کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)

 

يو صوفي رحمان او كه د صوفيانو په پل تللی

 

د رحمان بابا د ژوند دور د خوشال د غورځو پرزو پسې پيل كېږي، خو له بده مرغه چې د رحمان بابا د شخصي ژوندانه، د هغه دټولنيزو  اړيكو، كلتوري، مذهبي او فكري روابطو په اړوند هېڅ مواد نشته. كه څه ويل شوي هم دي هغه د راورټي په استناد دي چې د خلكو له خولو يې راټول كړيدي او زيات  مستند بنسټ نه لري  اوپه رواياتو ولاړ دي.

د رحمان بابا له دېوان پرته نور نثري اثار هم نه دي تر سترگو شوي او د نورو مرشدانو او پيرانو سره د شاعر د اړيكو په اړوند هم څه نه دي ويل شوي، خو يوازې دومره څرگنده ده چې نوموړی د پېښور ښار ته نژدې په بهادر كلي كې راپورته شوی دى. په دغه چاپېريال كې هغه مهال  مذهبي ٬صوفيانه او عرفاني فضا لاسبرې وه.

 ((اخوند دروېزه په تذكرة الابرار والاشرار كې د مبتدعو()[16] پيرانو اوږود  لست وړاندې كوي، لكه : پير طيب، پير ولي، بايزيد انصاري، پير عمر، پير چالاك او نور چې شمير يې له پنځوسو څخه زيات دي)).()[17]

له بلې خوا د رحمان په اشعارو كې چې ډېره خوږه  اوساده ژبه لري او د پښتنو د كركتر او ځانگړنو سره ډېر مطابقت لري ٬واحد فكري تصوفي سير په كې ميندلی نه شو، خو مذهبي هغه يې غالب دی. د رحمان بابا په كلياتو نوې چاپ باندې دسريزې ليكونكی   هم دا نظر تاييدوي چې :

((د رحمان بابا متعلـق مختـلفو خــلكو د هغوې د اشعارو د الفاظو په ظاهري معنو يا دا به وليكو چې د هغوی د بيان د توضيح د علم لغت په بنياد كولو نه پس مختلف قياسونه قايم کړي  دي . ډول ٬ ډول قيصې يي جوړې کړی   شوي  دي او داسې په كم علمۍ كې يا په بې اندازه عقيدت كې د رحمان بابا سره په ناروا خبرې تړلې شويدي چې د هغو اجمالي ...)) [18]

په بل ځای كې ليكي : ((... او هغوی په شريكه دې نتېجې ته رسېدلي دي چې نه خو رحمان بابا د ځان نه ورك ملنگ وو، نه هغوی دنيا ترك کړې وه او نه د دې خبرې څه شهادت موجود دی )).[19]

خو سيد رسول رسا مرحوم ليكې : ((د پښتنو كلهم پخواني اوسني شاعران هم د فارسي د تصوف د شاعرۍ د اثر لاندې دي – او بيا د فارسي په ټولو شاعرانو كې زيات اثر ورباندې د حافظ شيرازي معلومېږي)).[20]

كه دا خبره ومنو، نو دا به هم ومنو چې د حافظ تصوفي ليد توگه لږ څه د بحث وړ ده .

رضا براهني د حافظ د شعر په باب ليكي : كله چې زه د حافظ شعر لولم. پوهېږم چې د حافظ په دوران كې مختلف عناصر له مختلفو زمانو څخه په يوه حوزه كې راټول شوې او يوځاي شوي دي، لكه يوه اندازه د هندي عرفان، يوه اندازه د افلاطون فلسفه، يوه اندازه د لرغوني زمانې او له اسلام څخه د مخه تصورات او پخپله د اسلام قوي اثرات، قران او د اسلام نه وروسته عرفان دا ټول د حافظ په زمانه كې پخپله په حافظ اثر كوي)).[21]

رحمان بابا هم د خپل وخت د يوه فعاله او پروسواسه ذهن او استعداد په توگه د خپل وخت د ټولو فكري جريانونومزه څښلې او ترې متاثره شويدي. ځېنې مغالطې زموږ په فرهنگي څېړنو كې له هغه ځايه را څرگندېږي چې د مفهوم با مصداق پر ځای لږو زياته مبالغه كوو. د دې كار يو دليل دا دى چې زموږ د څېړنې مېتودونه ډېر عنعنوي دي. يا خو مېتود نه لري او يا دا چې د تحليلي او د واقعيتونو د شننې پرځاى تر مخه نتېجه گيري او احساساتي چلند پرې زيات اغېزه كوي، نو ځكه د مفاهيمو مغالطه تر سره كېږي. يو مفهوم د بل پر ځای كارول كېږي. د رحمان بابا پر تصوف، ((صوفيانه شاعري))، ((تارك دونيا ))٬((قلندرۍ ))د ((افاق وانفس)) سفرونه او نورو ډېرو مفاهيمو په باب لږ زياتی شوی دی. دې كې شك نشته چې د رحمان شعر وشاعري او هنر د تصوف او عرفان په خُم كې رنگ شويدي، خو د هغه په ټول دېوان او د شعرونو په جنگ كې مو ږ د يوه تمام عيار صوفي په توگه د نفسي سير يا رواني سفر پړاوونه نه وينو. د هغه په اشعارو كې د تصوف مقامات نه وينو او نه خو په كې د وخت د تصوفي طريقو كوم څرگند او روښانه ياد او پلوي شته .

خو له بلې خوا په ټول دېوان كې له ژونده د اخرت په لور فرار او د اخرت او عقبى ياد    ژوندي ساتل شويدى  او د مذهبي اخلاقي درسونو يو ټول دي.

په دې برخه كې ويلی  شو چې د تصوفي او عرفاني ليدتوگې پيروي  او ددغه لارې غوره والی يو څه او د اسلامي مذهبي، شرعي ليدتوگى تبليغ بل څه دى. تصوف او شريعت په نهايت کې سره يو د بل منتفي دي خو د رحمان بابا په شعر كې د روښانه مذهبي افكارو او اخلاقي ديني درسونو تله درنه ده.

د يادولو وړ ده چې رحمان بابا د يوه ملا او طالب العلم په توگه د يوه روحاني او مذهبي شخص په توگه له فارسي ادب او اثارو سره ډېر اشناو وو.

د دوست محمد كامل مومند له څېړني څخه چې په دې باب يې اثر كښلي دي او سيد رسول رسا هم يادونه كوي چې رحمان بابا زيات د حافظ شيرازي له اشعارو متأثره دی. د عبدالرحمان جامي له اثارو متأثره دی او ان تر دې چې د ځينو  شعرونو ترجمې يې هم په پښتو شعرونو كړې دي.

خدای بخښلي سيد تقويم الحق كاكاخېل هم د رحمان بابا او وحدت الوجود په باب ليكي: كامل صيب ته په دېوان كې د مجازي مينې نښې هم ښكاري. ډېر خلك د دې رأی سره متفق نه دي، خو په دې ټول متفق دي چې په دېوان كې زياته برخه د حقيقي مينې ده او دغه مينه د رحمان بابا اصلي لاره ده. په دې لاره كې چې هغه قدم په قدم څه ليدلي دي او ځاي پرځاي پرې تېر شوی  دي. دېوان د هغې رويداد دي. په دې منزلونو كې يو منزل د وحدت الوجود هم دي))(۲۲).[22]

كاكاخېل صيب د رحمان بابا درې ډوله شعرونه رانقلوي او پر هغو استناد كوي. په دې ډول :

 

له دې كټه له پوزيه خو به لاړ شې

 

ترو بيا خداى خبر چې كوم خواته به لاړ شې

 

په ظاهر صورت خو هسې معلوميږي

 

چې به خس غوندې تر پښو لاندې لتاړ شي

 

دا اسمان ځمكه به وي او ته به نه يې

 

په ودانه ودانۍ كې به ويجاړ شې

 

صوفي اوعارف د خپل سيروسلوك په سفر كې له خپل تگ او راتلونكې څخه بېخبره نه دی، بلكې په دې باور دی چې هغه به د خپل پير او ولي په مرسته او واسطه د خپلې مبدأ سره يوځای كېږي.

 

خبر نه يم چې يې راوستم له كومه

 

بيا مې كومې خواته استوي چې درومه

 

لكه ړوند چې لاس د بل په اوږه كېږدي

 

هېڅ ژوره لوړه نه وي ورمالومه 

 

خدای راپېښه نوې لار كړه ناليدلې

 

لكه ورانه مشوړه چې وي سرگومه 

 

صوفي او عارف د خپل سير وسفر په جريان كې وروستي سرمنزل ته رسوي او دغه سرمنزل د روښنايي او حقيقت سرمنزل دی.

 خوشال وايي :

 

عارفان د سر په سترگو گوتې كېږدي

 

د خپل زړه په سترگو گوري تماشا كا 

 

خو رحمان بابا وايی

 

هسې تېز درومي دوران

 

لكه پړق وهي اسمان

 

د اسيا په څېر گردش كا

 

په زمين باندې اسمان

 

ككرۍ دي د سړيو

 

چې اوړېږي تر داميان

 

 

 

 

 

خدای خبر دی په دا علم

 

هېڅ خبر نه دی رحمان

 

 

كيفيت يې مونده نه شي

 

په دليل او په برهان

 

 

چې يې كومه خوا رفتن دی

 

يا يې چرته دی مكان

 

اخېرني بيت هم يو ډول لاادريت دی. عارف او صوفي لاادري نه دی، بلكې  څومره چې پر مخ ځي ٬هومره  د اشراق)[23] او غيبي پوهې په مرسته د وصلت او وحدت مقام ته رسېږي.

خيام د فارسي ژبې ستر ((هډو نيست ))شاعر وايی :

در دايره ای كه آمدن ورفتن ماست

 

ان را نه بدايت نه نهايت پيداست

 

كس می نزند دمی درين عالم

 

كين امدن ورفتن بكجاست()[24]

 

                 

له دې جوتېږي چې دا كلام هېڅكله د كوم تصوفي او عرفاني سلك او ښوونځي نماينده گي نه شي كولی.

عرفان او مېستيسېسزم د سري او غيبي په مانا دی. په دې باور لرل چې گواكې انسان كولای شي چې په انفرادي توگه د نفس د تزكيې، رياضت، دعا، اورادو او ذكرونو، خلسه ()[25]او جذبه او د سيروسلوك مراحل طى كړي او له خدای سره رابطه پيداكړي. په دې ډول يې زړه د الهام او الهې اشراقياتو مرکز  او بې له هر ډول شک اوشبه  په قطعي حقايقو باندې پوهه ترلاسه  شي.

عارف په دې باور دی چې يوازې پېغمبر ته دا ميسره نه ده، بلكې عارف د پير او مرشد په پيروۍ او د يو لړ مراسمو او شرايطو د مراعات له لارې كولى شي د هغه روح،له (( روح كل)) سره يوځاي شي چې موږ د رحمان بابا په دېوان كې دغه ډول منظم فكري خط نه وينو.

د عرفان او مذهب توپير په دې كې دی چې مذهب عقيده لري چې نړۍ له نېست څخه هسته شوېده، خو عرفان نړۍ او كاينات د خدای تعالی د جواهرو ټول او تجلّی بولي.

ځېنې مذهبونه د ورځيني  معيشيت اوکاروبار  سره مخالف دي. عرفان ماده ناوړه او بدن خوار بولي. د دې نړۍ ژوند ناڅيزه، بېمانا او مرگ معشوق ته  يو پل بولي.

 

عرفان په وحدت الوجود باندې په اعتقاد سره د مذهبونو ترمنځ اختلاف صوري بولي. دا جذبه او د عام عشق جذبه د عالم قانون او د انسان خاصه دنده بولي. عرفان انسان په يوه لويه اداره كې بولي.

په اسلامي ژبو كې د تصوف پيروانو ته هېڅكله صوفي نه وايی او دا بې ادبي بولي. ځكه صوفي هغه څوك دی چې منزل ته رسېدلی وي او سوپريم ايدينتيتي (Supreme Identity ) يې بشپړه كړې وي. د تصوف د طريق سالك ته معمولاً فقير وايی چې دا گړنه په وار وار روښانيانو په ډېر دقت كارولې ده. يا متصوف هغه چاته وايی چې د تصوف په لاره كې ېې قدم اېښي وي. په فارسي ادب كي ورته ))درويش(( وايی او نور كليمات هم دا ډول().[26]

دغه راز د شيخ اكبر ,محى الدين عربى په نظر : ((د سير وسلوك له نظره كامل انسان د روحاني ژوند نمونه ده. دی داسې شخص دی چې په هغه كې ټول امكانات او وجودي حالت چې د انسان په دننه كې موجود دی تحقق موندلى دى. په كامل او بشپړ ډول راغلى دى او په دې پوهېږي چې له انسانيت نه هدف څه دى.؟ له دې امله د ابن عربي په باور سره د كامل انسان نه هدف پېغمبران او د هغو په سر كې حضرت  محمد صلی الله عليه وسلم دی. له هغه وروسته د هر عصر ستر اولياء او اقطاب دي چې په ظاهر كې د نورو انسانانو په څېر دي، خو باطني واقعيت دا دی چې د هستې ټول ذاتي امكانات لري. د دغه ذاتي امكاناتو په وسيله انساني وجود تحقق موندلی دی. انسان په دې حالت كې لكه صغير او د نړې مركز دی چې د كمال ټول صفات منعكسوي. هر انسان په باالقوه توگه كامل انسان دي، خو بالفعل يوازې پېغمبران او اولياء دي چې له هغوی نه كمال  ته د رسېدو له پاره بايد پيروي وشي)).[27] 

 

گورو چې د رحمان بابا په دېوان كې دا ډول منظم فكري تسلسل نشته، نو ځكه  وړانديز دا دی چې :

- د رحمان بابا په اړوند د صوفي ٬ عارف او متصوف د اصطلاحاتو د كارولو په موقع بايد له غور نه كار واخېستل شي.

- د رحمان بابا شعر او دېوان نوې څېړنې ته اړه لري او له سره بايد پرې په بيا بيا غور وشي.

- د رحمان بابا په شعر كې بايد مذهبي، دنيوي او اخروي او بيا تصوفي او عرفاني شعرونه جلا او مشخص شي.

- د رحمان په دېوان كې د قلندر، دهر، عقبی، درويش، صوفي، منصور، شاه، گدا، عشق، اشراق، كچكول او نورو اصطلاحاتو لټون او چاڼ او تفسير ته اړه ده. چې په همدې رساله کې تر وسه هڅه شويده چې ځينې برخې روښانه کړو اودشاعر نړۍ ليد يا ليدتوگه دپوهيدنې وړ وگرځوو ۔

 

 

څو يادونې :

 (* ) مولوی وايي :

               

حرف درويشان بد زدد مرد دون

 

تابخواند بر سليمي زان فسون

 

جامه   پشمين    از   براي  كد   كند              

 

بومسليم رالقب احمد كند

 

صوف ايم وحرقه ها انداختيم

 

بازنستانيم چون دريافتيم

 

 

گفت صوفي درقصاص يك قفا

 

سرنشايد باددادن ازعمی

 

خرقه ء تسليم اندرگردنم

 

برحق اسان كرد سيلی خوردنم

 

هست صوفي انكه شد صفوت طلب

 

نه لباس صوف وخياطي ودب

 

برخيال ان صفا ونام نيك

 

رنگ پوشيدن نكو باشد وليك

              

حافظ وايي :    

              

خيز تا خرقهء صوفی به خرابات بريم

 

شطح وطامات به بازار خرافات بريم

 

شرم مان باد زپشمينهء آلوده خويش

 

گر بدين فضل وهنر نام كرامات بريم

 

شرم مان باد زپشمينهء آلوده خويش

 

گر بدين فضل وهنر نام كرامات بريم

                

 

**- په پښتنو سيمو كې د بهرني يرغل نموني او مثالونه ډېر زيات دي. كه چېرې د قهر او خشونت پر وړاندې مقاومت د تصوفي افكارو په ظهور كې ووينو، نو د مغلو نه وروسته دا جريان ډېر پياوړی دی. يو مثال يې د داكتر حبيب الله تږي له اثر نه رااخلو چې د بابر له قوله ليكي :

((كله چې په بنو كې كوز شو وامو ورېدل چې د دښت قبايلي مېړونه مقاومت كوي او د شمال خوا ته په يوه غره كې ېې سنگر نيولي دی. د جهانگير ميرزا په مشرۍ يوه قوه په هغه څه ورولوېده چې د كيوې (قوم) سنگر ښكارېده. هغه يې سملاسي ونيو او قتل عام يې كړل. ډېر سرونه يې پرېكړل او رايې وړل. )))[28]

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۳                            سال دهم                            سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی            ۰۱ سپتمبر  ۲۰۱۴