کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

 

۲

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

 

 

 
 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس

 

 
 


۷
د خوب سفر: دروني دنیاګانو په لور دروازه

لین د خوبونو په اړه مطالعه کوله. یوه شپه په خوب کې ماهانتا (د خوب استاد) هغې ته د تیلفون دوه شمېرې ورکړې. ټوله لارښوونه داوه، چې یوه د کور او بله د کارځي شمېره ده.
له راویښېدلو سره لین خپل خوب په یاد راوړ. خو آیا هغې باید له هغو شمېرو سره اړیکه نیولې وای؟ څرنګه کېدلای شي، چې څوک بل چا ته د تیلفون د غوږۍ له لارې ووایي، چې په خوب کې خدای ورته ویلي دي، چې له دغې شمېرې سره اړیکه ونیسي؟
دغه خوب سړي ته د «ګري لارسن» کارتون سړي ته ور په زړه کاوه. په هغه کارتون کې لارسن، د انساني طبیعت په اړه پوره بینش او بصیرت تر لاسه کوي. په کارتون کې تیلفون زنګ وهي. یو سړی غوږۍ پورته کوي او له هغه لوري څوک وایي: سلام. زه خدای یم. سړی پوښتي، خدای له چا سره خبرې کول غواړي؟ خدای یو نوم اخلي او سړی ځواب ورکوي، خواشینی دی، ځکه چې خدای غلطه شمېره نیولې ده. له هغې وروسته د کیسې نکل کوونکی ماڼو وايي، چې له هغې وروسته هغه تل وګړو ته وېل، چې له خدای سره یې خبرې کړي دي.
خو د لین کیسې بل حالت غوره کړ. د خوب له لیدلو نېږدې یوه اونۍ تېره شوې وه، چې لین لومړۍ شمېرې ته زنګ وواهه، خو د پیغام اخیستونکي ځواب یې واورېد، بیا لین دغه پیغام کېښود: د مهربانۍ له مخې، هر مهال، چې کولای شئ؛ نو اړیکه ټینګه کړئ. ما ستاسو شمېره تر لاسه کړې او غواړم له تاسو سره اړیکه ولرم. هغې دویمې شمېرې ته هم زنګ وواهه او هماغه شان پیغام یې کښېښود. بله ورځ یوې مېرمنې هغې ته زنګ وواهه او ویې وېل: ما ستاسو پیغام ترلاسه کړ. په دقیقه توګه؛ تاسو غواړئ په څه شي پوه شئ؟
لین د خپل خوب کیسه وکړه او ویې وېل، چې د هغې شمېره یې په خوب کې ترلاسه کړې او بیا یې وپوښتل، آیا هغه پوهېږي، چې ولې داسې شوي دي؟ ښځې ځواب ورکړ: کولای شې، د ځان په اړه لږ را ته وغږېږئ؟ لین ووېل، چې په تګزاس کې ژوند کوي، څلور اولادونه لري او هغه یوه ټولنیزه مرستندویه ده. بیا لین د له لاسه ورکړي شل کلن زوی په اړه وغږېده.
ښځې ځواب ورکړ: ډېره په زړه پورې ده؛ ځکه چې زه د خوبونو په برخه کې سلاکاره یم!
دغې مېرمنې دمخه په یوه بل ایالت کې ژوند کاوه او هلته یې د یوې راډیويي خپرونې لپاره په مرکو کې له خلکو سره د هغوی د خوبونو په اړه خبرې کولې؛ ځکه نو دا ورته د حیرانتیا وړ وه، چې له چا څخه واوري، چې د هغې شمېره یې په خوب کې ترلاسه کړې. د هغوی خبرو دوام وموند او د خوبونو سلاکارې ووېل: تاسو غواړئ، چې په څه شي باندې پوه شئ؟
لین ځواب ورکړ: غواړم پوه شم، چې آیا زما د زوی د ټکر او مړینې لامل زما د کارما پېټی دی؟
د خوب سلاکارې ځواب ورکړ: هر مهال، چې چمتو شې، ددې پوښتنې ځواب به دې ترلاسه کړې. خو لین همدا شېبه د خپلې پوښتنې ځواب غوښت. کنه نو ولې د خوب استاد هغې ته په خوب کې، د خوبونو د یوې سلاکارې مېرمنې شمېره ورکوله؟
د خوب سلاکارې روښانه کړه، هغه مهال به یې، چې په رادیويي خپرونه کې، د وګړو د خوبونو په اړه په نصحیتونو لاس پورې کړ؛ نو ځنو به بیا اړیکه نیوله؛ ځکه چې هغوی داسې حس کوله، چې هغې خوبونه روښانه او سم نه دي تعبیر کړي او په داسې حالاتو کې به هغې په آسانۍ سره ځواب ورکاوه، هر مهال چې چمتو واوسئ، نو خپل ځواب به ترلاسه کړئ. خو هغوی عجله کوله او ډېر مهال به عصباني کېدل. هغوی همدا شېبه ځواب غوښت.
لین د هغې په منظور وپوهېده. هغې ووېل: پوهېږم، چې دا مې خپل مسوولیت دی، او هر مهال چې چمتو واوسم؛ نو ځواب به ترلاسه کړم او په دې هم پوهېږم، چې د زوی د تصادف مسوولیت په بشپړه توګه د هغه پر خپله غاړه دی.
لین به شپه مهال له خوبه وېرېده؛ ځکه چې فکر یې کاوه، ښایي مخکې د ځواب اورېدلو تهتر آماده ګۍ دمخه، د خوب استاد یې د پوښتنې ځواب ورکړي. په هر حال د خوب د سلاکارې ځواب په زړه پورې وه او هغه اړه وه، چې تر لازم وخت، چې ښایي یوه اونۍ، یوه مېاشت، او یا هم لس کلونه وروسته وي؛ انتظار پاتې شي او د پوښتنې ځواب تر لاسه کړي.
د خوب له سلاکارې څخه د لین وروستۍ پوښتنه دا وه: ستاسو کتابونه له کوم ځای څخه ترلاسه کولای شم؟ آیا دغه کتابونه په عادي کتابپلورنځیو کې موندل کېدلای شي؟
د خوب سلاکارې ځواب ورکړ: چې رښتیا خبره شي؛ نو دا یوه عجیبه لاره وه، چې د هغې له لارې الهي روح، له یوه وګړی سره زما د اړیکې لامل شو. ځکه نو زه به خپله خپل کتابونه تاسو ته در استوم.
له هماغې لومړې مکالمې را په هیسته لین پوه شوه، چې نوموړې، خپل زوی ته د ورپېښې شوې پېښې مسووله نه ده. هغه د خوب سلاکارې خبرو ته په پام سره، دې ټکي ته هم متوجه شوه، چې د زوی مړېنې یې ډېر نور وګړي هم تر اغېز لاندې نیولي دي.
سلاکارې ووېل، که زه ستاسو پوښتنه مخامخ ځواب کړم؛ نو ته بیا څه کار کوې؟ آیا دغه ځواب هغو وګړو ته هم، چې اورېدلو ته یې چمتو نه دي؛ ته وایې؟
سلاکارې زیاته کړه، چې د خوب دنیاګانې، واقعي دنیاګانې دي او دغه نړۍ هم له یوه خوب پرته بل څه نه ده. او په دې ډول لومړنۍ مکالمه پای ته ورسېده.
په بله ورځ هم د بازار موندلو یوه متخصص له لین سره اړیکه ونیوه او روښانه یې کړه، چې خوب یې لیدلی او په خوب کې دغه شمېره ورکړل شوې. سړي ووېل، نه غواړي سپین سترګي وکړي؛ خو دا له لېرې ځایه تیلفون دی او له لین څخه یې وغوښتل، چې که شونې وي؛ نو پخپله اړیکه ورسره ونیسي او هغې هم موافقه وکړه. لېن یو ځل بیا د خپل زوی د مړینې پېښه او په غیر معمولي توګه د هغه د شمېرې ترلاسه کولو خبره وکړه او ویې پوښتل، چې آیا دغه چارې په کوم ډول له هغې سره اړیکه لري؟
سړي په تعجب سره ځواب ورکړ: په دې وروستیو کې زموږ د کورنۍ درې غړي مړه شوي؛ ښه نو خلک مري!
سړي لږ وروسته ووېل، فکر نه کوي، چې څه کار دې ورته وکولای شي؟ او لین د یوه نا آشنا سړي د دومره سخاوتمندۍ په خاطر، له هغه مننه وکړه.
د تیلفوني مکالمې له بشپړېدلو سره سم لین درک کړه، چې له دې لارې الهي روح هغې ته یو معنوي پیغام ورکړی دی. هغه پوه شوه چې: ۱) اقتصادي چارو ته زیات اهمیت ورکړي، (له لېرې واټنه د تیلفوني اړیکو د لګښت په برخه کې)، ۲) ځان عزیزانو او خپلوانو په څېر په فاني څیزونو پورې ونه تړي.
لین د زوی له ټکر سره د خپلې کارما د اړیکې د موندلو په لټه کې وه او استاد، الهي روح ته د دوو مجرا شویو انسانانو له لارې له هغې سره خبرې وکړې.

د سیمنار خوبونه
کله ناکله ځان د دروني جهانونو په داسې سیمو کې ګورئ، چې کټ مټ د اکنکار سیمنارونو ته ورته دي او ښایي هلته د نورو د لارښوونې یا کوم بل مهم مسوولیت پر غاړه ولرئ.
هر هغه مهال چې د اک لپاره په پوره مینې سره یو کار سرته رسوئ، دغه مینه یا عشق د خدای تعالی د نور او صوت په بڼه ستاسو دننه دنیا در ډکوي.
آیا غواړئ، چې د دروني دنیاګانو، د اک په سیمنار کې ګډون وکړئ؟ نو دا تکنیک تمرین کړئ:
له خوب دمخه مراقبه وکړئ. کوښښ وکړئ، چې د اک د سیمنار ټول جزیات مجسم کړئ. د معلومات لپاره کولای شئ، د را روانو سیمنارونو لپاره، د اکنکار د نوملیکنې د بروشورونو له معلوماتوګټه واخلئ. وروسته ځان د دروني دنیاګانو په هغو مراسمو کې تصور کړئ. اوس ووایئ: زه ځان له خپلو دوستانو سره د اک په دغه سیمنار کې ګورم. وینم، چې ناست یم او د استاد وینا ته غوږ یم.
که غواړئ، چې د یوه رهنما په بڼه یا په یوه بل رول کې مینه ناک خدمت سرته ورسوي، نو له خوب دمخه دغه دوه جملې بې غږه فرمان په خوله راوړئ او نور هرڅه الهي روح ته وسپارئ او وګورئ، چې څه پېښېږي.
خدای تعالی له موږ سره خبرې کوي.
له موږ سره د خدای تعالی د خبرو کولو لپاره زیاتې لارې شته دي.
خدای کولای شي، له موږ سره مخامخ د الهي نور او غږ له لارې خبرې وکړي. کله هم کولای شئ، د مراقبې په ترڅ کې یا هم د ورځې له خوا آبي یا سپین نور ووینئ. دغه نور د خدای حضور ښیي. داسې حضور، چې ستاسو د روحي ودې، د زړه د خلوص او د عشق او رحمت سمندر په لور سفر کې د بل ګام اخیستلو لپاره ستاسو د چمتو کولو لامل ګرځي. په نورو برخو کې ښايي خدای یوازې د الهي غږ-لکه د موسیقۍ د سازونو د غږونو- له لارې خبرې وکړي. شونې ده، چې د موسیقۍ د هغې یوې یا څو الو غږ واورئ، چې آسماني موسیقي غږوي.
خدای کولای شي، چې له تاسو سره د توپان په غړمبا او یا هم ډېر تېز باد سره خبرې وکړي. د ډولونو د ډېر لېرې غږ او د الوتونکو د نغمو راپور هم ورکړل شوی دی. خو ځنې مهال دغه الهي غږ، یوازې د چارچاپېره هوا، آه ته ورته لړزا په بڼه هم د درک وړ دی. د هر غږ انتظار واوسئ، چې تاسو ته د آرامتیا، ښادۍ او تعالۍ حس درکوي او دننه مو د خدای له یاد او عشق څخه ډکوي، نو ډاډ ولرئ، چې د خدای غږ مو ددغه غږ له بې شمېره بڼو څخه په یوه بڼه اورېدلی دی.
د خدای تعالی غږ د برکت درکولو په موخه در جاري کېږي.
له تاسو سره د خدای د خبرو کولو یوه معموله لاره، خوب دی. خو خوبونه ډېری مهال غیر مستقیم وي او له هغه ځایه، چې له سیمبولونو کار اخلي، ځکه نو تفسیر یې ډېر دقت غواړي. دا کار د تیارو وریځو له مینځه د څه شي لیدلو ته ورته دی. نو خوب لیدونکي ته ښایي، چې د خوب د تفسیر مقدمات زده کړي.
توهم، په لوړو او برترو دنیاګانو کې ستاسو تجربې مغشوشوي. څيزونه هغسې چې سترګو ته راځي؛ نه دي. منفي ځواک چې موږ یې د کل (شیطان یا پلید روح) په نامه پېژنو، هم په دې مینځ کې یوه الهي دنده پر غاړه لري. کل هڅه کوي خوب لیدونکی وغولوي او لاره ترې ورکه کړي؛ ځکه نو هغه خوب لیدونکی د خوب له اصلي ټکي یا خبرې لېرې ساتي. دغه منفي ځواک هڅه کړي داسې کار وکړي، چې تاسو ووایاست: خوبونه اهمیت نه لري. د کل له وسوسو او سلطې د وګړي له وتلو سره، نور نو روح له توهمه خلاص او د عشق او معنوي قدرت د ترلاسه کولو ځواک لري، زه وایم: خوبونه اهمیت لري. خوبونه یوه هغه لاره ده، چې خدای تعالی یې له لارې له موږ سره خبرې کوي.

د خوبونو کتابچه
د نایجریا هېواد اوسېدونکی روبرت د اکنکار غړی وه. (ددغې کیسې نومونه، د وګړو د خصوصي حریم د ساتلو په موخه په مستعاره بڼه اړول شوي دي) روبرت د اک د درسونو له دوه کلن لوست وروسته دویم وصل ترلاسه کړ. دغه ساده مراسم کولای شي وګړي تر اثیري طبقې (د احساساتو طبقه)، چې له فزیکي طبقې وروسته دویمه طبقه ده، پورته بوځي.
د اک سیمنار کې د ګډون په موخه روبرت یوه لېرې ښار ته سفر وکړ. سیمنار پای ته ورسېد. نورو اکیستانو هغه د خپل کور تر نیمې لارې ورساوه. له هغه ځایه وروسته یې پرېکړه وکړه، چې نور سفر په ټکسي کې وکړي؛ نو له دوستانو سره له مخه ښې وروسته، د ټاکسیانو تمځای په لور وخوځېد. دا چې د روبرت د هستوګنې تر سیمې پورې اوږده لاره وه؛ نو چلوونکو غوره بلله، چې د ټکسي تر ډکېدلو پورې صبر وکړي. روبرت بختور وه؛ ځکه چې هغه وروستی مسافر وه. د هغه په سپرېدلو سره ټکسي ډک شوی وه او نور نو حرکت ته چمتو وه.
خو لږ وروسته مشکلات پیل شول. د کرایې د پیسو په اړه ډاډه کېدلو په موخه روبرت پرېکړه وکړه، چې بټوه (جیبي بکس) چک کړي. خو ګوري، چې بټوه یې ورکه کړې. له دې حالت سره، پر هغه ډار او وېره را خوره شوه. هغه له چلوونکي خواهش وکړ، چې خپل ښار ته له رسولو وروسته به د لارې کرایه ورکړي. چلوونکی دمخه هم له داسې حالت سره مخ شوی وه. آیا هغه باید په دغه سړي باور کړی وای؟ لاره اوږده وه. پر همدې شېبو کې، چې چلوونکي د موضوع په اړه فکر کاوه، د روبرت رواني حالت لا پسې خرابېده. له بټوې، پیسو، کلۍ، او د اک له پېژندکارت پرته، هغه څرنګه ددې وس مونده، چې کور ته ورسېږي؟
په همدې شېبه کې وه، چې یوه بل مسافر دغه چوپتیا ماته کړه: مشکل نه دی! زه ددې ښاغلي کرایه ورکوم. روبرت د هغه له مرستې مننه وکړه او قول یې ورکړ، چې د اوسېدلو سیمې ته له رسېدلو سره به یې پیسې ورکړي. سړي ځواب ورکړ: مهمه نه ده.
ددغه سخاوتمندانه عمل په خاطر روبرت احساس کړه، چې ماهانتا، د اک ژوندي استاد، قصد لري، ددغې تجربې له لارې هغه ته پیغام ورسوي. د اک معنوي رهبر غوښتل هغه ته مهم لوست ور زده کړي؛ ځکه نو روبرت له معنوي پلوه غوږ وه، چې دغه پیغام له لاسه ورنکړي.
کور ته په رسېدو سره یې پرېکړه وکړه، چې پور ورکړي؛ خو د یکشنبې ورځ وه او بانکونه تړلي وه؛ ځکه نو ویې نشول کولای دا کار وکړي. پر همدې شېبه چې فکر یې کاوه څه وکړي، یو وګړی یې د کور د وره په لور راغی. دا سړی د یوه هغه موکل استازی وه، چې یو مهال روبرت ورته د سلا ورکولو یو کار سرته رسولی وه. ناپېژانده وګړي هغه ته یوه اندازه پیسې ورکړې. اوس نو هرڅه چمتو وه، چې روبرت ټکسي کې د خپلې ژغورونکې پرښتې پور ورکړي.
او په دې توګه د ټکسي د کرایې موضوع په رضایت سره حل شوه.
خو روبرت د بټوې د ورکولو له لامله نورې ستونزې هم لرلې. هغه خپلې کلیګانې ورکې کړې وې. هغه د یوه ستر پوهنتون مدرس هم وه؛ نو د خپل کار دفتر ته د ننوتو لپاره یې کلیګانو ته اړتیا لرله. په خواشینۍ سره، چې بله احتیاطي کلي یې هم نه لرله. لږ داسې پېښېدل، چې روبرت د سفرونو پر مهال کلیګانې له ځان سره یوسي؛ خو دا ځل یې کلیګانې ځان سره وېوړې. او اوس له دفتره دباندې پاتې وه؛ نو څه کار یې باید کړی وای؟
د شپې په خوب کې، دروني استاد را ښکاره شو او له هغه یې د خوب د کتابچې په اړه پوښتنه وکړه. روبرت په خپله حافظه کې لټه پېل کړه: ما یوه کتابچه وپېروده، چې له دویم وصل وروسته، خپل خوبونه په کې ثبت کړم؛ خو دا کار مې له یاده ووت.
روبرت په خوب کې ښې تجربې لرلې. له دغو خوبونو څخه په یوه کې، د خوبونو د استاد په یاددښت کې ده ته د هغو نامناسبو او ناکارو وګړو په اړه خبرداری ورکړل شوی وه، چې له ده سره یې د یوه سوداګریز کار د پیلولو قصد درلود. هغه دغه خبرداری ته پام واړاوه، له ځانه یې ساتنه وکړه او دا کار ددې لامل شو، چې ډېرې پېسې له لاسه ورنکړي. روبرت کولای شول، چې دغه خوب په کتابچه کې یاددښت کړي؛ خو ددې کار په سرته رسولو کې یې ځنډ وکړ.
استاد داځل له هغه د وصل د راپور په اړه هغه وپوښتنه: دغه راپور، چې د خپلې ګټې په خاطر باید هغه د مېاشتې په پای کې ولیکې؛ اوس چېرې دی؟ حتا که هغه نه هم لېږې؛ لږ تر لږه و خو یې لیکه.
روبرت ځواب ورکړ: له یاده مې ووتل. ورو ورو د هغه پاملرنه د معنوي انضباط په برخه کې، خپلې غلطۍ ته ور اوښته. استاد د هغه لټي او نه پاملرنه یوازې په یوه کلمه کې را لنډه کړه: بې نظمه.
دروني استاد ووېل: د بټوې او کلیګانو ورکول دې د وېښې هغه خوبونه وه، چې تا ته یې ګواښ وکړ، په خپلو بې نظمیو سره، ځان له معنوي دنیاګانو لېرې کوې. که غواړې، چې خپل معنوي ژوند ښه کړې باید بدلون ومومې.
ډېر پخوا، روبرت یو خوب لیدلی وه، په دغه خوب کې له هغه ښاره، چې د اک سیمنار په کې جوړ شوي وه؛ د هغه یوه دوست هغه ته وېلې: بټوه یا جیبي بکس یې موندلی او هغه به له یوه یاددښت سره ورولېږي.
په سبا یې هغه د خپل خوب په اړه اندېښمن وه. دې وخت کې یې یوه همکار ووېل، چې هغه ښار ته سفر لري. روبرت هم ور باندې باور وکړ او خپل دوست ته یې د خپل خوب په اړه یو یاددښت ولېږه او ویې لیکل: د مهربانۍ له مخې، که زما جیبي بکس دې ومونده؛ هغه راته راولېږه!
په بله ورځ یې جیبي بکس، کلیګانې او د اک د پېژندنې کارت تر لاسه کړل او له دې سره حالات عادي شول.
روبرت پوره اګاه وه، چې په اصل کې یې جیبي بکس ورک نه؛ بلکې د یوه وګړي تر نظر او څار لاندې وه. هغه وموندله، چې دا ټوله پېښه د استاد لخوا هغه ته یوه داسې ډالۍ وه، چې د معنوي نظم په ساتلو کې له هغه سره مرسته وکړي. دا د خدای تعالی یو لطف وه، چې په برکت سره یې، د واقعي کور په لور د هغه سفر ته چټکتیا ورکړي.

په خوبونو کې کارما
کارما کېدلای شي هم په خوب او هم په څو نورو وضعیتونو کې تصفیه او له مینځه ولاړه شي. د ساري په توګه وګړي، د موټر ټکر د ورځني ژوند پر ځای، په خوب کې تجربه کوي. ځنې بیا واقعي ټکرونه تجربه کوي؛ خو په معجزه ناک ډول ترې روغ را وځي. هېڅ وګړی ددې ادعا نه کوي، چې د اک تعلمیات، د ټولو مشکلاتو حل او علاج دی. ددې پر خلاف، ددې ژوندانه هدف له خپل ځان سره مخامخېدل دي.
په دې تعلیم سره، هغه لویې ستونزې او مشکلات، چې وګړی باید ورسره مخامخ شي؛ ساده کېږي. دغه کار نه یوازې د تېرو ژوندونونو د پورونو د ورکولو لپاره؛ بلکې په اوس وخت کې زموږ د معنوي شرایطو د ودې لپاره هم ترسره کېږي.
کارما، د ټولو انساني اړیکو ریښه ده.
په راوروسته کیسه کې، یو سړی په خپل تېر ژوندانه د عدالت د پلي کولو هڅه کوي. هغه باید د یوه قرباني شوي وګړي په وړاندې خپل پور ادا کړي. پر داسې مهال، ماهانتا، د اک ژوندی استاد (د اکنکار معنوي رهبر) ددغې دردونکې؛ خو لازمي تجربې لپاره چمتو کېدلو په موخه، هغه ته د خوب یوه تجربه ور په برخه کوي.
نیک، د خپل هغه خوب کیسه کوي، چې پکې، یوه ځوانه او ښکلې مېرمن د هغه دفتر ته ننوځي. هغې غوښتل د مېز پر سر ایښي تیلفون څخه استفاده وکړي. نیک او نجلۍ په یوه شېبه کې پر یو بل زړه بایلي او دواړه په یو رمانیتک او عاطفي احساس کې ډوبېږي؛ خو دغه احساس په ناهیلونکې توګه سرمنزل ته ونه رسید. او ورپسې هغه له خوبه را ویښ شو.
څو اونۍ وروسته، یوه ځوانه نجلۍ، د کارزده کولو په موخه، د نیک دفتر ته راغله. نجلۍ له هماغه پېله د نیک خوښه شوه. هغه د نجلۍ د زړه لاسته راوړلو لپاره په هر کار لاس پورې کړ؛ خو نجلۍ ډېره شرمناکه وه او د هغه احساسات یې د راتلونکې په وعدو سره، له پامه غورځول. ډېر ژر ټولو په شرکت کې د هغوی د اړیکې په اړه په خبرو پېل وکړ او وروسته مشکلات را ولاړ شول.
نیک په دفتر کې له روانو خبرو څخه، د یادې نجلۍ او خپل تر ټولو ښه دوست ترمینځ د پټې عاشقانه رابطې په اړه پوه شو. دغه اړیکه دلته د نجلۍ د کار په لومړۍ اونۍ کې پېل شوې وه او بده یې لا دا چې پخپله نیک ددغې رابطې لامل شوی وه. نیک په هغه اونۍ اړ وه، تر ناوخته دفتر کې پاتې شي؛ ځکه یې نو له خپل دوسته غوښتي وه، چې نجلۍ ته سر ورښکاره کړي او دا د هر څه پای وه.
یوازې اک، یا الهي روح ددې لامل شو، چې نیک ددې خبر په اورېدلو سره خپل کنترول له لاسه ور نکړي؛ خو نیک ډېر سخت له ژونده خوابدی وه. ولې دغه ښکلې نجلۍ دلته راغله؟ یوازې ددې لپاره، چې له ځان سره دلته رنځ او ناراحتي راوړي؟ نیک ددې شدیدۍ ناراحتۍ او عصاب خرابۍ پر مهال د ماهانتا، د اک ژوندي استاد معنوي عشق هېر کړی وه.
او ورپسې دویم خوب را ورسېد. ماهانتا هغه د زمان په سفر بوته او خپل یو بل تېر ژوند یې ور وښود. په دغه ژوندانه کې نیک یوه ښځه وه او له یوه شتمن وګړي سره یې واده کړی وه. دغه فرد( اوسنی نیک) کور کې دوه چوپړګر درلودل. د نیک لخوا له خپل موقعیته ناوړه ګټه اخیستنې دواړو چوپرګرو ته زیان اړولی وه. له هغو څخه یو یې په دې ژوندانه کې همدغه محصله نجلۍ وه.
ماهانتا روښانه کړه: تا خپله دغه کارما رامینځته کړه. دغه پور، ستا او الهي عشق ترمینځ واټن جوړ کړی دی. هغه پور ورکړه او پای ته یې ورسوه.
په پای کې نیک وکولای شول، په دغه پېښه کې د کارما رول وویني او د هغه ځنډني پور په خلاصولو یې لاس پورې کړ، چې باید ور کړی یې وای. دا سمه ده، چې له دغې لویې روحي صدمې څخه د بېرته رغېدلو لپاره وخت ته اړتیا وه؛ خو نیک خوشحاله وه، چې خپل پور یې داسې ادا کړ. او بیا چې دغه رنځ له مینځه ولاړ، د آزادۍ او روڼ اندۍ نوي احساس را ورسېد. اوس الهي عشق کولای شول، مخامخ د هغه زړه ته رڼا ورکړي. د هغه د کارمیکي پور لویه برخه له مینځه تللې وه.

د برخلیک بدلېدل
د استاد یوه لږ پېژندل شوې ځانګړنه؛ د هغه په لاس د برخلیک بدلول دي. ماهانتا برخلیک ته تغییر ورکولای شي. هغه دغه معنوي ځواک او قدرت لري، چې هر مهال یو وګړي د اګاهۍ لوړې پوړې ته ورسېد، د برخلیک تګلوری یې ور بدل کړي. د پوره اړتیا پر مهال استاد غیر ضروري کارما له مینځه وړي.
کارما په معمولي ډول په خوب کې تصفیه کېږي. پر داسې مهال، که یو وګړي ځانګړې تجربې ته اړتیا ولري: نو دغه تجربه په خوب کې تر لاسه کوي. په سبا ورځ یې ښایي خوب لیدونکی ځان سره ووایي، عجیبه خوب وه! هیله لرم هیڅ وخت داسې څه په واقعیت بدل نشي. او دې کار ته اړتیا هم نشته. دغه تجربه پای ته رسېدلې او وګړي خپل پور- هغه که د هر چا او هر شي وه- ادا کړی دی.
دغه توجه د استاد له طرفه یوه ډالۍ ده.
څو کاله دمخه ډاکترانو ربکا ته ووېل، چې اولاد نشي راوړای، او هیڅ مهال به ونشي کولای، چې ماشوم پیدا کړي. ربکا د یوې اکیستې په توګه، پر خوبونو باور درلود. د ډاکترانو له ناهیلې کوونکې وړاندوینې سره سره، هغه لا هم هیله منه وه، چې مور به شي. ځکه یې نو خپل زړه د الهي روح پر مخ پرانیزه.
- که زما د مور کېدلو لپاره کومه لاره وي؛ نو د مهربانۍ له مخې هغه را وښیئ!
هغې پرېکړه کړې وه، چې خپل پخوانی مذهب پرېږدي.
د یوې اکیستې په توګه، هغې په خپلو ورځنیو معنوي تمرینونو پیل وکړ. ربکا د اک کتابونه ولوستل او د اک اساسات یې تر ممکنه حده زده کړل. له معنوي پلوه د ځان لوړ بېولو لپاره یې له خپلو شاوخوا ټولو امکاناتو څخه ګټه واخیسته؛ ځکه چې پوهېدله په دې سره الهي قدرت د هغې زړه ته ننوتلای شي. او په دې کار سره یې د خپلې اګاهۍ وضعیت لا معنوي کاوه.
یوه شپه یې له خوب دمخه، د مجسمولو یو تمرین تر سره کړ او له دې لارې یې ځان د شفا ورکولو په یوه مکان کې تصور کړ. همدا چې په خوب ولاړه؛ نو د خوب په تجربه کې یې ځان د یوې بلې نړۍ په یو ډېر ستر روغتون کې ولید. هغې یو ډاکتر ولید، چې یوه تجربه یې ورباندې تر سره کړه. بیا یې هغه د جراحۍ خونې ته بوتله. له جراحۍ وروسته یې ربکا ته یوه نسخه ورکړه. پر نسخه باندې د لیکل شوي درمل نوم د ربکا په یاد پاتې شو.
د هغه لخوا د ربکا د نوم له اخیستلو سره، هغې د خپلې ګېډې دننه ځانګړی ټکان حس کړ. او بیا را ويښه شوه.
ربکا، خوب د خوبونو په کتابچه کې ولیکه او بیا یې د هغه دارو نوم- stir ته ورته یو څه- په جلا کاغذ کې یاددښت کړ او ورپسې بېرته ویده شوه. په سبا ورځ یې هغې له څو درملتونونو سره اړیکه ټینګه کړه او په خوب کې ورته د لیکل شوي دارو پوښتنه یې وکړه. د ټولو ځایونو ځواب یو وه: مېرمنې، دغه دارو ډېر لږ موندل کېږي. هغه یوازې په سیمه ییزو روغتونونو او ځنو لویو خصوصي کلینیکونو کې ومومئ. دا بیخي نوي درمل دي.
ربکا له ځان سره فکر وکړ: زه نشم کولای ډاکتر ته ورشم او ورته ووایم، مهرباني وکړئ، دا درمل ما خوب کې لیدلي، کېدای شي، چې تاسو یې نسخه را ته ولیکئ؟ ( په امریکا او زیاتره نورو ملکونو کې د ډاکتر له نسخې پرته چا ته درمل نه ورکول کېږي) ځکه نو هغې پرېکړه وکړه، چې د اوس لپاره کوم کار ونه کړي. هغې صبر وکړ، چې خدای تعالی پخپله سم وخت وټاکي.
ربکا ژوند ته دوام ورکړ او څه موده وروسته یې تقریباً خپل خوب بیخي هیر کړ. تر هغې چې د یوې ورځې په سهار، د غاښونو له تحمله وتي درد سره را ویښه شوه، داسې چې ژامه یې بیخي په بد حال اوښتې وه. داسې برېښېدله، چې ته به وایې غاښونه یې د لوېدلو په حال کې دي. رییس یې اجازه ورکړه، چې رخصتي واخلي او ډاکتر ته ولاړ شي.
ډاکتر یې سخت دردمن غاښونه وکتل او بیا یې ووېل: غاښونه دې میکروبي شوي دي. زه به یو نسخه درته ولیکم. او بیا یې د هغه درمل نوم واخیست، چې په خوب کې ډاکتر ورته تجویز کړی وه. دا هماغه کمیابه او عجیبه درمل وه.
ربکا له درمل سره کور ته را وګرځېده؛ خو مخکې تر دې، چې د درملو بوتل خلاص شي، حس یې کړه، چې امیدواره شوې. دغه ماشوم اوس د اوو کلونو شوی.
دغه ماشوم، ددې نښه ده، چې ربکا ته د ماهانتا حضور او وجود ثابت کړي، او دا ثابتوي، چې استاد تل له هغې سره دی، او د زړه غوښتنې یې اوري. په دې توګه خوب یوه له هغو لارو څخه ده، چې کولای شو له طریقه یې، له الهي روح څخه، د خپلو پوښتنو ځواب تر لاسه کړو.
دغه څلور جلا جلا لیکونه چې د «له ځمکې تر خدایه پورې، لطفاً ننوځئ» کتاب له لومړي او دویم ټوک څخه اخیستل شوي دي، موږ ته د خوبونو قدرت را ښیي. دا سوچه سره زر دي.

د ځان پرېښوول (لري وايت)
څو شپې وې، چې یو کابوس(وېرونکی خوب) مې لیده. یوه چاقو په لاس سړي زه تعقیبولم. توپیر یې نه کاوه، چې چېرې او له چا سره یم؛ هغه به له غیبه ناڅاپه را دباندې شو او له څټه به راپسې وه. په کږلیچونو کې، په سړکونو او کوڅو کې، د ګڼو ودانیو له مینځه هغه را پسې وه او زه یې تعقیبولم.
څومره به مې چې هڅه کړه ګړندی شم، منډه وکړم او وتښتم؛ پښې به مې په حرکت کې سستې شوې او دې کار دغه ناوړه خوب لا راباندې تریخاوه. داسې وه، لکه په اوبو کې چې ګرځم. پښې مې درنېدلې؛ خو مخکې تر دې چې په لاس ورشم؛ په خولو خیشت پیشت به را ویښ شوم او زما کار ډېرې هوښیارۍ او ذهني اماده ګۍ ته اړتیا لرله، او لږ خوب زما دندې ته ګواښ جوړ کړی وه او ددې لامل شوی وه، چې رییس مې تصور کړي، زه بله دنده هم لرم. هغه د ورځې په اوږدو کې زما خستګي او خوبولی حالت ښه احساساوه.
پای کې مې پرېکړه وکړه، چې دغه ناوړه خوب پای ته ورسوم. پرېکړه دا وه، بل ځل چې دغه نا آشنا سړي زه تعقیبولم؛ نو ورګرځم به او پوښتم به چې دا کار ولې کوي؟ هر رنګه چې وه، د اک ژوندي استاد تل ټینګار کاوه، چې خوبونه له ځان سره د زده کړې ډېر څه لري. ځانته مې ووېل، چې له داسې وضعیت سره مخامخېدل تر تېښتې ډېر غوره دي. په هغه شپه ښه آماده په بستر ننوتم، او له ځان سره مې دا خبره بیا بیا تکراروله، چې نن شپه له چاقو والا سړي سره مخامخېږم. نن شپه له هغه پوښتم، چې له ما څه غواړي؟
همداسې ورو ورو په خوب ولاړم او په سبا سهار د پوره خوب له تازه او ژوندي احساس سره را ویښ شوم؛ خو کوم خوب په یاد نه راته.
د ورځې په اوږدو کې مې، په کارځي کې ښه وخت درلود. بله شپه مې بیا له هغه سړي سره د مخامخېدلو په اړه خپل قصد تکرار کړ او بیا هم هېڅ پېښه ونه شوه. آیا دا سم کار وه؟ آیا له یوه وېرونکي او احمقانه خوبه خلاصېدل، د خوب په نه لیدلو ارزېدل؟
رییس مې دې چارې ته ارزښت ور نه کړ. د هغه لپاره یوازې دې ارزښت درلود، چې کارکوونکی یې بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلی.
په دریېمه شپه مې هم خپله غوښتنه را یاده کړه؛ خو احساس مې کړه، چې له خپلو خوبونو د لېرې کېدلو په حال کې یم. ناڅاپه په خوب کې را ویښ شوم. ما په یوه پلورنځي کې د موسیقۍ البومونه له نظره تېرول. چې رښتیا خبره شي؛ نو زه په یوه ځانګړي البوم پسې ګرځېدم. په اصل کې نه پوهېدم، چې دغه البوم څه ډول دی، خو ډاډمن وم، همدا چې ګوتې مې ورباندې ولګېږي، هغه پېژنم. هغه شېبه چې نور نو ناهیلی شوی وم، او له پلورنځي وتلم؛ ناڅاپه د نظر وړ البوم را تر سترګو شو. البوم د دیوال د قفسې په سر ایښی وه. د البوم نوم وه: ځان ته وګوره. د البوم وزرې یا پښتۍ یوه رښتنې هېنداره وه. په هېنداره کې د خپلې څېرې د انعکسېدلو پېښې عجیبه حس را په برخه کړ. څېره مې ډېره غمجنه په نظر راتله.
د هېندارې انعکاس بل انځور هم ښود. یو داسې سړی چې چیغې یې وهلې: ته هېڅمهال، هیڅ څیز ته نه رسېږې! دا یو وېرونکی سړی وه، چې لاس کې یې چاقو نیولی وه. څومره مې چې پښو وس درلود، له پلورنځي په منډو او تېښته شوم او سوداګریز مرکز ته ننوم. له څټه د هماغو آشنا ګامونو آواز راته. څومره زیار مې چې وېست ګړندی په منډو شم؛ هومره مې پښو ورو حرکت کاوه. یوه شېبه وروسته له دغه عجیبه سړي سره، د مخامخېدلو په اړه خپله پرېکړه را یاده شوه. ځکه نو ودرېدم او په هغه ور وګرځېدم.
- له ما څه غواړې؟
د سړي چې ساه الوته ووېل: شکر خدایه! فکر مې کاوه، چې هیڅ مهال به له تېښتې کولو لاس وانخلې. ما سترګې پټې کړې وې، او تر ټولو ناوړه پېښې ته انتظار وم، چې یو عجیبه لوړ غږ مې واورېده، له دې سره مې سترګې پرانیستلې. سړی زما پر پښو ور کړوپ شوی وه، او ځنځيرونه او زولنې یې ترې غوڅولې. هغه زه آزادولم. وروسته یې په خلاصه ټنډه مخ را وګرځاوه او ویې وېل: تا وکولای شول، چې له ځان سره مخالفت ودروې، ځکه نو اوس آزاد یې.
زه راویښ شوم او خپل خوب مې یاددښت کړ. ترلاسه کړي درک را ښووله، چې څومره مې ځان څټ ته ساتلی وه. ما په یوه بل شرکت کې د ډېر غوره کار ترلاسه کولو چانس درلود، خو ارزښت مې ورنه کړ او داسې ښه کاري موقع مې له لاسه ووته.
زما د تېرو وختونو یو غږ تل غوږو کې را کړنګېده، چې «ته هېڅ وخت څه شي ته نشې رسېدلای!» دغه پیغام په ځلونو تکرار شوی وه او همداسې همداسې په یوه قدیمي او منل شوي فکر بدل شوی وه. آیا د ژوند زیانمن کېدل مې له دې لامله وه؟
په سبا ورځ یې ما د کار له پای ته رسولو وروسته، د خپلو ټولو شغلي وړتیاوو لیست چمتو کړ. لیست چې بشپړ شو؛ نو خپلو دومره زیاتو وړتیاوو او تجربو لرلو ته حیران پاتې شوم. په دې پسې مې د ریزومي-کارموندلو بیوګرافۍ- برابره او یوې کمپنۍ ته ولېږله. هغوی زه د مرکې لپاره غوره کړم او په پای کې، هغه شرکت کې په دنده وګمارل شوم.
د خوب له هغې تجربې وروسته مې وکولای شول، چې تر زیاتې کچې خپلې وېرې لېرې او پرځای یې د اک بې قید او شرطه مینې ته ځای تش کړم. اوس پوهېږم، چې هم وېرونکي خوبونه او هم ښکلي خوبونه له حقیقت څخه ډکې ډالۍ دي.

دروني تړون (اي. کي. تيرل)
کلونه وړاندې مې یو داسې خوب لیدلی وه، چې مېاشتې مېاشتې یې مفهوم ته متوجه نشوم. په خوب کې، په یوه وړوکي کتابتون کې، د مېز څټ ته، د اک یوه لوړ پوړې واصله ولاړ وه. موږ په دنیایي ژوندانه کې هېڅمهال نه وه سره لیدلي؛ خو تل مې، د اکنکار په سیمنار کې، د هغې له ویناو او ورکشاپونو خوند اخیستی وه. اوس یې له مینې ډکه خندا په خوله وه. هغې د مېز له هغې څنډه زما پر خوا یو کاغذ را ټېله کړ، چې لاسلیک یې کړم. پرهمدې مهال، چې خپل نوم مې پر کاغذ لیکه؛ په خونه کې مې د بل وګړي حضور احساس کړ. د اک ژوندي استاد، چې دروني نښه یې وازي ده، په سپین کمیس او پتلون کې د مېز بلې خوا ته ولاړ وه.
وازي، زما لخوا لاسلیک کړي قرارداد ته ورته د نورو قراردادونو بسته په لاس کې نیولې وه. هغه را وکتل، خو څه خبره یې را سره ونه کړه. د کاغذونو له ټولولو وروسته، له خونې ووت. له راويښېدلو سره سم مې احساس کړه، چې یوه مهمه پېښه رامینځته کېږي. ما په خوب کې لیدلي لوړې واصلې ته یو لیک ولیکه او د واړه کتابتون خپل خوب او دروني تجربه مې ورته شرحه کړه. د هغې ځواب ډېر ژر را ورسېد. په لیک کې کښلي وه، چې یاد وړوکی کتابتون د هغې واصلې مېرمن په کور کې دی.
هغه له دې امله، چې د ماهانتا لخوا د اک د مجرا په توګه انتخاب شوې وه، ډېره منندویه وه او وړاندیز یې کاوه، چې ښایي ددې خوب معنا داوي، چې په ټول ځان د ښه کېدلو لپاره کار وکړم. تړون ته په اشارې سره هغې څرګنده کړې وه، چې کېدای شي، د هغه د معنا تفسیر په بشپړه معنا یو شخصي کار وي. خو لا هم له دې خوبه ډېر نور څه زده کېدای شي.
ما د دروني قراردادونو په اړه، څه اشارې موندلو په موخه، د اکنکار ټول کتابونه لټ په لټ کړل؛ خو څه مې ترلاسه نه کړل، پای کې مې خپل تحقیقات ودرول.
څه مهال وروسته، زما پنځه څلوېښت کلنه مېرمن، چې اکیسته هم وه، په یوه سخته ناروغۍ اخته شوه. له یوه بله مخه ښې ته چمتو کېدلو په موخه، موږ د آزماېښت او معنوي ودې یوې اوږدې تېارې دورې ته ننوتو.
په اکنکار کې زموږ دوستان، زموږ همیشني مرستندویان وه، هغوی زیاته مینه را سره کوله او زموږ له غوښتنې دمخه یې، هر راز مرسته را ته چمتو کوله. هره شپه به یو نرس، چې د اکنکار لوړ واصل به وه، له خپلې دندې مخامخ زموږ کور ته راته او د مېرمنې په ساتلو او پاللو کې یې له ما سره مرسته کوله.
یوې بلې اکیستې نرسې زیار وېست، چې هم په کور او هم په روغتون کې، زما د مېرمنې د راحتۍ ټول وسایل برابر کړي. هغې، پر تشویشونو او خپګانونو باندې غلبې پر لاره کې هم زما او زما له کورنۍ سره زیاته مرسته وکړه.
لوړو دنیاګانو ته زما د مېرمنې له انتقال سره، زما په کور کې یادغونډه جوړه شوه. او دې کارته ټټر وهونکي لوړ واصل، په پوره مینې او تواضع سره دا چارې سرته ورسولې. د مېرمنې پلرګنۍ، چې څوک یې اکیست نه وه؛ له دغې غونډې ډېره آرامتیا ترلاسه کړه او په ځلونو یې د هغو ښکلو مراسمو یادونه کړې.
له انتقال-مړینې- څو ورځې وروسته مېرمن کور کې را ښکاره شوه. هغه زما او ستاسو په څېر واقعي په نظر راتلله، موږ دواړه، څنګ په څنګ، په خپل علاقې وړ کوچ کې کښېناستو. هغه ډېره ښه، ځواکمنه او روغه په نظر راتله. نه مې شول هغه څه چې ګورم؛ باور پرې وکړم.
هغې ناڅاپه په ژوره توګه زما سترګو ته وکتل او ویې وېل: «آیا غواړې همدا شېبه له ما سره ولاړ شې، یا غواړې خپل تړون تر پایه خلاص کړې؟»
ما پوره څلور نیمې لیسیزې له هغې سره په ټول ځان مینه کړې وه؛ ځکه نو له هغې سره د تللو احساس ډېر ځواکمن وه؛ خو پوهېدم، ټول هغه څه چې اړین وه د یو بل ترڅنګ یې زده کړو، زده کړي مو دي، ځکه نو نور ددې وخت وه، چې په خپله لار کې، د ګړندي پرمختګ په موخه، خپلې جلا جلا لارې ووهو. ځکه نو ما پرېکړه وکړه، چې خپل تړون تر پایه پلی کړم.
اوس د هغې له مړینې دوه کاله تېر شوي دي. تردې مهال ما د شخصي مسوولیت او نظم ډېر درسونه زده کړل. البته داسې وختونه هم وه، چې د یوازیتوب او شک احساس به را پېښ شو. یوه شپه، د یوازیتوب د احساس په سخت حالت کې چیغه را نه وشوه: دغه پېښې د څه لپاره دي؟ په پوره ناهیلي کې مې د شریعت-کي- سوګماد لومړی ټوک پرانیست. دا د اک سپېڅلي کتابونه دي.
سترګې مې په دغو کلمو ولګېدې: توپير یې نشته، چې چلا(زده کړیال) په فزیکي طبقه کې ژوند کوي یا په آتمالوک کې (روح طبقه). هېڅ مهال هغه نه احساسوي، چې په یوه دنیا او که جلا حالت کې اوسي. هغه هېڅمهال ځان د یوه اوسیدونکي یا پردي په توګه نه ویني؛ بلکې ځان د داسې مدرن مسافر په توګه ویني، چې د سېل او یا سوداګرۍ لپاره، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو تېرېږي. د هرې طبقې اوسیدونکي موجودات، خپل ژوندانه ته د خدمت کولو د یوه قرارداد په سترګه ګوري.» او لږ کوز په هماغه مخ کې:
«په انساني کالبوت کې پر ځمکه او یا هم هره یوه فزیکي طبقه کې خدمت کول، هغه لږه بیه ده، چې باید د خدای تعالی حقیقي قلمرو ته د ننوتلو د ټکټ ترلاسه کولو لپاره باید ورکړل شي او دا کار د اکنکار له لارې شونې دی.»
ما څرخه پای ته رسولې وه. دا زما د ټولو او بیا په تېره د خوب په اړه پوښتو ځواب وه. زه د څرخ پای ته رسېدلی وم او خدای تعالی ته د صادقانه خدمت ښادي مې احساسوله. دا هسې ښادي ده، چې پای کې ټولې وېرې او شکونه له مینځه وړي او روح د واقعي کور او خدای په لور سفر ته چمتو کوي.

له تورې څاه ژغورل کېدل (اد آدلر)
اکنکار، د معنوي زده کړو یوه ټولګه ده، چې د کور او خدای په لور لاره موږ ته ښیي. اکنکار ته د غړیتوب د غوښتنلیک له ورکولو سره، دغه سفر زما لپاره، په یوه عجیبه خوب سره پیل شو. په هغه خوب کې ما چیغې وهلې: د خدای لپاره یو تن له ما سره مرسته وکړئ!
زه د تعفن داسې بد بوی را چاپېره کړی وم، چې نور نو د زغملو نه وه. تر نامه پورې په دغه غبار ډوله او بویېن ګند کې ننوتی وم او شېبه په شېبه نور هم په دغو ناوړه خټو کې ننوتم. هره شېبه مې زړه ګډوډېده، هره خوا مې لاسونه اچول، چې ځان له دې جبه زاره خلاص کړم، خو جبه زار زه په خپله ګېده کې لا دننه ورکشولم.
آیا دا هماغه دوزخ وه؟ که داسې وي؛ نو بیا په رښتیا چې د دوزخ په اړه زما له مخکني تصوره ډېر بد او وېرونکی وه. هېڅمهال مې دومره د ناهیلۍ احساس نه درلود.
تر بشپړې خستګۍ پورې مې هڅې روانې وې او پای کې ددې لپاره چې وپوهېږم، چېرې یم؛ ودرېدم. پېل کې پرته له تیارې او وېرې بل څه نه ترسترګو کېدل؛ خو په لږ دقت سره زما پام د هغه مبهم نور انعکاس ته ورواوښت، چې له پاسه را لوېدلی وه. دغه نور زما سر پورې یوه د سلګونو فوټو ژورې سمڅه ډوله فضا ښودله. یو څه پوه شوم، چې د یوې لوړ پوړې ودانۍ په تلخونه کې را ایسار شوی یم.
ددې په ترڅ کې، چې د مرستې ترلاسه کولو په لټه کې وم، یو سړی مې ولید، چې د یوه روښانه لفت ترڅنګه یې دیوال ته ډډه وهلې وه. هغه یو لوړ قدی ډنګرکی تیز رنګی ځوان سړی و، چې مهربانه موسکا یې په شونډو خوره وه. دغه سړي خپلې تورې او تېزې سترګې پر ما ګنډلې وې.
چیغه مې کړه: ولې مرسته نه راسره کوې؟
سړي په ځواب کې خپله غېږه پرانیسته او ماته یې اشاره وکړه، چې د هغه پر خوا ورشم.
ځان سره مې فکر وکړ: دا نو څه معنا لري؟ هغه غواړي، چې زه پخپل زور له دې ځایه خارج شم! خو دا ناشونې ده! زه بند پاتې یم...خو په کوښښ کولو سره هم څه له لاسه نه ورکوم. په پوره حیرانۍ سره مې په ځان کې دننه، له دې جبه زاره د وتلو او هغه ته د رسېدلو لپاره اضافي ځواک احساس کړ. هغه ټیټ شو او له ما سره یې له هغې بدې تلخونې د وتلو او پورته ختلو په کار کې مرسته وکړه، پای کې زه له هغه بویناک جبه زاره آزاد شوم؛ خو نه پوهېدم چې هرڅه اوس تازه پېل شوي. ځوان سړي یوازې د یوه لفت پر لور اشاره وکړه او نور یې هیڅ ونه وېل.
ما تر دې مهاله داسې عجیبه وسیله نه وه لیدلې. دغې وسیلې څنګ او څت یا چت؛ هیڅ شی نه درلودل. دستګاه یو لرګین غولی وه، چې یوازې د پورته ختلو یوه اله یې لرله. ځوان سړی په لرګين غولي ور پورته شو او ما ته یې د ورپسې ورتللو اشاره وکړه. له پوره زړه نازړه سره، د هغې عجیبه وسیلې په لور ولاړم، ور باندې ودرېدم او وروسته مې پام شو، چې د هغه له څنګه یوه ښکلې نجلۍ هم ولاړه ده. خدای پوهېږي، چې هغه له کوم ځایه راغلې وه؛ خو پرته له څه پوښتنې، له موږ سره د لفت پر تخته یو ځای ودرېده. ما ځان سره فکر کاوه: دا نو څوک ده؟
هڅه مې کوله، چې د هغې مخ ووینم؛ خو ما په نه پوهېدلې توګه نه شول کولای هغې ته په ځیر وګورم او د هغې بڼه هماسې مبهمه پاتې شوه. (په پای کې، څو کاله دمخه ما د هغې هویت کشف کړ).
په هر حال، ځوان سړي کنترولونکې اله کېښکوله او موږ په حیرانونکې چټکۍ سره پورته، په حرکت کې شو. زه د ویښې پر مهاله له لوړو ځایونو ډېره زیاته او نه کنترولېدونکې وېره لرم. او اوس هم د ځمکې لاندې پوړۍ ته، چې له سترګو پناه کېدله، په کتلو سره سختې وېرې واخیستم.
خپلې سترګې مې په ډېرې سختۍ سره له دې سرڅرخونکې فضا څخه د خپل لارښوود آرامې څېرې ته راواړولې او دې سره زما کنګل وهلې وېره، د هغه په ډاډ بخښوونکې او چوپه تودوخه کې اوبه شوه. له اسرارو ډکې مېرمنې هم دغه چټک پورته تګ ته هېڅ اهمیت نه ورکاوه او دې سره زه لږ آرام شوم.
سره له دې، چې په چټکۍ لوړېدو، له دې سره هم موږ زیات وخت پورته او لا پورته ختلو. پای کې ښه پورته ورسېدو او له ریګ په یوه جوړ چت مو پل کښېښود. هوا هم تیاره وه او فضا ژورې لړې نیوله وه. موږ یوازې پښو سره ځای لیده. دې ترڅ کې، چې په ټپرېدلو ټپرېدلو سره د بام څنډې ته رسېدو، په یو قدمۍ کې مې ژور پاڼ احساساوه. سخت ددې تږی وم، چې لږ هوا روښانه شي. د بدن هر سلول مې لږ څه رڼایي غوښته.
زموږ لارښوود ناڅاپه او پرته له څه خبرتیا خپل لاس پورته کړ. هغه د ایرو رنګي اسمان یوې برخې ته اشاره کوله، دا په دې معنا وه، چې ډېر ژر به له هغه ځایه، د سربي رنګې پردې له څټه، ځلانده لمر را ښکاره شي.
ډاډمن نه یم، چې څومره مهال هلته ودرېدم. کېږي د ثانیې یوه برخه یا زرګونه کاله واوسي. په آسمان کې د سپین او طلایي نور د چاودنې پر مهال ما د زمان په اړه هېڅ احساس نه درلود. د خلقت هره کوچنۍ برخه په مینه ناک نور کې ډوبه شوه. نور نو وېرې، درد، قهر، کینې، رخې، ناهیلۍ او زړه تنګۍ ته هیڅ اړتیا نه وه. او هېڅ ځای، هېڅ پوله او هېڅ بېلتون نه تر سترګو کېده. د ټولو څیزونو شتوالی یو ځای شوی وه.
څومره مې غوښتل، چې د تل لپاره په هماغه شېبه کې پاتې شم! خو دا صحنه ډېر ژر له سترګو پناه شوه. اوس نو سهار وه او زه په خپل کور کې د تخت د پاسه ناست وم. د خوښۍ او حیرانۍ اوښکې مې په مخ را راوانې وې. له ځانه مې وپوښتل: آیا د ټول یو حیرانونکی خوب وه؟

نه، البته چې نه!
دغه ځواب مې له دننه، د زړه له یوه ځایه راته. پوهېدم، چې دا هغه با ارزښته ډالۍ وه، چې زما ژوند ته یې د تل لپاره بدلون ورکړ.
د هغې ورځې په سبا، زما لاسته، د اکنکار په سیمه ییز ست سنګ یا د لوست په ټولګیو کې د ګډون بلنلیک را ورسېد، له دې سره زه ډېر خوشاله او هغې شېبې ته انتظار پاتې شوم. احساس مې راته وېل، چې دغه بلنه زما له لیدلي خوب سره اړیکه لري. د آراهاتا (معلم) مینه ناک لیک خبر را کاوه، چې ټولګی به په څو را تلونکو ورځو کې جوړ شي.
درې ورځې وروسته، د جولای مېاشتې په یوه ښکلي ماسپښین، د ښار د قدیمي برخې یوې لویې ودانۍ ته ننوم. د دروازې د زنګ له آواز سره زما لاسونه په لړزا شول. ناڅاپه، د سترې خوښۍ، بې شانه نور، له بلوطي دروازې را تېر شو. لږ ځنډ زړه نازړه شوم. پوره ډاډمن وم، چې د دروازې له پرانیستل کېدلو سره به نو نور زه یو نوی انسان واوسم. ځانته مې ټکان ورکړ او دا ځل مې هڅه وکړه، چې پر وېرو د لاسبري کېدلو په موخه، د دروازې د زنګ د وهلو له شېبې زیات زړور واوسم.
دروازه پرانیستل شوه. د ټینګو هډوکو والا لوړ قدي زده کړیال سړي، په نافذو سترګو او موسکا سره ما ته ښه راغلاست ووایه. هغه وپوښتلم: «کولای شم مرسته در سره وکړم»؟
غږ مې لړزېده، خو ځان مې را ټول کړ او قدردانی مې وکړ: مننه، مرسته خو مو له مخکې را سره کړې ده.
هغه ووېل: سلام. «زه «آل» یم». او زه یې دننه وبللم.
د آل څېرې ته په هغه ماسپښين کتل ډېر سخت وه. د هغه د سر او اوږو شاوخوا څرخېدونکی سپین او طلایي نور دومره روښانه او ځلانده وه، چې زما سترګو اوښکې وکړې. له ځان سره مې فکر وکړ، چې که د اکنکار د یوه معلم له څنګه اوسېدل داسې احساس له ځان سره مل ولري؛ نو د استاد (ماهانتا) له څنګه اوسېدلو تجربه به څرنګه وي؟
له نویو دروني او بیروني دنیاګانو د هر ځل لیدنې د کشفیاتو او تغییراتو په ترڅ کې مې له لټو او هیجانونو ډکې شېبې لرلې. آل یو سختګیره؛ خو مهربانه معلم وه او له دې وروسته پېښېدونکې معجزې موږ ته عادي برېښېدلې. په لومړیو مېاشتو کې زموږ ټولګی هره ورځ نور هم لوېده او هغه ناپېژانده وګړي چې یوه یې هم له مخکې تجربه نه لرله؛ په یوه مهربانه کورنۍ بدلېدل.
له موږ سره د ماري په یو ځای کېدلو سره، موږ د هغې په وجود کې داسې څه وه، چې موږ ته یې له هغې سره د پخوا لیدلو تصور راکاوه. دغه ځوانه، جذابه، د ښایسته وېښتانو او آسماني سترګو لرونکې مېرمن داسې تر نظره کېدله، چې ته به وایي د روح له اسرارو ډکې ژورې ویني.
د لوستونو له دوام سره به ډېری مهال ما فکر کاوه، له هغې وپوښتم، چې آیا موږ دمخه سره لیدلي دي که نه؟ خو ورو ورو زما له ذهنه دا فکر لېرې شو.
څه مهال وروسته، موږ یوه کوچنۍ ډله، د اک یوه سیمنار ته ولاړو. د سفر په ترڅ کې خبرې، د هوا له حالته تر زموږ دروني تجربو پورې ورسېدې. ما تازه له جبه زار څخه، د ماري لخوا زما د ژغورلو په اړه تازه د خپلې تجربې په وېلو پېل کړی وه، چې ماري په خبرو کې را ولوېده او ویې پوښتل: «ته پوهېږې چې په لفت کې هغه بل سړی څوک وه؟»
ما ددې پوښتنې لپاره ځواب نه درلود؛ خو هغې خبرو ته دوام ورکړ: هغه زه وم! او ورپسې یې په پوره حیرانۍ سره په لفت کې له سپرېدلو نیولې، بیا تیارو لړو کې د سپین- طلایي نور تر چاودنې پورې؛ هر څه ټکي په ټکي روښانه بیان کړل.
کېدای شي دا هم نورو تخیلي کیسو ته ورته وي؛ خو په حقیقت کې دا یوه له هغو بېشمېره معنوي تجربو څخه ده، چې د اکنکار د ست سنګ په ټولګي کې، د مطالعې پر مهال وېل شوې ده. اعتراف کوم، چې زه د خپلې هومره خوښۍ، قدردانۍ او حیرانۍ د بیانولو لپاره کلمې نه مومم.
ست سنګ د الهي روح لپاره یوه مهمه مجرا ده. دغه مجرا د روح د اصلي کور او خدای په لور په اوږده مزل کې، د روح لارښوونه کوي.

د سګرټو پرېښوول، (جان لندن)
د فلوریدا په اورلاندو کې، د اک له سیمنار دمخه، ما د سګرټو په اړه دغه خوب د خپلو خوبونو په کتابچه کې ثبت کړی دی: موټر مې پارک کړی و او د هغه دننه مې سګرټ څکول او د سګرټ ایره مې په خپلو جامو، د موټر په غولي او د موټر پر اشترن تویوله.
هر مهال به چې په سمینار کې، پر یوه خوا تاوېدم، یا چېرې به ودرېدم یا به پر خپلې څوکۍ ور ټیټېدم، نو د سګرټ ایرې مې توېولی. اک ما ته وېل، چې نور ددې وخت را رسېدلی دی، چې د سګرټ څکولو عادت پرېږدم.
کله هم د یوه اوږد مهالي عادت پرېښوول آسانه نه وي. یوه ورځ دندې ته د تللو پر مهال مې په لوړ آواز له ماهانتا وپوښتل، چې آیا رښتیا هم سګرټ څکول دومره بد دي؟ زما پر معنوي ژوندانه یې اغېز څه دی؟ که سګرټ همداسې وڅکوم، څه ستونزې به را ولاړې شي؟.
په هغه شېبه کې ما د خپلې پوښتنې لپاره څه ځواب ترلاسه نه کړ او خپله پوښتنه مې هم هېره کړه؛ خو دروني استاد دا کار ونه کړ.
په هغه شپه ما بل خوب درلود. زه په پاسیو کې ناست وم، چې یو دوست له خپل واړه زوی سره راغی او ویې وېل: «له موږ سره راشه!»
زه یې هلته، د کور پر شاوخوا وګرځولم. د سګرټو پاتې شونو، زړو تاو شویو بستو، تشو کارتنونو؛ ټول انګړ پوښلی وه. دا څه ګډوډي او مرداري ده! موږ د هغو په راټولولو شو، دې سره د ناپاکیو سطل سرریزې وکړې. د را ویښېدلو پر مهال هم مې حسوله، چې ډېرې نورې خځلې او ناپاکۍ هم باید ټولې شوې وای.
دا ځل مې خپل حواس را ټول کړل. پوهېدلم، چې استاد مې پوښتنې ته ځواب راکړی دی. هغه راته ښوولې وه، چې سګرټ پر ما باندې څومره اغېز پرېښولای شي. دا کار زما د هوښیارۍ د له مینځه تللو په معنا وه. د اک په معنوي لاره کې بری له سګرټ څکولو سره اړخ نه لګوي.
سګرټ څکول د وګړو دروني بینایي تیاره کوي.
هڅه مې کوله، چې د یوه نوي اکیست په توګه، خپله معنوي هوښیاري وروزم او ځان د خدای تعالی د نور او صوت تر لاسه کولو ته چمتو کړم؛ خو پر همدې مهال، پر خپلې هوښیارۍ باندې د ککړتیا توېولو په چاره بوخت وم.
وازي، (د ماهانتا دروني نوم) او اک، (الهي روح) هم د سګرټو د عادت پرېښولو لپاره، له ما سره هم د خوب پر مهال او هم د ویښې په ژوندانه کې، مرسته کوله. او ددې مرستې د درک پایله دا وه، چې باید سګرټ هغه ځای ته چې ور پورې تعلق یې درلود؛ یعني د ککړتیاو سطل کې واچوم.
او اوس ما د یوه معنوي اکولوجیست په توګه خپل ژوند د شخصي چاپېریال پاک ساتلو ته وقف کړی دی.

۸
معنوي آزادي
خوبونه، په نورو دنیاګانو کې ستاسو د تجربو خاطرې دي. او دغه دروني تجربه ځنې وختونه دومره د وګړي د ورځني ژوند له واقعیت سره توپیر لري، چې په وګړي کې هېڅ احساس نه را ویښوي.
د دروني او بیروني حقیقتونو ترمینځ دغه توپیر، د ځنو وګړو لپاره د خوب په یاد راوړل سختوي. خو مهمه داده، چې خوب کولای شي، هغوی سره مرسته وکړي. خوب کولای شي، چې تېرو دوه درې اونیو کې، د هغه په ژوند کې رامینځته شوې پېښې علت په ډاګه کړي او له دې سره وګړي کولای شي د خپل خوب پر معنا پوه شي. هغوی دا مومي، چې د خپل ژوند د زیاتره بدمرغیو او یا هم ښادیو علت په خپله دی.
یو اکیست، چې دلته یې د جېم په نامه یادوم، د خپل معنوي ژوندانه په اړه ښه خوبونه لیدلي وه. دغو خوبونو له یو بل څخه کلونه واټن درلود. پېل کې جیم یو بنسټ لیده، چې ودانۍ ورباندې جوړه شوې؛ خو د پایو ټینګښت کمزوری وه، ځکه نو ټوله ودانۍ را ونړېده.
دغه خوب اک ته تر را تللو دمخه د هغه ژوند ښود. په هغو کلونو کې، جیم له نورو سره د جوړ راتللو، د ژوند په ارزښتونو پوهېدلو او د نورو حقونو ته درناوی کولو په اړه بنسټیزې زده کړې تر لاسه کړې. دا هرڅه ښه ول او هغه ددغو ښېګڼو لنډیز په خوب کې تشخیص کړ. خو له دې هرڅه سره سره یو څه ورک وه، وګورو چې دا ورکه برخه به څه شی وي؟
معنوي خوب څه شی دی؟
اک ته له راتللو څه موده وروسته، جیم لومړي خوب ته ورته یو بل خوب ولید. په دې خوب کې هغه یو کانکریټي بنسټ ولید، چې ډېره لویه ودانۍ ورباندې جوړېده. هغه پوه شو، چې دغه بنسټ د اک تعلیمات دي، هغه یوازې کولای شول، چې تصور کړي، څه ډول ودانۍ به ورباندې جوړه شي. هغه احساسوله، چې دغه ودانۍ د هغه خپل معبد دی.
څه مهال وروسته، جېم په دا ډول دریېم خوب کې یو ځل بیا هماغه د دویم خوب بنسټ ولید؛ خو دا ځل یو فلزي چوکاټ ورباندې جوړ شوی وه. دا ودانۍ یې دروني معبد وه، چې د هر ډول ځواک په وړاندې د مقاومت وړ ځواکمن معبد باندې بدلېدلو سره، بشپړ شو.
دا د معنوي خوب له شکوته ډکې بېلګې دي. کله کله دا ډول خوبونه ددې لامل ګرځي، چې له ځانه وپوښتئ: ددې خوب معنا څه شی ده؟ که د هغه په بشپړه معنا پوه نه شوئ، هڅه وکړئ، پوه شئ، چې دا خوب تاسو ته له ځان سره څه ډول معنوي درس لري؟
اکنکار ته یو بل نوی راغلی وګړی، یعني پیت هم یو معنوي خوب را یادوي. په خوب کې، هغه له نورو اکیستانو سره یوځای، په یوه خونه کې وه. یوه وګړي وپوښتل: آیا تاسو هغه لیک غورځولی؟ د هغه له څنګه، د ځمکې پر مخ، د لیک یو پاکټ پروت وه.
هغه لیک را پورته کړ. د لیک پر پاکټ دغه پته لیکل شوې وه« د سپېڅلي ماشوم مدرسه» هغه مدرسه، چې د ماشومتوب پر مهال به ورتلو. داسې تر نظره کېدله، چې د سپېڅلي ماشوم مدرسې کلمو، د روح ښکلي حالت ته اشاره لرله.
پېت په بېړه له ځانه وپوښتل، چې د لیک دغه پاکټ څه معنا لري؟
او پر همدې مهال یې سترګې په یوه بله کلمه ولګېدې: د لیک پر مخ د «فاجعې» کلمه هم لیکل شوې وه.
لیک د هغه معنوي تمرینونو ته اشاره لرله. هغه له څه مودې را په دیخوا تمرین نه وه کړی. او دغه سپېڅلی ماشوم، روح، دغه معنوي موجود چې دی پخپله وه، د معنویت لوړې پوړۍ ته د لوړېدلو طلایي فرصت له لاسه ورکړی وه. په حقیقت کې هغه د یوې فاجعې د رامینځته کولو په دریځ کې وه. پېت له ځانه وپوښتل: خو ددې معنا به څه وي؟
پېت نه وه ډاډه. سره له دې چې د معنوي تمرینونو د اندازې له کمولو خبر وه؛ خو پوهېده، چې دغه خوب د سپېڅلي ماشوم مدرسې، چې دې یو وخت په کې شامل وه، په اړه هم دی.
د بلې شپې خوب، د لومړۍ شپې پر خوب نوې اشارې ور زیاتې کړې. په دې خوب کې هغه مدرسې ته بیا ورغلی وه. ټول ځایونه نړېدلي وه. د ټولګیو سپین دیوالونه، د کلونو په تېرېدلو سره، را پړسېدلي او زاړه شوي وه. هغه پرېکړه وکړه، چې دویم پوړ کې د خوب خونې ته ولاړ شي، هغه د زده کوونکي په توګه هلته ښه او آرامه وختونه تېر کړي وه. پېت هڅه کوله، چې له د زینې په پټو پورته وخېژي؛ خو پښې یې ډېرې کمزورې وې او هغه نه شول کولای پورته وخېژي. پای کې هغه په خاپوړو پېل وکړ او هر رنګه چې وه، ځان یې لوړ پوړ ته وخېژاوه.
دغه دواړه خوبونه یې، د اک له سیمنار دمخه لیدلي وه. د سیمنار په لړ کې ور په یاد شول، چې د اک د معنوی تمرینونو په سرته رسولو کې لټي کوي. (دغه تمرینونه، د اکنکار په لیکنو کې شته او ټول ورته لاسرسی لري.)
له دې سره پېت بیرته د معنوي تمرینونو سرته رسولو ته ملا وتړله.
شپږ مېاشتې چې تېرې شوې، هغه بیا تېرو هغو ته ورته خوب ولید، هغه بیا د سپېڅلي ماشوم مدرسې ته ور ستون شوی وه. دا ځل مدرسه د رغولو په حال کې وه.
په بله ژبه، د هغه دروني وجود یعني د احساسي، علي او ذهني کالبوتونو په ټیټو دنیاګانو کې د روح ځای، د رغېدلو او جوړېدلو په حال کې وه. دا ځل یې په خوب کې احساس کړه، چې د کلیسا لیدلو ته زیات شوق لري. خو دغه عبادتځای، د روح د اوسېدلو دې ځای او د روح په طبقه کې د هغه قلمرو ښود.
هماغه ځای کې پوه شو، چې کلیسا هم د بیارغولو په حال کې ده او ښکلا یې له توصیفه وتې. د هغه ځای شوکت د سړی ساه په ټټر کې بندوله. هغه ځای ډېر ښکلی وه. د کلیسا ځلاند سپین رنګ، چې د خدای تعالی په نور سره روښانېده. دا داسې نور وه، چې په شانداره حالت کې، په خالص سپین رنګ بدلېده.
د اک په لاره کې، د پېت ټول خوبونه، د هغه د معنوي حرکت د امیدواره ونکي پرمختګ لامل شوي وه.

د خوب شخصیتونه
په خوبونو کې انسانان عمده رول لوبوي. په معمولي بڼه هغوی هغه وګړي دي، چې په ورځني ژوندانه کې ستاسو خپلوان بلل کېږي؛ خو هغوی زیاتره مهال د ځانونو پر ځای د بل څه ښکارندویه وي. ډېری خوبلیدونکي، د خپلو خوبونو د شخصیتونو د ویناوو او عملونو په مطالعې سره، د وګړو د شخصي افکارو او احساساتو په اړه غوره لید لوری تر لاسه کوي.
آیا علاقه لرئ، چې د خوبو بیانولو په اړه تمرین تر سره کړئ؟
له راویښېدلو سره سم، خپل خوب او د هغه په اړه خپل ټول افکار او احساسات ولیکئ او هغو وګړو ته پام واړوئ، چې په خوب کې مو لیدلي وه او بیا د هغوی په اړه فکر وکړئ.
 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۶         سال نهــــــــــم                      قوس/جدی   ۱۳۹۲                ۱۶ دسمبر   ۲۰۱۳