څلورم څپرکی:
د اګزستانسياليزم ډار (ګبڼۍ)
«د ژوند دپوهېدنې ګټه به له ډاره
پرته بل څــــه نه وي» اندره مالرو
هغه شان چې شارل بودلر رومانتيزم له سمبوليزم سره پيوند
کړ، کيئر ککارډ(kier kogaord)
اګزيستانسياليزم ته د رومانتيزم د ودي لاره اواره کړه. هماغه ايډياليزم چې
رومانتيکانو ته يې قوت وباښه؛ د اګزيستانسياليزم تکيه ځای هم شو. رومانتيک
هنرمند معتقد وو، چې د بهرنيو حقايقو لپاره احساسات زرکاڼی (محک) دی او د
ژوند واقعي څرګندونو ته يوازې هغه وخت پاملرنه کولای شو، چې د هغوی وجود مو
لا پخوا احساس کړی وي. اګزيستانسياليست فيلسوف هم معتقد دی، چې نړۍ پرته
زموږ له وجوده محسوسه او اغېزمنه نه ده او په حقيقت کې موږ يو، چې غيرحقيقي
نړۍ ته ژوند ور وبښو. هايديګر (Heidegger)
د اګزيستانسياليزم د فلسفې پلار وايي:
«زه هغه شان موجود يم، چې هستي د هغه ده» او دا خبره د
سورن کیرکگور ، هغه وينا را په زړه کوي، چې ويلي يې وو.«وجدان تل حقيقت را
پنځوي» نو له دې کبله فرد نه يوازې د ارزښتونو سرچينه بلکې د واقعيت
هستوونکی هم دی او لنډه دا چې د څيزونو شته والی د فرد د وجود مديون دی.
هغه شان چې د سيمون دوبورا (Simone de Beauvioiv)
د «مېلمه» په رومان کې فرانسوز «په خپل حضور سره ويده څيزونه را ويښوي او
رنګ او بوی يې بيا هغو ته وربښي».
دا چې د اګزيستانسياليستانو له نظره د
هستۍ په عالم کې اصل زموږ وجود دی.
د سرنوشت ټاکل به هم زموږ په خپله غاړه وي.
زموږ راتلونکې زموږ په لاس کې ده او ځان له خپلې
خوښې سره سم جوړوو . . . ددې عقيدې منطقي نتيجه دا
ده، چې انسان په خپل برخليک باندې لاسبری دی؛ خو
که د هستۍ سرچينه موږ يو او پېښ شوی حقيقت زموږ زېږنده دی او د ژوند د لارو
او چارو او هغو موقعيتونو په ټاکنه کې چې زموږ سرنوشت جوړوي؛ بشپړ واک او
مطلقه آزادي ورکړو ! نو ولې د اګزيستانسياليستانو په شان ژوند ګبڼی، پوچ او
بېهوده وګڼو.
د اګزيستانسياليستانو تعبير دا دی، چې زموږ ځان په امان
او ساتنه کې نه دی؛ ځکه نور موجودات هم شته دي، چې هغه نړۍ چې زما ځانګړې
او جوړه شوې نړۍ ده، خپله او ځانته جوړه شوې نړۍ ګڼي، ستونزه دلته ده، چې د
هغوی دنيا زما دنيا ده. زموږ د وجود په زياتوالي سره نو هغه شان چې زه نور
د خپل کار او د چا لپاره وسيله ګڼم؛ هغوی هم ما ځان د خپل لاس وسيله ګڼي؛
نو له دې کبله د وجدانونو زياتوالی ژوند خواشينی کوونکی او شوم ګرځوي او د
دې سبب کېږي، چې زه دې تل په وېرې او ګبڼۍ کې و اوسم. مينه او مرسته او
خواخوږي تل د نا اميدۍ او خواشينۍ سبب کېږي؛ ځکه دغه اړيکي د خپل طبيعت سره
سم د نورو د ازاديو د تسخيرولو موجب برابروي، چې نه رسېدونکې خبره ده. له
دې کبله «ځان غوښتل جهان غوښتل» هرو مرو کېدونکي او د ژوند د دوام اړتيا
ده. د همېشنۍ وېرې سبب کېږي (۱) او له همدې کبله دي، چې ژان پل سارتر په
خپل (ورتړلي) کتاب کې ، له پيله تر پايه پورې زيار باسي؛ دا ثابته کړي، چې
د نورو وجود زموږ لپاره دوزخ دی.
حقيقت دا دی، چې دغه پر له پسې وېره او ګبڼۍ د ژوند او
ټولنيز ژوند زېږنده نه دي؛ بلکې د هغه زړي په خپله د اګزيستانسياليزم او د
هغه په تضادونو کې نغښتي دي. اګزيستانسياليزم بشر د خپل سرنوشت په ټاکلو کې
آزاد پرېږدي؛ خو دغه آزادي او واک يوازې يو ذهني او معنوي اړخ لري. ځکه د
بهرنۍ نړۍ له اړتياوو، تاريخي او ټولنيز جبر سره اړيکي نه لري. د
اګزيستانسياليستانو له نظره د ازادۍ لاسته راوړل يوازې د وجداني آګاهۍ له
لارې امکان لري او دغه وجداني آګاهي مجرده او ذهني ده. نه له بهرنيوعواملو
سره اړيکي لري؛ نه د بشر پخوانۍ تجربې د هغه د لمسون سبب دي او نه عقل او
منطق هغو ته ټينګوالی ور بښلای شي! نو له دې کبله انسان بايد يوازې او پر
ځان باندې په ډاډ سره خپله خپلواکي وګڼي. ځکه د پخوانيو رنځ او زيار او
نورو سره مرسته د چا په کار نه ورځي. هغه شان چې سارتر ليکي: «انسان بايد
عاقل حيوان يا ټولنيز حيوان و نه بولو» انسان خپلواک وو او مطلقاً
بدلېدونکی او نامصمم دی، چې خپل ژوند په خپله ځانته خوښوي . . . »(۲)
په واقعيت کې اګزيستانسياليست فيلسوف انسان د ژوند په
مبارزه کې يوازې او بربنډ ګڼي او د انسان د بشپړتيايي تګلوری اقتصادي ــ
ټولنيزې او علمي ګټې، د همځېلانو خواخوږي او مرستې د آزادۍ په لاسته راوړلو
او د هغه د برخليک په سکښت کې اغېزناکي نه بولي.
ومو ويل، چې سارتر ازادي يوه مجرده او معنوي پديده
بولي. د هغه د خبرې سره سم، « د انسان ازادي يو تړلی او ګوښه ځای دی» چې د
بهرنۍ نړۍ د «لوټ او تالان» پر وړاندې «د پناه ځای» حکم لري.» (د منطق عصر)
(د دې کتاب اصلي موضوع د هغه چا اتلواله ده، چې د مادي نړۍ د ټولو فشارونو
او الزامونو سره سره خپله دروني ازادي پټه ساتي) د البرکامو له نظره هم
بنيادم په خپل ځان کې ژوند کوي او هم له ځان څخه بهر ته چندان اړتيا نه
لري. «هغه چا که څه هم يوه ورځ ژوند کړی وي؛ په اسانۍ سره کولای شي، سل
کاله په زندان کې پاتې شي. د هغه د ژوند خاطرات هومره دي، چې ورته بې حوصله
نه شي» (بېګانه) (پردي).
څرنګه چې د اګزيستانسياليست ليکوال له نظره په ژوند کې
د فرد موقعيت په ټولنيز سازمان يا لرغوني تاريخ پورې اړه نه لري؛ نو ټولنيز
بدلونونه او اووښتونونه به هم د انسان په سرنوشت کې کومه اغېزه ونه لري.
لنډه دا چې د وګړو برخليک يو له بله هېڅ ډول ګډون نه لري او د هر چا ستونزې
په هغه پورې اړه لري او د انقلاب کار هغه دی، چې په خپل ځان پورې تړلې
ستونزې هواري کړي؛ نه زموږ د ژوند ستونزې. زموږ د ستونزو حل يوازې او يوازې
زموږ خپل کار دی او بس . . . » (اندره مالرو، اميد)
د فرد او ټولنيز چاپېريال اړتياوو ته پام نه ساتل، د
جبري اغېزو نفې کول (لکه طبقاتي موقعيتونه) او د فردي ستونزو د ګډو علتونو
له پلټنو نه مخ اړونه، جبراً د دې سبب کېږي، چې د ازادۍ لاسته راوړل نه
کېدونکي شي. رښتيا ده، چې موږ د خپل برخليک په ټاکنه کې خپلواکه يو؛ خو د
برخليک سکښت او د ازادي لاسته راوړل. په چوله او يوازېتوب کې امکان نه لري
. که موږ وغواړو؛ که و نه غواړو، په ټولنه کې ژوند کوو او پرته د ټولنې له
لارې نه شو کولای، چي خپلواکي تر لاسه کړو. آيا کولای شو؛ د ا دعوه وکړو،
چې لومړنی وحشي حيوان چې هره شېبه به له څيرونکو ځناورو، ځمکنيو او اسمانی
افتونو او بېلا بېلو ناروغيو سره مخامخ کېدی او د توليد ډېر لومړني وسايل
يې په واک کې لرل، تر متمدن انسان چې د ډله ايز ټولنيز زيار په وسيله او د
نويو صنايعو په مرسته پر دغو ستونزو لاسبرتيا پيداکوي؛ تر هغه دي آزاد وي.
د قوانينو او ټولنيزو اړيکو علمي، تاريخي ارزښتونو او پرمختګ ته پام نه
ساتل د ازادۍ له نه درلودلو سره برابر دي. همدادي، چې اګزيستانسياليست چې
په لومړي سر کې يې ځان آزاد انګېری؛ په پای کې ځان له بلا ګران زېږوونکي او
وېروونکي ژوند سره مخامخ ويني. ژوند د هغه له نظره د يوې تکې تورې او
وحشتناکې کندې په څېر بدلېږي، چې انسان د هغه له خطرناکې څنډې نه يوازې مخ
پر وړاندې ځي. تر څوک غواړي، که نه غواړي؛ په دې پوهېږي، چې پر آزادۍ
باندې لاسبرتيا نه کېږي او «نه شي کېدای له هغو کړيو نه چې انسان په خپلو
لاسو او پښو لګولې دي؛ ځان خلاص کړي» (۳) دلته دي، چې د بشريت د يوه لارښود
لارښوونکي وينا بيا را يادېږي، چې ويلي يې وو: «انسانان په خپله خپل تاريخ
جوړوي، ولې نه په خپله خوښه يا په هغه اوضاع او احوال کې چې په خپله يې
غوره کوي؛ بلکې په هغه اوضاع او احوال کې چې نېغ په نېغه له تاريخي لرغونو
نه را زيږېدلي، جوړ شوي او دوی ته ور لېږدېدلي دي».
نو له دې کبله ښکاره ده، چې «اګزيستانسياليستي ازادي»
په پای کې په نااميدۍ، خوابدۍ او نه ازادۍ بدلېږي. څرنګه چې د فردي مجردې
او معنوي ازادۍ لاسته راوړنه نه کېدونکې ده، اګزيستانسياليستان چي ازادي او
خوشبيني يې خپل مزل ګرځولي وو؛ د سفر په پای کي ځان د ناامېدۍ، بنديتوب او
دربدرۍ په هيلو کي ويني.
د دغې (پرله پسې وېرې) بل علت دا دی، چې
اګزيستانسياليزم ځان د تاريخي لرغونتياوو، ارزښتونو او اصولو نه چې په
ټولنيز تګلوري کې يې ټاکلي دي؛ بې نيازه ګڼي او په پای کې د دردوونکو
تناقضاتو سره مخامخ کېږي. ويني، چې د منطقي او ټينګو اصولو په لاس کې لرلو
نه پرته بايد خپله لاره وټاکي او ټاکلي ملاک او محک ته له اعتقاده پرته
بايد خپلو ټاکنو ته د عمل جامې ور واغوندي.(۴)
ښکاره ده، چې دغه راز واک او ټاکنه غير عقلاني اړخ لري؛
ځکه کوم ټاکلی قانون نه لري. په هېڅ اصل او بنسټ درېدلي نه دي او بې له هر
ډول درک او ټولنيزې پېژندنې څخه تر سره کېږي. له دې کبله د اګزيستانسياليست
له نظره ژوند په وجود پورې تړلی دی؛ نه د هغه په فکري پانګه پورې. ځکه شته
والی ژوند کول دي؛ نه پېژندل. خو څنګه چې انسان هره پرېکړه کوي، هغه سنتز
دی، چې د وګړي متقابل فکري اصول او چاپېريالي شرايط يې را منځته کوي. له دې
کبله هغه پرېکړې چې د فکري اصولو له دخالته پرته تر سره کېږي،
(اګزيستانسياليستي) تصميمات په اصطلاح يو څه کم لري او همدا امر د دې سبب
کېږي، چې اګزيستانسياليست په پرله پسې توګه په داسي وېره او ډار کې وي، چې
نه ويل کېږي؛ هغه ټاکنه مې چې کړې ده، سمه نه وي. (تر دې به تېر شو، چې هېڅ
ډول رښتينې پرېکړه د هغو اصولو او عقيدو نه پرته نشو کولای؛ سرته ورسوو، چې
زموږ ذهن له ټولنې څخه اخيستي دي. خو اګزيستانسياليست معتقد نه دی، چې دغه
اصول او عقيدې ټولنې پر موږ را تپلې دي؛ بلکې هغه زموږ د خپل وجود زېږنده
بولي) لنډه دا چې څنګه چې هېڅ ډول سمه ټاکنه د اخلاقي او ټولنيزو اصولو
پرته او له نېک او بد ملاک ، له درلودلو پرته امکان نه لري؛ نو هغه دي، چې
اګزيستانسياليست د خپل نه کېدونکي ژوند په ټاکنه کې دې پايلې ته رسېږي، چې
وجود (Existence) ازاد
نه دی او هماغه دی، چې په زړه يې ګبڼۍ ننوزي او رېږد يې اخلي.
سارتر د (ازادۍ د لاري) د اتل (ماتيو) په اړه ليکي:
ماتيو تر اوسه لا د خدای مرستې ته په لاره دی، يانې هيله لري؛ له ده نه د
باندې بل څوک ده ته غږ وکړي «ماتيو ستالاره دغه ده» ښکاره خبره ده، که دغه
راز اتلواله چې موهومه غير تاريخي او تش په نوم ده؛ په پای کې د ماتيو د بې
ګټو او ناهيلو هلو ځلو په رنځ پای ته رسېږي. د اګزيستانسياليست (اتل) و هغه
(خپلواک) سړي (اتل) ته پاتېږي، چې تکل يې کړی وي؛ په يو وچ وېروونکي ژور او
تياره ډاګ (برهوت) کې، په هغه ځای کې چې هېڅوک او هېڅ څيز پرته له ځانه هغه
ته لار ښوونکی نه وي؛کلونه ژوندی پاتې شي. ماڼۍ ودانې کړي او باغونه زرغون
کړي. البته اګزيستانسياليست په داسې حال کې هم د ژوندي پاتې کېدو تصور نه
شي کولای، نو له دې کبله ځان د وېرې او پرېشانۍ په منګولو کې پر له پسې بند
ويني.
څرنګه چې د اګزيستانسياليزم په روايت ، انسان د ژوند په
اخ وډب کې يوازې او بې وسلې جنګېږي (نه کوم خدای شته، چې له هغه سره مرسته
وکړي، نه ارثي او چاپېرياليز عوامل د هغه چارې اسانوي، نه لرغوني تجربي او
توليدي وسايل هغه ته ګټه لري او نه بل انسان له خپله ځانه پرته له هغه سره
خواخوږي کولای شي او نه د ژوند د مورچل ملګرتيا ورسره کېدای شي.) څه پروا
لري، چې انسان لاسبری وي يا لاس لاندې؛ ځکه په هر حال کې يوازيتوب او بې
کسي «اصل» دی. هوګو په (لړلو لاسونو) کې (د سارتر په قلم ننداره ده) وايي:
«وژل او وژل کېدل دواړه يو شان دي. په هر حالت کې انسان يوازې دی» خو څنګه
چې يوازې نه شو کولای؛ بريالي شو! نو اګزيستانسياليست تر ډېرو هلو ځلو
وروسته ځان خوار زار او ځپلی ويني. له خپل ځانه چې د يو دروند بار په څېر
پرې درنېږي، بېزاره کېږي او هره شېبه فکر کوي، چي «زما دا تګ راتګ د څه
لپاره وو؟» د ژوند پوچوالی او د خپلي «ازادۍ» بېهودګي لا ښکاره او برالا
ويني.
د ازادي بيهودګۍ ډېر په زړه پورې ډول د البرکاميو په
يوه داستان کې د يو باغي (l. Homme revolte)
په نامه ښکاره شوې ده.
انسان مخکې له دې د (پوچوالي او بېهودګي)
پر وړاندې په يوازې سر جنګېده؛ له نورو سره به
لاس ورکوي او له هغو سره يو ځای د ظلم او زور زياتي پر وړاندې درېږي او
همدا چاره د دې سبب کېږي، چې د يوازېتوب په پای کې د هغه يوازېتوب پای ته
رسېږي. خودغه پاڅون او درېدل د جبارانو په حکومت بدلېږي او رټل شوی او ګوښه
شوی انسان چې ډله ايزې مبارزې ته يې مخه کړې وه؛ بيا يوازې او نا اميده
کېږي. دکاميو مطلب دا دی، چې تاريخ د يوه دوراني تګلوري په توګه وښيي، چې د
وينې تويولو جنايتونو او اخ و ډب سره د ازادي له پاڅون نه راپيلېږي او پر
بندګي او وحشت باندې پای ته رسي. په داسې حال کې سارتر، تاريخي تګلوری د
انسان د بېواکۍ او غلامۍ له تګلوري سره يو ګڼي. پر انسان باندې د «پوچوالي
او بېهودګۍ» لاسبرتيا پر انسان باندې د انسان لاسبرتيا پر ځای کوي. د خپل
شخصيت په بدلون او ازادي لاسته راوړلو کې د انسان په قدرت او پېاوړتيا
باندې ډاډ نه لري؛ د اګزيستانسياليستي آثارو تومنه جوړوي. لېزي (د سارتر په
قلم د روسپې بزرګوار (عزتمنده کمچینۍ)د نمايشنامې اتله) چي يو تور پوستی
سړی يې له هغې سره په زنا تورن کړی دی؛ په حقيقت باندې پوهېږي او غواړي ځان
د دغه جنايت د دروغو له پېټي نه ازاد کړي او په محکمه کې شهادت ورکړي، چې
تورپوستي هېڅکله دغه راز قصد نه درلود. غواړي، چې پر خپل برخليک حاکمه او
لاسبرې وي؛ خو په دې کار نه بريالۍ کېږي. نه يوازې د حقيقت خلاف شهادت
لاسليکوي؛ بلکې په پای کې د هغه سناتور و زوی ته تسليمېږي، چې هغه يې و دې
شرموونکي جنايت کولو ته هڅولې وه. په ټوليزه توګه په اګزيستانسياليستي
ادبياتو کې انسان د يوه ابدي او د طبيعت نه بهر موجود په څېر څرګندېږي، چې
د زمان او مکان او ټولنيزو اغېزو له کړۍ نه بهر دی. د انسان رنځونه د مادي
محروميتونو، فکري اختناقونو او ټولنيزو فشارونو له کبله نه دي؛ بلکې د هغه
د خپل وجود زېږنده دي، ګيزور، ترياکي فېلسوف (د اندرمالرو په (انسان
برخليک) نومي اثر کې داسې انګېري: چې «اصلي رنځ د هغه ګوګل ور چولی دی، نه
هغه رنځ چې وګړي يا څيزونه د هغو سبب دي؛ بلکې هغه رنځ چې د يو سېلاب په
توګه دانسان له وجوده را جاري کېږي . . .» څنګه چي زموږ رنځونه او دردونه
زموږ د خپل وجود زېږنده دي او څنګه چي په خپله ژوند پوچ او خوا را ګرځوونکی
دی؛ هغه شان چي سارتر يې په تهوع (کانګې کول) کي ترسيموي. اګزيستانسيالست
ليکوال د دې پر ځای چي ځانګړي، ټولنيز او ټاکلي انسانان وڅېړي؛ خپل ځان د
«تمدن زوال» «بشريت بحران» د (انسان برخليک) او داسي نورو ټکو او د عمومي
سرليکونو په باره کي په څېړنه اخته کوي. د هغه تر سترګو ، هغه تضادونو چي
له کبله يې ژوند ناوړه کېږي؛ خوا ګرځوونکی او د کرکي وړ نه دی، بلکې علت په
خپله د ژوند اړتيا ده. له دې کبله وېره، ګبڼۍ، ډار او پرديتوب د بشر د ټولو
وګړو پای ګڼي او په نتيجه کي د دې پر ځای چي د ټولنيزو ناکاميو د علتونو په
پلټنه پسې وګرځي؛ د ژوند معنوي او نا مجسم وجود په اړه په څېړنو پسې ګرځي.
د اندره مالرو ، په داستانونو کي هغه کسان چي د ژوند په
مبارزه کي د يو بل په وړاندي ولاړ دي؛ له يوه پلوه سره يو رنګ دي او هغه د
بنيادم د برخليک له پلوه دي. د انسان د برخليک په داستان کي انقلابي وګړي
لکه کيو او انقلاب ضد ماموران لکه جيانکایشک دوی ټول په يوه ليکه کي ولاړ
دي. ځکه چي د ټولو برخليک مرګ دی. دغه راز د سارتر اتلان هر څوک او هر ځای
چي دي؛ ازلي او تلپاتي تورنان دي. څه لاسبري او څه تر لاس لاندي. هغه چي د
افريقا په ځنګلونو کي ژوند کوي او هغه چي په متمدنو ښهرونو کي دي؛ ټول يو
برخليک لري. ځکه په ټولو حالاتو کي «نيمګړی انسان» دی.
څنګه چي ژوند په هر حال کي وېره زېږوونکی او خواشينی
کوونکی دی؛ په کار ده، چي د ژغور يا لږ تر لږه د تسکين لپاره چاره وسنجوو.
کېو د انسان په برخليک کي وايي، چي «پلار مي په دې عقيده دی، چي د انسان
ژوند پر وېره ولاړ دی. پر هغه وېره چي له سبا کېدو او د انسان له خبرتيا او
نورو وېرو ترهو نه را زېږي؛ ان چي له مرګ نه وېره ... خو ترياک انسان له
وېري نه اسوده کوي ... » (۵)
حقيقت دا دی، چي مالرو په دې عقيده دی، چي ټول وګړي د
ژوند له الي ګولي او تضادونو نه د ژغورني لپاره خپلو ځانګړيو نشه يي درملو
ته لاس اچوي. د نوموړي داستان يو اتل (انسان وژنه) د يوه نشه يي دارو په
توګه د ځان کاروبار ګرځوي. بل يو د ميني او هوسرانۍ اغېزې ته پناه وړي او
يو هم د انقلاب کرښو ته ورننوزي. سارتر هم له مالرو سره په يوه ژبه دی او
وايي:
هوګو په (لړليو لاسونو) کي وايي زه ګوند ته راغلم، چي
ځان هېر کړم؛ خو (هوده در) په ځواب کي ورته وايي «او هره شېبه را يادوي.
بايد چي ځان هېر کړي، پای هر څوک د ځان لپاره يوه لاره چاره پيدا کوي.»
نو له دې کبله ټولي عقيدې او هدفونه چي کله د هغو د
ژوندي ساتلو لپاره ځان ښندو؛ ټول پرته له وهم او افسانو بل څه نه دي او
يواځينی کار چي له هغو څخه لاس ته راځي؛ تخدير دی. ټول شيان د ملنډو پوچ او
غير واقعي دي. « ... ملنډي مو جوړي کړي دي، زما له نظره اصلاً هيڅ شی
رښتينی نه دی» (لړلي لاسونه) اېډيالوجي هم له دروغو پرته بل څه نه دي او
هغه څه چي موږ يې عقايد او نظريات بولو؛ يواځي د دروهني او بوختيا اسباب
دي؛ نه د حقيقت د درک وسيله.
هيڅ داسي ارمان نشته، چي موږ ځان ترې ځار کړو؛ ځکه موږ
نه پوهېږو، چي حقيقت څه شی دی؛ نو د ټولو شيانو له روغوالي نه هم خبر يو»
(اندره مالرو له پرښتې سره په زور ازمايلو کي) د (لړلولاسونو) په ننداره کي
ژسېکا له هوګو نه پوښتي، چي څنګه کولای شي، د خپلي عقيدې په رښتياوالي
ايمان ولري ؟ حال دا چي يو کال تر مخه يې د يوه تشکيلاتي چپي (لویي) پر ځای
يې ، له يوه منحرف چپي (هوده در) سره کتنه کړې وه . هغه وخت یې د – هودرو -
له عقايدو سره مخالفت کړی نه و او خپل عقايد به يې د حقيقت ضامن نه بلل.
هوګو د هغه په ځواب کي وايي: کله چي انسان ستا خبري اوري؛ داسي انګېري، چي
ټول عقايد يو شان دي او وګړي هغه شان چي په ناروغي اخته کېږي؛ په عقايدو هم
اخته کېږي.
نو له دې کبله وايو، چي فردي ازادي، بشري عقايد او دود
دستور هيڅ اړيکي نه سره لري. لېزي. «لويه کمچنۍ» چي د خپلي ټولنيزي غريزې
له مخي له تورپوستو کرکه لري او د زړه له کومي له شتمنۍ او لاسبري طبقې سره
اړه لري ، ددې پر ځای چي خپل ژوند د پوهېدني په خاطر (دا چي تور او سپين
بايد له ټولنيزو او انساني حقوقو يو شان او برابره ګټه واخلي) په خطر کي
واچوي ، په ډېرو ځانګړو ارزښتونو پسې ځي او د حقيقت پر ځای هوسا او شتمن
ژوند غوره کوي.*
د اګزيستانسياليستي ادبياتو يو بل اړخ دا دی، چې پر
ژوند يې تل تر تله مرګ سيوری اچولی دی. اګزيستانسياليستي ليکوال چې نه شي
کولای؛ په ژوند کې ژور مفاهيم پيدا کړي او انساني پنځوونکي هلې ځلې د مرګ
او وحشت د لږوالي او هېرتيا لامل نه ګڼي؛ د مرګ په نمانځنه لاس پورې کوي.
مرګ د حيات لارښوونکی بولي او په دې توګه ، هغه وړتيا ته رومانتيکا بڼه
ورکوي، چې دی يې له مرګه لري. چن تروريست ، د (انسان په برخليک) کې مرګ د
(ژوند مانا) بولي او (دېو) د البرکاميو د طاعون (کتاب اتل) معتقد دی، چې «
. . . د نړۍ د نظام بنسټ مرګ ږدي» د کاميو په نظر د مرګ د جوړوونکې مقدرې
سلطې د ژوند په زړه پورې مسله ده او د طاعون په رومان کې زيار باسي، چې د
مرګ شته والی د انسان لپاره د يوه «پای ته نه رسېدونکې ماتې» په توګه وښيي.
لکه هغه شان چې یادونه وشوه ، کولای شو؛
اګزيستانسياليزم د مرګ نااميدي او بېهودګي فلسفه وګڼو. حقيقت دا دی، چې
اګزيستانسياليزم د هغې طبقې نړۍ ليد دی، چې لګيا دی؛ پوپناه کېږي او د
اروپا او امريکا د تمدن له صحنې نه کډه باروي. حق له روجرګاردي (Rger
Garody) سره دی، چې د اندره مالرو او د هغه د
ياس وهلي وجدان په اړه وايي. «د هغه ليکنې زموږ د زمانې شاهدانې دي؛ خو
يوازې د هغه څه په اړه شهادت ورکوي. په اوسنۍ زمانه کې د مرګ او سره شيندلو
په حال کې دي. د هغه څه په اړه چې نوي زېږي او د ودې په حال کې دي» (۶) دغه
وينا چې د معاصر تاريخ د لنډيز په توګه د منځنۍ طبقې د هنر مند د هغې ډلې
په اړه چې د نااميدۍ او بدبينۍ په ځاله کې سرګردانه دي، له مالرو نيولې
ترکاميو ، همينګوې او فالکنره پورې پخلی کوي.
د منځنۍ طبقې د روښانه فکر د فکري جوړښت يوه ځانګړتيا
خو دا ده، چې خپل ذهني اصول په ټوله نړۍ او ټول ژوند کې دودوي. خپل دردونه
د بشر دردونه او خپلې ماتې د عالم د هستۍ ماتې بولي . د هر ملت په څېر چې د
خپلې مور ګناه د بشر ګناه بولي. د فرانسې د منځنۍ طبقې روڼ اندي هم چې نه
شي کولای؛ د خپلې طبقاتي کړۍ نه پښه وباسي. د خپلې طبقې د کلتور او تمدن
زوال د نړيوال تمدن او کلتور زوال بولي. هغه دا حقيقت درک کولای نه شي، چې
يوازې د منځنۍ طبقې د روڼ اندي ژوند په هغه ټولنه کې چې دغې طبقې جوړ کړی
دی؛ پوچ او خواشينوونکی دی. نو له دې کبله يې همدا شان ګڼي. هغه چې د ا
زړورتيا نه ده کړې، چې خپل طبقاتي مزي پرې کړي، خپل ژوند د مرګ د سيوري تر
تيهرو لاندې ويني. له دې کبله په ډېرې نااميدۍ زارۍ کوي، چې «د ژوند درک له
وېرې پرته بل څه نه دی» او په بشپړ ايمان سره نورو ته وايي: «زه ټولنه
خوسا نه ګڼم، ځکه کولای شو؛ لرونکی خوسا والی لري کړو. ټولنه زما لپاره
پوچه او عبث ده.» (د انسان برخليک)
هغه څه چې سارتر د البرکاميو د بېګانه (پردي) په اړه
ويلي دي؛ د خبرو اترو وړ حقيقت دي. (خو يوازې دا بايد هېر نه کړو، چې د دود
له مخې، ټولنې منځنۍ طبقه له نړۍ او د منځنۍ طبقې روڼ اندي يې له بشر سره
اشتباه کړي دي.)
« . . . په هغه نړۍ کې چې ناڅاپه له اوهامو او فکري
نويوالي نه تشه شوې ده؛ انسان د پرديتوب او يوازېتوب احساس کوي. خو د هغه
غربت او لرېوالي لپاره کومه چاره نشته؛ ځکه د وعده شوي نړۍ او له لاسه تللي
وطن هيله يې له ذهن نه محوه شوې ده.» (۷)
لکه هغه شان چې له دې نه مخکې اشاره وشوه؛ راتلونکې به
دا وښيي، چي ايا ژان پال سارتر تر اوسه هم د خپلي ميني (وطن) (له لاسه
تللی) او د وعده شوي ميني هيله ملنډي ګڼي؛ يا دا چي د خپل «د غربت او
لريوالي» د حالت لپاره يې رښتينې چاره موندلې ده.
د څلورم څپرکي ماخذ
۱ــ لويي هاراپ – سارتر او اګزيستانسياليزم، د معاصرو
پرګنو مجله ۱۹۴۶م کال دسمبر. ۳۱-۱۱-۱۰ مخونه، د امريکا چاپ.
۲ــ ژان پل سارتر «قالب ګران افسانه ها»د هنري تياترونو
مجله ۱۹۴۶م کال. جون (۳۵۲) مخ، د امريکاچاپ.
۳ــ فولکيه، اګزيستانسياليزم، ۵۵مخ ، د امريکا چاپ.
۴ــ هماغه اثر (۵۷) مخ.
۵ــ له هنري پېر نه په نقل سره «اګزيستانسياليزم د
نااميدۍادبيات» فرانسوي مطالعات، دييل په پوهنتون کې ۱۹۴۸م کال لومړۍ ګڼه
۲۶مخ ، د امريکا چاپ.
۶ــ روژه ګاردي – د اديرې ادبيات،۴۰ مخ ، د امريکا چاپ.
۷ـ «له و. برومبرت نه په نقل لاو کاميو او بېهودګي
رومان» د ييل فرانسوي مطالعات ۱۹۴۸م کال، لومړۍ ګڼه ۱۱۹مخ.
نوره بیا |