( مرید نامه )
مرید د غره په ډډه کې د هغې مغارې ترڅنګ ناست و، چې ببر سری پیر یې بېګاه د
ذکر وعبادت لپاره ورننوتلی و. ښکته یې هغه ښار ته کتل، چې پکې څو زورورو د
خلکو پر ژوند د زبېښاک جال غوړولی و او لکه مستې زنځې یې د ښاریانو وینه
زبېښله. ناڅاپه د ښکالو غږ شو، غږ د مغارې له دننه څخه و، مرید څک ودرېده،
په حیرانۍ یې خپل پیرته وکتل، چې سترګې یې ځلیږي او موسکا پرشونډو راووت.
مرید وپوښت : څه وشول، چې دومره ژر راووتلې؟ نورکله خو به دې څلوېښت ورځې
پر مراقبه تېرولې....
ببرسری یې په خبرو کې ورولوېده : ماته الهام وشو، چې ښار ته ولاړ شم او
څلوېښت ورځې د ښاریانو د روایښولو پر عبادت بوخت شم. چې د خدای ج د مخلوق
د هوسایینې او مړښت لپاره څه ونه کړای شو، نو خدای ج ته به څه خدمت وکړو؟
بېشکه چې هغه زموږ له خدمت څخه بې نیازه دی!
راته الهام وشو، چې که د خدای بنده ګان په جګړه، ولږه او جهالت کې وي، زما
عبادت به دهغو زورورو وژونکیو د سیاست په شان له ریا څخه ډک وي، چې خپل
ښاریان د دین په نامه وژني او د وینو پر رود پاچاهي جوړوي. ماشومان وږي دي،
کونډې له پردو ووتلې، ښار له مجبوریته د ګناهونو په ټاپو بدل شو.
عجیبه دا ، چې ګڼ جنایتونه د ( عقیدې ) په نامه کیږي.
څلویښت ورځې خواري بویه، چې خلک د وژونکیو، وینه څښونکیو په ظاهره سپین په
باطن تورو زهادو په وړاندې راپاڅیږي، هغه دروغجن رهبران، چې ولسوژنه د خدای
حکم ګڼي او غلا ته ( غنیمت ) وايي. ماته په الهام کې حکم شوی، چې د ښار
حکومت هغو بنده ګانو ته وسپارم، چې د ښاریانو د ډوډۍ غم لري او د سیاست مخه
او موخه یې په ښار کې د ماشومانو پر شونډو د خوښۍ موسکا خپرول وي.
ببر سری په بېړه د هوارې خواته رهي شو، مرید ورپسې منډه کړه، خو د پیر
رفتار تر ده ډېر چټک و.
(مرید نامه )
دواړه په ځنګله کې روان وو. نا څاپه ببرسری ودرېد،
مرید ته یې وکتل، کټ کټ خندا یې وکړه، د ده له خندا سره په ونو کې وړې
چوغکې والوتلې. مرید په حیرانتیا وروکتل او پیر وویل:
پړانګ د دې لپاره هوسۍ داړي، چې خپله ګېډه مړه کړي، د ځنګله په قانون کې
دروغ نه شته، داړونکي ځناور خپل قرباني ته بهانې نه جوړوي، ځان ته دروغ نه
وايي، بلکې له ولږې څخه دځانژغورنې لپاره یې خوري. د انسان توپیر له
داړونکي ځناور سره همدا دی، چې دی بل انسان د سیاسي ځواک، ګټې او ځان
لوړاوي لپاره خوري، خو د انسان خوړلو لپاره خواږه دروغ وايي : دا ځناور
(وژل) مقدس ګڼي، عدالت یې بولي، د جنت د ګټلو لار د ماشومانو د وینو له
ګودره باسي، هم ځان تېرباسي او هم خپل چاپېریال د دروغو په خیرو ککړوي.
باخبر ! وینه هم په ښار کې بهیږي او هم په ځنګله کې. په ځنګله کې وینې
بهولو ته دځان مړول وايي، خو په ښار کې همدې کار ته سیاست.
سیاست د بل په وینو د ځان مړول دي، خو په یوه دروغجن تقدس.
په ځنګله کې قرباني له خپل قاتل څخه تښتي او د خلاصون هڅه کوي، خو ښاري
قرباني دخپل قاتل غاړې ته د ګلونو هار وراچوي، لاسونه ورته پړکوي او خپل
مقدس لارښود یې ګڼي.
ځکه خو ښار تر ځنګله ډېر ګواښمن او ویروونکی دی. که د طریقت مقصد نه وای،
تر مرګه به همدلته په ځنکله کې دېره وای.
مرید ژوره ساه وکاږله، له ځنګله څخه ویره یې له زړه ووته. ځنګل ورته د امن
کور ښکاره شو.
( مرید نامه )
څڼور زلمیان تورې او ټوپک ترملا ډله ډله معبد ته ننوتل، وروسته پاخه نارینه
او سپین ږیري هم له وسلو سره ورغلل، معبد ورو ورو ډکېده ، له زلمکیانو
سره هم وسلې وې، ماشومانو ځانونو ته د لرګیو وړې وړې وسلې جوړې کړې وې. ببر
سري چې خلک له وسلو سره ولیدل، نو دی هم معبد ته ورکوږ شو، مرید حیران و،
خو په خپل پیر پسې یې ګامونه چټک کړل. دوی چې ورننوتل، نو دمعبد لوی انګړ
ډک شوی و، په وروستي کتار کې کېناستل. راهب بر سر ولاړ و چې ببرسری او
مرید یې ولیدل . خلکو ته یې وویل: بېګاه مې خوب لیده چې : زموږ معبد ته به
یو لوی انسان راځي، خوب مې ریښتیا شو، نو اې د خدای دوسته ! راشه او دې
قوم ته نصیحت وکړه ! ببر سری مست ورپاڅېده، پرخطابه ودرېده او د وسله والو
زړو ځوانانو په سترګو کې یې خپلې زرځې سترګې خښې کړې: دا وسلې ولې له ځانه
سره ګرځوئ؟
خلکو ورغږ کړل : خپل بوتان ساتو، دین مو په خطر کې دی!
ببرسري وخندل : ایا ستاسو خدای خپل دین نه شي ساتلای؟ که دین د خدای ګڼئ
نو تاسو څوک یاست چې هغه به وساتئ؟ ریښتیا خو دا ده چې ستاسو د نفسونو
بوتانو ته خطرپېښ دی !
اې خلکو ! تاسو پرخپل دین ځان نه دی پوهولای، بلکې تاسو پردین غیرت کوئ !
دین باور دی او باور له پوهې څخه پیدا کیږي ! دین ستاسو تر غیرت ډېر،
ستاسو د زړه او ذهن روښانېدو ته اړ دی. پر دین د خپلو خلکو وینې مه بهوئ،
پر دین خپل تیاره زړونه روښانه کړئ !
تر دې وروسته ببرسری او مرید دواړه له معبد څخه ووتل.
د راهب له سترګو څخه یوه رڼه اوښکه را ورغړېده او
خلکو ته یې وویل :
د نن ورځې موعظه همدا وه !
( مرید نامه )
پر کلي ورننوتل، وبا ګډه وه، د ماشومانو لویه هدیره جوړه وه، مشران ولږې
او تندې پسې اخیستې وو، ویالې وچې وې، کلیوالو یو د بل غوښې خوړلې او
زورورو د کمزوریو پر وینو خپله تنده ماتوله.
چې اذان به وشو، کلیوال به ډلې ډلې ړنګ جومات ته ننوتل، اوږده اوږده
لمونځونه به یې وکړل، ډېره شیبه به یې لاسونه لپه نیولي وو: له خدای (ج)
څخه یې په ویالو او چینو کې اوبه، ښېرازي، سوله او یووالی غوښته، د وبا له
شره یې د خلاصون دعا ګانې کولې .
مرید ببرسری وپوښت: ولې د دوی دوعا ګانې نه قبلیږي ؟
ببر سري د وچې ویالې بهیر وڅاره، تر غره پورې یې نظر وګانډه او ځواب یې
ورکړ.
دا ویاله تر دې غره هاخوا له یوه بند څخه را بېله شوې ده، اوس بند نړېدلی
دی او سربند خټو بند کړی دی، لوی خدای (ج ) دې خلکو ته لاس او پښې بښلي، چې
ولاړ شي سربند پاک کړي او بند ورغوي، په وچو ویالو کې به اوبه راشي، غنم به
شنه او وبا به ورکه شي.
خو مرید قانع نه شو : ما د دعا د اجابت پوښتنه وکړه.
پیر وویل: همدا ( هڅه ) د دوی د دعا اجابت دی !
( مرید نامه )
پر یوه کلي ورپېښ شول، چې خلک یې د ګاونډیوکلیو له بدماشانو څخه په تنګ ول،
ګاونډیو کلیو د دوی اوبه ورڅخه ګرځولې وې، په چینو کې یې ورته ډبرې اچولې
وې، د دوی د کلي غواګانې او پیورې وزې یې ورڅخه په زوره وړلې، پادوانان او
شپانه یې وروژل او ژوندۍ رمې یې ورڅخه وړلې، د دې کلي کښتونه یې تر پښو
لاندې کول او درمندونو ته یې اور اچاوه، کلیوال د ګاونډیو کلیو له بدماشانو
خوراپازاب وو. مرید له پیر څخه وپوښتل :
ولې کلیوال د ګاونډیو بدماشانو څه چاره نه کوي ؟
ببرسري وخندل :
د دې بدمرغه کلي ملکانو او اخوندانو د ګاونډیو کلیو بدماشانو ته خپلې لوڼې
ور واده کړي دي، دوی په ګاونډیو کلیو کې کورونه او خېلخانې لري، ملکان وايي
د ګاونډیو پیران او زیارتونه زورور دي. نو ځکه یې دهغوی بدماشانو ته
لورګانې ورکړې دي. د بدماشانو ناروا ته غریب شپانه او خوار کلیوال یوازې
پاتې دي.
مرید پوه شو، چې دا خیښي ډېره مرګونې ده، له پیر څخه یې هیله وکړه، چې په
بېړه له دې کلي څخه ووځي.
... خو شاته لا هم له یوه درمند څخه لوګي پورته کېدل.
( مرید نامه )
غرمه وه، چې د ښار دروازه یې ورته پرانیسته، عجیبه وه، ښار دیوالونه نه
درلودل، خو دروازه به یې تر غرمې تړلې وه.
چې ورننوتل، څه ګوري ؟ د دروازې په دالان کې دوه پاسوالان ولاړ دي، تورې یې
له تېکو راایستلې او په وینو ککړې، وړاندې ولاړل، چې د ښار په لومړۍ
څلورلارې کې یې لوړ کله منار ولیده، مرید وحشت ونیوه، هاخوا لویه ډله خلک
په یوې جنازې پسې روان وو، مرید یو ښاري وپوښت : څوک مړ دی؟ ښاري په پوزخند
وویل : د ښار ( قصاب) !
په کوشنۍ ویاله کې له اوبو سره ګډې وینې بهېدې، هاخوا په یوه لوی واټ کې
ګڼې ښځې روانې وې، سرونه يې لوڅ او ببر وو، له خپلو ټیکریو څخه یې جنډې او
بیرغونه جوړ کړي وو، پر جنډو لیکلي وو:
( موږ د ښځو حقونه غواړو !)
ښځو د حقونو چیغې وهلې او خښمېدلې ښکاریدې ...
مرید ببرسري ته مخ ورواړاوه :
دوی څه وايي ؟
ببرسری پیر له خندا په ملا مات شو، له ډېرې خندا څخه یې د ستما په منځ کې
ځواب ورکړ:
دوی له هغو نارینه وو څخه ، چې یو په بل پسې تورې ګرځوي، خپل حقونه غواړي.
دا ښځې په هغه ښار کې، چې ( ژوند ) نه شته، ( حق) غواړي !
پوه شه ! چې ( حق ) د ژوندیو خلکو غوښتنه وي، پر مرګ محکوم ولسونه (حق) نه
شي غوښتلای!
مرید ښاریانو ته ځيروو، چې ټول دوه برخې شوي وو؛ نارینه د قصاب په جنازې
پسې راون وو او ښځینه وو د خپلو حقونو د غوښتلو چیغې وهلې.
( مرید نامه )
په ښار کې کتار خلک د حاکم د ماڼۍ دروازې ته ولاړوو، مرید له یوه ښاري څخه
وپوښتل : داخلک دلته څه کوي؟ ښاري ځواب ورکړ:
دښار حاکم سخي سړی دی، دوی ته هره ورځ په خیرات کې خواړه ورکوي.
مرید ببرسري پیر ته مخ ورواړاوه : افرین دې پر داسې حاکم وي!
خو ببرسري د ( نه !) سر وښوراوه :
د حاکمانو دنده دا نه ده، چې خپلو خلکو ته خیرات ورکړي، د ښه حاکم مسئولیت
دا دی، چې خلک له خیرات اخیستلو څخه بې نیازه کړي. که خلک په خپله د ډوډۍ
موندلو امکانات ولري، له هیچا به سوال ونه کړي. ښه حاکمان هغه دي، چې د
پرګنو پرشاړو زمکو اوبه ورسمې کړي، او خلک د دې وړتیا ومومي، چې د ډوډۍ
غوښتونکیو پرځای ډوډۍ ورکوونکي اوسي.
... او مرید نن یوه بله ( ریښتیا) زده کړې وه !
( مرید نامه )
پر لاره تېریدل، ناڅاپه دوړې شوې، خلک له لارې څنډې ته شول، لاره یې
پرېښوده، د لارې دواړو غاړو ته کتار ودرېدل ټول په ملا مات شول او د یوه
لوی درناوي لپاره یې ملاوې کړوپې کړې، ځینې ښاریان له ویرې رپېدل. یو
بدرنګه میرغضب پر تور اس راورسېده، توره پر لاس اردلیان یې ورپسې وو،
ببرسری او مرید یې هک پک ولاړ ول. ناڅاپه بدرنګه سپور ورغږ کړ:
لیونیانو ! ولې تعظیم نه کوئ؟ تاسو نه ګورئ، چې د لوی اتل زوی ( قهرمان )
ستاسو ترمخ ولاړ دی؟
ببرسري کړس کړس وخندل:
دا څه ډول قهرمان یې، چې لسګونه وسلوال اردلیان درپسې روان دي؟ که ته اتل
یې ورشه په خلکو کې یوازې وګرځه اوبیا ترې وپوښته، چې اتلولي دې مني که نه
؟
اتل غوسه شو، ویل : ټول ښار زما د راتللو د ښکالو پر اوریدو د پاڼو په څېر
رپیږي او ته مې لا قهرمان نه ګڼې؟
ببرسري ورغبرګه کړه :
پر ( اتلانو ) باید باور ولرو، له اتلانو څخه نه ښايي وډار شو.
دا ښاریان له تا څخه ویره لري، خو پر اتلولي دې باور نه لري.
مرید پوه شو، چې ښاریان دخپلې ویرې غلامان دي او که نه په ( اتل ) کې د
بادارۍ بل ارزښت نه شته !
|