کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

۲

 

 

۳

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)

 

 

 (۴)

 

د رحمان په شاعرۍ  کې   دمنصور حلاج

داسطورې انعکاس

 

يوه ډيره په زړه پورې او مهمه مساله چې د پښتو په كلاسيك ادب كې يې څرك لگولى شو، هغه په پښتو ادب كې د شرقي اساطيرو او عقايدو انعكاس دى. د دې مسالې څېړنه دا هم جوتوي چې پښتون فرهنگ په كومه اندازه د ختيز او لويديز فرهنگونو څخه اغېزمن دى. يو له هغو كلاسيكو شاعرانو او متفكرانو څخه رحمان بابا دى چې د هغه په دېوان كې موږ دغه ډول اساطير او عقايد ليدلى شو. سره له دې چې د رحمان بابا كار په يوه ترلاسه شوي دېوان پورې محدود دى. او د لوى خوشال او د روښاني شاعرانو او راوروسته نورو هغو په مقياس نه دى، خو بيا هم په دې برخه كې د ټولنيز ذهنت انعكاس موږ ته راڅرگندوي.

د ډېرو نورو زياتو مثالونو په خوا كې يوه هم د منصور حلاج اسطوره ده چې رحمان بابا يې د سرښندنې، ميړانې، قربانۍ، بغاوت او وحدت د يوه روښانه مثال په توگه راوړي او جوتوي يې.

رحمان بابا وايي :

 

ما چې خپل معراج د دار له پاسه وليد

­­­­­­­­­­­­­­

 

د منصورپه څېر ريښتينې وينا وايم

 

يا دا:

د منصور او زما هومره تفاوت دى

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې نارې يې كړې په جهر زه خفيا يم

 

رحمان ته منصور د رښتينوالې او صداقت سمبول دى، منصور  داسې مېړه دى چې خپله خبره په جهر وايی او په ډاگه يې وايی. د رحمان په عقيده منصور يو عاشق دی او د وحدت او يووالي په لار كې د هر ډول قربانۍ د وركولو پروا نه كوي.

عارف چې د اړتيا له مخې له جدايي، انفراد او تكثير څخه رنځ وړي، د عشق او شور په بركت د خپل تن قواوې له بېلابېلو اغراضو تر لاسه كوي او د يواځېني معشوق په لور پام كوي.

 

د منصور حلاج وخت  او شرايط :

حلاج د عباسيانو د خلافت په دوران كې ژوند كاوه. د عباسيانو د خلافت وروستى خليفه (مقتدر بالله) اتلسم خليفه وو. د هغه په دوران كې فيوډالي مناسباتو د خلافت په ټوله ساحه كې وده وكړه. ظلم، استثمار او شدت بې عدالتۍ زور واخيست. د مؤرخينو په قول مقتدر د ټولو بحرانونو، گډوډيو سبب وو او په دې ډول يې د خلافت د سقوط عوامل برابر كړل.

هندوشاه ليكي : ((كله چې مقتدر دواك په گدۍ كښېناست، د ديارلسو كالو وو، او له هغه وروسته يې څلرويشت كاله او يوه مياشت پاچايي وكړه. څرنگه چې په كوچنيوالي كې خليفه شو، نو ښځې، مور او نور مزدوران پرې واكمن ول. د دولت كارونه د دغه جماعت د تدبيرونو له مخې كېدل او هغه په مزو او چړچو بوخت وو. مملكتونه ترې خرابېدل او خزانه يې تشېدله.)) همدغه مطلب د

د تاريخ فخري مؤلف له خوا هم  بيانيږي اوليكي : دمقتدر دولت يو ډېر پرېشان او گډوډ ۍ نه ډك يو دولت وو. دا ځكه چې هغه ماشوم وو او د هغه ښځو او مزدورانو پرې حاكميت چلولو. په حقيقت كې د دولت چارې د ښځو په اراده چلېدلې.

مقتدر تل په خپلو مزو او خوندونو كې مشغول وو، نو هېواد د ده پر مهال د وېجاړېدو په لور روان وو. خزانه تشېدله او د كليمې اختلاف د خلافت په ساحه كې رامنځ ته شو.

وايی چې د مقتدر په دربار كې يوولس زره خصي شوي خدمتگاران ول. مقتدر يو افسانه يي ماڼۍ هم جوړه كړه چى د سرو او سپينو زرو يوه ونه يې په يوه ډنډ كې درولې وه چې اتلس څانگې يې درلودې او د ډنډ په هره څنډه كې پنځلس سواره او مجسمې په يوه ښكلي انداز ولاړې وې چې د حركت او جنگ په ميدان كې يې ښوولې.

د مقتدر دربار د دسيسو او توطيو مركز وو. څاه كيندنې او يو بل ته دسيسه جوړول، غارت او چور چپاول بډې او رشوت او سياسي ترورونه د دربار ورځېنی مصروفيت وو. د هېواد په اداره كې د مقتدر بې كفايتي د دې سبب شوه چې وزيران د خلافت له دغو خړو اوبو ماهي ونيسي او تر هغو چې كولى شي بډې واخلي او تالان وكړي. ان تر دې چې د دولت مقامونه په مزايده يا معامله كې اچول كېدل او په پيسو پلورل كېدل او هر چا چې ډېرې پيسې وركولې حاكم كيدلو.

دغه ډول مزايدې او بډې خوړل چې هغې ته يې ((مرافق او لوزرا)) ويل د مقتدر په حكومت كې داسې رواج درلود چې وايی ((خاقاني وزير)) په يوه ورځ له ۱۹ تنوڅخه په ۱۹ ډوله بډې واخېستې او هغو ټولو ته يې د كوفې د حاكميت امر وليكه او هر يو چې كوفې ته ورسېده ځان يې د هغه ځاى حاكم باله.

په دغه ډول نابرابرو او ناسالمو شرايطو كې يو ليكوال د عباس بن حسن وزير په هكله وايی : هغه داسې وزير دی  چې علناً په خلكو  ستم كوي او د ټولو خلكو گناه يې په غاړه ده.

د مقتدر حكومت د ستر فساد او د سخت زبېښاك سبب شو. فقر او لوږه زياته شوه. خوراكي مواد گران شول. ډلې او گوندونه، سياسي او مذهبي ډلې را پورته شوي او حاكم نظام يې له  خطر سره مخامخ كړ.

په ۳۰۷ هجري كال د بغداد د خلكو د خوراكي موادو د كمښت له كبله شورش وشو او زيات شمېر دولتي ودانۍ وسوځېدلي. شورشيانو زندانونه بيرته كړل. بنديان يې ازاد كړل. مقتدر خليفه په سريع السيره بېړۍ کې سپور شو. خلكو سنگسار كړ. مقتدر راستون شو امر يې وركړ چې انبارونه (گودامونه) بيرته او غنم او جوار په ارزانه بيه وپلوري.

په ۳۰۸ هجري كې د موصل په ښار كې خوراك پلورونكو او موچيانو اعتصاب وكړ او د موچيانو په بازار كې اور ولگېد. هر څه وسوځېدل. د موصل والي د خلكو ځپل پيل كړل، خو هغوۍ جنگ ته  ملا وتړله. لار يې ونيوله او دفاع ته چمتو شول.

*****

داټولي پيښې او ناخوالې د دې سبب شوې چې مالياتو او خراج اخېستلو ته زيان واړوي او بيت المال د كسر سره مخامخ شي. د خلكو د مسلمانولو سياست په نتېجه كې دجزيه او خراج  ډول مالياتو راټولولو د عباسيانو  دولت د شړېدلو سره مخامخ کړ .

د مقتدر د حكومت ولسي ضد سياست، استثمار، فقر، لوږه، قحطي، گراني، سخته، بې روزگاري، د خودمختارو حكومتونو رامنځته كېدل او د داسې غورځنگونو، لكه قرمطيانو رامنځته كېدل چې د عدالت او برابرۍ تبليغ يې كاوهسبب شو . دې ټولو پېښو او حوادثو د خداى په ځمكه د عدالت او برابرۍ د حكومت غوښتنه  مطرح كړ.  اوپه نتيجه کې دا ټول د دې سبب شول چې د يوه ستر ناجي د ظهور مساله را پورته شي.

منصور حلاج په همداسي يو وخت كې ظهور وكړ. په داسې حالاتو كې چې ټولو باسوادو كسانو قاضيانو، مامورانو، عالمانو او روحانيونود ((بلې ويلو)) او هو ويلو څخه بل كار نه كاوه. د منصور حلاج د(( اَنّا اٌلحَقٌ ))يوه كاري او اغېزمن اعتراض پورته شو. [50](

لوى ماسينيون د منصور په هكله ليكي :

انساني  شور او هيجان  هر څومره چې ستر او شديد وي د ژوند د منحني په اوج باندې ورزياتيږي. د ژوند منحني د دوه محورونو په واټن كې يو پر بل عمود ي رامنځ ته كيږي. افقي محور د زمان د تېرېدو ښكارندوى دى او عمودي محور د ژوند د پيښو ښكارندوى دى. هره پېښه د ژوند په ډگر كې يو مقام لري او په خپله خوښه او داړتيا له مخې د عمودي محور په اوږدو كې يوه نقطه اشغالوي. دژوند منحني د ټولو نقطو له يوځاى كېدو څخه تر لاسه كيږي. د سترو شخصيتونو د ژوند منحني چې سره له دې چې خپله نړۍ بدلوي د دوى له مرگ وروسته هم دوام پيدا كوي، لكه عيسايي نصراني او محمد عربي په مورد كې هم صد ق كوي. [51] 

لويي ماسينيون د حلاج په اړه يوازې د هغه مذهبې بغاوت او عقيده باندې تأمل كوي، بلكې د هغه ټولنيز بنسټ او مناسبات او عوامل نه څېړي.

حلاج وايی: د مهر او مينې كولو حقيقت، هغه څه دى چې د دلدار په خوا كې وې. له خپلو صفاتو تېر شې او د هغه په صفاتو متصف شي. له دې خبرې جوتېږي چې څرنگه چې منصور حلاج په عربي ژبه عبادت كاوه ٬ د شخصيت د اتحاد دا برخه يې حس كړې ده. د حلاج په ضمير كې دا خبره ډيره ژر روښانه شوي ده چې د يوه زړه له پاره دوه دلبران  دخداى نه خوښېږي.

حلاج د خپل ژوند په يوه پړاو كې سفرونه پيل كړل او دې سفرونو د هغه په فكر او عقيده كې ستر بدلون راووست. عزم يې وكړ چې د اسلام له قلمرو څخه بهر ملكونه وگوري چې له دېوال څخه اخوا جوج او ماجوج بلل كېدل  ۔  وايی چې هغوۍ د محمدي شفاعت څخه بهر ول.

د دې پرېكړې پسى د هندوستان د هندوانو، د ماني او بودايانو په پيروانو او ماوراء النهر ته يې سفرونه وكړل. هغه دغه سفرد سمندر له لارې پيل كړ او په هندوستان كې د سند درياب له لارې پر مخ ولاړ او له ملتان څخه كشمير ته ورسېد. يعنې هغه ښار چې اهوازې كاروانيان په پرله پسې توگه ځينې اوبدلې پارچې  اوشالونه  هلته راوړل او د هغو پر ځاى به يې ښكلي چيني كاغذونه، بغداد ته وړل. (وروسته د حلاج شاگردانو د خپل استاد اثار په همدغه كاغذونو ليكل). منصور حلاج په كشمير كې د همدې كاروانيانو سره ملگرى شو او له هغو سره د پېچلو او تاو راتاوو لارو له لارې د شمال ختيز په لور تر تورفان يا چين پورې پر مخ ولاړ. [52]

 

کله  چې منصور حلاج له مكې څخه بغداد ته راستون شو.  ډېر حيران شو. يعنې ويې غوښتل چې په اسلامي شريعت كې ځان ملامت وبولي چې د فتوى خاوند شي. بيا يې په خپل كور كې كوچنۍ كعبه جوړه كړه. د شپې به يې په هديره كې د ابن خليل د قبر تر څنگ عبادت كولو او د ورځې به يې په هره كوڅه او لاره كې په زړه پورې او ناويلې خبرې كولې. ډېر سرشار او په شور و وجد كې وو، خو حكيمانه خبرې به يې كولي نه د لېونيانو په څېر. په چېغو به يې ويل :

((اى مسلمانانو! ما له خدايه مړ وغواړۍ! نه مې له ځانه سره ارام پرېږدي چې په هغه پورې زړه وتړم او نه مې له نفس نه جلا كوي چې له هغه خلاص شم. دا داسى ناز او عشوه ده چې زه يې وس نه لرم)).[53](

ماسينيون ليكي دا چې يو څوك الوهيت ته ورسوي ٬رسوايي ده. څرنگه چې حلاج غوښتل د دغه ډول رسوايي مزى پرې شې، نو له مسلمانانو يې غوښتنه وكړه چې هغه ووژني. جامع المنصور ته ولاړ او هلته يې په چېغو وويل: ((پوه شئ چې خداى زما وينه تاسو ته روا كړې ده. ما ووژنئ. ما ووژنئ چې تاسو ته ثواب ورسيږي او زه ارام شم. مسلمانانو ته زما له وژلو پرته بل ښه كار نشته)).

يا په بل ځاى كې وايی: ما ووژنئ چې تاسې مجاهد شئ او زه شهيد. او ويلي يې دي  اى رښتينو   دوستانو ((... زما مرگ د صليب په توگه دى)).

له ظاهريه وو څخه يو فقيه شاعر چې د اهل سنت پيرو وو خلكو ته يې د پاك  عشق نصيحت كاوه او ويل به يې : موقت نفساني خوندونه په ځان حرام بولم چې شوق پر ځاى پاتي شي.

څرنگه چې هغه د بغداد د قاضي القضات په محكمه كې قاضي وو،. حلاج  يې محكمې ته وغوښت چې په مرگ يې محكوم كړي، خو يو بل  قاضي  د ابن صريح  په نوم چې  شافعي  فقيه وو، وويل: ((په داسې صوفيانه حال باندې حكم كول د شرعي محاكمو په واك كې نه دي . ځكه دا يوازې ظاهر ويني. د عقيدې دا اختلاف د دې سبب شو چې منصور حلاج دا وار هم له مرگه وژغورل شي)).

 

رحمان بابا :

په دې برخه كې د رحمان بابا د ژوند د شرايطو يادښت د دې مانا نه لري چې پرتلنه دې مطرح وي، خو دومره ويلاى شو چې رحمان بابا هم د يو حساس انسان او شاعر په توگه د ټولنيزو ناخوالو سر ټكوي او كيداى شي چې د منصور مثالونه يې د همدې له پاره را ياد كړي وي چې د ناخوالو پر وړاندي د خپل سكون له پاره يو عكس العمل برابر كړي.

رحمان بابا وايی :

 

په سبب د ظالمانو حاكمانو

­­­­­­­­­­­­­­

 

كور و گور و پېښور درې واړه يو دي

 

خو رحمان د منصور په هكله وايی :

 

په كشتۍ د عاشقۍ به پل كښېنږدم

­­­­­­­­­­­­­­

 

كه شم دا ځله خارج د غم له شطه 

 

پرېكړه سر چې شي منصور و هر اشيا ته

­­­­­­­­­­­­­­

 

تيره والى د قلم راځي له قطه

 

           

بيا به څو زړونه محبوبه په منگول وړي

­­­­­­­­­­­­­­

 

هسې راغله لكه تكه سپينه بطه

 

يا دا چې :

                

گوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه

­­­­­­­­­­­­­­

 

مه كړه دا د عشق خبرې مستې رندانه 

 

 

بله نښانه د عاشقۍ نشته رحمانه

­­­­­­­­­­­­­­

 

بې نام ونشان شه كه يې غواړې نښانه

 

هر وگړى چې منصور غوندې په دار شي

­­­­­­­­­­­­­­

 

دار يې پس له مرگه نخل ميوه دار شي

 

                             

              

همدا راز رحمان بابا په ټولنه او فرهنگ کې نور مروج اسطوره يي مفاهيم او د هغو شر ح نزول په شعر كې منعكسوي لكه :

 

كه خپل زړه غواړې له چا

­­­­­­­­­­­­­­

 

ځان صياد كړه د عنقا

 

لكه خضر هسې پاڅه

­­­­­­­­­­­­­­

 

اوبه وڅښه د بقا

 

له زمينه قدم كښېږده

­­­­­­­­­­­­­­

 

په اسمان لكه عيسى

 

د هغه استاد شاگرد شه

­­­­­­­­­­­­­­

 

چې دروښيي كيميا

              

                             

يا دا چې د بُت پرستو يا هندي اسطورې ته اشاره كوي :

 

څه ښادي به كاندې طايفه د عاشقانو

­­­­­­­­­­­­­­

 

رسم د بُتانو كه هم دا وي لكه ستا

 

د رحمان بابا په بيا ځلي څېړنه كې دا خبره په زړه پورې ده چې كولاى شو د وخت لاسبرې ټولنيز ذهنيت يا مينتاليتي (mentality) را وسپړو او هغه برجسته كړو. همدا راز كولاى شو د فلسفي او تصوفي او اسطوره يي افكارو او عقايدو نفوذ وڅېړو.

ددغه څيړنو څخه چې کوم څه تر لاسه کيږي دادې چې دنن ورځې په مقياس له پرون څخه ټولنيز ذهنيت څومره بدلون موندلی دی ۔

همدارنگه دا را جوتيږي  چې رحمان دڅرنگه ذهنيت اوچاپيريا ل تر اغيز لاندې وو ٬ دوخت دلاسبري فرهنگ اوپه کل کې دوخت دمدنيت انعکاس څنگه   دی ؟

  

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۶                           سال دهم                          میزان           ۱۳۹۳ هجری  خورشیدی           ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۴