کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

 

۵

 

 

 

۶

 

 

۷

 

۸

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

 

 

د وينا پای

د پایلې په توګه ويلای شو ، چې رښتينی هنر به پرته له رياليزم نه بله لاره ونه لرلای شي. نه غواړو ووايو، چې ضد رياليزم هنر نه دی، ضد رياليزم هنر دی؛ خو يو ډول هنري بېلاريتوب يا روحي ناروغي  ده ، چې د ټولنيزې شيندنې او الو ګولو په وخت کې را پيداکېږي. هغه شان چې د اټوم بم جوړول علم دی، منتهي بېلارې او ضد انساني علم چې له ټولنيزو او اقتصادي تضادونو سرچينه اخلي.

علم په خپله هم د علم لپاره کوم مفهوم نه لري؛ ځکه د علمي څېړنو هدف د ژوند ښه کول، آرامي او د خلکو نېکمرغي ده. (هنر د هنر لپاره) هم له يوه وهم او دوکې نه زيات څه نه دي. هغه هنر چې په خپله د هنر لپاره پيدا شوی وي؛ نيمګړی دی. ځکه د هنر رښتينې ونډه، د انساني روح پياوړتيا، خواخوږي او پر فکري محتوا زياتوالی او د هغو ويښول دي. پر دې برسېره لکه هغه شان چې مو وليدل، د ادبي تګلوريو ټولنيز تحول دا په ډاګه کوي، چې «هنر د هنر لپاره» لاره په خپل سر نه غوره کوي؛ بلکې ناوړه ټولنيز شرايط هغه پر هغه ور تپي. ځان ګوښه کول او د دنيا له (الې ګولې) نه لرې کېدل د هنرمند د ازادۍ نښه نه ده؛ بلکې د هغه د نه آزادۍ کيسې کوي.

د هنري جبر او اختيار مسله د هغې معما زېږنده ده، چې فيلسوفان يې کلونه کلونه په ځان اخته کړي دي او هغه د جبر او اختيار د معما ضرورت او يا آزادي ده. کله چې خپلواکي او مطلقه آزادي له جبر او مطلقې اړتيا سره په دوو مخالفو قطبونو کې يو د بل پر وړاندې درېږي؛ دغه معما نه اوارېږي. خو همدا چې د دغو دوو متضادو مسئلو اړيکي پيدا او څرګندي شي؛ يو د بل متضمنې دي او دواړه لازم او ملزوم دي، بيا به کومه معما په منځ کې نه وي. دغه تضاد او يووالی د طبيعت او بشري تاريخ بدلون نه منونکی قانون دی . موږ خپله آزادي له طبيعت سره په مبارزه او په عين حال کې له طبيعت سره په ملګرتيا او جوړښت کې لاسته راوړو. په هماغه حال کې چې د لويو سيندونو له توپانونو او سېلاوونو څخه د ژغورنې له کبله هلته بندونه جوړوو ، د سيند اوبه د برېښنا د قوې او ځمکو خړوبولو لپاره په کاروو. لنډه دا چې له طبيعي عواملو څخه په ګټه اخيستنه سره کرار کرار ځان له طبيعت څخه بې نيازه کوو او پر طبيعت باندې پر لاسبرتيا سربېره له طبيعت سره د خپلو اړيکو په کيفيت کې بدلون را ولو او په دې توګه ځان هم بدلوو.

طبيعت ړوند او بې رحمه دی او د هغه جبري قوانين زموږ د هلو ځلو ډګر راتنګوي؛ خو موږ د طبيعت د ړوندوالي او بېرحمۍ له کبله ځان له طبيعت څخه نه لرې کوو او د هغه له هستۍ څخه انکار نه کوو. په خپل واک زيار باسو؛ څو د هغه جبري قوانين درک کړو او په کار يې واچوو. د هغه په سرته رسېدو سره په هغه کې بدلونونه راولو او له هغه سره خپل برخليک بيا په خپل واک را جوړ کړو؛ نو له دې کبله خپلواکي د اړتيا په چاپېريال کې د اړتيا د درک په مرسته لاسته راوړلو يا په بله وينا خپل اختيار د طبيعت په جبر کې پيدا کوو؛ خو هغه شان چې زموږ لپاره د طبيعي قوانينو جبر او ضرورت مطلق نه دی؛ ځکه تل طبيعت په خپل واک د خپلو اړتياوو له مخې بدلوو. د انسان آزادي او اختيار هم مطلقه جنبه نه لري؛ ځکه چې د طبيعت په بدلون او له طبيعي واک څخه په ګټه اخيستنه کې انسان ناچاره دی، چې د طبيعت د قوانينو له مخې په ټاکلې اندازه عمل وکړي؛ نو له همدې کبله دي، چې زموږ د واک او اختيار اندازه د طبيعت جبر او ضرورت له شرايطو او موجود واقعيت سره اړه پيدا کوي.

دغه اړيکي چې د انسان او طبيعت تر منځ شته، هنرمند او ټولنه سره پيوندوي؛ خو سره له هغه کله چې هنرمند دغه غږ اوري، چې «راشه او خپله آزادي په ټولنه کې او د ټولنې له لارې لاسته راوړه» په غوره توګه څرګندېږي او هنر (ځانځاني) او د هنر د (آزادۍ) په نامه (غږ) له ځانه شړي. ولې آخر دغه آزادي او ځانځاني چېرې ده؟ آن که داسې و انګېرو، چې هنرمند کولای شي؛ ټولنه د نادودو او رښتياوو له کبله و رټي او پرېږدي (آيا کولای شو؛ طبيعت د هغه  د ړوندوالي او بېرحمۍ له کبله يو په يو پرېږدو) دغه د رټلو عمليه په خپله له ټولنې سره د هنرمند د اړيکو لرلو ښودنه کوي. دا رښتيا دي، چې هنرمند ځان له ټولنې څخه ګوښی کوي؛ خو د ګوښي کېدو واک د ده په واک کې نه دی. ځکه د ټولنې نادودو او ارزښت هغه دې کار ته (اړ) کړی دی.

په دې دوران کې وينو، چې هنرمندان تل د خپلو ټولنو په ضد پاڅېږي؛ ولې د جيمزجويس په څېر د نوابغو ژوند او هنر دا په ښه توګه ښيي، چې هر وخت هنرمند د ټولې ټولنې پر وړاندې ودرېږي او پاڅېږي؛ بې له هغه چې د ټولنې له يوې برخې سره يو ځای شي او يا له يو پرمختللي قوت سره ملګری شي. د هغه ژوند او هنر به د بدبينۍ، نااميدۍ او انسانيت څخه د بېزارۍ په خوسا ډنډ کې ډوب شي.

دغه حقيقت چې ټول ګوښه ګير او له ټولنې نه لرې هنرمندان او د هنر د هنر لپاره پلويان له خپل ځان او خپل ژوند څخه بېزاره وو؛ ټول عمر يې په ګډوډۍ، سرسامۍ، سوداييتوب او پر له پسې ځورېدنه کې تېر کړی دی. د دې شاهد دي، چې نه آزادي، بلکې د اړتيا او آزادۍ تر منځ تضاد د اندېښنو د پاشلو او د خاطرو  د پرېشانۍ سبب شي؛ ځکه چې په دې برخه کې د آزادۍ او اړتيا تر منځ تضاد پرته له يووالي په کار دئ. جبر او اختيار د متقابلو اړيکو په کړۍ کې سره پراته نه دي او هر يو په ځانګړ ي ډول هلې ځلې کوي. پر دې برسېره و مو ليدل؛ کله چې د منځنۍ طبقې هنرمند دا توان او شهامت نه لري، چې له خپلې طبقې نه بېل شي او تر هغه و لوړو ارزښتونو او اصولو ته چې زموږ د پېړۍ د واقعيتونو او ستونزو چاڼ دي؛ پابند شي. د هغه هنر له درون بيني نااميدۍ او د خيال له پرېشانۍ سره ملګری کېږي او هغه شان چې د ادبي ښوونځیونو تګلوري يې څرګندوي؛ په پای کې بېلارېتوب ته رسېږي.

ښکاره ده، چې د دغه اصل کليت د هغو هېوادونو په اړه رښتيا دی، چې حکومت يې د منځنۍ طبقې په واک کې وي. په هغو هېوادونو کې چې دغه طبقه لا د آزادۍ لپاره مبارزه کوي؛ هرومرو لازمه نه ده، چې په منځنۍ طبقه پورې تړلی هنرمند يو په يو له خپلې طبقې سره اړيکي پرې کړي. ښه به وي، چې ټولنيز واقعيتونه د هغه کړکۍ نه چې د هغه د طبقې تر کړکۍ لويه او روښانه وي؛ وګوري. يوازې دی د (خپلو روحي ځورېدنو) او د ځان د دردونو بيان نه کوي؛ بلکې د اوسني واقعيت د بدلون لپاره دي له هغو کسانو سره چې له ده سره يوه غوښتنه لري؛ ملګرتيا وکړي.

زموږ د هېواد د منځنۍ طبقې د ځينو هنرمندانو په اړه کولای شو؛ ووايو، چې د ځينو هنر به په راتلونکي کې هم همدارنګه په تپو تورو تروږميو کې او ځانګړی وي. فريدون توللی کولای شو؛ له هماغې ډلې نه وګڼو، خو بله ډله شته، چې دا توان او وړتيا لري، چې يوه ورځ به سم شي او د خپل هنر لمنه به د خپل نفس له څلورو ديوالونو د باندې را وباسي او هغه به د خلکو ژوند ته ور ګډه کړي. نادر نادرپور له همدې ډلې څخه دی.

کېدای شي؛ د لوستونکي لپاره دا پوښتنه پيدا شوې وي، چې څنګه هنرمند کولای شي؛ واقعيت درک کړي. که څه هم دې کې هېڅ شک نشته، چې د ځينو سترو هنرمندانو هنري نړۍ ليد د زمانو د واقعيت د درک خورا ښه وسيله وه؛ خو سره له هغه هم دا بايد هېره نه کړو، چې نن هنرمند نه شي کولای؛ د بالزاک په څېر شخصاً او پر خپل نبوغ باندې په ټينګار سره زموږ د پېړۍ پېچلي او سره نغښتي واقعيتونه درک کړي. د بالزاک په زمانه کې نه يوازې ټولنيز اقتصادي سېستم ساده وو؛ بلکې علمي نړۍ ليد او رڼا هم د واقعيت د درک لپاره نه وه. حال دا چې زموږ د زمانې هنرمند کولای شي؛ له دغه شان نړۍ ليد نه ګټه واخلي. په دې زمانه کې د هنرمند طبيعي نبوغ د واقعيت د درک سمه لاره نه شي ښودلای. هنرمند بايد ځان د واقعيت د درک لپاره ښه مجهزکړي.

د پايلې په توګه وايو: هنري آزادي له ټولنيز پيوستون سره لرې والي نه لري؛ دواړه سره تړلي او يو د بل اړوند دي. يو له بل نه پرته پوچ او بې مانا دي. يو معلول او بل په عين حال کې د بل د ودې علت دی. نو له دې کبله هنرمند نه شي کولای؛ هېڅ ډول مسئوليت ځانته و نه ټاکي. خورا لوی او سپېڅلی مسئوليت د ده په غاړه دی او هغه د خلکو د سترګو رڼاکول او د ټولنيزو شرايطو په بدلون کې له هغو سره مرسته کول دي.

د يوه خورا عالي تمدن بنسټګر په حقه ويلي دي: «ليکوال د انسان د اندېښنو خټګر دی» دلته دي، چې د دانيال نبي نه فنا کېدونکې وينا بيا را يادېږي:

که ته دا انګېرې، چې بېواکه يې؛ حال دا چې خپلواکه يې

ته انګېرې، چې خپلواکه يې؛ حال دا چې بېواکه يې

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۶                  سال  یــــــــــــازدهم                     اسد/سنبله        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی        ۱۶  اګست     ۲۰۱۵