پنځمه برخه
د ډیل (معامله) اوږد بهیر
مخامخ ګوره!
په دې ببر مخ او سر، نوکان
هم د بلا په شان بد بد
رسېدلي، لکه
عقلي ناروغ
او
له دنیا ناخبره
ملنګ حالت
سره
به یې کمرې ته ودرولم.
بیا به یې
په جبر
را ته ووېل چې دا تکرار کړه:
«زه تریاک کرم.
فامیل مې تریاک کري...»
وروسته یې بیا برخورد
او
د
کار تخنیک مسلکي شو. زه به یې کښېنولم. یو ټایپ شوی پښتو
متن به یې راکړ او وېل به یې:
«دا
له یاده
ضبط کړه!»
او بیا به یې ویډيو کې په جبر ږغولم. زما هم مقاومت په وس
نه وه.
ځکه بې مخالفته مې د هغوی د خوښې شیان کمرې ته لوستل؛ خو چې مخامخ به مې
کمرې ته نه کتل؛ نو هغوی
له خشم
څخه
کار اخیست
او وېل به یې مخامخ ګوره!
ځکه که بله خوا مې کتلای، نو بیا خلک پوهېدل، چې دا کار په زور شوی او زه
په خپله خوښه نه ږغېږم؛
هغوی به بیا وخته یو سوک په سر راکړی وه.
بس شپږ مېاشتې همدا سوالونه وه او همدا زما ځوابونه. هر ځل
به-
خدای ښه خبر یاره پنځوس مخه شیان را باندې لیکل. په حقیقت کې دغو پوښتنو او
شکنجو زه له پښو واچولم. دا زما لپاره لویه شکنجه وه؛ خو خدای را باندې
تېره کړه. له
دې وروسته
بیا
له دې مرکزه
انتقالېږم.
یا شېخ!
اوس به راشو، د سپین پوستي عرب مستنطق د تحقیق پوښتنې به
طبقه بندي کړو؛ خو مخکې تردې، تاسو به وایئ، چې عرب دې څرنګه لیدلی وه؟
رښتیا هم ما نه دغه مستنطق عرب لیده او نه کوم بل عرب! زما
خو سترګې را تړلې وې.
دپاسه به یې هم توره توبره ډوله اوږده خوله په سر را
کشوله.
لاسونه هم ولچک، پښې هم په زنځیرونو کې تړلې، او دغه عرب، چې زه یې سپین
پوستی عرب بولم؛
په
داسې وخت پوښتنې کولې.
ډېری
مهال به یې پوښتنې په لیکلې بڼه را سپارلې.
بس داسې وګڼه چې زیاتې پوښتنې؛
هغه هم ښه په ترتیب سره طبقه بندي شوې پوښتنې
به
په انګلیسي ژبه لیکلې را وسپارلې.
بیا به یې دوه ورځې وخت را کاوه او یو پڼد سپین کاغذونه به یې راته کښېښول،
چې ټولو ته ښه په تفصیل او دقت سره ځواب ولیکم.
یو یا دوه ځله، یو غټ، ډبل عرب راغی. ما یې له ږغ حدس واهه،
چې پڼد او ډبل سړی دی. معلومېده، چې دا یې لوی مشر دی.
هغوی ورته «شېخ شېخ» وایه.
ددغه غټ شېخ له راتللو دمخه عرب سپاهیان راغلل، زه یې ښه
وپلټلم. بیا یې خونه کې
ټول
پراته شیان، زما توشک
او
بړستن واړول را واړول.
د خونې تاخچې یې هم ښې په دقت او مسلکي توګه وڅارلې.
تا به وېل، چې داسې روزنه او مسلکي چلند خو ښایي یوازې د سي ای یې یا
انتلجنت سرویس یا د روسانو د کا ګې بې وي!
خو دوی داسې پاخه روزل شوي وه،
چې د هغو استخباراتي سازمانونو به لا نه وي زده.
عرب سپاهایانو، له پوره تالاشۍ وروسته لاسونه را ولچک کړل.
بیا یې
سترګې را وتړلې
او
توره توبره یې پر سر را
کش
کړه... له
دومره تالاشیو، پلټلو او زما د بدن غړو او سترګو له را تړلو او بندولو
وروسته،
زما سپین پوستی مستنطق،
له بل عرب سره خونې ته را ننوت.
«یا شیخ» مې واورېدل، او پوه شوم چې دا پڼد او دروند ږغی
سړی ددې سیمې،
د ټولو مهاجرو عرب سپاهیانو امیر دی.
شیخ چې را ننوت؛ نو دوی
یو
ډول سلام لري، چې هغه کافرانو یا ددوی په نظر بې دینانو ته اچوي!
هغه
امیر
همداسې
څه
ووېل: اسلام علیکم یا اهل...چې نوره یې سم یاد ته نه راځي.
زما مرګ روا دی!
بیا یې پوښتنې شروع کړې. مشر شیخ په عربي ږغېده، او خبرې یې
زما مستنطق په انګلیسي را ترجمه کولې. د هغه خبرو
او پوښتنو
ډېری
د
نصیحت او ملامتیا لحن درلود.
شېخ
لکه یو سختګیره مبلغ داسې په خبرو شو:
«دا یو کفري حکومت دی. ته ددې حکومت نماینده ګي کوې؛
نو ستا مرګ موږ ته روا دی!
خو که ته بې ګناه وې؛ نو هغه ده، چې خدای به دې جنت ته وړي
او که ګناهګار وې؛ نو خپل عذاب به اخرت کې هم وینې؛ خو موږ ته خدای حق را
کړی، جهاد کوو د خدای د رضا لپاره او ته د کفري حکومت نماینده یې!»
ما ځواب ورکړ:
«زه
مسلمان یم!
الحمد الله کلمه وایم...»
بیا مې کلمه ورته ووېله...بیا مې ووېل، چې پلار مې، قوم مې
ټول
مسلمان وو
او افغانستان اکثریت ولس مسلمان دی او افغانستان کې په لکونو علما موجود
دي؛ نو موږ ته هېڅ وخت علماوو نه دي ويلي، چې دا کفري حکومت دی!!!
زما په خیال
چې دا شېخ سړی دوه ځله راته راغی.
له
لومړۍ کتنې وروسته،
ښایي دوې مېاشتې وروسته بیا راغی. هغه همدا شان خبرې را دیکتې کولې او زه
یې په مقصد سم نه پوهېدم.
پای کې یې راته ووېل، چې ډوډۍ، ځای، لباس، دوا او دا نور
شیان دې څرنګه دي، در رسېږي که نه؟
ما ووېل هو!
څه د اوبو شکایت مې وکړ، چې ۱۵ ورځو کې ماته د غسل او کالو
وینځلو اوبه را کول کېږي، که دا هفته یا پنځو ورځو کې شي او هر ځل یو ډک
سطل اوبه را کړي، چې ځان ووینځم!
شېخ خبرو کې دا هم ویلي وه، چې ستا نه چې پوښتنې کېږي،
بهتره به دا وي، چې رښتیا ووایې. کنه دلته به هر رنګه شکنجې درکړل شي.
هغه خونه کې یې چې زه اچولی وم، چت کې یې زنځیران را ځړېدل.
د زنځیرانو په څوکو ګردې ګردې پولادي حلقې بندې وې. داسې ښکارېده، چې دا
حلقې د سړیو له لاسونو ځړولو لپاره وې!
نو شېخ اخطار را کړ، چې دا حلقې خو به دې لیدلې وي! یعنې که
ځواب یې په طبعه برابر نه وه، له دې حلقو به مې را ځړوي!!!
د منګلو او توریو جګړې
هغه مهال کرمه ایجنسۍ
او شاوخوا سیمو کې،
د منګلو او توریو ترمنځ جنګ روان وه. مستنطق به پوښتنې راکړې، چې د
افغانستان امنیت ریاست کومه ډله تقویه کوي؟ او کوم قومي مشران د دوی سره په
رابطه کې دي؟
ددې په ځواب کې به مې ووېل، چې څه معلومات نه لرم! او هغو
دا خبره په هېڅ صورت نه منله، چې زه دې داسې بې معلوماتو واوسم.
نو بیا به یې شکنجې را کولې. وېل به یې چې ته جنرال
قونسل
وې، سفیر وې...تا ته هرڅه در معلوم دي.
ته ښه او پوره پوهېږې،
چې د افغانستان امنیت اداره،
کوم قومونه حمایه کوي؟ کوم
ډول
وسلې ورکوي؟ څومره پیسې او کومو قومي مشرانو ته ورکوي؟
خو چې رښتیا شي، ما معلومات نه لرل. زه هلته جنرال قونسل
وم، خو دا چارې امنیتي برخې پورې مربوطې وې او زما معلومات نه وه
یا ډېر کم وه، چې د هغوی قناعت نه پرې حاصېلده.
د پوښتنو طبقه بندي
لومړی ګروپ:
دا زما د شخصي ژوند، کورنۍ، اولادونو، مېرمنې، او نورو غړو؛
لکه زما وروڼو، اکاګانو،
د
اکاګانو زامنو، زما نورو دوستانو په باره کې وې.
دوی به د هر یوه نوم، عمر، اوسېدلو ځای، کار، معاش...او داسې
نور معلومات
لکه دلته اوسي که بهر کې؟
په ترتیب سره ځانته کول.
داسې په جزیاتو یې زه ږغولم.
او زه اړ وم، چې ډېرې پاڼې ډکې کړم. له ډېر لیکلو سره به د قلم ډنډه،
زما د ګوتو په عضلو
کې ننوته. خو مستنطق
یوازې
ټکي په ټکي
او د هغوی لپاره پوره قناعت وړ، په قلم لیکل شویو
معلوماتو
سره قانع کېده.
پوښتل به یې چې اولادونه مې په څه عمر کې دي؟ کوم مکتب کې
درس وایي؟ څووم
صنف کې دي؟ (هابي) علاقه یې له څه شي سره ده؟ د مثال په ډول سپورت یې
خوښیږي که رسامي کولو
سره علاقه لري؟
د هغوی له خوا زما
د کورنۍ او دوستانو په اړه د پوښتنو هدف، د حملو لپاره
تیاری نیول، او زما او شخصي ژوند په اړه د ټولو جزیاتو تر لاسه کول او په
اصل کې،
له روانشناسي پلوه، زما د ذهن او روان ځپل، ماتول او د روحیې پوره له لاسه
ورکول وه.
دویم ګروپ:
دا د افغانستان او د حکومتي او امنیتي
چارواکو، په تېره بیا هغو چارواکو چې کرزي صاحب ته ډېر نږدې دي، لکه: رییس
دفتر
یې،
امنیت شورا رییس، معاون یې،
ملي
امنیت رییس، د ځنو لویو او مشهورو شخصیتونو، لکه: یونس
قانوني، مارشال فهیم، ډاکتر عبدالله عبدالله... په باره کې معلومات پوښتل
او ترلاسه کول وه.
هغوی د چارواکو د شخصي ژوند، ادرسونو، ارتباطاتو، کرزي سره
نږدېوالی،
خارجیانو سره نږدېوالی
او داسې نورې پوښتنې یې ډېرې را نه کولې.
د امنیتي ادارو کروکي:
هغوی د افغانستان د امنیتي ادارې کروکي را څخه غوښته. قلم
او کاغذ به یې را ته کښېښول او وېل به یې امنیتي اداره رسم کړه! امنیتي
اداره کومه منطقه کې ده؟ څو تعمیرونه په کې دي؟
هغو پوره نقشه را نه غوښتله، خو زه کابل ښار کې سم بلد نه
وم. دا تېر دېرش کلونه له دې ښاره خبر نه وم.
حتا
دا اوس زه کابل ښار کې موټر نشم چلولای.
دریېم ګروپ:
دا د بهرنیانو په باره کې پوښتنې وې. هغوی
آریانا
چهار
راهي کې،
د امریکې د سي ای یې دفتر متعلق ډېرې پوښتنې کولې.
په
کابل او اسلام آباد کې،
د امریکې د سفارتونو په باره کې یې هم ښې پوره پوره پوښتنې کولې. د
سفارتونو د تعمیرونو رسمونه یې را نه غوښتل.
د بلک واټر د ایجنسۍ ډېرې پوښتنې یې کولې. دا ایجنسي لومړی
په عراق کې وه؛
وروسته پاکستان ته را انتقال شوه.
را معلومېده، چې ددې ټولو پوښتنو هدف یې پوره معلومات
ټولول، د ادرسونو ښه سم معلومول او بیا د حملو پروګرامونه جوړول او سرته
رسول وه.
څلورم ګروپ:
ډرون الوتکې او د پاکستان آټوم بم!
دا د پاکستان
په متعلق پوښتنې وې.
ساده پوښتنې او درنې شکنجې
د ناټو د پکت هېوادونو د هغو هیئتونو او نماینده ګانو، په
اړه به یې معلومات را نه غوښتل چې پاکستان او پېښور ته به یې تګ راتګ کاوه.
دا معلومات به یې غوښتل
چې هغوی د اسلام آباد او پېښور په کومو هوټلونو او
رستورانتونو کې وخت تېروي؟
ما ووېل: دوی خپل سفارتونه او قونسلګرۍ لري، چې هغه غټ غټ
ځایونه دي، دوی هلته اوسي.
بیا به یې شکنجې پېل کړې، چې ته دروغ وایې. دومره ساده
پوښتنو ته ځواب نه را کوې. د شنبو او یکشنبو په ورځو به دې مېلمستیاوې
ورسره لرلې، نو څرنګه نه دي در معلوم!؟
ما به ووېل، چې دیپلوماتیک ژوند کې مېلمستیاوې
عادي کار دی. هغه به هم په قونسلګریو کې جوړېدې.
هلته به ورتلو یا به
هغوی
راتلل.
زما ځوابونو کې داسې څه نه وه، چې هغوی دې عملي ګټه ترې
واخلي.
عربو ډېر ادرسونه غوښتل، چې خوشبختانه یا بدبختانه ما
معلومات نه لرل، چې ور یې کړم. زه یې په دې حالت کې
سخت
شکنجه کولم.
خو
شکر چې دا ټول تېر شوي؛
کنه د بنیادم له طاقته پورته دي.
د قونسلګرۍ د کارونو په اړه یې پوښتل، چې ما د عربو او
طالبانو په اړه څه راپورنه ورکول؟
ما به وېل، زما د راپورونو زیاته برخه اداري چارې وې. او
سیاسي برخه یې هم د افغانستان او پاکستان د مناسباتو او عمومي سیاسي اوضاع
په متعلق وه.
زیاتره سوالونه امنیتي وه. هغه هم په انګلیسي ژبه او لیکلې
طریقه، خو کله کله به یې شفاهي پوښتنې هم کولې.
او زما ځوابونه به سپین پوستي مستنطق لیکل.
په دې منځ کې
یې
د سوداګرو
او
قاچاقچیانو په اړه پوښتنې هم کړلې.
دا خو
ښکاره
خبره وه،
چې ډېر ښه پاخه روزل شوي او مجربه خلک دي. د هغوی له حرکاتو، اقداماتو او
برخورد څخه
په
دې هم پوهېدم، چې عرب سپاهیان په نظامي او استخباراتي برخو کې ښه مسلکي
تربیه شوي دي.
د ما همدا ورځ وه.
زما له خوا
یو
عالم لیکل شوي
ځوابونه به یې وېوړل او بیا به یې نوې پوښتنې را وسپارلې.
زیاتره پوښتنې یې د خپلو معلوماتو بشپړولو
لپاره وې.
باوري وم، چې وژني مې
پېل کې نه پوهېدم، چې زما یو کس دې،
زما پر سر
ډیل
(معامله)
وکړي!
دا مې زړه کې ګرځېدل چې
امکان دې ولري، خپل سړي پر ما خوشې کړي؛ خو باور مې نه وه،
چې حکومت دې عربان د ما په بدل کې خوشې کړي.
ځکه
نو باوري وم، چې وژني مې.
سپین پوستي عرب به د چارواکو او امنیتیانو
د پوښتنو منځ کې،
د قاچاق او تریاکو پوښتنې بیا را واخیستې. پوښتل به یې، څوک په کې لاس لري؟
د قاچاقچیانو نومونه، ولایتونه او نور معلومات به یې پوښتل.
د بندي حافظه دومره کار نه کوي. او چې رښتیا خبره شي؛ نو ما
قاچاقچیان نه پېژندل. زه دومره کلونه بهر کې وم. بیا پاکستان کې وم. خاص
معلومات مې نه لرل.
د هغوی هدف به ښایي دا وه، چې پیسې
ترې واخلي،
خو ډېره پاملرنه یې استخباراتي کسانو او ادارو ته وه.
هغوی به خپلې وېډیوګانې ثبتولې او عکسونه به یې اخیستل او
ټینګ به وه،
چې ووایه:
ما ځمکو کې تریاک کرلي!
د ورور ځمکو کې مې تریاک کرلي- هغه وخت زما ورور ملي شورا کې وکیل وه!
ما ووېل:
نه مې تریاک کرلي، نه یې تجارت کوم او نه مې تریاک په خپلو
سترګو چېرې لیدلي! خو په زوره به یې را باندې وېل.
بیا یوه غلطي، بیا یو سوک!
بیا به مې ورته وېل، چې که د خدای اراده وه او زه خلاص شوم؛
نو دا ټولې کنځلې، بد او رد
بېرته
ردوم. او وایم، چې په زوره را باندې ویل شوي.
ما به چې سر غړاوه، یا به مې سر کښته وه او کمرې ته
به مې
نیغ نه کتل، نو
بیا به یې
د سوک یو ګوزار راباندې وکړ او په قهر به یې
تکرار راته
ووېل چې نیغ کمرې ته کښېنه او دا خبرې وکړه!
پوښتنې یې د خپلو معلوماتو باره کې وې.
شپږو مېاشتو کې
یې
په سلهاوو پاڼې را باندې ډکې کړې
دي. او شکنجې به هم وخت په وخت جاري وې.
هغوی داسې چلند کاوه چې تا به وېل،
د رواني مرګ او رواني شکنجې
ټول
مکتبونه
یې خلاص کړي او اخري درسونه
یې ویلي. زه
یې
په خپلو نامستقیمو طریقو داسې شکنجه کولم، چې له زړه او ذهن
څخه مې ټول معلومات راوباسي او خپل پلانونه تنظیم کړي.
هغوی به زه په مرګ تهدیدولم.
د منګلو او توریو د جنګو د پوښتنو په وخت کې هم زه سپین
پوستي مستنطق په مرګ تهدید کړی
وم.
په اخرو وختونو کې یې،
د حکومت او هغو شخصیتونو پرضد کاغذونه په وچ زور را باندې لوستل.
عکسونه به یې
هم دې حالت کې له ما څخه
اخیستل.
لازمه ده ووایم،
چې له خوشې کېدلو وروسته، امریکایي ډاکترانو هدایت راته وکړ، چې د
اسارت دورې دوزخي خاطرې پوره هېرې کړم! ځکه نو ډېر وخت وتی، چې دغه
خاطرات مې بیخي هېر شوي دي. په دې خاطر ممکن، ځنې معلومات، د صحنو
توضیح او د زمان او مکان تشریح... د کتاب په مختلفو برخو کې، له یو
بل سره څه ناڅه تفاوت وښیي. یا شاید صحنه له یو ځل، ډېره-خو له
تصویری تفاوت سره- بیان شي.
زه د خاطراتو د موضوع له را په یادولو سره یو ځای، صحنه بیرته په
یاد راوړم او له سره منظر کشي کوم. خو دغه کار په بیان کې تفاوت
راولي؛ ولې له دې سره سره، په ټینګه وایم چې دغه تفاوت په دې معنا
نه دی، چې ګڼې موضوع او روایت ساختګي دي!
زه خاطراتو باندې د دقت کولو په لحظه کې، په یوه ډول سره هغه په
ذهن کې له سره تصویروم. او د هغو مناظرو او ذهني تصاویرو د تشریح
په ترڅ کې کوښښ کوم، چې لوستونکو ته د زمان او مکان موضوع، په یوه
ډول نه یوه ډول سره، شرحه کړم. خو له یوه پلوه، دا چې زما سترګې
همیشه تړلې وې، او له بلې خوا په هیرو شویو ذهني تصویرونو باندې
ډډه لګول، تر څه حده ما په دوراهي کې ودروي! خو زه باید په یو ډول
سره خاطرات بیان کړم، ځکه نو کلمې -کله ناکله- مناظر او تابلوګانې
متفاوتې انځوروي. هیله لرم چې زما د خاطراتو محترم لوستونکي، په دې
برخه کې زما عذر ومني او په دې خاطراتو کې له ما سره خپل سفر ته
دوام ورکړي.
زه
د امنیت ادارې ته یو دوه ځله تللی وم؛ خو نقشه یې نه وه را معلومه.
او دا وخت خو بیخي هرڅه را نه هیر ول. خو مستنطق راته ټینګ وه، چې
نقشه یې رسم کړه.
ما ورته ووېل، چې مکتب
دوره کې به زما د رسم نومرې
همیشه څلور وې. او زه رسم کې قابلیت نه لرم؛ خو د هغوی پوښتنې همدا
وې:
د امنیت بلډینګ څو منزله دی؟
څو دهلیزه او څو اتاقونه لري؟ لاره یې له کومې خوا ده؟
زما ځواب به بیا دا وه:
زه
یوه کرښه نشم لیکلای!
د پاکستان په اړه یې ډېرې سختې پوښتنې کولې.
یعنې ما هېڅ نه شول ویلای.
د مثال په ډول د ډرون طیارو (بې پیلوټه الوتکو) په اړه به یې
پوښتل، چې پاکستان کې
یې
مرکزونه چېرې دي؟
ما به وېل:
زه چې خبر یم؛ د ډرون الوتکو مرکز په امریکې کې دی. هغوی به وېل،
چې یه، په پاکستان کې دی!
د پاکستان اټومي بم په اړه به یې معلومات را څخه غوښتل. ما ویل:
دومره مې اورېدلي، چې اټوم بم لري، نور څه نه دي را معلوم...دا
معلومات زما تر سویې لوړ دي.
|