د کوم کور دیوالونو دننه چه دا
قصه شروع کیږی هغه د
ښار
په هغه برخه
كښې
پروت دی چه د عمر په لحاظ هغومره زړه نه ده څومره چه ددی نه سهیل لمرخاته
او لمر پریواته خواؤته برخی زړی دی. مګر دقطب خواته نوو آباد یو دا هم
ګرانه ګړیده چه اوس دې برخی ته څوک نوی ووایی د آبادۍ په لحاظ ددی برخی او
دښار دنورو زړو برخو په مینځ کی چندان فرق نشته، په هره کوڅه چه برابرشی
دمردارو بویونو ډډوزی به لکه د کچری سپاهی درپسی شی اولکه د اړد غومبسی
غوندی به دی وځغلوی او د غشی په شان به دی د کوڅی دهغی بلی خوانه وباسی.
خړخړ ددوړو نه ډک دیوالونه چه ځای په ځتی کنډو کپر شوی دی سړی ته داسی
بریښوي چه ته به وایی هیڅوک د دیوالونو شاته نشته خوما پخپلو سترګو لیدلی
چه د دروازی نه اخواته ښکلی ښکلی کوټی دی سرې سرې قالینی پکښی غوړیدلی او
سرې سپینې پیغلې او نیمزالی پکښې اوسی چه په دی هدیره غوندی کوڅه کی د ژوند
تقریبا یوازینئ نښه ګڼل کیږی دیوی وړی کوټنی په نمرخاته کونج کښی یواوږد او
پلن میز پروت دی چه تقریبا د کوټی دریمه برخه یی ټوله نیولی ده نمر پریواته
او قطبی خواوته یی ددیواله پوری یوڅو دانی سرې چوکۍ پرتی دي چه د څرمنی پوښ
او د نرو لرګو بازوګان لري. دچ وکۍ دناستی ځای بوټ راوتلی او د اوسپنی
دسیخونو نښی دڅرمنی لاندی اوچته ښکاره کیږی. دمیز په سرباندی دبانجانی وړیو
یوه شډله ټوټه غوړیدلی او د هغی د پاسه یو دیوات یو قلم یو جاذب، یو ټلیفون
او یوه جنتری پرته ده، دمیز شاته په یوه پراخه بازوداره چوکی باندی یو زوړ
سړۍ ناست دی چه یوه عمودی شان خندایی په ببرو شونډ لکه دکانټی د کرښی غوندی
ښکل ده، دسړی په سر سوه توره پګړۍ ده چه دیوي تورې بخملی خولئ نه ښویه تاوه
شوی او دتندی د منځ په برابریی دګلاب دیو دوه ورځنی غوړیدلی ګل هوره شمله
پریښی ده، دزړاه سړی په غاړه باندی یو سپین کمیس دی چه خیرنی جۍ یی دګونجی
ګونجی ورمیږ په غاړه د ورایه ښکاره کیږی، د کمیس د پاسه یی یو تور اوږد کوټ
اغوستی چه د اوړي ژمي بدلون قطعا په رسمیت نه پیژنی دکورتئ نه کوز یوتور
پتلون ځان په یو جوړ داسی تورو بوټانو ورغورځولی چه غیر له همدغسی ورځونه
لکه دامونږیی چه قصه کوو په بله ورځ هیڅ دمه نه شی کولی. ددی کالو خاوند
یوه توره ږیره لری چه د هر ویښته زړه یی داسی سپین دی لکه دخاوند شاته
دیوال یی دزاړه سړی د خولی هیئت به ستا په زړه کی ډیر امیدونه راویښ کړی
اوډیره خوښی به درننه باسی مګرهغه د سپینی پګړۍ او بانجانې کوټ خاوند چه ده
ته مخامخ ناست دی هماغومره په تیارسی ښکاره کیږی لکه دچنګیزخان دمعروفی
خیمی په وره کی دهغه صحرایی پیره دار. په بانجانی کوټ کی دننه سړی یوه
بونډی شانی ږیره لری چی یوڅو ډکو یې بی وخته د خاوند د پګری درنګ سره سیالی
کړیده. مخ یی دغټو دانو د ماشوم توب د وخت دکومی سختی حملی ناخوښی خاطری د
پولیسی سابقی غوندی چه د سړی په تذکره کی ثبتیږی امانتی ساتلی دی. یوسپین
پرتوګ یی په غاړه او یوه جوړه نیمزالی کلوشی یی په پښو دی پخپله ناسته کی
ډیر ډیر د پخوانی مصر د عریضه نویسانو مجسموته پاتی کیږی، دواړه ژامی یې
سره جوختي او ګرد ګرد لاسونه په زنګنونو د میز ترشا سړي ته داسی په برید دی
لکه چه هغه هم ګوندی دده سره خبری کوي، خو دهغه سترګی په یو ګرد مسین ساعت
نښتی دی چه د میز په سر ده ته مخامخ په درې پښو ولاړدی د ساعت لنډی ډبغرکی
بازو د یولسو د نښی په غټ تورټکی ورننوتی او اوږد بازو یې ددولسو د نښی نه
یو څو کوره لالری دی.
د کوټی نه دباندی ورسۍ ته نژدی د یوي پخی چوترې په سر یو سپین ږیری سړی د
کوټی بر پلو دیوال ته ډډه لګولی او نیم ویده غوندی ښکاره کیږی، د ځان نه یی
یو اوږد زیږ وړین کوڅو تاوکړی او ملایی په یو تور ملاوستنی تړلی چه یوه
ښایسته شان د زیړو وګلداره کړی ورباندی لګیدلی ده. دا کمر بند د کوڅو خاوند
پخوا د عسکري شیانو په کوم لیلام کښې رانیولی او ډېر ورباندی ګران دی. دا
لیلام د پخوانی پاچا په امر شوی او چې سپید ژیرې ته به چا وویل: بابا که
پاچا دی ونیسې چه ولی دي سرکاري ملاوستنی تر ملا کړی نو څه به کوی؟ ده به
اول د دوښکي یو داسی حرکت وکړ چې یعنې زه خو پوه شوی یم چې ټوکي راسره کوي
او بیا به یې وویل: زه به ورته ووایم چې قربان دې شم خو تا په خپله لیلام
کړی وه، بي له دی چې فکر وکړی چې اوس نه هغه پاچا شته چې پوښتنه تری وکړي
او نه هغه لیلام ګري
چې شاهدی ووایې!
نا څاپه د ټلیفون زنګ د کوټی د هدیرې غوندې چوپتیا ګډه وده کړه د سپینې
بګړۍ لاندی مخلوق یو ورخطا جټکه وخوړه او د کوټې نه د باندې سپین ږیری هم د
نیم خوبۍ نه راویښ شو.
په دی کوټه کښې چې ټلیفون ډېر لږ په کاریږی او په ورځ کښې چیرته یو وار-
نیم د بهر نه زنګ راځې د زنګ انګازو د لیرې او نژدې شاوخوا کوټو خلک هم غوږ
په آواز کړل، د توری پګړۍ نه لاندې، سر کښې ژبه وخوزیده:
بلی بلی صاحب...
.....
.....
امروز؟
.....
ده توپ؟
.....
به
چشم...
په چوتره باندی ناست سپین ژیری د ټلیفون د زنګ د اوریدو نه وروسته خپل ښی
غوږ د کوڅو نه راویستلی ؤ، په نورو خبرو خو یا پوه نه شو او یا یې د تبصری
وړ نه ګڼلی مګر چې د تور پټکی خاوند وویل:
«ده توپ؟»
دی اوچت ودرید، کوڅو له یې یو نری شان تاو ورکړ او د ځان سره غلی وپسید چې
ایله به مقررو پریښتو اوریدلی وي:
«ده
غضب خدا شوه خدام باز که رده توپ می ته؟»
د سپین ژری د آخر عمر ارمان دا و چې یوه ورځ دی کوټی ته راننوځی او د میز
شاته په تور کوټ کښې نغښتی سړی ونه ګوری او واوری چې هغه د شپی خپلی سراچې
ته د ختو په وخت کښې د زینې نه رالویدلی او نور ده ته بدې بدې نه شي کتلی
ځکه چې سترګي د ابد لپاره پټې شوی دی.
د سپینې پګړۍ خاوند د خپلی پیشی په مخصوصه حاسا باندې پوه شو چه
«امروز»
او
«ده
توپ»
څه معنا لرله. نو ځکه یې خپلی غونډی غونډی کوتي په یو عصاباني شانتی حرکت
په زنګنو ښخی کړی او د ښکاریانو په اصطلاح بوڅ کیناست او چې د میز ترشاه
سړي خبره شروع قدری کړه نو دی ورباندی تر بیخه پوری رسیدلی ؤ. د کوټی نه په
وتو کې شو، دواړه شونډې یې تښتیدلی وې چې د هر څومره کوشش کاوه چې سره یو
ځای کړی هغه لکه د ایلم او دوسری ګوندونه یو د بل نه لري وتلې اتفاقًا دده
شونډی هم ډېرې پیړې وې. ډېر چست چست قدمونه یې واخیستل دواړه لاسونه یې د
لامبوزن غوندي بیدو داسی په خوزیدو راغلي وو لکه هغه سیخونه چې د ګړندی
موټر د ښیښی واوری پاکوی. د کوټی نه چې ووت او د چوتری نه هم چې کوز شو
نویې مخه د هغو کوټو خواته شوه د کوم چې زیړی وروسی ټیټی وی او ښایسته ښه
زورور زوږ ترې راووت. په دې کوټو کښې خلکو سبقونه ویل او ډېر پاخه پاخه
استاذان پکي ناست وو.
زمونږ د آشنا چه متاسفانه
وروسته له دی يې مونږ د سپینی پګړۍ په خاوند نه شو بیلولی ځکه چې د نورو
خلکو هم سپینې
پګړۍ شته- په زړه کې ډېرې خبرې لکه د بریښنا د حرکت غوندی تیری شوې، د هغه
بی ادبه شاګرد څیره یې سترګو ته ودریده چې هغه بله ورځ یې په ده پوری ټوکه
کړی وه او دی یې د نورو په مخ کې یې پیکه کړی ؤ، هغه بل چه دده مضمون ورته
چندانی مهم نه ښکاره کیږی او هغه بل چې دده عمومی تعلیم د کموالي په وجه
حتی دده د صنعت په قیمت هم نه قایلیږی. او هغه بل چې دده د کاکا د زوي پوره
احترام
نه کوی او هغه بل.... دا ټولی څیری لکه دسینما د یوې چستی پردی ننداری
غوندی دده په حافظه کښې وخوزیدی، نو یې د ځان سره شکر وویست چې پدغه ورځ او
دغه وخت دده ساعت خالي ؤ او دی په هغه کوټنۍ کښې حاضر و چیرته چې د
«امروز»
او
«ده
توپ»
تاداو ایښودل کیده. اوس نو دی خپل انتقام اخیستی شي، اوی به نو ددی ټولو
څیرو خاوندانو ته خپل زور وښیې. د خپل جیب نه یې بې نظیره قلم په رپیدلو
ګوتو را وویست، کولمی یې ورتاوې او ژبه یې رابهر کړه. اصیل قلم هیڅ قی نه
وه کړی نو ځکه يې ګوتی د جیب نه تشي راوویستي او دسمال پکې نه و مګر
هرڅومره مګر هر څومره یې چې ښی چپ دننه او د باندی جیبونه ولټول سپین کاغذ
یې پکې ونه موند. اول خو یې فکر وکړ چې د کوم شاګرد نه به یې واخلي او د
مزله نه ونه درید مګر دا خیال ورغي چې ممکنه ده سپین کاغذ به ددغسی یو
چاسره پیدا شي چې د هغه څیره ده د وخته راښکلی او که دی ترې کاغذ واخلي بیا
به ښه نه وي چه د هغه نوم ونه لیکی ځکه په توندۍ راستون شو او تکل یې وګړ
چې د ټلیفون د کوټنۍ خواکی به د هغه بلی کوټنۍ نه چه دفتریان پکې ناست دی
کاغذ راواخلي په دی خویې یقین ؤ چې هغوی به کاغذ ورکړي ځکه چې دا کار خو
دده خپل نه دی مګر چه د کوټی ورته ورنژدي شو ناڅا په یې زنګنونه ورپیدل او
زر بیرته په ډير احتیاط راوګرځید. ددویمی کوټي ور هغه ځای ته مخامخ و چیرته
چه هغه توري پګړۍ خاوند ناست و، که هغه دی بیاهم لیدلي وای چې لا تر اوسه
یې کار نه دی خلاص کړی ورته به په قار شوی لا څه کوي، چې ممکنه ده بل څوک
دی کار ته مقرر کړي.
دی چې بیرته راستون شو نو په ریښتیا سره یې د شکر نه زړه ډک ؤ چې دغه بلا
نازله نه شوه او دده هغه ټولی نقشی یې ګډي وډې نه کړی، په لاره دی ته هم
اوزګاره ؤ چې د شپی د ډوډۍ نه هم یوه خاموشه شان استغناء خپل ځان ته اعلان
کړي، بیدو لکه هغه دم چې سړۍ يې د بلیاتو د دفعی لپاره په خپل ګریوانه کښې
چف کوي نن شپه که نوبت ښه دی او که خراب څه فرق نه کوي، بیګا ته لا څه سبا
او بلي شپی له هم د چا پروا نه راځي. دا يې تقریبا د استغناء د اعلان متن ؤ
یوه بله فقره یې هم پرې ورزیاته کړه: دا دوه شپی خو به می زړه د چړي د
راتلو د وخت په نژدی کیدو رازونه او درزا نه کوي.
اوس نو دی ورو ورو هماغه کوټو ته نژدې شو چیرته چه مشران شاګردان د خپلو
استاذانو سره راټول ناست وو. دی چه په ډیوډۍ ورننوت د چپ لاس خواته دروازه
ورته نژدی وه نو یې بیرته کړه او پښه یې ورنه واړوله، په کوټه کي د ننه
دیارلس څوارلس کسه په اسی یو هیئت سره ناست وو لکه ته به وایې چا ورته د یو
مربع په کرښو چونه اچولي او دوي ورباندی کینولي دي. دروازی ته مخامخ چه کوم
دیوال ؤ د هغي خواته یو ښه سوقه سړی ناست ؤ چه د ا
|