دی خبری به ورته لا ډیر مزه ورکوله چه د شهید قبر دده په مځکه کښی پیدا شو.
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۱   سال  دوازدهم                دلو     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                 اول فبوری  ۲۰۱۷