کابل ناتهـ، Kabulnath













Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
ديوالي يا ديپا والي درڼا ګا نو اختر
 

ګران او ښاغلي ورور ايشور داس صاحب سلا مونه ، د ديوالي بختور اختر مو مبارک شهتر هر څه د مخه تا سو او ستا سې د کورنۍ محترمو غړو او دو ستانو او ستا سو دو يب سايټ کا بل نا تهـ  له لارې د ګران افغا نستان محترمو هندوانو ورو ڼو ته که هغه د افغانستان په دننه کې دي او که له افغانستانه بهر دي د د ديوالي د بختور او مبارک اختر په منا سبت مبارکي وايم.
زه نه يوازي ځان په دغه خوشالۍ کې  شريک بولم، بلکې په دې معتقد يم چې په رښتيا هم چې ديپا والي يا ديوالي د رڼا ګانو او رو ښنايۍ اختر دی او د ټو لو انسا نانو له پاره په تيارو باندې د رڼا ګانو او رو ښنا يې زيری ور کوي.
 له لوی خدای نه هيله کوم چې ددغه بختور اختر په مناسبت د ټولو افغانانو په زړو نو کې د مينې، محبت او سولې مشالو نه بل شي، څو په ګران افغا نستان کې يوه تلپا تي سوله راشي او موږ ټول پکې په خوښۍ او مينه کې ګډ ژوند وکړو.

 

    په ډير مينه او ادب

 دکتور لطيف ياد- استر اليا

 

 

نن د اکتو بر د ميا شتې ٢٨ مه نيټه چې دلړم يا عقرب د ميا شتې له او ومې نيټې سر ه سمون خوري ز موږ د هند وانو ورو ڼو هيواد والو د ديوالي يا ديپا والي يا په بل عبارت د رڼا ګا نو اختر دی٠ دغه اختر ز موږ دهندوانو ورو ڼو له خوا په ډيرو پر تمينو مر اسمو سر ه لمانځل کيږي٠ دغه اختر په حقيقت کې په تيارو با ندې دنور او رڼا بريا ليتوب ښيي ٠ په همدې ور ځې باندې  خلکو  د رام له پاره ډيوې او مشالونه بل کړي وو ځکه چې هغه تر څوارلس کلو نو تبعيد نه وروسته له خپل ورور لکهشمن او خپلې مير منې سيتا سره دخپلې وا کمنۍ پلا زمينې ايو دهيا ته راغی٠ ددغو څوار لسو کلو نو په مو ده کې رام د راوڼ يا Rawana  په مقا بل کې و جنګيد ځکه چې مير من يې سيتا په زور او جبر بيو لې وه او رام د هنو مان جي په مر سته را وڼ ته په لا نکا يا سر يلا نکا کې ما تې ور کړه٠ دده دغه بر يا ليتوب په حقيقت کې پر شيطان يعني راوڼ با ندې  بر يا ليتوب و ، نو ځکه په پر تمينو مراسمو سره لما نځل کيږ ي٠

دديوالي ا ختر ٥٠٠٠ کلن او ږد تا ريخ لري٠ په دې ورځ با ندې خلک نوې جا مې جو ړوي٠ خپل کو رونه او بلۍ ګا نې په ډيوو او شمعو با ند ې ښا يسته کوي٠ همدا ورځ با ندې ددوی کو رو نه ډير پا ک وي، ځکه  داسې عقيده مو جوده ده چې د شتمنۍ رب النوع يا الهه  لکشمي   Lakshmi په همدې ور ځې هغو کو رو نو ته ځي چې ډير پاک وي او په ښا يسته ډول با ندې سينګار شوي وي٠

 

په دې ورځ خلک رنګا رنګ ميټا يانې يا خواږه شيان لکه ګلاب جا من، رسکو لې، بر في، لډو او نور ډول ډول خوا ږه شيان را نيسي او  خپلو دو ستانو ته يې ور وړي او د ديوالي اختر مبا رکۍ سره کوي٠ همدار از دديوالي د لو مړۍ ور ځې په ما ښام خلک رنګ رنګا رنګ پټا قۍ را نيسي او ډزي پرې کوي او تر سهاره همدا حال وي٠ دوی تر سهاره پور ې د خپلو کورو نو څر اغو نه او ډيوې رو ښا نه پر يږ دي٠ با يد وويل شي چې دد يوالي په ما ښام ډير خلک د خپل سپيڅلي مذ هبي کتاب ګيتا لولي او ډير شمير يې د عبادت له پا ره مند رو نو ته ورځي٠

 

په ر ښتيا سره هم چې دا اختر د رڼا ګا نو او شمعو په سبب ډير ښکلی او زړه را کښو نکی وي٠ موږ خپلو ګرانو او محترمو هند وانو ورو نو ته ددغه بختور اختر مبا رکي وايو او هيله لرو چې تل خوشاله او سو کا له وي او په ژوندانه او ور ځنيو چا رو کې بر يالي واوسي٠ 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸۳           سال چهـــــــــارم                  عقـــــرب    ١٣٨۷                 اکتوبر/ نومبر 2008