کابل ناتهـ، Kabulnath






ازین نویسنده گرامی:

 


دبيساک( ويساک) Baisakh
تاريخي اهميت
 



ديوالي
يا ديپا والي درڼا ګانو
اختر




دهندوانو او سکهانو هيوادوالو
 سره د هر ډول تعصب،
تو پير
 او تبعيض په ټينګه
مخالف يو او
غند نه يې کوو




د هند د فريد آباد

په سيمه کې 
د خوست د سيمې


 

افغاني موسيقۍ ته د ميرمن ژيلا
دستاينې وړهنري خدمتونه










Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
د پښتو ژبې سندر غاړې پشپاهن
 
 
 

د کتور لطيف ياد - استرا ليا

 
 

د مو سيقۍ په ډګر کې ز موږ د نورو هيوادوالو په څير د افغان هندوانو ونډه هم په زړه پورې ده چې د افغا نستان په دواړو ژبو پښتو او دري کې ز موږ هند وانو او سکهانو هيو ادوالو د قدر او ستاينې وړ خدمتو نه سرته رسولي دي.

په ګران افغانستان کې هندوانو دلرغوني اريايي او ويدي سرودونو نه نيولې تر او سه پور ې په خپلو معبدونو(مندرونو) کې د خدای په حمد او ستاينو بوخت دي چې د موسيقۍ د الاتو په غږ ولو سره د مينې او محبت دغه جذبه نوره هم پياوړي کوي٠

همدا راز ز موږ سکهـ هيوادوال هم په خپلو ګورو دوارو کې د ګورو ګرنتهه په لوستلو او د موسيقۍ سره يو ځای د ګورو نانک او نورو سکهه ګوروانو ( مذهبي لار ښوونکو) او جپ جي نه هغه سر ود ونه چې د خدای په ستاينه کې ويل شوي دي وايي .

زموږ په ګران هيوادکې په دري ژبه د اروا ښاد استاد پران ناتهـ هغه خوږې او صوفيانه سندرې ز موږ د دې ادعا ښه ثبوت دی چې زموږ هندوانو هيواد والو تر کومه حده افغاني موسيقۍ ته د قدروړ خدمتونه سر ته رسولي دي٠ همداراز زموږ د هيواد د موسيقۍ په وده کې د ښاغلی چيت رام ساهني خدمتونه هم د ياد ولو وړدي چې د موسيقۍ په برخه کې اکاډميکي زده کړې هم لري٠

دافغاني موسيقۍ يوه بله نامتو سندر غاړې پشپاهن ده چې له نن نه يې څلويښت کلونه وړ اندې د را ډيو افغانستان کې يې يوه پښتو سندره ويلې او ثبت کړې ده ٠

پشپاهن په اصل کې د پښتونخوا او سيد ونکي وه او په يوې داسې کورنۍ کې يې نړۍ ته سترګې پر ا نيستلې چې د موسيقۍ سره يې مينه در لودله ٠هغې په پښتو ژبه کې ډيرې سندرې ويلي دي٠ د پشپاهن زيا تره سندرې په خوستواله پښتو لهجه کې دي٠ ددې يوه ډيره په زړه پورې او خوږه سندره يې (ا شنا سها ردی) نوميږي چې په خپل جادو يي غږ سره د انسان روح خوشا لوي٠ ددې سندرې بشپړ متن په لاندې ډول دي :

اشنا سهار دی چې ساړه مې کيږي

را باندې واچوه لونګۍ دواړه لاسونه اشنا سهار دی

ما ته ځولۍ ګلونه را وړه

زه د وربل د پاسه چتر جوړمه- اشنا سها ر دی

که ته مې روغ ليونی نه کړې

بيا مې د بنګو پياله مه بو له مينه اشنا سها ر دی

تر ګل ګلاب ښا يسته زه يم

ما ته دګلو ګيډۍ مه راوړه مينه- ا شنا سهار دی

 با کلیک کردن این سطر آهنگ پشپاهن را بشنوید

با يد وويل شي ما د پشپاهن دغه سندره چې تقريبا اوس له هيچا سره هم نشته د خپل ورور دکتور عبد السلام په مرسته تر ډيرو کوښښو نو او تلاشو نو وروسته په کابل کې پيدا کړه او هغه په يوه CD کې ماته استراليا ته را وليږله چې د ده د دغه لطف او مهربانۍ نه ډير خو شاله يم اوده ته د اوږد ژوند دعا کوم٠

همداراز ما په اصل کې غوښتل چې د پشپاهن دغه سندره شرون اوسر ته چې په اصل کې يوه هندي سندر غاړې او د ممئي او سيد ونکې ده او اوس د سويډن په هيواد کې او سيږي او د پښتو ژبې د تکړه استاد يا رمحمد او ښا غلی همايون په هلو ځلويې ډيرې پښتو سندرې ويلي دي وروليږم٠

ما د پشپاهن دا سندره هغې ته په ايميل کې اټيچ کړه او شرون هم زما سره په ټينګه دا ژ منه وکړه چې دا سندره به د استاد يار محمد په مرسته د اکتو بر د ميا شتي په ١١ نېټه په هغه کنسرت کې وايې چې د انګلستان د بر منګهم په ښار کې جو ړيږي٠ زه دغه سندره چې د پشپاهن په غږ کې ده دکابل ناتهـ و يب پاڼې ته استوم او ددې سايټ د چلوونکي ګران ورور ايشور داس نه هيله کوم چې دغه سندره ددې مقالې سره يو ځای ګرانو او ښاغلو لوستونکو ته وړ اندې کړي تر څو چې خوند ترې واخلي٠ 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 101           سال پنجم         اسد    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی        اگست 2009