کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

 

۲

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

 

 

 

 

 

 
 

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس

 

 
 

   مخامخ خبرې
ماهانتا چې د خوب استاد هم دی، له خوبونو په ګټې اخیستلو سره، د معنوي درسونو زده کړه ورکوي. دا کار به تر هغې روان وي، چې پلټونکی د روح د سفر له لارې، په جنتي دنیاګانو کې، له استاد سره مخامخ لیدلو ته چمتو شي. په علي طبقه (د خاطراتو او کارما ټاټوبی) د چلا (معنوي زده کړیال) د کارما له مینځه وړلو لپاره، استاد له خوب څخه ګټه اخلي. کله ناکله خوب یو داسې تېر ژوند ښیي، چې پر اوسني ژوند باندې اغېز پرایښی. هغه فیلترونکې پرده، چې د تېرو ژوندونونو خاطرې زموږ له نظره پټوي، په خوب کې لېرې کېږي، او په دې توګه خوب لیدونکی موقع مومي، چې هغه تېر ژوند ته ځغلنده نظر وکړي.
په خوب کې د معنوي زده کړو ترڅنګ نورې پېښې هم را مینځته کېږي. د خوب استاد کولای شي، د سمبولونو له لارې وګړي ته د هغه د روغتیایي حالت په اړه ځنې ټکي څرګند کړي. تر رواني یرغل لاندې خوب لیدونکی به زده کړي، چې پر ده باندې تورې کوډې دده د خپلې اجازې له مخې شوي دي. په لنډه توګه وېلای شو، چې رواني یرغلونو، د خوب لیدونکي د معنوي کمزروتیا له لارو د هغه دننه لار موندلې. د اک ژوندی استاد (د خوب استاد) ماهانتا، موږ ته را زده کوي، چې څه ډول خپل دفاعي ځواک غښتلی او په یوه ځواکمن سنګر واوړو.
دې ته په کتو سره، خوب د دروني استاد لپاره وګړي ته د زده کړه ورکولو آسانه لار ده؛ ځکه چې خوب لیدونکې د خوب لیدلو پر مهال، له زیاتره ناګاهانه وېرو ډډه کېږي.
ډېری مهال، له راویښېدلو سره خوب وګړي ته تازه وي؛ خو دا چې هغه ډېر عادي او آسانه په نظر راځي؛ ځکه نو وګړی خپل خوب هېروي.
وګړی پر داسې حال کې باید په ځان کې دغه دروني نظم را مینځته کړي، چې پرته له څه ځنده خپل خوب، که په ظاهره ډېر بې اهمیته هم وي، بیا یې هم باید ولیکي. هغه څه مو چې په خپل دفتر کې لیکلي، یو ساعت یا څه مهال وروسته ولولئ. او ښایي پر داسې مهال، د خپلې لیکنې په اړه حیران پاتې شئ. له لیکلو یوه مېاشت وروسته د خوب د راپور لوستل ښایي سړی لا حیران کړي.
د نویو خوبونو د لیدلو لپاره یوه ښه لاره سفر کول دي. نوی ځایونو ته سفر کول، خوب لیدونکی د اګاهۍ په لوړو شرایطو کې ودروي. هرڅه نوي او له پخوا متفاوت دي. د میز د سر ساعت د کور وګړي پر وخت را ویښوي. نظافت او د جامو وینځل دومره عادي او آشنا کارونه دي، چې د وګړي لخوا په خپلسر تر سره کېږي. ورپسې د موټر چالانول او کارځي ته تلل هم داسې در واخله. په دې کارونو او بوختو کې د خوب د موادو برابرولو لپاره هېڅ څېز نه شته او که څوک له وګړي وغواړي، چې د خپلې هستوګنې د سیمې د واټ دریېم کور توصیف کړي؛ نو آیا هغه به دا کار وکولای شي؟ لوی اټکل دادی، چې نشي کولای. دا ځکه چې دا هرڅه ډېر معمولي په نظر راځي. په تکراري ورځني ژوندانه کې د نویو او بل شان خوبونو د لیدلو لپاره، ذهني پردې ته د ټکان ورکولو او وګړي راوېښولو لپاره ډېر مناسب فرصتونه نشته؛ په دې توګه وروستۍ پاېله داده، چې ډېر لږ وګړي د خوبونو په یاد ستالو وړتیا او وس لري.
د خوب عادي حالت ډېر طبیعي او ساده دی. د خوب دنیا د خوب لیدونکي له ورځني ژوندانه سره په داسې هنرمندۍ اختلاط موندلی، چې خوب لیدونکی له را ویښېدلو سره سم داسې حس کوي، چې ګڼې خوب د یاددښت کولو ارزښت نه لري؛ او چې بیا په پاکۍ، صفایۍ او د جامو په اغوستلو شو؛ نو ټول خوب یې هېرېږي. نو په راروانه کې د خپل خوب د بیا کتلو او موندلو لپاره، د هغه څو مهم ټکي یاددښت کړئ.

د خوب تر ټولو آسانه تخنیک
تر ټولو آسانه تخنیک چې زه یې په یاد لرم، دادي، چې ووایئ: ماهانتا تاته اجازه درکوم، چې زما د معنوي ګټو لپاره، ما د طلایي خرد معبد ته بوځئ. هغه مهال چې د اک زده کړیال وم، نو ډېری مهال مې په لوړو دنیاګانو کې د نویو ځایونو د لیدلو لپاره، له دغه تخنیک څخه کار اخیست.
پاېله یې که په شپو کې له خوب دمخه ووېل شي، غوره به وي. دا د یوه ذهني دستور په توګه په نظر کې وساتئ. دروني استاد ته اجازه ورکړئ، چې تاسو د اګاهۍ درسره مناسبو سطحو ته بوځي. ورپسې بیا پرېوځئ. په سبا ورځ يې وګورئ، چې له خپل خوبه څه شی-ولو که ډېر مبتذل هم په نظر درځي- په یاد راوړئ که نه؟ ورځنی تمرین له تاسو سره مرسته کوي، چې له خپل انساني کالبوت څخه د بهر اوسېدلو د زمان زیاته برخه په یاد راوړئ.

په خوب کې محافظت
هغه ځوانه مېرمن، چې دلته یې «پاتینس» نوموو، په یوه افریقایي هېواد کې اوسېږي. هغه په پنځه ویشت کلنۍ کې له ځان څخه د عمر له پلوه مشر سړي (ویکتور) سره اړیکه پېدا کړه. دغه اړیکه د یوې متقابلې شدیدې علاقې له مخې رامینځته شوه؛ خو څه مهال وروسته یاده مېرمن د خپل را روان ژوند په اړه په فکر کې شوه.
هغې له ځان سره فکر وکړ: زما څومره خوښېږي، چې واده وکړم. سره له دې چې پر دغه سړي ډېره ګرانه یم؛ خو دا هغه څوک نه دی، چې زه دې وغواړم پاتې ژوند ورسره تېر کړم؛ ځکه چې د هغه مینه ډېره ځان غوښتونکې ده.
ویکتور احساس کړه، چې هغه غواړي دغه اړیکه پای ته ورسوي. ځکه یې نو په تورو کوډو لاس پورې کړ. تورې کوډې د افریقې کې، یو قوي او حقیقي ځواک دی.
ښایي په لوېدیز کې خلک په دې باندې، چې تورې کوډې یو واقعي ځواک دی، وخاندي؛ خو افریقایان په دې اړه ښه پوهېږي. که کومه ورځ افریقا ته ولاړ شئ، او یو کوډګر تاسو لعنت کړي؛ نو له دغه لعنت څخه خلاصېدل یو څه ستونزمن دي او ښایي ستاسو په شخصي ژوندانه کې لیونۍ کوونکې پېښې رامینځته شي. له دغه موقعیت څخه د ژغورل کېدلو یوازینۍ لاره، د خدای تعالی د سپېڅلی نوم، هیو زمزمه کول دي. دغه نوم ټولو زمزمه کوونکو وګړو ته ساتونکی سپر جوړوي؛ ځکه چې ستاسو د ساتونکي؛ یعني الهي روح په وړاندې ستاسو زړونه پرانیزي.
په دغه ځانګړي مورد کې تورکوډو زیات قوت درلود. پر پاتیس باندې د ویکتور لخوا ددغه ځواک له متمرکزولو لږ وروسته، هغې به د شپې لخوا کابوسونه (ویرونکي خوبونه) لیدل. ویدېدل ډارونکي شوي وه او پاتیس له ویدېدلو وېرېده.
د تصادف له مخې، پاتیس خپل یوه اکیست دوست ته د کابوسونو کیسه وکړه. دوست یې مشوره ورکړه، چې ډېر پام وکړي؛ ځکه چې دا چاره کېدلای شي هغې ته زیان واړوي؛ خو د دې وضعیت په وړاندې د خوندي کېدلو لپاره یوه لاره شته، او په دې توګه پاتیس هیو او د هغې زمزمه کول زده کړل.
د پاتیس دوست ورته ووېل، چې نن شپه چې د خوب بسترې ته ولاړې، هیو زمزمه کړه او د زړه له کومې ورباندې باور وکړه. زه به هم د خوب پر مهال دا کار وکړم.
ویکتور هڅه وکړه، چې د هغې شپې په خوب کې هغې ته زیان واړوي؛ خو پاتیس د هیو په زمزمه کولو پېل وکړ او د ویکتور حمله ودرول شوه. ویکتور ددې وس نه درلود، چې د الهي روح ساتونکی دیوال ونړوي. ورو ورو د هغه انځور له مینځه ولاړ او پای کې د پاتیس له خوب څخه ورک شو.
د هغه له ورک کېدلو سره سم یوه ډله سړي را څرګند شول. ټولو سړیو سپینې چپنې اغوستې وې، خو یوه یې د آسمان په رنګ آبي چپن اغوستې وه.
پاتیس په اندېښې سره داسې تصور کړه، چې هغوی د ویکتور دوستان دي. «اووو...هغوی تور کوډګر دي، چې غواړي پر ویکتور باندې راغلي حالته له لامله له ما غچ واخلي».
پاتیس، له ځانه د ساتنې په موخه، بیا د هیو په وېلو پېل وکړ او په پوره حېرانۍ سره سړیو هم د هغې ملګرتیا وکړه. آبي چپنې والا وپوښتل: هېو دې له چا زده کړ؟
هغې ځواب ورکړ: له ګاونډۍ څخه.
په سبا ورځ یې پاتیس د ګاونډي د کور ور وټکاوه او خپل خوب یې ورته ووایه او ګاونډي ووېل، چې تا د دروني استاد، ماهانتا لیدلای دی.
څه مهال وروسته پاتیس دویم خوب ولید. په خوب کې ورته د یوې څېرې نقاشي را څرګنده شوه. څېره په طلایي رنګونو کې پوښتل شویو صورتونو ته ورته وه، چې ورته کتلو آرمتیا را مینځته کوله. خو پاتیس چې پر هغې څېرې خپل ټول حواس راټولول؛ څېره ورکه شوه.
په سبا سهار یې پاتیس بیا ګاونډي دوست کره ولاړه او د نوراني څېرې کیسه یې ورته وکړه او بیا یې هماغه ځواب واورېد: تا بیا استاد لیدلی دی.
اکیست دوست یې پر هماغه مهال، مینیاپولیس کې د اک د معنوي مرکز پته هغې ته ورکړه او لږ څه وروسته زما د مېز پر سر د پاتیس لیک ایښی وه، په هغه کې یې لیکلي وه: مهرباني وکړئ، ما ته د اک په اړه معلومات را واستوئ. هغې لیکلي وه، چې هیو د هغې لپاره په کوډګره کلمه بدله شوې. او د هغې ژوند ته یې داسې لوری او هدف ور بخښلی، چې تر اوسه یې نه درلود.
ټول انسانان، هر زمان، هره ورځ، په هرځای کې، د الهي روح تر سیوري لاندې ژوند او فعالیت کوي. او د خوب سفر، ناپایه الهي خلقت په لور، چې د زمان او مکان ټول لیدل شوي او نه لیدل شوي جهانونه په کې شامل دي، هغو ته د ننوتلو ټکټ دی.

د ویدېدلو پر مهال خپل ځان ووینئ
شپه مهال له خوب دمخه پر تخت وغځېږئ. خپل د ویدېدلو پړاونه وګورئ. د دواړو وروځو ترمینځ، پر خپله معنوي سترګه تمرکز وکړئ. همداسې چې ستاسو کالبوت آرامېږي، او ورسره مو ذهن هم آرمتیا ته ځي، په نظر کې مو بدلون راځي. دغه ټول پړاونه، ویدېدل حسابېږي. خو تاسو هڅه وکړئ، چې خپله هوښیارتیا وساتئ. وګورئ، چې څرنګه مو له افکارو سره یو ځای کالبوت هم آرامېږي. ډېری مهال د اورېدلو حس وروستی هغه وي، چې د انسان هوښیاري پرېږدي. هڅه وکړئ، چې د خوب او ویښې ترمینځ حالت مو درک کړئ او د ویښې او خوب ترمینځ حالت کې آزاد او راحت واوسئ.
پر داسې مهال تاسو د اګاهۍ په لوړ حالت کې په خوب ځئ. چې د ذهني بینایۍ په زیاتې روڼتیا سره د تشخیص وړ ده. دا نااګاهانه او مبهم ذهني حالت ته ورته نه دی؛ بلکې د اګاهۍ نوې او ډېره راضي کوونکې بڼه ده. د اګاهۍ دغه لید کېدلای شي څو شېبې او یا هم څو ساعتونو لپاره وغځېږي او په زیات تمرین سره کېدلای شي ټوله شپه پاېښت ومومي.
ددغې روشن بینۍ لپاره باید ډېر احساساتي نه شئ او باید دا هم هېر نه کړئ، چې د نیمه خوب په حالت کې یاستئ. پر داسې حالت کې څه پېښېږي؟ په فزیکي کالبوت کې د هوسا کېدلو پر مهال، روح په خپل اصلي ځای یعني آتما ساروپ کې را ویښېږي او پر داسې مهال آزاد یاست، چې په ابدیت کې؛ هلته چې د مرګ سیوري ته لاره نشته، سفر وکړئ.
دا د معنوي آزادۍ یوه برخه ده، چې په اکنکار کې یې په اړه خبرې کېږي.
او «بت» او «دوروتي» ته غوږ شئ، چې د خپل خوب د تجربو په اړه خبرې کوي. د هغوی د خوبونو معنوي لیدلوري، د هغوی ستونزې له مینځه وړي. دواړه کیسې د «له ځمکې تر خدایه پورې، مهرباني وکړئ ننوځئ، دویم کتاب څخه غوره شوي دي.

د په زړه پورې ژوند راز: د بت ريچاردز
هرڅه په یوه همیشني؛ خو ټوټه ټوټه خوب سره پېل شول. په خوب کې مې خپل ځان لیده، چې په دنده کې مې نوې پروژه پېل کړې وه. ما خوب یاددښت کړ خو حیران وم، چې آیا دغه پروګرام د ترسره کېدلو وړ دی که نه؟ څه مهال وروسته ما او رییس مې په خوب کې د لیدلي پروګرام د پلي کېدلو په اړه بحث وکړ.
د شرکت د کارونو په لیست کې د خپلې طرحې د ایښوولو د اجازې په تر لاسه کولو سره زه خوښ وم، چې ومې کولای شول د خپل خوب لاره ونیسم او په دې توګه مې له دروني استاد، وازي څخه مننه وکړه.
پر همدې مهال زما خوبونو بدلون وموند. خوبونو په مخکې پرتو خنډونو او ستونزو په اړه ما ته خبرداری راکاوه. څو مېاشتې وروسته زه په رخصتۍ ولاړم او هلته مې خوبونه روښانه او واضح شول. یوه خوب له ځان سره ګیج کوونکی پیغام درلود. دغه خوب ما د خپلو ورځنیو خوبونو په دفتر کې داسې ثبت کړ:
رییس مې په پوره امید او زغم سره دې ته انتظار وه، چې زه خپل کار خوشې او شرکت پرېږدم. زه هغه ته ورغلی وم او پوښتنه مې کوله، چې آیا چمتو دی، زما همکارانو ته خبر ورکړي، چې زه به د راروانې مېاشتې له پېله کار ته نه راځم؟
له هغه سره د خبرو پر مهالو د تشویش یوه لویه څپه را باندې راغله. ما بل هېڅ کار نه درلود. څرنګه مې کولای شول، خپل پورونه ورکړم. وروسته یوه غږ را ته ووېل، چې زه د وېرې په تجربه لیګا یم. او ادامه یې ور کړه، چې د وېرې لپاره هېڅ ځای نه شته. زه له زیاتې خوښۍ هوا ته الوتم؛ ځکه پوه شوم، چې په ژوند کې مې بل ګام پورته کړ.
د راویښېدلو پر مهال ګیج وم. ما په خپلو تېرو خوبونو باور کړی وه، او نوي پروګرامونه مې پېل کړي وه. په شرکت کې هېڅوک زما د تر لاس لاندې کارونو له جزیاتو څخه سم خبر نه وه. که الهي روح نه غوښتلای، چې زه دې په دې شرکت کې کار وکړم؛ نو ولې یې ددغو پیچلو پروژو د سرته رسولو په لور زما لارښوونه کړې وه؟ آیا زما خوبونه رښتیني وه؟ څنګه مې کولای شول، خپل رییس، چې پر ما یې باور کړی وه، په نیمه لار کې خوشې کړم؟ او تر ټولو مهمه دا چې پرته له کاره ما څرنګه ژوند کولای شوای؟ د لومړۍ مېاشتې یوه اونۍ لا پاتې وه، او ما د حماقت او بې ثباتۍ احساس کاوه.
پرېکړه مې وکړه چې پرته له څه کار کولو، انتظار واوسم او اجازه ورکړم، چې خوب د ویښې په دنیا کې را ښکاره شي. ورسره هممهاله زه د نښو نښانو لیدلو لپاره پوره هوښیار شوی وم. وروسته بیا په کار کې په تدریجي بڼه شخړې را ښکاره شوې. له ځواکمنې اداري کومېټې سره زما څو برخوردونه ددې لامل شول، چې یو له هغو ووایي: که له موږ سره همکاري ونه کړې، مجبورېږو چې تا وباسو.
له هغې شېبې وروسته مې حس کړه، چې په شرکت کې د څو تنو تر یرغل لاندې راغلی یم. حتا رییس مې هم د نورو تر اغېز لاندې، په نه غوښتي بڼه، د یوه دښمن په بڼه را څرګند شوی وه.
پنځه مېاشتې وروسته شرایط د نه منلو شول. زما خوب رښتیا شو. ما احساس کړه، چې الهي روح وایي، چې تا ته نو نور په دې کسب کې اړتیا نشته او د تا شتون ددې ځای تعادل له مینځه وړي. ځکه نو ما ځان زړور کړ او د رییس دفتر ته ننوتم. موږ د شرایطو په باره کې خبرې وکړې. په همدې مهال ما شرایط غنیمت وګڼل او له ګوښه کېدلو دمخه مې د خپلو خوبونو په اړه له هغه سره خبرې وکړې.
رییس مې، چې زما د الهاماتو په اړه حیران شوی وه، ووېل: بټه، ته ډېر هوښیار یې. له دې زیات څه نه شم ویلای. خو ددې ځای د پرېښوولو د پرېکړې کولو په اړه ته پوره بر حقه یې. او وروسته هغه په متفکرانه انداز زیاته کړه: نه پوهېږم ولې؛ خو ته تل را باندې ګران یې. خو نه پوهېږم ولې نور په دې شرکت کې ستا پر خلاف دي. په پای کې موږ پرېکړه وکړه، هر مهال، چې زما ځایناستی پېدا شو، زه به ګوښه کېږم او ما قول ورکړ، چې تر وسه وسه به دغه چاره اسانه کړم. له هغې شېبې زه او رییس مې ښه دوستان وو.
اونۍ تېرې شوې، خو نه زه او نه شرکت له یو بل څخه جلا شوو. له بلې خوا زه د نوي کار په موندلو کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ شوی وم. داسې تره نظره کېدل، چې ټول زما د ځایناستي په پېدا کولو کې هسې ورځ تېروې. د مشتریانو لپاره را پیدا کېدونکو مشکلاتو هم زما ګوښه کېدل څټ ته غورځول.
داسې په نظر راتلل، چې څو تنه په شرکت کې زما پاتې کېدل غواړي. خو هیچا، هیڅ نه وېل. داسې په نظر راتلل، چې ټول څار دي، چې له دې ځایه د تللو په اړه زما نظر بدلون وکړي. خو زه تر بیروني او دروني فشار لاندې وم او نه مې شول کولای، چې له دغه را باندې ګران کار او هغو مشتریانو، چې په صمیمانه ډول یې په خدمت بوخت وم؛ د پرېښوولو په اړه پرېکړه ونیسم. ددغه آسانه او را باندې ګران کار د پرېښوولو په اړه زما پرېکړه، په رښتیا چې د تعجب وړ وه. آیا زه د یوې بدې پېښې په لور د تللو په حال کې وم؟
نور هم زما په شان له شرکت څخه شړل شوي وه، او له دې لامله مشترکینو ته تاوان اوښتی وه. آیا غوره نه وه، چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په مبارزې سره ،دا کار مې پای ته رسولای وای؟ هر مهال به چې شک را پیدا شو؛ نو قهر او غوسه به زما دننه په حرکت شول.
په دې اړه، چې څه کولای شم؛ ما له څو وکیلانو سره سلا مشوره وکړه. دروازې یوه په بله پسې تړل کېدې. خو چې رښتیا خبره شي، نه مې غوښتل په کوم قانوني اقدام لاس پورې کړم. دغه کار ماته هم له مالي او هم له رواني پلوه زیان را واړاوه. سربېره پردې «د ژوند په را روانو قدمونو کې، د ښادۍ په لور تلل» تل زما دننه تکرارېدل.
هره ورځ مې پردې موضوع مراقبه کوله او تل مې دغه ځواب او حس تر لاسه کاوه: ولاړ شه!
په پای کې د قهر او وېرې له احساس سره سره، د یوه لږ زیرکانه پرېکړې له مخې، دې پاېلې ته ورسېدم، چې سوله ییزه حل لاره تر ټولو غوره حل لاره ده. پردې مې باید باور کړی وای، چې اک زما لپاره تل تر ټولو ښه څېزونه غواړي. زما پخواني خوبونه ډېر لږ زما د ماتې سبب شوي وه.
پای کې مې وروستۍ نېټه وټاکله. له دې سره سره، چې د خپلې راروانې په اړه زړه نازړه وم؛ خو شرکت مې د دوو مېاشتو لپاره پرېښود. زما ایمان له چلنج سره مخ شو. رییس مې زما لپاره ډېره غوره پېژندپاڼه راکړه او ما یې په بدل کې یو مننلیک ورته ولیکه او د اکنکار دوه کتابونه مې هم ورته ډالۍ کړل، دغو کتابونو هغه ډېر خوښ کړ.
چلند مې بدلون وموند او ددغې چارې په اړه مې لید لوری ډېر مینه ناک شو. په خپله خونه کې مې هرڅه پاک او مرتب کړل او له ما سره په مبارزه اخته دوو وګړو سره ما روغه وکړه.
د ټاکلي مهال په را رسېدلو سره مې، په ډېرې آسانۍ سره د کار دغه ځای پرېښود له دې سره په خوا کې، په ډېرې حیرانۍ سره شرکت د دوو اونیو په ترڅ کې، له دندې د ګوښه کېدلو حقوق راکړل.
د کار له پرېښوولو دوه اونۍ وروسته مې نوی کار وموند او بیا مې هم په پوره خوښۍ او رضایت سره د خپل ژوند بل پړاو پیل کړ.
او د سري هارولد کلمپ دغه جمله په غوره توګه درک کولای شم، چې وایي: موږ باید په ښه شان او له الهي روح سره په همغږۍ کې ژوند وکړو.

په خوب کې شفا: دورتي توماس
د یوه کال په ترڅ کې، زموږ په کورنۍ کې، د مړېنې درې پېښې وشوې. او د نوي کال په شپه هم په ناڅاپي او ډېره خواشینونکې توګه زما ورور مړ شو. د بل چا د مړینې تحمل مې نه درلود.
خاورو ته د ورور د سپارلو په شپه مې له دروني استاد څخه وغوښتل، چې را روانې ورځې تېرې کړای شم. په هماغه شپه، مې له خپل ورور سره، د نڅاه په یوه لوی او سپین رنګي تالار کې لیدنه وشوه، د خوب استاد راته کتل او موږ دواړو نڅاه وکوله.
په سبا ورځ یې ما دننه د آرامۍ احساس کاوه او دغه احساس زما زړه ته قوت را کاوه، چې په پوره اعتماد سره، خاورو ته د ورور سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړم.
خاورو ته سپارلو د مراسمو له پای ته رسېدلو وروسته، لږ وځنډېدم او له خپل ورور سره یوازې شوم. دوه ورځې دمخه مې د ورور د شتمنیو د مرتبولو ټول کارونه سرته رسولي وه؛ خو لا هم یو څه کارونه پاتې وه.
د څیزونو د منظمولو پر مهال، د مور غم او خواشیني زیاته شوه او دې کار زه هم له پښو وغورځولم. د مور د آرامولو پر مهال به خوب بېرته را په یاد شو. ما څرنګه کولای شول، هغې ته ووایم، چې د ناراحتۍ لپاره هېڅ دلیل نشته او د ورور حالت ښه دی؟ او دا هم ووایم، چې هغه خوشحاله دی.
هغې ناڅاپه ژړا ودروله. د ورور خونې ته ولاړه. کښېناسته او خپل سر یې په دواړو لاسونو کې ونیوه. زه یې له څنګ سره کښېناستم. د بیچاره ګۍ او بیهودګۍ احساس مې درلود.
په پای کې یې مخ ما ته راواړاوه او په ګونګو کلمو سره یې ووېل، چې په دې ورځو کې ټول پېښ شوي څه یې هېر کړي. ما په آرامۍ سره د وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړې او بیا هغې خپل سر د تایید په توګه وخوځاوه. خو هلته داسې څه پېښ شوي وه، چې زما د لیدلو او درک له حده لوړ وه، ځکه مې له مور څخه وغوښتل، ووایي، چې څه یې لیدلي یا حس کړي؟
مور په پوره حیرانۍ سره ووېل، څو شېبې دمخه یې داسې روښانه او واضحه صحنه لیدلې، چې هغه یې له زمان او فزیکي واقعیت څخه لېرې کړه.
هغې ووېل: پلار او څو نور مړه وګړي مې ولیدل. هغو له خوښیو ډک جشن نیولی وه. له هغو سره مې آن ستا د ورور غږ واورېد، ورور دې له هغوی سره یوځای کېده؛ خو خپله مې ونه لیده. وروسته یې بیا له ما سره خبرې وکړې.
مور ته د کتلو او د هغې د غږ اورېدلو پر مهال، زه ددغې تجربې حقیقت ته متوجه شوم. د هغې څېره روښانه شوې وه او ژوره آرامتیا یې له وجود څخه احساسېدله. نور پوهېدلم، چې د ورور په مړینه کې دروني استاد نه یوازې له ما سره؛ بلکې له نورو هغو کسانو سره، چې مینه مې ورسره کوله، مرسته کړې.

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۵         سال نهــــــــــم                      قوس   ۱۳۹۲                اول دسمبر   ۲۰۱۳