کابل ناتهـ، Kabulnath




 

 

ازین نویسنده گرامی:

دبيساک( ويساک) Baisakh
تاريخي اهميت
 

ديوالي
يا ديپا والي درڼا ګانو
اختر



دهندوانو او سکهانو هيوادوالو
 سره د هر ډول تعصب،
تو پير
 او تبعيض په ټينګه
مخالف يو او
غند نه يې کوو



د هند د فريد آباد

په سيمه کې 
د خوست د سيمې


 

افغاني موسيقۍ ته د ميرمن ژيلا
دستاينې وړهنري خدمتونه


 

د پښتو ژبې

سندر غاړې پشپاهن


شرون اوسر
د پښتو او دري ژبو نامتو سندرغاړې



Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
مها بهارتا د هند لرغوني منظومه 
 
 
 

 دکتور لطيف ياد- استر اليا

 
 

 

          لرغوني هندو ستان دوې ډېرې مشهورې حما سې لري چې يو ه يې را ميا نا يعني درام ژوند او بله يې مها بها رتا دی٠ دمها بها رتا منظو مه حما سه چې د مسيح د ميلاد نه   ٨٠٠کلو نه وړاندې د ويا سا له خوا ليکلې شوېده ١١٠٠٠٠ بيتو نه لري چې په خپل ذات کې د نړۍ ستر حما سي اثر ګڼل کيږي٠

مها بها رتا په اصل کې د  لر غو ني هندو ستان د دوو کو رنيو تر مينځ چې سره تر بر ونه وو يعني د پا نډ و  د پنځوزامنو  او کورو تر مينځ جګړه ښيي٠ د غې جګړې  اتلس ور ځې يې دوام وکړ٠ په مها بها رتا کې پا نډوان اتلان ښودل شوي دي٠

 

په مها بها رتا کې راغلي دي چې :  واکمن دريترا شتهرا د خپل ورور پا نډو په مر سته په هستينا پور واکمني کوله٠ تر څه مودې ور سته يې ورور پا نډو د خپلو دوو  مير منو کو نټي او ما دري سره ځنګله ته لا ړل او خدای دغو دوو ښځو ته پنځه او لادو نه ور په بر خه کړل٠

 

د پا نډو تر مړينې ورو سته يې زامنو پرېکړه وکړه چې د ځنګله نه بېر ته د هستينا پور ښار ته را ستا نه شي او هلته استو ګنه غوره کړي، خو کله چې هلته ځې د کورو او لاده هغوی نه خو ښوي، ځکه چې پا نډوان په دوی باندې په علم، پو هې او ځواک با ندې وړاندې دي٠

 

يوه ورځ کوروان، پا نډوانو ته د نرد د لوبي  دکو لو بلنه ور کوي٠ کله چې لو به پيل شي نو دوی پا نډوانو ته ما تي ور کوي او له پا نډوانو غواړي چې بېر ته ځنګله ته ستا نه شي او هلته به دولس کلو نه تير وي، پر ته له دې چې څوک يې وګوري٠ پا نډوان بېر ته ځنګله ته ور ستنيږي او کله يې چې دتبعيد دولس کلنه موده پای ته رسيږي نو کوروانوته خبر ورکوي چې زموږ د تبعيد دولس کلنه موده پای ته ور سيده، موږ بېرته هستينا پور ته را ستنيږو او موږ به د هستينا پور په واکمنۍ کې شر يکوئ، خو دکوروانو مشر دوريودهنا هغوې ته په واکمنۍ کې  د بر خې  ور کو لو نه ډډه کوي٠ په نتيجه کې پا نډوان دکوروانو سره دجګړې اعلان کوي٠ دغه جګړه چې اتلس ورځې دوام کوي دکورو کشيترا په سيمه کې چې د هندو ستان د هر يانا په ايا لت کې مو قعيت لري تر سره کيږي نو ځکه د کورو کشيترا سيمه د کوروانو په وجه د کورو کشيترا په نا مه سره يا ديږي٠ په دغې جګړې کې پا نډوان بر يالي کيږي او کوروانو ته ما تي ور کوي او د هستينا پور واکمني تر لا سه کوي٠

 

مها بها رتا چې په ١٩ پربونو يا څپر کو کې ليکل شوی دی په عمو مي ډول د هندو ئيزم، هندي افسا نو،اسا طيرو،  جګړو،عقا يدو او د ژو ند انه په اړوند دی ٠ دمها بها رتانولس ګو نې فصلو نه يا څپر کي په لا ندې ډول دي :

 

١-ادی پرب : د غه څپر کی د شهزاده ګانوزيږېدو ته وقف شوی دی٠

 

٢-سبها پرب : ددربار دحا لاتو، د پا نډوانو او د ايندرا پراستها د ښار په باب دی٠

٣-ارنکايا پرب : په ځنګلو نو کې دارانياد ولس کلن تبعيد په اړ وند دی٠

٤- ويراتها پرب:: د ويرا تها په دربار کې يو کلن تبعيد٠

٥-يودوګا پرب: يود په هندي ژبه جګړې ته وايې او په دې څپر کي کې د مها بهارتا د جګړې له پاره دتياري له پاره وقف شوی دی٠

٦-بهيشم پرب : په دغه څپر کي کې د بهيشم دجګړې بيان دی چې د کوروانو کما نډر و٠

٧-درونا پرب :په دې څپر کي کې ددرونا سره د جګړې يا دونه شوې ده چې هغه هم پو ځي کما نډرو٠

٨-کر نا پرب : د افسا نوي اتل کار نا سره د جګړې ذکر چې هغه هم کما نډر و٠

٩- شا ليا پرب: د شا ليار سره جګړه د جګړې ورو ستۍ بر خه ٠

١٠-سوپتيکا پرب : په څه ډول اشو اسا تا او دکورو انو سر تيرو دپا نډوانو سر تيري په خوب کې ووژل٠

١١-ستري پرب : په څه ډول ګند هاري او نورو ښځو ما تم وکړ٠

١٢- شا نتهي پرب : دا څپرکی د يو ديشتهرا د تاج ايښو دلو مر اسم او د بهيشم له خوا ده ته اومر بيا نوي٠

١٣-او سا ما نا پرب : د بهيشم ورو ستي اوامر٠

١٤-اشوم ديکها پرب : په دې څپر کي کې لو لو چې د اشو ا ميد له خوا د واکمن دريشتهرا د واکمن کيدو مر اسم تر سره کيږي٠

١٥-اشرم واسيکها پرب : په دې څپر کي کې دهريترا شتهرا، ګند هاري او کو نټي اشرم ته ځي او هلته په ځنګله کې دوی احتما لي مړ ينه بيا نوي٠ 

١٦- مو سا لا پرب : د يا داف او مو سا لا تر مينځ جګړه بيا نوي٠

١٧- مها پر ستا نيکا پرب : د يوديشتهر او د هغه د وروڼو دمړينې په اړوند ده ٠

١٨-سورګراسو هو نا پرب : په دې څپر کي کې لو لو چې پا نډوان بير ته روحاني نړۍ ته را ځي٠

١٩-هري و مشا : د کر شنا زوند بيا نوي٠

 

((|))((|))((|))((|))((|))((|))

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 108           سال پنجم        عقرب/قوس   ۱۳۸۸  هجری خورشیدی       نومبـــــر 2009