۲ــ ديکـــــــــــــــــنز *
ديکنز د بالزاک په څېر د ټولنيز رمان استاد دی. د هغه
ټول داستانونه د نولسمې پېړۍ د انګلستان پر مسايلو را چورلي او اکثراً په
واقعيت کې هغه يرغلونه دي، چې د موجود نظام پر نادودو کېږي . (اليور تويست
او د وريت کوچولو) د پيسه پالنې ژوند او بشري قرايحو د زبېښاک غندنه ده.
(زړه سيمساري) په بېرحمۍ سره د ماشومانو کار ته پر ګمارنه نيوکه ده. (نيکلا
نيکل بای)
د ځانګړو مدرسو پر سودخورو باندي يرغل دی. (دامبي او
زوی)
د يوه پانګوال د بې عقلۍ او بېرحمۍ هلي ځلي چي د پيسو د
لاسته راوړلو لپاره هر ډول ضد انساني وسايل په کار اچوي؛ په کرکې سره پرې
ملنډې وهي. (خوا ګرځوونکی کور) د هغه شرعي داړه مهرو او جنايت پر وړاندې
درېدل دي، چې د (قانون ) او (عدالت ) په نامه تر سره کېږي. (د سختۍ دوران )
د هغو تيوري ګانو په ملنډو سره کره کتنه ده، چې د حاکمه هيأت, تيوريسنان يې
د ټولنيزو او اقتصادي ظلمونو د حق ګڼلو لپاره خلکو ته وړاندې کوي.
د ديکنز په رمانونو کې د ټولنيزې «تيم یا موضوع » وده،
د هغه د هنري ژوند په بېلا بېلو پړاوونو پورې تړلې ده. د ليکوالۍ په
لومړنيو کلونو کې ديکنز د ټولنې د هغه (ناظر دنده لري، چي نه يې د استبداد
پټ علتونه پيدا کړه، چي د ټولني په دروني جوړښت کي ګټي نه لري؛ بلکې له
هغوی نه خبرتيا هم نه لري. له همدې کبله هغه يرغلونه چې د دې پړاو په ليکنو
کې يې پر خپل هممهاله ټولنيز نظام کړي دي او زياتره يې (د موسساتو د خرابې
وحالت) ښکاره کول او د افرادو له (بدذاتۍ) نه ګيلې دي. پر دې برسېره د هغه
په لومړنيو داستانونو کې د خوشبينۍ او ښه نيت روح له ورايه لاسبرتيا لري. د
لوستونکي لپاره د هغه تل دا پيغام دی، چې: «که خلک يو له بل سره ښه کړه وړه
وکړي؛ دنيا به جنت شي.» د دې دورې په داستانونو کې (انصاف لرونکي) او
(عاطفه لرونکي) چارواکي عمده چارې پر غاړه لري؛ ځکه ديکنز په دې عقيده دی،
که ټول چارواکي د (چري بلز) نه (د نيکلانيکل بای په داستان کې د خوښ زړي
چارواکي) پيروي وکړي، ټولې ټولنيزې بدمرغۍ به ورکې شي. د هغه پام وړ اتلان
نيکوکار بډايان او ضعيف غريب پال دي. چې لاس لاندو ته د پلار په سترګه
ګوري. د خپلو کارګرانو حقونه زياتوي. پوروړي له زندانه را باسي، په کوڅو او
واټونو کې د ماشومانو پر سر د خواخوږۍ لاس ور تېروي او د اختر په شپه د
خوراکونو غوټي د بې وزلو تر منځ وېشي. ديکنز په قهرجن غږ؛ خو په عين حال کې
په هيله منده توګه بډايانو ته نصيحت کوي، چې توبه وباسي او په خپله خوښه
اصلاحات را پيل کړي، چې د نه جبرانېدونکي او ناوړې راتلونکي سره مخامخ نه
شي.
له هغو ترخو درسونو څخه چې ديکنز له ټولنيزو واقعيتونو
زده کړل؛ دا د خوشبينۍ دوره هم پای ته ورسېده. د هغه د عمر د وروستيو
وختونو په ليکنو کې نور د (خوش قلبو بډايانو) څرک نه لګېږي او د افرادو ښه
نيت او د خواخوږۍ نه اغېز د ليکوال په عقايدو کې هر چېرې ښه څرګندېږي. له
دې نه وروسته د هغه ټول اتلان د کرکې، بېرحمانه زبېښاک يا د خيانت، دوکې او
محروميت قربانيان دي. خوشبين او ښه نيت لرونکي وګړي د هغه چا د لاس لوبته
ګرځي، چې پرته د پيسو له ټولولو او د قدرت له لاسته راوړلو نه بل هدف نه
لري.
د قدرت د څښتنانو حرص او بېرحمي شېبه په شېبه زياتېږي
او را څرګندېږي.
ديکنز يوازې په هغو کتابونو کې چې وروسته د خوشبينۍ له
دورې يې ليکلي دي؛ د هغو مسايلو ژوره څېړنه را پيلوي، چې د ټولنې د دروني
جوړښت او ټولنيزو اړيکو زېږنده دي. (خوا ګرځوونکې کوټه. د سختۍ دوران، کمکی
وريت او د دوو ښهرونو داستان) د ساري په توګه په کمکی وريت کې ، که څه هم
هماغه (بدذاته) کسان ډېر دي؛ خو د دغو وړو او بدرنګو تصويرونو تر شا ليکوال
ډېرې ژورې او پراخې بدمرغۍ او نادودې را ښکاره کوي . . . (۶)
د (سختۍ د دوران) په کتاب کې (ديکنز) په خپل بېرحمانه
طنز سره د موجود نظام پر زېر بنا او روبنا يرغل کوي. په نولسمه پېړۍ کي د
اقتصادي ودي زياتي اېډيالوژيکي پديدې چي د ازادي سوداګرۍ او اقتصاد(Laissez
faire) او د پروټسټان د مذهب بشپړوونکی وې؛ منځ
ته راوړي. داو او انجليک د ائين (Evanoelic)
مانچسټر د اقتصادي ښوونځی تيوري چي د ګټي پالني او ځانګړي اقتصاد تبليغ يې
کاوه؛ اقتصادي او ټولنيزي بې عدالتۍ يې نه ملامتولې؛ هم په دې لاره کي يې
زيار يوست. (او انجليکانو) بې وزلي په خدای نمانځنه کې د بې ايمانۍ،
ناتوانۍ، تنبلۍ او بدمرغۍ زېږنده بلله. ديکنز دغه کار او دغه عقیده او د
هغه مبلغان له پيله په ملنډو ونيول. (دپيک ويک په پاڼو کې د متراستي ګنز)
په وسيله سره؛ خو د منچستر د اقتصادي ښوونځی تيوريسنانو باندې (د سختۍ د
دوران) په کتاب کې له پخوا ټکو ټکو او غير مستقيمو غندنو نه په ډاګه او
سپينې وې. په دې کتاب کې د ديکنز د زهر لړلو غشو هدف (مسټر باوندلای) دی،
چې د بېوزلۍ علت داسې سپړي. «يوازې تنبل او ناقص الخلقه بنيادمان بې پيسو
دي. زيات کار او اقتصادي هلې ځلې تل په شتو او بې غمۍ تمامېږي! نو له دې
کبله يوازې ماجراجويان، تنبلان او مفتخوران د موجودې وضعې غندنه کوي، چې
هيله لري؛ دوی ته به د ډوډۍ بلنه ورکړل شي او د سرو زرو په کاچوغو به د لاک
پشت او سوی سوپ و څښي».
هغه شان چې اشاره ورته وشوه، په هغو رمانونو کې چې
ديکنز د خوشبينۍ په دوره کې ليکلي دي، زيار يې ويوست، چې د بېوزلۍ او
ټولنيزې بې عدالتۍ مسله په اخلاقي او مذهبي فورمولونو هواره کړي؛ خو د ژوند
عيني تجربو هغه ته دا ور زده کړ: په هغه ټولنه کې چې بېوزلي څرګنده طبقاتي
پديده وي، مادي اړتيا او احتياج به د ټولنيزو ارزښتونو هلو ځلو خورا
ټاکونکې او عمده انګېزه وي. هغه زده کړل، چې د هغه په هممهاله ټولنه کې يو
کورنی اقتصادي قانون دی، زياتره واده له حسابي او مالي چارو وروسته تر سره
کېږي. کورنۍ اړيکي د مادي ستونزو په پايله کې سستې او سره شلېږي. ماشومان
لکه يو دروند بار د کورنيو پراوږو درنېږي او لنډه دا چې کورني اقتصادي
عوامل را منځته کوي او له منځه يې وړي. په نتيجه کې هر کله چې د کورنيو
شخړو تصويرول، د ميندو او پلرونو بېرحمي او د کورنيو د غړيو د هغو اړيکو د
شلېدو تصوير او انځور را پيلوي، چې دوی سره نښلوي. تل د اقتصادي عواملو رول
په پام کې لري. «دسختۍ دوران».
په يوه برخه کې ديکنز د يوه بېوزلي سړي د خواخوږۍ وړ
هغه حالت چې له خپلې دايم الخمر ځوروونکې ښځې نه کرکه لري؛ خو د بېوزلۍ له
کبله هغه طلاقولای نه شي؛ په خورا ښه او څرګند ډول تصويروي. (استفن) بدمرغه
سړی، د خپل ارباب په چوپړ کې په داسې حال کې مري، چې د خپل بدمرغه ژوند
چاره له هغه غواړي. اشراف وشمه مېرمن (ميسز اسپارزيد) چې د (استفن) ارباب
ته راغلې، چي استېفن د ګيلو تر اورېدلو وروسته وايي:
«اغا! زه ډارېږم، چې د هغه هوډ دا وي، چې بې ځوره پاتې
شي. څو وکولای شي؛ د خپل پام وړ ښځې سره واده وکړي.» مېرمن سپارزيد خپله
عقيده په داسې ځانګړې ژبه چې د خلکو د اخلاقي فساد نه کرکه په کې څرګندېده؛
وړاندي کړه. استفن په ځواب کې وويل:
«همداسې ده. مېرمن يې رښتيا و ويل، ماخپله غوښتل؛ همدا
ووايم. ورځپاڼه کې مې ولوستل، چې لويان دې خدای ټول وبښي، خدای دې ټول په
خيرکې ولري. زه د هغوی بدي غواړم.»
هغوی د يو بل په ښو او بدو کارنه لري؛ هغومره له يو بل
سره نه دي جوړ. هر وخت چې وغواړي؛ کولای شي، له خپل ناروغ واده نه ځان خلاص
کړي او له هغه سره چې وغواړي؛ واده وکړي. موږ خواران خو يوه کوټه لرو، نه
شو کولای، چي بېل ژوند سره وکړو . . . او هغوی خو نغدې روپۍ او جايداد لري،
کولای شي و وايي:
«دايې ستا او دا يې زما، هر يو دې خپله لاره ونيسي او
ځي دي؛ خو موږ نه شو کولای.»
د وګړيو په روحيه کې د اقتصادي شرايطو له اغېزې ، د
ديکنز خبرتيا هغه ته دا امکان ورکړ، چې د خپلو داستانونو اشراف زي او بډای
شخصيتونه د داسې کسانو په څېر تصوير کړي، چې د هغوی انساني احساسات د هغوی
د عياشۍ، تن پالنې او ځانځانۍ پېښو لاندې شوي دي. په (داويدکوپرفيلد)، کې د
(استيرفورث) په شان وګړي چې په لوړو طبقو پورې اړه لر ي؛ عادي او زيار
ايستونکي وګړي د بې حسه څهرويو په څېر ګڼي، چې د خپل (پرېړ پوستکي) په څېر
زيان نه ويني او د يوه رښتيني رنځ په مانا پوهېدای نه شي. (ميزاستير او
فورث ورزا) دا نه شي منلای، چې (د خلکو دغه راز) روحي او جسمي رنځونه په
پيسو رغېدای نه شي؛ خو په مقابل کې ديکنز هغه کسان چې د ټولنې د لوېدليو
طبقاتو استازي دي، د (بګوتي) د کورنۍ په څېر په ډېره مينه او خواخوږۍ سره
انځوروي. که څه هم له عادي او محرومو وګړيو سره د ديکنز خواخوږي او زړه سوی
کوم ځانګړی سياسي او ټاکلي ټولنيز هدف نه لري؛ خو بيا هم ډېر ژور او انساني
دی.
هغه تيپونه چې هغه يې د لوېدليو طبقو د انځورولو لپاره
باسي، که څه هم په اکثرو برخو کې د کاريکاتور بڼه لري؛ خو بيا هم د دغو
طبقو د ژوند په باب يوه نړۍ حقيقت څرګندوي. هغه د عادي خلکو ژوند د ټولنې
په تل کې د هغو ناڅاپه پېښو له کبله چې د بېوزلو د استوګنو په سيموکې
پېښېږي يا د لوړو طبقو د خوښۍ او ساتېري لپاره د خپلو ارمانونو تومنه نه
ګرځوي. (هغه شان چي ګې Gay
د سوالګرو په اوپره کي دا کار کوي.) د ديکنز د داستانونو محروم وګړي په
ټولنه او تاريخ کې د ځانګړي دريځ او ځای درلودونکي دي او د ژوند کولو او د
خپلو دردونو، خوښيو او خيالونو ځانګړی حق لري؛ خو له دې کبله چې ديکنز د
منځنۍ طبقې په لوېدلي قشر پورې اړه لري. د دريمې طبقې ژوند ته د دغه ټولنيز
قشر له نظره ګوري؛ نو له همدې کبله دي چې د ټولنې له زياترو رټل شويو سره د
هغه خواخوږي، احساساتي (سنتيمانتالنيستي) بڼه لري.
ديکنز اصولاً د خپلو ټولو ذهني اووښتونونو سره سره تل
يو (ريفورمست) او اصلاح غوښتونکی پاتې شوی او هېڅکله يې انقلاب د ټولنيزو
مصيبتونو او بې عدالتيو د درمان په توګه و نه مانه. هغه له وينو تويولو
بېزاره وو او د فرانسې د ستر انقلاب په دوران کې د پاريس په واټونوکې د
تويو شويو وينو بوی نه چې آن په انګلستان کې يې تر سپږمو کېدی؛ وحشت درلود.
«د دوو ښارونو په داستان کې» د دې لپاره چې وښيي، چې
انقلاب ، د وينو تږی دی او کله چې وږی ګيوتين ، يوه مړي خواړه غواړي، د لوی
اشراف زي، جمهوري غوښتونکو د ګناهګار او بې ګناه تر منځ توپير کولای نه شي.
هغه څوک چې زموږ خواخوږي او په زړه پورې والی جلبوي. (هغه طبيب چې (۱۸)
کاله د اشرافو د باستيل په جېل کې بندي وو، د هغه لور او د هغې مېړه چې د
فرانسې له پخوانيو اشرافو څخه دي؛ خو خپلو پخوانيو طبقاتي امتيازونو او
موروثي شتو ته يې شا اړولې ده.) له انګلستان څخه تر وينو لړلي پاريس پورې
را کاږي او د ګيوتين تر پښو يې رسوي.
خو سره له هغه هم ديکنز په دې کتاب کې هغه بې عدالتۍ،
بې رحمۍ،کرکې، تربګنۍ او وينې تويونې چې د فرانسې د ستر انقلاب زېږنده وې،
غندي او محکوموي يې؛ خو پرته له هغه چې ټول انقلاب محکوم کړي؛ هغه په ډاګه
دا څرګندوي، چې د هغو فيوډالانو د حکومت پر وړاندې چې عمومي فشار او خپګان،
فقر، لوږې او نارضايتۍ يې زېږنده دي ، د هغو فيوډالانو د حکومت پر وړاندې
چې (يوازې د تفريح او ښکار) لپاره خپلو ځمکو ته ورتلل؛ د انقلاب کېدل يو
حتمي کار وو او دا ښکاره کوي، چې د فرانسې انقلاب د خلکو د کلونو رنځونو ،
له ناڅاپي چاودنې پرته ، بل څه نه وو. هغه هيڅکله د خلګو د پاڅون اصلي
علتونه د پاڅون له مرستو کوونکيو؛ لکه ويني تويوني، بېعدالتۍ او داسي
نور... سره نه اشتباه کوي او پر هغو يرغلونو چي پر وحشت باندي يې کوي؛ د
چنده اخستونکو مينځو د وحشي حسونو، حرصونو او خونړيو کړو وړو پايله يې نه
بولي.
د چارلز ديکنز رياليستي ليد ، د دې سبب شو، چې له دې
حقيقته چې د انسانانو د شخصيت او برخليک توپير د هغوی د ټولنيزو موقعيتونو
د توپير له کبله دی؛ په ښه توګه خبروي او هغه په استادانه توګه ترسيموي. د
دوو ښهرونو په داستان کي هغه د (سيدني کارتون) او د (ارني) د ژوند ستاينه
کوي، چې هم له جسمي پلوه او هم له روحي پلوه له يو او بل سره پوره ورته
والی لري؛ خو د موقعيت د اختلاف له کبله هر يو ، يو د بل پر وړاندې ولاړ
دی. له (کارکتور) نه يو ضعيف النفسه ، بېکاره او شراب خور سړی جوړېږي، چې
په ژوند کې هېڅ ډول هدف نه لري؛ حال داچې (ارني) چې په بل ډول ټولنيزو
شرايطو کې يې وده کړې ده، پر ځان باندې د پوره ډاډ او پياوړو هلو ځلو خاوند
دی.
د ديکنز د رياليزم يوه نيمګړتيا چې ژو هرويل (Orwel)
هم هغه ته ګوته نيولې ده؛ (۷) دا ده، چې د تکاملي ودې پر ځای د ظاهري اړخ
توصيف ته زياته توجه کوي. هغه ژوند او روح لرونکي تصويرونه چې ديکنز يې د
لوستونکو په خاطرو کې پرېږدي، زياتره د ظاهري اړخونو لرونکي دي؛ لکه د
پلورنځيو، رستورانونو، کاليو، څېرو او له ټولو نه مهمه د خوراکي موادو داسې
ښکاري، چې هر شی د يوه مصرف کوونکي له نظره په يوه وزګاره وخت کې کتل شوی
دی.
ليکوال ډېر لږ د پيداکېدو او راپيداکېدو تګلوري
ترسيموي. هر څه (آن د داستانونو شخصيتونو) ته د يوه موجود په توګه يا د
بشپړو شويو او جوړکړل شويو توکيو په څېر کتل کېږي. پرته له هغه چې د هغوی
توليدي پړاوونو او خلاقانه کار په لړ کې وڅېړل شي، آن هغه وګړي چې په
توليدي چارو بوخت دي؛ زياتره د هغو هدفونو لپاره هلې ځلې کوي، چې په مصرف
کوونکو او جاګير دارو طبقو پورې اړه لري. په بله مانا د داستانونو فعال او
زيار ايستونکي شخصيتونه له دې کبله زيات کار او هلې ځلې کوي، چې وکولای شي؛
د ارام، اسوده او برم لرونکي ژوند لاره ځان ته هواره کړي او له همدې کبله
دي، چې د (بګوتي) کورنۍ د (ډويډ کوپرفيلډ) کتاب کې (دنيکلانيکل بای) له يوه
رنځ ځپلي او خوار ژوند نه وروسته خپل (ارمان) او هدف ته رسېږي او د کورنۍ
ارام او اسوده ژوند خاوندان کېږي.
د ديکنز رياليزم د بالزاک د رياليزم په څېر (شعوري) بلل
شوی دی. هغه شان مو چې د بالزاک په اړه وليدل او علت يې هم دادی، چې دغه
دواړه ليکوال هغه څه چې ساده تر نظر راځي؛ په داسې زور او قلم او پياوړتيا
سره لويوي او داسې حقايق د عادي وګړيو په جامه کې ترسيموي، چې د هغو
تصويرونه زياتره د (مبالغې) او (کاريکاتور) بڼه پيداکوي. بل علت دا دی، چې
ديکنز د وګړيو په توصيف کې تر اندازه زياته ځيرکتنه او موشګافي کوي. د
کارګرانو عجيب عادات او کړه وړه چې هغه انځوروي؛ کله دومره ځاني او په يوه
تن پورې تړلي وي، چې په خپله کارګران هم له هغه خبر نه وي. همدا امر د هغه
د شخصيتونو د (تصوري) کېدو سبب شوی دی.
په پيل کې مو دا و ويل، چې ديکنز په خپلو ځينو آثارو کې
د ټولنيزو بې عدالتيو د بدلولو لپاره د اخلاقي او مذهبي لارو اټکل او بيان
کوي. د ټولنيز سيستم د بدلولو پر ځای د (باطن بدلون) غوره ګڼي. (خيراتونه
او بښنې) او د (عيسی د زوکړې د اختر د شپې فلسفېبافي) د ټولو دردونو درمل
ګڼي؛ خو د چارلز ديکنز هنري نبوغ ، د هغه په (ويناوو) کې پټ دی. د يوه
رياليست ليکوال په توګه د هغه پرتم ، له هغو تصويرونو او انځورونو نه
ښکاري، چې هغه يې په ډېره توانايي سره د تجارتي صنايعو د ضد انساني مصيبت
راوړلو،د پیسو په وسیله د انساني افکارو ايلولو ، د راکړې ورکړې د قوانینو
د لاسبرۍ او معاصر ټولنيز اقتصادي سيستم نه د را پيدا شويو ښويېدو،
سپکېدو او نامراديو نه باسي.
|