کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۸ برخه


دکتور لطيف ياد
       
 
 
 

 دهندوانو لرغوني ښارونه
اوډهیانا یا دسوات اوسنۍ وادی:

اوډهیانا په لرغونو زمانو کې دهندوانو یومشهور ښارو . تاریخ پوها ن داسې اټکل کوی چې دابه دسوات اوسنۍ سیمه وی چې اوس په خیبرپښتونخواکې مو قعیت لری.په سنسکریت ژبه کې داوډهیانا دکلمې دکلمې معنی دبڼونو اوباغونو سیمه ده.
اوډهیاناپه لرغونو زمانو کېدبودهیزم اوهندویزم ستر مرکزګڼل کیده اوداسې ویل کیږی چې د (۵۰۰)په شاوخواکې بودایی معبدونو او ستوپو پکې شتون درلود. اوډهیانا له دې کبله هم مشهورو چې دبودا دپښې نخښه هم هلته په یوه ډبره کې موجوده وه.
همداراز اوډهیانادبودهیزم د ددوو فکری مکتبونو دهرم ګوپتاکا او کسیا پیایادرامینځ ته کیدو ځای هم ګڼل شوی دی.اوډهیانا دبودهیزم دیو بل فکری مکتب وجرایانا له کبله هم مشهورو چې همداځای کې رامینځ ته شو.
اوډهیانا یوه شنه غرنۍ سیمه ده چې دسوات سیند پکې بهیږی او غرونه یې دهندوکش دغرونو لړۍ ده.دتاریخ لیکونکو دلیکنو پر بنسټ لوی سکندردحضرت عیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو۳۲۴کلونه وړاندې دخپلو سوبو او فتوحاتو له کبله داوډهیانا سیمې ته راغلی و.د میلاد نه دوه پیړۍ دمخه داسیمه دبودایانو له خوا ونیوله شوه.بودایانو پکې دیر معبدونه او ستوپې جوړې کړې او دبو دهیزم دعقیدې یا ګروهې ستر مرکز ګڼل کیده.
داتمې زیږدیزې پیړۍ په پیل کې دسوات ګبریو پښتنودننګرهار،لغمان او دیر خواته پرمختګ وکړاو په دیارلسمه زیږدیزه پیړۍ کې یې ددې سیمې بودایان او هندوان یې پر شاتګ ته اړ ایستل. دغه جګړه لومړی ځل د کونړ دپیچ دګبری واکمن سلطان پکهل ګبری او بیا وروسته د جهانګیری سلطان بهرام ګبری په رهبرۍ ترسره شوه او دسوات دغو ګبری واکمنانو دکشمیر دواکمنانو سره دخپلوۍ نږدې اړیکی درلودل.
وروسته دلازاک پښتانه هم دګبریو سره یوځای په دې سیمه کې میشته شول.کله چې دشپاړسمې زیږدیزې پیړۍ په پیل کې دکابل واکمن میرزا الغ بیګ په کابل کې دیو سفزیو پښتنو(۸۰۰) تنه مشران له تیغه تیر کړل نو هغوی له کابله مهاجرت پیل کړ او دکابل له لارې لو مړی ننګرهار او بیا دسوات سیمې ته راغلل اوددوی مشرانو دسوات ګبری سلطان اویس سواتی دسوات له سیمې بې واکه کړ او هغه ددیر چترال او دبدخشان دواخان خواته لاړاو هلته یې خپل واک ټینک کړ.
وروسته دیو سفزیو مشرانو ملک احمد او شیخ ملی داسیمه پر یو سفزیوویشله.په ۱۹زیږدیزه پیړي کې داسیمه دسوات داخوندعبدالغفور له خوا چې یو ستر صوفی و او خلکو ورته ارادت درلود اداره کیدله.
هغه وخت چې انګریزانو دهند پر نیمې وچې باندې واکمنی کوله داسیمه دهغوی تر حمایې لاندې وه اوپردې سیمې باندې ګل صاحبزاده عبدالودود،میاګل محمد،عبدالحق جهانزیب او اورنګزیب خان ددغې سیمې واکمنان ول.
داهم باید له یاده ونه باسو چې اودهیانا یا دسوات وادی دګندهارا دتمدن او تهذیب یوه ستره برخه وه او دهندوانو دموریا دواکمنۍ په تیره بیا دآشوکا او دکابلشاهانو له خوا هم اداره کید له. لنده داچې داوډهیانا سیمه یوه لرغونی تاریخی سیمه تیره شوې دهاو اوس هم دیرې پخوانۍ بودایی سټوپې پکې شته.

ددې مقالې په اړوندلاندینی انځورونه وګورئ

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۹،          سال    نهـــــــــم،     حمل     ۱۳۹۲   هجری خورشیدی           اول اپریل      ۲۰۱۳ عیسایی