کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

 

۵

 

 

 

۶

 

 

۷

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

نځم څپرکی

داستايوفسکي *

 

«پوهه د انسان د ځان خورا وېروونکې بلا ده. مصيبت

 يې تر طاعون، قحطۍ او جـــــګړې نه زيات دی . . . »

(داستا يوفسکي)

 

ځينې لوی ضد رياليست ليکوال نه شو کولای؛ د يو ځانګړي ادبي ښوونځي په اصولو کې وڅېړو . داستايوفسکي او جيمز جويس په هماغې ډلې راځي . د داستايوفسکي آثار د بالزاک پر خلاف د هغه د ځانګړيو شخصي ځانګړتياوو انځور باسي . له دې کبله د داستايوفسکي د آثارو په تحليل او سپړنه کې نه شو کولای ؛ د هغه پياوړتيا او هنري نړۍ د هغه له ايډيالوژۍ نه جلا وګڼو ، حال دا چې د بالزاک په اړه دا کار کېدای شي.

د داستايوفسکي د فلسفې او آثارو يوه ستره ځانګړتيا هغه اعتقاد دی، چي هغه يې د انساني طبيعت دوګونیزوالی بولي. هغه په دې معتقد دی، چې د انسان په دننه کې د نيکۍ او بدۍ،د انساني او حيواني تلوسو او د خدايي او شيطاني انګېزو تر منځ ، يو پر له پسې سخت او دايمي اخ او ډب روان دی . داستايوفسکي دغه تضاد د انسان د ذاتي ځانګړتياوو نه ، يوه ځانګړتیا ګڼي، چې نه ورکېدونکې او نه کمېدونکې ده.

هغه د خپلو ښو رومانونو په ټولو برخو کي زيار باسي، چي موږ په ذاتي او طبيعي وحشت او جنايتوب قانع کړي. دا له دې کبله چې د هغه په اند ، زښتوالی د بنيادم له هستۍ سره نغښتل شوی دی او نه شي کېدای، چي هغه د يوه ټاکلي ټولنيز نظام محصول وګڼل شي؛ نو له دې کبله ټولې هغه عقلاني هلې ځلې چې د ټولنيز بدلون لپاره کېږي؛ ناوړه اوتې بوتې ګڼي او د هغه په ځای ،  د نفس د خواروالي مذهبي کمیني او خاکسارۍ او د زور او ناحق پر وړاندې د نه ټينګار او نه مقاومت تبليغ کوي. په خپلو درېيو لويو آثارو ـ ياني جنايات او سزا ، د کارامازوف وروڼه او کوډو شويو کي. داستايوفسکي زيار باسي؛ لوستونکي په دې متقاعد کړي، چي د پټو سترګو ايمان نه درلودل، له رنځ او خوارۍ نه سرغړونه، شکاکيت د علمي او عملي معرفت په لاسته راوړلو کي هلي ځلي او د منظمو ټولنو د منځته راوړلو لپاره مبارزه په نه راګرځېدونکې توګه د جرم جنايات، لېونتوب، لالهاندي او مرګ له بې پايه ريښکۍ سره غوټه خوري. راسکولنيکوف د جنايات او سزا اتل چې يو ځوان محصل او د ټولنيزو قيدونو پر وړاندې بې پروا روڼ اندی دی او هدف يې دا دی، چې خپل شخصيت له مذهبي، اخلاقي هڅو او ملګرتيا پرته وروزي او څرګند يې کړي ، دې ته ناچارېږي؛ خپل لاسونه د دوو ضعيفو او بې ګناه موجوداتو په وينو ولړي. استاوروګين د (کوډو شويو) اتل چې د پخې ارادې سرکشه سړی دی؛ په پای کې په ځانوژنې محکومېږي او د ايوان کارامازوف له هلو ځلو ډک ژوند په لېونتوب سره پای ته رسېږي.

د شاتوف (د کوډو شويو د داستان يو تن) په څېر د کسانو ګناه چې موقتاً د سياسي کينو انقلابي عقايدو پيرو شوی وي ، د داستايوفسکي له نظره د بښنې وړ دی. خو هغه سپکاوی او سلامتيا چې د متفکرو او منطقي وګړيو په حق کې روا ګڼي ؛ بې پايه او بې رحمه دي. د هغه د عقيدې له مخې هر څوک چې غواړي او زيار باسي، د ټولنيزو بدلونونو قوانين درک کړي او يا يې په خپل چاپېريال کې په څېړنه لاس پورې کړي، نهيلست، اله ګوله غوښتونکی، اخلالګر، بدطينته، دوکه مار او وخت چاری دی. په دې توګه د کارامازوف په وروڼو کې (راکي تين) او په (کوډو شويو کې) او پتراستپانوويچ چې دواړه د دغه راز عقايدو او اهدافو درلودونکي دي؛ د بشريت د دښمنانو او د اخلاقي فساد د دودوونکو په څېر ترسيم شوي دي.

داستايوفسکي د يوه نوي مذهب په لټه کې دی. حقيقت دا دی، چې د خپل هنر په وسيله سره «دنوي مسيحيت» تبليغ کوي. هغه اتلان چې د ده په داستانونو کې را منځته کېږي؛ ټول د دغه (مذهب) د حقانيت د اثبات لپاره راهست شوي دي. د راسکولنيکوف مرګ راوړونکې ماتې چې هلې ځلې يې کولې؛ خپل شخصيت د خدای له ملګرتيا پرته څرګند کړي. د شهزادګۍ ميکين له سپېڅلتيا نه ډکه ناداني د استاروګين له ګناه څخه ډک او بد پايه ژوند د ايوان کارامازوف روحي شکنجې او دردناک برخليک ، د مومن با ایمانه ورو رښتینولي او لمانځنې ، د مقدس زوسیما موعظې او الیوشا شمایل ، پاک زړی ایوان کارامازوف او د سوسياليزم ويروونکی کاريکاتور چې د کوډو شويو په داستان کې څرګندېږي؛ ټول د همدې نوي مذهب د اصولو بيان دی.

د څېړنې له لارې د (زوکړي او ژوند) او (د انساني منطق او د عقل فقر) په اړه کې د داستايوفسکي ژوره څېړنه نه يوازې پر طبيعت او ژوندي عالم ، د عقل لاسبرتيا له امکان څخه لرې څرګندوي؛ بلکې په خپله ژوند هم د يوې داسې پديدې په توګه مجسموي، چې ذاتاً غير عقلاني او نامفهومه دی.

د هغه له نظره تاريخ د يو ماوراالطبيعه او روحاني تګلوري درلودونکی دی او د انسان هڅوونکي او لمسوونکي عوامل (ناپېژندونکي) او غير عقلاني دي او عقل، شعور او منطق د نړۍ په بدلون کې ګټه نه لري. شاتوف چې داستايوسکي په (کوډو شويو کې) خپل عقايد د هغه له خولې اوري، وايي: «علم او عقل د بشريت له هماغو لومړيو وختونو څخه د ملتونو په ژوند کې اغېزمنه ګټه نه لرله او د نړۍ ترپايه پورې به همداسې وي. ملتونه يوه بله لمسوونکې قوه را پيداکوي، هلو ځلو ته يې هڅوي. وړاندې يې بيايي او پر ځان يې مئينوي، چي د هغو سرچينه نامالومه او نه څرګندوونکې ده ...» او وروسته نتيجه اخلي. هر هغه څه چې ملتونه هلو ځلو ته هڅوي او ځان ته يې را کاږي «د خدای لټه ده» داستايوسکي د نېکو او بدو د جلا والي لپاره عقل او منطق هم ناتوانه ويني او علم خو د انسان د ځان خورا وېروونکې بلا او د طاعون ، قحطۍ او جګړې نوغی یې ګڼي (کوډو شوي).

د داستايوسکي له نظره، ښادي او نېکمرغي په هغو ټولنيزو مساعدو شرايطو کې چې انسان په هغه کې په مبارزه بوخت دی؛ نه برابرېږي. ښادي تلپاتې او مطلقه پديده ده، چې د زمان او مکان په بريدونو پورې اړه نه لري. «هغه ورځ چې په هغه کې د بشر نبيره ښاده او نېکمرغه وي، تېره شوې ده او بيا به نه  وي؛ ځکه نور به هغې ته اړتيا نه وي.» (په کوډو شويو کې د کروپلوف خبره)

له دې چې نېکمرغي يوه دروني پديده او له زمان او مکان سره اړه نه لري ، نو هر څوک کولای شي، چي نېکمرغه شي؛ خو په دې شرط چې يوازې وغواړي، چې نېکمرغه شي او هم خپله غوښتنه د خپل (قسمت) نه وړاندې نه کړي. «بنيادم نېکمرغه نه دی؛ ځکه نه پوهېږي، چې نېکمرغه دی ، همدغه دی او پرته له دې بل څه نه دی. هر کله چې وګړي دغه حقيقت پيداکړي. سملاسي به نېکمرغه شي.» نو له دې کبله دغه ښادي او نېکمرغي (روحي حالت دی) چې له برخليک سره په جوړېدو لاسته راځي او هغه شان چې د رومانتيکانو عقيده ده. نېکمرغي د انسان پر نفس ولاړه ده او د بهرني عالم اوضاع او احوال په کې کومه اغېزه نه لري.

 داستايوسکي هم د رومانتيکانو په څېر ازادي په دې کې ګڼي، چې د وګړي شخصيت او اراده د بهرنۍ نړۍ پر الزامونو او ټولنيزو تړونونو بريالي شي. د هغه په عقيده هر هغه څه چې د وګړي احساسات او تلوسې را مقيدوي؛ د ازادۍ خنډ دي. د شاعر خبره رښتينې ازادي او ښادي به هغه ورځ لاسته راشي، چې «ونه وېرېږم له دې چي په خپله اوسم». راسکولنيکوف نور د عالي افکارو او هدفونو نه ځاروي. د هغه لاس په وينو لړل کېږي؛ څو د خپل شخصيت مطلقه آزادي او ازاده ثابته کړي او د فردي ازادي پر وړاندې د خلاقي اصولو بې اعتباري څرګنده کړي. البته راسکو لنينکف روحي عذابونه او وروستي محکوميتونه د فردي ازادۍ په اړه لري او هم هغه لاره چې دی هغه پرېږدي او نفې کوي يې، ټول د رومانتيک اړخ درلودونکي دي.

د راسکولنينکف د ماتې اصلي علت دا دی، چې زيار باسي؛ په خپله ارادي باندې په ټينګار سره خپلواکي او خوښي تر لاسه کړي، ځکه هغه چا چې هغه ته ژوند وربښلی وي، يانې داستايوسکي د بهرنۍ نړۍ له عواملو سره لاس اوګريوان کېدل د خوارۍ سبب ګڼي او د دريځ او خوارۍ پر وړاندې سر ټيټونه د نېکمرغۍ زيات روحاني علتونه او سببونه لري؛ خو رياضت، رنځ ګالل، کميني، د سپکاوي زغمل هغه خورا نږدې او امن لرونکې لارې دي، چې موږ د نېکمرغۍ سيمې ته رسوي. د داستايوسکي اتلان هم نېکمرغي او خوښي د رياضت د اورنۍ بټۍ او د هغو له روغتيا راوړونکو داغونو نه تر لاسه کوي. «رياضت ستر ارمان دی» (جنايات او سزا) «رنځ ګالل ټول څيزونه سپېڅلي کوي» (د خوبدو او سپک شویو ، په اثر کي د ناتاشا خبري) «رنځ ګالل ژوند دی» (ايوان کارامازوف ته د ابليس تلقين) له دې کبله د راسکو لنيکوف، استاروګين او ايوان کارامازوف غوندي اتلان چي له رنځ ګاللو او خوارۍ زغملو نه سر غړوي. په پای کي په لېونتوب اخته او جنايت ترې کېږي. حال دا چې ، هغه څوک چي رنځ د ځان په بيه اخلي. صبر، تسليم او رضا خپله دنده ګرځوي (رستګار) کېږي.

د ضد رياليستي ادبياتو يوه ځانګړتيا په دې کې ده، چې ليکوال واقعيت د خپلو ځانګړيو مقاصدو او نظريو د اثبات لپاره انځوروي او په پايله کې د داستان هر وګړی نه ، يوه (لاس پوڅي) جوړېږي ، چې د ليکوالو د عقايدو د رښتينولۍ د اثبات یو اتلګوټی وي . له روانو ټولنيزو مسايلو سره د داستايوسکي په زړه پورې والی ، د ټولنې له رټل شويو محرومو ، ناخوښو وګړو سره د هغه خواخوږي او له ټولو نه مهمه د داستان د پېښېدو د چاپېريال په ټاکنه کې د هغه سليقه او د ځای او وګړيو رښتينې او ژوره انځورايستنه، هغه د رياليستو ليکوالو په ډله کې را ولي. د هغه وګړي د کافکا پر خلاف په خلا «چوله» کې ژوند نه کوي. د هغه چاپېريال چې له بېوزلۍ، محروميت، ظلم او رټنې نه لړل شوی دی؛ په خورا رښتينولۍ سره انځور شوی دی. خو د داستايوسکي موهوم افسانوي او رومانتيک عقايد د هغه د رياليستي انځورونو رښتينی اعتبار له منځه وړي او د هغه مسمومه فلسفه چې په هر چا او هر ځای کې نفوذ کوي؛ د هغه د واقعيت درک خوند ورکوي، لکه هغه شان چې يو ليکوال ليکي: «د هغه رومانونه له مستندو رياليستي انځورونو څخه ډک دي، چې موږ د هغو نارواوو او بېلاريو درک ته هڅوي ، چې هغه څرګند کړي دي؛ خو په نتيجه کې په عقلاني عواملو باندې د غيرعقلاني عواملو لاسبرتيا او د باطني قوتونو په اړه ژورتيا چې نه لاسبرتيا پرې پيدا کېدای شي او نه درک کېدای شي او  په پای کې يې رومانتيزم ته رسوي. يانې هلته رسېږي، چې هم هنرمند او هم بنيادم په يو اړخيز ډول ځان له نړۍ نه را باسي او د «غير واقع» تل ته يې ور ارتېږي. (۱)

داستايوسکي چې د خپلو آثارو تومنه يې د تزاري روسيې له ټولنيزو واقعيتونو اخيستې وه؛ اکثراً يې خپل افکار او ارمانونه له واقعيت سره په تضاد کې ليدل او څنګه چې د بالزاک لويوالی، شهامت او رياليستي ځيرکتيا يې نه درلوده؛ نه يې شو کولای، چي د واقعيت د عظمت پر وړاندې خپل بنسټونه مات کړي؛ نو په پايله کې د دې لپاره چې لوستونکی د خپلو عقايدو منلو ته وهڅوي، د غير منطقي پېښو او غير واقعي وګړو لمنې ته يې ور واچاوه. د ساري په توګه د (کارامازوف په وروڼو کې) زيار باسي، چي د عقل او منطق د بنسټ سستي او د راسيوناليزم بې اعتباري ثابته کړي.

د دې منظور د سر ته رسېدو لپاره د داستان پېښې داسې را جوړوي، چې يو بېګناه سړی ګنهګار پېژندل کېږي او په قتل تورنېږي او په پای کې محکومېږي. (ليکوال قصداً د يوه بې ګناه سړي لاسته چاړه ورکوي او هغه په پېښو کې دخالت ته اړباسي، چې لا د تور او په ده باندې د ګمان سبب کېږي ، تر څو چې قاضيان دی محکوم کړي.) مدافع وکيل او قاضي هر يو ځانګړی ټينګ استدلال لري؛ ولې هېڅ يو د داسې عدالت سر ته رسېدو لپاره چې تورن ته برائت ورکړي، بريالي کېدای نه شو؛ ځکه د دواړو سترګې هغه حقيقت ته سترګې په لاره دي، چې لوستونکی له هغه نه خبر دی ... او هغه د محکوم (متياي) بې ګناهي ده.

يو له هغو توپيرونو نه چې د تولستوی او داستايوسکي تر منځ شته؛ دا دی، چې هغه اتلان چې د هغوی د ژوند تګلوري د تولستوي له نړۍ ليد سره جوړ نه وي، بيا هم څه کم د ژوند حق لري او هېڅکله دا نابغه ليکوال بېدرېغه هغوی په مرګ نه محکوموي. حال دا چې خورا خوار، سپک، خورا جنايت کار، خورا فاسد او ډېر بدنامه او بدپايه وګړي د تولستوي په داستانونو کې هغه څوک دي، چې د هغه د ژوند د فلسفې او معتقداتو سره ضديت کوي او په پای کې مرګ، لېونتوب او يا ځانوژنه هغوی د ژوند له لارو لرې کوي.

د ځان غوښتونکي واقعيت د رامنځته کولو لپاره د داستايوسکي هلې ځلې د دې سبب شوې دي؛ داسې وګړي هست کړي، چې غير واقعي او کاريکاتور ډوله دي. د دې لپاره چې د خپلې زمانې راډيکاليزم سياسي ټولنيزې بې ځايه چټکې منډې محکومې کړي. يو تن راډيکال د (پي تراستپانوويچ) په ډول انځوروي، چې عمده ځانګړتياوې يې بېرحمي، دورنګي، د وګړيو دروهنه او غوړه مالي ده. حال دا چې د داستايوسکي په زمانه کې خورا روڼ ليدونکي او خورا شرافتمند وګړي د مخکې تلونکو کرښو سره يو ځای شول. له بلې خوا د کريلوف په څېر يو سړی چې د دود له مخې بايد ځان د داستايوسکي د کمال مطلب له مخې له انسان نه پورته مقام ته لوړ کړي؛ هومره غېر واقعي دي، چې ګواکي له اسمان څخه را تښتېدلی او ځان يې د ځمکې د وګړيو په منځ کې ځای کړی دی. کريلوف غواړي؛ خدای شي او پر دې اسماني هدف د لاسبرتيا لپاره پرېکړه کوي، چې خپل ژوند پای ته ورسوي؛ ځکه هغه عقيده لري، چې هغه څوک کولای شي؛ خدای ته ورسېږي، چې د ځان د پوپناکولو اراده يې تر لاسه کړې وي. کريلوف د ځانوژنې د ورځې او ساعت د نېټې ټاکنه هغې ډلې ته سپاري، چې پخوا يې دی غړی وو؛ خو په هغه موده کې چې دی ځانوژنې ته سترګې په لاره دی. د (ځان د سلامتيا د ساتنې لپاره) ورزش کوي.

دغه را ز داستايوسکي د دې لپاره چې را جوته کړي، چې د انسان روحي صفات د ټولنيزو شرايطو زېږنده دي؛ بلکې د مافوق الطبيعي عواملو له برکته را منځته کېږي او هم د دې لپاره چې را څرګنده کړي، چې رنځ او زيار د خوښۍ رښتينې سرچينې دي. د ماريا په شان يوه ښځه هستوي. (د کوډو شويو) د داستان له خورا غير طبيعي او خيالي وګړيو څخه دي. ماريا هغه ګوزڼ وهلې ښځه ده، چې په يوه ناولي، تياره او ګوښه ځای کې چې په يوه شمعه رڼاکېږي؛ په کېناستلو محکومه ده او هره ورځ بايد له خپل دايم الخمر ورور څخه وهل وخوري او وځورېږي. په دې توګه داستايوسکي هغه د يوې بشاشې او ژوند زړي نجلۍ په توګه ښيي، چې هېڅکله د شونډو مسکا نه پرېږدي او تل له دې او هغه سره ټوکې کوي او د انساني روح د رازونو د څېړني لپاره د داستايوسکي ناروغيز اعتياد د دې سبب شوی دی، چي د هغه د بېساري ژوري روحي تجزيې او تحليل هم تاوان و ويني. دی د خپلو اتلانو روحي حالت په استادۍ سره انځوروي؛ خو د دروني تضادونو په تجسيم کې مبالغه کوي. ځپل شويو احساساتو او بېلارو تمايلاتو ته له حده زيات اعتبار او ارزښت ورکوي او له ټولو نه بدتره روح دومره څېړي، چې ګواکې له جسم سره پيوند نه لري؛ نو له دې کبله د هغه روحي تجزيه او تحليل د رياليستو ليکوالو په تېره بيا د تولستوی پر وړاندې درېږي. هغه شان چې د ميرسکي (O.Mirsky) چې د روسي ادبياتو له سترو متبحرانو څخه دی؛ يادونه کوي، چي د تولستوي رواني څېړنه ټولنيزه او د تولستوي څېړنه مافوق الطبيعي ده. «تولستوی د روح اساس او حياتي بنسټونه يو له بله جلا څېړي، د ذهن، فکر، کړو او د ارادي ناخود آګاه کړو وړو فزيولوژيکي جرړې مطالعه کوي او د فرد د کړو ژوره څېره ترسيموي. هغه د ورځني ژوند له هلو ځلو نه د باندې د روح په ډېرو ژورو او نايابو حالاتو پوهېږي او هغه له ژوند سره جوګه نه ګڼي. د هغه تر سترګو دغه راز روحي حالات نامجسم نه دي. د تګلوري له عادي تجربې نه کاملاً غير عقلاني لرې لوېدلي دي، بر خلاف داستايوسکي د باطني نړۍ څېړنه کوي. په هغه ځای کې د انسان فکر او اراده په پر له پسې توګه له روحاني او مافوق الطبيعي عواملو سره په تماس کې ده او د تجربې عادي بهير تل د مطلقو او ابدي ارزښتونو په وسيله له خپل تګلوري بې لوري کېږي او د روح توپان هره شېبه هغه منقلب او توپاني کوي»(۲) . په نتيجه کې د تولستوي اتلان «د سر او ځان، غوښې او وينې خاوندان دي. هماغه آشنا ښځې او نرينه دي، چې په رښتيني ژوند کې له موږ سره مخامخ کېږي او په عين حال کې چې عادي او معمولي دی؛ ځانګړي او ټپيک دي. د داستايوسکي په نړۍ کې، غوښه او پوستکی حقيقي غوښه او پوستکی نه دی، حال دا چې فکر او روح تل په کار دي.»(۳)

که څه هم داستايوسکي د انسان د روح له پټو کړو وړو سره  سروکار لري؛ خو هېڅکله د انسان روح د سلامتيا، پياوړتيا او ښادۍ په اړه نه ژور کېږي. هغه روح چې د هغه د پام وړ ده؛ د هغه د مسمومې فلسفې په څېر ناروغه او زهر لړلې ده. په تعجبي توګه د بشري روح د ناروغۍ په تحليل او انځور ايستنې لاس پورې کوي. د هغه کتابونو چې د ژوند د ټولو بنسټونو د ړنګېدو غوښتونکي وو؛ خو اوس نا اميده شوي دي. بېرحمي او د (ساديستي) او دغه راز د هغو پر وړاندې (مازوخيم) رټل شوي، سپک شوي موجودات په غوره توګه انځوروي؛ خو د سالمو او ارمان لرونکو وګړو د رښتيني حالت په انځور کې ناتوانه دی. د هغه اتلان ټول روحي ناروغان دي، چې وېرې او شنډوونکي وحشت هغوی را تسخير کړي او دوی زياترو د انسان ډوله پريانو يا هرواحو ته ورته دي، چې د ژوند په رنځ ځپلي رنځوونکي او خوسا ډنډ کې لاس وپښې وهي. يوازې د راسکولنينکف يا استهروګين وجود بس دی، چې وکولای شي؛ هر داستان او رومان مسموم او لېونتوب پهروونکی کړي. د هغه په ليکنه کې هېڅکله د لوستونکي سترګې په کوم روغ او فعال وګړي چې ژوند ته د اميد له کړکۍ ورګوری؛ نشي لګېدای او که کوم وخت دغسې يو څوک په کومه صحنه کې را منځته شي؛ د هغه د اميدوارۍ هلې ځلې پرته له اسثتناده؛ د ټولو څيزونو آن د ده د ځان د نفې سبب کېږي.

که حقيقت غواړې؛ داستايوسکي په ځانګړې توګه د رټل شويو، سپک شويو او ناتوانو وګړيو په هستولو کې لوی لاس لري. د ګورکي پر خلاف هغه هېڅکله قادر نه دی؛ سالم، پياوړي او سرکښه اتلان هست کړي. همدا دی، چې هېر شوي او حيران دريان وګړي لکه استپان تروفيموويچ (د کوډو شويو) د رومان رنځ ځپلی او حيران ښوونکی زر ځله د خپلي پخې ارادې او سرکښ زوی نه خورا واقعي او ژوندی دی.

د داستان ليکنې د اصولو له مخې بايد ووايو، چې د داستايوفسکي داستانونه د ځينو پر لپسې رومانتيکانو او رومانونو خصوصيات لري. جرم او جنايتونه، حيرت پهروونکي او مرموزې پېښې، عجيب او غريب اتلان د هغه د داستانونو په تګلوري کې عمده ونډه لري. په واقعيت کې د هر داستان د پېښو وده له غير عادي پېښو او استثنايي شېبو سره اړيکه پيداکوي. هغه طرحې هم چې د داستانونو لپاره جوړوي؛ اکثراً له هغه واقعيت سره چې په داستان کې انځورېږي، جوړ نه دي. ځکه داستايوفسکي زيار باسي، چي د لمسوونکو او مسحور کوونکو پېښو په را منځته کولو سره پر لوستونکو باندې کوډې وکړې، چې وکولای شي؛ واقعيت هغه شان چې په خپله هيله لري. هغه ته وښيي او هغه پر هغه لاره چې دی يې غواړي؛ بوزي. نه شو کولای؛ انکار وکړو، چې داستايوفسکي د خپل نبوغ په مرسته د خپلې زمانې د روسي ټولنې ناروغي په ښه توګه څرګندوي؛ خو هغه سنتيزونه چې د اتلانو دروني تضادونه را منځته کوي؛ غير واقعي دي او له دې پرته هغه ملهم چې (د آزادو شويو او رټل شويو) په پرهارونو ږدي. له يوې مخې موهوم او ايدياليستي دی. هغه شان چې و مو ليدل؛ تولستوي هم ټولنيز مسايل په سمه توګه طرحه کوي. ولې ځواب ناسم ورکوي. د داستايوفسکي د کار ستونزې په دې کې دي، چې ټولنيز مسايل هم په ناسمه توګه مطرح کوي او هم ناسم ځواب ورکوي. ټول شيان د هغه پر داستانونو پر دويم غير عقلاني او غير منطقي بنسټونو درېدلي؛ لکه هغه شان چې (هاوزر) يې را سپړي: «ته به وايې، چې داستانونه يې د قيامت د شپې په سبا پېښېږي. هر شی له خورا وېرې هڅوونکو شخړو او مرګ راوړونکو ډهرونو او پېژندل شويو الو ګولو سره لاس اوګريوان دي، داسي انګېري، چي هر څوک دې ته سترګي په لاره دي، چي يو معجزه هغه را وژغوري؛ په راستي يې را ولي او بيا ژوند ور وبښي. خو هغه څه چې ټول ورته سترګې په لاره دي؛ تر هغو د ژغورېدو لاره نه لري، چې د فکري ژورتيا، دقت، عقل او منطق پر بنسټيزو قوانينو ولاړ وي؛ بلکې لاره هلته ده، چې د عقل او منطق د متفکرې قوې په نفې کېدو او ړنګېدو سره هواره شوې وي.»(۴)

د داستايوسکي ، ددې نابغه ناروغ ، تراژیدي په دې کې ده، چې هغه سره له خپلې ټولې ځيرکتيا سره ونه شو کولای؛ د خپلې زمانې ټولنيز واقعيتونه وپېژني او د خپل وخت د ټولنيز سازمان منفي او ضد انساني اړخونه او د مترقي قوتونو تاريخي اهميت درک کړي. له هغه ځايه چې دا توان يې نه درلود، چې د خپلې ټولنې ثمر راوړونکو تضادونو باندې پوه شي او هغه کسان د بدلون او اووښتون نه غږېدل نهيلسټ، توطيه ګر، دروغجن او تالانګر بلل او د تزاري فاسد او استبدادي حکومت نعمت يې ګاڼه. د هغه له نظره د دولت خپه کوونکي لارې چارې «په روسيه کې طبيعي او علمي دي» او انقلابي جشنونه «د بې هېڅ څيزه وګړو يرغل» باله. (کوډې شوي)

د واقعيت پر دغه راز بې لارې کولو باندې هر هغه ليکوال چې واقعيت د واقعيت په خاطر انځوروي؛ لړلی دی. بلکې هغه د ذهني معتقداتو او ځاني توهماتو په نامه د کاغذ پر مخ را ولي. له هغه ځايه چې په راتلونکي څپرکي کې به يې وګورو. جيمزجويس سره له خپله ټوله نبوغه ونه شو کولای، چي خپل هنر د باطن تورې دنيا له ډوبېدو نه را وژغوري.

 

د پنځم څپرکي ماخذ

۱ــ سيدني فينګشتاين  ۳۷ــ ۱۳۶مخ

۲ــ د ميرسکي ۲۷۲ مخ.

۳ــ د ميرسکي ۲۷۷مخ.

۴ــ  اـ هاورز۵۱ـ ۸۵۰ مخ.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۴                  سال  یــــــــــــازدهم                     سرطان /اسد        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی        ۱۶  جولای     ۲۰۱۵