کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
     لیکوال: هارولد کلمپ

   
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي


ژباړه: اوس 
 
 


د اک الهي جهانونه: لورتا مک کوي
د اک د ۱۹۸۱ کال له نړیوال سیمنار دمخه رخصتۍ وې، او ما په هغه کې د ګډون کولو امېد له لاسه ورکړی وه؛ خو د یوه خلاق روح په توګه مې په خپلو معنوي تمرینونو کې پرېکړه وکړه، چې د خوب او یا هم روح سفر له لارې، په سیمنار کې ګډون وکړم.
په هغه شپه مې یو خوب ولید.
زه په یوه داسې ځای کې ولاړ وم، چې نرم نور پرې را خپور وه، یوه سړي مشکي رنګی ښکلی او انتیک فورد موټر چلاوه. موټر بیخي نوی وه. فکر کې راوګرځېدل: واه، زه خو په رښتیا پر دې موټر میېن یم.
د خوب موټر مې پوره معنوي جذبه له ځان سره لرله. بې زمانه وه او له هر راز مدرنه موټر څخه غوره وه، لکه روح داسې؛ هېڅ شي نه شول کولای، د سفر او برخلیک مخه یې ونیسي. د موټر چلوونکې ما ته رانېږدې شو. د یوه بل حال مو وپوښته، او تي مشکي موټر د ښېګڼو په اړه مو خبرې وکړې. چلوونکی په منځني عمر را تر نظره کېده. زما په قد وه او رسمي جامې یې پر ځان وې. له ما یې وپوښتل: غواړې سپور شې او دوره ووهې؟
زړه مې ودرېد. د داسې موټر چلول زما لپاره تر ټولو لوړه هیله وه. زړه مې مثبت ځواب ورکړ؛ خو زړه کې مې شک ځای ونیو. دا سړی څوک دی؟ زه هغه هېڅ نه پېژنم. ځواب مې ورکړ: نه!
خو داسې را ته ښکاره شوه، چې هغه زما له ځوابه نارحته نه شو، او احساس کړې یې ده، چې زما زړه کې څه تېرېږي. زما لاسونه یې په خپلو لاسونو کې ونیول او په مېنه ګر غږ یې ووېل: راشه، راشه او یوه دوره ووهه.
له دغې بلنې سره زیاته مینه ملګرې وه. ما د هغه آرامه څېرې ته وکتل او له دې سره مې ټول شک ورک شو. پوهېدم، چې د موټر چلوولو پر مهال به هرڅه، په ښه شان مخته ولاړ شي. مخکې تر دې چې موټر ته ور وخېژم، هغه زه د موټر څټ ته بوتلم او هلته نښلول شوی لېبل یې راوښود.
پر لېبل کښل شوي وه: د اک الهي جهانونه
ما ووېل: واه! د اک الهي جهانونه؟ او دې سره ناڅاپه را ویښ شوم. ځان سره مې فکر وکړ، چې څه ښایسته خوب وه.
دوستان مې څو ورځې وروسته، له زیات هیجان سره، د اک له نړیوال سیمناره راستانه شول. اکنکار یو نوی د اک ژوندی استاد درلود. زما له میلیونونو پوښتنو یوه یې دا وه، چې استاد څه ډول څېره درلوده؟ تر نظره کېده، چې یو هم نشي کولای د هغه څېره ما ته توضیح کړي.
په پای کې، ددې لپاره، چې په خپلو سترګو د اک د ژوندي استاد ووینم، او وګورم چې څه ډول څېره لري، نو په دې موخه پخپله د اکنکار مرکز ته ولاړم. هلته مې د هغه آرامه سړي انځور ولید، چې ما ته د په ټي موډل ښکلي موټر کې، د اک د الهي جهانونو د سفر وړاندیز کړی وه. دغه سړی، د اک ژوندی استاد، ماهانتا، سري هاروالد کلمپ وه.
زه ښه پوهېدم، چې هغه په رښتیا د اک ژوندی استاد دی، او کولای شي، په وده او د دروني الهی جهانونو په لیدلو کې، له ما سره مرسته وکړي.

د روح د سفر زده کول
هغه څوک چې زه یې دلته د آن په نوم یادوم، په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه. هغه په خوبونو کې د روح سفر په اړه زده کړه کړې وه؛ خو دا پوښتنه تل ورسره وه، چې ولې یې هېڅمهال له آپارتمان بهر سفر نه دی کړی.
هر مهال به چې آن په خوب ولاړه، نو د روح په کالبوت کې به راویښ شو، فزیکي کالبوت به یې لیده، چې پر تخت اوږد غځېدلی. همیشنی کار یې دا وه، چې د دروازې په لور به ته او د ودانۍ دهلیز ته به ننوت، او هلته به انتظار ودرېده. په دې ترڅ کې به دروني استاد هم له یوې ګوښې را ښکاره شو او پوښتل به یې: چېرې غواړې ولاړ شې؟
آن به تل دا ځواب ورکاوه: غواړم د طلایي خرد معبد ته ولاړ شم. خو له دې سره سره یې اوس هم د روح د ټولو سفرونو مقصد د هغه خپل اپارتمان وه. یوه شپه یې له دروني استاده وپوښتل، چې ولې په خپلو خوبونو کې نشي کولای له خپل اپارتمان څخه ووځي او ویې وېل: مهرباني وکړئ ما ته را وښیئ، چې څه کار باید وکړم؟ استاد وپوښتل: د روح سفر دې څه ډول زده کړ؟ له دې سره آن، له کالبوت بهر د ځان لومړی پلا لیدلو د مهال په اړ فکر وکړ.

له فزیکي کالبوت بهر ځان لیدل
د هغې لومړۍ تجربې په ترڅ کې آن د اپارتمان شاوخوا نظر ځغلولو لپاره پخلنځي او خوبخونې ته تللی وه، او ځان سره یې ویلي وه، چې دا په رښتیا عالي ده. په هر ګام کې یې له ځانه پوښتلي وه، چې وروسته له دې څه کار باید وکړي. لږ ځنډ تېر شو، چې بیا یې دروني استاد معنوي نوم، د وازي کلمه، په خوب کې زمزمه کړه. دغه نوم هغه برترو حالتونو ته بوته، داسې چې موندنو او لاسته راوړنو یې هغه هڅاوه، چې په لا نویو تجربو لاس پورې کړي.
پېل کې یې ذهن ته څه نه ورتلل، خو وروسته یې کولای شول، د خوب په حالت کې، په ارامۍ سره، پر څوکیو او کوچونو کښېني او د اک معنوي تمرینونه پېل کړي. معنوي تمرینونو هغه له اپارتمانه بهر او دهلیز ته بوته او هلته یې له دروني استاد سره ولیدل. دا هغه لومړنۍ او وروستنۍ تجربه وه، چې هغه یې د ترسره کولو هڅه کړې وه.
په پای کې آن پوه شو، چې ولې، استاد د خوب په حالت کې، هغه ته نه راځي او نه وایي: ښه، اوس موږ د طلایي خرد معبد ته ځو. زه به د تا لپاره ټول کارونه سرته ورسوم، او اړتیا نشته چې ته هېڅ کار سرته ورسوې.
دروني استاد له هغه غوښتل، چې له خپلې نوآورۍ او خلاقیت څخه کار واخلي.
ډېری مهال ځکه وګړي د روح په سفر او د خوب په سفر کې ماتې خوري، چې له مړینې وېرېږي. آن په تجربه کولو پېل وکړ او د خوب سفر تجربه یې هم هغسې وه، چې خپله یې غوښتل، ځکه وېره په ورکېدلو شوه.
کېدلای شي په پراخه کچه، د ژوند په ټولو مواردو کې، د روح له سفره استفاده وشي. دغه مقوله، له فزیکي کالبوته دباندې وتلو څخه پورته څه ده. په واقعیت کې، د روح سفر، د اګاهۍ بسط او پراختیا ده. او وګړي ته اجازه ورکوی، چې هره ورځ د برتر خرد په نسبت، په زیاتې اګاهۍ او بینش سره ژوند وکړي. دا هغه اګاهي ده، چې د اک، مقدس روح په فیض او برکت سره یې لاسرسی ورته موندلی دی.

د دعا لپاره ځواب
خوبونه، شهود او نورې تجربې په یوازې توګه لږه معنا لري؛ خو زموږ د معنوي ژوندانه دننه داسې نښې نښانې شته، چې له ژوندانه سره زموږ د همغږۍ کچه او اندازه ښیي. په حقیقت کې، د ژوندانه ټول ټکي موږ ته ددې چارې د زده کړې لپاره دي، چې څرنګه د خدای له غږ، نور او صوت سره همغږي شو. ډېريو د اکنکار د زده کړو له لارې، خپلو دروني دنیاګانو ته لاره موندلې.
خو کله هم یوه شخصي تراجیدي موږ د ژوندانه د معنا په لټه بوختوي.
بتي له خپل زوی سره یوه سخته تړلې مور وه. هغې د موټرساېکل په پېښه کې د خپل زوی له لاسه ورکولو وروسته اکنکار وموند. هغې چې د زوی په له لاسه ورکولو سره یې ژوند او هیلې له لاسه ورکړې وې، خو کلیسا نشول کولای، آرمتیا ورته ورکړي. هغې په ټولو مراسم کې اوښکې توېولې. که یې کولای شوای، چې خدای ته ورنېږدې شي، ښایي د پښې د علت په درک کولو کې یې مرسته ترلاسه کړې وای. تر ټولو مهمه دا چې اوس یې زوی چېرې وه؟ آیا حالت یې ښه وه؟ په دې خبرو باندې پوهېدلو لپاره یې دعاګانې نه ختمېدې.
پنځه مېاشتې همداسې د اور په شان ورباندې تېرې شوې، خو هغه مهال چې حالت ډېر خراب وه، هغه څه یې تجربه کړل، چې ژوند ته یې بدلون ورکړ. هغې تصور کاوه، چې خوب ویني، خو په حقیقت کې دا د روح سفر تجربه وه.
بتي د پوره اګاهۍ په لرلو سره په نورو دنیاګانو کې راویښه شوه. یوې عینکي ښځې، چې په خاکستري وېښتانو کې یې سپین را څرګند وه؛ ورسره ولیدل،. دواړو څو دقیقې خبرې وکړې. بتي د خپل زوی نوم واخیست او له مېرمنې یې وپوښتل، چې آیا هغه پېژني؟
مېرمنې ځواب ورکړ: البته چې پېژنم یې. هغه هلته په هغه سپین کور کې اوسي. د بتي مخې سره، د رود پر غاړه، یو کلي لیدل کېده. هلته یې خپل زوی وموند او دواړو اوږد مهال خبرې سره وکړې. هغه بتي ډاډمنه کړه، چې روغتیا یې له ځمکني حالته ډېره ښه ده، ورپسې یې مور ته وکتل او ویې ویل: ته پوهېږم، چې له ځان سره څه کار کوې! مورې، له ځان سره داسې مه کوه! ته ځانته زیان رسوې.
له جلا کېدلو دمخه بتي وپوښتل کولای شي په غېږ کې یې ونیسي؛ ځکه چې له مړینې دمخه یې ددې کار موقع نه وه موندلې. د هلک سترګې له خندا وځلېدې او ویې وېل: ولې نه مورې!
د روح سفر بتي د خپل زوی په خوا وروسته. هغې له راویښېدلو وروسته هم په خپلو بازوګانو کې د زوی د بدن تودوخه احساسوله. حتا د هغه د بدن بوی او عطر یې هم په شامعه کې پاتې وه. ددغې لیدنې ښادي او آرامتیا د اونیو لپاره پاتې شوه. بتي پرېکړه کړې وه، په جنت کې د خپل زوی د نوي کور په اړه په هر څه پوه شي. هغه ډاډمنه وه، چې د نړۍ په یوه ګوښه کې داسې څوک شته، چې د هغې پوښتنو ته ځواب ووایي، او دا هغه مهال وه، چې خور یې اکنکار ور وپېژانده.
د پال توئیچل «معنوي کتابچه» لومړنی کتاب وه، چې بتي ولوست. او دې کتاب هغه ډاډمنه کړه، چې د دوعاګانو ځواب یې دلته دی. دلته د نورو دنیاګانو په اړه هغه توضیحات راغلي وه، چې منطقي په نظر راتلل.
اوس به هم کله نا کله زوی پسې خپګان اخیسته. نوره نو بتي د ماهانتا په لټه کې وه، ترڅو د روح سفر په ترڅ کې، د زوی د بیا لیدلو آرامتیا په بیا موندلو کې مرسته ور سره وکړي. هغې هره ورځ د اک معنوي تمرینونه سرته رسول.
د اک د خوبونو په دیسکورسونو کې د دروني سفر څو تخنیکونه شته، چې د اکنکار د غړیتوب په حاصلولو سره ترلاسه کېدلای شي، او نورې ډېرې طریقې د اکنکار لخوا چاپ شوي د «اک معنوي تمرینونه» کتاب کې شته دي. بتي اوس د الهي جهانونو د اسرارو د کلیګانو؛ یعنې د الهي نور لیدلو او الهي صوت اورېدل لپاره خپلې هڅې پېل کړي دي.
دې ته ورته کیسې کولای شي، د عشق او حقیقت لټولو لپاره وګړي ترغیب او وهڅوي؛ خو حقیقې موندنې په دې پورې تړلې دي، چې تاسو سم روشونه او طریقې وکاروئ. په همدې موخه د اک معنوي تمرینونه شته دي، چې د اک په کتابونو او د اک په دیسکورونو کې راغلي دي. دغه تمرینونه، په ټوله ورځ کې یوازې لس یا شل دقیقې وخت غواړي. مناجات یا مانترا، فقط د خدای لپاره د عشق سندره او د الهي روح د موندلو کليګانې دي. مناجات له تاسو سره مرسته کوي، چې د ژوند په قدر پوه شئ.
ډېری اکیستان، هغه مهال، چې د اک د تعلیماتو په اړه یې پوره مهارت تر لاسه کړ، معنوي تمریناتو ته تغییر ورکوي او له خپلو شرایطو سره یې برابروي.

یوه ځلانده جسم ته ځېر کېدل
دغه تخنیک له فزیکي حالته د برترو اګاهیو حالتونو ته ستاسو لارښوونه کوي. فقط دومره، چې یوه ځلانده جسم یا څېز، لکه سکې، الماس، منشور یا کریستال ته ځېر شئ.
خپل نظر له هغه مه لېرې کوئ، او ورپسې له ځان سره مجسم کړئ، چې په یوه ښاد، سپک او له عشقه ډک احساس سره، له خپل کالبوته وځئ. د ځېر کېدلو او تمرکز پر مهال دا جمله تکرار کړئ: زه خپل کالبوت پرېږدم. زه غواړم په چنهاسن مینه سوتا کې د اک معبد ووینم.
دا بیا بیا تر سره کړئ، ترڅو د عمل جامه واغوندي. تاسو به له دې سره په یوه وخت کې، چې خپل جسم او کالبوت ته په ښادي او تعجب سره ګورئ؛ ځان له کالبوت بهر ومومئ. د ماهانتا د موندلو لپاره خپله شاوخوا ولټوئ. دغه قدیمي او ګران دوست د معبد په سپېڅلي مکان کې تاسو ته انتظار دی.

د اک له استادانو سره لومړنۍ لیدنه
د اکنکار ټول ماموریت، د روح د سفر او نورو روشونو له لارې، ټولو ته د خدای په لور د کور د لارې ور ښودل دي. کېدای شي د اک له ژوندي استاد، ماهانتا سره د وګړي لومړنۍ لیدنه عادي او پرته له څه هیجانه واوسي. ښایي دغې شېبې پرته له څه خاص ارزښته تېرې شي. ځکه نو وګړی هغه له لاسه ورکوي، او دغه شېبې د زمان او مکان په عادي شرایطو کې رامینځته کېدلو سره ورکې شي.
له بلې خوا ښایي له استاد سره لومړنۍ لیدنه ژور اغېز پرځای پرېږدي. دا د هغو تاثیراتو محدوده ده، چې ښایي په لومړي ځل د استاد په لیدونکو وګړو کې رامینځته شي.
د امریکې له ایلیت سان بلت څخه یوه مېرمن د هغه مهال په اړه غږېږي، چې وازي یې د سانفرانسیسکو د هوټل د هرکلي په برخه کې ولیده. د ۱۹۵۰ لسیزې د مینځ وختونه وه. نېږدې پنځه ویشت کاله دمخه تر دې، چې هغه د اکنکارۍ د رهبرۍ مقام تر لاسه کړي.
هغه نه پېژندلي سړي، هغې ته د پال توئیچل د «اکنکار، له اسراره ډکو دنیاګانو کلي» کتاب ورکړی وه. کتاب د هغې لپاره هېڅ خاص شی نه درلود. دا سمه ده، چې ځینو برخو یې د ژوند په اړه د هغې نظریه تاییدوله؛ خو په کلي ډول ښځه کتاب ته په هومره ارزښت قایله نشوه. نه پېژندلي سړي هم خپل هویت هغې ته ښکاره نه کړ. ددې پېښې په اړه هر څه ډېر ژر د هغې له ځانخبري شعور څخه پاک شول. کلونه کلونه وروسته هغې هغه ناپېژاند سړی وپېژاند. په یاد ولرئ، چې د «اکنکار، له اسراره ډکو دنیاګانو کلي» کتاب په ۱۹۶۹ کال کې، یا پله بله ژبه، له ناپېژاند سړي سره د ښځې له لیدلو نږدې پنځلس کاله وروسته له چاپه راووت.
له هغې پېښې دېرش کاله وروسته، د ۱۹۸۰ لسیزې په مینځ کې، هغې ښځې د اکنکار په یوه غونډه کې د هغه ناپېژانده سړي نوم واورېد. د هغه عکس د یوه کتاب په پښتۍ چاپ شوی وه. فقط هغه مهال وه، چې نوموړې ښځې د اک اوسنی ژوندی استاد وپېژاند. سړی کټ مټ په هماغه څېره وه، چې هغې د ۱۹۵۰ لسیزې په مینځ کې، د سانفرانسیسکو د هوټل د هرکلي (لابي) په برخه کې لیدلی وه؛ خو ایله اوس یې په یاد راوړ. له دغه معنوي مسافر سره د لیدنې ټولو خاطرو، د مېرمنې پر حافظه هجوم راوړ. داسې په نظر راتلل، چې د معنوي اماده کېدلو لپاره، د هغې د معنوي سترګې پرانیستل کېدلو ته کلونه په کار وه.
ښه، اوس نو دغه کیسه څه ډول د روح له سفر سره جوړه راځي؟ د ورځني ژوندانه آزموینې، هر وګړی د استاد لیدلو ته چمتو کوي. له لومړنۍ لیدنې وروسته، چې معمولاً ناڅاپه او له انتظار پرته تر سره کېږي؛ پلټونکی، د روح سفر او استاد په لور هدایت کېدلو لپاره، د زده کړې اوږده دوره پېلوي. خو داسې تر سترګو کېږي، چې په ورځنیو چارو کې ډېر لږ تغییرات را پېښېږي.

د کور او خدای تعالی په لور
د روح سفر، د روح لپاره تر ټولو غوره وسیله ده، چې د هغه له لارې، د کور او د خدای په لور ولاړ شي. سره له دې چې له دغو وګړو څخه یو شمېر یې ټیټو هدفونو پسې ګرځي؛ خو ځینې یې غواړي، چې دغه لرغونې پوهه د شفا موندلو لپاره زده کړي. ځینې نور یې د شتمنېدلو، جاسوسۍ کولو، سوداګریزو رازونو ته لاسرسي په موخه، یا د جنایي چارو کارپوه او یا هم د ورکو شویو څیزونو د موندلو د متخصصینو په څېره کې، د پاملرنې را جلبولو لپاره؛ دغه لرغونې پوهه غواړي. هغوی خدای تعالی ته د رسېدلو له سوزنده شوق پرته، نور هرڅه په نظر کې نیسي.
وروسته له دې چې وګړي په لومړي ځل ماهانتا سره ولیدل؛ استاد د الهي نور او صوت د ترلاسه کولو لپاره، د هغه د چمتو کولو په موخه، د خوب له حالته ګټه اخلي.
ګلن، هغه واصل وه، چې خاصې طبقې ته د تللو په مقصد یې، په مراقبه کې، معنوي تمرینونه سرته رسول. دروني استاد مهربانۍ ورسره وکړه او هغه یې تر برترو جهانونو پورته بوته. هغه ځای کې استاد شپه مهال، ګلن په موټر کې د هستوګنې له سیمې تېر کړ. هغوی د کورونو له مینځه تېرېدل، چې ناڅاپه څومره چې تصور کولای شې، هومره ځلانده نور، له یوې تشې محوطې را څرګند شو. دغه سترګې سوځوونکی یا ړندونکی نور، د مګنیز د سوځېدلو د وړانګې په څېر وه.
خو د خدای له خالص نوره خبر ماهانتا، له دې لارې وکولای شول، چې د ګلن معنوي ناخالصۍ له مینځه یوسي. ماهانتا له نور څخه دمخه شو، او دغه ګړندي حرکت ددې مخه ونیوله، چې د ګلن معنوي سترګې ته زیان واوړي. ددې تجربې په پای کې، ګلن د هغې خاصې طبقې صوت هم واورېد. او دې صوت هغه په ژوره توګه، د لېرې ځمکو په لور را ښکله. هغه پوهېده، چې د یوې بشپړې معنوي تجربې لپاره، نور، صوت او د استاد حضور اړین دي. دروني استاد ورسره وکتل. صوت تر هغې طبقې پورې پورته بوته؛ خو د نور مقام په دې مینځ کې چېرې وه؟ د تیارو له مینځه د لارې موندلو لپاره، نور اړین دی.
د روح سفر د هغو کارونو مجموعه ده، چې روح یې د کور او خدای په لور، په وروستي سفر کې سرته رسوي. په بله ژبه، د روح سفر، د خپلې مبدا او کور په لور د روح بېرته ستنېدل دي.
مونیکا زده کوي، چې مینه کولای شي، پر مړینه لاس برې شي. د هغې کیسه په لومړي ځل د «له ځمکې د خدای په لور؛ مهرباني وکړئ ننوځئ» لومړي ټوک کې چاپ شوه.

له نورو جهانونو د پلار ډالۍ: مونيکا وايلي
نېږدې د پنځلسو کلونو وم، چې پلار مې د زړه د حملې له لامله مړ شو. د هغه د زړه ستونزه له موره ور پاتې وه. وروسته چې را لوېدم، کله کله مې د پلار د دردونکې ناروغۍ په اړه د مسوولیت احساس کاوه. د هغه خوښېدل، چې خپل کارونه له ما سره تر سره کړي؛ خو زه تل له هغه څخه ګړندۍ وم.
یوه ورځ په ښوونځي کې ناڅاپي درک ما ته وېل، چې پلار به مې ډېر ژر له موږ ولاړ شي (مړ شي). ما په دروني بڼه، هغه د اکنکار د یوه کتاب د لوستلو په حالت کې ولید. هغه ووېل غواړي آرام وکړي.
زما په دروني بینش کې، ددې له وېلو وروسته، پلار په داسې حال کې، چې کتاب یې په غېږ کې وه، اوږد وغځېد او د اوسېدلو (بودن) لوړې طبقې ته انتقال شو (مړ شو). ښوونځي دوره کې ماته د کورنۍ د ژورې ناراحتۍ را لېږدېدلو له امله ما نشول کولای په ښوونځي کې تمرکز ولرم. په هغه ورځ ټوله کورنۍ د کړکۍ څټ ته را ټول او زما ورتللو ته منتظر وه. مور دړه پرانیستله، خو زه پوهېدم، چې څه پېښه شوې ده. د پلار مړینې پر ما ناوړه اغېز پرېښود. زړه مې سخت ورپسې خپه شو.
زما زړه د هغه غېږ کې نیولو، لمسولو او د هغه په مهربانه غږ پسې تنګ شوی وه. خو دا چې له الهي روح، اک سره لویه شوې وم، هېڅ عصباني نه وم. پوهېدم، چې مړینه د هغه لپاره یوه نوي او تازه ژوند ته، یو ساده لېږد دی.
خو په هغه شپه د خوب بستر ته له تللو سخته وېرېدم. یاد ته نه راتلل، چې پخوا دې داسې وېرېدلې وم. غوښتل مې له مور سره یو ځای څملم؛ خو د هغې خوښېدل، چې یوازې واوسي. د خوب په بستر کې له غځېدلو سره مې، د پلار حضور احساس کړ. روی جایي مې پر سترګو را کش کړه او چمتو وم، چې ټول سر ور باندې وپوښم. پر دې مهال ناڅاپه پلار را څرګند شو. سپین رنګی (پیلور) یې اغوستی وه. عینکې (سترګۍ) یې په سترګو وې، او کټ مټ داسې تر نظره کېدل، چې ته به وایې په فزیکي بڼه هلته ولاړ دی. زما د تخت په لور راتللو پر مهال ما حس کوله، چې پلار نه غواړي ما ووېروي.
د پلار غږ مې حس کړ، چې وېل یې: مونیکا مه وېرېږه!
زما لومړنی غبرګون تر روی جایي لاندې پټېدل وه. د یوه ماشوم په توګه مې کله ارواوې په خپله خونه کې لیدلې، ځکه نو تر روی جایۍ لاندې د سر پټول، زما لپاره یو قدیمي عادت پاتې شوی وه. خو څو شېبې وروسته مې سر بېرته را لوڅ کړ، پلار مې لا زما په خونه کې وه. په یاد مې دي؛ ما د وېرېدلو په خاطر عذر ترې وغوښته.
هغه بیا ووېل: اوس دې چې په اک کې زیات وخت تېر کړی، نو پر هرڅه پوهېږې.
هغه ښه را نېږدې شو، بیا یې په مهربانۍ سره، زما پښو ته یوه ټکان ورکړ او ویې وېل: ته را باندې ډېره ګرانه یې.
ځواکمنې ګوتې یې زما په پښو ولګېدې. کټ مټ د ژوند د مهال په څېر، چې سهار مهال به یې زه راويښولم. وروسته بیا تصویر محوه شو. دا لیدنه ددې نښه وه، چې پلار له څو انسانانو د خدای پامانۍ اخیستلو لپاره را ستون شوی وه.
زما یوه دوست هم، زما تجربه تایید کړه. هغه هم خپله شاه برخه کې یوه ضربه او ټکان حس کړی وه، هغه په څټ را ګرځېدلې وه، وویني چا او ولې دا کار وکړ؛ خو ناڅاپه یې زما په پلار سترګې لګېدلې وې. پلار نورو ته ددې وېلو لپاره، چې حال یې ښه دی؛ له دې وړوکې ضربې ګټه اخیستې وه.
پلار مې یوه بله شپه هم په خوب ولیده. هغه راغلی وه، چې ما نڅاه ته بوځي. ومې وېل: نه پلاره، غوره ده، چې زه یوازې ننداره وکړم. د نندارې پر مهال مې ولیدل، چې هغه له څو داسې وګړو سره، چې توصیف یې ناشونی دی، نڅاه کوله. ما د هغه د ښادۍ احساس درک کاوه، بالاخره هغه د (آنژین) له درده خلاص شوی وه او کولای یې شول وناڅي.
د زمان له تېرېدلو سره، هغه زما وده او لوېدل لیدل. هغه ته زما فزیکي ودې، زما د معنوي ودې په شان ارزښت نه درلود. د خوب او معنوي تمرینونو پر مهال به پلار آبي موټر چلاوه او موږ به په بېلابېلو جنتي طبقو کې یو بل لیدل. هغه به زه دروني طبقو ته، د منظرو او راز راز څيزونو لیدلو لپاره بیولم. مقصد ته به چې ورسېدو، بیا به پلار د دروني استاد، ماهانتا د دیسکورسونو له مخې موږ ته زده کړه او درس را کاوه؛ په دې خاطر به موږ له اثیري او ذهني طبقو بهر تلو.
اوس ما له هغه سره په اتري طبقه کې لیندنې کولې. نور یې سترګۍ نه په سترګو کولې، له معمول حالته ډنګر او وړوکی په نظر راته، داسې چې اصیل خپل ته ورته برېښېده. پلار چې څومره لا لوړو طبقو ته ته، ما هغه خالص روح ته لا ډېر ورته لیده.
یوه ورځ یې ووېل: په یاد ولره، چې نور نو زه ستا پلار نه یم. ما یوازې په فزیکي طبقه کې دا نقش درلود. په یاد ساته، چې د پلار مینه تل را سره ملګرې ده. پر ما ګرانه یې او زه هم پر تا ګران یم. بس هرڅه همدومره ساده دي.
او اوس په بې صبرۍ سره منتظره یم، چې دغه مینه خپلو بچیانو ته منتقله کړم.
دغه روح زما روزلو ته دوام ورکړ. زه دغې ډالۍ دې ترلاسه کولو په خاطر، د دروني استاد ډېره منندویه وم. هغه سړی، چې یو مهال زما پلار وه، اوس د خدای همکار و، د هغه رښتینی برخلیک او لومړنی حالت همدا وه. هغه په دروني جهانونو کې اوسي، خو تل زما په زړه کې حضور لري.
او یوه ورځ به زه هم د هغه په شان د خدای همکاره واوسم.
 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۲۰۹،          سال    نهـــــــــم،      دلو     ۱۳۹۲  هجری خورشیدی           اول فبوری ۲۰۱۴ عیسایی