د زمري ۱۸مه (یو څرک وشو، په نااشنا ځمکه کې؛ زه به یې داسې راوړم)
۴۱
زه، لکه څه شی؟!
(زه، څه شی یم؟ څوک یم؟ ولې یم؟؟؟)
پېژندپاڼه:
نوم، کلی، ټاټوبی، هدیره، خاطره...لومړنۍ- وروستنۍ پوهه!!!
نوم: م ح م د ا ن و ر...؛
دا توري څه دي؟ له کومه شول؟!
توري: هغه یوه زده کړه وه، چې پلرووو...
خپلې خاطرې او جګړې، ماتې او فتحې پرې (لیک) کړې،
چې تل راپاتې شوې.
کلی: هغه خټینه ځاله، چې ځان او قبیله او را ټول کړي
مسي او طلایي پیسې په کې خوندي وي.
ټاټوبی: هغه فاصله چې زما او آسمان پورې غځېدلې!
هدیره: هغه خټینې، ډبرو پوښلې تورې څاهګانې،
چې زما د پلار او نیکه غوښې او ماغزهیې خوړلي
او لا هم غځېدلې، چې ما وخوري؛
ماکې د ټول نژاد مړې خاطرې او متن متن باورونه؛ ژوند کوي!
خاطره: هغه سپکې سپورې، چې پلار له نورو سره په جګړه او ماتې خوړلې
سوله کې ثبُت کړي،
چې زه او را روان «زه» سر ور باندې کېږدم.
یوازینۍ پوهه: هغه په توریو کې رژول شوی فکر چې
دومره وچ، وچ را په کې ګرځي را ګرځي.
دا خو ټول له زمان او مکان څخه جوړ شوم!
دا خو پېژندپاڼه نقلي وخته!
دا خو زه نه یم؛ زه هغسې نه یم چې پیدا یم.
زه «پرون» یم
کاڼی یم،
کبر یم؛ زیارت او مینجاور یې یم!
زه چېرې پروت، ولې پروت، زما ویښه د چا ده؟
نه! ویښ نه وم؛ کنه مړي را په کې نه روانېدل!
زه د مړیو بیړۍ، زه د زمان او مکان له خاورو دوړو پوخ معبد،
او خاورین را په کې بُتان ولاړ دي.
زه: څومره ورک، څومره هېر، څومره لېرې!!!
زه: هغه څرک، هغه ټکی، هغه پېل،
چې دومره زمانه نه یم اوسېدلی؛
ورکه مې همدا ده!!
هرڅه شته، ځکه چې خدای یې شته!
اه، زه څومره ښه وم، ځمکه څومره ښه وه؛
همدا مې مدرسه وه؛
زده مې شول:
چې زمان او مکان، یو له بله سره مري،
یوازې(...) شته!
را یادېږي؛ چېرې چې یم، هغه دی
غږېږي؛
خو چې رښتینی غوږ شم
...
زړه همداسې راویښېږي
هغه همداسې موندل کېږي
هغه دی، دی، دی...
که را په یاد شم، که را په یاد شم، که راپه یاد شم...
٭٭٭
د زمري ۱۹ مه
۴۲
«ستر» و، مینه وه...زه، وووووم!
مینه مې ونه کړه، را ختا شوم؛
تر ځمکې را ختا شوم.
ځمکه ده زما حاضره پوهه
که پوهه مې ځمکنۍ نه وي، بې زماني او بې مکاني څرنګه نه لیدای شم؟!
آه، په پوښتنو دې اور ولګېږي؛ پوښتنې مې په پوښتنو ور ولي،
بل سرنوشت یې نه شته؛ فیلسوفان ځکه په مرګ ورختا دي!
مینه:
مینه همدلته را سره ده،
چې ورک می کړ او د ځمکې، د شیانو، د کاڼو؛
ژېړو، سپینو او
سرو زرو
پوهه مې ویښه شوه، بیا لېرې شوم؛
زه د پوهې له اقیانوسه لېرې شوم،
خو ترمنځ ټوله د ورکې فاصله؛
مینه، مینه ده راغلې.
زه یم پروت د مینې په لاس کې.
مینه شته، چې و یې وینم، چې وا یې ورم،
چې مینه وکړم.
مینه له دننه ده. له دننه را وځي،
مینه په کولو پنځېږي.
چې له سینده دغه بدني(جام) ته را ولوېدم، د ځان په ننداره شوم؛
مینه له ما ورکه
د مینهګرو په پوهه کې پاتې شوه.
مینه شته؛ خو چې زه له ځان ور تېر شم.
مینه شته؛ خو چې وشي.
یو طلایي زړه په کار دی، یو طلایي زړه په کار دی، یو طلایي زړههه...
٭٭٭
د زمري ۲۵مه
۴۳
تلویزیوني کره کتنه کې راټول وو. د مشر (شاعر-لیکوال) پر نظم نقد! ور خوشې و!
ویاند چې زړه تش کړ، زه یې دې کړۍ ته ور واچولم!
ما وېل:
جناب، (...) هم په فزیکي عمر او هم د لیک-لیکوالۍ پر ډګر کلونه پر ما مشر دی!
(نېږدې و، ووایم هغه ډېر، ډېر مشر او زه ډېر ډېر کشر یم؛
نو څرنګه ادب مات او هغه د نقد په لښتو «لارې!» ته را واړم!!!)؛
خو له دې کلمو سره تر راوتلو دمخه، زه دننه پر ځان ور برګ شوم:
« د څه شي کشر؛ د څه شي ځوان؟!»
دا مهال له ځانه پوښتم: زما پېل کوم مهال دی؟
لس، شل، دېرش، څلوېښت-اته څلوېښت...کلونه، که تر عدد وړاندې؟!
نه!
مخکې تر دې چې توري سره نر او ښځه شي؛ (انور) شي؛
یا (رونا) شي
او ملا صیب د غاړې په تاویز کې کتاب را وڅڅوي؛
زه څه وم؟ چېرې وم؟ څوک وم؟؟؟
زما شتون له کوم جنسه و او دی؟ زه څومره ځانخبری یم!
هغه (پېل)، هغه لومړنی شتون، څرنګه تجربه او بېرته را یاد کړم؟
کوم لیک، کوم معبد، کوم ډبرلیک...د هغه
بېزمانه-بېمکانه فردیت په اړه لاره راکولای شي؟
څومره مې ولوستل او حافظه کې ځای کړل، خو هېڅ څرک مې ونشو!!
څومره چې په حواسو کې ورغړېدم؛ له ځانه پریوتم.
څومره چې ذهن را زده کړل؛ (خپل) را څخه هېر شو.
څومره مې چې ځمکې ورپسې آوارې کړې، لېرې شو؛
په هېره واوښت؛
نېږدې یې منکر شوم.
آیا دا له غوښو هډوکو، وینو زووو...
حواسو او فکرونو ټاپه شوی عکس پر دې ارزي،
چې (خپل) رانه یوسي، رانه ورک کړي؟
دا د خوراک او څښاک خوب به زه څه کړم؟
مخکې تردې، چې وخورم، وڅښم، هوا تنفس کړم...
ما څه کول؛
زما خوراک او څښاک څه شی و؟
په ماده کې زه چېرې بې مادې ته ور ستنېدلای شم.
چې ماده نه وم، ولې مې خوراک ده؟
چې ځمکنی نه وم،
ځمکه ولې له نورو څېرو، قومونو او نژادونو پاکوم؟
ژوندی استاذ څه ښه وايي:
«ژوند وکړه او نور پرېږده چې ژوند وکړي!»
چې وزن نه یم، ولې څېرو او نومونو ته ور له غاړې یم؟
زه څه شوم؛
زه په ځان کې څه شوم؟
آه، لاره دننه ده.
ټوله لاره دننه ده.
ټول سفر دننه دی.
ټول ځان دننه دی.
ټوله هستي او نیستي ولاړه دننه، ولاړه دننه، ولاړه دننه...
دا په مخکې ولاړ د بدن دیوال،
دا په حافظه او اخلاقو کې ځای کړی شخصیت،
هماغه ګواښن پُل دی! هماغه پُل دی؛
رښتیا چې ځمکې او ستوري نیول کېدلای شي؛ خو ځان زورور اور دی،
چې سوچ لیونی نشې؛ نشې ترې وتلای.
آه،
زه خپل لیوني ته انتظار یم.
اوووو...ف،
زه دننه، لاره دننه، لارښوود دننه؛
زما (لوووو...ی) دننه!
٭٭٭
۴۴
ټوله ډبره:
جهان ډبره، کیهان ډبره،
ستوري ډبره، ډبره!
لمر ډبره، سپوږمۍ ډبره؛
زه ډبره، ډبره.
ویده، ویده، ډبره، ډبره؛
ټول په ځان کې غرغړه، غرغړه...
زه ویده، زمان ویده، مکان ویده
«زه» ویده!
هر جنس، هر شی ویده؛
ویده!
ډبره هومره ویښتوب دی، چې له ډبرې جوړېدای شي.
باز هومره ویده دی، چې په ویدو غواړي پاتې شي!
زړه هومره ویښ، چې هڅه یې کوي.
بخت هومره ویښ چې پوهېدلای یې شم.
ژوند هومره تود، چې ورکولای یې شم.
لاره هومره آواره، چې «آواره» یې لیدلای شم.
«ستر» هومره نېږدې، هومره خپل؛
چې خپلولای یې شم...
څه ډبره، ډبره کتابونه-مانیفسټونه را له غاړې وو؛
دا یې هېڅ نه وېلې، دا یې هېڅ نه وېلې، دا یې هېڅ نه وېلې...
٭٭٭
۴۵
که ډبره نه وي؛ نور څه پاتې کېږي؟
که څېره نه وي، (بل) به له کومه پیدا شي؟
که بل- څوک نه وي، زه به له چا سره جنګېږم؟
جګړه دننه، اور دننه، زه دننه؛
زما جګړه ټوله دننه.
زه لا نه یم جنګېدلای!
لا نه یم خپل سرتېری را ویښ شوی.
زه ویده، زما جګړه ویده
او نړۍ ویده،
غرور مې د «بل» په څېره کې د ځان وژل دي،
چې فتحې یې په «مېوند» او پاني پت کې لیکم؛
ټول یو خوب و، چې تاریخ کې جګ ودرېد.
تاریخ، تېره!
تېره؛ نه زمانه!
تېره نه شته. یوازې همدا «اوس» ژوندۍ ده.
زه اوسنی یم، زه اوس دننه؛
جګړه دننه! زه دننه؛
لا یې د جنګ نه یم.
جنګیالی دننه: یوازې یو «زه»
یوازې زه سره جنګېږم، خو په پردیو څېرو!
یوازې «زه»؛ او زه زما جګړه.
که «زه» سره وجنګېږم؛ بیا خلاصېږم.
زما تر «هغه»؛
خپله «زه» ده خوښه.
هغه زه یم، زه له «زه» سره څرنګه وجنګېږم
لا نه جنګېږم، که دننه وجنګېږم، بیا «زه» نه یم، چې وجنګېږم.
بیا دا «زه» یم راویښ شوی او هغه عقل سره جنګېږم
چې ټول فزیکي حرکات په کې مومیایي شوي بُت بُت ولاړ دي.
ښکاري چې زما وېره د جنګ له پاېښته نه؛ د جنګ له خلاصېدو ده.
که جنګ په ځان کې ختم کړم، بیا نه زه یم، نه ته یې،
لېرې، لېرې ځمکه او آسمان هم له حواسو لېرې!
نور څه شی د لیدلو لپاره نه شته. هرڅه له وېلو او بیانولو وځي:
نګه ژوند، چې نه یې زوکړه وي او نه مړینه!
های های، ټول سرنوشت زما په لاسو کرل شوی.
نه ژاړم خپلو غمونو، دردونو او له نفرت څخه ډکو تورو شپو له پاره.
ټول زه وم.
چې زه «زه» وم، بیا هغه له کومه شو؟؟؟
نه، زه «زه» نه یم. «هغه» زما «زه» دی.
هغه زه دی. هغه زه دی. هغه زه دی...
٭٭٭
د زمري ۳۱مه
۴۶
د کمپیوټر کړکۍ کې یوه جوړه سترګې راووتې، چې اوس د مجسمې وې!
آه، آیا سترګو ټول هغه څه ولیدل چې شته؟
غوږو ټول هغه څه واورېدل چې په «ژوندي غږ» کې یې ځغلي را ځغلي؟
خولې دا غږونه په کلمو واړول،
ګوتو دا کلمې په تورو کې وچې کړې،
فکر دومره ارت شو، چې لیدلي او نه لیدلي ټول منعکس کړي؟!
نو زه په څه ارزم، سترګې په څه ارزي،
چې ټول نه ویني،
یوازې ډبل ډبل، غرونه او شاخونه، کندې او قبرونه یې ویني.
چې ټول نه وایي...چې ټول نه اوري...
نو څه یې اورېدلي
او لیدلي
او وېلي؟؟؟
ما ټول عمر څه په لیدلو کې واورېدل،
چې ویې وایم!
...زه نو څه شی وم:
هغه څه چې څېرې او رنګونه، بیرغونه او خونړي فاتحین یې اغوندي
او په وچ زور زما په ذهن او خاطرو کې ټول ځای په نانځکو ډکوي،
چې «لوی» مې هېر شي.
آه، دا ښکلا له کومه شوه؟
که تعریف و نه لرم، ښکلا په اخلاقو کې ونه ځړوم،
دنیا به مې له څه شي ډکه شي.
زه که ښکلا په بې حواسو لارو تجربه کړم، او زده کړم
خپله ښکلا کېږم؛
جهان ته به نور څه راوړم.
که د دنیا له مخ ټول هغه تعریف را ولوېږي،
چې بشر ورته اوبدلی
دا د ذهن «ښه» او «بد» به څه «شی» شي؟!
هی هی، فیلسوفان څومره ستړی مزل کوي.
کتابونه څومره زموږ سرنوشت را توروي،
وګړي څومره د خپلې ورکې ډرامه په لوړه، لوړه غږوي!!!
چې ځمکې ته راغلو، غوښې یې راواغوستلې.
هډوکي هم ورسره شول،
پلې او د رګونو په لښتیو کې روانې سرې وینې.
زه د غوښې پوټکی، په انټي بیوټیکو سپموم،
پروتین او شحمیات او ویټامین زما نورې پوهې دي،
چې لاره ورسره وهم
ځم چې ځان په اوسپنیزو مجسمو کې کلک ودروم.
زر او ژېړ، لرګي او ډبرې مې هم د مجسمو جوړولو په زمانه کې
د «نقاب» دوړې دي!
ځم چې وښیېم:
«ماده څېره بدلوي: خو له منځه نه ځي.»
او چې له «کار» وزګار شو، ماشومانو ته ورځو،
له اکوبکو پورته شوې دوړې اورو،
ورپورې خاندو چې خپل تفاوت په ډاګه کړو.
٭٭٭
د وږي لومړۍ
۴۷
سپین سهار راپاڅېدم، ویښ شوم، ځان را یاد شو!
آه، ځان را یاد شو!!!
زه هېر وم، نه وم؛ بېرته را پسد شوم...
زه وم!!!
آههه...خاطرې او دردونه را یاد شول؛ را ژوندي شول!
زه یوه لیکل شوې دوسیه یا قباله وم!
فکرونه یو، یو را ويښ او را په کې کتار ودرېدل.
«فکرونه» روان دي چې نور وځپي، نور لاندې او
«اصلاح» کړي.
...
ډک او اریان پاتې شوم.
خوب او هېره یې څومره ښه وه.
په هېره کې ما نه غم، نه ښادي، نه دوست نه دښمن،
نه ځان نه بل درلود.
دغه هېره کې ما هېڅ نه لرل.
ما هېڅ نه کول؛
هرڅه یوه کول
او دا ټول په ما کې کېدل...زه تش او خالي وم:
لکه زېږون څخه دمخه چې تش او خالي وم.
یو ځل مې ووېل:
«که ماده نه وای، که دا نړۍ نه وای،
که دا ډول ويښ ځان نه وای، که کورنۍ او وړ او زوړ نه وای،
که کور او ګاونډ نه وای، که مړي او ژوندي نه وای...
که څېرې او نومونه نه واي؛
ما به څه لرل؛ زه به څه وم؟؟»
خپل یې څوک دی. پردي د چا دي؛
هغه خو د ټولو دی؛ که نه نه دی!
را ولاړ شوم؛ له کوره ووتم؛
ښایي غوښتل به مې چېرې ځان ورک او هېر کړم!!!
له لوړې ودانۍ په زینو، له زینې په کوڅې، له کوڅې په سړک...
ور ولوېدم.
تلم، تلم، تلم...
د موټرو غرهار شو. پورته مې وکتل:
دواړو غاړو ته (لوی) (لوی) عکسونه را ځړېدل:
«په دنیا د نومیالو دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي»
بل ته سترګې د فکر په پښو نېغې ودرېدې:
«زه یم زمری پردې نړۍ، له ما اتل نشته
په هندو، سندو پر تخار او په کابل نه شته...»
بل تر دې وچ ولاړ و، او خپل عکس یې
د یوه داسې عکس د جیب د پاسه ایښی و،
چې نه د زمري په یاد و، نه د مار او ښامار...
ګړندی شوم، دواړو غاړو ته د عکسونو د دیوالونو منځ کې
ورغړېدم، ورغړېدم، ورغړېدم...
یو وخت په ځان کې بیا ودرېدم:
نېږدې و خپل (کارت) را وباسم او له دغو سرو او شنو فکرونو یې
یوه اور ته ورواچوم.
پام مې شو، چې اور له دننه را غړمبېږي.
دا عکسونه ځکه را ژوندي شول، چې زما دننه تنورونه
د میلیون میلیون کلونو وازدو او وینو پر ما را ایښي وو!
وشرمېدم، خندا راغله، بېرته پر ما را ولویده؛ کټ مټ ځان سره پاتې شوم.
ما که تعریفونه، نښانې او سمبولونه، نومونه او نژادونه
نه لرلای، دغو دوزخونو دباندې مخ نه را لوڅاوه.
ګړندی شوم. لا پسې ولاړم.
غوښتل مې همداسې ولاړ شم، ولاړ شم، ولاړ شم...
را یاد شول؛ زه له کومې چې ځمکې ته راغلی یم؛ ګرځم!
خپلې پښې په مستعاره ژبه را ته په خبرو شوې.
خپل لاسونه را ته د یو میلیون کارونو په ژبه وغږېدل.
خپلې سترګې را ته د میلیون میلیون ښکلاوو غلې ښکاره شوې.
خپله خوله راته هغه (سنګي) ماشین ښکاره شوه،
چې له ګوتنبرګ څخه دمخه یې غږونه په ډبرو کې ښخ کړي،
را وېستلي وو!
آه...نغده مې وموندله، ټوله بېسوادي له ما سره ده،
زه بېسواده په دې معلوماتي پوهې
له ځانه-له سینده
ورک شوم؛ فکر شوم، وینا شوم؛
د کاغذ پاڼو ته ولوېدم.
(فکر) شوم،
باور شوم،
خاطرې او مجسمې ته ورولوېدم؛
انور شوم، یا «رونا» شوم...
«وفا» شوم...یا «جفا» شوم...
قبر ته ورولوېدم،
ژوندیو په اوږو واخستم،
په آسونو او کچرو یې بار
د سلیمان تر پایتخت ورسولم.
زه له ځانه ورک وم؛ تازه پیدا شوم،
او رښتیا شوم، او همداسې سپین روان شوم.
(لارې) نه وې؛
یوازې هندسي سترګو لیدلې.
فتحې نه وې؛
یوازې زما فتح لېرې تښتېدله.
چې راویښ شوم دومره لېرې، دومره پردې، دومره غوښن،
دومره په ډبرو او لرګیو کې پټ شوی؛
بُت وم.
دباندې څه نه و، یوازې دا زه وم چې سپینه دنیا مې پر ځان پړسوله.
زه خپله وژل شوې، خپله مسلخ شوی،
خپل غم غلطولم.
په ټولو دروغو کې مې زه ځلېدم.
په ټولو دردونو او غمونو کې یوازې زه تېر شوی وم.
ما ټول عمر خپل کالبوت د ذهن او حواسو په اوږو وړ.
دا شیان ما نه خوړل؛ ذهن خوړل، حواسو خوړل؛
او ذهن د مقرراتو غلام و.
ښه شول، په غږېدلو، غږېدلو یو څه تش شوم، یو څه را ژوندی شوم؛
ګوندې خپله ورکه برخه را په یاد کړم،
ګوندې یو څه را په یاد کړم،
ګوندې یو «زه» را په یاد کړم...
٭٭٭
۴۸
عجیبه ده؛ تازه مې وموندله، چې هر نوم ما جوړ کړی
«نوم» زه یم راوتلای!
زه یم نوم اوسېدلای!
چی «دی»؛ نوم نشته!
نوم د څېرې تذکره ده
څېره یوازې ذهن کې شته
څېره د ذهن ده
څېره ټوله ذهن ده
هر رنګ یې هم ذهن ده؛
«څېره د ذهن ده!»
هر رنګ «زه» یم؛ ما لیدلی.
هره لار له ما راوتلې؛ ما کښلې
...
غر زه وینم.
ګړنګ ما پنځولی.
هسک او ځمکه ما لېرې، لېرې وارتې کړي.
«زما زوکړه وه او د دښمنو رنګونو، فکرونو، او نژادونو سره او ژېړه کښتونه»
هستي او نیستي ما سره جلا کړي.
زه او «زه» ما سره دوه کړي.
هېڅ شی نه شته؛ پرته له یوه هېڅ شی نه ځاېږي.
یو پوره ده، کامل ده
تش ځای یې نشته!
هغه یو، هغه یو، زه ویده، ویده!
کنه دنیا بې نخشې پاتې کېده.
کنه هندسه او کتاب تر منځه نه واقع کېدل.
کنه ټیټ او لوړ،
لاندې او باندې،
اصیل او کچه، دود او نادود، عامي او عالم...
نه سره جلا کېدل.
ټول د یوه،
ټول له یوه،
او یوه ته په سفر کې.
که «بد» نه وای، «ښه» چا څه کول!
تور او سپین د ذهن مخ او څټ دي.
چې تر هغو نیم ګورو ذهني یو
ذهن مخ ويني، څټ ویني
څنګ ویني، سر ویني
بېخ ویني،
سُور او بر ویني، وزن ویني
څېرې ویني، شیان ویني
ځمکه ویني، آسمان ویني
زمان ویني، مکان ویني
هستي ویني...
آه، یوازې «نیستي» پاتې شوه:
منځ همدا دی؛
ذهن یې نه ویني!
«منځ» کې څوک دی
څه دی
«منځ» څه دی؟!
«اصل» همدا دی؛
«وجود» همدا دی
یو همدا دی
...
که ځمکه نه وای، په آسمان څه کېدل؛ فردي لارې به چېرې پنځېدلې!
که مړینه نه وای، حیات چا څه کاوه!
دا لکه چې ټول په یوه ور غلل؛
که دا قطبي ذهن ومري، ټول ورکېږي.
آه، هرڅه په یوه ورغلل؛ ټوله پوهه همدا شوه؛ همدا وه؛ همدا ده
...
٭٭٭
د وږي ۳مه
۴۹
شهوت او قهر:
له پکتیکا راغلو مشرانو په خبره:
«له پسرلي را هیسې تر دې دمه اووه سوه(...) ووژل شول!!!»
دا جګړه چا راوړه؟ دا وژنې څوک کوي؟
دا د قتلولو فکرونه له کومه شول؟؟؟
زه څرنګه چمتو شوم، چې د بل وژلو لپاره وسله واخلم!
مانیفسټ! زموږ اصلاحي مانیفسټ،
چې زه یې د بل د اصلاح کولو په دنده وګمارلم.
دا جګړن مانیفسټونه مو له کومه کړل؟
دا متنونه چې په دې او هغې پلمه وژل دودوي،
څرنګه زما ذهن کې راټول او د ژوند په جام کې زهر خوشې کوي؟
دا زه یم چې ژوند کوم که هماغه سپېڅلی زوړ ډبرلیک؟!
دومره قهر له کومه شو؟ د قهر لامل څه شی دی؟
زه په یوه ماشوم قالب کې دنیا ته راغلم، ټوله نړۍ زما خپله وه،
ټولې څېرې مې خپلې وې، ټول غږونه مې خپل-خپلوان وو.
دا قهرجن اورونه په ما کې له کومه شول؟
دا پېژندنه چا را کړه، چې «ځان» ونمانځم
او «بل» هومره اصلاح کړم،
چې کټ مټ، زما لیک
زما فکر- خبره
زما عادت- باور
زما ثواب شي!
«زه» ژوند؛ ژوندی
«ته» ژوند؛ ژوندی
«بل» ژوند او ژوندی...
ژوند څنګه ختموم؟
...
زما د بدن تودوخه هومره وه، چې په ژمي سوړ نه شم او په اوړي اور وانه خلم؛
دا بنزیني، نایتروجنی او فاسفورسي اورونه-مکتبونه له کومه شول؛
ټول فکر راوړل!!
زه ولې «ښه» را لوی شوم، نور ولې «بد» ولاړ دي؟
ښه او بد چا را کړل. له پېله خو یې زه بې ښو او بدو را لېږلی وم،
دا پولې، دیوالونه، زندانونه او د دار رسۍ څه شي د ژوند د پاسه را خوشې کړل؟
ولسونه او نسلونه او لښکرې به پرېږدم؛
زه په کومو سترګو داسې
قهرجن جنګیالی شوم؟!
د مور شیدې سپېنې وې،
د ویالې اوبه سړې او رڼې او خوږې،
د شوتلو کروندې په هغه رنګ، چې ما لیدلې
او زه هغه
چې خدای پیدا کړی،
ت، هغه؛
دغه! خدای پیدا کړی!
قضاوت د څه لپاره،
ګیله د څه شي؟
ټول له «هغه» راغلي؛
ورغلي!
هو!
هماغه وو، چې خدای مې پیدا شو
او ما خوسا قبالې ویاله کې
ګودر کې
قبلې ته مخامخ وسولې
خاورې ایرې کړې!
...
زه په خپله دنیا کې خوشې وم،
چې سترګې مې د ګاونډي «زمریالي» په لور ولګېدې؛
له پولې مې ورټوپ کړ؛ «ګوړه» مې ترې واخسته.
ما چې ښه ګوړه له شوتلې سره وژوله؛
مالګه مې په لمنه کې باد باد شوه،
هغه هم را نه ورکه شوه.
همداسې ورځې، ورځې زه وم،
شوتله او مالګه وه
او ګاونډۍ نجلې او «توره» ګوړه،
چې بله ورځ پلار نېغ سر پورې را ودرېد:
«بې ننګه، دا او داسې کېدل ناروا دي؛ اخر داسې څوک کوي؟!»
ورو ورو مې «ننګ» زده شو؛ ښه او بد مې زده شول،
چې «ښه»، «ښه» کارونه وکړم،
او خپل د ماشومتوب د وخت
«بد»، «بد» کارونه اور ته واچوم.
او له دې سره څه شی را په کې غوټه، غوټه
ولوېدل، ولوېدل، ولوېدل
...
بله ورځ به چې غوجلې ته تېرېدم
یا به په بوسو کوټې کې
د چرګو هګیو پسې تپېدم،
د پلار سیوری به را پسې و.
بله، بله ورځ د ټوپک ډز شو،
پلار له ملخي سره برج ته پورته شو؛
اریان ولاړ وم چې د چا ومنم؟
شوتلو ته شم
که غوجلې
که د پلار اجازې ته همداسې انتظار واوسم،
چې پلار را غږ کړل:
«توریالی و،
د زمریالي د پېغلې لور په خاطر یې د ټوپک ډز وکړ،
چې بل څوک یې رویبارۍ ته زړه ښه نه کړي.»
«هغه» را سره نېږدې ودرېده؛ هومره چې وېرېدم،
سره ونه لګېږو!!
خو خداېزده چا ته په خبرو وه:
«اوس به نو خامخا وینې تویېږي!» چې بل ډز وشو،
بیا پلار و،
ملخی ټوپک یې او د کلا له برجه یې ولیدل،
چې توریالی د زمریالي په یوه ډز راولوېد او دویم ځل پورته هم نه شو.
زمریالي هم کډه بل وطن ته واړوله،
زه هم بی عقل، بې عقل بل وطن په لور ورتلم،
چې که څوک پیدا کړم!
بیا چې نه شوه، څو ورځې د کلي له هلکانو سره ولاړم؛
نښه مې پخوله،
چې بیا نور خلک را توېې شول:
«ځوان دی هغه ځوان چې د وطن په درد سوزېږي،
که سل ځله په مخ لوېږي پورته کېږي
ما ترې سل ځله قربان او صدقه کړې،
چې د مرګ په پوله ناست وي لا خوځېږي...»
ټوپک مو غاړې ته کړل، کتاروزمې تر ملا،
ولاړو چې د زرو کلونو کسات
ټول په یوه ځل واخلو!
چې بیا څوک موږ وځغلول؛
چا موږ وځغلولو؛
چا موږ وځغلولو،
څوک موږ وځغول...
پای کې خپلو ډډو پورې تړلې اوسپنې راپورې وچاودې؛
خپلې غوښې را نه مړې مړې وڅڅېدې!
مخکې تردې چې کفن واغوندم،
د جومات په لوډسپېکر کې یې دعا را پسې واخسته.
او د قبرو پر شناختو یې د فاتحینو اورنۍ ویناوې راوځړولې.
دا تابلوګانې لا وېدې نه وې،
چې بې څېرو عکسونو دا غږونه هم وخوړل
او نجونې ټولې چادریو ته ولوېدې،
نور نو حتا د «هُمامالاني» عکس په پور نه پیدا کېده،
چې ورپسې د سپتمبر یوولسمه پر موږ را پورته شوه؛
دومره نجونې شوې،
دومره هلکان شول
چې داسې بچې یې راوړل
او نن یې اورم،
چې یوازې پکتیکا یې څومره «سره» کړې.
او لا لګیا یو چې «بل» د خپل فکر «بُت» ودروو!
آه، څومره مې اوږده کړه؛ ټوله خبره زما د شهوت؛ زما د قهر وه،
تازه مې له ځانه وپوښتل، چې که هماغه زه،
هماغه شوتله،
هماغه ګوړه
او مالګه وای،
نه به قاتل، نه به مقتول او نه به زه وژنځای کېدم.
٭٭٭
ادامه دارد...... |