:
رحمان بابا وايی:
په دنيا کې له دنيا گوشه کنار شه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
سمندر غوندې په اور کې گلعذار شه
گشت د عشق په توده ځمکه اسان نه دي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
سمندر بويه چې زيست کا په صحرا زما
په لاتينې ژبه کي يې فينيک Fenice يا پونيکس Phonenix بولي هغه د اور وزر
لرونکی مرغه دی چې ډېر ځله په شرقي ادب اوپه دې ډول په پښتو ادب کې هم ياد
شوی دی. د لرغونو افسانو له مخې (چې دانته راويان يې لوی پوهان بولي چې په
ظاهر کې مشهور يوناني شاعر اوويدويوس ته اشاره ده). سمندر هغه ستر مارغه دی
چې وايی اصلاً په عربستان کې ژوند کوي او يوازې د گلانو له عطرو او د کندر
له بخار نه تغذيه کوي او هر پنځه سوه کاله وروسته چې کله د خپل عمر پای
نژدې وويني د معطرو گلانو ځالې او د(( موردو او کندر ))وچې پاڼې ځانته
جوړوي او بيا هغه د لمر په حرارت او د خپلو وزرو په حرکت اور ته اچوي ۔ تر
هغه وخته په دې اورکې پاتې کېږي چې وسوځي او ايره شي او بيا له دې ايرو څخه
له سره د سمندر په څېر راپورته کېږي او بيا پنځه سوه کاله ژوند کوي.
دانته د دوزخ په اثر کې په يوه سرود کې وايی :
((حکيمانو ويلي دي چې سمندر د پنځه سوه کاله ژوند په پای کې په همدې ډول
مري او بيا ژوندی کېږي.
د خپل ژوند په دوران کې نه واښه خوري او نه غنم. يوازې د عود او کندر له
اوښکو تغذيه کوي او وروستی بستر يې د موردو او هندي سنبل پاڼې او لښتې
دي.)) [55]
اسطوره يي عشقي قصې
۱- يوسف او زليخا :
په مصر کې د يوسف داستان او د زليخا سره د هغه د مينې ماجرا چې په تورات کې
په څوارلسو فصلونو کې او همدارنگه په قران پاک کې يې هم په ۱۸۰ ايتونوکې
ذکر راغلی دی يوه نړيواله ٬ شرقي اسلامي اسطوره ده.
((او يوسف يو ښکلی ځوان وو او له دې خبرو نه پس داسې وشوه چې د هغه د اقا
ښځې سترگې په يوسف خوږې شوې او هغه ته يې ست وکړو، خو يوسف انکار وکړو او د
خپل اقا ښځې ته يې وويل چې گوره زما اقا خبر هم نه دی چې په کور کې ما سره
څه څه دي او هر څه چې د هغه دي زما په لاس کې يې راکړي دي. په دې کور کې له
ما نه بل څوک نشته او له ما نه يې هېڅ څيز منع کړی نه دی ۔ بېله تانه. ځکه
چې ته د هغه ښځه يې، نو دا لويه خرابي به زه څنگه وکړم او چې خدای گناهکار
دې شم ۔او هغې به هره ورځ يوسف ته لمسه کوله، خو هغه به يې نه اوريدله او
نه يې د هغې سره د کوروالي موقع پيدا کړه.
يوه ورځ داسې وشوه چې يوسف کور ته څه کار پسې ننووت. په کور کې نور هېڅوک
دننه نه ول، نو ځکه هغې ښځې هغه له جامو نه ونيو او ويې ويل چې زما سره
څمله او هغې خپلې جامې د هغې په لاس کې پرېښودې او بهر ووت او وتښتېد. او
چې هغې وليده چې هغه خپلې جامې د هغې په لاس کې پرېښودلې او بهر ته وتښتېد،
نو هغې د خپل کور سړو ته اواز وکړو. ورته يې وويل چې گورئ هغه يو عبراني چې
موږ راوستی دی چې په موږ پورې ټوکې وکړي او هغه دننه راغی چې ما سره څملي
او ما په اوچت اواز چېغې کړې او چې هغه زه په زوره زوره په چېغو وليدلم، نو
خپلې جامې يې پرېښودې او وتښتيده او بهر ووت. او هغې د هغه جامې تر هغه
وخته پورې ځان سره کيښودې چې د هغه اقا خپل کورته واپس راغی، نو هغې هم دغه
خبره هغه ته وکړه چې ستا عبراني مريي له ما سره د ټوکو کولو له پاره دننه
راغی او چې ما په زوره زوره چېغې کړې، نو هغه خپلې جامې له ماسره پرېښودې
او وتښتيده او بهر ووت او چې اقا ېې د خپلې ښځې له خولې نه خبر شه چې ستا
مريي له ماسره داسې داسې کړي دي، نو هغه هم په قهر شه. نو يوسف يې ونيو او
په هغه قيد خانه کې يې واچوو چې د بادشاه قيديان په کې قيد ول)) [56]
د يوسف داستان چې دولرپه نوم يو پوه يې يو يهودي داستان بولي تر زياته حده
د توراتي روايت له مخې په عيسوي نړۍ او يهودو کې هم ورته زياته پاملرنه
شوېده. په همدې اساس په اسلامي نړۍ کې او په اسلامي ادبياتو کې په تېره په
فارسي او بيا پښتو ادبياتو کې زيات د پاملرنې وړ و. په فارسې ادبياتو کې په
خاص ډول حافظ په زيات دقت دغه داستان تعقيب کړی دی.
د يوه څېړونکي په قول چې د قران پاک او تورات داستان يې سره پرتله کړی. په
قران کې لږ څه په بدلون سره راغلی دی. په يوه ځای کې يوسف ته د يوې معجزې
نسبت ورکړل شوی چې په تورات کې نشته. ((... او يوسف وويل: زما کميس کنعان
ته يوسئ او زما د پلا په وجود يې کېږدئ چې د بينايي قوت بيا مومي))[57].
گوته په دېوان شرقي کې د حافظ د زليخا او يوسف له داستان څخه سخت متأثر دی
او د خپل دغه ياد شوي اثر يوه عمده برخه دې کيسې ته وقف کوي. هغه د زليخا
له نوم څخه د خپلې معشوقې د پاره د يو سمبول په توگه کار اخلي.
((زليخا په يوسف زړه بايلود او دا عجيبه نه وه دا ځکه چې يوسف د ځوانۍ له
ثروته او د ښکلا له نعمته چې د نړۍ د بازار ډېره غوره متاع ده برخمن وو.
زليخاپه دې ښکلي ځوان زړه بايلود. د يوسف جمال يې واخېست او له دې سودا
دواړو گټه وکړه.
او تا چې د ډېر وخت له پاره د خپلې مينې په تمه کښېنولم. په عين ځوانۍکې په
خپلې مهربانۍ سره ما زاړه ته وگوره او په اورنيو کتو د وصال زيری راکړه. دا
له اعجاز نه پرته نور څه دي؟ پرېږده چې د مينې په دې اعجاز سره نړۍ خبره
کړم او تا چې په محبت سره ځوان کړم. زليخا دې ونوموم دا ځکه چې د زليخا نوم
د عشق د اعجاز سره مل دی)).[58]
گوته په خپل دېوان کې د مينې ډېرې ښې قطعې او شعرونه د زليخا په نوم ياد
کړي. د زليخا دغه سمبوليکه يادونه چې گوته کړي ده تر ډېره وخته پټه پاتې وه
او ان د هغه له مرگه وروسته هم پټه وه، خو په ۱۸۶۹ کال کې ((هرمان کريم)) د
زليخا خور يې دا خبره په يوه مقاله کې بربنډه کړه او دايې څرگنده کړه چې
دغه قطعات يو اندازه پخپله د زليخا شعرونه وو چې گوته ته يې استولي ول. د
گوته د واقعې زليخا نوم ((ماريان ويلمر)) وو. هغه يو ه څوارلس کلنه پېغله
وه چې له خپلې مور سره فرانکفورت ته تللې وه. په دغه مهال د ويلمر په نوم د
گوته يو دوست چې يو پنځوس کلن سړی وو، بانکدار وو له زليخا نه يې د واده
غوښتنه وکړه. دا مهال زليخا اولس کلنه وه. له واده وروسته گوته د ويلمر کور
ته تگ راتگ کاوه او له گوته سره يې اورنۍ مينه پيدا شوه. گوته دا وخت پنځه
شپيته کلن وو. په دې اساس د هغه او د ماريان اړيکې د يوې سپېڅلې مينې په
توگه راوټوکېدې او د شعر جريان ته يې لاره وکړه وايي چې د دوی مينه تردې
حده زياته شوه چې نور د گوته ډار وشو او د ورتللو نه يې پښه ونيوله او بيا
يې يوازې د خط و کتابت له لارې رابطه کوله.
په پښتو ادبياتو کې هم موږ يو داستان يا قصه لرو چې د يوسف خان او شېربانو
په نوم ياديږي. د يوه استاد په قول چې باور لري واېې : کېدای شي د يوسف خان
او شېربانو داستان د يوسف او زليخا پښتنې شوې بڼه وي. ځکه چې په ډېرو برخو
کې سره ورته والی لري.
رحمان بابا دغه مشهوره اسطوره ځای - ځای او په کراتو ياده کړي. څرنگه چې د
رحمان شعر د عشق شعر دی، نو د عشق د ښه تمثيل له پاره يی د نړيوال فرهنگ
دغوره فرهنگي داستانونو په تېره د يوسف او زليخا د اسطورې نه کار اخېستی او
د تمثيل په توگه يې ياده کړې ده. د مثال په توگه په لاندې بيت کې د يوسف
بندي کيدو ته اشاره ده :
په هجران کې د يار خيال راسره مل دی
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
په زندان کې د يوسف (ع) سره اسير يم
په دې بيت کې د حضرت سليمان کيسې ته اشاره ده چې هم په اسلامي متونو او هم
په تورات کې راغلې ده. دحضرت سليمان کيسه هم په تورات کې په تفصيل سره
لوستلاى شو ۔
چې د نفس د حرص ملک مې مسخر کړ
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
په هوا د پاسه تخت د سليمان يم
کله چې يوسف خپل حال يا خوب خپلو ناسکه ورونو ته وويلو، نو له يوسف سره د
هغو کينه پيدا شوه.
چې يوسف غوندې هزار په کې پراته دي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
بنديوان د هغه سيم ذقن په چاه يم
د يوسف د حاله زده کړه دغه پسه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
وايه حال د زمانې و برادر ته
رحمان د رستم يادونه هم کوي چې يو ساکي قهرمان دی او د اوسنيو څېړنو له مخې
پښتانه اصلا ساکان دي. بې ځايه نه ده چې ان تر اوسه په خلکو کې د رستم کيسه
ژوندی ده او تر تېرو کلونو پورې دا کيسه په هوجرو او مجلسونو کې کېدله.
ما رستم د دهر وليده په سترگو
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د خپل يار له جوره ژاړي لکه کونډه
همدارنگه د يوسف په ترې تم کېدو يعقوب ړنديږي، خو کله چې پرې د يوسف د
پيداکېدو زيری کېږي، نو هغه بينايي مومي.
چې قاصد د ورک يو سف زيری پرې وکړ
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د يعقوب د سترگو بيا نظر پيدا شه
عشق دی دا که يو فساد دی نه پوهېږم
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
په جهان کې چې دا شور و شر پيدا شه
عشق يو دا دی په عاشق باندې له خدايه
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
هسی نه چې و هر چا وته عيان شه
زليخا غوندې به بله شيدا نه وي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
که د مصر مستورې شي واړه تولې
که ليدلی زليخا يوسف په خوب دی
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
ما په وېښه دی ليدلی په خواب نه دی
وهغو ته خدای حق بينې سترگې ورکړې
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د يوسف تجلي ويني په دېوار کې
وعيبجن ته واړه عيب يې څرگنديږي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
ښايسته که ځان يوسف کا په سينگار کې
ما په هجر کې لذت د وصال بيا موند
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
له يوسفه ملاقي شوم په زندان کې
چې يوسف د حبشي په بها مومي
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د مطلوب په طلب نه ښندي ځان ولې
د خليل کيسه :
د غوسی نهر مې شهد شو په صبر
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
د خليل په دود اتش را گلستان شه
|