کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

 

۵

 

 

 

۶

 

 

۷

 

۸

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

 

شپږم څپرکی

 

    جيمزجويس   

   [1]

 «ددالوسه، ته د ټولنې ضد انسان يې . . . »

(جويس)

کولای شو؛ جيمزجويس د لويديزې نړۍ د رټل شوي هنرمند بشپړ ښکارندوی وګڼو، چې د خپلې ټولنې د خپلې زمانې د خپل تمدن او کلتور پرضد درېدلی دی. ګوندي هم وکولای شو؛ هغه د  هغو نوابغو په ډله کې وشمېرو، چې د ماکسيم ګورکي په وينا«په خپل وطن کې پردي دي، حال دا چې د هماغې خاورې او اوبو ، تر ټولو خورا زامن دي.»

د جويس پاڅون د ځانګړي ارزښت لرونکی دی. نه يوازې د دې پلوه چې په دغه راز پاڅون سره زموږ د پېړۍ زياتره هنرمندان لړلي دي؛ بلکې له دې امله چې د جويس د هنري ځانګړتياوې په بشپړه ، هغه پورې اړه لري ، خو د جويس پاڅون هومره لوی هم نه دی، دا هماغه د رومانتيکانو پاڅون دی، چې په نوي ډول ځان ښيي.

د جويس درېدل د رومانتيکانو د پاڅون په څېر پر درون بينۍ او ځان پالنې ولاړ دی، چې په پای کې د «نفس په تبعيد» او له هر څيز نه په ګوښه کېدو پای ته رسېږي. (نور به د هغه خدمت ته ملا ونه تړم، چې عقيده نه ورته لرم؛ که څه هم وغواړي، چې زما کور زما وطن يا زما کليسا وي او تر دې وروسته زيار باسم، چي د ژوند نوې لاره يا نوی هنر پيدا کړم، چې وکولای شم؛ د خپلو اندېښنو د بيان لپاره وخت او واک ولرم. خو هغه وسله چې د ځان د دفاع لپاره يې جايزه ګڼم؛ سکوت، نفس وژنه او پیاوړتیا ده.» (په ځوانۍ کې دهنرمند څېره)

جويس چې د خپلې ټولنې د محکومولو لپاره را پاڅېدلی و، په پای کې ځان محکوم کړ، په ګوښه ګيرۍ، تبعيد او داسې پرهارونو محکوم شو، چې بايد په خپل لاس پر هغو مالګه وشيندي.

د جويس د پاڅون غم لړلی او دردناک پای ، نه راګرځېدونکی وو. کله چې يو وګړی په خپل نفس کې قيام کوي، د هغه قيام د هغه په ځان کې پای ته رسېږي. کله چې جويس د خپلې زمانې د ټولنې په اړه قضاوت کاوه او هغه يې محکوموله، هر څېز ته يې د خپل نفس له دریڅې لیدل . د – باطنې محکومیت – تر ټولو زیاته اغیزه ، د بیزارۍ او کرکې احساس دی . ځکه د هر حکم سرته رسول وسيله او قدرت غواړي او څنګه چې د جويس په څېر يو هنرمند هغه نه لري، نو د محکومې ټولنې نه د (کرکې او بېزارۍ) زهر په ځان کې ساتي، چې د مسموميت سبب يې کېږي. د دغه لوی ليکوال غم لړلی برخليک له هغې نهيلۍ او دروني بېزارۍ نه سرچينه اخلي، چي د هغه وجود يې لکه خوره سره خوړ.

اصولاً جويس هغه هنرمند وو، چې په دردناکه توګه يې نړۍ په ځان کې ليده او خپل نفس يې د ژوند سرچينه ګڼله. هغه په خپله له دې خبرو نه ښه خبر وو. « ددالوسه ته هغه ټولنيز ضد انسان چې په خپل لاک کې ننوتلی يي» (په ځوانۍ کې د هنرمند څېره) دغه درون بينۍ هغه له رښتينې نړۍ نه بېل کړ او له همدې کبله د واقعيت د درک پر ځای يې ، هغه ته لعنت واستاوه. له همدې کبله هغه سره له دې چې د نننۍ ټولنې ناروغي ښه تشخيصوي؛ نه شو کولای، چي رياليست يې وبولو. ځکه جويس د (ټولنيز تشخيص) په نتيجه کې د ژوند مسموم مظاهر نه پرېږدي؛ بلکې ژوند د(رومانتيکي بېزارۍ) او رټلو په وسيله له ځانه شړي. په بله وينا لکه يو طبيب چې ناروغ له نږدې معاينه کوي، چې ناروغي يې په سمه توګه تشخيص کړي او غم يې وخوري، د ناروغ ناروغ ځايونه نه ګوري؛ بلکې د حساس او نازک زړي لاروي په څېر خپله پزه پټوي او له ناروغه تښتي.

ګوندي د جويس د هنر یوازیني ريالستي اړخونه هغه دي، چي د لوېديزي نړۍ د نننۍ ټولنو رټل شوي او بېلارو او ځپل شويو وګړيو تصويرونه ، هغه شان انځوروي؛ لکه چي دي. د متوسطې طبقې د روښانفکرو فکري اضطراب او روحي بحرانونه را څرګندوي، او لږ او ډېر د هغه تمدن را پرځېدل احساسوي، چي لرغوني ارزښتونه يې بايللي دي؛ خو دا بايد هېره نه کړو، چي رياليزم تر هغه پراخ او ژور دی، چي هغه د واقعيت يوه اړخ ته محدود کړو. د جويس اعتياد د هغه چا په ترسيمولو کي چي د انساني ژوند ټول ارزښتونه يې له لاسه ورکړي دي؛ ناروغ او مسموم دی. نو له دې کبله د هغه پاڅېدونکی هنر چېري نه رسېږي او د خوسا ټولني پرېښودل او د وروستيو اصولو او ارزښتونو نفي څه ګټه ورته نه کوي. په خپل ټول ژوند کي ، د خپل نبوغ پر لوړ کمره ، چور یوازې ولاړ دی ، بې له هغه چي پوه شي، چې د سمندر تر تورو او خوسا اوبو لاندي چي دی يې ويني؛ رڼا او ناندوالی اوژوند وده کوي.

کېدای شي ، هېڅوک ونه شي کولای؛ هغه اړيکي چې د جيمزجويس او نړۍ تر منځ شته، تر هغه ډوله ، غوره انځور کړي چې ده (د هنرمند په څېره کې ) داسې په اغېزمنه ډول د کاغذ پر مخ انځور کړي دي :

«دهغه ژوند داسې پرتمين و؛ ته به وايې، چې ځان يې تر واقعيت لوړ درولی دی. د واقعي نړۍ هېڅ څيز نه پر هغه اغېزه کوله او نه يې خبرې ورسره کولې او که يې اغېزه کوله او يا ورسره غږېده؛ د هغو قهرناکو فريادونو پژواک وو، چي د ده ګوګل يې ډک کړی او له ده سره ملګری وو. هغه دا توان نه درلود، چي د يوې انساني او ځمکنۍ غوښتني په ځواب کي ووايي او د خوښۍ، ملګرتيا او خواخوږۍ د غږونو په وړاندي په سوړ او چوپه خوله پر ځای پاتې کېده؛ ان د پلار له غږه هم ستومانه او بېداره شوی وو...

«رښتيا هم چې احمقانه هدف يې لرلی؛ هڅه يې کړې چې د خپل وجود نه د باندې او د ژوند د لړليو اوبو پر وړاندې د نظم او ظرافت دېوال ودروي او د پوهې د اصولو په مرسته او د چارو سره په ملګرتيا او د پلار او مور سره د نويو اړيکو په ټينګېدو سره د خپل درون مستې څپې ، د دې دېوال دې خوا ايسارې کړي؛ خو له بده مرغه چې ګټه يې نه لرله. اوبه له دننه او د باندې نه توپاني شوې وې او دا بند يې مات کړی او څپو يې د مات ديوال پاتې شوني په بېرحمانه توګه وړي وې. د ځان د لرې والي او تنهايۍ بيهودګي يې په ښه توګه موندله. نه يو ګام هغه چاته چې د هغه د وجود غوښتونکي و؛ ورنېږدې شوی و او نه يې هغه چوله ډکه کړې وه، چې شرم او اضطراب هڅوونکې بېزاري د هغه او د هغه مور، ورور او خور تر منځ را پيدا کړې وه. داسې يې احساسوله، چې په ستونزو سره کولای شي؛ ځان هغومره هم و نه ګڼي، چي له هغوی سره پيوند د صوفيانو د زوی ګڼلو او ورور ګڼلو پيوند ته ورته وو. 

«دا قصد يې وکړ، چې د خپل زړه سودا چې پرته له هغه هر څه ورته بېهوده او پردي وو؛ پيدا کړي . . . »

په ډاګه ښکاره وه، چې جويس تر کومې اندازې له ټولنې نه ترهېدلی او لرې پاتې شوی دی. وينو؛ چې د هغه ژوند د واقعيت او ارمان تر منځ تضادونو سره شيندلی دی. غم، پېښماني او بېکسي د هغه د ځان غړي لړزوي. ځان ليدنه او بې هدفي تل هغه ځوروي. دغه د ژوند سره شيندنه، ګبڼۍ او اله ګوله ټول هغه عوامل دي، چې د جيمزجويس د غم لړلي ژوند او جادويي هنري بنسټونه جوړوي.

جويس يو له هغو ليکوالو څخه دی، چې د سوبژکټيويزم په بيان او ترسيم کې وروستي پړاو ته رسېدلی دی. هغه تل له دې نه ډډه کوي، چې هغه پوهه او تجربې چې لوستونکی يې له رښتينې نړۍ لاسته راوړي؛ په کار واچوي او يا هغه احساسات چې هغه د ژوند په باره کې لري، د ګټې وړ وګرځوي. هر څه د هغه خپل دي. هغه نړۍ چې هغه ترسيموي؛ د نورو له نړۍ سره ګډه نه ده او هغه چا ته اجازه نه ورکوي، چې د ده سپېڅلې او تمثيلي نړۍ ته ور ننوزي او نه په خپله  حاضر دی، چي يو ګام د هغې نړۍ نه د باندې کېږدي.

په هغه نړۍ کې چې استفن ددالوس ژوند کوي (په ځوانۍ کې ديوه هنرمند څېره) هر څيز د ده نه پرته سيوری رنګه او غير واقعي دی او هېڅ ډول ژوندۍ اړيکي د هغه او د ده د چاپېريال تر منځ نشته. لوستونکی ځای او وګړي ليدلای نه شي، بلکې مجبور دی؛ هغه احساس کړي. په ټول کتاب کې يوازې سيوری يا په بله وينا د کليسا، کورنۍ، دوستانو او نورو مجردو او انتزاعي څېره يې د لوستونکي تر سترګو کېږي، چې د هغوی يوازينی نقش د استفن په ژوند کې هغه دی، چې د هغه په ذهن کې ځانګړی احساس پهروي؛ کنه خپله خو کوم ځانګړی او ښکاره ژوند نه لري. هغه کولای شو؛ د هغه په مات روح کې د واقعيت انعکاس وبلل شي. بهرنۍ نړۍ چې يوازې د استفن وجود پورې تړلی وو، خپل ژوند هم د هغه وجود پور ګڼي.

هغه تصوير چې استفن يې له واقعي نړۍ نه په ذهن کې لري، خيالي، سمبوليک او تحريف شوی دی. د هغه روح په پر له پسې توګه د وهمونو سره لاس او ګريوان ده او د هغه د افسانو د تيهرو د نړۍ لور ته چې له ماتو او مبهمو تصويرونو ډکه ده او د عالم د سيندونو تله ته ورته والی لري؛ بيايي. هر کله که بهرنۍ نړۍ او يا بله پېښه د هغه تفکر و نه هڅوي؛ تر ستوني پورې د وېرې او ګبڼۍ له خيالونو او کابوسونو په ناولو ډنډونو کې ډوبېږي. پر دې برسېره د هغه ځانخبره او ناخبره دنيا داسې سره لوېږي، چې لوستونکی په کړاو سره کولای شي؛ استفن ويښ او هوښيار کړي.

استفن خپل استعداد او شخصيت له ورځني ژوند او د بهرني واقعيت سره په مبارزه کې نه څرګندوي؛ بلکې د هغه شخصيت او استعداد د روحي توپانونو په اخ او ډب کې را هستېږي او وده مومي. هغه وېره زېږوونکي تصورات چې د دوږخ او ګناه په اړه يې لري، د هغه مخ ګرځونه له دې چې د کشيشانو په جامه کې را څرګند شي، د هنرمندانه هيلو او غوټيو غوړېدنه او داسې نور ټول له ورځنيو خيالونو، کابوسونو او روحي شيندنې او د هغه په خپله وينا، د هغه د سپېڅلي سکوت جذبې دي.» اساساً ټول څيزونه د باطني نړۍ لورته تمايل لري او له هغه نه سرچينه اخلي؛ نږدې د هغه د فکر ټولۍ سر ته رسېږي. د ساري په توګه د کاتوليزم د نه منلو لپاره د هغه پرېکړه د دې نتيجه نه ده، چې  د کليسا ټولنيز خپه کوونکی فشار يې په ټولنه کې درک کړی وي؛ بلکې د هغه روحاني بېلارېتوب يا د ده په خپله وينا د ده خپله ماته ده، چې په دې بريالی شوی نه دی، چې د مذهبي ايمان له لاري خپل آشفته او ناکراره روح ته سکون او آرام ور وبښي.

په توليزه توګه د خپل حال په شرحه کې چې هماغه د (هنرمندڅېره) ده، له واقعيت سره د ځان پر اړيکو مئين دی او څه ډېر چې هغه يواځې پر خپل نفس مئين دی؛ خو خبره دلته ده، چې پر ځان مئنېدل، د خپل نفس درک نه دی. د دې لپاره چې وګړي وکولای شي؛ هغه شان چې دی ځان و پېژني. بايد له هر څه نه د مخه ټولنه درک کړي؛ د فرد او ټولني له منځنيو اړيکو څخه ژوره پېژندنه پيدا کړي. ګواکي هم د جويس په څېر (خپل ژوند) د خپلو آثارو تومنه ګرځوي او د ليکنو زياتره آثار يې د اتوبيوګرافۍ او شرح حال اړخ لري. خو يوازې عمده توپير چې د دغو دوو ليکوالو تر منځ شته؛ دا دی، چې ګواکي هېڅکله خپل نفساني تحولات د نورو له وجوده په انتزاعي او جلا ډول نه توصيفوي؛ بلکې تل د هغه د شخصيت د ودې د ټولنيز چاپېريال د بدلون تر منځ هراړخيز او ژوندۍ اړيکي شته دي. په ساده وينا سره بايد ووايو. ګورکي ځان له نورو پېژني، حال دا چې جويس ځان په ځان کې پېژني.

له هغه ځايه چې جويس دا توان نه لري، چې واقعيت او آن خپل نفس په ژوره توګه درک کړي او دغه راز نه شي کولای، چي د خپل درون او بهرنۍ نړۍ تر منځ روښانه او ټينګي اړيکي وساتي؛ هڅه کوي، چې بهرنی واقعيت د سمبولونو له لارې ور وپېژني او په دې توګه ځان واقعيت ته نږدې کړي. د هغه له نظره د نوي تمدن (رښتيني) اړخونه په ښکاره ډول د زغملو وړ نه دي. هومره د نه زغملو چې وګړي پوهېږي، چې د دغو اړخونو ژوره او غوره مطالعه او ښکاره انځورونه بې ګټې ده؛ نو له دې کبله دي، چې جويس د اوسنۍ زمانې ژوند په سمبولونو کې ور ګډوي؛ ځکه سمبول هم له وګړي او هم  له ټولنې نه غوره دی او هغه تر خپله لاسبرتيا لاندې را ولي؛ ځکه «معاصر ژوند کېدونکی او زغمونکی کوي» دغه حقيقت چې جويس د واقعيت پېژندنې تريخی نه لري او دا چې په سمبولونو کي د هغه عادت کېدل د يوې بېلارې کېدونکې عقيدې په توګه ګرځېدلي دي؛ د هغه يوه مريد او د آثارو سپړونکي په ښه توګه څرګنده کړې ده. «کاکاو څکل» (د اوليس په رومان کې کاکاو د هغوکاليو او موادو سمبول دی، چې نوي صنايع په يو رنګ او زياته پيمانه د ميليونونو تنو خرڅ لپاره توليدوي) په داسې حال کې چې د استفن او نور بشريت تر منځ د پيوند نښه ده؛ بلکې د دې نښه هم ده، چې استفن د پلار په لټولو بې تابه شوی دی. قاعدتاً کاکاو يو ځانګړی سمبول دی، چې هنرمند ته د مضمونونو د پيدا کېدلو وسيله له يوې خوا او د انسان او بهرني واقعيت تر منځ وسيله له بلې خوا ده. ظاهراً کله چې جويس خپله شپه او ورځ په پاريس کې د کاکاو په څکلو تېروي. کرار کرار يې دا توان پيدا کړ، چې خپل چاپېريال و پېژني.(۱)

جويس چې د فرانسوي سمبوليستانو او امپرسيونستانو تر اغېز لاندې راغلی وو؛ تل يې زيار يوست، چې د بهرنۍ نړۍ له ترسيم او تجسم نه مخ وګرځوي. په خپل هېڅ يوه داستان کې پرته له (دويلنييانو) وګړي نه توصيفوي؛ بلکې د هغوی خيالونه د لوستونکي په ذهن کې را ژوندي کوي.

د ځايونو نومونه اخلي؛ خو انځور يې نه باسي. داسې چې کولای شو؛ و وايو، چې ځای يوازې د داستان په ذهن کې شته دی؛ خو د داستان وګړي موږ هم شخصاً نه پېژنو، مګر يوازې هغوی د هغوی له غږونو نه پېژنو او د هغو له خيالونو او جذبو له مخې په هغو خبرېږو. هغه خلک چې د هنرمند څېرې په رومان کې ژوند کوي؛ خيالي او پیريانو ته ورته دي. هرڅه شته دي؛ خو جسم نه لري. خبرې کوي؛ خو نه ښکاري، چې د هغو غږ له کومه ځايه راځي. استفن په داسې دنيا کې ژوند کوي، چې بې شبهې واقعي ده او خارجي شته والی لري؛ خو لوستونکی نه شي کولای، چي د هغه د دنيا شته والی، اندازه او چاپېريال لمس کړي. علت يې دا دی، چې جويس هم د سمبوليستانو په شان له اندازې زيات د بهرنۍ نړۍ امپرسيونيستي اړخونو ته پاملرنه کوي، يانې دا چې د غږونو، رنګونو او سيورو ښکالو پر هغه ژوره اغېزه کوي.

د اوليس په رومان کې، هغه شان چې استفن د ساحل پر غاړه روان دی او څيزونو، شيانو او د هغو اړيکو ته د واقعيت له مخې ګوري، شيان او موجودات د هغه تر نظر د (عالم هستي د مهر «Signotures of all things» په څېر څرګندېږي. دغه وينا چي بوام (Boehme) په پېژندل شوي عرفاني، کيمياګر ګڼل کېږي؛ د هغه د عارفانه سمبوليزم ښکارندويه ده، چې موجودات او محسوسات د يوه لومړني آسماني حقيقت نښې ګڼي . هغه دا چې يوازې د سمبولونو له لارې کېدای شي؛ توصيف او وپېژندل شي. له همدې کبله ده، چې استفن د مسټر بلوم په پخلنځي کې ځان د روح او مادې تر منځ واسطه بولي. البته د هغه هوښيار او باشعوره عامل په څېر چي ذره او جهان د هغه بنسټ په ناپايداري او نابودي درېدلی له يو بل سره پيوندوي.) جويس هم د بودلر په څېر خارجي واقعيت د (سمبولونو پانګه) بولي، چې هنرمند بايد هغه کشف کړي او په کار يې واچوي. ټول څيزونه ان چي زړه کي لټوي؛ تل هڅه کوي، داسې څه پيدا کړي، چې وکولای شي؛ د هغه په اړه کشف وکړي او په کې ډوب شي او رښتينی دوزخ يې هلته دی، چې ټول څيزونه ښکاره او برالا وي او هېڅ شی مکاشفه و نه هڅوي.

نو له دې کبله دي، چې د اوليس په رومان پوهېدل له ستونزو ډک دي، ځکه هر ليکوال ، ټول څيزونه نه د هغه په رښتيني مفهوم سره؛ بلکې د سمبول او رمز په توګه کاروي. د ساري په توګه کله چې استفن د ماتو هيندارو ټوټې او را نسکورې شوې ودانۍ ويني؛ د هغه مقصد ځوانيمرګې هيلې او را پرځېدلي ارمانونه دي او يا لکه چې ليکوال غواړي، د استفن زړه بدي او بېزاري بيان کړي او په اشاره سره څرګنده کړي، چې د هغه د هيلو جاله په خټو کې بنده پاتې ده. هغه د يوه سپي د جثې پر وړاندې چې د سيند په اوبو کې لوېدلې او د هغې جالې پر وړاندې چې په چيکړو کې بنده ده؛ دروي.

فرانسوي سمبوليستان، کلمات د حقايقو زړه ته د ورتګ لپاره نامکشوف بولي، جويس هم په همدې عقيده دی؛ د هغه له نظره کلمې نه يوازې د افکارو او اندېښنو قالب دي؛ بلکې د هنرمند او واقعيت تر منځ د اړيکو د پرېکېدو مخنيوی کوي. يوازې کلمات دي، چې کله ناکله کولای شي، د چاپېريال د بېلا بېلو برخو بېلا بېل اړخونه هغه ته څرګند کړي او آن کولای شو، ووايو؛ کلمات يوازې واقعيت نه ښکاره کوي؛ بلکې هغه پنځوي هم. (۲)

په ټوليزه توګه د جويس سمبوليزم د لرغوني يونان  ميتولوژي (اسطوره پېژندنه) د منځنيو پېړيو له استعارو او فرويدي سمبولونو نه جوړه شوې ده. د اوليس د داستان اصلي تيم او سمبوليکه تومنه (ګناهګار وجدان) دي. چې همدا نمونې د يونان او منځنيو پېړيو له عقيدو نه سرچينه اخلي او فرويديزم هغه ته الهام ورکوي. دغه (تيم) په ميتولوژي کې په ايرينيانو (Erinyes) يا د غچ اخيستلو الهې پورې چې ګنهګاران څاري او سزا ورکوي؛ اړه پيداکوي. لکه هغه شان چې درستيز (Drestes) خپله مور وژلې ده. په پر له پسې توګه د ايرينيانو له خوا څارل کېږ ي. دا خبره د ده د وجدان د دايمي ځورېدو سبب ده. د منځنيو پېړيو په فلسفه کې د حضرت آدم (دلومړنۍ ګناه) په توګه بيان شوې ده، چې بني آدم بايد تر ابده پورې د هغه کفاره ورکړي. د فرويد په سيکاناليز کې جنسي محروميت دی، چې په ناخود آګاه توګه د پښېمانۍ، شرمندګۍ او خوارۍ سبب کېږي. (۳)

د جيمس جويس رواني تحليل او تجزيه د «ذهني جريان» «ناخود اګاهي قوي فعل ته راوړلو» پر بنسټ ولاړ دی. د (هنرمند څېره) د اوليس عمده برخې او د وبلينيانو درې لومړني داستانونه په امپرسيونيستي ډول او په دغو دوو تګلوريو ليکل کېږي. ټولې پېښې د اتل په ذهن کې پېښېږي، چې هم فاعل او هم مفعول دی. يانې په عين حال کې موضوع پېښې دي او پېښې هم په جريان کې اچوي.

د ذهني جريان لاره د دې په بدل کې چې بهرنی واقعيت د ورځنيو تجربو په بدل کې توصيف کړي؛ ذهني نوسانات د تجسم د واقعيت وسيله ګرځوي. هغه واقعيت چې دغه راز توصيف شوی دی. د تحريفونو، بې ثباتيو، ګډوډيو او سپېڅلتياوو سره لاس او ګريوان کېږي. دغه بېلاريتوب او نور. . . په هغه وخت کې ، که خپل ځای زموږ ذهن کې پيداکولای شي، چې په تدريجي توګه موهوماتو او د باطلو تصوراتو په ډول څرګندېږي، چې د واقعيت سم درک زموږ لپاره ګرانوي . . . په بله وينا يو له هغو عواملو څخه چې موږ له فکري تېروتنو او بېلارېتوب نه ساتي؛ د ژوند عيني تجربې دي. د (ذهني جريان) ډول د دغو لارښوونکوعامل ته ارزښت نه ورکوي. نو له همدې کبله زموږ د دويمي او واقعي تفکراتو اندازه لګوي او وهم د واقعيت پر ځای کېنوي. پر دې برسېره د عارفانه جذبو پر اړخونو او معانيو په آزادي او بيا را يادونې باندې په تکيه کولو سره چې عقل او منطق له تنظيم، د فکر له ترتيب او اندېښنې له لارښوونې نه را ګرځوي او د فرد ورځنی ژوندله وهم او خيال سره لاس او ګريوان کوي.

د ناخود آګاهۍ له قوې نه فعل ته د راوړلو له لارې نه په استفادې سره جويس غير واقعي او غير مادي ژوند د واقعي او مادي ژوند پر ځای دروي. هر ډول وهم او خپه شوي هيلې چې د هغه د اتلانو په اپلتو ويونکو اندېښنو کې شته دي، واقعي او مادي بڼه پيدا کوي. يا که لږ ښکاره و وايو؛ ځان او روح پيدا کوي او د ژوند ډګر ته را درومي. د ساري په توګه د اوليس د هغو خبرو په لړ کې چې د اوليس په رومان کې د مستربلوم او (زوی کمچيني) تر منځ کېږي. مستر بلوم داسې انګېري، چې (زو) يوه «اورشيلمي نجلۍ» ده، چې په لرغوني ختيځ کې ژوند کوي او دغه تصور «عملاً» ځانته واقعي بڼه مومي (دغه شېوه) چې واقعيت دي ورک شي؛ په څېره تصويروي او د خود آګاه فکر کليت د ناخود آګاه د خامو لومړنيو عناصرو په شيندلو ټوټو بدلوي او روحي عقيدې د واقعيت د (چاڼ) کولو وسيله ګرځوي، په هېڅ ډول د باطني نړۍ او بهرنۍ نړۍ تر منځ د موجودو اړيکو د ترسيم لپاره غوره کېدای نه شي.

د جويس روحي تجزيه او تحليل ناتورياليستي اړخ هم لري، هغه جنسي اړتياوې او تلوسې د ژوند او تفکر ستنې ګڼي؛ نو له دې کبله ټولنيزي اړيکي د بيولوژيکو اړيکو پورې را ټيټوي او ناخود آګاه او غير عقلاني عوامل پر عقلاني تفکر لاسبري کوي. دغه راز د ناتورياليستو ليکوالو په څېر د رواني ناروغانو او منحرفو وګړيو له تصويرونو سره سخته مينه لري. (پاتې دې نه وي، چې دغه مينه له ژوند نه د زياتې بدبينۍ او کرکې زېږنده ده)

هغه وګړي چې په اوليس کې ژوند کوي، د ځمکې د مخ خورا بېلاري، خورا بې هدفه او خورا ډارن وګړي دي. مستر بلوم د انساني ژوند د پرديتوب غوره بېلګه دی. هغه له ټولنې سره د پيوند پيدا کولو لپاره چې هغه يې له ځانه شړلي دي؛ هرې ګټې او هر بوټي ته لاس اچوي. د خپلې ښځې په بېلارۍ باندې سترګې پټوي او د هغه لونډان زغمي. ځکه په دې توګه داسې انګېري، چې د هغه او نورو تر منځ اړيکي را پيدا شوي دي. که څه هم امکان لري، چې په لوېديزه نړۍ کې دغه راز وګړي وي؛ خو د انسانيت په داسې وحشي ډول خوهرول او سپک ګڼل به له رياليزم نه لرې وي. د ناروغ ليدل او جوړ نه ليدل، رښتيا ليدنه نه ده. هغه ناروغۍ ځپلې مينه او د زياتې بېزارۍ مسموم فکر چې جويس له ټولنې نه درلود؛ د دې سبب شو، چې په قصدي توګه د انسان په پرتم ملنډې و وهي. انسان سپک و انګېري او له هسک نه يې ځمکې ته را واچوي. لکه هغه شان چې د اوليس په رومان کې د لرغوني يونان اتلان او آيرلينډي کمچنيانې يو شان او برابري دي. دغه راز جويس په وار وار سره پرتمين او برم لرونکي مظاهر د لوستونکي تر سترګو انځوروي؛ خو وروسته بيا هغه د ډېرو ناوړو څيزونو تر سطحې را ټيټوي. په دې توګه دا ښيي، چې هر غوره او ارزښت لرونکی شی له سولېدلو او ناڅيزو څيزونو سره يو شان او برابر دی او په پای کې نتيجه اخلي، چې يوازې ناڅيزه او بې ارزښته پديدې عمومي، واقعي او نړيوالې دي.

په اوليس کې استفن تاريخ (خپه کۍ) بولي (تاريخ هغه خپه کۍ ده، چې زه غواړم؛ ترې را ويښ شم) او دا هماغه فکر دی، چې د جويس د بل کتاب (في نګان د کورنۍ بيدارېدل) تومنه يې جوړه کړې ده. د فی نګان د کورنۍ بيدارېدل په رښتيا سره کولای شو؛ د تاريخ کابوس (خپه کۍ) ونوموو. دغه داستان د يوه خيال بيان او د هغه څه لنډيز دی، چې هر چا به تر اوسه په خوب کې ليدلی وي. په دې توګه جويس  انساني فکر او ذهن د يوه تصور په توګه تصويروي او دغه د فرويديزم او رومانتيزم يووالی دی. ليکوال زيار ويستلی، چې د يکشنبې له خوب نه په ګټې اخيستلوسره د اوسني انسان او تاريخ وضعيت ترسيم کړي. دغه رومان په دوراني توګه ليکل شوی دی؛ ځکه جويس عقيده لري، چې د تاريخ رښتينې مانا او مفهوم بايد د هغه په دوراني را ګرځېدو کې وپلټو. په بله وينا جويس تاريخ د ځينو مکرراتو جونګ بولي، چې د ډېرو دوراني تګلوريو سره سره تل په يوه حال پاتې کېږي. په دې رومان کې د کورني دوراني سير د يوه خوځنده واک په توګه ښودل شوی دی. چې نړۍ مخ پر وړاندې بيايي او د (ايرويکروانا) کورنۍ چې په دويلين کې ژوند کوي؛ د تاريخ د اووښتون سرچينه ده. د ليکوال د خبرې له مخې تاريخ هغه وخت پيدا شو «چې زموږ پلرونه او ميندې سره اشنا شول او وصلت يې وکړ. پالنګ ته لاړل، هلې ځلې يې وکړې، ورکړه يې وکړه، وا يې خيستل، و يې زېږول او لوی شول . . . او خپله بدمرغي يې موږ ته پرېښوده.»

دغه دوراني تګلوري چې د ژمي او اوړي (دوبي) د تګ راتګ په څېر ټول څيزونه له نوي سره بيا را ولي. د تاريخي پېښو يو رنګ او يو نواختې  بېلګې دي. هغه شان چې استفن سهار او بېګا په اوليس کې وايي «هغه شيان چې په پيل کې وو، اوس هم دي او بيا به هم وي» سره له دې، چې جويس خلک د تاريخ سرچينه بولي (ځکه کورنۍ د تاريخ د يون عامل بولي) خو په هېڅ ډول انسان ته د تاريخ د ودي او پرمختګ زېری نه ورکوي. حقيقت دا چې د جويس عقيده دا ده، چې انسان يو ناقص او نيمګړی موجود دی، چې له ازله تر ابده پورې کله پر زين دی او کله زين پر ده؛ نو له همدې کبله دی، چې د انسان وده کول او تاريخي پرمختګ مردود شمېري او په (لومړني ګنان) بيا ايمان پيدا کوي. (۴)

د انسان روح د جويس د کار تومنه ده؛ خو هغه د ايدياليستو فيلسوفانو په څېر روح د بهرني واقعيت جوړوونکې بولي، چې هر شی په قالب کې اچوي (زمهروح د ټولو کالبونو کالب لماسره راځي) دغه راز عقيده لري، چې «ظلمت او تياره په روح کې نغښتي دي» او «زموږ روح  چې زموږ د ګناهونو د پرهارونو شرم پرهار اخيستی دی؛ زيات تر زيات له موږ سره ګډېږي، لکه هغه ښځې چې په خپل مئين پورې نښلي» (اوليس)

د رنځ سپکاوی او د اسارت له بنده د انسان د روح ازادول د جويس له نظره يوه ټولنيزه مسله نه ده. هغه تصور کوي، چې روح خپل اسرار آمېزه او نه درک کېدونکی ژوند لري. له دې کبله د دې لپاره چې وګړی خپل روح ازاد کړی دی؛ ته اړتيا نه لري، چې (مصنوعي) ټولنيزو وسايلو ته لاس واچوي. خورا ښه وسيله تېښته او الوتنه ده. د استفن د وينا له مخې د انسان روح په ځانګړيو شېبو کې را منځته کېږي. د هغه پيدايښت چې په آرامۍ او تيارو کې کېږي، د جسم او ځان له زوکړې نه هم زيات له اسرارو ډک دی. کله چې د انسان روح په دې ځمکه زېږي؛ په هغو جالونو کې بندېږي، چې د هغې د الوتنې د مخنيوي لپاره ورته ايښودل شوي دي. تاسو له ماسره زما د مليت ژبې او مذهب په باب غږېږئ، حال دا چې هغه يواځينی څيز چې زه د هغه په اړه فکر کوم؛ له همدغو جالونو نه تېښته (الوتنه ده) (د هنرمند څېره) له همدې کبله دي، چې جويس د آيرلينډ د خلکو سياسي چارو او ملي نهضت ته اعتقاد نه لري او خپلې روحي شکنجې او د هغو چاري ټولې خپلې ځاني چارې بولي.

بايد ووايو، چې د جيمز جويس په هنر کې تل د آيرلېنډ د مينې او جلا وطنۍ ته د تمايل تر منځ يو ډول ښکاره تضاد تر سترګو کېږي. د دغو تضادونو ريښه کولای شو، د جيمزجويس د زمانې په ټولنيزو شرايطو کې ولټوو. د نولسمي پېړۍ وروستي او د شلمي پېړۍ لومړي کلونه هغه دوران وو، چي ډيري لويي شخړي ، د ايرلېنډ منځنۍ طبقې د ټيټ قشر چي په هغه وخت کي د ملي فرهنګ پرمختلونکی وو او د (لويي بوژوا) تر منح چي له انګلستان سره د روغي پلوي وو؛ رواني وې. وروسته له هغه چې د انقلاب توپان کرار شو او کار پر انقلابيانو تنګ کړای شو؛ روڼ اندي د ټولنيزو جلا ډلو په څېر څرګند شول. څرنګه چې د هغې زمانې په تاريخي شرايطو کې يې نشو کولای؛ د خپلې پنځوونکي قريحې د بيان لپاره لاره پيدا کړي او نه يې شو کولای؛ زېری راوړونکې ټولنيزه قوه پيدا کړي؛ ناچاره به يې بېزارۍ، بدبينۍ، خوابدۍ او تېښتې ته مخه کوله او په دې توګه به يې خپله تربګني د کاتوليک ارتجاع او لويي بورژواز ته ښودله او څرګندوله. جيمز جويس زموږ د زمانې د زياتو هنرمندانو په څېر ځان (بېطرفه) او (دنيايي چارو ته د بې پروا) هنرمند په توګه ګاڼه؛ خو د هغه آثارو د تل لپاره دا جوته کړه، چې د هنرمند (بې طرفي) او (بې اعتنايي) له يوې درونې نه زيات بل څه نه دي او د هنرمند کار ، که څه هغه غواړي او که ونه غواړي؛ د نورو په ګټه يا تاوان تمامېږي. حق به د اويډيچــــز امريکايي منتقد سره وي، چې وايي:

« . . . جويس ځان دوکه کاوه او له همدې کبله ده، چې د هغه جوړه شوې، روغه شوې، يورنګه او بې حرکته دنياګۍ په هېڅ توګه زموږ يا د نورو دنيا نه ده. د هغه دنيا د هغه تېروتنې ثمره ده، چې يوه هنرمند لرله. اوليس چې بې ورته والي يو ستر اونبوغ لرونکی هنري اثر دی او د هغو شنډو او ناتوانو آزادي غوښتونکو ايډيالي کوميډي ده، چې په هغه نسل پورې اړه لري، چې نه يوازې له مارکس نه وېرېدل؛ بلکې له نننيو ټولنو نه يې هم کرکه درلودله»(۵)

جويس او اګزيستانسياليستان کولای شو؛ د هغو هنرمندانو مخکښ وبولو ، چې د شلمې پېړۍ د ليبراليزم انحطاط ته يې هنري بيان ورکړ. (که څه هم دوی يې داسې ګڼي، چې «د بشريت بحران او د تمدن زوال يې» توصيف کړی دی) دغه هنرمندان د منځنۍ طبقې د خوږ ژبو او روڼ اندو په کتار کې راځي، چې ويني؛ ځمکه د دوي تر پښو لاندې سورۍ کېږي، ولې غواړي؛ په يوازې ځان دغه ستر سوری ډک کړي.

 

د شپږم څپرکي ماخذونه

 

۱ــ و،ی  تيندال ،جيمزجويس ۲۹مخ  د امريکاچاپ.

۲ــ هماغه کتاب ،۹۵ مخ.

۳ــ ر،ميلر ،بودينتسکايا«اوليس د جيمزجويس اثر » ۵ ګڼه د ډيالکټيک خپرونه ۱۷ مخ  د امريکاچاپ.

۴ــ و،ي ،تيندال ،هماغه کتاب ۶۵ــ ۷۰ مخ.

۵ــ ډويډ ديچز ،نوې نړۍ او رومان ،۴۵ــ۴۹ مخونه.


 

[1]  جيمزجويس (James joyce) چې د اوسنۍ زمانې زياتره منتقدان يې په شلمه پېړۍ کې د لويديزې نړۍ خورا ستر ليکوال بولي. په ۱۸۸۲م کال  د دوبلن په ښار  کې له يوه وزګار پلار او مذهبي هنرمندې مور څخه وزيږېد او د کاتوليک کليسا تر روزنې لاندې لوی شو. جويس د آيرليند د منځنۍ طبقې د زياتره روڼ اندو په څېر د (ايډیالي ټولنې) نه لرلواو د خپل ملت له زندۍ او د کليسا له تور قدرت نه ځورېده. تر زدکړو وروسته يې سمدلاسه ځان له آيرليند نه پاريس ته تبعيد کړ «د هغه څيز خدمت ته به ملا ونه تړم، چې نوره عقيده ورته نه لرم، که څه هم وغواړي، چې زما کور، زما وطن او يازما کليسا وي» او پرته له څو ورځو چې د مور د مرګ تر پالنګه يې تېرې کړې؛ نور يې ټول عمر له وطن نه لېرې ژوند وکړ او يوازې د ژوند په پای کې وو، چې کتابونو يې نړيوال شهرت وګاټه. جويس تل له بېوزلۍ او تش لاسۍ سره لاس وګريوان وو. بازاري پيسې راوړونکي مطبوعات يې له ځانه شړل او د نه ليدو له زياتو ستونزو سره يې د حسابدارۍ او دفتر دارۍ له لارې ژوندبسيا کاوه. د جويس لومړنی پېژندل شوی اثر (په ځوانۍ کې د هنرمندڅېره) د ليکوال د خپل ژوند تشرېح ده، چې خپل نوم يې د دالوس ايښی دی. دغه کتاب په واقعيت کې د کاتوليک کليسا پر وړاندې د ده پاڅون ګڼل کېده، له دې کبله هېڅ يوه آيرليندي او يا انګليسي خپروونکي د هغه خپرېدوته زړه ښه نه کړ. ناچاره يو امريکايي خپروونکي هغه په ۱۹۱۶م کال کې خپور کړ. اوليز يا اوليس (Ulsses) د جويس شهکار د ۱۹۲۳م کال په ژورو نسخو کې خپور شو. پر له پسې څوکاله د انګرېزي او امريکا ګمرکونو د مامورينو له خوا ټولېده او سوځول کېده. دغه ستر رومان چې د زمانې له عجايبو نه دی؛ درې سوه زره کلمې لري او له پيل نه تر پايه پورې د هغو پېښو سپړنه ده، چې د يوې شپې او ورځې په لړ کې پېښېږي. خو دغه اکثراً د اتلانو په ذهن کې تېرېږي. د کتاب نوم او د هغه زياتره سمبولونه او استعارې د هومراوديسې او يوناني ميتولوژي نه اخيستل شوي دي. که څه هم د انسان د پېښېدو ځای دويلين دی او د کتاب اتلان د لوېديز د ننيو ټولنو د رټل شويو او بې لارو وګړيو انځورونه باسي. جويس د دغه رومان د ليکلو لپاره د اتلسو بېلا بېلو ژبو او د نړۍ د اکثرو مذهبونو او فلسفو نه په تېره بيا د يونان له ميتولوژۍ نه کار اخيستی دی. په اوليس کې ټول څيزونه بې پردې او آنپه بې شرمۍ سره توصيف شوي دي او لنډه دا چې ليکوال د خپلو اتلانو (زړه او کولمې) په بشپړه توګه د باندې او نږدې دي. د ادبياتو د دغه نابغه مرګ په ۱۹۴۱کال په زوريخ کې پېښ شوی دی.

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۴                  سال  یــــــــــــازدهم                     سرطان /اسد        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی        ۱۶  جولای     ۲۰۱۵