دویم څپرکی :
د سمبولیزم سندره
" د ژوند ، څه به د هغه د
نامه تر سندره زړه راښکونکی وي "
نغمه جوړونکی چې یاڅین
د رومانتيزم ميراث د شارل بودلر په مشرۍ ، د فرانسوي
سمبوليستانو تر ولکې لاندې شو . رومانتيک هنرمند چې د عليت اصول او د ټولنې
او طبيعت له عيني قوانينو نه منکر وو؛ د ځانته ځانګړې دنيا بنسټ يې کېښود
او په خپله د هغه واکمن وو. د هغې دنيا قوانين يې په خپله خوښه جوړول او د
انساني ټولو ارزښتونو په باب يې آزادانه قضاوت کاوه. هغه په دې واکمنۍ کې د
دليل، منطق، نظم او قاعدې د اړتيا احساس نه کاوه.
هغه دغه «څيزونه» د هغې د بهرنۍ نړۍ جوړونه ګڼل، چې دی
ترې بېزاره وو. د احساساتو منطق د هغه يوازينی عامل وو، چې د هغه د دنيا
بنسټ يې جوړاوه. فرانسوي سمبوليستانو د خپل هنر تومنه د «احساساتو اصالت»
له همدې فرضيې نه اخيستله. د هغو د دعوا له مخې موږ د بېلا بېلو احساساتو
او د بېلا بېلو حسي څپڅپو درلودونکي يو، د مادي ژوند په هره شېبه او هر
پړاو کې ځان پېژندنه؛ بدلون او توپير مومي. د هغو څپڅپو څرنګوالی د شاعر په
ځانګريو اړوندو ځانګړتياوو او په هغه پورې يوازيني اړوند «حال» پورې اړه
لري. څنګه چې ورځنۍ او منل شوې ژبه نه شي کولای؛ د هنرمند بدلېدونکي
تښتېدونکي روحي حالتونه لکه هغه شان چې دي ؛ بيان کړي. د شاعر دنده وه، چې
ځانته سمبوليکه ځانګړې ژبه جوړه کړي؛ څو د خپل «حال» په ترسيم بريالی شي. د
سمبوليستانو په عقيده سمبول کاروه ، یو هرو مرو کار دی . نه يوازې له دې
کبله چې هغه احساس او حالت چې داسې ځانګړی، ژر تېرېدونکی او سره نغښتی وي،
چې د خبرو يا وينا له لارې بيان کېدای شي؛ بلکې زياتره له دې کبله چې د
هنرمند او بهرنۍ نړۍ تر منځ مخامخ او نېغ په نېغه پيوند (دورځنۍ ژبې له
لارې) د نړۍ د شاعرانه ښکلا د نابودۍ سبب کېږي، هغه شان چې مالارمه (Mallarme)
وايي: «د يو شي نوم اخيستل د شعر درېيمه برخه خوند له منځه وړي. ځکه چې د
هر شعر کشش د هغه خاطر په رضايت پورې اړه لري، چې لوستونکی يې د ګمان د
تدريجي انګېرنې په مرسته د شعري مضامينو د درک په پايله کې تر لاسه کوي. په
اشارې او کنايې سره د يوه شي څرګندول، يا د کوم احساس هڅول د هنر ي اندېښنو
ښکلا څوکې ته رسوي.» ۱
حقيقت دا چې سمبوليست هنرمند يوازې هغه احساس چې موږ يې
د مادي عالم له مظاهرو نه لرو. د ډاډ وړ ګڼي؛ نه په خپله هغه مظاهر يا د
هغو تجسم چې دا پخپله د فلسفې سانسواليزم (Sensualisme)
يا د احساس د اصالت يوډ ول دی.
د سمبوليستانو دغه ځانګړتياوې (د نړۍ د عيني مظاهرو د
انځور او ستاينې نه سرغړونه) د دې څرګندوی دي، چې د سمبوليستانو ښوونځی هم
د رومانتيزم په څېر د بهرنۍ نړۍ او واقعيت پر وړاندې د منځنۍ طبقې د هنرمند
د درون بينانه پاڅون نه ريښې اخلي. په حقيقت کې هغه شان چې موريس (Moreas)
سمبوليست هنرمند وايي: "
شاعر بايد زيار وباسي، چې فکر او اندېښنه د واقعيت پر
ځای را ولي. " (۲)
سمبوليست شاعر له رومانتيکانو نه په پيروۍ سره زيار
باسي. د سپېڅلتيا او شعري کنايې په مرسته «ښه او غوره واقعيت» خلق کړي او
نورو ته يې وړاندې کړي؛ خو دا يو ذهني او عرفاني واقعيت دی، ځکه حال او
جذبې ته د هنرمند محض تسليمېدل، د هغه د (کشف او تسخير) سبب کېږي. سمدم د
هغه «واقعيت» په څېر چې رومانتيکان يې د خپل خيال په تل کې روزي. ښکاره ده،
چې دغه ډول مکاشفه او ډوبېدل، پېچلې اندېښنه او تر هغه لا پېچلی بيان د ځان
پسې لري. والري په ډېر هڅوونکي غرور سره د نولسمې پېړۍ د څلورمې د
سمبوليستو شاعرانو په اړه وايي، چې «هغوی ټولو موجوداتو او څيزونو ته بې
پايه ماناوې وربښلې دي. داسې چې هر څيز ماورالطبيعه ته اشاره کوي. د هغوی
بيان هم ډېر په زړه پورې بې مفهومه وو.»(۳)
ژاک ري وير (Rivier)
هم چې يو مهال د سمبوليستانو په ليکو کې ولاړ وو، د يو سمبوليک اثر تر
لوستلو وروسته خپل لذت داسې بيان کړی دی. «نه درک کېدونکی کشش لري، سره
شيندلي او ګډوډ دی او له دې نه لا ښه چې د هغو ويل نورو ته امکان نه
لري».(۴)
هغه توپير چې د سمبوليست شاعر او رومانتيک هنرمند تر
منځ شته، د احساساتو د بيان وسيلې او ډول کې دي. د سمبوليزم په دودېدوسره د
رومانتيک هنرمند موقعيت لا پسې ځانګړی شو. رومانتيک هنرمند يوازې خپل
احساسات او هيجانونه درلودل؛ خو سمبوليست شاعر له احساساتو نه پرته خپله
ژبه هم ځانګړې او لا ځانګړې کړه. په کلي توګه په سمبوليک شعر کې ژبني قواعد
او د ورځنۍ ژبې توصيفي بڼه د استعارې، مجاز او خيالي ذهني بديعي صنايعو تر
رڼا لاندې راځي. دغه راز شعر په کلي توګه پرته له چل او د هغه له جوړوونکې
روحي جذبې نه بل څه نه ښکاره کوي.
په سمبوليک شعر کې کلمې د بهرنۍ نړۍ د پېښو يا
موجوداتو ښکارندوی نه دي؛ بلکې د غږونو د يووالي په برابرولو سره نورې کلمې
منعکسوي. په بله وينا هرکلمه يو سمبول دی، چې له خپل منل شوي او توصيفي
مفهوم نه په بهرنۍ نړۍ کې مخ اړوي. په دې هيله چې د نورو کلمو د رايادېدو
سبب شي؛ څو يو ځای وکولای شي «يو څيز» په باطني نړۍ کې وهڅوي.
مالارمه دغه «څيز» يو نه ويونکی راز ګڼي؛ ځکه دغه «څيز»
په خپله د شعر د کلمو په کوډو کې نغښتی دی او لوستونکی نه شي کولای، له هغه
سره نېغ په نېغه ذهني اړيکي ټينګې کړي. همدغه ځانګړتيا ده، چې دغه ښوونځی
ته مذهبي او عرفاني جنبه ورکوي او سمبوليست شاعر د «اسرهرود کشيش» په جامه
کي چي د کليمو له کوډو سره سروکار لري؛ رسوي.
په يوه سريزه کې چې د «احساس د اصالت» په هکله راغلي، «
د کلام کوډو ته» سمبوليزم اووښتون يوساده امر تر نظر راځي. له دې کبله چې
بهرنۍ نړۍ بايد سترګه په لاره پاتې شي؛ څو سمبوليست هنرمند د «کشف» شهود او
الهام له لارې هغه را وسپړي! نو واقعي دنيا پرته له مجازي لفظي قياس نه کوم
مفهوم او ارزښت نه لري؛ نو ځکه د رياليستي نړۍ غوڅ او رياليستي توصيف د
سمبوليست هنرمند دنده نه ده. دغه راز توصيف هغه شان چې بودلر وباله: «د
ديموکراتانو او بلژيکانو کار دی» هغه رښتيني عالم ته مانا وربښي. د هغو
ګډېدل له غير واقعي عالم سره دي او د دغې چارې سر ته رسونه د سمبولونو په
مرسته سرته رسېدونکې ده. له دې کبله سمبول دا توان لري، چې ماده له دې
«تنګي» نه را وژغوري، چې هغه د روح او کوډو دريځ ته ورسېږي.
لنډه دا چې سمبو ل ځمکه او اسمان سره پيوندوي. ماده او
مانا سره يو کوي او زمان له ابديت سره خوټوي. شاعر د سمبولونو په مرسته دا
توان پيداکوي، چې اسماني ذرې ځمکې ته «را وغواړي» او هغو څيزونو ته چې
ناپېژندلي، بې بنسټه او نه ليدونکي دي. د دنيا او هستۍ جامې ور واغوندي؛ نو
د تعجب وړ نه ده، که بودلر
Correspondance په ټوټه کې رنګونه احساسوي او
بويونه په غوږ اوري او سندرې څکي.
د ليدونکو او نه ليدونکو يووالی او معناوې او عيني عالم
ګډېدل د «کلماتو په کوډو» او ذهني تصويرونو د همغږۍ او د غږونو او شعري
وزنونو په وسيله تر سره کېږي. د سمبوليست شاعر پام وړ کمال (Poesiepure)
داسې شعر دی، چي د غير عقلاني او وژني د ترسيموونکو اړخونو نه چي د هيڅ ډول
منطقي تعبير سره جوړ نه وي؛ الهام واخلي. سمبوليزم شعر د کوډګر کلام له هغو
اړيکو پرته چې د مادي او معنوي محسوسو او نامحسوسو مظاهرو او دغه راز د
احساس د بېلا بېلو عواملو تر منځ يې ټينګوي؛ بل څه نه ګڼي. يوازې ژبه ده،
چې د ناپيدا څيزونو او احساس او مرموزې اړيکي چې له مستقيمې او منطقي لارې
څخه د سپړلو وړ نه دي؛ ښکاره کوي او همدا علت دی، چې مالارمه ګروهمند وو،
چې شاعر بايد «ځان د کلمو نوښت ته تسليم کړي.» (۵)
او ځان د کلام د څپو لاس او د اندېښنو پرله پسې
طغيان ته وسپاري او په دې توګه ژبه له معمولي او ورځنيو مفاهيمو نه برسېره
د شعر يوازينی اغېزمن عامل وګرځي. کله چې سمبوليست شاعر شعر تر منطق او
استدلال نه يوازې خورا شاعرانه او خورا فيلسوفانه هم ګڼي، آن تر دې چې کار
هلته رسېږي، چي شعر يوازې د کلمو د سندريزوالي او کلمو د همغږۍ په خاطر چې
د ځانګړيو ماناوو بيانوونکی دی؛ ويل کېږي.
دسمبوليستانو له نظره د ژبې کوډګر قوت يوازې په دې کي
نه دی، چې د هستۍ د مظاهرو راز سپړي؛ بلکې دغه قوت د وينا په سندريزوالي کې
هم نغښتی دی. د هغو په تصور مانا او احساس د غږونو د تضاد او سندريزوالي او
نغمو د زيروبم زېږنده دی؛ نو له دې کبله ژبه زياتره کاروله کېږي، چې د هغه
له سندريز قالب نه ګټه واخلي. کنه د هغې ټولنيزې او فکري محتوا سره سروکار
نه لري . *
خبره دلته ده، چې د انسان د ژبې کلمات د موسيقي د
تارونو ځانګړتيا نه لري. کلمې د موسيقۍ د آواز پر خلاف نه شي کولای؛ پر ذات
ولاړي وي. هره کلمه د دې لپاره چې د ژبې يوه برخه وګڼله شي. بايد د يو څيز
څرګندويه او د يوې مانا لرونکې وي، که نه پرته له شته والي به ، بله څه
ځانګړتيا ونه لري. نو له دې کبله د هرې کلمې ژوند د څيزونو ، حالاتو يا
کيفيتونو د بيان په توانايي او رساوالي پورې تړلی دی او همدا چې کلمه دغه
ځانګړتيا له لاسه ورکړي؛ بې ځنډه مري. په بله وينا، د کلمو د ژوند تومنه د
هغو په سندريزوالي او نه د هغو په «رنګ» کې نغښتې ده. هغه څه چې کلمو ته
ژوند بښي، د هغو مانا ګرانه ده. که څوک وکولای شي، له هغه شعر نه چې يوازې
له (ښکلو) او خوږو کلمو نه ترکيب شوی وی؛ خوند واخلي. شعري خوند هغه وخت
اخيستل کېږي، چې وګړی وکولای شي؛ په هغو مفاهيمو باندې پوه شي، چې کلمې يې
استازيتوب کوي. همدلته دی، چې سمبوليزم و پای ته نه رسېدونکې کوڅې ته ګوته
نيسي. ادبيات نور نه شي کولای؛ ژوندي وي.
سمبوليزم هغه وخت خپل بنسټونه ټينګ کړل، چې د لويديزې
نړۍ رټل شوی هنرمند په دې پوه شو، چې ګرانه ده، د عادي او طبيعي وګړيو په
څېر «دنورو په څېر شي» ډېرو سمبولېستانو او له هغو نه ارتور رمبو (Arthur
Rimbaud) په دې ګروهمن شوی و، چې طبيعي روحي
حالتونه او د احساس پژواکونه، له هنري پلوه په خپل سر نازېږنده او شنډ دي
او د دې لپاره چې هنرمند وکولای شي؛ ستر هنري اثر را منځته کړي. بايد په
خپل ځان کې «طبيعي انسان» و وژني او خپل حواس له هغه څه نه چې طبيعي دي؛
پاک او سپېڅلي کړي. دغه هنرمندانه (ځان وژنه) چې د رومانتيک پاڅون په څېر
يې درون بينانه اړخ درلودــ سمبوليک ښوونځی ته وزرونه ورکړل.
هغه هنرمند چې له خپل نيم ځانه انکار کوي يا زيار باسي،
چي هغه وټکوي او د څيزونو د ماهيت د درک لپاره د (کلماتو کوډو) ته لاس
واچوي، نوره هېڅ لاره به ونه لري؛ پرته له دې چې له مالارمه سره همغږی شي:
(يو ښکلي بې مانا عبارت نه ښکلی دی، چې چندان ښکلا نه لري.) او د رمبو ــ
مالارمه او ورلن (Verlaine)
په څېر د ماورالطبيعه تر سپېڅلو حبابونو لاندې په رغښتلو سره خپل بې ثمره
او له شکنجونه ډک ژوند ته دوام ورکړي .*
د شلمې پېړۍ د پيل فکري او ټولنيز اووښتون ورو ورو د
سمبوليزم پرتم را کم کړ او له دغه ښوونځی نه (اندره ژيد او ژاک ري وير)
غوندې هنرمندانو مخ اړونه د سمبو ليزم د هنري ښوونځی د کړۍ د تنګوالي سبب
شوه. د (ري وير) د ادبي ژوند اووښتون چې د براد فورد کوک (Brad
Fordcook) په وسيله راټول شوي وو او دا د دغه
ادبي ښوونځي د را پرځېدو ښکاره ځانګړتياوې وې. د کوک د وينا له مخې (ري
وير) له دې کبله په ځوانۍ کې د سمبوليزم ستاينه کړې ده او هغه يې د هغو
غوره او منلو شاعرانو ښوونځي ګاڼه، چې غرور يې درلود او وکولای شي؛ ځان له
قهرجنو او ناوړه خلکو نه تل لرې وساتي، پاک او سپېڅلی هنر منځ ته راوړي، چې
د ټولو بهرنيو واقعيتونو چاڼ وي، چې يوازې خلکو ته له اړتيا پرته دوام
پيداکړي. دغه ښوونځی چې د ادبياتو نوي پلټونکي يې پر ځان مئين کړي وو، د
هنر د هنر لپاره ښوونځی د وروستيو بېلګو نه پرته بل څه نه وو؛ خو (ري وير)
ډېر ژر په دې پوه شو، چې دغه راز ژوند غير عملي دی او لږ لږ په دې پوه شو،
چې هنر لږ تر لږه په خپله د هغه په باب ارزښت نه لري؛ مګر دا چې له هنر نه
پرته بل څه بيان کړي او هغه (څيز) انسانيت او يا د هغه د وينا له مخې ژوند
دی او بس ... د هغه چا لپاره چې د (ري وير) غوندې د مالارمه او نورو
سمبوليستانو هنري اووښتون په بې طرفانه توګه وڅېړي. طبيعي ده، چې د کار په
پای کې به دا پوښتنه له هغوی وکړي، چي "ستاسو
په هنرکې د انسانانو او ځمکې ځای چېرې دی؟) سمبوليستانو و نه شو کولای؛ د
هغه لپاره قانع کوونکی ځواب ورکړي! نو (ري وير) د هغوی له ډلې نه راجلا شو."
(۶)
په پای کې بېځايه به نه وي، چې د کريستوفرکادول هغه
وينا چې د دغه ادبي ښوونځی د را پرځېدو د ټولنيزو نتايجو او عواملو ښکاره
نښې دي؛ په دې ځای کې وليکو:
د شعر او شاعري فردي آزادي د نفې پر ضد د شاعرانو دايمي
پاڅون چې د بورژوازي عيني موجوديت د هغه لامل دی، د هغه د شعر د پيدايښت
سبب کېږي، چې عيناًد بورژوازي د عيني موجوديت د آرامۍ لپاره لاره اواروي.
دغه شعر له رښتيني ژوند څخه د يوازېني هنر د جنت په لور تښتي او په هماغه
اندازه چې رښتينی ژوند د فرد ستونی کښېکاږي؛ تر هغه زيات د فردي درنښت او
ارزښت ډنډورې غږوي او د حقيقي ژوند نه انکار کوي.(۷)
د دویم څپرکي ماخذ:
۱ــ له ادموند ويلسون د (Axlecastle)
د کتاب له شلم مخ نه (امريکا چاپ).
۲ــ ا. هاورز . دوهم ټوک ۸۰۶ مخ.
۳ــ دفينکلشتلين د هنر او ټولنې کتاب نه ۱۵۶مخ
(دامريکاچاپ)
۴ــ براد خورد کوک (ژاک ريوير او سمبوليزم) دييل په
پوهنتون کې د فرانسوي څېړنو مجله ۹ ګڼه . ۱۰۴مخ (دامريکاچاپ)
۵ــ د هاورز د کتاب د دوهم ټوک د ۸۸۹مخ نه اخيستل شوی.
۶ــ ب ، کوک. هماغه مقاله ـــ ۱۰۸مخ.
۷ـ کريستوفر کادول. وهم او واقعيت ۲۹۲مخ (دامريکاچاپ).
|