کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

 

۲

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

 

 

 

 

 
 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس

 

 
 

 

 

د حیواناتو خوبونه

جنیس، پیشوګانې د یوه فرعي کار په توګه ساتلې. سفر ته تلونکو وګړو، خپلې پیشۍ هغې ته سپارلې او هغې یې ساتنه کوله؛ ځکه چې هغه په رښتیا هم پر پیشوګانو میېنه وه. د پیشوګانو کپسونه ډېر لوی وه او د هغې پر تبلیغاتي پلاکاردونو دا ډول عبارتونه لیدل کېدل: «موږ له پیشیو سره مینه کوو»، یا «عشق هر څه دي»! هغه د پیشوګانو رښتینې دوسته وه.

 کپس د غټوالي له لامله هرې پیشۍ د زیاتې فضا ترڅنګ ډېره آزادي هم لرله؛ خو د همدغه سخاوت له لامله، د جنیس کارځي کې یوازې د دا ډول لږ شمېر میلمانو پالنه وکړي؛ ځکه یې نو له دا شان ځایونو لږه ګټه تر لاسه کوله. خو هغه کارونه چې د مینې له مخې تر سره کېږي، له ځان سره همیشه مادي ګټه نلري. په دې توګه له جنیس سره ډېری پاتې کېدونکو پیشوګانو، د پوره رضایت احساس درلود.  

ځکه نو ډېری پیشوګان خوشحاله وه. خاوندان به چې ورپسې راغلل، نو زړه نازړه به شول، چې بېرته د هغوی کورونو ته لاړ شي که نه همدلته پاتې شي؟ بالاخره پیشوګان هم د راحت ژوندانه په اړه، پر ځنو شیانو پوهېږي. ژوند داسې روان وه، چې بیا یوه پېښې د پیشوګانو دغه جنت ته تیارې او غم راوړل.

ټول پیشوګان خوشحاله او تازه ول، خو «باسي» داسې نه وه. باسي تر څه کچې د ښو اخلاقو څښتنه وه؛ خو هر ځل به چې جنیس له خونې وتله، نو دې به په نارو سورو پېل وکړ. پیشوګان، د عهد جدید یا نجیل د ریاکارانو په شان، چې د خدای په وړاندې ژاړي، نو دوی هم د نالښت پر مهال خونړی جنجال جوړولای شي. باسي دردونکې نارې وهلې؛ نو چا کولای شول، ددغو نارو او زاریو په وړاندې ځان ټینګ کړي؟ کله به هم باسي ډېر ځنډ نارې وهلې او ژړل به یې. هر مهال به چې جنیس له خونې وتله؛ نو د باسي دردناکې نارې او چیغې به هم پېل شوې. 

په پنځمه ورځ شاوخوا ګاونډیان او نورې مېلمنې پیشوګانې دغو نارو سورو لیونتوب ته ورسولې. انسانانو کولای شول، د آرامتیا موندلو لپاره دباندې ووځي؛ خو پیشوګانې را ایسارې وې او نشوای وتلای. نور نو په دغه سیمه کې، چې پخوا د آرامۍ او سولې ټاټوبی وه؛ د مینې اثر پوره لږ شوی وه. جنیس څه کار سرته رسولای شوای؟ هغې دغه وړوکې ټولګه، د یو جنت په څېر، په خپله مینه اداره کاوله؛ خو اوس له ځان سره په کشماکش کې وه. 

پېل کې د هغې کارځای، د خدای لخوا د نړۍ پنځولو ته ورته وه. خدای تعالی انساني ارواوې د ځمکې پر شنو سیمو کښېښولې او ویې وېل: «تاسو وجود لرئ؛ ځکه چې زه تاسو سره مینه کوم» او بیا څه پېښه وشوه؟ دغو د خدای عزیزانو، په سوکانو، ډبرو او زښتو کلمو سره، پر یوبل یرغل ور وړ، او پر ټولو ځایونو، د پېړیو لپاره، جګړې او شخړې ور واکمنې شوې. څه ناشکره مخلوق! (کټ مټ زموږ د کیسې د باسي په څېر؟)

د جنیس صبر هم ډېر ژر پای ته ورسېد او دا د ډېرې حیرانۍ وړ ول؛ ځکه چې ددغه مینه ناک انسان زړه له مینې ډک وه. خو شکایتګرې پیشو د هغه ځای ټوله آرامتیا او نظم له مینځه وېوړ. د جنیس د صبر کاسه را ډکه شوه، ځکه یې نو موضوع له ماهانتا سره شریکه کړه. هغې ووېل: ماهانتا، که تاسو یا د اک کوم بل استاد ما سره مرسته ونه کړئ، بل هېڅ کار مې په وس پوره نه دی. د مهربانۍ له مخې یو کار وکړئ. دغه پیشو ما لیونۍ کوي.    

 په هغه شپه جنیس خوب ولیده. هغې په خوب کې پراجاپاتي، د اک هغه استاد چې له حیواناتو سره یې ځانګړې علاقه درلوده؛ ولیده. پراجاپاتي د باسي په لور ولاړه او هغې ته یې ناز ورکړ. همدا چې هغه پشۍ لمس کړه، د باسي په سینه کې طلایي زړه را ښکاره شو، دا چې د باسي خوښېدل د نورو د پاملرنې وړ وګړځي؛ ځکه نو ژر آرامه شوه. دا ټول په دروني طبقاتو کې، او هغه هم د خوب په ترڅ کې؛ رامینځته شول.

د خوب دروني نړۍ ګانې، د بیروني فزیکي نړۍ په څېر واقعي او رښتیني دي او دا نړۍ ګانې نېږدې رابطې سره لري. هغه مهال، چې ځنې څیزونه په بیروني دنیا کې، ښه نه وي، نو ددې پرځای، چې کلونه کلونه کارما او مشکلات وځغمئ، کولای شئ، د خوب له لارې چارې په سمه لاره رهنمایي کړئ. خو دروني دنیاګانو ته د رسېدلو لپاره پوره پوهې او اګاهۍ ته اړتیا لرئ. 

د کار طریقه دا ډول ده: د خدای لپاره د عشق غږ یعني هیو ووایاست. ماهانتا په مناسب وخت کې تاسو نورو دنیاګانو ته بیایي. ماهانتا کولای شي، تاسو ته داسې تجربه در ډالۍ کړي، چې ورسره د خپلو بیروني شرایطو یا دروني ودې لپاره لیدلوری-بینش- ومومئ. ځنې وختونه، یوازنی څیز چې په فزیکي نړۍ کې د خپل وضعیت د رغولو او ښه کولو لپاره اړتیا ورته لرئ، په نامریي دنیاګانو کې دغه تعادل ته رسېدل دي.  

ډېر ژر د جنیس په خوب کې، د اک نور استادان هم را څرګند شول. باسي خوشاله وه. د اک له یوه استاده بل استاد ته ورتله او له دې پاملرنې او څارنې یې خوند اخیست. د اک تبتي استاد ربازار تارز، باسي پورته کړه او ویې وېل: باسي، راځه ولاړ شو، لږ قدم ووهو.

ربازار باسي دلته نېږدې چېرې یوې سمڅې ته بوتله.  

هغه مهال چې دواړه د سمڅې خولې ته ورسېدل، ربازار ووېل: باسي، دلته یوه سمڅه ده او موږ د هغې دننه ننوځو. دا ډېره مهمه ده، چې ته دقت وکړې او وګورې او درک کړې، چې دا سمڅه ستا لپاره څه معنا لري.

دواړه سمڅې ته ننوتل، او بیا یوې لوې چولې ته ورسېدل. ربازار روښانه کړه، چې باسي په تېر ژوندانه کې، یو ځل په دا ډول ژوره چوله یا پاڼ کې لوېدلې او بنده پاتې وه. پیشۍ د مرستې را رسېدلو په موخه په چیغو او نارو سورو پېل کړی وه؛ خو هیچا د سمڅې له تل څخه د هغې نارې نه وې اورېدلې او په پای کې پیشۍ له مینځه تللې وه. د تېر ژوندانه وېره، له پیشۍ سره دې نوي ژوندانه ته را لېږدېدلې وه. ځکه نو ددې پوهېدل آسانه دي، چې ولې دغه پیشۍ له یوازې پاتې کېدلو وېرېدله.  

هغه مهال، چې ربازار پیشۍ ته دغه توضیحات ورکول، د هغې په سینه کې طلایي زړه له هر بل وخته ځلانده برېښېده او تودې وړانګې یې پر ټولو لګېدې. ربازار وپوښتل: آیا غواړې په سمڅه کې وګرځې؟ 

په بله وینا، باسي دومره زړوره وه، چې د خپلې ویرې سرچینه لا زیاته وپېژني؟ البته چې باسي هم د زیاتره پیشوګانو په څېر کنجاو طبیعت درلود، ځکه نو هغوی په سمڅه کې وړاندې ولاړل. پر همدې مهال، د خدای تعالی نور، د باسي له طلایي زړه پر هر څیز باندې نور شینده او ټولې چولۍ، سوري، پاڼونه او نورې له ګواښه ډکې سیمې یې روښانولې. جنیس اوس لیدل او درک کول، چې په دروني دنیاګانو کې، هغې ته څه پېښېدل او دغه پیشۍ به بیا هېڅ مهال نارې سورې تکرار نه کړي. ربازار او د اک نورو استادانو دغه موجود ته یوه معنوي شفا ور په برخه کړې وه او د باسي زړه او پخوانۍ کارما له مینځه تللې وه.  

دروني استاد کولای شي تاسو په خوب کې وګوري، له تاسو سره خبرې وکړي او ستاسو لپاره ټول اړتیا وړ معنوي دستورونه او لارښوونې، تاسو ته درکړي.

 

د خوب د استاد را بلل

د خوب استاد ماهانتا، د اک ژوندی استاد دی. همدا چې تاسو خوب لیدونکي اجازه ورکړه، هغه له تاسو سره مرسته کوي. ځکه نو له خوب دمخه اجازه ورکړئ، چې له تاسو سره واوسي. داسې تصور کړئ، چې مسوولیتونه له خپلو اوږو پورته کوئ او د خوب استاد ته یې سپارئ. ورپسې اجازه وکړئ، چې ذهن مو له اندیښنو، تشویشونو او فکرونو تش او خالي شي او استراحت وکړي. له استاد څخه وغواړئ، چې د ستاسو او معنوي ودې تر مینځ ولاړو کارمیکي شرایطو په له مینځه وړلو کې مرسته در سره وکړي. او ورپسې ویده شئ، او پوه شئ، چې د خوب او استراحت پر مهال، د خوب د استاد تر مراقبت او څارنې لاندې یاست او هغه ستاسو ساتنه کوي او تر ټولو ښه شرایط در ته برابروي.

 

له تیارو د روښانتیا په لور

حقیقت ځان د خدای تعالی د نور او غږ له مینځه را ښکاره کوي. دغه څرګندېده که د یوه حیوان په بڼه وي، یا یوه بل وګړي او یا هم مخامخ د الهي روح له لارې، د نور او غږ په بڼه؛ له عشق سره ملګری وي.

له مینې ډک زړه د ډار لپاره ځای نه لري. مینه، وېره له مینځه وړي. هغه مهال، چې وګړي د زېږون له لارې دغې فزیکي نړۍ ته راځي، زړونه یې پرانیستي وي. یو زړه چې وتړل شو، الهي نور به څه ډول هغه ته نفوذ وکړي؟ خو هغوی، چې حقیقت او خرد ور باندې ګران دی، هڅه کوي، چې د خپل زړه دریڅه پرانیزي. هغوی حس کوي، چې څه شی یې ورک کړی او کامل نه دي. په دغو مادي دنیاګانو کې د روح سفر، له تیارو څخه د رڼاییو په لور سفر دی. روح روښنایي ده. او په دې تیاره مکان کې د خدای تعالی سپرغۍ، چې احساس کوي، د خپل شتون د سرچینې یعني الهي نور او صوت په لور ور ښکل کېږي. پرېږدئ، چې خوبونه د حقیقت او د اک د خرد په لور د رسېدلو لار تاسو ته در وښیي.

 

ماهانتا، راباندې ګران یې

له خوب دمخه، د هیو یا د اک واصلینو لپاره د هغوی شخصي کلمې د زمزمه کولو پر مهال، دغه تمرین تر سره کړئ.

په یوه ساده حقیقت سره یې پېل کړئ. پرېږدئ، دغه حقیقت دې ته ورته ساده او حس کېدلو وړ څه وي: «ماهانتا، راباندې ګران یې». په ذهني آرامتیا کې، د هیو ویلو ته دوام ورکړئ. اجازه ورکړئ، چې ذهن مو خپله معنوي حالت ته ننوځي. په یاد ولرئ، چې د هیو آواز د کلمو په بې فکره تکرار وا نه وړي. تاسو پر هغه صوتي جریان تمرکز وکړئ، چې دننه مو انګازې جوړې کړي. 

شپې مهال، چې له خوبه راویښېږئ، هڅه وکړئ، چې خپله اګاهي معنوي کړئ، داسې، چې حتا که د یوې یا څو ثانیو لپاره هم وي؛ د خوب پر استاد، ماهانتا باندې خپله پاملرنه متمرکزه کړئ. او بیا بېرته ویده شئ؟ دا په پوره توګه آسانه ده کنه؟

دغه تمرین خدای لپاره، له مینې په ډک زړه تر سره کړئ. دغه معنوي موجود ته، چې خپله یاست؛  په درنښت قاېل شئ. په دې آسانه او ارامه طریقې سره به د ژوند په میېن انسان واوړئ.  

د مایک او بروس کیسه «له ځمکې تر خدایه؛ مهرباني وکړئ ننوځئ» له دویم کتاب غوره شوې ده. په لوستلو سره یې مومو، چې د خوب معجزه څه ډول د زړونو تسلا او راتلونکې باندې پوهېدلو لامل ګرځېدلای شي. هغه نومونه چې کیسو کې د وګړو په پېژندلو کې ستاسو سره د مرستې په موخه په کیسو کې راغلي دي؛ واقعي نومونه نه دي.  

 

هیو، د خدای لپاره عاشقانه آواز، د (مایک دکولا) تجربه

زما خور، په دې وروستیو کې، له ویل سره واده کړی دی. ویل ته له خپل مخکني واده یو پنځه کلن زوی پاتې وه، چې پرته له څه دلیله ناڅاپه مړ شو او په دې سره یې خپل پلار ته د درد او ناراحتۍ دروند بار پرېښوده.  

د یوې ورځې په ماسپښین زه، آنا او ویل د خوبونو او په هر څیز کې د خدای تعالی د نوم، هیو په باره کې په خبرو وو. زه په دې اړه غږېدم، چې موږ په اکنکار کې څرنګه د خوبونو په اړه کار کوو، او د خوبونو په یاد ساتلو او درکولو لپاره د هیو آواز څرنګه زمزمه کوو؟ په ظاهره ویل علاقه پېدا کړې وه، ځکه نو زه په دغه بحث کې ژور ولاړم او دې ته مې اشاره وکړه، چې هیو څرنګه کولای شي، زموږ دردونکي ټپونه درمل کړي.

هغه ووېل: خوبونه مې له زوی سره پېلېږي؛ خو وېره او اضطراب ددې لامل کېږي، چې د هغه تر لیدلو دمخه، زه له خوبه راوځم.

ما هغه ته وړاندیز وکړ، چې له وېدېدلو دمخه هیو زمزمه کړي. څو ورځې وروسته وېل ما ته زنګ وواهه، هغه هیجاني وه. هغه هیو زمزمه کړی وه او ورپسې یې خوب لیدلی وه، هغه په خوب کې خپل زوی لیدلی وه، او هغوی د هغو ډېرو څېزونو په اړه، چې د زوی د انتقال له لامله د هغوی ترمینځ نه ویلي پاتې وه، سره غږېدلي وه. زوی یې هغه قانع کړی وه، چې په بشپړه توګه راضي او خوشحاله دی.

او دغه قانع کېدلو، د وېل لپاره له ځان سره زیاته آرامتیا راوړې وه. 

وېل ډېر ژر د غمځپلو کورنیو د ملي ملاتړ ډلې سیمه ییزه څانګه پرانیستله، او دا چې د له هیو سره آرمتیا بخښوونکې تجربه یې لرله؛ نو له ما یې غوښتنه وکړه، چې د ډلې لپاره یې، د خوبونو او د هیو د آواز په اړه ورکشاپ جوړ کړم. 

یوې ایرلنډي جوړې هم په دغه پروګرام کې ګډون وکړ. کېت او روبرت کاتولیکان وه، او څو کاله وړاندې د امریکا متحده ایالاتونو ته کډوال شوي وه. څه مهال وروسته یې مشره لور ناروغه شوه او بیا یې د هغوی په غېږه کې ساه ورکړه. دغې تجربې هغوی نړولي وه. هغوی په هغو تیارو او غمونکو ګړیو کې هېڅ تسلا نه لرله، ځکه چې قومونه یې له دې ځایه لېرې، په ایرلند کې وه.

د خوبونو په اړه ورکشاپ کې کېت او روبرت پرېکړه وکړه، چې د هیو زمزمه وآزمویي؛ ځکه چې هغوی پوهېدل د هیو په زمزمې سره څه له لاسه نه ورکوي. ځکه نو ما یو تجسمي تخنیک هغوی ته پیشنهاد کړ، چې د هغه په ترڅ کې، هغوی د نور او غږ دروني رود ته سفر کاوه. 

کېټ د مراقبې له تمرینه له را خلاصېدلو سره ووېل، چې له مودو وروسته یې، په لومړي ځل آرامتیا تجربه کړې. کور ته له ستنېدلو سره سم ښځه او مېړه دې پاېلې ته ورسېدل، چې د تمرین په تر سره کولو هېڅ څه له لاسه نه ورکوي. ښایي په دې کار سره یې کولای شوای، چې د لور د انتقال څه ډول والی درک کړي. ځکه نو هغوی په ګډه هیو زمزمه کړه او ورپسې پرېوتل. کېت په خوب کې، په داسې حال کې، د پوره اګاهۍ په حال کې یوه روغتون ته سفر وکړ. هلته پوه شوې وه، چې لور یې نوره په روغتون کې نشته. د کېت لپاره ددې خبرې معنا دا وه، چې لور یې نوره رنځ نه وړي. څه مهال وروسته یې په خوب کې خپله لور د نورو ماشومانو په حلقه کې لیدلې وه. 

لور یې وېلي وه: زه ښه یم. نور رنځ نه وړم او زه خوشحاله یم. او زه دلته باید له دغو ماشومانو سره یو کار سرته ورسوم. دا یو فوق العاده او بې ساری ځای دی. کېت بیا ووېل: زه غواړم تاسو خپل پلار ته ورولم او دا ټول حالت هغه ته روښانه کړم.

نجلې: مورې، زه نشم کولای له تاسو سره ولاړه شم. دا هغه ځای دی، چې زه ورپورې تعلق لرم؛ خو ته هر وخت چې وغواړې، کولای شې، دلته راشې او ما ووینې. وروسته کېت پوښتلي وه: څرنګه؟ نجلې ځواب ورکړی وه: یوازې هغه کار سرته ورسوه، چې دې ځای ته د راتللو لپاره دې تر سره کړی وه. او دا کار به بیا تا دلته را ورسوي. او یوه شېبه وروسته کېت په کور کې، په خپله بستره کې وه. هغې ټولې پېښې روبرت ته ووېلې. او ورپسې یې نورو اولادونو ته هم ددغه خوب په اړه خبرې وکړې، او هغوی هم دې ته ورته خوبونو کې خپله خور ولیدله. 

څو ورځې وروسته کېت او روبرت د انجیل د لوستلو په ټولګي کې ګډون وکړ او هلته یې د هیو په کلمې سره، د شفا موندلو په اړه خبرې وکړې. ګډونوالو ویل ته ووېل، چې خوښېږي یې، د هیو د اهمیت او په خوب کې د مرستې غوښتلو په اړه له ټولو سره خبرې وکړي.

د هیو او ماهانتا آواز په ټولو پورې اړه لري، او د هیو زمزمه یوه ځواکمنه معنوي وسیله ده. هغه همیشه کاروئ.

 

څه ډول یو وړاندې ویونکی خوب سم وخوت؟ تجربه د (بروس وبر)

هغه شرکت، چې زه په کې کار کوم، له بد موقعیت سره مخ شوی. یو ورځ یې اعلان وکړ، څلورمه برخه کارکوونکي به له کاره وباسي. له هغې نېټې شپږ مېاشتې تېرې شوې؛ خو هیڅوک هم له کار ونه اېستل شول؛ خو لا هم د ټولو مینځ کې اضطراب موجود دی.

ما پرېکړه کړې وه، چې له کاره د ما د اېستلو اټکل په اړه هېڅ فکر ونکړم؛ خو بیا له خپل تل څخه څه شي را ته وېل، چې د ځواک ددې لږولو له بهیره سره د مقابلې وس نه لرم؟

یوه شپه پر دې زړه نازړه توب باندې د غلبې لپاره، ماهانتا اجازه راکړه، چې پر تردید باندې غلبې موندلو لپاره شته لارې ته نظر وځغلوم. د یوې آسمانڅکې ودانۍ په لابي یا پذیرایۍ کې ولاړ وم. بیا لفت ته ننوتم. له ښځینه همکارانو څخه یوه یې د لفت مسووله وه؛ خو په خوب کې د هغې نوم کاساندرا وه، او داسې احساسېدله، چې له موږ سره لفت کې یو ناڅرګند وګړی هم سپور دی. لفت پورته وخوت او کاساندرا د ورونو له پرانیستلو وروسته اعلان کړ: هبرون، دا ځای ستاسو مقصد دی

هبرون؟ له هبرون څخه دې هغې مقصد څه وه؟

دغه عجیبه نوم، له لفت څخه د کوزېدلو پر مهال، زما د تعجب وړ وګرځېد. ما باید ګامونو پورته کولو ته پام کړی وای؛ ځکه چې ودانۍ له یو بله جلا وسپنیزو تیرونو څخه جوړه وه، او هېڅ چت یا غولی یې نه درلود او ما کولای شول، چې آسمان ووینم او د باد څپه حس کړم. زما د شرکت یوه همکار یوه وسپنیز تیر ته ډډه وهلې وه. ډېره عجیبه وه؛ خو هغه یو امنیتي کمربند باندې ځان ټینګ کړی او بیا په ځنځير سره یې ځان له ودانۍ سره تړلی وه.

یوه شېبه وروسته هغه ټوپ کړل او په خندا سره یې په آسمان کې الوت وکړ او له په ودانۍ کې د تاوېدلو په حال کې باد سره، کله پورته او کله کوز تلو او را تلو. خوب یو ښاد او سپک حالت له ځان سره درلود. زه خپل همکار ته، چې لا اوس هم په هوا کې وه، ور نېږدې شوم او ومې وېل: ښکاري، چې دا جالب کار دی. 

له دې خبرې سره مې احساس کړه، چې امنیتي کمربند زما پر ملا هم وتړل شو. ما د هغه ځنځیر سر، چې د غولي په یوه میله پورې تړل شوی وه، را واخیست، په کمربند پورې مې ونښلاوه او وروستی مې د دیوال پر سر موجودې حلقې پورې ټینګ کړ.  

زه او همکار مې ډېر ژر له خندا سره، تر خپلو پښو لاندې آزاده فضا کې، په تاوېدلو شو. وروسته راویښ شوم او د خوب د معنا په فکر کې شوم. له لږ تحقیق وروسته متوجه شوم، چې کاساندرا نوم په یوناني ادبیاتو کې راغلی. کاساندرا د آپولو د پرمختګ خنډ شوی وه، بیا هغه د آپولو لخوا محکوم شوه، چې نور یې څوک پیشبینۍ- که هغه سل په سلو کې رښتیا هم وه؛ باور ونه کړي!

د کاساندرا نوم ما ته د هېڅ تردید ځای پرېنښود، پوه شوم، چې دا د پیشګویۍ خوب دی. زما مقصد هبرون وه؛ هغه ځای چې تصور مې کاوه، د نوم سرچینه یې په سپېڅلي کتاب او عبرانیانو پورې اړه لري. د سپېڅلي کتاب د نومونو لړلیک هم دا ډول مرجع تاییدوله.

د ابراهیم د مېرمنې، سارا له وفات سره، ابراهیم غوښتل هغه خاورو ته وسپاري؛ خو د خښولو لپاره یې شخصي ځمکه نه لرله؛ ځکه نو د هبرون خلکو ته ورغای. هغوی ورته ډېر درناوی درلود؛ ځکه یې نو د کبر ځمکې لپاره پیسې ترې وانخیستې؛ خو ابراهیم ټینګار درلود، چې د ګور د ځمکې بیه ورکړي، او پای کې یې دا کار وکړ. په دې توګه هبرون د سارا او پای کې د ابراهیم هدیره شو. سپېڅلی کتاب د هبرون په اړه یو با ارزښته لارښود او مرجع وه.

د خوب پیغام دا وه، چې ددې طبقې یا ځای بیه ورکړل شي. ما په شرکت کې د هوسایۍ لپاره ځای درلود. دا ځای په پیسو نه وه را نیول شوی؛ خو زما د کار کولو موقعیت، په هغو خدمتونو سره چې وړاندې کول مې او دا شان له شرکت سره د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ تضمین شوی وه. 

په امنیتي کمربند سره ساتل کېدلو انځور په دې معنا وه، چې خپل کار پورې ټینګ ونښلم. که دا کار مې غوښته؛ نو باید د هغه د ساتلو وس مې درلودلای. د بدلونونو سیلۍ را الوتې وه؛ خو زما معنوي زیربنا او کاري امنیت ددې لامل شوي وه، چې د راتلونکي په لوستوڼي کې پټو څیزونو څخه خوند واخلم.

دا چې په دې وروستیو کې له دروني پلوه زړه نازړه شوی وم؛ په همدې خاطر دغه خوب د ډاډ او باور ترلاسه کولو په کار کې، له ماسره ډېره مرسته وکړه. اوس ما کولای شول، آرام واوسم، صبر ولرم او خپلو همکارانو ته ډاډګېرنه ورکړم. ورپسې زما پام بل ټکي ته ور واوښت.

هغه دویم سړی، چې له موږ سره په لفت کې سپور وه؛ څوک وه؟ له ماهانتا پرته به نو بل څوک وه!؟ د خپلې راتلونکې په اړه، د یوې پراخې دورنما تر لاسه کولو په موخه، هغه د اګاهۍ نوې پوړۍ په لور، زما لارښوونه کوله. هر مهال چې به د اک ځواکمنه وږمه زما په خوب یا کاري ژوندانه کې په حرکت راتلله، هغه به زما په خوا کې وه.  

هماغه شان چې خوب وړاندوینه کړې وه؛ ومې کولای شول، چې خپله دنده وساتم. زه لا اوس هم، چې شرکت خپل ۲۵ سلنه کارکوونکي له کاره ایستلي، بیا هم په شرکت کې کار کوم او له دې لامله ډېر شکرګزاره یم. د هغې آرامتیا له لامله، چې دغه خوب، د ژوند په ډېرو سختو ورځو کې شېبو کې، را په برخه کړې وه، قدردانی کوم، او ټولو ته وړاندیز کوم، چې په خوب کې له ماهانتا څخه مرسته وغواړي. هغه کولای شي د ژوندانه ډېرو ژورو پوښتنو ته مو ځواب ووایي. د داسې لارښود په لرلو سره تاسو خپل اړتیا وړ ځواب، چې په لټه کې یاست؛ ترلاسه کوئ.

د خوب دنیا، له حیرانتیا او عجایبو ډکه دنیا ده.   

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۷       سال نهــــــــــم                      جدی   ۱۳۹۲                اول جنوری   ۲۰۱۳