د ا فغا نستان دخوست
ولايت دهند وانو سره ما هغه وخت اشنا يي پيدا کړه کله مې چې
په ١٣٥٤ لمريز کال کې خوست ته سفر وکړ او پوره
شل شپې او ورځې په دغه ښار کې پا تې
شوم٠ ما د خپل دغه سفر په تر څ کې ډير خوستي
هندوان هيوادوال وليدل چې ددوی ټول
دودونه او دستور کټ مټ د خوست د خلکو په څير وو٠
دبيلګې په تو ګه ددوی ژبه پښتو وه
او په خوستي پښتو لهجه يې خبرې کولې، ددی جامې،
واسکټونه او پګړۍ د خوست دخلکو په
څير وو او ان دخوست د خلکو په څيريې د کرنې او
مالدارۍ چارې پر مخ بيولې،په خپلو
پټيو او ځمکو کې به يې يوې کولې٠ يو شمير يې د
خوست په ښار کې دوکا نونه درلودل
او د خپلو نورو هيو اد والو تر څنګ يې په سوله
ايزه تو ګه شپې او ورځې تير
ولې٠
کله چې په هيواد کې د
شهيد داؤد خان رژيم نسکور شو نو تر هغې ورو سته افغا نستان
کې سياسي بحرانونه او کړ کيچونه را مينځ ته شول،
په تيره بيا کله چې روسانو
زموږ پر هيواد يرغل وکړ نو د هيواد حالات دو مره کړ
کيچن او پيچلي شول چې د هرې
سيمې خلک يې په ويره او تشويش کې واچول٠
امنيت ورځ په ورځ مخ په
خرابيدو شو او هرڅوک په دې فکر کې شو چې په څه ډول خپل ځان او خپله کورنۍ د
دې نا خوالو نه په امن
کې وساتي٠
په تيره بيا په خوست کې
حالات هغه و خت د خرابيدو خواته مخه وکړه چې
خوست سقوط وکړ٠ بايد وويل شي چې دخوست تر سقوط د
مخه او وروسته زموږ ډير شمير
خوستوال هندوان هيوادوال ديته اړ ايستل شول چې خپل اصلي
سيمه او ټاټو بی چې د
سلګونو کلونو را هيسي پکې او سيدل او مينه يې ور سره در
لو دله پر يږدي او کابل
ته وليږدي٠
په پيل کې چې زموږ دغه خوستوال هيوادوال کابل ته وليږ ديدل له ډيرو
ستو نزو سره مخا مخ شول د بيلګې په توګه د
کورونو ستونزه، دکار ستونزه او ډول
ډول نورې ستونزې چې دوی ور سره لاس او ګريوان
وو٠ زما ښه په ياددي چې په کابل کې
دغو خوستوالو هندوانو هيوادوالو ځانونوته دو
کانونه جوړ کړل او چا به يو نيم
در ملتون جوړ کړی و، خو هر وخت به مې دوی ليدل
او پوښتنه به مې ځينې کوله نو د خوست ارمان به يې کاوه او ځينو خو به د
خوست پسي ژړل او او ښکي به يې تو يو لې٠
په رښتيا هم زموږ دغه
خوستي هندوان هيوادوال ملامته نه وو، ځکه هغوی خپل اصلي
ټاټو بی له لاسه و ر کړیو٠ زموږ ددغو خوستي هند
وانو هيو اد والو ستونزې هغه و
خت لازيا تې شوې کله چې په ١٩٩٢ کال کې په کابل کې
تنظيمي جګړې پيل شوې او کابل
کې د وينو ويالې وبهيدې او په کنډوالو بدل شو٠ د خپلونو
رو هيواد والو په څير
زموږ هندوان هيوادوال او د هغې په لړ کې زموږ خوستوال
هندوان هيواد وال هم ديته
اړ شول چې د مرګ نه د خپلو ځانو او خپلو کورنيو د ژغو
رلو په خاطر خپل هيواد هم
لا پسي پر يږدي او پر ديو هيوادونو ته په کډه شي٠
ما په يو ه بله مقا له
کې چې دمخه مې دکابل نات په سا يټ کې خپره کړې وه ليکلي
و چې زه په هند کې وم چې هند ته مې زموږ د
هيوادوالو که هغه هندوان وو او که مسلم
نان وو د راتلو بهير په خپلو سترګو وليد چې څو
مره ځو روونکی او زړه بو ګنونکی و٠
دغه هيوادوال له ډول ډول ستو نزو سره لاس او
ګريوان وو، دچا سره به پيسي وې او د
چا سره به نه وې٠ دکورونو کر ايې لوړې وې ،
دښوونځيو فيسونه لوړ وو، کار اوبار نه و
او په سلهاوو نورې ستو نزې٠ زموږ دغه هندوان
هيوادوال په پيل کې په هغو کمپونو
کې او سيدل چې دهند د دولت او ځينو خيريه او
مذهبي مؤ سسو له خوا جوړ شوي وو٠
زيات شمير افغانان او له هغې جملې نه زموږ
هندوان او سکهان هيواوال د ډهلي په ډيرو
سيمو لکه اوتم نګر، پچيم بيهار، پچيم پوري،
ويکاس پوري، نهرو نګر، موکرجي نګر،
موتي نګر، لاجپت نګر، ډيفينس کالوني، رو هيني،
فريد اباد او نورو سيمو کې په کرايه کورونو کې ميشته شول٠ زموږ خوستوال هندوان
هيوادوال اکثرا د فريد اباد په سيمه کې ميشته شول٠ فريد
اباد د ډهلي په جنوب ٢٥ کيلو مترۍ کې يو صنعتي
ښار دی چې دهريانا دايالت يو ډسټر
کټ يا ولسوالي ده ٠ د فريد اباد د ښار بنسټ په
١٦٠٧ ميلادي کال کې دهند دمغو لي
واکمن نو رالدين جهانګير د خزانه دار شيخ فريد
له خوا په دې منظور کيښودل شو چې
دهغې لويې لاره ساتنه او څارنه وکړي چې شاهي
خزانه به پرې تير يد له٠
نوموړی د واکمن جهانګير د
فرمان له مخې هلته يوه کلا، جومات او داوبو يو زير متون
هم جوړ کړل، څو هغه کار وانو نه او مسا پر چې پر
دغه لاره تير يدل او تګ او راتګ
يې پرې کاوه ګټه ترې وا خلي، له همدې کبله دغه
ښار دده په نا مه په فر يد اباد سر ه
مشهور شو٠ د ډهلي او مومبئ تر مينځ د اور ګاډي
کرښه هم د همدې ښار نه تيره شوې
ده او د ډهلي او متهورا دويم نمبر لويه لاره هم
د دې ښار له مينځه تير يږي٠
ما د دې مقالې ليکوال د
فريداباد ښار څو څو ځلې ليدلی دی، خو داوار دا ښار ما
ته ددې کبله دزيات اهميت وړو چې هلته مې د خپلو
خوستوالو هندوانو هيو ادوالو ديو
ه و اده په جشن کې چې ما ته ډير په زړه پورې وه
ګډون وکړ٠ واده په اصل کې زموږ دخو
توال هيوادوال ښاغلی سنتوک دکورنی د يوه غړي
واده و٠ داواده د ٢٠٠٦ کال دجنورۍ
په مياشت کې تر سره شو٠ ددې و اده مر اسم په
يوه پراخ ميدان کې چې ډيره پر اخه س
حه يې در لوده تر سر ه شو ٠ په واده کې د ٢٠٠٠
تنو په شا او خو اکې ميلمنوګډون کړی
وو چې زيات شمير يې خوستوال هندوان او نور افغا
ني هندوان او سکهان او په ډهلي کې
استو ګن افغا ني مها جر ين وو٠
هر ميز چې اته تنه يې پر
شا و خوا کښينا ستل د ددوو
تنو له خوا کنترول کيده٠ لومړی به ښاغلی سنتوک هر ميز
ته ته او ميلمنو ته به يې
ستړي مشې ويله او د افغا ني کلتور سر ه سم به يې په غيږ
کې نيوه تر رو غبړ ورو سته
به يې دواده خاوند ميلمنوته ور پيژانده٠ ورو سته به
خلکو ډوډۍ خو ړله٠ د ډوډۍ
زيا ته بر خه افغا ني ډوډۍ وه چې دډول ډول افغاني
کبابونو بر سيره قابلي، منتواو
اشک هم پکې وو٠ د هندي سند ر غاړو سر بيره يې افغاني
سندر غاړي يې هم له افغانستا
نه واده ته د موسيقۍ د اجرا کو لو له پاره ور بللی وو،
د ټو لو نه په زړه پورې دا
چې د ښځو او نارينه له خوا ډول ډول افغاني ا تڼونه تر
سره شول او په پښتو او
دري ژبو خو ږې سندرې تر سره شوي او په تيره بيا دار وا
اد استاد اولمير د غه
سندره خو هره شيبه و يله کيد ه دا زموږ ز يبا وطن
دازموږ ليلا وطن* دا وطن مو
ځان دی * دا افغانستان دی
چې
سړي ته به يې د افغانستان د خپلواکۍ هغه جشنو نه ور په يا دول چې دجشن په
سيمه او حضوري چمن کې به تر سره کيدل ٠زما هدف
داو چې زموږ د غو خوستوال هند وان
هيوادوال په ر ښتيا سره هم د خپل ويا ړلي افغا
ني فرهنګ سره څو مره مينه لري او
همدا مينه وه چې دغه ټول واده په افغا ني بڼه تر
سره شو٠ دوی د اپوره پنځلس کلونه
کيږي چې د خپل خواږه هيواد افغا نستان نه ليري
دي، خو دوی د افغا نستان او افغاني
فرهنګ ،دودو نو، ژبې او عنعناتو سره هماغسي د
زړه له کو مې مينه لري او دغه افغاني عنعنات او دو دونه د زړه له کومې او
په پوره شوق او ذوق سره پالي چې په ر
ښتيا سره هم دا ددوی د هيواد پا لنې يو ښه ثبوت
دی٠
|