ساتي يا ستۍ هندې اسطوره
ساتي يا هندۍ الهه چې په اساطيرو کې د ((اکشا)) لور او د ((شېوا)) ميرمن
گڼل کيږي. کله چې د هغې پلار د نوموړې مېړه سپک کړ، نو ساتي د ميړه له مرگه
وروسته خپل ځان سېځلو او ځان يې په اور کې واچاوه. ويل کيږي چې دې دود په
لرغوني هند کې ستر فرهنگي اهميت درلود چې دا په واقعيت کې مېړه ته د ښځې
وفادارۍ څرگندوي او د وفادراۍ نښه ده او په داوطلبانه توگه تر سره کېده، خو
کورني او ټولنيز فشارونو ښځه اړ کوله چې دا مراسم تر سره کړي. د ساتي دود
هم په عادي او هم په اشرافي ښځو کې رواج درلود، خو کلونه وروسته کله چې په
سمبوليک ډول د ساتي حاکمان رامنځته شول چې په دې مراسمو کې کونډه د مېړه د
مړي خوا کې په گونډو کېدله او د وفادارۍ کليمات يې ويل. پرته له دې چې په
سوځېدلو مجبوره شي.
د پښتو کلاسيک ادب کې ډېر ځله د دې رسم څرگندونه شوې ده. لوی خوشال وايی :
چې د يار له پاره ځان په اور کې سېځې
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
مگر دا رسم مې خوښ دی د هندوانو
او رحمان بابا هم په خپل دېوان کې څو ځايه د تمثيل په توگه د دې دود يادونه
کړې ده.
يا به کښېنم و دونهۍ ته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
يا به سيوری د همای
زه عار نه لرم په عشق کې له پيغوره
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
بې پروا يم د ستۍ په څېر له اوره
خون بها مې د ستۍ په مثل نشته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
ما په خپله قبول کړی دی خپل سوی
ډېر هند کې په جهان گرځي د چا ياد دی
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
عشق عالي پايه د هېر او د رانجا کړه
زه هر گوره تر خپل حمد پورې شرميږم
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
برهمن گوره چې سر په پښو د خپل صنم ږدي
ادم خان او دُرخانۍ
زما ستا و نندارو ته به حيران وو
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
که ژوندی وی ادم خان او دُرخانۍ
دُرخانۍ په سل غمونو خدای اخته کړه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
زه به ولې له تا زارس کوم که گورې
درحمان په ديوان کې څو وارې دادم خان اودرخانۍ يادونه هم شوې اودتمثيل په
توگه يې يادونه شويده ۔ دپښتو نوميالي څيړونکې محمد نواز طاير مرحوم دادم
اودرخانئ دکيسې په اړوند ژوره پرتليزه څيړنه کړې ده ۔ اوداداستان يې
دانگليسې روميو اوژوليت سره پرتله کړی دی ۔ په پښتو ادب کې دادم اودرخانۍ
نومونه نه يوازې دتمثيلبلکې دسمبول په توگه ياديږي اوان په معاصر شعر کې
څرگند ځای لري ۔ خو رحمان په خپل وخت کې زوندی ساتلی دی ۔
خسرو او شيرين
خسرو او شيرين يو له ماجرا او پيښو ډک شرقي داستان دی چې له شيرين يعنې
خسرو شهزاده سره د يوې ارمنې مېرمنې له ورېرې سره مينه لري او د شاه پور
نديم په مشوره او لارښوونه د يو بل په لټه کې کېږي، خو د يو لړ قهر او
پخلاينې وروسته بالاخره سره يوځای کېږي. نه خو د مريم نازونه او زړه وړونکې
اداگانې خسرو له خپلې لارې اړوي او نه هم د فرهاد کوهکن نياز او دردونه.
شيرين د خسرو له مينې اړوي، خو له وسوسې سره مخامخ کېږي. د دواړو مينانو د
مينې پای يو سوز او درد لري. يوه شپه د شيرين په خوا کې وژل کېږي او د خپلو
وينو په تالاب کې ساه ورکوي. څرنگه چې زړه يې د معشوق په مينه کې بند دی.
هغه له خوبه نه وېښوي. شيرين هم چې په بله ورځ د خسرو تورې يا شمشېر خوا ته
ورځي په ډېره وفادارۍ سره خپل ځان سورې کوي او په ارامه توگه د خسرو په خوا
کې ساه ورکوي. په دې ډول دغه داستان په خپل ټول زور او قوت سره پای ته
رسيږي. [59]
دا داستان هم د پښتو فولکلوريک اسطوره يې کيسی يعنې مومن خان او شيرينو له
کيسې سره ډير ورته والی لري.
ليلی او مجنون :
ليلی او مجنون چې د افنيس وکلوديه له کيسې او ان د روميو او ژوليت له کيسی
سره ورته بلل شوېده. د داسې مينې يو داستان دی چې له درد او حرمان څخه ډک
دی. په دې داستان کې دوه قومونه د سختو مسايلوسره مخامخ کېږي. داسې مينه چې
د قيس په نوم د يوه ماشوم يا لکه څنگه چې په حکايت کې راغلي ده :
قيس بنی عامر د خپلې همزولې ليلی په ښوونځي کې له هغې سره مينه کوي . عربي
غيرت او تعصب د دې مينې په لار کې خنډ دی. ليلې د يوه داسې چا کور ته چې د
دې خوښ نه دی يعنې ابن سلام ته وديږي او قيس چې د پلار د مداخلې او د نوفل
له منځگړيتوب څخه گټه نه تر لاسه کوي، نو واقعي مجنون کېږي. په بيابانونو
مخه کوي او د سارا له ځناورو سره مينه کوي ۔ هغه ان د خپل پلار او مور له
مړينې څخه چې د نوموړې په غم کې مړه کېږي خبر نه دی . هغه له دې شيدايي څخه
نه راگرځوې او نه هم د ابن سلام مرگ هغه وصال ته رسوي. په دې ترڅ کي ليلې د
مجبوريت له مخې د هغه قبر ته ورځي او کله چې مجنون هم ورځي وايی (ای دوسته)
او ځان حق ته (دوست ) سپاري. دغه داستان دومره جذاب او زړه وړونکی دی چې د
ځېنو په وينا سره له دې چې مجنون په دې نړۍ کې واقعيت نه درلود، خو د نطامي
گنجوي تخليق هم نه دی، بلکې له هغه تر مخه موجود ۔
اورحمان بابا وايي :
هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
زه خو يي مجنون گڼم که نن وي که سبا
سپي هم په عذاب د جدايي د وژلو نه دي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
زه خو گوندې ستا د کوڅی سپی شوم په وينا
که مجنون غوندې په عشق کې څوک صادق وي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د ليلی په دروازه کې دربان نشته
که ته زه په هغه وخت وی چا به نه کړی
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د مجنون او د ليلا قصه خواني
تش به نه شي هغه خم د عشق له ميو
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
چې يې خاورې د فرهاد او د مجنون دي
چې مجنون غوندي يو موټی استخوان شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
په قوت د عاشقۍ به پهلوان شي
عاشقي ده تر جمله بلاوو په هورته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
و مجنون ته ديو و دد دواړه حيران شي
د مجنون د حال پوښته به څوک څه کا
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
جهان واړه کوراکور مجنون ليلا دی
ډېر همزولي تير شو د مجنون بې نام ونقشه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
عشق دی چې عاشق لره هم نام دی هم نښان دی
چې وحشي مجنون يې ښهر لره راووست
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د ليلی د زلفو هسی غړوندی دی
قيس مجنون غوندې له خلکه به جدا وي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
له خاطر يې هر څه هېر بې له ليلی وي
زه لکه مجنون ولاړ په طمعه د ليلی يم
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
اوس به ليلی راشي پر سپين مخ زلفې شانه
چرې د منصور په دود سنگسار نه شي رحمانه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
مه کوه د عشق خبرې ډېرې رندانه
|