کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

 
 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس
 
 

   تېر ژوندونونه
1
دمخه دې هم ژوند کړی دی
الوتکه کې، زما له څنګه، د کړکۍ په لور یو شپږ کلن هلک ناست وه. موږ د لویزیانا د پاسه د الوتنې په حال کې وو. هلک په داسې حال کې، چې لاندې یې جبه زارو ځمکو او لویو رودونو ته کتل، ناڅاپه مخ خپلې مور ته ور واړاوه او په هیجان سره یې چیغه کړه: دا ځای کټ مټ ایتوپیا ته ورته دی.
د ماشوم مور، چې له ډېره شرمه تکه سره اوښتې وه، هڅه وکړه، هغه آرام کړي. ټول پوهېږي، چې ایتوپیا په جبه زارو ځمکو کې نه ده پرته، دا ځکه چې پرله پسې وچکالیو، د هغه ځای ټول نباتات او شنه له مینځه وړي دي.
یو سوداګر، چې د ماشوم په کتار کې، د الوتکې د مینځ دهلیز خواته ناست وه، ورځپاڼه مخته ونیوه او په پټه خوله په خندا وران وه.
ایتوپیا؟ هلک جانه، آیا تا کله ایتوپیا لیدلې؟ دا یې ووېل او بیا له ځان سره د ایتوپیا او لویزیانا د ورته والي په پرتله کولو سره، له سره په خندا شو.
ماشوم بیا ووېل: دا ځای ایتوپیا په شان دی.
دا ځل سړي پخ وهل او نوره سورلۍ هم ورسره ملګرې شوه. سړي په دې ګمان چې ښایي نورو نه وي اورېدلې، نورو وګړو د ماشوم خبره له سره تکرار کړه: دا هلک فکر کوي، چې لوییزیانا د ایتوپیا په شان ده. او دې کار بیا ځلي د خندا لویه څپه را جوړه کړه.
خپه شوی ماشوم چوپ شو او مور یې هم له شرمه سره واوښته. هغه مهال چې الوتکه د را کوزېدلو په حال کې وه، ماشوم خپلې مور ته ووېل: موږ تقریبا هلته یو.
مور یې وپوښتل: چېرې؟
ماشوم نه غوښتل بیا د ایتوپیا نوم په خوله راوړي، ځکه یې یوازې دا ووېل: «هلته!»
ماشوم هغه مهال په یاد راوړ، چې د ځمکې اوسنۍ ځنې وچې، او له ښېرازۍ خلاصې سیمې شنې او ښېرازه وې. د هغه زمان په اړه د ماشوم خاطرې مشخصې او ډاډمنې وې. هغه تېره په یاد راوړه؛ ځکه چې په یوه شېبه کې، له یوه لوړ معنوي موقعیت څخه د هغې صحنې شاهد وه. د هغه سترګو د زمان تګلوری لیدلی وه.

د تناسخ څرخه
د ځمکې د مخې ډېری وګړي، بېرته دغه ځای ته راګرځي. هغوی په پخوا زمانه کې هم دلته وه او په را روانه کې به هم دلته راګرځي. هغه کلمه، چې د بېرته راستنېدلو لپاره یې کاروو، د تناسخ څرخ نومېږي، چې د ژوند پر ډګر د وګړو کړه وړه (کارما) یي انجن ګڼل کېږي. د ژوند دغه څرخه له یوه ژونده بل ژوندانه ته پاېښت مومي.
مسیحیان باور لري، هغه مهال چې یو څوک مري، نو هرڅه پای ته رسېږي. یوازي یو ژوند او یو فرصت او له هغه وروسته جنت یا دوزخ! هغوی د کارما قانون، چې په هر حال بېرته به ځمکې ته راګرځي؛ نه پېژني. هغوی په ۸۴ ام څرخ کې دي، 84 ام څرخ د زرهاوو ژوندونونو لپاره هغه مرجعه ده، چې وګړي د انرژي، فضا او زمان کښته جهانونو کې، هغې ته ننوځي.
دغه څرخه ډېره زړه تنګوونکې ده. وروسته له هغې چې وګړي، ډېر ناکامه ژوندونونه تجربه کړل، داسې احساس ورته پېدا کېږي، چې د څه غلطۍ له لامله، دستورالعملونو کې تېروته رامینځته کېږي. وروسته د هغه دننه یو فکر را ویښېږي. هغه د یوه ژوندانه پر تیورۍ باندې شک کول پېلوي. آیا کېدلای شي، چې دغه تیوري غلطه وي؟ هغه په تړلو سترګو د حقیقت لټه پېلوي.
په اوسنۍ ټولنه کې، د تناسخ لپاره د مستقیمو او نامستقیمو شواهدو موندل شوني دي. ځنې داستانونه هغه په ښه توګه را په ډاګه کوي.
خو اوس هم د «یوه خیالباف د یوې بلې افسانې» په نامه د تېر ژوند ردول، یو اسانه کار دی، خو ډېره بې انصافي به وي، هغه ماشومان، چې خپل تېرژوندونونه له، ټولو جزیاتو سره را یادوي، بې اعتباره او بدنام کړو، حتی که دا کار په کورنیو اړیکو، شرایطو او د کورنۍ پر جوړښت په سترګې پټولو سره هم ترسره شي. له دې سره سره، دا ډول نه پاملرنه، ډېرې مهال په کورنیو کې د پنځو او شپږو کلونو د ماشومانو په اړه لیدل کېږي. د ساري په توګه هغه ماشوم په نظر کې راولئ، چې الوتکه کې هغه مهال ایتوپیا ور په زړه شوه، چې ښېرازه وه.
د ځنو مسیحیانو لپاره ډېره سخته ده، چې د تناسخ په اړه دغه معلومات، د زېږون د معجزې د بنسټ په توګه قبول کړي. ځکه نو خپلې هغه انګېرنې را مطرح کوي، چې له مخې یې تناسخ یو ډول ذهني لېږد پېژني. خو آیا ددغو توجیهاتو او انګیرنو پر ځای د بیا زوکړې د حقیقت منل آسانه نه دي!؟ نو هغه مهال به تاسو خپل ځان د بیا زېږون د پولو څټ ته احساس کړئ.
نبوغ یا د بدن د یوه غړي عیب دوه هغه جوتې نښې دي، چې کولای شي د تېرو ژوندونونو د اغېز په اړه په کار یوړل شي.
سربېره پر اکنکار، د نورو باورونو خاوندن هم تناسخ پېژني او د هغه اصول مني. دغه اصول په حقیقت کې له موږ سره د خدای تعالی د مینې نښې دي.
تناسخ زما او ستا په شان وګړو ته ددې اجازه ورکوي، چې د الهي عشق د کیفیت د لا ښه کولو لپاره بل چانس هم ولري. دغه فرصت، د ژوند د سختو او له تردید څخه ډکو شېبو او داشان د ښاديو او بریو پرمهال موږ ته را کول کېږي. په دې توګه موږ د الهي عشق کیفیت لا کاملوو. دغه عشق موږ په الهي ډوله موجوداتو اړوي.

د تېرو ژوندونونو را ویښوول
که غواړئ خپلو تېرو ژوندونونو ته سر ورښکاره کړئ، نو د معنا (ماه ناه) ذکر له خوب دمخه وکړئ او له هغه وروسته د پخوا په څېر ویده شئ. دغه ذکر تاسو له علي طبقې- د تېروژوندونونو د خاطرو سیمه- سره همغږي کوي. د تېرو ژوندونونو په یاد راوړل، تمرین غواړي؛ خو دا چې نورو وګړو په بریالیتوب سره دا کار کړی دی؛ نو تاسو یې هم کولای شئ.

زموږ د معنوي ویښتابه نارې
داځل چې روح ځمکې ته راوګرځېد، له ځان سره یې منلې وه، چې خپلو ځنو موخه ته به رسېږي او د خپلې معنوي آزادۍ په لاره کې به پرمختګ کوي.
د ۱۹۳۰ د اقتصادي بحران په لسیزه کې، د انګلستان په بیرمنګهام کې پنځه کلنه نجلۍ چمتو کېدله، چې ښوونځي ته ولاړه شي. راځئ هغه به «رز» ونوموو. هغه تللې وه، د خپل اکا لور، چې بله ګړۍ له ښوونځي را وتله وویني. ناڅاپه طلایي رنګي نور را چاپېره کړه. د طلایي نور دغه دایره، د معنوي ویښتیا یوه ناره وه، چې زیات شوکت یې رز له نورې بهرنۍ نړۍ را جلا کړه. هغې نشول کولای بل څوک وویني او یا د بل چا غږ واوري؛ خو د هغې شېبې د امنیت او برکت په احساسولو سره، هغه په پوره خوښۍ او آرامتیا ددغه ښکلي طلایي نور په زړه کې آرامه پاتې شوه.
یو داسې پنځه کلن ماشوم نظر ته راولئ، چې ددغې پېښې روښانولو لپاره په اړتیا وړ کلمو پسې ګرځي. کوم مشر چمتو دی، چې دغه ماشوم ته دوه دقیقې د خبرو وخت ورکړي؟ یو الهي نور، پوره نیم ساعت ددې لامل شو، چې له ځانه بهر دنیا نه وویني او نه څه واوري؟ ماشومې! ځه، منډه کړه، خپلې لوبې کوه!
تاسو کولای شئ ستونزه وویني. د خپلې تجربې د بیانولو له څو ځله زیار وروسته، رز له دې کاره لاس واخیست.
کلونه وروسته رز پرېکړه وکړه، چې د خپل ماشومتوب د وخت د پېښې ماهیت کشف کړي. ځکه یې نو د تېرو ژوندونونو په اړه پراخې څېړنې پېل کړې. هغه د خپل عمر د دېرشمو کلونو په مینځ، د رزاکروشنونو او د ادګار کایسه د تاکنیکونو د فرقې یوه هڅانده زده کوونکې شوې وه. د هغې پاملرنه د برخلیک په مجله کې، د اکنکار په اړه یوه اعلان ته ورواوښته. د هغې څېړنې همداسې روانې وې. پر دې سربېره رز د عرفان او تصوف په اړه هم مطالعه کوله او د ا چ. ریدز هاګارد او نورو کتابونه یې ولوستل.
په ۱۹۷۲ کال کې رز د یوفوګانو په لیدلو سره وحشت واخیسته. پر همدې مهال هغه د بودیزم د دریو جلا جلا څانګو پیرو شو.
په لنډ وخت کې، د سینمایي صنعت له یوه مدیر سره آشنا شوه. واده یې وکړ او د دریو اولادونو خاونده شوه. رز د زیاتو ټولنیزو اړیکوڅښتنه شوه او ژوند یې په منډه وه.
ددې ژوند له پېل دمخه یې ځان سره موافقه کړې وه، چې د دنیا د دینونو او معنوي ډلو په اړه به پراخې څېړنې کوي. ځکه یې نو د هرې موضوع په اړه کتابونه لوستل او په دې توګه یې، په نړۍ کې د باورونو او عقایدو د تنوع په اړه ډېر اطلاعات تر لاسته کول.
روح، خپل هر ژوند له یوې سپینې لوحې یا پاڼې سره پېلوي. د کارما اربابان د وګړي د تېرو تېروتنو ټولې خاطرې پاکوي او وګړي ته اجازه ورکوي، چې یو بشپړ نوی پېل ولري. دغه مهرباني د یوې مرګونې پاېلې مخه نیسي. دا کار ددې لامل ګرځي، چې وګړی خپل نوی ژوند، په تېر ژوندانه کې، د یوه له لاسه ورکړي عشق د غچ، بیوزلۍ یا نورو ټولنیزو مشکلاتو په خاطر له لاسه ورنه کړي.
دا ډول د حافظې له لاسه ورکول، د روح د ودې لپاره اړین دي. یو مهال وروسته بیا الهي روح په یوه ډول نه یو ډول سره، د روح لپاره معنوي وېښېدل ور یادوي.
پیغام په دې ډول دی: ښه نو اوس یې وخت دی، چې په یاد راوړې، د څه لپاره ځمکې ته راغلی یې!!
خو زموږ معنوي ماموریت ډېر لږ داسې روښانه بیانېږي. ډېری وګړي کلونه کلونه شک او زړه نازړه توب تجربه کوي. هغوی له یوه دینه بل دین ته ځي او راځي، د سري یا پټو علومو په برخه کې څېړنې کوي. او یا فلسفې، روانشناسۍ او یا حتا ریاضیاتو ته پناه وړي. دغه ټولې څېړنې د ژوند او حقیقت د کونجۍ (کلۍ) د موندلو په موخه ترسره کېږي.
ځنې وختونه پلټونکی ښې روښانه پاېلې لاسته راوړني؛ خو ځانته وایي: «باید تر دې زیات څه هم وجود ولري.»
ځنې دروني غږونه ددې لامل ګرځي، چې له هغه څه چې تر لاسته کړي دي؛ له هغو ناراضه واوسي. د زړه یوه پټه انګیزه، د خدای او حقیقت د ابدي پلټنې په لور د هغه لارښوونه کوي.

د تېرو ژوندونونو د مطالعې لپاره لارښوونې
د تېرو ژوندونونو د خوبونو او هېرو خاطرو د راوېښوولو او په یاد راوړلو لپاره د هغو وګړو او څیزونو لیست چمتو کړئ، چې یا درباندې ګران وي، او یا کرکه ترې لرئ. همدا شان دقت وکړئ، چې آیا داسې یو هېواد، ځای یا تاریخي دوره شته، چې تاسو ورسره علاقه لرئ. ددغو علایقو لپاره دلایل شته. ورپسې خپلو خوبونو ته پام واړوئ.

را ستنېدل
موږ په خپله کرونده کې ډېرې پیشۍ لرلې. وروسته له کلونو د پشيو درې تازه بچوړي پر را زیات شول. یوه یې خاکستري او سپینه وه.
بلې یې تور او سپین خالونه لرل او وروستۍ یې پړانګ په شانه برګه وه. ژوند په کرونده کې ډېر سخت او زیګ دی؛ ځکه نو ډېری پشنګوري په څو کلونو کې لېږدېدل (مړه کېدل). خو لږ ځنډ وروسته هماغه درې کسیزه ډله بېا دنیا ته را ستنېدله. روح د پشۍ کالبوت تر هغو چې زړېږي او له پښو لوېږي، په واک کې نیسي. وروسته د څه مهال لپاره هغه پرېږدي او ډېری مهال د یوې بلې پیشۍ په کالبوت کې ژوند ته را ګرځي. د تناسخ دغه اصول د کورنیو د غړو او دوستانو په اړه هم کارېږي، چې وفات یې کړی وي. دا بیخي طبیعي ده، چې د یو چا په له لاسه ورکولو خپه او ناراحته واوسو؛ خو هغه مهال چې روح د اګاهۍ لوړ وضعیت او یوې غوره دنیا ته لوړېږي، نو بیا له هر خوب او خیال څخه لوړه ښادي تجربه کوي. هغه له خپل نوي وضعیت څخه راضي او خوشاله ده.

هغه مهال چې زوړ وې ما پېژندلې
یوه ځوانه نجلې له خپل پلار سره، د خپلې مشرې ترورۍ د لیدلو لپاره، د زړو وګړو د ساتلو کور ته تللې وه. د ملاقات خونې ته په ننوتلو سره، هغې په لومړي ځل هغه مېرمن ولیدله، چې له ترورۍ سره په یوه خونه کې اوسېدله. د هغې نوم سوفي وه. هغې په خپل تېر عمر کې ښې تجربې لرلې او د ژوند بل اړخ ته دومره نېږدې وه، چې وکولای شي، هغو له شوکته ډکو ځایونو ته نظر وځغلوي؛ خو چې له وګړو سره به یې ددغو چارو په اړه خبرې پېل کړې، هغوی به خپل سرونه د تسلیمۍ تاسف په بڼه ښورول.
هغوی به ویل: «هی، زړه خوارې سوفیې. هغې خپل عقل له لاسه ورکړی.»
ځوانه نجلۍ د خونې له مینځه، د ترورۍ له څنګه تېره شوه او د سوفیې په لور ورغله. دواړو په ځنډ یو بل ته وکتل. پای کې سوفیې چوپتیا ماته کړه او ویې وېل: «زه دې پېژنم. زه تا له هغه وخته، چې یوه زړه ښځه وې، پېژنم.»
وړې نجلې په ځېر زړې ښځې ته کتل. د نجلۍ بڼې ښووله، چې هغې هم زاړه څه په یاد راوړي. نجلۍ هم ووېل: «زه هم تاسو هغه وخت چې ځوانه مېرمن وئ، په یاد راوړم.»
دوو قدیمي دوستانو داسې له یو بل سره ولیدل.
ترورۍ د نجلۍ خواته راغله، له اوږې یې را ونیوله او ویې ویل، مه ناراحته کېږه! د سوفیې ماغزه مشکل لري!
د هغو وګړو لخوا، چې د تناسخ په اړه پوهه نلري؛ د زړو وګړو او ماشومانو د پوهې او اګاهۍ بې اعتباره کول، ډېر آسانه دي. څه شی تاسو د ځان په لور ور کاږي؟ شوالیه توب، منځنیو پېړیو جګړو سره علاقه او یا دا چې جګړې کولای شي، د تېرو زمانو د ژوندونونو خاطرې درپه یادولای شي. د کورنیو جګړو یو مینه وال، پرته له شکه چې د ۱۸۶۰ لسیزې له ګډوډیو ډکو کلونو پوځي ټولګي لیدلي دي.
کورنۍ جګړې د امریکا پر ملت داسې ژور اغېز پرایښی دی، چې اوس هم د کورنیو جګړو په تاریخ کې د یوې ژورې علاقې په توګه ځان ښیي.
هغه ماشوم، چې اوس مهال د الوتکو له پخوانیو مډولونو سره سخته علاقه لري، ښایي په لومړۍ یا دویمه نړیواله جګړه کې، د پېلوټ په توګه الوت کړی وي یا ښایي د آتلانتیس د یوې سفینې قومندان به وه.
د چا چې له یوه روښانه دلیله پرته له یوې کلیسا یا ځانګړي هېواد څخه بد راځي، ښایي پخوا د مذهبي او سیاسي شخړو قرباني به وه. د غاړې د سخت او دوامداره درد په شان یوه سخته ناروغۍ ښایي ددې نښانه وي، چې یاد وګړی پخوا په پانسۍ خېژول شوی یا یې سر ور څخه پرې شوی.
هغه مهال چې شدیدې مینې یا کرکې، بې دلیله مینځته راځي، دا ددې معنا لري، چې موږ له تېرې زمانې څخه اوس زمانې ته د تېرېدلو په حال کې یو.

د ژوند د دورو په مینځ کې
له الهي روح سره په همغږۍ کې اوسېدونکی وګړی، له ځانه د بقا نښې ښیي، دا په دې معنا ده، چې د زیات ژوند کولو لپاره به هر کار وکړي. ولې دا کار کوي؟ ددې لپاره چې د ژوند هره ثانیه، یوه ګران بیه شېبه ده. هره ورځ ددې لپاره یو فرصت دی، چې د خدای له عشق سره زیات آشنا شو.
روح به د یوه نوي ژوند لپاره ځمکې ته ولېږل شي. مهمه نه ده، چې دغه بېرته لېږل به د روح لپاره څومره درد له ځان سره ولري؛ ځکه چې ځمکه د الهي عشق د اړخونو د پېژندلو لپاره یو بېساری مکان دی. نه یوازې د عشق د ترلاسه کولو؛ بلکې د عشق د کولو لپاره هم.
را وروسته دوه کیسې د «له ځمکې تر آسمانه؛ مهرباني وکړئ ننوځئ!» لومړی او دویم ټوک څخه را اخیستل کېږي. دغه کتاب له هغو پېښو څخه ځانګړې کیسې را نقلوي، چې په هغو کې اک، الهي روح عادي وګړو ته د حقیقت غیر عادي تجربې ور ښیي. د ژوندانه له معجزو سره د آشنایۍ په موخه دغه کیسې ولولئ.

د چکرز لوبه- داگ کاليفرد
نجلۍ شپږ کلنه او هغه بل یې درې کلن وه. کورنۍ له رخصتیو دمخه راټوله شوه، او په دې مینځ کې یوه تن وپوښتل: د کرسیمس لپاره څه غواړې؟
شپږ کلنې نجلۍ ځواب ورکړ: چکرز(شترنج ته ورته یو لوبه، چې دانې یې ګردې دي). زه د کرسیمس لپاره چکرز غواړم.
چکرز؟ ولې؟ د تا خو دا لوبه هېڅ نه ده زده!
تاته چا چکرز در زده کړ؟ په ښوونځي کې دې زده کړې؟ مور او پلار دې در زده کړې؟
هیچا. د ما همیشه زده وه، چې د چکرز لوبه وکړم. د نجلۍ سترګو حقیقت منعکساوه.
یوه بل وپوښتل: تا او چا؟
ما او ورور مې. درې کلن هلک د خور د خبرې د تصدیق لپاره خپل سر وخوځاوه. موږ پخوا تر خپله مینځه لوبه کوله. پخوا چې موږ غټان وو.
پخوا؟ دا پخوا څوک وه؟
هغه وخت چې موږ غټان وو. دې ژوند ته له راتللو دمخه، موږ لویان وو. حتا له تاسو څخه هم لوی.
لویانو څو شېبې تر خپله مینځه په مشورو بوخت وه. لږ ځنډ وروسته یوه تن د چکرز یو قدیمي او په خاورو پټ کوتی را پیدا کړ او هغه یې ددغو دوو ماشومانو د لوبې لپاره چمتو کړ. ماشومانو په پوره اعتماد او باور سره لوبه پېل کړه. هغوی ته د لوبې حرکتونه آشنا وه. هغوی د دوو تکړه غټانو په شان لوبه کوله. مشرانو په حیرانۍ ددغو ماشومانو ننداره کوله، ټول حیران وه، چې ماشومان څرنګه داسې په مهارت او وړتیا سره مهرې په صفحه باندې را څرخوي.
یوه تن وپوښتل: آیا تاسو پخوا له یو بل سره ګډ ژوند کاوه؟
ماشوم هلک لوبې ته دوام ورکړ، او مشرې خور ته یې وخت ورکړ، چې خبرې وکړي. نجلۍ ووېل: موږ هغه مهال ګډ ژوند کاوه. موږ واده سره کړی وه. یوه تن، مړه اکا ته اشاره وکړه.
نجلۍ بیا ووېل: ما هغه پېژانده. ما دې ژوند ته له راتللو دمخه هغه لیدلای وه. مخکې تردې چې دغه نجلۍ دنیا ته را شي، اکا مړ شوی وه. مشر مشکوک وه؛ ځکه یې د نجلۍ د کیسې د نه منلو په توګه خپل سر وخوځاوه. خو نجلۍ د اکا د څېرې او ځانګړونو ټول جزیات را یاد کړل.
عجیبه داوه، چې دغه کورنۍ ځانګړی مذهب درلود او په تناسخ یې باور نه شوای کولای. خو د اوږدو کلونو په ترڅ کې هغوی له خپلو مړو شویو خپلوانو سره له اسرارو ډک ملاقاتونه درلودل، تر دې چې دغې کورنې له مذهبي دوکتورینو پرځای نور رښتینو معنوي تجربو ته پام واړاوه. هغوی ددغو تجربو په ترڅ کې دې پاېلې ته ورسېدل، چې تناسخ نه یوازې شونی، بلکې حتمي هم دی.
په دې توګه هغوی له خپلو زړو محدودیتونو څخه د معنوي آزادۍ په لور ګام ور واخیست.

د هالووين حیرانونکی زیری، کامرون فوکس
د هالووین کومېټې شپږ اونۍ غونډې لرلې، چې د روغتون د کارکوونکو لپاره یوه غوره میلمستیا جوړه کړي. موږ غوښتل هر وګړی د خپلو جامو د انتخاب لپاره پوره وخت ولري.
د روغتون ډېری کارونه، د بحراني چارو او د ژوند او مړینې د نورو چارو په شاوخوا را چورلي. دغه مېلمستیاوې ددې لپاره غوره فرصتونه دي، چې ټولې څانګې د غرمنۍ وختونه سره یو ځای تېر کړي، عجبیه جامې واغوندي، وخاندي او خپلې خوشاله ماشومانه روحیې بېرته لاسته راوړي.
د میلې د ورځې یوولس بجې وې، چې ناڅاپه موزک پېل شو. د ډلې څو تنو غړو، څو ډوله خواړه د مېز د پاسه ايښي وه، څو خوند یې وکتل شي. څکونکي، چې د روغتون مدیر، د خوړو متخصص، کشیش او څو تنه نور وه، له یوې غذا بلې ته ورتلل او ددغو خوندورو غذاګانو له خوړولو یې خوند اخیست.
د روغتون د کارکوونو راتګ پېل شو، د هغوی شمېر، زموږ له اټکل څخه ډېر زیات وه. خونه ډېر ژر په هغو وګړو، چې عجیبه جامې یې اغوستې وې او خپلو مینځو کې سره په خندا وه، ډکه شوه. سږ کال ټول ډېر خلاق شوي وه. یوه تن د یوې ټوکرۍ په څېر خېرنې جامې اغوستې وې. پر هغه زاړه څېزونه را ځړېدل او هیچا نشو کولای پوه شي، چې هغه څوک دی؟
وروسته له هغې چې غوره خوړو ته جایزې ورکړل شوې، ازمویونکي، په ځانګړي ځای کې، په خپلو څوکیو کښېناستل. هغوی له هغه ځایه ګډونوال، چې د صحنې له مخې تېرېدل، لیدلای شول.
خونه، پر ګډونوالو، د کومېټې پر غړو، او د روغتون پر نورو کارکوونکو ډکه وه. ټول څار وه.ګډونوال یو یو، د صحنې له مخې تېرېدل. او ځنو یې د تېرېدلو پر مهال خندونکي کارونه کول. د هغوی «راګدي» (د ناول یو ستوری) یوه لنډه نڅاه ترسره کوله. د راک سندرغاړي راته سندره وویله او سرتیري په پروا تېر شول.
ما د خونې څټ ته یو آرامه ځای وموند او هلته مې د هیو - د خدای لپاره بل نوم- د دعا په زمزمې پېل وکړ.
د خدای لپاره ددغه آواز زمزمه کول، زما همیشنی کار دی. دغه آواز ماته آرامتیا را کوي او هدفمند مې ګرځوي. او د بیروبار او استرس په ورځو زما اضطراب را لږوي.
له څو دقیقې زمزمې وروسته مې خپلې سترګې پرانیستې او د خونې شاوخوا ته مې وکتل. احساس مې کړه، چې هرڅه په خوب کې رامینځ ته کېږي. خو د جټانو جامو ته په کتو سره، چې زما پر ځان وې، ما لیدل چې دا خوب نه دی. ما کلونه کلونه په «هالووین» کې د جټانو جامې اغوستې. حتا هغه مهال چې ماشوم وم، د بالې په یوه ډله کې مې د نڅاه ګرو جټانو نقش پر ځای کاوه. هغه مهال چې ما غوښتل د یوه جټ په توګه د ژوندانه رازونو باندې پوه شم؛ نو ددغو جامو په اغوستلو سره، زه څو څو ځله یوولسمې زېږدیزې پېړۍ ته ستون شوی یم.
داسې ډېر پېښ شوي دي، چې د یوه سلاکار په توګه، د خپلې دندې پر مهال له ما څخه غوښتل شوي دي، چې د ژوند معنا موندلو په کار کې له یوه ناروغ سره مرسته وکړم. دغه کار د فزیکي، رواني او ټولنیزې روغتیا په شان د ژوندانه د مهارتونو په اړه، د اساسي زده کړو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
ډېری مهال د یوه سلاکار په توګه، زه د ډېرو احساساتي او نه پیشبیني وړ وګړو په مینځ کې یم. او دا چاره ما نه ناراحته کوي. په هغه ژوندانه کې، ما د یوه جټ په توګه، د ژوندانه مهارتونه او د تردیدونو بېرته اعتدال ته راوستل زده کړي وه. دا زده کړې او تجربې په دې ژوندانه کې هم زما په درد خوري.
هماغسې چې د خونې څټ ته ناست وم، احساسوله مې، چې د نور په وسیله را چاپېر شوی یم. دغه نور په خونه کې پر نورو پنځو تنو؛ یوه ګوریل، یو زیارتګر، یوې پیشو، یوه سورپوستي، او یو سرتېري هم لګېده.
د سیالۍ د ټولو ګډونوالو په مینځ کې دغه پنځه تنه په خپلو جامو کې اسوده وه. او له خپل رول سره یې پوره همغږي احساسوله. آیا هغوی هم دغه جامې زما ددې دلیل له مخې، چې تېرې زمانې ته ستانه شي؛ غوره کړې وې؟
په تسېج ددغو ګډونوالو له را څرګندېدلو سره، د خونې ټولو حاضرینو په چکچکو پېل وکړ. حتا قاضیان هم تر اغېز لاندې راغلل. دغو پنځو تنو تر ټولو غوره جایزې، چې هغه د هر یوه لپاره د ښار په ترټولو غوره رستورانت کې دوه نفره ماښامنۍ وه؛ ترلاسه کړې.
زما لپاره هالووین بله معنا پېدا کړې ده، او نور به هېڅمهال د پخوا په شان نه شي.

2
تېر ژوندونونه- د نن ورځې درسونه
ښایي عجبیه تر نظره شي؛ خو دغې نړۍ ته ستاسو راتلل ځانګری دلیل لري. تاسو دغې نړۍ ته راځئ، چې خدایي ځانګړنې ومومئ. خو ډېری وګړی دغه حقیقت نشي درک کولای. د هغوی له نظره ژوند د برخلیک مظهر دی. هغوی فکر کوي، زه دلته یم؛ خو نه پوهېږم چې ولې؟ ښایي تالې مې خرابې وي!؟ دا ځای په رښتیا هم له سرخوږي ډک دی.
په عمومي توګه، ځمکه پرته له یوه معنوي ښوونځي بل څه نه ده. خدای تعالی دغه دنیا جوړه او طراحي کړې، چې تاسو او هر بل وکولای شي، په دې ځای کې خپلې خدایي ځانګړنې وروزي او هرڅه زیات خدای ته ورته شي.
ډېری وګړي داسې انګېري، تر هغو پورې ژوندي دي او د فضا او زمان یوه برخه نیسي، چې د وروستۍ ورځې نغارې ووهل شي. وروسته له دې پېښې هغوی انتظار دي، چې د یوه بې هدفه ژوندانه له تېرولو وروسته، هغوی لوړو جهانونو ته ولېږدول شي، ترڅو هلته هم خپل بې نتیجې او ځان محوره ژوند ته ادامه ورکړي.
زما عزیزانو! داسې چې تاسو اټکل کړې دی؛ نه ده. چې رښتیا شي؛ نو د ژوند هدف د خدای همکار کېدل دي. دا په دې معنا ده، چې له نورو سره مرسته وکړو. او خپل استعدادونه او علایق د هغو وګړو لپاره، چې زموږ مرستې، غوږ نیولو، او خواخواږۍ ته اړتیا لري، په کار واچوو.
ټول تېر شوي ژوندونونه، ستاسو د روح د پاکېدلو لپاره وه. که درباندې ګران وي، یا نه وي ګران؛ اوسمهال تاسو د خپلو ټولو تناسخونو په ترټولو لوړ معنوي وضعیت کې یاست. ځکه نو ځانته وګورئ. آیا هغه څه چې ګورئ، خوښېږي مو؟ په یاد ولرئ؛ هرڅه چې یاست، څه غوره څه خراب، دا ستاسو خپل انتخاب دی. تاسو د خپل دې او نورو پخوانیو ژوندونونو د افکارو، احساساتو او کړو وړو ټولګه یاست.
تېر ژوندونونه له کارما سره تړلي دي.
ځنې وختونه وګړي پوښتي: اکنکار کوم ځانګړی څيز وړاندې کوي؟ له مسیحیت سره څه توپير لري؟ ځکه نو داسې مهال زه ښایي د کارما او تناسخ په اړه خبرې وکړم.
ډېری مهال وګړي تصور کوي، چې کارما د خوښې وړ څیز نه دی او مثبت اړخ نه لري. خو تاسو «موزارت» په نظر کې راولئ. هغه ماشوم، چې په پنځه کلنۍ کې یې د موسیقۍ نوټونه لیکل.
د کارما قانون، د ښځینه او نارینه کالبوتونو، غښتلې او کمزورې حافظې او علایقو په څېر فاکټورونه ټاکي. سربېره پردې، نژاد، نیکه ګان، کورنۍ، دوستان، ټولنیز او مالي وضعیت او ډېر نور څېزونه هم زموږ په کارمیکه زیرمه کې راځي. خو دا چې له دغو نتایجو څخه څه ترلاسه کېږي؛ دا زموږ په آزادې ارادې پورې تړلي دي.
د کارما یا د عمل او عکس العمل قانون، ستاسو په ټول ژوندانه کې د پلي کېدلو په حال کې دی او تاسو باید دا زده کړئ، چې څرنګه د کارما له سختو قوانینو سره جوړ راشئ. ددغه قانون له پوره او دقیق پوهېدلو څخه لاسته راتلونکې تجربې ددې لامل ګرځي، چې تاسو الهي مینه ومنئ.
او دا په دې ځای کې ستاسو د اوسېدلو اصلي دلیل جوړوي.

کورنۍ کارمیکې ډلې
په ۱۸۹۰لسیزه کې یوه ځوانه نجلۍ له خپلو شپږو خویندو او وروڼو سره، له اروپا څخه امریکا ته راغله. له آتلانتیک څخه د تېرېدلو پرمهال په بېړۍ کې رامینځته شوې تبه، ددغې کورنۍ د ټولو غړو د مړینې لامل شوه. هغوی ټول مړه شول.
دغه نجلۍ امریکې ته ورسېده، لویه شوه، واده یې وکړ او شپږ اولادونه یې دنیا ته راوړل. دا ټول د هغې د خویندو او وروڼو د ارواو بېرته را ستنېدل وه. هغوی یوه سره تړلې کارمیکي ډله وه؛ ځکه نو ټول یوځای له یو بل سره ګډ متناسخ شول.
کلونه وروسته، له دغو را لویو شویو ماشومانو څخه یو یې په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو. دغه وګړی، څلور مېاشتې وروسته، د کورنۍ د یوه بل غړي د ماشوم په توګه بیا متناسخ شو او دنیا ته یې سترګې را وغړولې. ډېریو به له مړه شوي اکا سره ددغه ماشوم شباهتونو ته آشاره کوله. دغه ماشوم چې را لوی شو. له کورنۍ سره پاتې شو. هغه به کټ مټ د خپل اکا په څېر د کور تعمیراتي چارې سرته رسولې او پر نورو به یې پام ساته.
ددغې مېرمنې یوازې دوو تنو بچیانو ودونه وکړل. دا چې هغوی له یو بل سره تړلې کارمیکي ډله وه، ځکه نو له یو بل سره اوسېدل او تر خپله مینځه یې خبرې اترې غوښتلې.
هغه مهال چې دغو ارواوو اکنکار ومونده، نو د هغوی کارما په وېلې کېدلو شوه. اوسمهال دغه وګړي، په هغو ځانګړنو او شرایطو باندې کار کوي، چې دوی یې په څو ژوندونونو کې له یو بل سره تړلي وه. هغوی دا ډول خپل معنوي ژوند مخته وړي. ښایي کارما د وېرې یوه لړۍ له ځان سره لرله. او دغو ارواوو ښایي له ژوند څخه د وېرې د لېږدلو له لامله، پېړۍ پېړۍ له یو بل سره ګډ اوسېدل.
او هغه مهال، چې عشق را څرګندېږي، ویره له مینځه ځي. عشق له ځان سره آزادي راوړي.

ښه کارما او بده کارما
د خلکو خوښېږي، چې فکر وکړي، کارما بد څیز دی. خو معنوي قانون وایي، چې د ښه او بد ترمینځ تل انډول شته دی. په حقیقت کې د بدې کارما په انډول ښه کارما هم شتوالی لري. ځکه نو ځنې وګړي کور نه لري، خو ځنې نور بسیا ژوند لري. بې کوره وګړی، ښایي ځانپالی یا مهربانه او بښوونکي وي او دغه صفتونه شتمن او بسیا وګړی هم لرلای شي. دغه بیلګه د ښې او بدې کارما د رامینځته کولو او له مینځه وړولو لپاره کشش ښیي.
د الهي عدالت مقیاس ټوله کارما په نظر کې نیسي او د هغې اندازه کول پوره دقیق دي. خبرې او کړنې د الهي عدل په وړاندې لوڅې او بربنډې دي.

یو بل ژوندانه ته نظر ور ځغلول
د ګیني هېواد یوې ډلې پلټونکو، د فرانسوي ژبې د زده کړې په موخه، د یوه کال لپاره بل هېواد ته سفر وکړ. یوې تورپوستې پلټونکې نجلۍ له یوه سپین پوستي آلماني سره ولیدل، او دواړه ډېر ژر سره ښه دوستان شول، او په دې وخت کې د هغې دوستانو د نظر په ورکولو شول.
هغوی وېل: آیا دا یوه رمناتیکه اړیکه ده؟ هغه هم له یوه سپین پوستي سره؟
هغه مهال، چې یو بېل نژاد، یا ملیت او یا هم جلا عادتونه، پر ټولنه واکمن قوانین ماتوي، زیاتره مهال له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان کېږي. د سترګو او څېرو په حرکاتو کې بدلون راځي او بې وفا دوستان خپل اصلي ماهیت را په ډاګه کوي. په لنډ وخت کې د نجلۍ دوستان له یوه سپین پوستي الماني سره، د هغې د دوستۍ په اړه، د دروغو او ډنډورو په خپرولو لاس پورې کوي. نجلۍ نغوښتل ګیني کې خپل دوستان له لاسه ورکړي. خو هغې نشول کولای له خپل سپین پوستی دوست څخه هم جلا شي. ځوانې نجلۍ د غوره پرېکړې نیولو په موخه، په معنوي تمرینونو کې مشوره وغوښته.
د معنوي تمرینونو سرته رسول اسانه کار دی. خپلې سترګې پټې کړئ، او ځان له خپلو هغو معنوي لارښوونکو سره، چې په آسانۍ سره د خپل زړه رازونه ورته را سپړلای شئ، مجسم کړئ. دغه رهمنا/لارښوود کېدای شي، مسیح یا هره بله دیني څېره وي. اکیستان له ماهانتا سره، چې د اک ژوندی استاد دی، مشوره کوي. ځکه نو ځوانې نجلۍ په خپل معنوي تمرین کې داسې غوښتنه وکړه: ماهانتا! د مهربانۍ له مخې په دې باره کې ما سره مرسته وکړه. زه څه کار وکړم؟ زه نه شم کولای له خپلو دوستانو څخه یو یې هم له لاسه ورکړم.
هغې ناڅاپه احساس کړه، چې په یوه تېر ژوندانه کې را ویښه شوې. ماشوم غېږ کې نیولی او د سمندر پر غاړه ولاړه ده.
د سمندر غاړې ته نېږدې د مریانو د لېږد لپاره یوه بېړۍ ولاړه ده، یو شمېر سپین پوستي وګړي، لګیا دي او تورپوستي وګړي په متروکو (قمچینو) وهي، چې په لیکو کې برابر شي. ټول تورپوستي په ځنځیرونو او زولنو تړل شوي دي.
د پاملرنې لپاره یو جالب ټکی: په یوه نژاد پورې تړلو رسنیو راپورونه، تل په بل نژاد باندې تور لګوي، او ددې کار پاېله ظلم او غیر انساني کړنې دي.
ډېری هغه تورپوستي، چې په افریقا کې د مریانو په توګه وپلورل شول، په حقیقت کې د یوې بلې تورپوستې قبیلې اسیران وو. بریالیو قبیلو حق درلود چې په دې اړه پرېکړه وکړي. هغوی کولای شول اسیران ووژني او یا هغوی په پیسو وپلوري او یا یې هم په کوم جنس تبادله کړي. که څه هم چې دغه تبادله ډېره غیر انساني وه، خو د لنډ وخت لپاره یې د مرګ مخه نیوله.
ځکه نو نیواکګرو او اسیرونکو هغوی د وچې (قارې) له هغو سیمو چې سپین پوستو د ملاریا او نورو ناروغیو د ویرې له لامله، هلته ګام نه شو ایښوولای، را اېستل او سپین پوستو ته یې سپارل.
په عمومي توګه د تورپوستو ترمینځ جګړه، د هغوی د خپلو خاورو دننه ترسره کېدله. وروسته به بریالیو شویو، مات تورپوستي سمندرغاړو ته وړل او د غلام په توګه یې خرڅول. هلته به دغه بدبخته ارواوې بېړیو ته خېژول کېدلې او شمالي یا جنوبي امریکې ته بیول کېدلې. دغو سمندري سفرونو ډېر بد شرایط لرل.
خو یو شمېر منتقدین تاریخي لاسوندونه له سره لیکي. کلونه وروسته، چې د پردې څټ ته ترسره شوې پېښې له یاده وتلې؛ هغوی تاریخ بدلوي. بلواګر پېښو ته داسې بدلون ورکوي، چې هغوی له اوسنيو سیاسي او شخصي شرایطو سره برابر کړي. له دغو ادعاګانو څخه یوه یې داده، چې ټول قضاوت او ټوله بېرحمي یوازې یوې ډلې خلکو پورې اړه لري. د تاریخ دا ډول بدلول یو ډول تېروېستل دي، چې نوې شخړې او کشالې رامینځته کوي.
په یاده شوې د تېر ژوندانه په دغه تجربه کې، سپین پوستي وګړي، هغه تورپوستي وګړي بېړیو ته خېژوي او هغې ماشوم په غېږ کې نیولی او په له اوښکو ډکو سترګو ددغې صحنې ننداره کوي. د هغې د ژوند ملګری هم په دغو مریانو کې شامل دی. هغه د مریانو رییس ته زارۍ کوي، چې خیر دی زما خاوند را آزاد کړئ. موږ یو بچی لرو. خو د هغې زارۍ او غوښتنه په قهه قهه خندا سره ځواب کېږي.
هغه مهال، چې د مریانو وروستۍ لیکه هم بېړۍ ته ننوېستل شوه، په وروستۍ شېبه کې د هغې خاوند چیغه کړه: «که موږ په دې ژوندانه کې بیا یو بل سره ونه لیدل؛ نو خامخا به په نورو ژوندونو کې یو بل وینو.»
په دې توګه د ګیني هېواد ددغې اکیستې پام شو، چې له دغه سپین پوستي الماني زده کړیال سره د هغې دغه لیدنه او کتنه، او بیا د هغوی ترمینځ د داسې قوي اړیکې رامینځته کېدل یوازې یو تصادف نه دی. دغه په تېرو ژوندونونو پورې یوه تړلې رابطه وه. هغې دا راز یو بل په زړه پورې ټکی هم وموند، هر مهال به چې سپین پوستی له هغې سره وه، کټ مټ د افریقایانو په څېر چلند به یې کاوه. هغه د افریقایانو په څېر خبرې کولې، هسې به په لاره تلو او کټ مټ هغو په شان چلند به یې کاوه.
نجلۍ به تل په دې چرت کې وه، او حیرانه به پاتې شوه، چې دغه ځوان سړي دا هرڅه چېرې زده کړي دي؟ هغه مهال چې دغه دروني تجربه پای ته ورسېده، ماهانتا هغې ته ووېل: « ستا دغه اوسنی دوست، په تېر ژوند کې ستا خاوند وه.»
په پای کې هغه ددغې قوي اړیکې په دلیل پوه شوه، او له دغو دوستانو سره، چې هغې ته تل په سختې لهجې سره وایي، «ته نوره باید له دې سپین پوستي سره ونه لیدل شې، او خلک به څه وایي!» له هغو سره یې هم دوستي پالله.
دغه انتقاد په حقیقت کې د ټولنیز وجدان غږ دی. دا د انسان یوه ځانګړنه ده، چې هڅه کوي، د ټولنې هر وګړی، د ځان سطحې سره برابر او یو شان ودروي. هغه له هغو سرونو څخه چې له ټولنې او جمعیت څخه لوړ دي، کرکه کوي. او هڅه یې داده، چې ټول وګړي په هغه ټولنیزه، اقتصادي او یا فلسفي سطحه کې چې خپله دی، وساتي. دغه ټولنیز وجدان یو پیاوړی همسطحه کوونکی دی. ددغې چارې معنوي زیان، د وګړو فردي شخصیت ته د شکل ورکولو په کار کې له غیر عقلاني تعصب څخه سرچینه اخلي.
له دغې معنوي تجربې وروسته، هغې د خپلو پخوانیو دوستانو پر شاوخوا کرښه را تاو کړه؛ دا ځکه چې له سپین پوستي آلماني دوست سره ددغه ځواکمن احساس سرچینه یې موندلې وه. هغه د پخوا وختونو یو خوږ دوست وه.

د سفر ګټې
هغه مهال، چې تاسو یوه نوي ځای ته سفر کوئ، ښایي خوبونه مو په هغې سیمه کې ستاسو تېر شوي ژوندونونه در وښیي. دغه خوبونه، د خپلو عادتونو، علایقو او وېرو په اړه ستاسو پوهه او اګاهي زیاتوي. خوبونه هغه څه، چې پېړۍ پېړۍ دمخه رامینځته شوي او بیا له مینځه تللي وي؛ ښکاره کوي. په دې توګه سفر د هغو بنسټونو چې تاسو سره په اوسني شخصیت اوښتلو په کار کې مرسته کړې، د بیا لیدلو لپاره یو غوره فرصت دی. ځکه نو سفر وکړئ او د سفر پر مهال هوښیار اوسئ.

د تېرو ژوندونونو درسونه
په اک کې د خپل ژوند پر لومړي کال مې دا چانس تر لاسه کړ، چې خپل ډېر شمېر تېر ژوندونونه له سره وګورم. یو شمېر له هغه ژوندونونو زه ښاد کړم؛ خو یو شمېر نورو یې، لکه د هدفونو ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو له لاسه ورکول، او هغو خاطرو، چې د خوښۍ لپاره یې څه نه لرل؛ زه ناښاد کړم.
خو له دې سره سره، هر ژوند؛ حتا ناکامه ژوندونونه، د تاسو د معنوي طبیعت د لا غوره درک لپاره تاسو ته غوره درک در په برخه کوي. تاسو د یوه معنوي موجود په توګه د ځان په اړه ډېر څه زده کوئ.
روح تلپاتې او ابدي دی. هغه پېل او پای نه لري. اروا (تاسو) وجود لرئ؛ ځکه چې خدای تعالی پر تاسو عاشق دی او د اکنکار د فلسفې لنډیز همدا دی. په دې ژوندانه او نورو تېرو ژوندونونو کې زموږ تېروتنې، په یوه سخت پوټکي کې ایسار شوي قیمتي غمي د صیقلولو دنده ترسره کوي.
د ابدي وجود په توګه له روح څخه د اکنکار تعریف، یو ډېر باوري تعریف دی. په بې زمانه دنیاګانو کې خلق شوی روح، له زېږون دمخه شتون درلود او له زمان او مکان څخه لوړ دی. خدای تعالی د زمان او مکان له دنیاګانو دمخه روح پېدا کړی. روح د تجربو زیاتولو په موخه له پورته دنیاګانو څخه ځمکې ته راځي. هغه د هغو ټولو ژوندونونو وارث دی، چې ده ته یې د زده کړې لپاره ډېر فرصتونه په لاس ورکول.
درې راوروسته کیسې هم د «له ځمکې تر خدایه پورې؛ مهرباني وکړئ ننوزئ» لومړی او دویم ټوک څخه را اخیستل کېږي. دینس کالهون، دبي کاپلان او بورلي فاستر ته غوږ کښېږدئ او ووینئ، چې د هغوی کارما څه ډول پای ته ورسېده.
 

نوره بیا

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۱          سال نهــــــــــم                      میزان    ۱۳۹۲                اول اکتوبر   ۲۰۱۳