کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

۲

 

 

۳

 

۴

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)

 



(۵)


د رحمان بابا په شعر کې:
ديو لړ نورو شرقي او اسلامي اسطورو تمثيل

پښتون فرهنگ دسيمي دنورو اولسونو سره يو شان له پېړيو راهيسې د سيمې او نړيوال فرهنگ د بېلابېلو ديني، اسطوروي، ټولنيزو او اخلاقي فلسفي توکو رسوبات لري. سره له دې چې کله ناکله داسې هڅې هم شويدي چې په بېلابېلو تاريخي واټنونو کې ځېنې فرهنگي توکي او عناصر چې په واقعيت کې د وروستي يا نوي تمدني جريان سره مخالف واقع کېدل ٬له منځه يوړل شول. او يا د هغو شتون حرام او نامناسب وانگېرل شو. د هغو په بيا تکرار او بيا هستونې او لمانځنې بنديز ولگول شو، خو دا جوته ده چې فرهنگي ارزښتونه د انسان له شعور او د هغه د ټولنيز ذهن او حافظې څخه په دستورونو او احکامو نه لېرې کيږي، بلکې د ټولنيز شعور او خبرتيا جزء گرځي. د مثال په توگه د لندن د پوهنتون (سواسSOAS) کې يوه پروفيسور په خپله يوه وينا کې د باميانو د بوتانو د نړېدلو په هکله وويل : چې کله عرب افغانستان ته راغلل، نو ټول غير اسلامي او مخکېني اثار او ښکارندې يې له منځه يووړلې او د هغو شتون يې مردود وگڼلو.
خو د هغو د کړو او بنديزونو باوجود ډېرې داسې پديدې او دودونه ٬انگيرنې اوباورونه شته چې د زردشتېزم او بودېزم سره تړاو لري او له منځه نه دي تللي يا دا چې له اسلامي ارزښتونو سره يې مطابقت (اداپت) کړی دی. په هر صورت دبحث اصلي متن ته راځو په دې مانا چې :
لکه چې په يوه بله برخه کې په تفصيل سره خبرې شوي دي. د رحمان بابا دېوان د عشق دېوان دی. د عشق له پاره او د عشق د حقانيت د اثبات له پاره شاعر د مينې له داستانونو څخه د تمثيل په توگه کار اخلي. په دېوان کې په کراتو د يوسف و زليخا، ليلی و مجنون، ادم خان و دُرخانۍ او نورو يادونه شوېده.
د پښتو زوړ يا کلاسيک ادب په ((ناخود اگاه)) توگه د داسې توکو زيات مثالونه او داسې زياتې اسطورې، افسانې او عناصر لري. تر هر څه د مخه د پښتو فولکلوريک ادب په تېره لنډۍ د داسې افکارو ښه او په زړه پورې روان سمندر دی، خو د کلاسيک ادب له جملې څخه د رحمان بابا دېوان يو له هغو اثارو څخه دی چې هم دولسي خلکو طبيعي او ټولنيز ژوند ته نږدې دی او هم د هغو د ذهنيت نماينده گي کوې او هم د تصوفي مفاهيمو سربېره نور فرهنگي اساطيري مفاهيم په دېوان او اشعارو کې تمثيل شويدي چې په دې ليکنه کې څو مثالونه او تمثيلونه د هغو له پس منظر سره څېړو خو ترهرڅه لهمخه لومړی دتمثيل په مفهوم لږ څه تاءمل کوو:



تمثيل څه ته وايی :
د يو مطلب په باره کې د تشبيه په وسيله حکم يا استنتاج ته تمثيل وايي. کله چې دوه شيان يا دوه پديدې په يوه يا څو ځايونو کې سره ورته والی ولري، کولی شو هغه پرتله کړو او د دغه ورته والي له مخې داسې حکم چې د مشتبه سره ثابت، خو د مشبّه بِهِ په باره کې هم صدق وکړي. په صوري منطق کې د يو مطلب د څېړنې له مخې تمثيل ته ټاکلی ارزښت ورکول کيږي، خو هغه لکه څرنگه چې شهاب الدين سهروردي وايی: په اصطلاح ((مفيد يقين)) او په پوره اندازه يي د استدلال له پاره کافي نه بولي، بلکې د نوموړي په باور تمثيل د برهان کمزوری شکل بلل کيږي. ځکه چې د دوه شيانو يا دوه پديدو شباهت يا ورته والي دا نه لازموي چې ټول احکام په هغه دوه پديدو صدق وکړي، خو په واقعيت کې بايد وگورو چې تمثيل څرنگه يو تمثيل دی. سفسطه ډوله دی، گونگ او مغشوش دی او که قانع کوونکی او د مضمون سره په انطباق کې دی. له بلې خواتمثيل داستدلال يو ډېر لرغونی شکل دی چې د ولسونو په منځ کې رواج لري. په شرقي فرهنگ کې يو رواجي استدلالي طريقه ده. په مذهب، عرفان، فلسفه او اخلاقو کې د هغه په مرسته هڅه کېږي چې مطلب هم مجسم ثابت او هم مدلل کړي. په ولسې جرگو اومرکو کې چې په پښتنو اولسونو کې سره خلک راټول شي ٬ سپين ږيري اومجرب کسان ديوه نکل نه پيل کوی او نکل داسې پای ته رسيږي چې دمتنازع فيه مساءلې دهواري سره دمرستي يو دليل گڼل کيږي ۔
واقعي او خيالي قصې او حکايات د تمثيل مهم شکلونه دي چې ژور اقناعي اغېز لري په خاصه توگه په ساده اذهانو باندې زيات اغيز لري. کليله و دمنه په همدې نيمه منطقي بنياد کښل شوېده. حکم بيانېږي او بيا يو کيسه يا حکايت ويل کيږي. دا ځکه چې په حکايت کې هماغه د حکم د اثبات او د استدلال د صحت له پاره پر مخ ځي چې بالاخره لوستونکی يا اورېدونکی قانع کيږي چې ټاکلی حکم د قصې د استدلال او سير له مخې ومني.
د نړۍ مشهورو عارفانواوفيلسوفانو ، لکه: عطار، مولوي ابن سينا اونوروله دغه مېتود څخه د قناعت او استدلال له پاره کار اخېستی دی. غزالي په ((رسالة الطير)) او بيا سهروردي په ((عقل سرخ)) او ((صفير سيمرغ ))کې د تمثيل بېلابېل عرفاني نظرياتي اشکال راوړ ي دی ۔ په پښتو ادب کې ميرزا خان انصاري په خپل دېوان کې يو شمېر تمثيلي مثالونه لري، خو د رحمان په کُلياتو کې دغه مثالونه داسې راغلي دي چې يوازې دځينو کيسو اواسطورو نومونه اخيستل شوي دي ٬ په داسې انداز سره چې گويا دشعر لوستونکي له وړاندې له دې کيسو سره اشنا دي ۔ البته درحمان په شعرونو و کې دمولانا يا دميرزاخان په څير داسې اگاهي ورکوونکي کيسې نشته چې دوروستي حکم له پاره دپل حيثيت ولري بلکې لکه څنگه چې ومو ويل يوازې په شعر کې يې په نومونو اخيستلو بسنه کړې ده ۔
الف - د خلقت اسطوره :
رحمان بابا دا کيسه تر پايه او په سېستماتيکه توگه د يوې ايديولوژي يا فکري سېستم په توگه نه بيانوي، بلکې د عوامو د عقايدو مطابق يو څو بيتونه لري چې په هغو کې د انسان ازل او د خيرو شر مسالې ته اشاره کوي.
خاورې د ادم چې خمير کړې فرښتگانو
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

درست يې په غمونو په دردونو ولاړه

د انسان او جهان د خلقت مفکوره په اسماني کتابونو يعنې په تورات او بيا په انجيل او قران پاک کې په تفصيل سره بيان شويده. باور دا دی چې د ادم خټه د فرښتو په وسيله تياره شوه يعنې هغه يو مادي جسم شو، خو د هغه روح د خدای تعالی له روح سره رابطه لري يا د هغه روح جزء دی چې د انسان په تن کې پوه شو. خو کله چې هغه د يوې تېروتنې له امله چې د شيطان وسوسه په هغه غلبه کوي او له جنت څخه راووځي، نو د خدای په امر او حکم سره ځمکې ته راځې او په ځمکه کې د عذاب او درد سره مخامخ کېږي. دا يوه متداوله عقيده ده چې د دينې افکارو له لارې رحمان بيان کړې ده:

څه شي که څوک نن ساعت واهه شي يا تاړه شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

پېښ به شي هغه هم په واهه يا په تاړه

څو به وي تندرسته دا زموږه بناء درسته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

زه يې درمانده يم په پشتۍ په اخاړه

ښايي که څوک پس له مرگه خاندي په لحد کې
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

هر چا چې په دا ژوندون کې خپسر وژاړه

وينم واړه تلوني هېڅوک نه دي پاتې شوي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

يون دی په دې لاره هم د ځوان هم د زاړه

زلفې د دلدار دي چې هر څوک يې طلبگار دي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لوی دی که هلک دی که غټان دي که واړه

سخ د هغه چا دی چې په در کې ېې قبول شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

زار د هغه چا دی چې له دره يې شاړه

ما عبدالرحمان غوندې ځواب کړ ورته سلو
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

خدای خبر چې کوم يو هغه ترکي وتاړه

په پورته شعر کې رحمان بابا د انسان د سرنوشت کيسه پيل کوي، خو د خپل فکري طرز او ليدتوگې له مخې خبره په عشق پای ته رسوي.

ب- اسطوره يي موجودات :
۱- سيمرغ :
هغه افسانه يي مرغه چې په عرفاني ادب کې زيات راغلی دی. سره له دې چې بېلابېلې ماناگانې ترې اخېستل کېږي. ((روزبهان ))يې کله د روح کنايه بولي او کله يې هم د پيغمبر اکرم د نوم له پاره سمبول گڼې. سيمرغ په ازل کې د مجرد عقل کنايه هم ده او د فيض مقدس کنايه يې هم گڼي. شهاب الدين سهروردي وايی :
((... وقصد کوه قاف کند، سايه کوه قاف بر او افتد. به مقدار هزار سال اين زمان که (( و انّ يوماً عند ربک کالف سنةٍ ممّا تعدّون )). واين هزار سال در تقويم اهل حقيقت يک صبح دم است از مشرق لاهوت اعظم. در اين مدت سيمرغی شود که صفير او خفتگان را بيدار کند ونشيمن او در کوه قاف است. صفير او به همه کس برسد ولکن مستمع کمتر دارد. همه با اويند و بيشتر بی اويند.
با مايي وبا مانيی جانی از آن پيدانيی
و بيمارانی که در ورطه علت استسقاء و دق گرفتار ند، سايه او علاج ايشان است. و مرض را سود دارد و رنگهای مختلف را زايل کند. واين سيمرغ پرواز کند. بی جنبش و بپرد بی پر و نزديک شود بی قطع اماکن. و همه نقشها از اوست. و او خود رنگ ندارد و در مشرق است. اشيان او و مغرب از او از همه فارغ و همه از و پر و او از همه تهي. و همه علوم از صفير اين سيمرغ است و از او استخراج کرده اند. وسازهای عجيب مثلاً رغنون وغير آن از صدا و رنات او بيرون آورده اند))[54].
۲۔ عقاب :
يو مشهور مرغه دی او د کاشانې په قول عارفان له عقاب څخه کله د عقل او کله د ټول طبيعيت افاده کوي. ځکه چې هغوی يې د نفس ناطقه په مانا تعبيروي چې لومړی عقل د ټيټ عالم څخه تښتوي او علوي يا لوړ عالم ته يې بيايی.
رحمان بابا ځای - ځای په خپل دېوان کې دغه مفهوم راوړي او يادونه يې کوي :

دا فلک کُلال دی سازول او ماتول کا
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ډير يې ما او تا غوندي پيدا کړه هم فنا

دام دې هېڅوک نه ږدې د دونيا ورهگذر ته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

ښکار به وکړی نه شي د سيمرغ او د عنقا

هره چاره چې تر وخت تېره شي عُنقا شي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

عُنقا نه دی په دام نښتی د هېڅ چا

د همای په څېر طعمه کړه وچ هډوکي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لکه مچ طالب د شهدو شکر مه شه

چې د دهر له يارانو وفا غواړي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

صيادي به د عنقا کوي تر کومه

يا به کښېنم و دونهۍ ته
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬

يا به سيوری د همای

رحمان نه يوازې د سيمرغ په مفهوم تأمل کوي، بلکې د نورو افسانوي او خيالي اسطوروي مرغانو لکه عُنقا، هما او نورو يادونه هم کوي چې کېدای شي د يوه مفهوم بېلابېل نومونه وي. په واقعيت کې دا مفاهيم په ختيز فرهنگ کې د منل شويو او د درک وړ مفاهيمو په توگه مطرح وو چې له هماغه ځايه يې د شاعر په کلام کې ځای نيولی دي. يا په بل عبارت په فارسي کلاسيک فرهنگ کې ډېر ځله د هغو يادونه شوېده او د تمثيل په توگه کارول شويدي.له بلې خوا همدغه اسطوره يي مفاهيم دخلکو په روان يا ټولنيز ې خبرتيا اوفولکلور کې هم پراخ ميدان لري ۔
۳- سمندر
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۷                           سال دهم                          عقرب           ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی           اول نوامبر ۲۰۱۴