کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)
 

 

 

  

 دكتاب نوم : رحماني ليدتوگه

څيړونكى -ليكوال : محمد اكبر كرگر

كمپيوترې سمبالښت : ليكوال

چاپ ځاى :

كال : ۱۳۹۰ لمريز هجري ۲۰۱۱

لندن : انگلستان

شمير : زرټوكه

 دمطالبو لړليك (فهرست)

(۱)

دتصوفي فرهنگ په رڼا كې درحمان بابا بيا ځلي لوستنه

(۲)

ميرزا خان اورحمان بابا  دوه څيرې اويو باور

(۳)

رحماني عشق

(۴)

درحمان بابا په شاعرۍ كې دمنصور حلاج داسطورې انعكاس

(۵)

درحمان بابا په شعر كې :

ديو لړ نورو شرقي اواسلامي اسطورو تمثيل

  

دليكوال يادښت :

درحمان ليدتوگه اثر  چې په بيلابيلو وختونو كې دليكل شويو مقالو يو ټول دى ۔ دپښتو دمشهور اوبانفوذه شاعر رحمان بابا په شعر اوافكارو يوه لنډه څيړنه ده۔ ۔

ددې اثر ستونزه داده ٬ چې په بيلابيلو وخوتونو كې كښل شوي مقالې  دي  نو كيداى شي يو څه تكراري كلمات اومفاهيم په كې تر سترگو شي ۔ له بلې خوا په دې مقالو كې يوه باريكه اونازكه تگ لاره هم تعقيب شوي ده اوهغه درحمان اودهغه عرفاني ليد لورى دى ۔ چې له بيلابيلو زاويو پرې تماس نيول شوى دى ۔

همدا راز دا مساله هم په كې  تعقيقب شوى ده چې ايا رحمان بابا يو تمام عيار صوفي اوعار ف وو اوكه نه ۔؟ كه په بشپړه توگه دا پوښتنه ځواب شوي نه وي نو دا پوښتنه خو راولاړولى شي چې دنورو څيړنو اړتيا پيدا شي ۔  همدا راز دوخت دلاسبري فرهنگ اوپه تيره دپښتنو دفرهنگ دبيلابيلو تتو خواو دڅيړنو بهانه هم پيدا كيږي ۔

دښا غلي وكيل سوله مل شينواري  له هڅونو مننه كوم اوهمدارنگه په اسلامي علوموكې دواك څښتن همكار  داكتر محمد امين جامي څخه مننه كوم چې يو وار يې داثر متن له پامه تير اوخپل ښه نظريات يې له ما ونه سپمول.

م۔ ا۔ كرگر 

لندن  مارچ  ۲۰۱۱

  

د تصوفي فرهنگ په رڼاکې:

 

د رحمان بابابيا ځلي لوستنه

 

ډېر ځله ويل کېږي  او ويل شوي دي چې رحمان بابا  يو صوفې شاعر تير شوی دی . پوښتنه دا ده چې ايا په دې باب کوم مستند او علمي شواهد يا دلايل شته چې ووايو هغه يو ((تمام عيار)) صوفي وو ؟

او بله دا چې تر کومه حده به سمه وي که ووايو چې نوموړي په يو داسې فرهنگي چاپېريال کې رالوی شوى چې تصوف او سير وسلوک په کې لاسبرى فرهنگي اتموسفير (چاپېريال) جوړاوه او بيا يې دغه فضا په خپلو اشعارو کې منعکس کړې ده ؟

دغه دوه مسالې د مطرح  کېدو وړ دي. کله چې عبدالرحمان ته صوفي وايو يا ورته متصوف شاعر وايو دا په واقعيت کې دوه بيل نظرونه دي. د دې خبرې پلټنه په کار ده چې ايا دا رښتيا ده چې هغه د مېرزا خان انصاري ٬ دولت لواڼي او نورو روښانيانو په څېر د يوې طريقې او سلوک خاوند و. ټول فکر ذکر يې سير وسلوک ته وقف کړی و؟ موږ په دې برخه  کې دغه مسأله څېړل غواړو :

صوفي څوک دى او چا ته صوفي وايو ؟

د عرفاني اسلام د اثر مؤلف ليکي: ((داسې گوښې څرگندونې شوي دي چې لومړنی شخص چې صوفي ونومول شو ابو هاشم نوميده چې په عراق کې يې ژوند کاوه اوپه ۷۷۶ ميلادې کال مړ دی ۔ خو دا بايد ډيره جدي ونه گڼل شي ۔ ځکه چې دټولو اسلامي کلاسيکو متونو خلاف خبره ده  چې په دريمه اسلامي پيړۍ کې يعنې په ۸۱۶ ميلادي کې پيل شوه ۔ له دې تر مخه مرتاضان يا زاهدان په بيلابيلو نومونو ياديدل ۔داسې شواهد نشته چې هغه کسان چې ځانونه يې صوفيان بلل په ۷۷۶ ميلادي کې را څرگند شول بلکې  د ۹ ميلادي پيړۍ په اواسطو کې په بغدادکې چې دعباسې کورنې نوی پلازمينه اود امويانو په ځای دواک په گډۍ ناست  وو ٬ په وخت  کې وليدل شول ۔))

په عامه توگه داسې فکر کېږي چې د صوفي کليمه د وړينو کاليو له اغوستونکو څخه اخېستل شوېده. وړۍ په نستوري يا عيسويت کې له اسلام څخه د مخه د پاملرنې وړ عنصر وو))[1].

 

روسي اسلام پيژندونکې پطروشوفسکي هم په دې باور دی  چې وايي داسمه ده چې اسلامي تصوف په عربي چاپيريال کې   رامنځ ته شو ٬ خو په عربستان کې چې داسلام دظهور مرکز دی نه   بلکې په  سوريه عراق اومصر کی يې  وده وکړه ۔

رابعه عدويه ( متوفي په کال ۱۳۵ هجري ) چې ديو شمير زاهدو مسلمانو ميرمنو مشرتوب درلود په بصره کې يې ژوند کاوه او  دعاشقانه اشعارو په هستولو  چې لوی خدای ته په خطاب مشهور ول   دتصوفي اوعرفاني افکارو دپيلامې  اوودې سبب شول  ۔ 

 

په همدغه حالاتو کې زياتره فقيهانو دزهد اوعرفان سره سخته دښمني اومخالفت کاوه [2]۔ دزهد ضد روحيه په خاصه توگه په لومړيو اسلامي پيړيو کې دامويانو ددستگاه په چارواکو کې رواج وه ۔ ا۔ی ۔ گولد تسهر  اونورو پوهانو هم  دهغه   ستر ثروت په باب چې په جهاد اودايمان په بهانه  به په جنگ کې  اعرابو گډون کولو اوثروت يې را ټولولو ٬ خبرې کړي دي ۔ ستر فتوحات اودسترو جنگي غنايمو تر لاسه کول دثروت ټولولو داړتيا  مفکوره له اخلاقي پلوه اوهمدارنگه دغنيمت مفهوم په جهادکې گډون کولو انگيزه  رامنځ ته شوه ۔څرگنده ده  چې دثروت دتوجيه له مفکورې څخه  له ديني پلوه چې په لومړۍ درجه کې دعرب لويانو له خوا ملاتړ کيده ٬  کرار کرار په فيودالانو بدليدل  ۔ خو ان د عادي مجاهدانو په منځ کې دغه لاره   چې دثروت دراټولولوله پاره  دجنگي غنايمو دترلاسه کولو په ترڅ کې   ترسره کيده  همدارنگه ددوی په يو شمير کسانو کې دزهد روحيه پياوړي شوه   ۔ زاهد پيشه مسلمانانو ددې تگ لارې په ځواب کې وويل  چې خدای هغه کسان چې ددنيوي ((جيرې))    په خاطر په جهاد کې گډون کوي ٬نه خوښوي ۔ بلکې هغه کسان ورته نږدي دي اوخوښوي  يې چې داخيرت دژوندانه له پاره په جهاد کې گډون کوي ۔ په دې ډول وينو چې صوفيانه ليد ديو اعتراض په توگه رامنځ ته شو ۔ خو له بلې خو اسجادي د(( فرهنگ اصطلاحات عرفاني ))مولف د ابوالحسن غزنوي د کشف المحجوب د اثر په استناد ليکي :

((گروهى گفته اند که صوفى را از آن جهت صوفى خوانند که جامه صوف دارد. و گروهى گفته اند که براى آن صوفى خوانند که در صف اول باشند. و گروهى گفته اند که بدان صوفى خوانند که تولى به اصحاب صفه کنند و گروهى گفته اند که اين مراسم از صفا مشتق است. اما بر مقتضاى  لغت از اين معانى بعيد ميباشد)) [3]       

 

په پښتنې فرهنگ کې د تصوف او عرفان ريښې

 

د پښتنو د اوسېدو سيمه چې د يو ډول سنکرتيک، التقاطي او مخلوط فرهنگ لرونکې ده. د هند له نيمې وچې٬ چين او منځنى اسيا، ايران او اروپا ترمنځ  د لويو لارو پر سر موقعيت لري . داسيمه په تيرو پېړيو کې يعنې د سمندري لارو له کشف تر مخه تل د گاونډيو او ان لېرې فرهنگي بدلونونو څخه اغېزمنه وه. سعيد نفيسي په خپل اثر ((سرچشمهء تصوف در ايران ))کې ليکي :

((ډېر ښه دليل دا دى چې د اريايي او هندي افکارو، شرايعو او تعليماتو او ان داستانونو، متلونو او تمثيلاتو پورې٬ ان ترکومه چې د هنديانو ديني کتاب  رېگوېدا او د ارياييانو د اوستا او پخوانيو ديني کتابونو تر منځ اړيکي او خپلوي ليدلای شو  ۔۔  ۔ ۔ ۔  ډېر په زړه پورې پړاو د اسلامي دورې څخه د مخه د ودا او اوستا او بودايي دين او زردشتي دين ٬ ماني  ترمنځ اړيکي اوهمدارنگه له اسلام څخه وروسته د بودايي دين او تصوف ترمنځ اړيکي موجودي  دي)).[4]

 

خبره دا ده چې زردشتيزم، بوديزم، مانيزم او نور فرهنگونه د پښتنو په سيمه او ټاټوبي کې سره يوځاى شويدي او يا يې له گاونډيو سيمو دلته اغېزه کړېده. له څېړنو جوتېږي چې بودايي افکار د پښتنو په سيمه کې له زرو کالو زيات لاسبري پاتي شوي وو او يو ډول  داسې فرهنگي ريښې يې ځغلولې دي چې نن هم موږ په معنوي فرهنگي نمونو اومثالونو کې دهغو اغيزه ليدلای شو . دغه کيت يا دين لومړۍوار په هند کې رواج پيدا کړ. د لطيف ذوق او شاعرانه او عارفانه او سوله ييزو احساساتو سره مل وو. هېڅکله يې زور زياتى او جنگ جگړې ته لاس نه دى اچولى، بلکې پخپله د زور زياتي او ظلم او نابرابرۍ او قهر په وړاندې يو پاڅون او سرغړاوى وو.

د افغانستان يو معاصر پوه مرحوم پوهاند دوکتور بهاؤالدين مجروح ليکې :

((په لويديځ کې انساني پروبلمونه فلسفې مطرح کړه، خو په ختيز کې دغه پروبلمونه تصوف مطرح کړي دي)). استاد مجروح په بودا داسې ويل ، رساله کې ليکي :

((د برهمن پر عکس بودا د خپلو زده کړو دروازه د ټولو طبقاتو ان د ((سودرا)) طبقې پر مخ پرانېسته. بودا په خپله يو خطابه کې وايی :

(انسان د هرې طبقې پورې چې اړه ولري که حقيقي ژوند يعنې د نفس تزکيه او پاکوالى غوره کړي کمال ته رسېږي. ځکه هر لرگی چې اور ته نژدې کړې که چيرې لرگى ډېر عالي او ناياب وي او که د خندق لرگى وي يو ډول لمبه ترې پورته کيږي. د هغه ځلا او شغله يو ډول ده. ان تر دې چې بودا ښځو ته حق ورکوي چې په رهباني)[5] ژوند کې داخلې شي )))[6].

افغانستان هغه هيواد دى چې بودېزم په کې له هنده راغلى او بهر هست شويدی، خو د زرو کالو په تر څ کې پاتې شوی او اوس هم د سترو بودايي اثارو مرکز دى. له ټيکسلې ـ پيښور، باگرام جلال اباد نه ان تر بلخ پورې د بودايي اثارو مرکزونه شته. د دغه اثارو بل ستر مذهبي مرکز باميان دى چې نړيوال شهرت لري. دا خبرې مو د دې  له پاره وکړې چې  بودېزم د دې ولس يعنې افغانانو  په خټه کې اوس هم موجود دى او په پښتني فرهنگ  کې يې ريښې ځغلولي دي .

د کارل گوستاويونگ د ساه پوهنيز نظر له مخې ځينې افكار او عقايد چې په يو قومي تحت الشعور كې ځاى ونيسي زرگونه كاله وروسته هم يووار بيا په يو قوم كې راژوندي كېږي او د يوه پياوړي جريان په توگه  ظهور پيداكوي. په پښتنو كې د ((عدم تشدد)) جريان په خدايي خدمتگارو کې (سرخپوشانو كې) د بودايي ((اهيمسا))[7] يو څرگند مثا ل دى، خو په هر صورت كله چې د تصوف د تاريخ پاڼې اړوو درې مهم جريانونه په كې وينو :

 

۱- د عراق او جزيري تصوف چې د نصارا او نستوري يا يعقوبې او صابيينو له اصولو اغېزمن وو.

۲- د مصر او شام يا مغرب او اندلس چې ځېنو افلاطوني، يهودي حكيمانو له زده كړو اغيزمن وو.

۳- اريايي او هندي تصوف چي د زردشتي، مانوي او بودايي تعليماتو اغېزمن وو.

 

خو شرقي تصوف يا اريايي او هندي تصوف ېه هغه سيمه كې وده وكړه چې د بودېزم ستر مدنيت په كې تير شوی وو او كه د اسلام په اوايلو كې يې اثرات هم له منځه تللي وي يادگارونه يې ډېر تازه او ژوندي ول. د پښتنو د كركيلې، د غورځو پرځو او كوچ وبار سيمه هم يوه له دغو څخه وه.

هغو څېرو چې د اسلام په اوايلو كې هلته ريښي نيولې وى، لكه ((ابو اسحاق)) ((ابراهيم بن ادهم بن سليمان بن منصور بلخي[8])) چي په ۱۶۰ ؛ ۱۶۲ يا ۱۶۶ هجري قمري كلونو يوه كې مړ دی. ابو علي شقيق بن ابراهيم بلخي چې په ۱۷۴هجري قمري  كې ومړ او عبدالرحمان حاتم چې په حاتم مشهور وو په ۲۳۷ هجري  قمري كې ومړ. له اسلام نه وروسته په تصوف كې د سير وسلوك لومړي مراحل جوتوي. دغه پړاوونه اووه (۷) دي چې په ماني مذهب كې هم شته او په لږ توپير سره په بودېزم كې هم شته. په نتيجه كې ارتقاء، يوځای كېدل په مبداء او فنا فى الله كې محوه كېدل او بالاخره اتحاد وصلت او حلول(۹) [9]دى. څرگند مثالونه يې د سنايي غزنوي ((سيرالعباد الاميعاد)) هم دغه ډول داستان دى. د عطار ((منطق الطير)) چې روح په کې ديوه مرغه په توگه  له اوو واديو تېرېږي او كمال مطلوب ته رسېږي عبارت دى. د تصوف غايي هدف فناء او محوه كېدل دي او په بودېزم كې دې ته ((نيروانا))[10]وايی.

عبدالحكيم طبيبي ليکي :

((هغه مهم ټكى چې په افغانستان كې د تصوف د سير په برخه كې بايد په نظر كې ونيسو هغه دا دى چې د افغاني صوفيانو له خوا تصوف او عرفان هر وخت يوه خاصه تگلاره او اخلاقې نړۍ ليد وو چې د اشعارو، ادبياتو او وجيزو او مناجاتونو په وسيله د مونا جلالالدين محمد بلخي *په مثنوي او نورو اثارو كې يې اثار پاتې دي)).[11]

دغه فرهنگي جريان غوره فرهنگي ارزښتونه هم پرې اېښي دي، په دې ډول :

الف : ((زموږ متصوفين تصوف او عرفان د حق په معرفت كې د نفس پېژندنه بولي)

په نفس باندې دغه توانايي زموږ د خلكو په نزد په معرفت كې څو زره كلنه ريښه لري. په افغانستان كې ان له اسلام څخه د مخه دور كې دغه عقيده ډېره پياوڔې وه. له همدې كبله فارابي، ابن سينا بلخي د يونان افلاطوني او ارسطويي افكار د اسلامي عرفان سره مخالف نه بلل. د ابن سينا د اشارات والتنبيهات اثر د دې ادعا يو دليل دی)).[12]

ب : بل غوره عنصر چې له دغه فرهنگ څخه د ميراث په توگه پاتې دى د قهر او خشونت  په وړاندې سرغړاوی اوپاڅون  دى. ميخاييل .ای زند  د تصوفي جريانونو پيدايښت د منځنۍ اسيا څخه په اسيايي هېوادونو باندې د بېرحمانه حملو او تاړاكونوغارت اولوټمار کې ويني  او د ټولنيزو شخړو په باب يادونه كوي. ((د ۶۱۷ هجري كال په پيل كې (۱۲۲۰ م)  له درې ورځو سختو جگړو وروسته د مغلو د لښكرو مركزي قواوې د چنگيز خان تر مشرۍ لاندې د بخارا د مدافعينو د اجسادو له پاسه تيرې شوې او نوموړى ښار يې ونيو. د دغه ښار په زرگونه وگړي د مغلو له بېرحمانه تېغ څخه تېر شول او ځېنې چې پاتې شول د مرييانو په توگه بنديان شول. د هماغه كال د پسرلي په لومړيو  شپو او ورځو كې لومړى  سمرقند او بيا ورپسې خجند او كال وروسته بلخ او اورگنج له همدې ډول سرنوشت سره مخامخ شول. ((د دغه فتنو اور په ټولو ځايو كې بل شو او هر ټپ چې ترې پيدا شو د ټولو په ځانونو يې درد راووست. د دغه بلا طوفان ټوله سيمه ونيوله او د تورو وريځو په څېر پرې پلنې او هر څه ړنگ شول**)). [13]  

ج  : بل ميراث يې سماع او موسيقي ده چې په اسلامي فرهنگ كې يې هم له دې لارې وده وكړه. په افغانستان كې يې ظهور وکړ او په هند كې اوج ته ورسيده.

د: كه ځېنو معاصرو اگزستانسيالست فيلسوفانو د خپلو افكارو له پاره د ښې شننې او درك له پاره داستان، ناول او ډرامه بستر وگرځوله، نو زموږ صوفيانو ان له اوله شعر او ادب د خپلو تصوفي افكارو له پاره ښه او غوره فورم وټاكه او په دې فورم كې يې خپل افكار بيان كړل. هم يې شعر لوړو مدارجو ته ورساوه او هم يې غزل.

 

 

په پښتو ادبياتو كې د روښانيانو دوره او بيا وروسته د خوشال كورنۍ او په تېره رحمان بابا د دې لارې مخكښ دى، خو په پښتنې فرهنگ كې په ډېره څرگند ه توگه عرفان د روښاني غورځنگ له لارې وده او پراختيا ومونده. دا هغه څه دي چې د پښتو ادب په باب هم صدق كوي. ځكه د فارسي ادب په خوا كې په پښتو كې دا زمينه هم برابره شوه.

د لويو تاريخي لارو پر سر د پښتنو هستوگنه او ژوند او دا ډول د هنداو فارس په منځ كې د دوې موقعيت د دې زمينه برابروله چې له دواړو خواو څخه فرهنگي اغيزې ومني.

له زيات شمير فرهنگي اثارو او څېړنو جوتېږي چې د اسلامي دورې له پيل نه وروسته د پښتونخوا زياترو فرهنگي ټولنو د عربي او اسلامي علومو د سترو شخصيتونو د افكارو او اثارو څخه اغېزمنې وې. له حالنامې جوتېږي چې د مولانای بلخ مثنوي په پښتنو ټولنو كې لوستل كېده لکه چې نمونې يې په حالنامه کې هم راغلي دي . د حافظ شيرازي شعرونه په مدارسو كې د تعليمې نصاب برخه وه. د بايزيد بسطامى، سنايى، جامى، شيخ اكبر، محى الدين ابن عربى او نورو زياتو اثارو خپل ټاكلى نفوذ درلود. دوست محمد كامل مومند په خپل اثر رحمان باباكې ليكي :

((په پښتو ژبه كې روښانيانو موږ ته ښه او جوته سرمايه را پرېښې ده. هيله ده چې د پښتو ادب پوهان او نقادان به له ماسره په دې وينا كې ملگري وي چې د پښتو د لويو شاعرانو څخه يو ميرزاخان انصاري د روښانيانو ټولو نه لوی نماينده شاعر دی)). [14]

مرحوم علامه رشادصيب  ليكي :

پښتون بايزيد د خپلو پيروانو له پاره په معرفت او سلوك كې د وحدت الوجود لاره غوره كړه او د خدای د پېژندگلوۍ دغه غامضه فلسفه او پېچلې مساله يې داسې تلقين كړه چې تر دريو - څلورو پښتو پورې يې د تلقين اغېزې په ډېر قوت پاتې وې. د ده په پيروانو كې د وحدت الوجود د فلسفې داسې مبلغين پيداشول چې د دغې غامضې فلسفې په باب يې غونډ دېوانونه وكښل او د پښتو په منظومه ذخيره كې يي د قدر وړ زياتوب راووست )).[15] 

 په روښاني غورخنگ كې پخپله پير روښان، ملا ارزاني، على محمد مخلص، ، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼي، واصل روښاني، خواجه محمد روښاني، كريم داد، ملا مودود او نورو پيروانو يې په خپلو اثارو كې هڅه وكړه چې عرفاني او تصوفي افكار د شعر په قالب كې بيان كړي. د روښان پيروانو په خپلو ادبي اثارو كې هڅه وكړه چې عرفاني او تصوفي افكار د شعر په قالب كې بيان كړي. د روښان پيروانو په خپلو ادبې اثارو كې د دخپل پير صوفيانه اوعرفاني  نظريه وڅېړله او ښايسته ټول اثار يې د دغه مفكورې د تبليغ له پاره وكارول. ملا ارزاني خويشكي په خپل تصوفي اثر كې په منظم ډول دغه عرفاني نظريات بيان كړل.

دغه راز له پورتني تحليل نه وروسته په ساده گۍ سره دې پايلې ته رسيږو چې رحمان بابا د يوه شاعر په حيث د دغه ډول ياد شوي فرهنگي چاپېريال مولود دی. داسې  چاپېريال چې موږ په  تاريخي ډول دهغه ماضي جوړښت ته اشاره وکړه اوبيا ددې سره په موازاتو کې د ټول  اسلامي مدنيت اوفرهنگ اغيزې هم له ياده نه شو ويستلی ۔ پاتې دې نه وي چې له  رحمان بابا څخه ترمخه  دوره كې په پښتني ټولنه كې روښاني غورځنگ سره له دې چې په زور اوشدت سره وټکول شو ، خو خپل فكري اثرات يي تر ننه پورې هم زموږ په شعر كې اوپه مجموع کې په فرهنگ کې پرې ايښي دي نو اوس که د رحمان بابا د دېوان پاڼې را واړوو،نو هلته به وگورو چې  ايا هغه يوازې  داسې شاعر دي چې د تصوف خوند او مزه يې څښلې ده او كه واقعاً تمام عيار صوفي او عارف دی؟.

 

 

 

نوره بیا

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۲                            سال دهم                             اسد/ سنبله           ۱۳۹۳  خورشیدی              ۱۶ اگست  ۲۰۱۴