کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

 

۲

 

 

۳

 
 

   

عبدالغفور لیوال

    

 
مرید نامه

 

 

 

 ( مرید نامه )

 

د شاړو پټیو او ویجاړو ویالو له اړخه تېر شول. هیچا غنم نه وو کړلي، سیند ویالو ته اوبه نه ورکولې، د قولبې زغ او سپاره یوې خواته پراته وو او قولبه یي غوایان د ښار قصاب مخکې کړي وو. د کلا شاو خوا پر ټوله هواره زمکه یوه ونه هم نه وه ولاړه، غله دانه ورکه وه، پیورې غواګانې هم د قصاب ترچړې ورغلې وې او شپنو د وزو، مېږو او ورغومیو رمې نه پوولې، کلي تشېدل او کلیوال، بزګران، شپانه ان ژرنده ګړي او ملایان، باغوانان او میراوان د ډبرینې کلا خواته روان وو.  د ډبرینې کلا دروازو ته په زرګونو خلک ولاړوو، کلیوالو ډبرینې کلا ته ځان ور رساوه او په ډبرینې کلاکې د دومره خلکو لپاره ځای نه و.

مرید وپوښتل :

یا پيره دستګیره !

دا خلک ولې ټول د کلا خواته روان دي؟

پیر د حیرانۍ خندا ته بډوډي نیولي وو:

کلیوال خبر شوي، چې په کلا کې  د پاچاهۍ بوډا میرزا مړ شوی دی او پاچا نوی میرزا ټاکي، ټول خلک غواړي د میرزا ځایناستي شي، دا څووم کال دی، چې د میرزا پر منصب شخړه ده، پاچا هم حیران دی، چې په دومره خلکو کې څوک وټاکي؟

کلیوالو خپلې زمکې، غوایان، زغ و سپارې، بېلونه او څپرونه وپلورل، په کلا کې یې د پاچا وزیرانو او ندیمانو ته سود سوغات او بډې برابرې کړې، خو لاهم میرزا نه دی ټاکل شوی...

مرید ته هم خندا ورغله او ایله پوه شو، چې نن وي که سبا، د پاچا په کندوانو کې به هم غله و دانه خلاصه شي، بیا به نه میرزا په کار وي او نه وزیر، ځکه په ولږه خو پاچاهي نه کیږي.

 

( مرید نامه )

 

داسې یوه ښار ته ورسېدل، چې له بهرنیو سره د ډېرو جګړو له امله وران ویجاړ پروت و، یوه ښاري ورته وویل:

هر کال یو نه یو پردی راشي او ښار ونیسي، ښاریان ووژني او هرڅه لوټ کړي، ودانۍ ویجاړې او دوینو تر ویالو بهولو وروسته په خپله مخه ولاړ شي. چې د اسونو ګردونه یې پرزمکه کیني، نو ښاریان خوشاله شي، څټونه کاږه ونیسي او یو بل ته ووايي: دا دی یو بل مو هم وواهه او وشاړه !

مرید حیران شو، خپل ببرسری پیر یې وپوښت :

یا پیره دستګیره ! د دې خلکو له حاله مې خبرکړه!

پیر دا ځل هم په کټ کټ وخندل او ځواب یې ورکړ:

دا قوم له عقل څخه د کار اخیستلو په راز نه پوهیږي، ځکه په دې ښار کې د مشرۍ معیار وهل او رټل دي، هر زورور پر هر کمزوري وربلوسي. د پردیو زورورو همدا میراث دوی ته ورپاتې دی.

دا قوم یوازې هغه ورځې لمانځي، چې پردي تر لوټ او وژنو وروسته له ښاره ووځي. دوی هېڅکله د هغو ورځو په ارزښت نه پوهیږي، چې په هغو کې باید د ښار دیوالونه لوړ کړي، د ښاردروازي پخې جوړې کړي او هرکال د هر پردي له راتللو او ښارنیولو مخه ونیسي.

د دې ښار د اوسیدونکیو هرڅه په مټو کې دي، په سرونو کې یې څه نه شته، دوی لا په دې نه پوهیږي، چې له دوښمنانو څخه تلپاتې خلاصون د ( سرونو ) کار دی او مټې یوازې د دې لپاره دي، چې کندوان له غنمو او دسترخوان له ډوډۍ ډک کړای شي.

 پېړۍ تېرې شوې، خو دا ښاریان پوه نه شول، چې ودان او ماړه ښارونه هيڅوک نه شي نیولای.

مرید ګامونه تیز کړل، ښايي د کوم بل پردي یرغلګر د اسونو د پښو اواز یې ترغوږه شوی و.

 

( مرید نامه)

 

د ښار پردروازه د یوه قهرجن سپور پژه ( مجسمه ) ولاړه وه، له تورې ډبرې څخه د دغې توږل شوې څېرې کرکه ښندله، ښار د ټنګ ټونګ له غږه ډک و، مرید ولیدل، چې په ټولو هټیو کې د جګړې سامان جوړیږي، څوک توره تېره کوي او څوک له وسپنو زغرې اوبي. نارینه بړوس او قهرجن دي، په ښار کې د ماشومانو او ښځینه و غږ نه شته ...

مرید ته یو بل ښار ورپه یاد شو، هلته چې ورننوتل، نو د ښار پردروازه له سپینو مرمرو جوړه یوه دنګه ښکلې پېغله ولاړه وه، په یوه لاس کې یې د ګلانو ګېدۍ وه او په بل لاس کې له نیولي منګي څخه یې فوارې اوبه بهولې، ښار د ماشومانو له مستیو او خندا ګانوډک و، پر مینځل شویو واټونو ښځې بې پروا ګرځېدلې، هره خوا ګلان غوړېدلي وو، څو هیلیو د ښار په شنه ډنډ کې لمبل، د نارینه و څېرې له خندا ډکې وې...

مرید خپل پیر وپوښت :

دستګیره پیره ! دا ښار ولې داسې بړوس او غمجن دی؟

ببرسري لرې تور غره ته کتل، و یې موسل اوځواب یې ورکړ:

دلته ښځې یوازې پوځیان زیږوي، د پوځيانو میندې د وسلوالو د زیږولو ژرندې دي، په دې ښار کې ښځې  ژوند نه کوي، بلکې دلته ښځې پر مرګ محکومې دي. دلته په کور کې خور ومور د شرم و پېغور نښې ګڼل کیږي.

دلته نارینه بل نارینه ووژني او په تاوان کې بیا یوه ښځمنه ورکړي. ښځې لا بشپړې انسانانې نه ګڼل کیږي.

دا یو مذکر ښار دی، په مذکر ښار کې که ښځه ولیدل شي، نارینه یې په سترګو خوري او د ژبې په زهرو یې څټي، دلته میندو او خویندو، معشوقو او مېرمنو ته اجازه نه شته، چې خپلو نارینه و ته مینه ورزده کړي، عاطفه وروښيي او زړه سوی په کې وروزي.

په مذکرو ښارونو کې مینه او عاطفه څوک نه پيژني، دلته یوازې د مرګ ژوبلې وسلې د نارینه وو ګاڼه ګڼل کیږي.

مذکر ښارونه انساني ښارونه  نه دي، په انساني ښارونو کې د ښځو سپین مړوندونه،  د لوڼو کوشنۍ مټې او د خویندو نیازبین لاسونه د نارینه وو دغاړو هار وي، نه تورې او زغرې...

مرید ایله پوه شو، چې :

په مذکرو ښارونو کې نارینه له خپلو زغرو او تورو سره ژوند کوي، خو په انساني ښارونو کې انسانان د میندو له الاهو سره رالوییږي، د خویندو له اکوبکو سره ژوند کوي، د معشوقو له کټ کټ خندا سره ځوانیږي او د خپلو مېرمنو له مینې سره زړیږي.

هو په مذکرو ښارونو کې نارینه او په انساني ښارونو کې انسانان اوسیږي.

( مرید نامه )

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل            ۲۷۱    سال  دوازدهم       سنبله     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی    اول سپتمبر   ۲۰۱۶