سادو د وران شوي ښار پر یوه زاړه برج ختلی و او د خپل ښار د زړو ویاړونو
ترانه یې په خپل زیږه غږ کې سندره کړې وه، سادو ویل : نیکونو مې له چنګېزه
تر انګریزه ټول وهلي دي زما ښار د ویاړونو ښار دی، دلته هر دوښمن مات شوی
او دا ښار د یرغلګرو هدیره ده
....
سادو لګیا و او د ویاړ بدلې یې ویلې، ښاریانو ته دا بدلې سولېدلې او
بېخونده وې، چا سادو ته یوه سکه هم نه ورکوله، مرید ورته پښه نیولی شو، خو
ببرسري په یوه ترخه موسکا ترې تېر شو او مرید ته یې وویل : اوږده لاره په
مخکې ده، خپلې راتلونکې ته په پام مخکې ځه او شا ته مه ګوره
!
مرید وپوښتل
:
مګر زاړه ویاړونه ؟
...
ببر سري وویل : دا ټولې د نن او سبا د بېوزلۍ او حقارت عُقدې دي، چې نارې
وهي. که د هدیره شوي ښار ښاریان د خپل ښار دننه جګړه ویاړ ګڼي نو هغه دوښمن
چې د خپلو ګټو لپاره له اوو سیندونو او اوو غرونو را اوښتی او دلته جنګېده،
دهغه ولس به ځان څومره لوی اتل ګڼي؟
اتلواله دا ده چې ته د خپلو ګټو لپاره په نورو سیمو کې وجنګیږې، نه دا چې
خپل ښار د چا په هدیره بدل کړې. مرید ګامونه چټک کړل او د سادو په بېخبرۍ
او بېوزلۍ یې زړه وخوږېد.
***
ستړي ستومانه پر یوه زاړه ښار ورننوتل، د ښار دروازې پیره نه درلوده، هر
څوک ښار ته ننوتلی شول.
ببرسري له کوښو څخه د لارې شګې وڅنډلې، یوڅه وړاندې ولاړل، که څه ګوري؛ د
بنیادمانو سلاخي روانه ده او جلادان څوک سرې تورې او څوک تېره ساتولونه په
لاس، لګیا دي د ښار د خلکو سرونه پرې کوي، ښاریان کتار کتار خپل وار ته په
تمه ولاړ دي او جلادان ستړي ستومانه لګیادي، سرونه پرې کوي. له سلاخۍ څخه
د وینو رود مخ په وچ سیند روان دي.
ببر سري پیر کټ کټ وخندل، مرید حیران شو، ویې پوښت : خلک ولې سر وهلو ته په
کتار کې ولاړ دي؟
ببرسري ځواب ورکړ:
جلادانو دوی ته ویلي: خدای دښار جلادانو ته امر کړی، چې دخلکو سرونه پرې
کړي او خلکو د جلادانو دا خبره منلې ده، چې ګواکې د خدای حکم دی.
دا خلک پر خدای نه ، بلکې پر خپلو جلادانو مومنان دي. د دوی ستونزه دا ده،
چې په خپله دخدای فرمانونه نه شي لوستلای، یا نه شي پرې پوهېدلای، بلکې دوی
د خدای احکام د جلادانو له ژبې اوري. د دې ښار خلک په دې نه پوهیږي، چې
خدای د ( انسان ) قتل حرام کړی دی. ښاریان جلادان خپل مقدس مشران ګڼي.
مرید له سلاخۍ په منډه تېر شو، له ښاره ووت ، د سارا هوا یې کش کړه، خو د
وینو بوی یې لا په سپږمو کې پاتې و.
***
له کنډوه چې واوښتل، پراخه دښته په مخه ورغله، د دښتې په یوه اړخ کې د
ویجاړو بانډو نښې لا پاتې وې، نوره دښته ټوله هدیره وه، وروستي مړي چا نه
وو خښ کړي، هډونه یې پرزمکه پراته وو...
مرید پوښتنه وکړه : دا څوک دي ؟
ببرسری موسک شوک :
هغه قوم چې ووژل شو، خو راویښ نه شو.
د دوی له منځه یوڅوغلو او وژونکیو د (عقیدو) بیرغونه راپورته کړل، ویې وژل
او لوټ یې کړل. ځینې دخیټې له غمه په دوی پسې شول او نور چې ویده ول، په
خیټورو پسې ورغلل. یوه ورځ ټول د زړو خوبونو د ښامارانو له ویرې دلته راغلل
او مړه شول.
د ببرسري لمن د لارې په اغزیو کې څېرې شوه او له سوري څخه یې نرۍ دوړه ووته
.
***
ببرسري د ښار څاه ته وکتل، بېرته یې سر هسک کړ، یوه قهرېدلې موسکا یې پر
شونډو وه. مرید اودس کاوه، پیر په موسکا ورته وویل : پر دې اوبو دې اودس نه
کیږي.
مرید کوزړۍ کېښوده، حیران شو ؟
ببر سري وویل :
د دې ښار خلک له همدې څاه څخه اوبه څښي او بېرته پخپله په کې خځلې او ناولې
اوبه اچوي.
مرید بیا په سترګو کې ورڅخه د ( ولې؟) پوښتنه وکړه. ببرسری پیر لا هماغسې
موسکی و:
ښاریان دا څاه (خپله) نه ګڼي، ځکه دهغوی په کور کې نه ده کیندل شوې.
***
پر کلي ورننوتل، وبا ګډه وه، د ماشومانو لویه هدیره جوړه وه، مشران ولږې
او تندې پسې اخیستې وو، ویالې وچې وې، کلیوالو یو د بل غوښې خوړلې او
زورورو د کمزوریو پر وینو خپله تنده ماتوله.
چې اذان به وشو، کلیوال به ډلې ډلې ړنګ جومات ته ننوتل، اوږده اوږده
لمونځونه به یې وکړل، ډېره شیبه به یې لاسونه لپه نیولي وو: له خدای (ج)
څخه یې په ویالو او چینو کې اوبه، ښېرازي، سوله او یووالی غوښته، د وبا له
شره یې د خلاصون دعا ګانې کولې .
مرید ببرسری وپوښت: ولې د دوی دوعا ګانې نه قبلیږي ؟
ببر سري د وچې ویالې بهیر وڅاره، تر غره پورې یې نظر وګانډه او ځواب یې
ورکړ.
دا ویاله تر دې غره هاخوا له یوه بند څخه را بېله شوې ده، اوس بند نړېدلی
دی او سربند خټو بند کړی دی، لوی خدای (ج ) دې خلکو ته لاس او پښې بښلي، چې
ولاړ شي سربند پاک کړي او بند ورغوي، په وچو ویالو کې به اوبه راشي، غنم به
شنه او وبا به ورکه شي.
خو مرید قانع نه شو : ما د دعا د اجابت پوښتنه وکړه.
پیر وویل: همدا ( هڅه ) د دوی د دعا اجابت دی !
***
بیدیا وچه او مرید تږی و. پیر په شګو کې د پاتې شویو ګامونو بهیر ته کتل.
مرید وپوښت : د جګړې په هکله راته ووایه !
ببرسري له شګوڅخه سترګې راپورته کړې :
(( جګړه د انسان د حرص او ځواکغوښتنې دغریزې پرمټ هغه کرغېړنه کړنه ده، چې
دواړه لوري یې ( حق) ګڼي. جګړه د هوښیارو سیاستوالو تلقین دی، چې کمعقله
وګړي په ولولو راولي او دوی ورته خپلې وینې نذرانه کوي. جګړه، همدا اوس، په
دې بیدیا کې، زما وینو ته ستا تنده ده، چې که ته له تندې څخه مرګ ته نږدې
شې، نو د څښلو لپاره زما د وینو د بهولو مشروع لاره په خپله عقیده کې لټوې.
پوه شه ! جګړه د ګټو، واک او ځواک لپاره د انسان د
وحشت تمثیل دی، چې د شرافت حماسي جامه ور اغوندي او د خونړي وحشت څېره د (
غیرت ) ترشا پټوي .))
مرید تږی و، خو د ببرسري وینا یې تنده ترې هېره کړه، هومره چې په شګو کې
یوه بهېدونې چینه یې هم ونه شوه لیدلای .
( مرید نامه )
ببرسری یې وپوښت :
څوکاله مخکې چې پر دې لاره تېریدو؛ روانې اوبه ، شنه بوټي او ګورې ونې
ولاړې وې، دالوتونکیو غږونه وو او خوږه وږمه چلېده، خو اوس دلته کورنه او
ډبرین دیوالونه دي، بد بوی دی، ایا انسان د طبیعت دوښمن دی؟
پیر ځواب ورکړ:
دا بد بوی د انسان د حرص ، کمعقلۍ او لنډپارۍ دی.
طبیعت سخي دی. دهرڅه لپاره ځای لري. دا حضرت ( انسان ) دی، چې خپل عقل سم
نه کاروي او په شنو سیمو کې کورونه او کلي جوړوي. د غرو لمنې، کوشنۍ غونډۍ
او ډاګونه د اوسېدو لپاره دي او کروندې، ځنګلونه او ورشو ګانې د رزق، ښکلا
او سمسورتیا لپاره.
دا مخلوق په خپل خیر نه پوهیږي، هغوی چې د خپلو ګټو لپاره یوبل سره وژني،
پر طبیعت به نو څه رحم وکړي.
مرید، سوچ ته ولاړه او دڅو شیبو لپاره پر خپل هویت او ماهیت پښېمانه شو،
هیله یې وکړه چې کاشکې یوښکلی مرغه وای نه حضرت انسان !
( مرید نامه )
د ښار په دروازه کې خبر شول، چې د ښار خلک ناروغان دي، خو دا څه عجیبه
غوندې ناروغي وه. د ښار خلکو عاطفه نه پېژندله او زړه خوږی یې هېر شوی و.
خلک بنګساره وو، ګومان یې کاوه، چې د بل ښاري ځورول ( خیر مطلق ) دی.
چې ښارته ورننوتل؛ یوه ډله ماشومان پرې راټول شول، ببرسري په مینه مینه
ورته وکتل، یو ماشوم راغی او د پیر له پښو یې غېږ چاپېره کړه، پیر ورکوز شو
او ښکل یې کړ، مرید هم څو ماشومان په غېږ کې ونیول. خلک حیران شول، چې دوی
څه کوي؟ دا پردي مساپر ولې د دوی له ماشومانو سره مینه کوي؟ ځکه ښاریانو
مینه او پرماشومانو مهرباني نه پېژندله...
مرید خپل پیر وپوښت: د دې خلکو د ناروغۍ علاج شته؟
پیر په ډاډ ځواب ورکړ:
هو! کله چې مشران ټول مړه شي او دغه ماشومان رالویان شي او بیا د دوی بچیان
وشي او رالوی شي، مینه، عاطفه او زړه سوی به بېرته ورپه یاد شي.
مرید بیا پوښتنه وکړه:
چا او څه شي دوی په دې ناروغۍ اخته کړي دي؟
حلاله ګټه نه وه، یو لوی سیاسي کوډګر دوی ته خپل خپلوان کافران کړل، د
کافرو شویو خپلو خپلوانو کور، ښځې، ماشومان، شته او زمکې یې ورته حلالې
وګرځولې، دوی بله ګټه نه شوه کولای، بس دخپل ښار او خپلوانو پر شتمنیو یې
چور واچاوه، څوک یې چې مخې ته درېدل دوی به وژل. زورورو به دکمزوریو مال
راخپلاوه. دې کار ورو ورو له دوی څخه عاطفه او زړه سوی هېر کړل، وروسته بیا
دا ناروغي ساري شوه، ټول ښاریان پرې اخته شول.
عاطفه او زړه سوی د انسان طبیعي ځانګړنه ده، خو حرص او سیاسي واکغوښتنه یې
دوښمنان دي، که عقیدوي جواز ورسره ملګری شي، بیا نو د دغو انساني ارزښتونو(
عاطفې او زړه سوي) ریښې له بیخه باسي. یا خو باید ټول بالغ ښاریان فناه شي
او نوی نسل له خپلې خدای ورکړې عاطفې سره رالوی شي او یا هم دې ښار ته نور
ښاریان راوستل شي، چې لا یې د ( ګټې) لپاره د بل ښاري وژل او خوړل نه وي
زده.
خو پوه شه ! چې د دوی ناروغي پرمساپرو اغېز نه لري، ورته ځير شه او د خپل
معرفت زېرمې ته ورڅخه زده کړه وکړه.
مرید ښاریانو ته حیران شو، د دوی پرناروغي یې زړه وخوږېده، خو د ماشومانو
په معصومو څېرو کې یې د ناروغۍ نښې ونه لیدلې، د ښار ( سبا) ته یې هیله
پیدا شوه.
نور
بیا......
|