پېليزه
هغه مهال چې ماشوم هلک وم، له مړینې وروسته ژوند په اړه، مشخص باورونه پر ما منل شوي وه. باور دا وه، چې له مړینې سره، روح د وروستي قضاوت تر شېبې پورې «په خوب ځي!» او بله دا چې مړینه د بشپړې نااګاهۍ او ناخبرۍ شېبه ده. خو دغه باور زما نظر ته زوړ او قدیمي راته. د مړینې په اړه د دا ډول نظر څرګندول، زما لپاره د شپې د وحشتناکو خوبونو په شان وه.
زه په کرونده کې را لوی شوم. په کروندو کې د کورني ژوندانه معنا داده، چې تاسو باید آس، غوا، خنځير، چرګ، پیشو او څو سپي وروزئ او پر هغو څارنه وکړئ؛ خو ورسره په خوا کې به، ځان او هغو ته د خوړو برابرولو لپاره، د کروندې کارونه هم مخته وړئ.
زموږ کورنۍ به خپلو ارواوو ته د خوړو ترلاسه کولو لپاره، د یکشنبې په ورځ کلیسا ته تلله. کلیسا هم یو دیني مرکز او هم یو ټولنیز مکان وه. البته چې ټول هلته د عبادت په موخه راتلل؛ خو په زړه پورې برخه یې له غرمې وروسته ورځ وه، پر دې مهال به ګاونډیانو د کلیسا له ورونو بهر له یو بل سره لیدل
او کتل.
نرانو به د ځمکې، غواګانو، کروندې او ټولنیزې چارې څېړلې. ښځو به د کورنې، روغتیا، اشپزۍ او په ښوونځيو کې د خپلو اولادونو د وضعیت په اړه خبرې کولې. هلکانو به یو بل ته لاسونه ور اچول او نجونو به تر خپله مینځه، د خپلو اندېښنو او تېروتنو په اړه خبرې کولې. په هر حال ډېرو لږو وګړو به د دین په اړه خبرې سره کولې. د کلیسا مراسم پای ته رسېدلي وه.
کلیسا ته هر راغلی وګړی به په حقیقت کې د یوې لویې کورنۍ غړی وه. ځکه نو دا طبیعي وه، چې یو بل وپېژني؛ ځکه نو کلیسا ته تلل، د دوستانو او کورنیو ترمینځ د لیدو کتو د بیا تازه کولو یو فرصت وه.
په هغو کلونو کې به نیکونو او نیاګانو، د کروندې د خاوندې کورنۍ له یوه مشر زوی سره ژوند کاوه. هغوی هوښیار او مینه ناک وګړي وه. د ماشومانو د روزنې په کار کې یې مرسته کوله، سپک کارونه یې سرته رسول؛ خو په خوا کې به یې دا هڅه کوله، چې خپل اولادونه، چې نور نو لوی شوي وه؛ وڅاري. په هر حال په عمر زاړه وګړي هم، یو یو له دنیا څخه تلل. ددغو وګړو خاورو ته سپارلو مراسم هم د یکشنبې د ورځو په څېر وه. په دغو وروځو به بزګرانو د سهار او مازدیګر مهال اصلي کارونه سرته رسول، هغوی به غواوې لوشلې او غوجلو واښه به یې برابرول.
د اروا د لېږد ورځ هم د عبادت ورځ وه؛ خو د غمناک عبادت ورځ.
د نیکونو او نیاګانو له لېږد څو ورځې یا څو اونۍ دمخه به، ټول اولادونه راټول شول. هغه مهال د وګړو د مړینې مرحلې او مراسم د اوس په شان خوار او د نورو له پامه لرې نه وه. اوس وګړي زړېږي او له خپلو کورونو لېرې؛ په یوازیتوب کې مري. هغه مهال به د مړینې واقعیت زموږ د سترګو په وړاندې ترسره کېده. موږ په کراتو د مړینې شاهدان وو.
پخوا موږ ته مړینه، د یوه عزیز او خپلوان د له لاسه ورکولو په معنا وه؛ خو اوس د یوه داسې بوډا یا یوې بوډۍ، چې کال کې به مو څو ځله په جشنونو او مراسمو کې لیدل؛ د هغوی مړینه راته داسې شوې، لکه زموږ له نظره چې ورک شوي وي.
سربېره پردې، پخوا به کلیوال هلک ددې شاهد و، چې پلار او مور او ګاونډیان څرنګه ځانونه د خښوولو مراسم ته چمتو کوي. هغه ماشوم به د تیلفون پر کرښه د هغوی یو له بل سره خبرې اورېدلې. هغوی به له یو بل سره اړیکه نیوله، چې د
خپګان مراتب څرګند کړي، او یو بل ته ډاډګېرنه ورکړي. ښایي د مړه شوي وګړي د ځانګړنو په اړه- څه رښتیا او څه هم ناسمې خبرې وګړي.
وروستۍ مخه ښه په کلیسا کې تر سره کېده. د کورنۍ ټولو غړو، له وړو نیولې تر زړو پورې، خپلې روغتیا او د هوا حالت ته په پام سره، په مراسمو کې برخه اخیسته. دغه جمعیت به پېل کې کشیش ته، چې خاورو ته د مړي د سپارلو دعا به یې لوستله، غوږ ایښود. وروسته د کلیسا څنګ سره هدیرې ته تلل، او هلته به په
تابوت کې ایښی مړ کالبوت په یوه کېندلې او تیاره سوړه کې ايښوول کېده. بیا به له پاسه خاورې ورباندې انبار کېدلې او کبر به په چمن پوښل کېده. ماشومان به ودرېدل او په خاورو سره د کبر د خولې د تړلو ننداره به یې کوله او
پای کې به موږ بېرته د کلیسا دیوالونو مینځ کې را ټولېدو او د خیریه مېرمنو لخوا چمتو شوي خواړه به مو خوړل.
د خاورو ته د دا ډولو سپارلو په مراسمو کې وه، چې له مړینې وروسته ویدېدلو په اړه شک راغی. د کلیسا ټولو غړو داسې انګېرل، چې د انسان کالبوت او روح یو دي.
کلونه وروسته زه په دې اړه له نورو باورونو سره اشنا شوم. اکنکار موږ له دې حقیقت سره اشنا کوي، چې روح کولای شي، د مړینې په شېبو کې، په پوره خبرتیا او اګاهۍ سره، له انساني کالبوت څخه ووځي.
هوکې، کلیسا تردې مهاله په خپله تیاره فلسفه پورې نښتې او وایي، چې فزیکي کالبوت تجزیه کېږي او د چنجو خوراک ګرځي؛ خو د قیامت په ورځ تر هغه ښکلی کالبوت له کبره را پورته کېږي، او دا پر مرګ باندې د روح د غلبې په معنا دی. خو دغو باورونو زه نه شوم قانع کولای.
داسې ماشوم هلک نه موندل کېده، چې په داسې وروستۍ لویه ورځ، د کبر له څنګه د ځان لپاره د نندارې ښه ځای ونه لټوي!؟ دا به څه غوره چانس وه، چې په خپل ژوند کې د داسې پېښې شاهد واوسو. کبرونه پرانیستل کېدل او ټولو له یو بل سره مرسته کوله، چې د خاورو له مینځه راپورته شي. څه بې سارې ننداره به وه! (حتا له سیمه ییزو نندارتونو هم ډېره غوره).
خو له دې وعدو سره سره، تیارو او لوغړنو وریځو پر دغو ورځو سیوری غوړاوه. ددې شونتیا، چې دا ډول پېښه زما په ژوند کې رامینځته شي، څومره وه؟ یو په میلیون کې؟ نه، ښایي یو په تریلیون کې. او دا ډېر ناامیدونکې لرلید وه. آیا زه هم یو له هغو میلیونونو ارواوو څخه وم، چې باید د زرو یا لسو زرو کلونو لپاره د ګور تیاره زندان ته اچول کېدلم؟ دا د یوه هلک لپاره، چې له تنګو او تیارو ځایونو وېرېږي، یو ښاد او ښه انځور نه وه.
دا لا څه کوئ، که د کالبوتونو د پاڅون په پروګرام کې څه تېروتنه رامینځته کېدله؛ نو څه به پېښېدل؟ آیا شونې وه دغه پروګرام ناکامه شي؟ که په هغه ورځ ما نه شول کولای، د مړینې له خوبه راپاڅم، څه پېښه به کېدله؟ تېروتنې همیشه را مینځ ته کېږي.
ځکه نو خاورو ته سپارلو مراسمو ځانته پام ور اړواوه. په حقیقت کې، زه له ژوندانه وروسته پړاو لپاره، د یوه ډاډمن پروګرام په لټه کې وم. ځکه نو په یوه پلټونکي (جوینده) بدل شوم.
سربېره پردې، هغه مهال چې له یو ماشوم هلکه په یوه ځوان سړي بدلېدم، یوه ویښتیا په ما کې رامینځته شوه. پېل کې دغه ویښتیا زما په اګاهۍ کې، د اوړي د لمر د یوې تتې وړانګې په څېر را ښکاره شوه او څو کاله وروسته د خپل شوکت تر ټولو لوړې پوړې ته ورسېده. د خدای عشق او رحمت په هماغه ماشومتوب کې، زه په خپله غېږ کې ونیولم. هغه «وز
وزي» غږ، چې په دوه او درې کلنۍ کې به ما شپه مهال اورېده څه وه؟ زما او زما د دوو کلونو مشرانو وروڼو د خوب تختونه، د پلار او مور د خوب په خونه کې وو؛ ځکه نو زما ورو غږ، چې تیاره یې څېرله، ټول را ویښوول.
څه وشول؟
خو هغه غږ، چې ما اورېده؛ نه زما وروڼو او نه زما پلار او مور واورېد. هغه مهال به چې ما هڅه کوله، اورېدلی غږ، هغوی ته د وز وز د غږ په څېر توصیف کړم، هغوی وېل، چې دا له ودانۍ بهر د برېښنا د لینونو غږ دی؛ اوس نو ولاړ شه او ویده شه! د پلار ساعت به سهار مهال څلور بجې زنګ واهه، او هغه به یې د کار کولو
لپاره را ویښاوه؛ ځکه نو هغه ددې لپاره وخت نه درلود، چې د یوه ماشوم بې معنا خبرو ته غوږ کښېږدي.
کلونه کلونه تېر شول، خو ما به بیا هم د وزوز د مرموز غږ په اړه، چې ماشومتوب کې به مې اورېده؛ فکر کاوه او هغه خاطرې به بیا را ژوندۍ کېدلې. دغه غږ به ددې لامل ګرځېده، چې ماته سپک، ډک او ښاد احساس را په برخه کړي. اوس دا غږ چېرې تللی دی؟ اوس هم د برېښنا مزي، زما د خونې تر پنجرې لاندې تېر شوي؛ خو هغه د وزوز آهنګین او نرم غږ نور نشته. او ما څومره تېروتنه کوله.
وروسته مې په اکنکار کې زده کړل، چې دغه د وزوز غږ، د الهي جریان له بې شمېره غږونو څخه یو دی. دا د خدای، الهي روح یعني اک د حرکت یوه برخه وه، چې د زمان او مکان اثیري ماده یې دومره په ارتعاش راوستله؛ چې ځنو غوږونو-لکه د ماشومانو غوږونه- کولای شول، هغه واوري.
د یوه سپېڅلي غږ اورېدل، د زیاتې ښادۍ او معنوي رحمت لامل ګرځي.
په هر حال د هغه له اسراره ډک غږ د سرچینې له پېژندلو دمخه، ډېرې ورېځې، او توپانونه زما د ژوند پر هسک تېر شول. له هغې سره هممهاله، ډېر نور څه هم روښانه شول. کوم وخت، چې تېرې ته نظر ځغلوم؛ نو وینم، چې هغه واړه بریالیتوبونه ول؛ خو دې سره سره، هر یو یې د هغه څه وروستۍ پوله وه، چې د معنوي غوړېدنې په هغه پړاو کې، ما کولای شول زده یې کړم.
د ویښتابه په دغو نښو کې، بصیرت، د تېرو ژوندونونو او راتلونکي ژوند په اړه خوبونه، د روح سفر او دې ته ورته نورې معنوي تجربې، هغه حیرانونکي او کله هم ویرونکي او له درده ډک ګوزارونه وه، چې ما به زغمل.
دغو ټولو تجربو د یوازیني، همیشني خالق او خدای د رازونو او رمزونو په اړه له ما سره خبرې کولې. دغه ټولې وړې ويښتېاوې، یو هدف تعقیبوي: په همدې روان ژوندانه کې د معنوي آزادۍ لاسته راوړل. همدلته، او همدا اوس. «د مړینې د خوب» لپاره، چې کېدای شي، د پېړیو یا تل لپاره دوام ومومي، هېڅ دلیل نشته. که زما د ماشومتوب د مهال دین تېروتنه کړې وي؛ نو څه به پېښ شي؟ ډېر نور مذهبونه هم شته دي، چې متضاد باورونه لري. که له مرګه وروسته ژوند په اړه زما د کلیسا باورونه سم وي؛ نو زه باید ډېر مهال په کبر کې تېر کړم.
تاسو هم اوس په داسې پړاو کې یاست، چې د خدای تعالی غږ ټکان درکړی، ترڅو له خپل ژور معنوي خوب څخه را پاڅئ. زه انګیرم، چې په دې کتاب کې به له هغو کیسو څخه به خوند واخلئ، چې ستاسو په شان د نورو وګړو په اړه را نقل شوي دي.
په دې کتاب کې به د تېرو ژوندونونو، خوبونو او د روح سفر په اړه کیسې واورئ او له دې لارې به د خدای تعالی د بشپړې مینې له فطرت سره اشنا شئ. دغه مینه له حیرانتیا ډک څېزونه رامینځته کولای شي.
په دې ارزښتناک کتاب کې به په ټوله نړۍ کې، د هغو لارویانو او پلټونکو غږ واورئ، چې د درک او معنوي آزادۍ په لور، په تر ټولو مستقیمه او مخامخ لاره ګام وهي.
تېرو ژوندونونو، خوبونو او د روح سفر ته ښه راغلاست!
نوره بیا |