په دښته کې نرۍ لاره د ښار دروازې ته ورغځېدلې وه، مرید او ببرسری پیر یې
ښار ته روان وو، چې ناڅاپه لوی لښکر ورنږدې شو، د لښکر مشر یو لوی میرغضب
و، له قهارو سترګو څخه یې وینې توېیدې، لښکریانو تورې، نیزې او غشي نېغ
نیولي وو، پیر له لښکر مشر څخه وپوښتل: چیرته ځئ ؟
قهار وژونکي ځواب ورکړ:
ورځو، چې د دې ښار ټول وګړي ووژنو، دوی زموږ واک نه مني.
ببر سري کټ کټ وخندل :
چې ټول ووژنئ نو بیا به خپل واک پرچا ومنئ؟
دومره څوک خو ژوندي پریږدئ، چې ستاسو واکمني پرې جوړه شي !
مرید هم موسک شو او ایله یې پر دغه راز سرخلاص شو، چې پاچاهي پر ژوندیو
کیږي، نه پرهدیرو !
( مرید نامه )
ښار نیم ودان و او نیم وران. چې ماښام شو، د ښار په
ودانه برخه کې د ساز وسرود غږ شو، په میخانو کې رڼا ګانې بلې شوې، په کوڅو
کې ځینو ښاریانو نڅا پیل کړه، خود نیمايي وران ښار دخلکو دژړاوو غږ پورته
شو. ښځو په کریغو کریغو ژړل او نارینه وو خپلې ږیرې شکولې. عجیبه وه، یو
ښار و، خو نیمو ښاریانو ګډل او سازونه یې غږول، نیمایي نورو ماتم نیولی و
او کریغې یې وهلې، د نیم وران ښار ماشومان کوڅو ته راوتلي وو، د نیمايي
ودان ښار جشن ته یې خولې خلاصې پاتې وې، دا ماشومان وږي وو او د جشن له
سیمې څخه د کبابونو او چرګانو بوی دوی ته عجیب ایسېده.
مرید خپل ببرسری پیر وپوښت :
یا دستګیره پیره دا څه راز دی؟
پیر کړس کړس وخندل، پر ملا کوږ وږ شو:
کلونه وړاندې د اوسني ودان ښار خلک د اوسني نیمايي وران ښار د اوسیدونکو له
لاسه له ښاره وتلي وو، پردیو ورته وسلې ورکړې او پر ښار راننوتل، بیا یې نو
له نیمايي ښار څخه کسات پیل کړ، ویې وژل، لوټ یې کړل او بې عفته یې کړل. د
دوی هرڅه یې راوړل او دلته یې پرې ځانونو ته ماڼۍ ودانې کړلې. دوی پر همدغې
ورځ پر ښار راننوتلي وو، پرهمدې ورځ یې لوټ او وژنې پیل کړې وې، همدا ورځ د
لوټمارو د ابادۍ او مړښت د پیل ورځ وه. هغه ورځ چې ورور د خپل ورور وینه
تویې کړه او د تره زوی د خپل تربور کور لوټ کړ.
بس له هماغې ورځې راهیسې نیم ودان ښار جشن نیسي او نیم وران ښار ماتم. دا د
دوی د هرکال عادت دی. د ودانو ماڼیو اوسیدونکي د خپلې سوبې جشن نیسي او د
نیم وران ښار وږي ښاریان د خپلې تباهۍ کالیزې ته ژاړي. د ماڼیو اوسیدونکي
د کنډوالو خلک کافر ګڼي او د کنډوالو غمځپلي د ماڼیو اوسیدونکي غله، قاتلان
او د پردیو غلامان بولي.
د ښار دواړه برخې ټول کال لګیا وي، نیمايي جشن ته او نیمايي نور ماتم ته
ځان چمتو کوي، د دغو ښاریانو ټول عمر په همدې ناندریو کې تیریږي، هېڅوک د
ښار د راتلونکې لپاره هڅه نه کوي.
دا ښار د جشنونو او ماتمونو ښار نومیږي.
( مرید نامه ) ۳۱
ماښام تېر و، چې د تیارو ښار ( تاریکاباد) ته ورننوتل، ښار ټول تیاره و.
په کورونو کې څراغونه نه ښکارېدل. دلته د سپوږمۍ رڼا هم نه وه، سپوږمۍ له
دې ښاره په غلا تېرېده او په اسمان کې ستوري هم بخیل ښکارېدل، ښايي نه یې
غوښتل دې ښار ته رڼا ورکړي.
مرید وپوښتل :
پیره ! کوربان دې شم، د دې ښار قسمت یې ولې په تیارو لیکلی؟
ببرسري وخندل، په تیاره کې یې سترګې وځلېدې او ځواب یې ورکړ:
د دې ښار اوسېدونکي د خپلو څراغونو د روښانولو اراده او پوهه نه لري. کلونه
وړاندې یې له ګاونډیو ښارونو څخه رڼا د زرینو سکو په بیه اخیستله، ګاونډیو
خپله رڼا پر دغو ښاریانو خورا ګرانه پلورله، نیمې پیسې یې په خپله خزانه کې
اچولې او نیمې نورې یې په دې لګولې، چې د دې ښار اوسېدونکی د خپلو څراغونو
د بلولو پوهه هېڅکله ورخپله نه کړي، ګاونډیو د دې ښار اخوندانو ته پیسې
ومنلې، چې د خپلو ( څراغونو روښانول ) ناروا وګڼي او له ګاونډیو څخه د (
رڼا ) ګدايي روا کړي.
ښاریانو له ګاونډیو څخه رڼا په بیه اخیستله او د زرو سکې یې ورکولې، د
تیارو د ښار زورورو به رڼا وړیا غوښته او د غریبو ښاریانو د رڼا په حق یې
خیټه اچوله، د ښاریانو زرینې سکې ورو ورو خلاصېدې او نور نو په ښار کې د
رڼا اخیستلو لپاره زر پاتې نه شول، بیا نو ښاریان د ګاونډیو پر رڼا سره
ونښتل او پر پردۍ رڼا یې یو د بل سرونه مات کړل، خو هیچا دوی ته د خپلو
څراغونو د روښانولو چل ورو نه ښود. کلونه کلونه کیږي، چې د تیارو د ښار
اوسېدونکي د پردۍ رڼا پر سر یو له بل سره دوښمن دي او ښار همداسې تیاره دی.
مرید د ( تاریکاباد) په هره څنډه کې بهانده رڼا ولیدله چې څنګه په پټه له
دې ښار څخه وځي او د ګاونډیو ښارونو کورونه، کوڅې او ذهنونه روښانوي، خو
تاریکاباد لا هم تیاره دی.
( مرید نامه ) ۳۲
توپان چیغې وهلې، د سمندر اوبو له بېړۍ سره پهلواني کوله. توند باد د څپو
پر سر راپورته شوي څاڅکي د مساپرو پر مخونو ورشيندل. بېړۍ، لکه په شرابو
نشه پېغله، کاواکه یوې خوا بلې خواته کږېده. اسمان تورو وریځو پوښلی و او د
بېړۍ د لرګیو خرپا ختله، توپان به یو ځل هووو کړ او بېړۍ به پر څپو وروختله
....
په بېړۍ کې دننه مساپر په ډلو ډلو سره ویشل شوي وو، هر چا خپل قومیان او د
خپلې ژبې ویونکي سره راغونډ کړي وو، یوه قوم بل ته ویل : د بېړۍ هغه اړخ چې
موږ په کې اوسو باید ټینګ شي، نود بېړۍ د هغې بلې څنډې تختو ته اړتیا شته،
موږ ورځو چې تختې رابېلې کړو، دوهم قوم ورته په غوسه وویل :
موږ به هېڅکله پرې نه ږدو، چې زموږ برخه تختې رابیلې کړئ، دا برخه تختې
زموږ دي.
درېیم قوم ویل، په بېړۍ کې زموږ ځای سم نه دی، زموږ شمېر زیات او ځای مو
تنګ دی، موږ ته نور ځای راکړئ او که نه دبېړۍ دا برخه به ماته کړو.
څلورم قوم ویل: زموږ د ماشومانو ساړه کیږي، موږ به د خپلې برخې لرګینې تختې
رابېلې کړو، چې اور پرې بل کړو او که نه ماشومان به مو یخني ووهي....
له مساپرو څخه هرې ډلې چیغې وهلې، سوکان یې اسمان ته پورته کړي وو او بله
ډله یې ګواښله، د ځینو ډلو مشران لا له پخوا څخه سره لاس او ګریوان شوي
وو....
مرید وارخطا و، پوهېده، چې که هرډله تختو ته لاس واچوي، نو د سمندر د څپو
غرونه به پر بېړۍ راننوځي او هر څه به د سمندر ګېډې ته ورننباسي. د خپل
ببرسري پیر لمنه یې ونیوله:
یا پیره دستګیره ! راورسېږه ! دا څه وینم؟
پیر کټ کټ وخندل، د خندا له لاسه لکه توپان وهلې بېړۍ کوږ وږ شو:
دا خلک دا بېړۍ خپله نه بولي، یوازې هغه برخه خپله بولي، چې په کې اوسي. د
دوی شعور لا دومره نه دی، چې پوه یې کړي؛ د بېړۍ ماته او ډوبېدا به دوی ټول
ډوب کړي. دوی لا د دې پوهه نه لري، چې ټوله بېړۍ ژغورل بویه، نه د بېړۍ یو
کونج.
او مرید پوه شو، چې:
ـ ګواښ په توپان کې نه، بلکې د مساپرو په ذهنونو کې پټ دی.
ـ کمزورتیا په بېړۍ کې نه، بلکې د بېړۍ والو په پوهه، ګډه اراده او ګډ
شعور و عمل کې ده.
ـ او خطر په سمندر کې نه، بلکې د بېړۍ د مساپرو په ځانځانۍ کې دی.
|