کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

بخش های گذشته

 

۱۱

 

۱۲/۱۳


۱۴
 

 
 

   

لیکوال: هارولد کلمپ

    

 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي
 


ژباړه: اوس 

 

خلاقانه تکنيک
د روح سفر په دوو اصلي حالتونو کې رامینځته کېږي: یو د زمان او مکان په جهانونو کې، د روح د کالبوت مشخص حرکت دی، البته په حقیقت کې حرکت نه دې مطرح، ځکه چې روح په ټولو جهانونو کې حضور لري. حرکت یا ظاهري سفر، په واقعیت کې له روح سره د لاندې جهانونو د حالت او وضعیت همغږي کېدل دي. د روح سفر کېدلای شي لنډ یا اوږد واوسي.
راشئ له هغه خلاقانه تکنیک سره آشنا شئ، چې د روح سفر لپاره اړین دی. یو صحنه مجسم کړئ. تاسو کولای شئ، د روح په کالبوت کې، د سترګو په رپ کې هلته واوسئ. دا د فضا له مینځه د یوه ګړندي حرکت او سفر احساس سړي ته ور القا کوي؛ خو د روح سفر ستاسو شاوخوا تصوري چاپېریال په ظاهري حالت کې د بدلونونو بهیر دی، ترڅو له معنوي واقعیت سره په همغږۍ کې واوسئ.
د خلاقانه تکنیک تر سره کولو په موخه، له خپلو خاطراتو یوه صحنه غوره کړئ او هڅه وکړئ څه شی په کې بدل کړئ. د ساري په توګه تصور کړئ، چې د سیند یا سمندر څپې په سمندرغاړو لګېږي. اوس تصور کړئ، چې د اوبو له غورځو پرځو ډک نارامه جریان په آرامۍ سره را څرخي. دغه تکنیک د خپلو نورو ذهني انځورونو په اړه هم تر سره کړئ. د ساري په توګه د هغه آس انځور چې څري، په یوه داسې آس واړوئ، چې ځغلي یا ددې برعکس.
ددې تمرین د ترسره کولو پر مهال ښایي کله هم په تونل کې د باد لګېدلو په څېر یو کمزوري غږ احساس کړئ، یا ښایي د ګړندي حرکت احساس پېدا کړئ. په یاد ولرئ، چې دا ډول پېښې ټولې عادي دي.
خپلې خلاقانه تجربې ته ادامه ورکړئ. ژر به خپل ځان په خپل تجسمي انځور کې او یا په نوي ځای کې ومومئ. څومره چې کولای شئ، له دغې معنوي تجربې خوند واخلئ.
د روح سفر دویم ډول، چې ددې څپرکي په پېل کې یاد شو، د اګاهۍ انبساط دی. د روح دا ډول سفر، د الهام او روښانایي موندلو هغه واقعي حالت چې په اک کې یې په لټه کې یو او د خلاقانه تکنیک طبیعي نتیجه ده.
خلاقانه تکنیک، د اک (الهي روح) د روشونو په نسبت تاسو ته ژور بینش او بصیرت ډالۍ کوي او د عشق، خرد او آزادۍ لاسته راوړلو لپاره یوه وسیله ده.

معنوي کامیابي څه شی دی؟
هغه وګړی، چې معنوي تمرینونه پېلوي، ښایي له ځان وپوښتي، کامیابي څه شی دی؟ ددې پوښتنې ځواب له تاسو یو ګام لېرې دی.
کامیابي، د اک د ژوندي استاد او د دروني او بیروني استاد یعني ماهانتا سره لومړنۍ لیدنه ده. د شریعت -کي-سوګماد په لومړي ټوک کې داسې راغلي: «اکیست پرته له دې، چې دې ته پام واړوي، چې د دروني استاد کالبوت وویني یا ونه ویني؛ باید تل د کوندون، د حضور د وضعیت د تمرین په حال کې واوسي.» البته دغه حضور، د ملاتړ احساس موندلو، د یوه ستر عشق په وسیله را چاپېره کېدلو، د چلا د ژوند د شرایطو ښه کېدلو او د هغه د معنوي پوهې ډېرېدلو په بیروني جلو سره هم د درک وړه دی. دا ټول د روح د سفر له لارې برترو جهانونو ته تر سفر وروسته اکیست ته ډالۍ کېږي.
څوکاله دمخه، یوه اکیست له ویښېدلو دمخه په خپل خوب کې ماهانتا ولید او ماهانتا څه شی ورکړل. ټول هغه څه چې هغه لیدلي وه، همدا وه. خو د هماغه کال د اک په نړیوال سیمنار کې، استاد یو ځل بیا د ابي نور په یوه ستون کې هغه ته را څرګند شو او ویې وېل: «زه په هر ګام کې له تاسره یم.»
او ورپسې سخت امتحان پېل شو. د هغه اکیست په بدن کې د سرطان ناروغي تشخیص شوه. خو ماهانتا له ورکړې وعدې سره سم، د درملنې په ډوله دوره کې، د هغه له څنګ سره وه او په هر ګام کې یې هغه ته راحتي، هدف او ګټورې لارښوونې ور ډالۍ کولې. هغه اکیست دادی اوس له پینځو کلونو وروسته هم ژوندی دی.
د هغه وېرې نورې له مینځه تللي او هغه غواړي، چې نور هم په خپلو زړونو کې، په دایمي توګه د ښادۍ او عشق ساتلو په اهمیت پوه شي. دا هم یوه معنوي کامیابي ده.

د حقیقت پرانیستل
اک تل له ځان سره حقیقت راوړي؛ خو ښایي حقیقت موږ هر یوه ته په جلا جلا بڼو را څرګند شي. کلمه یا مانترا، چې د اک د وصلونو اخیستلو پر مهال تاسو ته درکړل شوې، د اک جریان ته د لاسرسي لپاره ستاسو شخصي کلي (کونجۍ) ده؛ خو تاسو باید له دې کلمې سره خپل تمرینونه تر سره کړئ.
پېل کې ښایي داسې په نظر درشي، چې دا اشتباهي کلۍ ده؛ ځکه چې څه شي نه دي ورباندې پرانیستل شوي. د آماده کېدلو له دغې ابتدایي مرحلې د تېرېدلو لپاره، د معنوي تمرینونو دغه خلاقانه تکنیک تر سره کړئ:
خپله سري کلمه زمزمه کړئ، او ورسره تصور کړئ، چې دا کلمه په یوه طلایي کلۍ یا کونجۍ بدلېږي. دغه طلایي کلۍ په کولپ کې دننه او دړه پرانیزئ. آیا وینئ؟ د خدای نور او صوت ټوله خونه رڼا کړې. ددغه تمرین ګټوره دوره چې پای ته ورسېده، دغه نوی روش وازمویئ. کلۍ اوس هم ښه کار کوي، خو ښایي کولپ زنګ وهلی وي. نو کلۍ په یوه اورلګید توده کړئ او بیا یې په کولپ کې دننه کړئ. او کلۍ په کولپ کې څرخي. دا کار په نرمونکو غوړو سره هم تکرارولای شئ. خو هر کار چې کوئ، د خپل تخیل قدرت او له خپلې سري کلمې سره کار کول هېر نه کړئ. او ډاډمن واوسئ، چې ماهانتا د آزموېلو لپاره تاسو ته نوې ایډیاوې درکوي.
دغه تمرینونه ستاسو د خلاقیت نیرو زیاتوي.
هر وضعیت کې، له هغه وضعیت سره مناسب معنوي تمرین راڅرګندي. تل یوه لاره شته، او دا قانون له تاسو سره مرسته کوي، چې په هر بن بست کې، د ځان لپاره غوره شرایط رامینځته کړئ. ځکه نو تل له بن بست څخه د وتلو په لاره پسې وګرځئ.
کوم یو ژر مینځته راغلی دی؟
تر ټولو قدیمي او سربداله کوونکې پوښتنه داده، چې کوم یو لومړی مینځته راغلي دي، چرګه که هګۍ؟ د هغو په اړه هېڅ لوی راز نشته. زما په نظر لومړی هګۍ مینځته راغلې. د لومړي چرګوړي مور او پلار کټ مټ د یوې چرګې او یوه چرګ په بڼه نه وه؛ خو ډېر هغو ته ورته وه. د سوړې یا ځالې دغې یوې هګۍ ځان کې دننه یو جهش یافته چوچوڼی درلود. راتلونکې کې، له دغو جهش موندلو جینونو څو دانو یې، د هغو الوتونکو، چې لا بشپړ مرغان نه وه؛ ترکیب شوي او له هغو اوسني چرګان مینځته راغلي.
په معنوي چارو کې هم دې ته ورته پوښتنه شته. دا چې کوم یو لومړی شوي، د خوب سفر که د روح سفر؟ دې لپاره کوم ثابت شوی ځواب نشته.
د نوادا د لاس وګاس، «ال.ام» د دوه قسمتي تجربې په اړه کښلي، چې د روح سفر یې لومړۍ برخه وه او د تجربې دویمې برخې د خوب په حالت کې ادامه موندلې او دې خوب ټوله شپه دوام درلود.
د یوې ورځې په سهار، چې هغه په خپل تخت کې معنوي تمرین سرته رساوه، د روح سفر هغه د اک د استادانو ربازار تارز او وازي (زما معنوي نوم) د لیدلو لپاره سمندرغاړې ته بوته. دغه سړی له ذهني مشکلاتو سره لاس او ګریوان وه. او دې ستونزې د اک لاره هغه ته سخته کړې وه؛ ځکه چې مشکلاتو یې د عشق پر ځای د ذهن د قدرت په لور د هغه لارښوونه کوله. د ذهن د کنترول لپاره د هغه ټولې هڅې په ماتې محکومېدلې.
عشق ته لاسرسی- هغه درس چې هغه باید له استادانو زده کړی وای- د هغې انرجۍ په پرتله، چې د ذهن په مېدان کې لګېدله، لږې هڅې ته اړتیا لرله. دا ځکه، هغه مهال چې ذهن خپله کمپله ټولوي، نو عشق ناڅي.
ال. ام له ربازار او وازي نه غوښتي وه، چې هغه ته له سختګیره ذهن د خلاصون په اړه نصحیتونه او اندرزونه ورکړي.
هغه وایي: «زما ذهن په قدیمي افکارو او ایډیالونو پورې نښتی دی. زه اجازه ورکوم، چې اک ته تسلیم شي؛ خو قدیمي افکار او ایډیالونه ژر بېرته را ستنېږي او ما زوروي.»
درېواړه د سمندر پر غاړه روان وه، تر هغو چې د یوه ناپېدا ځواک مېدان، ناڅرګند مانع، د هغوې مخه ډپ کړه. دغه خنډ د هغوی لاره بشپړه تړلې وه او هغوی یې وړاندې تګ ته نه پرېښوول.
هغه دغه خنډ د پلاستیک له یوې سترې صفحې سره تشبېه کوي. پېل کې هغه پرېکړه وکړه، چې پر خلاق ذهن باندې په ډډې لګولو سره، له دغه خنډه د تېرېدلو لاره ومومي. هغه خنډ ته ټکانونه ورکړل، چې مات شي؛ خو ناڅرګند خنډ، د ګړندي باد په څېر، د څټ له لوري پر هغه ګوزار ورکړ.
وروسته د ال.ام فکر ته راغلل، چې له یوې معمولي میلې ګټه واخلي. مېله چې راڅرګنده شوه، هغه په خنډ کې دننه کړه او دې سره ټول خنډ په ښوورېدلو او لړزېدلو شو.
اوس لاره خلاصه شوې وه او هغوی کولای شول، له سره په ګرځېدلو پېل وکړي. ددغې آزموینې په ترڅ کې، دواړه استادان د هغه څټ ته ودرېدلي وه او ننداره یې کوله او هغه په یوازې ځان له دغه سخت موقعیت څخه راووت. ورپسې درېواړو د سمندر پر غاړې ګرځېدلو ته دوام ورکړ.
بله مرحله کې، هغوی شدید غبار پوښلې سیمې ته ننول، وروسته هغه پوه شو، چې دغه غبار، د اتري طبقې په لاره کې موجوده پرده ده. دغه طبقه د ذهني دنیاګانو په تر ټولو لوړه برخه کې قرار لري.
هغه یوې سپینې دنیا ته ننوت. خو سره له دې، چې د لارې ورکېدلو کومه څرګنده نښه یې نه وه لیدلې، خو ددغې لارې په اړه، چې په کې روان وه، ډاډمن نه وه؛ خو بیا په ډېرې بېړې سره مخته ته. د اک دوه استادان، د اړتیا پر مهال، له هغه سره د مرستې او ساتنې په موخه، له هغه سره نېږدې روان وه. لړو یا وورو کې د ننوتلو پر مهال له دویم خنډ سره مخ شو. او داځل میله په خپل کار کې بریالۍ نه وه. لړو باندې د ګوزار کولو او د هغو له مینځه د لارې پرانیستلو لپاره هېڅ لاره نه لیدل کېده. خو بله لاره هم نه تر سترګو کېده. د «باجو» کلمه یې ذهن ته راغله. هغه پوهېده، چې دا کلمه هغه معنوي اصطلاح ده، چې سړي لپاره، اتري طبقې ته د ننوتلو اجازه ورکوي. هغه کلمه ادا کړه او ووره له مینځه لاړل. او دې وړې مېلمستیا دوام وموند. لږ وړاندې یو معبد را ښکاره شو. دغه معبد کې د اک استاد، لایي تسه زده کړه ورکوله.
دغه قدرمن استاد د هغوی د هرکلي په موخه دباندې راووت. (لایي تسه یو مهال چین کې ژوند درلود او د سوګماد خدمت یې کړی). هغه ال. ام خونې ته بوت. خونه کې نېږدې لس نور زده کوونکي هم ناست وه.
لایي تسه ووېل: «په دې خاطر دې ځای ته ستاسو لارښوونه شوې، چې په یوه ګډ مشکل باندې کار وکړئ. ددغه مشکل د حل کولو په موخه، ددې طبقې هر ځای ته چې غواړئ، تللای شئ.» ورپسې یې ال. ام ته ووېل: «ته کولای شې، تر هغو چې د خپل ذهن په کنترولو بریالی کېږې، دې ځای ته راشې.»
هغه دا ټولې پېښې د هماغې ورځې په سهار، د اک ژوندي استاد، ماهانتا ته د خپل وصل په راپور کې ولیکلې. وروسته یې د شریعت- کي- سوګماد د کتاب لومړی ټوک را واخیست، او په تصادفي ډول یې د هغه پاڼې را واړولې او بیا په یوه ځانګړې پاڼه کې ودرېد. له دې سره یې دغه متن تر سترګو شو:
«هغوی چې ماهانتا ته غوږ ږدي او له مینې په ډک زړه سره د هغه فرمان ته غاړه ږدي، په هر ځای کې به مینه ومومي. هغوی به الهي مینه ترلاسه کړي او د اک د ژوندي استاد د مینې په حریم کې به پاتې شي.» ال. ام د خپل ذهن په کنترولولو او په هغه کې د مینې د ځواک آزادولو په کار کې، د اک استادانو د مرستې له امله له هغوی مننه وکړه.
په عمومي ډول، ډېره مهمه نه ده، چې د روح سفر یا د خوب سفر، کوم یو ژر تر سره کېږي. بلکې مهمه داده، چې له هغه سره مل معنوي درس تر لاسه کړو.
راځئ، چې اوس دویم تمرین ته ورشو: د روح سفر لپاره د ویدېدلو تر ټولو غوره تکنیک،
د خوب په ترڅ کې، د روح سفر په موخه، د ځان چمتوکولو لپاره درې اصلي روشونه شته دي:
1. خپل پروګرام داسې جوړ کړئ، چې د شپې لخوا په پوره اندازه خوب ولرئ او په سبا سهار یې ښه تازه را ویښ شئ.
2. له خوب دمخه، څو دقیقې د اک یو کتاب ولولئ. دا کار د خوب په ترڅ کې، د معنوي کارونو سرته رسولو لپاره ستاسو قصد پیاوړی کوي. تر ټولو غوره انتخابونه د شریعت- کي-سوګماد لومړی او دویم ټوک او د رود پرغاړه پردي کتابونه دي.
3. او وروسته له هغې، د اک د ژوندي استاد، ماهانتا په څېره مراقبه وکړئ. په دغه تمرین کې استاد ته دا ډول بلنه ورکړئ: تا د خپل کور په ډول خپل زړه ته را دعوتوم. د مهربانۍ له مخې په هغه ځای کې زما مېلمه شئ. ورپسې بیا په عادي ډول څملئ؛ خو د روح سترګه مو (چې د دواړو وروځو مېنځ کې لږ څه لوړه موقعیت لري) د استاد د راتللو لپاره هوښیاره وساتئ. هغه ته انتظار واوسئ، ځکه چې هغه تل له تاسو سره دی.

د معنوي تمرینونو ورځنی پروګرام
د روح خودشناسي یا ځانپېژندنه، د اک د معنوي تمرینونو، ورځنۍ ترسره کولو له لارې تر لاسه کېږي. د خدای د ځواکونو واقعي پوهه په هغو کې ده، نه په کتابونو کې. ربازار تارز یو وخت ویلي وه: «زه هېڅمهال په کتابونو کې راغلې او لیکل شوې پوهې ته ډېر ارزښت نه ورکوم. هغه یوازې د ذهني سردرګمۍ یا سربدالۍ لامل ګرځي او نشي کولای، چې د اک د معنوي تمرینونو په شان، موږ ته د حقیقت سم درک راکړي.
د روح په سفر کې د هر وګړي بری، هره ورځني پروګرام ته اړتیا لري. سهار وختي، ستاسو د ښه حال له امله، د معنوي تمرینونو ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره وخت دی؛ خو ښایي کورنی یا کاري پروګرام مو اړ کړي، چې بل وخت معنوي تمرین ته بېل کړئ. خو مراقبه، هره ورځ، هر ساعت چې درته مناسبه وي، تر سره کړئ.
له تګزاس څخه ام.جي.دي، په خپل ټول ژوندانه کې، څه له بیروني پلوه او څه له دروني پلوه د الهي عشق یو خادم وه. هغه خدای تعالی ته په خطاب کې وایي: «هر راز چې غواړې، ما وکاروه.»
ځکه نو د روح په سفر کې، د هغه بریالیتوبونه باید موږ حیران نه کړي؛ ځکه چې د اک استادان تل په غوره او پرمختللو روشونو زموږ په لور راځي. دا اسراري تعلیمات دي.
هغه موندلې، چې هره ورځ په ټاکلي ساعت کې، د معنوي تمرینونو تر سره کول نتیجه ورکوي. (لیکوالان، هنرمندان، نوښتګر وګړي هم د خپلو خلاقانه ځواکونو د پیاوړي کولو په اړه ډېری همدا باور څرګندوي) هر وګړی باید ځان لپاره ځانګړی زمان او مکان بېل کړي، چې په دې کار سره الهي روح وکولای شي، پرته له څه خنډه دغه منتظر زړه او چمتو ذهن ته جریان ومومي. د روح سفر یوه بېلګه، چې د ام.جي.دي لخوا نقل شوې، دغه کیسه ده.
په هغه پسې پدارزاسک (د پال توئیچل معنوي نوم)، ربازار تارز او وازي راغلل، چې د اک د نویو او تر ټولو آسانو روشونو په اړه تازه ټکي ور زده کړي. پدارزاسک ورته ووېل، چې هڅه وکړي د پزې له یوه سوري ساه وکاږي. او دا هغه څه وه، چې رامېنځته شول:
ام.جي.دي، ناڅاپه ځان د روح په کالبوت کې، د کورنۍ په خونه کې وموند. هغه خونه او هلته ایښې د مېرمنې هوسا څوکۍ یې، د معنوي تمرینونو لپاره د هغه د علاقې وړ ځای دی. هغه د روح په کالبوت کې هڅه وکړه، چې د خونې له کړکۍ ووځي؛ خو د خونې د وتلو لار په دیوال کې وه. یوه شېبه وروسته هغه بېرته څوکۍ ته راګرځېدلی وه او د اک درې استادان یې له څنګه ناست وه. دا ډېره بېسارې تجربه نه وه؛ خو په هر حال هغه یې له تاوده او آرامتیا بخښوونکي مینې ډک کړی وه.
باید په دې ځای کې یوه ټکي ته اشاره وکړم. د روح په سفر کې تازه کاره وګړي، کله په دې اړه، چې ښایي ونشي کولای خپل فزیکي کالبوت ته را ستانه شي، اندیښنه کوي؛ خو دا د کار تر ټولو اسانه برخه ده. روح داسې دی، لکه په پلاستيکي کشک پورې تړلي ټوپ! همدا چې وګړي خپل تمرکز له لاسه ورکړ، نو د سترګو په رپ کې بېرته را ګرځي. ددې کار سرته رسول ساده دي. له کالبوته له وتلو سره سم، هر وګړی طبیعي او ښاد احساس لري.
وګړی ځان سره وایي: «په دې کار کې هېڅ سخت شی نشته. ما پخوا دا کار په کراتو سرته رسولی.» او په همدې موقع، په پوره ناراحتۍ کې د هغه تجربه پای ته رسېږي؛ ځکه چې هغه د هغو څیزونو په اړه فکر کوي، چې خوښېږي یې ویې ویني او تر سره یې کړي.
ام.جي.دي چې په فزیکي کالبوت کې راویښ شو؛ نو خپله تجربه یې یاددښت کړه، او له هغه وروسته یې د شریعت-کي-سوګماد د انتخاب کړې برخې لوستلو ته دوام ورکړ. (کومې کلمې، چې تاسو یې هلته مومئ، تاسو تجربې ته لا رنګ او نور ابعاد ورکوي).
ام.جي.دي، د اک استادانو له عشق او مرستۍ څخه منندوی دی. هغه پوهېږي، چې د هغوی پاملرنه له ده سره مرسته کوي، چې ژر کور ته ورسېږي.

د روح د سفر لومړنۍ نښې
د روح سفر له لارې، د کالبوت خوشې کولو یوه لاره، شپه مهال او په خوبولي حالت کې اوږد غځېدل دي. د یوه پنځه دقیقه یې چرت په فکر کې واوسئ، او ورپسې د ځان د وېدېدلو مرحلو ته پام وکړئ. کېدای شي دا کار د خپل ژوند له جوړې (مېرمنې/مېړه) سره ترسره کړئ. سره وعده وکړئ، چې څو دقیقې وروسته یو بل له کالبوتونو بهر وینئ. اوس هغه/هغې ته وګورئ. هڅه وکړئ هغه شېبه، چې د ژوند شریک مو، د ځلاند نور په وړانګو کې، خپل فزیکي کالبوت خوشې کوي، او لوړې معنوي سیمې ته ننوځي، درک کړئ. خو تاسو هم د یوه لیدونکي په توګه، په هماغه لوړه طبقه کې یاست.
هر وګړی له ویدېدلو سره خپل کالبوت خوشې کوي. دا یو طبیعي؛ خو ډېری مهال ځانناخبری (ناګاهانه) حرکت دی. د روح په سفر کې اصلي تفاوت دادی، چې موږ غواړو په کامله اګاهۍ کې، برتر حالت ته ورسېږو.
هماغه مهال، چې روح انساني کالبوت خوشې کوي، له آبي-خاکستري سیمې، چې د فزیکي طبقې د پاسه موقعیت لري، تېرېږي. دا کار یوه شېبه کې کېږي. دا سیمه اثیري طبقې ته نېږدې ده. له فزیکي طبقو، اثیري طبقې ته حرکت، د یوه ستر ګل د پاڼو مینځ کې د نرمې وږمې لګېدلو د حس په څېر دی. دا ګل په حقیقت کې هماغه ستاسو معنوي سترګه ده.
روح په اثیري کالبوت کې، چې د زرګونو ځلېدونکو ستوریو په څېر دی، دغې خنثا آبي- خاکستري سیمې ته ننوځي. دغه حاېله سیمه، د فزیکي طبقې او د اثیري طبقې د لاندې پوړیو ترمېنځ د دهلېز او لارې په څېر ده. کټ مټ د یوه ستر توغندي، د تلخونې د زېرمتون په څېر، چې ښایي دوه سوه فوټه قطر او زر فوټه ژوروالی لري. ددغې حلقوي سیمې چت د جنت په لور پرانیستل کېږي او هلته ښایي سپین نور روښانه کړی چت ووینئ، یا ښایي د شپې د وخت آسمان ووینئ، چې د زرهاو ځلېدونکو ستورو برخې ورباندې شیندل شوي او یا هم شونې ده، چې بله صحنه ووینئ.
د هغه چت په خوله کې چې هر منظره ووینئ، روح په زیاتې چټکۍ سره د هغه پر لور ځي او له هغه ځایه دی، چې واقعي سفر پېلېږي. ډېری وګړي، ددغو دوو جهانونو له ابتدایي پولې له اوښتلو وروسته خپل خوبونه په یاد راوړي.
ربازار تارز له هغه سره مرسته کوي، چې د روح سفر زده کړي.
د هالنډ په هېواد کې یوه ورځ یوې مور د ستړیا احساس وکړ او وغځېده، چې څه چرت ووهي. هغې د ستړیا او خستګۍ احساس کاوه، خو خوب هم له هغې سره د موږک او پشۍ لوبه شروع کړه، هغې ته خوب نه ورته؛ تر هغو چې مغزو کې یې یو پړک شو او ویې وېل: ماهانتا، مهرباني وکړئ ما ته یوه تجربه را په برخه کړئ.
او په هماغه شېبه یې په ځان کې دننه، یوه لوړه ختونکې څپه احساس کړه. هغې د خپل غځېدلي فزیکي کالبوت دپاسه ارتفاع ونیوه، د لاندنیو دنیاګانو سمندرونه یې څټ ته پرېښوول، تر هغو چې د خپل شاوخوا چاپېریال د ګړندیو بدلونونو له مجذوبیته ستړې شوه. خو ناڅاپه پرته له څه خبرتیا، ناپېژانده ډار په ځان کې ونیوله. له ځان سره یې فکر وکړ: آیا زه د مړینې په حال کې یم؟ نو واړه ماشومان به څرنګه شي؟
له دغې وېرې سره سره، د روح دغه سفر ښکلې برخه هم لرله. هغې له ځان سره ووېل: دا حالت ډېر ښکلی دی، د ودرولو لپاره یې هڅه نه کړم. هغې د چلاګانو د معنوي محافظت په اړه د اک استادان په قول ډاډ درلود او پوهېدله، هر چېرې چې د روح سفر پای ومومي؛ بالاخره له هغه ځای بېرته لومړني ځای ته په څټ راګرځي.
هغه د برېښنا په چټکتیا له بېلابېلو جهانونو تېرېدله. هغې د جنت د چت او د هغې سیمې له ناپایه آبي رنګ او رڼا څخه لوړېدله، چې بیا یوې سپین رنګې او ساه تنګوونکې سیمې ته ننوته.
دغه سپین رنګې سیمه، د عشق او رحمت اقیانوس یا سمندر وه. هغه د خدای سیمې ته ننوتې وه. هغې هلته له نور څخه جوړه دایره یې شکله او معبد په څېر ودانۍ ولیده. هغه دغې نوراني او ګردې ودانۍ په خپل شوکت او عظمت کې ډوبه کړه. هغه په یوه ژوره او له خونده ډکه ښادۍ کې ډوبه شوې وه. خو یوه شېبه وروسته یې فزیکي سترګه د کور د آشنا منظرو او غږونو په لور پرانیستل شوه.
دغه ستر سفر پای ته ورسېد. سره له دې چې خوبولې وه، د ساعت په لور یې ور وکتل. ۴۵:۴ دقیقې وې. دا یوازې یو لنډ چرت وه.
خو پر هماغه مهال، د یوه شي یا یوه وګړي انځور د هغې تر سترګو شو. دغه د انځور سړی، د اک استاد ربازار تارز وه. نوموړي د روح ددغه له هیجانه ډک سفر په ترڅ کې، د هغې لارښوونه وکړه، چې خپل رښتیني کور یعني د خدای سپېڅلي معبد ته لاسرسي پېدا کړي. اوس یې هرڅه په یاد راوړل. ددغې بې شانه تجربې په اوږدو کې، د هغه له ملګرتیا کولو پوره اګاه وه. هغه شېبه یې ور په یادوله، چې د وېرې پر یرغلګرو څپو لاسبرې کېدله. دا ټول د هغه (ربازار تارز) د مرستې له لامله شوي وه. هغه کیسه کړي، چې په مخکنیو سفرونو کې یې هېڅ مهال له کوره دباندې نه وه وتلې.
دغه مور، چې رڼا او نور یې موندلی، وایي، چې نور یې نو د اک په اړه ټول شکونه له مېنځه تللي.
دلته دوه ټکي دي. یو داچې هغې له ماهانتا خواهش کړی وه، چې د خوب په ترڅ کې یوه تجربه ور په برخه کړي، او بل دا چې، یوازې پاک او له هر ډول ککړتیاوو تش شوي زوړنه ددې وس لري، چې سوګماد (خدای) ته ور ورسېږي.

سپک او آسانه تمرینونه
ددغه تکنیک سرته رسولو لپاره پر ځمکه کښېنئ. خپلې سترګې وتړئ، او پښې اوږدې وغځوئ. ژوره ساه وباسئ او وروسته خپل لاسونه وغځوئ، داسې چې د لاسونو ګوتې مو پښې لمس کړي. تر خپله وسه ټيټ شئ. د معنوي تمرین په ترڅ کې پر عضلو باندې فشار راوړلو ته هېڅ اړتیا نشته. له دې سره یو ځای سوګماد (سوګ ماد) زمزمه کړئ. هره څپه یا سېلاب له عادي حالته اوږده تلفظ کړئ. مخې ته له ټیټېدلو سره لومړۍ څپه یعني سوګ ووایئ او عمودي حالت ته له راستنېدلو سره ماد زمزمه کړئ.
دغه تمرین، د برترو جهانونو لیدلو لپاره د روح اګاهي پرانیزي او چمتو کوي یې. دغه تمرین اووه ځله تکرار کړئ، ورپسې لنډه دمه ونیسئ. تمرین د پنځو نورو حرکتونو په تر سره کولو سره پای ته ورسوئ. وروسته وغځېږئ او د روح له سفر سره، چې په زیات احتمال سره تجربه به یې کړئ، ملګري شئ.
دغه تمرین د هغو وګړو لپاره، چې له فزیکي تمرینونو سره روږدي دي، مناسب دی او ستاسو ډاکتر هم باید هغه تایید کړي. د اک زده کړې، د روح سفر ترسره کولو لپاره، هغو وګړو ته هم چې لږ فزیکي چمتوالی لري، ډېر تمرینونه لري.

د حقیقت څېړل
سندي، چې استرالیا یوه هستوګنه ده، د اک د «که خدای، خدای دی» او «تاسو څوک یاست؟» د غږیزو سي دي ګانو په اورېدلو پېل کړی وه. په سي ډي کې اشاره شوې وه، چې «فضا ته الوت» یو ستر پرمختګ دی؛ خو ددې الوت مقصد کوم ځای دی؟ دا ډول تمرین وګړي ډېر ټینګار ورباندې کوي، د هغوی معنوي پرمختګ ته څه ګټه درلوده.
په سي ډي کې د استاد خبرو، هغې ته قدیمي خاطرې ور په زړه کړې. سندي له دا ډول الوتنو ډېر خوند اخیستی وه. خو له هغې معنوي آزادۍ سره سره، چې دغه تمرین له ځان سره راوړل؛ هغه څه چې د هغو د برجسته کېدلو لامل شوی وه، ور سره مل معنوي بینش یا بصیرت وه.
له کالبوت بهر الوت لپاره، د سندي لومړۍ هڅه، د یوه وړوکي چرګوړي د تجربې په شان، نه آزموېل شوې او له کنجاوۍ ډکه وه. هغې بیا هم ډېره هڅه وکړه. خو له زیاتې هڅې او تلاش سره سره یې نشول کولای له خپل کالبوت څخه ډېره لېرې ولاړه شي. پر دې مهال د استاد دروني غږ هغې ته ووېل: دومره ځان مه ځوروه.
هغې دا لارښوونه ومنله او په آرامۍ سره یې مخ پورته حرکت پېل کړ. هغې ژر دغه باور خپل نفس ته ورکړ، چې په فضا کې پاتې کېدلو لپاره کافي تمرکز وساتي او اوس هغه نوره هم په فضا کې لوړېدله. په داسې حال کې، چې له زیاتې خوښې په پوست کې نه ځاېدله، په هوا کې د لامبو وهلو او ملاق خوړولو په څېر تجربې یې پېل کړې. هر څه څومره له هیجانه او حیرانیتا ډک وه. خو اوس د حقیقت د څېړلو وخت وه. د ماهانتا دروني اشارې، د هغې اکروباتیک ډوله کارونه ودرول.
ډېر ښه ده، چې په خوشحالۍ درباندې تېرېږي؛ خو ددې ترڅنګ باید خپله د خدمت کولو دنده هم ترسره کړئ.
د معنوي قدرت زیاتېدل، د نورو د خدمت لپاره، د هغو مهارتونو د کارولو مسوولیت هم له ځان سره ملګری لري.
هماغسې، چې خپله هم پوهېږې، له پرمختګ څخه زموږ ټول هدف دادی، چې یوه ورځ وکولای شو، د خدای همکار شو.
سندي د هغه ټول بینش او بصیرت په خاطر، چې د اک د معنوي تمرینونو له لارې لاس ته راوړی وه، منندوېه او شکرګزاره وه. د شریعت-کي- سوګماد دویم ټوک دا مساله روښانه کوي: «اک یا د حیات د اورېدلو وړ جریان، د سوګماد ګوهر، الهي روح او د خدای د درک پوهه ده، چې په ترڅ کې یې وګړی د روح سفر د تمرین له لارې، د دیني اګاهۍ حالت ته رسېږي او دغه هدف ته لاسرسی په شخصي او فردي ارادې او د اکنکار د معنوي تمرینونو له لارې ممکن ګرځي.»

د دیني اګاهۍ حالت!
دا هغه څه دي، چې سندي د حقیقت د څېړلو او پلټولو په ترڅ کې، د هغه په لور رهنمایي شو، چې نورو ته د خدمت کولو ښادي هم له دې سره ملګرې ده. په حقیقت کې دغه دواړه هدفونه خوا په خوا، او لاس په لاس مخته ځي.

د خدای آبي پرده
ددغه تمرین لومړۍ برخه داسې ده، چې باید د روح د لیدلو ځواک راویښ کړي.
د لسو یا شلو دقیقو لپاره په داسې ځای او زمان کې، چې څوک مو مزاحمت ونه کړي، کښېنئ یا وغځېږئ.
سترګې مو وتړئ او خپل مقابل لور دیوال باندې یوه تېزه آبي پرده تصور کړئ. په لومړیو څو ورځو کې ښایي یوازې هماغه پرده ووینئ؛ خو لږ وروسته به له هغې د خدای د نور پړقا په ځلېدلو شي.
ددغه تمرین دویمه برخه، ستاسو د معنوي اورېدلو د ځواک د ښه کولو په اړه ده.
آبي رنګې پردې ته له کتو سره یو ځای د هیو زمزمه پېل کړئ (دا کلمه هي یو تلفظ کېږي او د خدای یو قدیمي نوم دی، چې الهي ولیانو زرګونه کاله هغه وېلې).
څو دقیقې وروسته، هیو په دروني ډول زمزمه کړئ. څو دقیقې ادامه ورکړئ او ورپسې چوپتیا غوره کړئ.
آرامه کښېنئ او مخامخ آبي رنګې مجللې پردې ته ځير شئ. هر غږ، حتا هغو غږونو ته چې له دباندې راځي، غوږ کښېږدئ. ددغو واقعي غږونو په مینځ کې هغه غږ چې له ...اک، الهي روح را رسېږي، ځای لري. او په یاد ولرئ، چې ددغه لنډ تمرین په ترڅ کې خپل زړه د خدای له مینې داسې ډک کړئ، چې مینه ور څخه څپې ووهي.
ولې باید نیایش، مدیتشن یا مراقبه وکړو؟ ښکاره ده، چې دلیل یې پرمختګ او له نورو مادي هدفونو څخه بهر، بل څه دي. دا ژوند ستاسو خپل حق دی، او هر څوک باید په خپل روش، او ځانته په مناسب زمان کې د حقیقت په لور ولاړ شي.
دا لاره هر وګړي ته یوازینې او ځانګړې ده؛ خو په یوه وخت کې، ټول خلقت، د ټولو ارواوو وېښېدلو ته انتظار دی. ځکه نو ولې باید نیایش، مدیتیشن یا مراقبه وکړو، یا ولی باید د تمرین او د خوب په څېر څېزونو په درک لاس پورې کړو؟
دا ټول د تاسو د ودې په خاطر، د روح په کالبوت کې تر سره کېږي. که تاسو را ویښ شئ او خپله معنوي سترګه پرانیزئ، نو کولای شئ، د ژوند ټوله هغه غنا، چې تاسو یې را چاپېره کړي یاست، درک او وپېژنئ. که په دې له هڅو ډکه لار کې، چې ستاسو ژوند در بدلوي، مرستې ته اړتیا ولرئ؛ نو مرسته وغواړئ. دروني استاد به ستاسو مرستې ته راشي.
په یاد ولرئ
د «رود پر غاړه پردی» کتاب کې د اک استاد ربازار تارز پلټونکي ته ستر راز ښکاره کوي: «د عشق لاره تر خرد او ادارک غوره ده؛ ځکه چې په عشق سره کولای شئ دا ټول یو ځای تر لاسه کړئ.» (د خرد ګاڼې). دا لنډ خو خوږ پند او نصیحت دی.
ددې ټکي په لوستلو سره، له دې کتاب سره ستاسو سفر پای ته رسېږي؛ خو ستر سفر په مخ کې دی. خامخا مو زده کړې او دا موندلې، چې تېر ژوندونونه، خوبونه او د روح سفر، ستاسو د معنوي سفر اساسي برخې دي. خو هېڅ یو یې په یوازې توګه کامل نه دی؛ ځکه چې زړه او د ژوند روح، چې هماغه د خدای عشق دی؛ تر هغو لوړ موقعیت لري.
د ټول حیات سرچینه په یوه واحد حقیقت کې را ټوله شوې: روح وجود لري؛ ځکه چې خدای له هغه سره مینه کوي. ودرېږئ او سوچ وکړئ. که داسې څه حقیقت ولري؛ نو مخلوق له خالق سره وصل دی او دا د ژوند راز دی.
مینه هرڅه ده، او له هغې پرته هېڅ شی نشته. خلک، مکانونه او هغه څېزونه، چې موږ یې درک او ستایو؛ ټول د خدای د عشق را څرګندېدل یا یوه جلوه ده. خو غم، دلسردي، یوازیتوب، او د منفي طبیعت ټولې نښې نښانې د خدای له عشق څخه د موقت بېلتون له لامله دي.
د اک معنوي تمرینونه زموږ د زړه له صمیمیت سره مرسته کوي، ترڅو وکولای شو د الهي عشق سرچینې ته ورسېږو. کور ته د ستندېدلو دغه هڅه باید یوه اګاهانه هڅه وي او د اک د معنوي تمرینونو هدف هم همدا دی. په تېرو پېړیو کې بېشمېره ارواوو، د خدای په لور دغه بې زمانه لاره وهلې ده او زرګونه تنه اوس مهال د هغې په لټه کې دي.
آیا د اک زده کړې ستاسو لپاره مناسبې دی؟ یوازې زړه مو دې پوښتنې ته د ځواب وېلو وس لري.
ځمکه د یوې مدرسې او ښوونځي په څېر ده. د تحقیق او د ښو څېزونو او نورو عالي صفتونو د زده کړه او لپاره ځای دی، چې د ورځني ژوند د درسونو له لارې تر لاسه کېږي او له هغې وروسته ستاسو معنوي سترګه د خدای د روح، چې په هر ژوندي موجود کې ځلېږي، پرانیستل کېږي.
تصور کړئ، چې د بشریت تاریخ څه ډول بدلېدلای شي؟ کله چې د ښوېدلو، لوېدلو او پورته کېدلو په حال کې پرګنو له مینځه رڼې شوې ارواوې راپورته شي. خو له دې ټولو سره، د اک معنوي لاره یوه شخصي لاره ده او هر وګړي باید په یوازې ځان ور باندې تېر شي. دغه لاره زموږ د ارادې د ازادولو لپاره مینځته راغلې.
حتا که ستاسو لخوا، ستاسو د ژوند په تر ټولو ستره پېښه او اوښتون د ګام ايښوولو مناسب زمان نه وي درته را رسېدلی، زه ډاډمن یم، چې په دې پاڼو کې لیکل شوې کلمې به ستاسو ژوند د تل لپاره بدل کړي او نور نو تاسو هیڅکله هغه پخوانی انسان نه یاست. روح دغه پیغام اورېدلی او اوس کور ته د تللو بلنه غواړي. زموږ د بیا تناسخ ټول هدف، د عشق او خپلې معنوي آزادۍ موندل دي.
ښه خوبونه او ډېر سفرونه مو په برخه
برکت یوسئ!
د کتاب پای
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۱۲       سال دهم           حوت/حمل             ۱۳۹۲/۱۳۹۳  خورشیدی      شانزدهم مارچ ۲۰۱۴