کابل ناتهـ، Kabulnath






















ازین نویسنده گرامی:

 

 

 


دبيساک( ويساک) Baisakh
تاريخي اهميت
 





ديوالي
يا ديپا والي درڼا ګانو
اختر






دهندوانو او سکهانو هيوادوالو
 سره د هر ډول تعصب،
تو پير
 او تبعيض په ټينګه
مخالف يو او
غند نه يې کوو


 




د هند د فريد آباد

په سيمه کې 
د خوست د سيمې


 

 

 
















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 

افغاني موسيقۍ ته د ميرمن ژيلا
دستاينې وړهنري خدمتونه

 
 

دکتور لطيف ياد- استراليا

 
 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې دګران هيواد افغانستان ډيره تکړه او دښه غږ لرو نکي سند غاړې ميرمن ژيلا دروان عيسوي کال د جون د مياشتي په ٢٨ نيټه د يکشنبې په ورځ چې د ١٣٨٨ کال د چنګاښ يا سرطان د مياشتې د ٧ نيټې سره سمون خوري د امريکي د متحده ايالتونو د وير جينيا په ايالت کې له دې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې چې پخپلې مړينې سره يې دخپل خوږ غږ ټول خوښوونکي او اوريدونکي خپه او غمجن کړل٠

 

ميرمن ژيلا د ١٩٥٥ عيسوي کال نه نيولې بيا تر ١٩٧٨ عيسوي کال پورې دافغانستان مشهوره او نامتو سندر غاړې او هنرمنده وه چې په پښتو اودري دواړو ژبو کې يې خو ند ورې سندرې و يلي دي٠

 

ميرمن ژيلا په افغانستان کې هغه وخت ښه وځليده او ډيره مشهوره شوه چې د هيواد تکړه موسيقي پوه او کمپوز جوړوونکی او سندرغاړی استاد حفيظ الله خيال په راډيو افغانستان کې دمو سيقۍ لوی مدير و٠

 

ښاغلي استاد حفيظ الله خيال ميرمن ژيلا ته نه يوازې ددې زمينه برابره کړه چې هغه ښه وځليږي، بلکې استاد خيال دهغې سندرو ته کمپوزونه هم جوړول او دهغې سره يې يو ځای سندرې هم ويلي دي٠ دا هغه وخت و چې په راډيو افغانستان کې نورو ښځينه هنرمندانو لکه خدای بخښلې ميرمن پروين، ميرمن ر خشانه،ازاده،ناهيد، قمرګلې او استاد مهوش هم د مو سيقۍ ډګر ته را وتلې وې٠

 

ژيلا په خپل هنري ژوند کې د استاد حفيظ الله خيال، د کتور صادق فطرت نا شناس او د هندوستان د مشهور فلمي سندرغاړي ارواښاد محمد رفيع سره هم په ګډه سندرې ويلي دي، خو ډېرې سندرې يې يوازې هم و يلي دي٠ ميرمن ژيلا په ډيرو افغاني کنسرتو نوکې د هيواد دننه او له هيواده بهر ګډون کړی دی، په تيره بيا د افغا نستان د خپلواکۍ په جشنو نو کې ددې خو ږو او زړه را کښو نکو سندرو د نورو سندر غاړو په مينځ کې ځا نګړی ځای در لود٠

 

دميرمن ژيلا هغه سندرې چې د استاد حفيظ الله خيال سره يې ويلي دي شعر ونه يې د شهيد امان الله سيلاب ساپي دي چې نو موړي هم په را ډيو افغانستان کې کار کاوه اوپه فرهنګي حلقو كې د يو هنرمند غزلبول شاعر په حيث پيژندل شوى واوپه ادبي پروګرامونو كې د برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په آوازونو كې دده د غزلو او ليريكو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په ګڼو پرګنو او ولسونو كې دده له پيژندګلوۍ او شهرت سره زياته مرسته وكړه.

 

سيلاب ساپی د راډيو د كار په دوران کې نه يوازې د يو شاعر ، بلكې د يو ليكوال، مبصر او لــه فرهنګي مسايلو سره د علاقمند په حيث د كابل او د افغانستان په نورو سيمو كې يوه پيژندل شوې څېره وه.

 زه دلته دميرمن ژيلا د هغو دوو سندرو شعر ونه وړاندې کوم چې داستاد حفيظ الله خيال سره يې يو ځای و يلي دي او شعر ونه يې د شهيد امان الله سيلاب ساپي دي ، هغه شعر ونه په لا ندې ډول دي:

 

زما د ګلو لښتې

مغرورې په زړه سختې

يو سوال درته كومه

 

لاليه لېونيه

سرتوره صحرانيه

زه ستا په غم كې يمه

 

دا ستا د خولې خبرې

خوږې لكه شكرې

پرې زړه ټكورومه

 

راځه شيرينه ياره

كړې مينې ناقراره

سوالونه ستا منمه

 

مينې دې ډير يم ځورولی

بېلتون بې اوره سوزولی

د ګلو لښتې! د سمندر غوندې په اور كې ژوندكوومه

 

ماته له خپله ځانه ګرانه

زار و قربان شمه له تانه

لېونيه! د تورو زلفو ټال به تاته جوړومه

 

ناز لوبولې نازولې

يو ځل خواته راشه غلې

د ګلو لښتې! سېلابه څو به د رېبار منت كومه

 

زما د ګلو لښتې

مغرورې په زړه سختې

يو سوال درته كومه

 

كابل – راډيو

 

٦ / ٣ / ١٣٤٣

 دا سندره په لا نديني لينک او ريد لای شئ :

 

 http://www.tolafghan.com/sailab/media.shtml

 

د مير من ژيلا دو يمه سندره چې داستاد حفيظ الله خيال سره يې په ګډه ويلې ده د هغې شعر هم د ښاغلی شهيد امان الله سيلاب سا پي دی او هغه په لا ندې ډول دی :

ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره

ياره، ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د زخمي زړه

ياره،ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

 

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

زړه مې ما شوم شو راته ژاړي

هره شيبه رانه تا غواړي

دا غبر ګې ستر ګې مې نيو لي ستا په لاره

ياره، ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره

ياره، ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دزړګي سر دستر ګو توره

ګرانه سودا ليرې کړه نوره

زه به مې تورا وربل لو ګی کړ مه له تا نه

ګرانه،ګرانه

 مينه کې قبول کړه تهمتو نه

ته ويره وکړه د ز خمي زړه له ازاره

ياره، ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د زخمي زړه

ياره،ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

سترګي مې ستا لور ته کږې دي

د عشق سندرې دې خوږې دي

سيلاب دې مينه کې ژړيږي تر سهاره

ياره،ياره

راشه چې دې ښکل کړ مه لا سونه

دنا زو لو ياري کله ده اسا نه

ګرانه، ګر انه

مينه کې قبول کړه تکليفونه

ته ويره وکړه د زخمي زړه

ياره،ياره

را شه چې دې ښکل کړ مه لا سو نه

 

همداراز مير من ژيلا دهيواد دتکړه او وتلي هنر مند ښاغلی دکتور صادق فطرت ناشناس سره هم يو سندره ويلې ده چې د هغې سندرې شعر هم د ښا غلی شهيد سيلاب سا پي دی، دسندرې شعر په لا ندې ډول دی :

راشه خواله غلې

اى نازولې

ما منلي ستا نازونه

زما بلبلې!

زه هم ستا په مينه

اى نازنينه

تيروم مياشتې كلونه

زما لاليه!

 

راځه راځه په مينه مينه

د زړګي سره نازنينه

د ژوند تابلو مې كړه رنګينه

 

راشه خواله غلې

اّى نازولې

رانه لرې كړه غمونه

زما بلبلې!

 

زما ګوګل كې ناسته ياره

سترګې مې سرې له انتظاره

څارمه ستا د راتلو لاره

 

زه هم ستا په مينه

اى نازنينه وړم د هر چا منتونه

زما لاليه!

 

د نوي ژوند نوى دوران دى

بشر روان مخ په آسمان دی

جوړ بيا د مينې امتحان دی

 

راشه خواله غلې

اى نازولې

د سېلاب واوره عرضونه

زما بلبلې!

كابل – نوى ښار

 

١٧ / ٨ / ١٣٤٣

 د ميرمن ژيلا بله پښتو سندره چې د تر انې په بڼه يې ويلې ده شعريې د ښاغلي سيلاب ساپي دی په لاندې ډول :

 

 

نن چې په جهان كې هسكه غاړه سر اوچت لرو

مونږ جمهوريت لرو

 

زړه د ايشيا كې لرغونى شان و شوكت لرو

مونږ جمهوريت لرو

 

سرومال به زار كړو څو چې دا وطن ودان كړو

لوړ به ددې شان كړو

 

سر به ددې خاورې د عمرو ملي ارمان كړو

لوړ به ددې شان كړو

 

عزم فولادي باور په خپل مټ او طاقت لرو

مونږ جمهوريت لرو

 

داشاړې مېرې به اوس په مينه ګلزارونه شي

ټول ژوند به ګلونه شي

 

هم رڼا رڼا به د وطن غرونه رغونه شي

ټول ژوند به ګلونه شي

 

لاخوبدخشان جنت نشان غوندې ثروت لرو مونږجمهوريت لرو

اوس د مينې ډك نوى ژوندون دى راروان په مونږ

ښه رنګين دوران په مونږ

 

جوړ د خوشالۍ د مرغلرو دى باران په مونږ

ښه رنګين دوران په مونږ

 

زړونو كې سېلابه د وطن مينه نعمت لرو

مونږ جمهوريت لرو

 

كابل – د راډيو ستوډيو

 

3/1/1353

 

 

 د ميرمن ژيلا يوه ډيره خوږه دري سندره داده:

 

مرو و قهر مکن سفر شهر مکن

روستا زاده من عا شق ساده من

ماوتو هردو درين جا شا ديم

در همين قر يه خدا با ديم

 

ددې سندرې د ليد لو لپاره په لا ندېني لينک کليک وکړئ !

 

 

http://www.youtube.com/watch?v=SvUu1F_rm8o

 

همداراز مير من ژيلا د هند د مشهورفلمي سندرغاړی ارواښاد محمد رفيع سره هم په کال ١٩٧٥ کې درا ډيو افغا نستان په سټو ډيو کې يوه په زړه پورې دري ګډه سندره و يلې ده٠ د سندرې مطلع دا سي ده :

ای تازه ګل تو زينت ګلزار کيستي

ای مرغ با غ دل تو ګر فتار کيستي

ز ګلزار تو ستم

ګر فتار تو ستم

ما ئيم وهردو زيب ګلستان زندګي

 

ددې دري سندرې داو ريدو له پاره په لا ند يني لينک کليک وکړئ !

 

http://www.youtube.com/watch?v=mGzQNU1OD8U

 

زه ددې مقالې ليکوال د ار واښادې ميرمن ژيلا د پښتو او دري سندرويو علاقمند او خو ښوونکی يم دنو موړې په مړ ينې ډېر خو اشينی شوم ٠ زه د هغې مړ ينه افغا ني مو سيقۍ ته يوه ستره ضايعه بولم، دهغې مرحومي کو رنۍ سره په وير کې ځان شر يک ګڼم او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت او په تيربياه شمشاد د تلويزيون نه هيله کوم چې دهغې دخدمتونو يا دونه وکړي ٠

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 99      سال پنجم        ســـــرطـــان ۱۳۸۸        هجری خورشیدی            جولای 2009