کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

 

۲

 

 
 

   

عبدالغفور لیوال

    

 
مرید نامه

 

 

 

 

( مرید نامه )

 

لرې یو غر ښکاریده، هسک او سهمناک، غره ته له ویرې څوک نه ورتلل، دهغه په اړه ډېرې افسانې وې. مرید له ببر سري وپوښتل :

په دې غره کې څه دي؟

پیرسترګې پرغره ګنډلې وې :

په دې غره کې د نړۍ ترټولو لوی دیو ناست دی، چې د دنیا لویه خزانه ورسره ده. دا دیو د پانګې دیو دی. دغه غره ته دوه ډوله خلک ورځي؛ ( مغرور پهلوانان) او ( هوښیارسیاستوال). مغرور پهلوانان له دیو سره د جګړې په نیت ورځي، خو ټول وژل کیږي، لاتر اوسه هېڅ مغرور پهلوان له دې غره څخه ژوندی نه دی راستون شوی. خو هرهوښیار سیاستوال له پریمانه سرو او سپینو سره ورڅخه راستنیږي. دوی چې له غره څخه راشي، نو دومره پانګه یې له ځانه سره راوړې وي، چې د خپلو کلیوالو او ښاریانو ژوند هم پرې جوړکړي، بندونه، ویالې، کورونه او لارې پرې رغوي. خو مغرور پهلوانان هماغلته سر وخوري او ورک شي.

مرید پوه شو، چې د ده کلیوال به ټول له دې غره سره په سر جنګولو کې تباه شي، هی ارمان چې په دومره کلیوالو مغرورو پهلوانانو کې یې یو هوښیار سیاستوال هم وای.

... او غر لاهم هسک او سهمناک ښکارېده.

 

( مرید نامه )

 

د ښار په څلورلارې کې سلګونه ځوانان د کار لپاره راغونډ شوي وو، چې څوک یې بوځي او ټوله ورځ یې ونښیځي او بېګاه ته د ده او د ده د بچو د وچې ډوډۍ پیسې په لاس کې ورکړي، دوی ته یې مزدورکار ویل، هر مزدور کار ته به چې چا د کار وویل، ورمنډه به یې کړه... دې نورو به هغه بختور وګاڼه.

مرید ببرسري ته وویل :

د دې ښار ټولو حاکمانو د ( خپلواکۍ ) نارې وهلې، خو د دوی له برکته ټول ښاریان په مزدورۍ پسې راوتلي دي. د دې ښاریانو په ادبیاتو کې ( مزدوري) بد نوم نه و؟

ببرسري کټ کټ وخندل :

ټول حاکمان هغه څه چې وايي، دهغه پرضد کړنې کوي. ځینو ویل : له فرد څخه د فرد استثمار به ورک کړو، اوس ټول ښاریان په دې پسې ځان وژني، چې څوک یې استثمار کړي. دلته لویه نېکمرغي دا ده، چې ښاریان د چا لپاره استثمار شي.

بل ویل: خلک خپلواکي ته رسوم !  راغی او ولس یې د لوږې غلام کړ. 

پوه شه، چې (ولږه)  ( مزدوري ) زیږوي.

په دې څلورلارې کې راټول شوي خلک خپله یوه ورځ خپلواکي د دې لپاره پلوري، چې د خپلو بچو ګېډې مړې کړي.

دلته بدمرغي دا نه ده، چې خلک خپله خپلواکي پلوري، تر دې لویه بدمرغي دا ده چې څوک نه پیدا کیږي چې د دوی ( خپلواکي ) ورڅخه وپیري.

دا ولږه ده، چې له ( کارګر) څخه ( مزدور) جوړوي. د کارګر او مزدور توپیر دا دی، چې کارګر حقوقي شخصیت لري او مزدور یې نه لري، مزدور ( اسباب ) دی او اسباب خو شخصیت او خپلواکي نه شي درلودلای. ښاریان په کار پسې نه دي راوتلي، دوی مزدوري غواړي. کارګر ته د کار خاوند ورځي او مزدورکار په کاروالا پسې ګرځي.

سیاستوالو د مزدورانو د خپلواکۍ دروغجنې چیغې ووهلې، خو د مزدورانو د ګېډو د مړولو په اړه یې هېڅ ونه ویل، د دې ښار سیاستوالو ( ولږه ) نه پېژندله، دوی د ( ولږې ) د پېژندلو ( سواد ) نه درلوده.

په هغه ښار کې چې بېسوادان سیاست کوي، خلک یې خپله ( خپلواکي) په بازار کې پلوري.

 او مرید د ښار خلک لیدل، چې لاهم په مزدورۍ پسې منډې وهي.

 

( مرید نامه )

 

پسرلی و، چې ( غم آباد) ته ننوتل، خلکو څوړ سرونه اچولي وو، د ماشومانو خندل هېر شوي وو، ښځو سینګار نه کاوه او د نارینه وو څېرې له غوسې پړسېدلې وې، مرید یو ښاري وپوښت: د دې ښار خلک ولې خپه دي؟

ښاري ځواب ورکړ:

دا د راهب امر دی، راهب وايي، چې خدای امر کړی، چې په دې ښار کې خوښي حرامه ده. خندا  ګناه  او سینګار وښکلا کفر دي.

پخپله راهب په ښکلي کور کې اوسي، ګڼې ښځې او مینځې لري، دوی ته یې لوی سینګارتون جوړ کړی دی، د ښار سندرغاړي د شپې له خوا په پټه راهب ته سندرې وايي او زوړ راهب په خپله ږیره کې ښکلي ګلان او د سرو او سپینو زرو ګونګرې اچولې دي، راهب چې سندرو ته سر وښوروي، نو د ګونګرو شرنګا پورته شي.

راهب د ښاریانو زمکې او شته ورخپل کړي وو، راهب ویل: دا د خدای امر دی، چې د ګنهکارو ښاریانو شته باید د راهب شي. یوازې راهب د خوشالۍ حق لري، ځکه دا حق خدای ورکړی دی او خدای چې چاته څه ورکړي، نو په دې کې خو د اعتراض ځای نه شته.

ببرسري او مرید د ښاري خبرې واوریدې، پیر یوه ترخه خندا وکړه او مرید ته یې وویل :

پوه شه، چې د دې ښار خلک د خپل دین له حقیقته نه دي خبر، تر هغو چې دوی د دین آواز د راهب په ږیره کې د زرینو ګونګریو له شرنګا څخه اوري، پر دوی هره خوشالي حرامه ده.

 او مرید لاهم نه پوهېده، چې ښاریانو ته څنګه د خوشالیو لار وروښیي.؟

 

 

( مرید نامه )

 

په کاروان کې روان وو.  له دښتې تېرېدل، دښتي غله پرې برابر شول. غلو پر کاروانیانو خپلې سپږې وپلورلې او ویې ویل دا سپږې له ځانه سره وساتئ! په کار به مو شي. لوټ شوی کاروان روان شو، مرید له پیر څخه وپوښتل:

د غلو او سپږو راز څه دی ؟

ببر سري وخندل، کټ کټ په ملا مات شو:

پوه شه، چې ژر به همدا غله پر دې قوم واکمن شي. کاروانیان به ورته د دروغجن درناوي سرونه ټيټ کړي او هر چا چې ډېرې سپږې له ځانه سره ساتلې وې، له خزانې څخه به هماغومره زر وګټي او په سلطنت کې به بر ځای ولري.

هغه قوم چې غله پرې خپلې سپږې پلوري، خپل مشران د سپږو د شمېر پر بنسټ ټاکي.

د سپږنو سلطنت به د بنیادمانو په تاریخ کې یو ځانګړی باب وي.

... او مرید یو کارواني ولیده، چې په پوره پام یې څو دانې سپږې په خپله همیانۍ کې خوندي کړې.

 

( مرید نامه )

 

ماښام و، چې د بت ماتوونکیو هېواد ته ورسېدل. د دې هېواد خلک مشهور وو، چې د خټو بتان یې مات کړي دي. د بت ماتوونکیو مشران اوس پخپله په کاغذي بتانو بدل شوي وو. خلکو بتان مات کړي وو، خو بت پرستي یې نه وه پرېښې. د بت شکنانو د لښکرو مشرانو، چې خټین بتان مات کړي وو، اوس یې ځانونه په لویو لویو بتانو بدل کړي وو او خلک یې خپلې لمانځنې ته په زور اړ ایستل.

مرید د ببر سري پیر حیرت د هغه په سترګو کې ولوست، پوښتنه یې ونه کړه، خو د پیر پر موسکو شونډو یې د خپلې پوښتنې داسې چوپه زمزمه ولوسته، لکه له ځان سره چې خبرې کوي:

تر بت ماتولو، د بت پرستۍ د فکر پرېښول مهم دي. هغه قوم، چې د انسانانو د ژوند د شرایطو د ښېګڼې شعور په سیاست او فرهنګ کې د اصلي محور په توګه ونه مني، له بت پرستۍ به ځان خلاص نه شي کړای.

 

 

( مرید نامه )

 

خپل پیر یې ناببره وپوښت :

ښه انسانان کوم دي؟

ببرسري وخندل :

نه پوهیږم. لومړی باید بنیادمان انسانان شي، چې بیا یې زه درته د ( ښه ) او ( نا ښه ) توپیر وښوولای شم.

مرید حیران شو:  نو دا دومره خلک ؟

پیر ورلنډه کړه :

ترهغو چې د یوه په لاس د بل وینه تویېږي، خلک به وي، خو انسانان نه !

 

( مرید نامه )

 

ښار ړنګ و، چینې وچې او لارې شاړې. د پاچا ماڼۍ هم کنډواله وه او د پښ دوکان هم ویجاړ پروت و. تنرونه ساړه و او په شکرو کې ډوډۍ نه وه. خو د ښار په منځ کې لوی مزدک ( معبد) لا ودان و.

 څو مټور ځوانان تر مزدکه راتاو وو او د هغه ساتنه یې کوله. د مزدک د راهب امر ته یې غاړې کږې نیولې وې. مرید حال وپوښت او ببر سری وموسېد:

دا هغه قوم دی، چې له دوښمنانو څخه یې یوازې خپل مزدک وساته او هېواد یې بایلوده.ځوانان د مزدک ساتلو ته راټول شول او ژوند پای ته ورسېده، ماشومان خښ شول او مېرمنې له ولږې په هدیرو ننوتلې، ساتونکیو ځوانانو د مړوشویو انسانانو غوښې خوړلې او د مزدک ساتنه یې کوله. اوس هره ورځ همدا ځوانان راټولیږي، پچه اچوي او چې د هرچا په نامه وختله نو خپل هماغه ملګری قرباني کوي، غوښې یې  ویشي او ګېډې پرې مړوي . بیا نو ترسبا پورې د مزدک ساتنه کوي.

مرید نور هم حیران شو، ایا د مزدک  ساتنه په دومره بدمرغۍ ارزي؟

پیر ځواب ورکړ:

چې دوښمن د ښار تر دیوالونو راورسېده، پښ وویل :

هېواد او د ښاریانو ژوند ته ګواښ پېښ دی، ژوند وژغورئ ! خلکو دهغه خبره وانه ورېده.

خو کله چې راهب وویل :

مزدک په خطر کې دی، ویې ژغورئ! خلکو هېواد هېر کړ او د مزدک ساتنې ته یې وسله پورته کړه، ښايي دوی نه پوهېدل چې که ژوند او هېواد نه وي، نو نه به مزدک وي نه راهب.

مرید پوه شو، چې د مزدک وروستی ساتونکی ځوان به هم د راهب خوراک شي او ترهغه وروسته به د راهب او مزدک وروستۍ ورځ راورسیږي.

 

( مرید نامه )

 

له یوه ښاري څخه یې واورېدل، چې پخوا په دې ښار کې اووه لښکرونه وو، چې اوس یې مشران یا مړه دي او یا هم په لویو ماڼیو کې د مرګ په تمه ناست دي. د ښار ځوانانو د همدغو اوو لښکرمشرانو خټین بتان تراشلي او لیکه لیکه ورته ولاړ وي.

غمیزه د دغو لښکر مشرانو لمانځنه نه ده، د خواشینۍ ځای دا دی، چې د ښار زلمیان د مړوشویو یا مرګ ته په تمه لښکر مشرانو په ستاینو او غندنو یو له بل سره لاس او ګریوان دي، هره ورځ یو د بل په وینو رنګ وي او د لښکر مشرانو پر سر یو د بل له ګېډو کولمې راباسي.

مرید ببرسری وپوښت :

د دې طلسم راز څه دی؟

پیر وویل:

ځوانان بل ( ارزښت) نه پېژني چې پرې راټول شي. مړه یا مرګ ته په تمه لښکر مشران یوازیني محورونه دي، چې دوی یې په نومونو راټول شوي دي او دغلا - غدۍ ملګرتیا یې جوړه کړې ده.

مرید بیا وپوښتل :

دا خلک به نو څوک له دې غفلته راپاڅوي؟

ببرسري کړس کړس وخندل :

هوښیار ځوانان بویه، چې دوی خبر کړي: " مړه او ژوندي لښکر مشران د تاریخ په هدیرو کې خښ دي. د ښار د ښې نن او سبا لپاره سره یوشئ ! هم به یو د بل له څیرلو خلاص شئ او هم د لښکر مشرانو د خټینو بتانو له لمانځنې "

خو داسي به ترهغو ونه شي، چې زلمیان د لښکرمشرانو له لمانځنې ډوډۍ خوري او یا هم هغوی د خپلې عقیدې مشران ګڼي.

مرید لا نه وقانع شوی :

نو پیره دستګیره ! که ولږه له منځه ولاړه شي، ایا زلمیان به راپه خود شي؟

پیر لاهم خندل :

هو، خو پوه شه ! چې د روح او سترګو ولږه د ګېډې تر ولږې ژوره او عقل توږونکې ده. د ښار د زلمیانو د ګېډې ترڅنګ دهغوی شعور او روح ته روزي ورکول بویه، نوایله د لښکرمشرانو له لمانځنې لاس واخلي.

او مرید نن درې سره ولږې وپېژندلې.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل            ۲۷۰    سال  دوازدهم         اسد/ سنبله     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی    ۱۶ اگست ۲۰۱۶