کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

۵

 

۶

 

۷

 

۸

 

 

۹

 

 

۱۰

 

 
 

   

محمد انور وفا سمندر

    

 
دردونکې خاطرې

 

 

 اتمه برخه

د عرب جنګیالیو استخباراتي عُمق

 

د افغانستان سفارت نه راوتي په درجنونو اسناد

یاره حیران شوم، چې دغو له عربو راغلو مذهبي سپاهیانو، څه لاره او څه حساب او څرنګه سړي لرل، چې دومره معلومات یې را ټولول!

ما مخکې وېلي وه، چې د دوی یوه برخه خبرې، پوښتنې د افغاني دیپلوماتانو په باره کې وې. فلانی څوک دی؟ اوس چېرې دی؟ کورنۍ یې څرنګه ده؟ کار او بار یې...او داسې ټکي په ټکي پوښتنې، چې ته به وایې لویې استخباراتي- مسلکي ادارې دې دا پوښتنې جوړې کړي وي.

هغوی یو عالم پاڼې را ته وغورځولې. دقیق یاد ته نه راځي؛ خو له پخوا وختو نیولې، د ډاکتر نجیب الله د واک د وختونو، او له هغه راوروسته د مجاهدینو د تنظیمي پاچاهیو، بیا نورو...د دې ټولو په باره کې یې دقیق معلومات را نه غوښتل او زه په شي نه پوهېدم.

کراچۍ، اسلام آباد، کوټې، پېښور کې د یوه یوه دیپلومات، قونسل، اول سکرتر، دویم سکرتر، د هر یوه نومونه او معلومات یې په ترتیب او دقیق ډول غوښتل.

ما به ووېل، چې ظالمه د خدای، دا د نجیب د وخت سړی وه! خدای خبر اوس به چېرې او څرنګه وي؟ مړه به وي، ژوندي به وي؛ ما ته ددې خبرو معلومات نشته؛ خو زه یې نه پرېښوولم. او ځواب ته یې اړ اېستلم.

هلته ماته ښکاره شوه، چې دوی اسلام آباد سفارت کې نفر درلود او هغه یا هغو مزدور صفته انسانانو دا لستونه ورته را ایستلي دي! هغوی برحاله کسانو په اړه معلومات غوښتل. خدای خبر غوښتل به یې چې هغوی یا د ځان تابع کړي. یا یو کار ورسره وکړي. په مقصد یې نشوم پوهېدی.

 

زه په روغو سترګو ړوند!

هغوی سخت تربیه شوي او رازداره خلک وه. هماسې د پخوا په شان به شپه ورځ را ته په خونه کې ولاړ وه. پهره به یې راباندې کوله، خو آه به یې له خوله نه راوت. تا به ویلې، چې وچ هډوکي، وچې سترګې او وچ غوږونه دي، چې نه څه په خوله راوړای شي او نه د چا ږغ اوري!

تا به وېل د هغوی په تل کې دننه یو خاص پولیس ځای پر ځای شوی، او دغه پولیس د هغوی فکر، احساسات، حرکات او کړنې په بشپړه توګه څاري او کنترولوي.

آرمان به راغی. که زه د هغوی په شان خوشې شوی وای، نو په دې غرو او درو کې به مې څه منډې او مزلونه کړي وه!

زه په آزادۍ پسې مړ وم. ما په پښو آزاد ګرځېدل هېر کړي وه. ما د لاسونو په هوا کې خوځول هېر کړي وه. ما د ماشومانو- خپلو بچیانو په غېږ کې نیول هېر کړي وه. زه ددې نه وم، چې آزاده هوا کې ودرېږم او خپل سږي ښه سم له تازه او سوچه هوا ډک کړم.

زما سترګې بندې وې، چې خدایي ځمکه، خدایي آسمان او ستوري او د سپوږمۍ شپه وویني، خوند واخلي او هره لحظه، د هر شي په لیدلو سره د خدای شکر ادا کړي.

متوجه شوم، چې په هغوی کې زورور شی هماغه سیاسي فلسفه او ایډیالوجي یا سیاسي شوې عقیده ده. [1]

 

بیا یوسف له ځانه سره واخیستم

تقریباً پنځه یا شپږ مېاشتې به دلته وم. بیا هماغه لومړنی عرب، هماغه چې یوسف په نامه مې پېژانده، هغه راته راغی. هغه نرم خویه سړی وه. ما ته یې سامانونه او شیان راوړل. آن د وزن پورته کولو سپورتي اسباب یې هم راوړل. هغه بیا زه آزاد کړم چې لمر ته ووځم.

د هماغې لویې خټینې کلا یا چاردیوالۍ دننه یې یوه سیمه په ډبل او تیاره ترپال یا پراشوت را چاپېره کړه او ښه یې را وپوښله. دا زما لپاره د لمر او آسمان لیدلو ځای وه. دا زما ټوله فضا وه. دې سره بیا د ژوند وینه را په کې وغوړېده.

له دې وروسته به یې هره ورځ یو ساعت لمر ته را وېستلم او دلته له ټوکر په دغه جوړه چاردیوالۍ کې یې پرېښوولم. دغه له پراشوت ټوکره جوړ اتاق ته به یې په پټو سترګو ننوېستلم او هلته به بیا آزاد شوم.

آسمان ته به مې کتل. چېرې به مې لېرې او لوړ په کوم باز یا ګربت سترګې ولګېدې. زړه به مې هوا وکړه. وېل به مې، چې ته باز ته ګوره، ټوله فضا یې وطن دی. او زه انسان- اشرف المخلوقات- دلته په زنځیرونو او زولنو کې سولېږم او ځان خورم!

زړه به مې په ژړا را وپړسېد. خو سترګو اوښکې نه کولې! هماغه زړه وېره او شرم ورباندې واکمن وه. پوه شوم چې ژړل زړه غواړي، ژړل زما غوندې د کس کار نه دی!...له یوه اسویلي پرته بل څه ووایم! زه له دې هرڅه خلاص وم!!

ما به آسمان ته کتل. خو نور آزاد نه وم. هلته به یو پهره دار را باندې ولاړ وه. هغه به په مخ ماسک راکش کړی وه. هغه به په غولي کرښه راته کش کړه، چې له هغې ور وانه وړم، هغه ته ور نږدې نشم! او نور ما خپل حد ساته.

ښې وې، تسبېح مې را سره وې. هغه به مې اړولې را اړولې. د زړه غم به مې غلطاوه. د خدای ذکر به مې کاوه.

خدای خبر، زما د زړه خبرې به، د وینې له حرکاتو سره، ګوتو ته تللې او له ګوتو به د تسبو ګاټو ته ننوتې. او دې سره به زه تسکین کېدلم.  

فصل راته منی ښکارېده. لمر ته به یې چې ووېستم ګرځېدم به. خونه کې به هم ګرځېدم. چا سره نه ږغېدم. څوک نه وه چې را سره وږغېږي. بس ځان سره به اخته وم. چرت به مې واهه. د خیال او تصور له لارې به پخوا وختونه را په زړه شول او دا ټول به په ذهن کې را ګرځېدل. [2]

ځانته خپل خوبونه وېل

ما ډېر خوبونه لیدل. د خوبونو تجربې به مې له کورنۍ سره، د کورنیو له غړو سره، اولادونو سره، کورودانې او نورو خپلوانو سره وې.

نور دوستان مې هم په خوب لیدل. د ورځې به مې خوبونه بیا را په زړه کول. دې سره به مې هم زړه خوشحالېده او هم به زاړه زخمونه را تازه کېدل. او د خدای په دې ارته دنیا کې بني بشر نه وه، چې را سره کښېني. تسل راکړي. د زړه یو څه ډاډ راکړي. یوه امیدواري را وښیي او هغه د چا خبره یو څه مې پام په بله واړوي!

پهره دار به وچ وچ را کتل. خدای خبر ویښ به وه، که په ولاړې به ویده وه. مخ یې په هماغه تور ماسک کې پټ وه او ما د هغه څېره نه لیده. سترګې به یې وچې او وازې وازې پاتې وې. سترګې یې نه رپولې. کتل ورته نه کېدل. په وس مې نه وه، چې مخامخ او هغه هم لږ په ځنډ ورته وګورم. خپل خوبونه او خپل خاطرات مې وه؛ نو ما هم  ځان سره تکرارول.

خو اوس څه یاد ته نه راځي. او ډاکترانو هم راته توصیه کړې، چې زړه خوشحاله ساته. غم ته ‌ذهن کې ځای مه ورکوه او خپل وخت ښه تېروه.

خو، که د دومره بند پر مهال ما آزادي درلودلای، کاغذ او قلم یې د آزاد څه لیکلو لپاره راکولای؛ نو ما به په دغو خلکو -القاعده او پاکستان او دغو اورونو او ناشناخته سرنوشتونو را چاپېره کړو ایجنسیو باندې زیات شیان لیکلي وای.

ما به دا ټول خطرونه چې پاکستان، افغانستان او دغې منطقې ته متوجه دي لیکلای. لیکل به مې، چې دا منطقه به یو وخت لوی پرابلم شي. دا وضعیت به ددې سیمې د تجزیې سبب ګرځي! خو داسې خبرو او څه کولو ته آزاد نه وم. ما په خپله خوښه او رضا څه نشوای لیکلای.

هلته د ژوند امید قطعه وه. بس هره لحظه به مرګ ته آماده اوسې. خو ماته مرګ عادي شی ښکارېده. مرګ ته خپه نه وم.

زه دغه سخت انتظار ډېر ځورولم. مرګ خو یو ځل راشي او سړی له دې غمونو خلاص شي، آرام شي! خو دا چې نه پوهېږې، څه وخت، څه ډول سړي راځي او څه ډول او په څه شي به دې عذاب کشه کوي؟ ددې انتظار تر هر مرګه بدتر دی!

هغه وخت لوی غم چې ما ورباندې فکر کاوه، دغه منطقه وه. لوی علت بېسوادي وه، چې منطقه داسې د نامعلومو جنګونو او ورانیو لپاره آماده شوه.

خلک یې مسلمانان دي. ساده او بېسواده خلک دي. هغو راغلو مذهبي جنګیالو ډېر ژر د خلکو ذهنونه را خپل کړل او اوس څوک نر دی، چې ور وړاندې شي.

ډېر څه ذهن او خیال ته راتلل، خو افسوس چې اوس هغه حال نه لرم.

 

په بندو اعضاوو یې بیا انتقال کړم

یوه ورځ ماسپښین مهال یو را ته راغی. پښتو ږغېده. هغه پاکستانی وه. ماسک یې اغوستی وه. لاسونه یې تر شاه را ولچک کړل. سترګې یې را وتړلې. ددې مرکز څخه یې همداسې تړلې، او بندې سترګې ووېستم. لاندې موټر ولاړ وه. لنډ کروزر وه. زه یې د څټ سيټ ته ورپورته کړم.

حدس مې واهه چې موټر کې دوه درې نور مسلح کسان هم ناست دي. ډرېور پاکستانی وه. بل یو یې هم عرب وه. خو پاکستانی ډېر ظالم طبیعته سړی راته معلومېده. د تل په شان یې راته ګواښ وکړ:

«څه ونه وایې! ځان بېځایه ونه خوځوې!»

حرکت مو وکړ. خدای خبر، څلور څلور نیم ساعته به مو دغه لنډ کروزر موټر کې مزل کړی وي. لاره او سیمه غرنۍ وه.

موټر به کله په لوړه سر شو، کله په ټیټه. همداسې موړې، موړې کنډ او کپر سیمه باندې موټر مزل کاوه. له دې هم خبر نه یم، چې پر کومه ولاړو؛ لوېديځ ته که ختیځ ته!؟ ما ته هېڅ نه را معلومېدل. دا منطقه  پېچ در پېچ وه.

پای کې کوم ځای کې چې موټر ودرېد، ماته داسې را معلومه شوه، چې دا یوه لوړه سیمه ده، او دلته د شل پنځلسو کورونو یو وړوکی کلی مېشت دی.

اوس نو موټر په لوړه ولاړ دی، زه یې ور څخه کښته کړم. یاره لکه چې موسم به اوړی وه! هماغه ظالم بدخویه پاکستانی، چې موټر یې چلاوه، په خشم سره لاس له بغله را تېر کړ او بیا یې زما په تړلي لاس را حلقه کړ. هغه په زښته لهجه را ته ووېل: «ژر ژر راځه!!!»

 اوس نو وخت تیاره شپه ده. بیا پر سر یې هم کڅوړه را کش کړې، لاسونه یې هم ټینګ سره ولچک کړل. پاکستانی هم په خشم دی. بس د پسه په شان یې ځان سره کشولم. پښې مې هر هر ځای لګېدلې. بدن هم کمزوری، او پاکستانی هم په زور کې. سخت یې وځورولم.

یاره لس پنځلس دقیقې یې داسې لکه حیوان کشولم. ولچکانو مې لاسونه را زخم زخم کړل. مړوندونه مې سره غوښه شول.

 

هغه شېبه ژوند څومره راته خوږ شو!

نور نو په بد حال او ټوکر ټوکر یم. پاکستاني مجاهد په تپه توره شپه کې لاسونه تړلي، سترګې تړلې او وجود مې خوږ خوږ دی...همداسې یې زه یوې پایې سره ودرولم. ما حدس واهه، چې دا تر یوه لوی پله لاندې پایه ده. وچ امر یې راباندې وکړ: «مه خوځه!!»

ما سل په سلو کې دا فکر وکړ، چې نور دې نو وژني! ځکه چې د پاکستاني برخورد ډېر را سره بد وه او دلته په را شیوه کولو سره نور هم بد شو! ځان سره مې وېل، چې په دې جګه او ټیټه داسې بد کشول، دومره لوېدل او په دومره درد بېرته پورته کېدل، بې څه نه وه؛ دادی اوس ختمېږي!!!

نه پوهېږم په څومره لنډ وخت کې مې ذهن داسې تېز شو. ډېرې خبرې را په زړه شوې.

پوه شوم چې اخري لحظې دي. ما وېل اوس به فیر را باندې وکړي او له دې هرڅه به آرام شم.

د بیچاره ګۍ اسوېلی مې وکړ. خو وېره را سره نه وه.  ناامېده وم؛ خو د ژوند او مرګ پروا مې نه لرله.

دلته ما خپله کلمه ووېله. کورنۍ او بچیان مې تر نظره تېر او را تېر شول. له خولې مې داسې آه پورته شو، چې ما وېل جهان به را سره اور واخلي! دې وخت کې مې زړه کې په پټه له کورنۍ سره مخه ښه وکړه.

خو ژړا مې وچه شوې وه. ژړا نه راتله. ځکه مې زړه باندې ډېر فشار راته. پوهېدم، چې وژني مې. فقط خدای نه مې عفوه وغوښته.

کورنۍ مې په نظر کې وه. همدې ته انتظار وم، چې اوس به پر سر یا سینه ړندې ګولۍ را وچلوي. خو پاکستاني دا کار هم نه کاوه. دې کار زه سخت ارمانجن کولم. زه هغه بدبخته بندي وم، چې حتا د مرګ اعلان هم چا نه را ته اوراوه. زه یې په دې هم نه خبرولم، چې دادی اوس به مې، په څه طریقه وژني؟؟؟

ما یوازې د خپل زړه وروستي ږغونه اورېدل. او دې سره مې د وخت حساب نیولی وه. شاید لس دقیقې به داسې وچ ودرول شوی وم، چې بیا راغلل، زه یې بیا همداسې ورسره کش کړم.

 

 

پلان بدل شو!

هغوی خپلو منځو کې ورو ورو سره ږغېدل. داسې ښکارېده، چې دلته نږدې کورونه دي. پوه شوم، چې دې ځای کی هغوی نه غوښتل، د سیمې خلک او کورونه زما په حال او احوال پوه شي. نه یې غوښتل هغوی پوه شي، چې بیا یې یو بندي راوړی دی.

بیا یې زه په لوړه کشولم. ترڅو یوه ځای ته ورسېدو؛ دې ځای کې لکه د زنځیرونو او زولنو د شرنګ او شرونګ ږغ پورته وه. دا لکه محبس داسې یو ځای وه. داسې را معلومېده، چې ما یوه محبس ته ننباسي. د زنځیرونو شرنګ او پرنګ وه؛ خو نور له دنیا خبر نه وم.

 


 

[1]  زه دا ګناه نه کوم، چې د چا په فکر، عقیده او سلیقه قضاوت وکړم. خدای تعالی یو دی. او هر دین او مذهب ددې لپاره راغلی، چې انسانان له خپل عقل او پوهې سره سم، خدای وپېژني او د بیا ورتګ لاره ور لنډه کړي. مختلف مذاهب او ادیان د مختلفو انسانانو د پوهولو او د حقیقت د درس ورکولو لپاره راغلي او له دې الهي حکمت سره زه کوم جنګ او مخالفت نه لرم. خو اوس خبره د یوه انسان په آزادۍ او شخصي ژوند، شخصي طریقه او دید او نظر ده. دا سړي را ته عجیبه برېښېدل.

هغوی په سړي چیغې نه وهلې. له چا یې موقف او پیسې نه غوښتلې. د څوکۍ او مقام هوس هم پکې ظاهره نه لیدل کېده. د شاهانه ژوند او دبدبې آثار هم نه تر سترګو کېدل. څوک د بادار او څوک د نوکر په جامه کې هم ما نه دي لیدلي؛ خو آزادي په کې نه وه.

زما آزادي خو هغوی را څخه اخیستې وه؛ خو خپله آزادي یې پخپله پایمال کړې وه. هغوی کې د شخصي او انساني آزادۍ هېڅ شوق نه تر سترګو کېده. هغوی ته آزادي همدا وه، چې ټول جهان او ټول انسانان هغسې په لاره برابر کړي، چې دوی ور باندې عقیده درلوده.

هغوی عقیده مخته نیولې وه او عقیدې سره جنګ نه کېده. عقیده یې وسله وه. عقیده یې دبدبه وه. عقیده یې سیاست وه. او له دې جنګه هر انسان-په تېره پښتانه- ځان پټوي او -پرته له ناموسه او ښځې- خپل هرڅه ور تسلیموي.

د هغوی زیات فوکس او توجه په استخباراتي کسانو وه، او ډېر په کوښښ کې وه، چې معلومات پیدا کړي. خو دا چې څه پروګرامونه یې ورته سنجول، یو خدای ورباندې پوهېده! ښایي عادي عسکر یې هم په دې مرموزو هدفونو نه پوهېدل، زه هم څه نه شم ویلای!

[2]  د خاطراتو مرور

داسې وخت سړی ځان نقدوي. کورني، اجتماعي، سیاسي، شخصي مختلف شیان او حالات را په زړه کېږي. خپلې اشتباه ګانې، تېروتنې، غلطۍ را په زړه کېږي. همداسې شخصي غلطۍ، د روغتیا په برخه کې  برخورد په چرت کې راګرځي.

بیا سړی ځان نقد کوي. ځان سره وايي او پر ځان ګواښېږي، چې سړی داسې نه کوي! دا غلط دي او انسان ښه درسونه له سره زده کوي.

دلته ثابتېږي، چې ماتې ګوډې، شکستونه، ترخې شېبې ټولې ضرورې تجربې دي. د هغو په بیا را یادولو او څېړلو سره انسان  پوهېږي، چې د ژوند ماتې ګوډې یې پخپله رامنځته کړي او بیا بل ته د انتقاد ګوته نه نیسي او پخپله په سمه لار روانېږي.

چې رښتیا خبره شي، نو انسان د خپلو ټولو ماتو ګوډو مسوول دی. هیچا نه دي لیدلي، چې بې چړې یا تورې یا ټوپک دې د چا وینه تویه شي.

هیچا نه دي لیدلي، چې بې زندانه دې، څوک بندي شي، بې ولچک او زولنو دې د چا لاسونه او پښې وتړل شي، او پرته زموږ له خپلې بیغورۍ او غلط خوراک او څښاک څخه دې، څوک د وینې په فشار، یا شکرې، یا سرطان یا په بل رنځ اخته شي.

یعنې د سړي حاضر حالت، د هغه د تېرو فکرونو او کارونو محصول دی.

زموږ انسانانو ناځواني داده، چې د درد او مشکل په وخت کې وایو خدای را پېښه کړې! خو د کامیابۍ، صحت او خوشحالۍ په وخت کې دبدبه پیدا کوو، چې زه څومره قوي او لایق بنیادم یم!

هر چا چې کړې، پخه خبره یې کړې: «د هر سوال ځواب د هغه دننه ده.» یا »هر مشکل معنوي دلیل لري.» او «هر مشکل معنوي حل لري.»

بیا هم سخته ده. زه دوه کاله او دوه مېاشتې داسې له ځان سره اخته وم. ټول ژوند مې د یوه کاروان په څېر له نظر تېرېده. په دې ترڅ کې ما خپل کړه وړه، فکرونه، خیالونه، ارزوګانې، اقدامات، برخوردونه له نظر تېرول، او چمتو کېدم، چې په ژوند کې تر ټولو ښه ګامونه پورته کړم؟!

اوس پوه شوم، چې د کامیابیو او خوښیو ترڅنګ ناکامۍ، مشکلات او سختۍ د انسان د ښه تکامل ضروري اجزا دي. او دا په سړي پورې تړلې ده، چې څومره کولای شي له ژوند نه درس واخلي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۵۱             سال  یــــــــــــازدهم                   عقرب        ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی         اول نوامبر    ۲۰۱۵