کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

بخش های گذشته

 

۱۱

 

 

 

 

 

 
 

   

لیکوال: هارولد کلمپ

 
 
د لوی متعال په نامه
خوبونه، تېرژوندونونه، د روح سفر
وازي او وایراګي نظام استاذانو ته ډالې کېږي
 



ژباړه: اوس 

 

۱۲/۱۳

 


د روح له سفر څخه لوړ:
اوسېدل (بودن)، لیدل او پوهېدل
د روح سفر په ساده ژبه، خدای په لور د روح حرکت دی، او دا هغه څه دي، چې د نورو ادیانونو زیاتره باورمن وګړي بېځایه د هغو لټه په خپلو دیني تعلیماتو کوي. د روح سفر، کور او د خدای درګاه ته د ورګرځېدلو فعال روش دی. دغه کلمه خپله، د جنت لوړو ته د پورته کېدلو او یا په پوره معنا له خپلو مخلوقاتو سره د خدای د عشق ددغې طبیعي وسیلې د تشریح کولو لپاره یو خوځنده او متحرک روش دی. د روح سفر، د روح د پاکوونکي او تصفیه کوونکي حیثیت لري.
ددې لپاره چې تاسو وکولای شئ، د روح سفر د فلسفې په اړه پوره درک تر لاسه کړئ، زه کیسې او بېلګې را نقلوم، په دغو کیسو سره به تاسو د روح سفر له کار کولو سره بلد شئ.
د خپلو تجربو له لارې به په خپل مناسب وخت وپوهېږئ، چې په دې مینځ کې مهم ټکی څه شی دی. په دغو پاڼو کې ايښې کلمې د ګلانو د هغو دانو په څېر دي، چې ستاسو د زړه په حاصلخیزه خاوره کې کرل کېږي.
تاسو به خپل ټول اړتیا وړ څه، هغه ته د اړتیا پر مهال په یاد راوړئ، ترڅو وکولای شئ، د الهي عشق او رحمت په لور نوی ګام پورته کړئ. هر شی ځانته وخت او څپرکی لری، ځکه نو زغم ولرئ.
تاسو به د یوه خاص معنوي ټکي په یاد راوړلو ته د اړتیا پر مهال به هغه پورې تړلې کیسه تاسو ذهن کې راوګرځي.
کیسې ډېر ارزښت لري، ځکه چې زموږ ذهن لپاره د رنګه نقاشیو په څېر دي. دغه کیسې د وړو تاریخي دانو او محفظو په څېر، د ذهن د نقاشۍ پر پرده شیندل کېږي او زموږ د په یاد راوړلو قدرت ته لوری ورکوي. یوه کیسه کولای شي، د وګړو معنوي تنده داسې سړه کړي، چې منطق یې هېڅ مهال وس نلري.
د روح سفر او د اګاهۍ غوړېدل او انبساط، د کلمو او عملونو یو بل باندې اغېز او په نهایت کې د ځان په اړه موږ خبروي. موږ خپله خپل جنت او دوزخ جوړو.

د تجسم له لارې د روح سفر
یوه سړي کیسه کړه، چې د ماشومتوب پر مهال به یې د «عشا رباني» په مراسمو کې ګډون کاوه. هغه به کلیسا کې د نورو عبادت کوونکو مینځ کې کښېناسته او له عبادتګرو ور ها خوا لوړو پایو د پاسه د قدیسینو ولاړو مجسمو ته به ځیر کېده. ځینې مجسمې آن د کلیسا چت پورې رسېدې. هغه ځان سره انګېرل، څومره ښه به وي، که د هغو له څنګه ودرېږي. په همدې موخه، هغه مهال، چې نورو خپل سرونه د عبادت په موخه ټیټول، هغه د روح په سفر بوخت شو. هغه د روح په کالبوت کې له خپل فزیکي کالبوته پورته شو، لوړ شو او ځان یې هغو لوړ قدو قدیسینو ته ورساوه.
هغه یوه ورځ خپله دغه وړتیا خپلې مورته را په ډاګه کړه. هغه ووېل: ډېر زیات یې خوښېږي، چې چت پورې لوړ شي او د قدیسینو مینځ کې ودرېږي. هغه ووېل کولای شي، خپله څوکۍ خوشې کړي او د قدیسینو مینځ ته ور والوځي، او ښه یې لا داده، چې هېڅوک هغه نشي لیدلای. مور یې شونډې زبېښلې او هڅه یې کړه، چې ذهن یې د زوی ادعا په اړه پوره روښانه شي. هغې وپوښتل: ستا منظور د محراب مخه ده؟
هلک ځواب ورکړ: نه، زما مقصد پورته، د کلیسا چت پورې ځای دی. مور ووېل: زیاتي داسې احمقانه خبرې ونه کړې!
هلک چوپ شو. نور یې څه ونه وېل؛ خو د خپلو خبرو پر وړاندې، د مور دا ډول عکس العمل ته په تعجب کې وه. هغه له خپلو تصوراتو لېرې، ځان په نورو ځایونو او مکانونو کې لیده او حس کاوه. په دې اړه یې هېڅ شک ته ځای نه وه.
هر ځای چې مجسم کړو، روح هم هلته دی. د هغه لپاره د حیرانۍ وړ و، چې عشا رباني مراسمو ته نور راغلي وګړي، هېڅ مهال نشي کولای، خپلې څوکۍ خوشې کړي او په خپلو لطیفو کالبوتونو کې، د کلیسا شاوخوا را وڅرخي. دا کار څومره ستړی کوونکی دی. هغه ځان سره تصور کوله، چې کلیسا ته د تللو، اصلي هدف څه شی دی؟
دا کیسه مې ځکه را نقل کړه، چې تاسو ته وښیم کولای شئ، له دې فزیکي دنیا ور ها خوا، پټو دنیاګانو ته سفر وکړئ. دا ټول کارونه د تجسم له لارې پېلېږي. خو پېل کې باید د وېرې او ګناه احساس له مینځه ولاړ شي. وېره او د ګناه احساس د یوه ډبرین دیوال د خښتو او موادو په شان دي، چې موږ له خپلو اصلي معنوي حقونو لېرې او جلا کوي. وېره او د ګناه احساس آزادي محدودوي.

د روح اګاهانه سفر
له دورني طبقاتو زموږ لومړنۍ لیدنه، ډېری مهال د خوب د تجربې له لارې تر سره کېږي. خو ځينې وختونه یو شمېر وګړي، دا چانس لري، چې د اک له بیروني کارونو سره له بلدتیا او آشنایۍ دمخه دغه لیدنه، د روح د سفر د تجربې له لارې تر سره کړي.
یو څوک چې زه یې «ارل» نوموم، خپلې د څو کالو دمخه د روح د سفر تجربې په اړه لیکلي. دا تجربه تر هغې ډېر مخه، چې هغه د اکنکار او د اک د معنوي مسافرو په اړه څه اورېدلي وي، رامینځته شوه.
هغه مهال ارل سرتیری وه او په یوه کاغوش کې اوسېده. ډېری شپې یې ځان له فزیکي کالبوت بهر، د کاغوش د دیوالونو مېنځ کې، د ګام اخیستلو په حال کې مونده او سربداله کېده؛ خو له دې سره یې فکر کاوه، چې دا یوه بې سارې پېښه ده. نور وختونه هم وه، چې هغه به فزیکي کالبوت خوشې کاوه. خو له کالبوت بهر سفرونه یې د کاغوش په مینځ کې سرته رسول، او هېڅ مهال له دغه ځایه دباندې نه وت. دغه عجیبه ځواک هغه ته ددې وس ورکاوه، چې د دړو او کلوپ شویو قفسو له څټه ولیدلای شي او د نورو سرتیرو جامې او نور شخصي وسایل وڅاري.
خو له کالبوت دباندې دغو بېړینو تجربو سره سره، ارل عجیبه څه کشف کړل. هغه د اک د دویم وصل له تر لاسه کولو وروسته، د روح سفر تر سره نه کړ. هغه د خپلې معنوي اګاهۍ دغه حالت داسې انځوروي: «وینم، پوهېږم او یم (اوسم).»
لیدل، پوهېدل او اوسېدل.
هغه د «خپل» یا «خود» د اګاهۍ په اړه خبرې کوي، چې د روح په طبقه کې اوسي. د روح سفر، د پورته دنیاګانو په لور د حرکت لپاره یو ګړندی روش دی؛ خو د روح په طبقه کې، د روح له هستوګنې سره، د هېڅ راز حرکت حس نه پاتې کېږي. دریافت یا ترلاسه کول هم اني او مستقیم دي.
سره له دې، چې غوره ده ټول د اک لاره په خوبونو سره پېل کړي، او وروسته د روح سفر ته دوام ورکړي؛ خو داسې ورځ را رسېږي، چې د روح سفر د تجربې ترلاسه کولو لپاره، د نوي روش په توګه، د خوب د تجربې ځای نیسي. او وروسته د اګاهۍ لوړ حالت را رسېږي، چې مستقیمه ترلاسه کونه یا درک نومېږي. او موږ ته اجازه راکوي، چې د لیدلو، پوهېدلو او اوسېدلو په ساده روش سره، تجربه سرته ورسو. دغه بدلون، ښیي، چې وګړی د معنوي دنیاګانو په لومړۍ طبقه کې هستوګن شوی. او ددې ځای نوم د روح طبقه ده.

د جنت پر لور پټه لار
د اک تعلیمات او زده کړې، موږ ته د جنت پر لور پټه لاره راښیي. د اک کتابونو او دیسکورسونو دغه روش عمومي کړی او د اک معنوي تمرینونه ستاسو خلاقه ځواک زیات کړی دی. له هغو تکنیکونو څخه یوه یا دوو ته یې چې د څو اونیو یا مېاشتو لپاره دوام ورکړئ، نو خپل له انتظار پورته معنوي پرمختګ به ووینئ.
هو، دا کار شونی دی؛ خو لږ وخت غواړي. ددې لپاره، چې انساني اګاهي چمتو او ور سره په روغه کې شي، او په ټاکلي وخت، په ټولو اړخونو کې الهي روشنګري ترلاسه کړئ، نو وخت ته اړتیا ده. تاسو کولای شئ، حتا د آبي نور د لیدلو له تجربې پرته هم له الهي پوهېدلو (دانستن) څخه خوند واخلئ. تاسو پوهېږئ، چې معنوي ژوند مو په ډاډمنو لاسونو کې خوندي شوی. تاسو فقط پوهېږئ؟
د روح سفر سرته رسولو د حق ترلاسه کولو لپاره، د اک د کتابونو او آثارو د مطالعې مرحلې تېرولو ته هېڅ اړتیا نشته. آن داچې د ځینو وګړو لپاره دا چاره ژر پېښېږي. په معنوي چارو کې د تېرو ژوندونونو درسونه هم په دې چاره کې دخیل دي. دا هغه څه دي، چې د ځینو په نظر یوه لنډه لاره ګڼل کېږي؛ ځکه چې هغوی اړ دي، د یوې ټینګې بېخبنا (زیربنا) د رامینځته کولو لپاره ټوله دوره تېره کړي.
د روح سفر تاسو د رواني جهانونو له مینځه تېروي. دا د مادې، انرجۍ، مکان او زمان جهانونه دي. په دغو جهانونو کې د زمان محدودیت شته. داسې چې که تاسو غواړئ حرکت وکړئ؛ نو ددې ځای او هغه ځای ترمینځ واټن او فضا شتون لري. واټن په حقیقت کې په زمان کې جلاوالی دی، په دې خاطر له یوې نقطې بلې نقطې ته د سفر لپاره ځانګړي زمان ته اړتیا ده. د روح تر طبقې لاندې جهانونو کې، زمان او مکان بنسټيز مفاهیم دي.
د روح له طبقې پورته، د اک په الهي جهانونو کې فضا-هغسې چې موږ یې تصور کوو- نشته او زمان هم نشته. هغوی له مینځه ځي او نور نشته. ځکه نو نور هلته د روح سفر لپاره اړتیا نشته. د روح سفر تاسو یوازې د روح تر طبقې پورې پورته بیایي. او له هغه ځایه وروسته تاسو د لیدلو، پوهېدلو او اوسېدلو د برتر حالت په کشفولو پېل کوئ. له هغه ځایه ده، چې واقعي پېښې (ماجراجويي) پېلېږي.

د روح سفر څټ ته پرېښوول
کله مو، چې د روح سفر زده کړ، بیا نو داسې مهال رارسېږي، چې هغه باید پرېږدئ. او دا یوازې ستاسو د معنوي بدلون یوه برخه ده. هغه وګړي، چې په اک کې پرمختګ کوي، د روح طبقې ته، چې له زمان او مکان پورته ده، لاسرسی مومي. په واقعیت کې، په هیڅ څیز او حتا روح کې هېڅ راز حرکت شتون نلري. ځکه نو هغه مهال، چې د ذهن له طبقې د روح طبقې ته ننوځئ، نور نو د روح سفر سرته نه رسوئ. نور د روح سفر شونی نه دی. هلته تاسو د لیدلو، پوهېدلو او اوسېدلو مهارت پیاوړی کوئ. نور نو تاسو د حرکت کولو پر ځای کولای شئ، په یوه شېبه کې د معنوي اګاهۍ بلې طبقې ته ګام واخلئ.
په همدې ساده توب تاسو هلته یاستئ.
د روح د سفر لرغونې پوهه، د روح له طبقې سره د فزیکي طبقې د وصلولو اړتیا وړ پل دی. د روح د سفر ځینې تجربې له هیجانه ډکې پېښې دي؛ خو په عمومي ډول دروني استاد تاسو له ځان سره د روح په سفر بیايي، ترڅو د معنوي بلوغ لپاره اړتیاوړ ارزښتمنې تجربې در په برخه کړي او ددې ترڅنګ د روح سفر له مړینې وروسته ژوند تاسو ته ثابتوي. د استاد له مرستې پرته نشۍ کولای، حتا د ژوند تر پایه د کارما څرخه او تناسخ خوشې کړئ. خو چې اک موجود وي، او هغه د دروني استاد حضور او وجود دی.
«دوګ»، په نامنتظره توګه د خپلو خپلوانو د لیدلو په اړه خبرې کوي. دغه کیسه د «له ځمکې تر خدایه پورې، مهربانۍ وکړئ ننوځئ» کتاب له لومړي ټوک څخه غوره شوې.

د روح د سفر زیری (سورپريز): از دوګ مانسون
له خپلې خور، د هغې کوژدن او نېږدې څلوېښتو نورو وګړو سره مې د تېرو ژوندونونو، خوبونو او روح سفر تر سرلیک لاندې، د اکنکار په ورکشاپ کې ګډون کړی و. سره له دې، چې له څو کلونو وروسته د خپلې خور په لیدلو ډېر خوښ وم؛ خو له دې سره هم، ما د ځان دننه یوه تشه احساسوله. زړه مې په خپله مېرمن آپرېل او دوو زامنو پسې خپه شوی وه. هغوی و نه شول کولای، چې له ما سره د اک نړیوال سمینار ته راشي.
د ماسپېښین په دوو بجو مربیانو زموږ له ډلې وغوښتل، چې د روح سفر تمرین تر سره کړو. هغوی وېل، چې د سترګو د دواړو وروځو تر مینځه تمرکز وکړو. دغه برخه تیسراتیل یا معنوي سترګه نومېږي. دا هغه ځای دی، چې روح-تاسو، د خدای د اګاه او یوازینې سپرغۍ (بارقې) په توګه حضور لري.
اوس ژوره ساه را کاږئ او له موږ سره د هیو په زمزمه کې یو ځای شئ. دا کلمه د (هي یو) په څېر تلفظ کېږي. هیو د خدای لرغونی نوم دی او د خدای لپاره د مینه ناک غږ په توګه وېل کېږي. اوس کوم ځای، چې خوښېږي مو هلته واوسئ، د څو دقیقو لپاره مجسم کړئ.
زه په ښه توګه پوهېدم، چې هغه ځای چېرې دي: کور!
زموږ ډلې، په ډله ییزه توګه د هیو آواز وایه. دغه صوت د الهي سمفوني په څېر ټوله فضا ډکه کړې وه. صوت زه له میناپولیس څخه لېرې کړم. اوس نو زه په تړلو لاسونو د خپل کور د ناستې خونې په کوچ څوکۍ کې ناست وم. لږ ځنډ وروسته پورته شوم، را تاو شوم، زامنو مې لوبې کولای؛ ما هغوی لمس کړل. آپرېل د کور کارونه سرته رسول. سره له دې، چې داسې تر نظره کېدله، چې دا هسې زما تش تصورات دي؛ خو هرڅه بیخي واقعي په نظر راتلل. ما له هغوی سره د اوسېدلو تودوخه او آرامتیا حس کوله.
خو په هماغه وخت کې، مربي موږ د ورکشاپ ادامې ته ور وبللو. خور او د هغې کوژدن هم ووېل، چې له خپل تمرین څخه یې ډېر خوند وړی دی. او ورپسې غونډه پای ته ورسېده.
سبا سهار موږ دریواړه، د سري هارولد کلمپ وینا اورېدلو ته حاضر شولو. وروسته بیا خور او کوژدن یې، د سمندر پر غاړو د ګرځېدلو او د هالیوود بېړنۍ لیدنې بلنه راکړه، او پای کې یې زه له غرمې وروسته پرواز کې الوتنې لپاره هوایي ډګر ته ورسولم. کورنۍ مې د هغې ورځې په مازدیګر، په روغبرړ او له کوره یوې اونې لېرې والي، په کیسو سره زما هرکلی وکړ. کور ته د ستنېدلو په ترڅ کې، له مېرمنې سره د خپلې خور او د هغې د کوژدن، چې ښه سړی دی، وغږېدم. خوښېدل مې مېرمن او زامن مې پوه شي، چې زړه مې څومره ورپسې تنګ شوی وه، ځکه مې نو د روح سفر د خپلې تجربې په اړه خبرې ورته ورسره وکړې. ومې وېل: په شنبه مې کور ته د روح سفر درلود.
مېرمنې مې، چې سترګې یې له حیرانۍ وازې پاتې وې، وپوښتل: څو بجې وې؟ ځواب مې ورکړ: ښه نو، د کلیفورنیا په وخت څه باندې دوې بجې به وې.
مېرمنې ووېل: زه پوه شوم! زموږ پر وخت نېږدې څلور بجې.
مېرمنې زموږ زوی ته اشاره سره ووېل: دغه وړوکي ښاغلي ووېل: مورې، ما همدا شېبه د سترګو له کونجو، پلار ستا له څنګ سره په پخلنځي کې ولیده. هغه ستا تر څنګ ولاړ و او لاسونه یې ستا پر اوږو ایښې وه.
زماني وختونو ته په پام سره، دا هماغه د روح د سفر وخت وه.

۱۳
د خدای نور او صوت
د روح د سفر په اړه یو ناوړه پوهاوی دادی، چې ګومان کوي، د روح سفر له کالبوت څخه اثیري طبقې ته یو ساده او سري وتل دي. خو د روح سفر له دې زیات او جامع څه دي. د روح سفر، له اثیري طبقې ور ها خوا، علي، ذهني او اتري طبقاتو ته د لاسرسي وس لري. او کولای شي له دغو طبقاتو مخامخ د روح طبقې ته ننوځي. په همدې خاطر، د روح سفر، د خپل کور او خدای په لور د خپل سفر په اړه د روح د خبرو کولو یو نوی روش دی.
په اکنکار کې، تاسو څو مرحلې تجربه کوئ. خوبونه، بینش (بصیرت)، د روح سفر، د اکشار اګاهي او الهي اګاهي. دغه ټولې مرحلې د الهي مسافر لپاره، د خدای د نور او صوت د شکوت او جلال منعکسېدل دي.
په اک کې د الهي لاسته راوړنو هره مرحله، خپلې ځانګړې تجربې له ځان سره لري، او هره مرحله په بلې لوړې طبقې ور ختمېږي. د ساري په توګه د روح له سفر دمخه یوه مرحله، بینش یا بصیرت دی. په دې مرحله کې، چې لا هم وګړی د فزیکي کالبوت په بند کې دی، نوموړی د نورو له تصدیقولو لاس اخلي او د خدای لپاره په زیارکښ لټونکي بدلیږي او دا په دې معنا ده، چې د فزیکي پوټکي له امن قلمرو څخه پښه دباندې ږدي. په دې خاطر ده، چې د حقیقت رڼاګانې، د بینش او بصیرت له لارې، د هغه دننه لاره مومي. بینش د الهي قلمرو په لور یو امیدوارونکی ګام دی. زموږ هدف په همدې ژوندانه کې د خدای درکول دي.
له دې زیات څه هم شته
د بینش یا بصیر یوه بېلګه هغه راپور دی، چې یوه ډاکتر له کالیفورنیا را استولی. هغه په مراقبه کې د آرامتیا په غوره کولو سره ځانته ویلي وه، چې د ماهانتا، سوګماد (خدای) او ست نام (د پنځمې یا د روح د طبقې ځواکمن واکمن) لپاره مجرا دی.
کله چې یاد ډاکتر له مراقبې د نتیجې نه اخیستلو د مایوسۍ له امله، په خواشینۍ سره غوښتل مراقبه پای ته ورسوي، ناڅاپه یې معنوي سترګه کې، د جنت د رنګه وړانګو سېل را وبهېد. هغه تشخیص کړې وه، چې دا راز راز رنګونه، د ماهانتا، سوګماد او سات نام رنګونه دي.
وروسته یوه غږ ورته ویلي وه: دا پوره ټول څه نه دي.
یوه پیاوړي احساس هغه ته وېل، چې اک یا الهي روح، یې د مراقبې د پېل د خبرو له یاده وتلې برخه وه. ځکه یې نو ځای پر ځای اعلان کړی وه، چې د اک لپاره وسیله دی، او ددې له وېلو سره ناڅاپه جنت د خدای له نور او صوت څخه ډک شوی وه. هغه لیکلي وه، چې بې سارې تجربه یې لرله.
که څوک دې ته ورته بصیرت یا بینش ولري، کولای شو ووایو، چې هغه د بشر له سترګو لېرې ژورو اسرارو په لیدلو پېل کړی دی.
یادونه: که هیله لرئ، شپه مهال، چې کالبوت او جسم مو وېده دی، تاسو د روح سفر ولرئ، نو د ورځې په ترڅ کې څو ځله خپله دغه غوښتنه ځانته ور په یاد کړئ. د ساري په ډول ووایئ: نن شپه به په خوب کې د روح سفر وکړم. ذهن مو هغه فکر، چې د ورځې لخوا څو ځله تکرار شي، په اسانه مني.
اوس دې څه شي چې غواړئ خوب یې ووینئ، هغه مجسم کړئ. باور وکړئ، چې دغه انځورونه واقعیت لري. خوب او د هغه پاېلې انځور کړئ. که د خوب د استاد لارښوونه او مرسته غواړئ؛ نو هغه د یوه سینمايي فلم په ډول، په خپل ذهن کې ولوبوئ یا تصور کړئ.
خوبونه د روح سفر په لور زموږ لارښوونه کوي.
خوب د هغې زده کړې ابتدایي طبیعي مرحله ده، چې د اک ژوندی استاد، ماهانتا یې د زده کوونکو د روزنې لپاره کاروي.
انسانان ژر مومي، چې د خوبونو جوړښت یې، اک ته له راتللو دمخه مهال په پرتله بدلون کړی دی. له دې سره یې د خوبونو ابهام او بې معناتوب ورو ورو په له مینځه تللو پېل کوي. د حقیقت نور خپلې وړنګې دننه خوروي. وګړی په خپلو دروني دنیاګانو کې نوی لوری احساسوي او له دې سره یې خوبونه روښانتیا او معنا مومي. په همدې خاطر د خوبونو برخه، د ماهانتا د درسونو بنسټ جوړوي. خو داسې ځانګړې پولې نشته، چې د تجربو څو مرحلې له یوې بلې جلا کړي.
ښایي د لوړو مراتبو واصل اکیست، د داسې خوبونو راپور ورکړي، چې په ظاهره عادي خوبونه دي او څه برجسته ټکی نه لري. خو په عادي حالت کې داسې څه لږ پېښېږي. ټول پرمختګ کوي. څومره چې د اک یو واصل خدای ته نېږدې کېږي، لا زیات په کامله اګاهۍ کې ژوند او حرکت کوي. هرې دنیا ته چې ننوځي، نښه یې د اګاهۍ یو حالت دی.
خوبونه او بینش ډېرې مجذوبونکې موضوعګانې دي. خو یو اکیست په ښه توګه پوه دی، چې د ژوند د معما په کشف کې، له اثیري او ذهني سفره د روح د سفر ځواک زیات دی. ددې لپاره چې هدف یې؛ کاملې اګاهۍ ته رسېدل دي؛ ځکه یې نو د فزیکي تجلۍ نانځکې هیسته غورځولي.

له دروني جهانونو لیدنه
راوروسته بېلګه، د اک دوه قسمته نقش ښیي: له خوبونو سره پېل شوي له لاسه ورکول او تر لاسه کول، د روح سفر ته رسېږي.
په یوه خوب کې ماهانتا خوب لیدونکي اکیست ته یو انځور ورکړ، په انځور کې خوب لیدونکی وګړی له یوه ځوان سړي لیدل کېده. هر یو یې د برېښنا د یوه څراغ پایې سره ولاړ وه او خوب لیدونکي څه شی هغوی ته ښوود.
له راويښېدلو سره سم د خوب معنا ورته روښانه شوه: هغه دغو دوو وګړو ته نور ډالۍ کاوه، چې سېمبول یې د برېښنا د څراخ پایه وه. خوب لیدونکي ددې خوب په معنا هېڅ شک نه درلود.
خو دا خوب د یوې پېښې لامل شو. اکیست ددې لپاره چې د خوب په اړه لا غوره درک تر لاسه کړي، په مراقبه کښېناست؛ خو ژر خوب وېوړ او د روح په طبقه، سات لاک کې را ویښ شو.
دا له یوه معمولي خوبه زیات څه وه. دا تجربه، د مادي جهانونو او الهي طبقاتو ترمینځ پرتې الهي پولې واقعي لیدنه وه. هلته ربازار تارز ورسره ولیدل. د اک دغه فوق العاده استاد له هغه سره زیاته علاقه لرله او هغه ته یې د معنوي بلوغ ته د رسېدلو لاره ور ښووله. ربازار دغه لاروي ته ووېل، چې هغه دومره څه زده کړي، چې وکولای شي نورو ته د اک د لارې زده کړه ورکړي. دا خوب لیدونکي ته ددې پیغام وه، چې د ژوندانه اصلي جریان ته ور وګرځي.
د برېښنا د څراغ د پایې له څنګه د خوب تجربه، د روح د طبقې د لیدلو سبب شوه. په یاد ولرئ، د خوب د مرحلې او د روح د سفر د تجربې، چې له هغه وروسته راځي؛ ترمېنځ هېڅ راز مشخصه او نښه شوې پوله نشته. په حقیقت کې د روح سفر، ددغې پېښې دویمه برخه ده.
په کلي ډول، سره له دې چې مشخص قانون نشته؛ خو په کلي ډول، زیاتره خوبونه او بینش یا بصیرت د روح په سفر ور ختمېږي. له خوبه د روح تر سفر پورې حرکت، زموږ په معنوي ژوندانه کې یو مهم پرمختګ دي، چې د روح په مشرۍ، د خدای د لېرې جهانونو په لور یوه اګاهانه هڅه راښیي.
زموږ ماموریت، د سوګماد همکار کېدل دي، ځکه نو موږ د خدای، خلقت او ټولو مخلوقاتو لپاره یې زیاتېدونکې مینه لاسته راوړو. ځکه نو د روح سفر، زموږ دننه جنتي دنیاګانو په لور مستقیمه لاره ده.

نور او صوت
کولای شو ووایو، چې د روح سفر تر زیاتې کچې د مادې، انرژۍ، زمان او مکان د لاندنیو جهانونو تابع او له مادي جهانونو د تېرېدلو او پورتنیو معنوي قلمرونو ته د ننوتلو تر ټولو مستقیم روش دی. ځکه نو ډېره ارزښتمنه وسیله ده. نېږدې هر څوک کولای شي د روح سفر زده کړي. یوازینی څيز چې اړتیا ورته ده، هغه په همدې زمان او همدې ژوند کې، د خدای د قلمرو درک لپاره، د شدید شوق او کشش شته والی او درلودل دي.
له همدې لامله، د روح سفر د هغه خلیج پر سر، چې انسان له معنویت لېرې کوي، د پله په شان دی. دغه وسیله یو داسې طبیعي؛ خو نه کشف شوی استعداد دی، چې د اک په معنوي تمرینونو سره روزل کېږي.
دلته هغه کیسه را نقلوم، چې ښیي د روح سفر څنګه ددې وس لري، چې د معنوي غوره حالتونو په لور لاره واوسي.
چلا په افریقا کې د بستر په تخت کې وغځېد او د غوږ د پاسه یې بالښت را کښېښود او وروسته الهي صوت ته غوږ شو. دغه سپېڅلي صوت ته غوږ ایښوول؛ یو معنوي تمرین دی. دغه الهي موسیقي، د هغه یاغي خو زړه راښکوونکي باد په څېر ده، چې له لېرې قلمروه راځي، او په یوه وخت کې هم نېږدې او هم لېرې په نظر راځي. دغه صوت زموږ دننه جریان لري.
چلا ژر احساس کړه، چې د سر دپاسه یې حرکت او تقلا روانه ده، خو په همدې حال آرام پاتې شو او پای کې یې له انساني پوستې (پوټکي) بشپړه آزادي تر لاسه کړه. او ورپسې د روح په کالبوت کې، چې عشق او خوشبینۍ را چاپېر کړی وه، په تخت کې د خپل غځېدلي انساني کالبوت دپاسه حرکت پېل کړ.
هغه کیسه کړي، چې ټوله فضا ځلاندو بڅرکو، او لویو او وړو ستوریو نوراني او روښانه کړې وه. هغه د خپل ظاهر په څېړلو پېل کړی وه، او په پوره خوښۍ سره یې دا موندلې وه، چې د روح ځلانده کالبوت، ژوندی او له انرژۍ او ځواک څخه ډک دی. ورپسې یې په نرم او لطیف آواز سره، د سوګماد آواز پېل کړی وه. په هغه حالت کې پوهېده، چې دغه ټول ځلانده ذرات او ځلانده ستوري، د هغه د وجود یوه برخه دي. د هغې د زمزمې پر مهال، انرژي د هغه له دننه مخ په دباندې جاري شوې وه، ترڅو د ستوریو په دغه ناپایه جهان کې، هر څه ته دوام وروبخښي او ملاتړ یې وکړي. د نور په دغه چاودنه کې، هغه د ټولو موجوداتو په وړاندې زیاته مینه او شفقت احساس کړی وه.
اوس د هغه له سینې او ټټر څخه لوی غږ صوت پورته کېده او د هغه د جهانونو ټولو څیزونو ته یې برکت، ژوند او ځواک ورباښه او د چلا لخوا نورو ته ددغه عشق او شفقت د بښلو په مقابل کې، هغه د روحاني خلسې په مراتبو کې لوړ او لا لوړ پورته کېده.
دغه تجربه له سوګماد (خدای) سره د لنډ عهد تازه کول وه، او د هغه ژوند یې په ټولو برخو کې لا غوړاوه. دغه تجربه د روح د یوه سفر په توګه پېل او بیا ډېره پورته شوه او د خدای برترو معنوي جهانونو ته په سفر بدله شوې وه. خو البته تل له دې حده زیات څه شته. خو که د خدای تعالی بشپړه تجربه، چاته پرته له پوره چمتوالي ور په برخه شي، د اوږد مهال لپاره، د شدیدو روحي ټکانونو لامل ګرځي.

د کالبوت خوشې کول
د روح سفر یوه کلاسیکه تجربه کې، وګړی په داسې حال کې، چې د خپل انساني کالبوت له اګاهۍ وځي، ورسره یو ځای د روح په کالبوت کې، د خدای تعالی نور او صوت جریان مومي. ځینو وګړو دا کار، په تېرو ژوندونونو کې تر سره کړی، ځکه نو د هغه د اساساتو زده کولو ته اړتیا نه لري، او ماهانتا یوازې دا تجربه ور په یادوي.
د روح سفر د لیدلو، پوهېدلو او اوسېدلو لپاره د الوتځای په څېر دی. او لیدل، پوهېدل او اوسېدل د روح ځانګړنې او خصوصیات دي، چې د روح په طبقه او له هغه پورته پوړیو کې باید زموږ د پاملرنې، په لومړنۍ مرتبه کې ځای ومومي.
دغه درې ځانګړنې د اکشار د اګاهۍ ثمرې دي.
د روح سفر د اګاهۍ په اوسني حالت سره پېلېږي. دغه روش انساني اګاهي په ځان کې رانغاړي او هغې ته بسط او پراختیا ورکوي، ترڅو د خلقت د پېچلتوب له عجایبو نوی او ژور بینش او بصیرت تر لاسه کړي.
اوس راځئ، چې د روح سفر برجسته؛ خو نادرو حالتونو ته نظر وکړو. دا تجربې ښيي، چې د روح سفر د هر پلټونکي د چارو او شرایطو پر وړاندې د ډېر انعطاف قابلیت لري.
د غنا اوسېدونکي مېچل، یو مهال داسې تجربه لرله، چې د فزیکي واقعیت په اړه یې د هغه ټول باورونه ور بدل کړل او ډېرې پوښتنې یې ورته پېدا کړې او دغه تشویش ددې لامل شو، چې خپلو پوښتنو ته په ځواب موندلو پسې څو نور کلونه تېر کړي.
مېچل د عمل سړی او د پېچلی ذهن خاوند وه. په همدې خاطر د اک استاد هغه له بدن بهر یوه ځانګړي سفر ته بوته، ترڅو درک یې ور وننګوي او بیا یې ور وغوړوي.
مېچل د غنا په هغو له اسرارناکو، ناڅرګندو، عجیبو او له ظاهري نظره پټو ښارونو کې د ورکو شویو غېر اکیستو وګړو په اړه هم اورېدلي او هم لوستلي وه. او دې تجربې دغه غېر اکیست انسانان ډېر اشفته او پریشانه کړي وه. د یادو وګړو لخوا نورو ته د خپلو کړو کیسو قبلول تقریباً سخت او ناممکنه په نظر راتلل. سربېره پردې د هغو وګړو کیسې هم را نقلېدې، چې مړه وه؛ خو د غنا په نورو برخو کې، ځینې وګړي ورسره مخ شوي وه. ځینې وختونه، چې دغه مړه وګړي له ژوندي وګړي سره مخ شوي وه، بیا ناڅاپه په هوا کې ورک شوي وه.
خو په هغه ورځ، چې مېچل د شخصي کار په موخه، د آکرا په ښار کې له خپل کور څخه ووت، دا یوه کیسه او پېښه یې هم په یاد نه وه. ټکسي هغه پرته له څه پېښې د مقصد په سیمه کې پلی کړ. په هغه دولتي اداره کې یې کار لس دقیقو کې خلاص شو. د ټکسي تمځای لږ کوز، له ونو په یوه ډک مېدان کې وه. په همدې خاطر مېچل پرېکړه وکړه، چې لږ پلی ولاړ شي. هغه خپل کار سرته رسولی وه او اوس یې هوس وکړ، چې تر کوره پلی ولاړ شي. او دلته هماغه ځای وه، چې نوموړی اسرارامیزه سیمې ته ننوت.
یو دېرش پينځه دېرش کلن لوړ قدي سړي له څټه ور غږ کړل: تاسو ته د ښوونې او روزنې وزارت پته معلومه ده؟ مېچل منفي ځواب ورکړ او دواړه سره جلا شول.
پینځه دقیقې وروسته مېچل ورک شو. هغه داسې تصور کاوه، چې د آکرا واټونه د خپل ورغوي په شان پېژني، خو نا آشنا واټونو او ودانیو هغه را چاپېر او ګیچ کړی وه. مېچل له ځانه پوښتي، چې څه پېښېږي؟ هغه د یوه کور او یوې لوړې ودانۍ ترمینځ تېره شوې کوڅه کې وه. حالت او موقعیت یې ناهیلی کوونکی وه. دا د آکرا د ښار کومه برخه وه؟ تجربې دوام درلود او هغه یې بهر د آکرا د ښار څنډو ته ورساوه. خو داسې ور تر نظره کېده، چې هېڅ شی په خپل ځای کې نه دي. داسې تر نظره کېدل، چې د تېلو پمپونه، کلیساګانې، د ښاري ټرافیک محدودې، هرڅه له سترګو پناه شوي یا دا چې ماهیت یې بدلون موندلی. خوارکی مېچل!
د سربدالۍ یا سردرګمۍ کلمه د هغه د وضعیت د څرګندولو لپاره وړوکی او ناڅېزه په نظر راتلل.
نور یې خپل پل ورک کړی وه. واټونه یا نوي وه او یا د پخوا په پرتله په متفاوتو لورویو پراته وه. تر ټولو ناوړه دا چې، له دې ځایه د څو دقیقو په واټن پروت د تېلو پمپ او هغه بل تر آبي سیوري لاندې موجود بار، دا ټول له سترګو پناه شوي وه. مېچل هغه مهال له دې تجربې ووته، چې د ښار له څنډې، د ښار مینځ ته رسېدلو لپاره، یوه ښاري بس ته پورته شوه. او له هغې وروسته یې هم ونه شول کولای، چې په هغه عجیبه سفر کې خپل تګلوري ته دوام ورکړي او دې چارې هغه نارامه کاوه.
هغې دمخه د اکنکار په زده کړو کې دې تجربې ته ورته څه نه وه لیدلي؛ خو خپله یې یو څه اټکلولای شول. آیا ددې شونتیا وه، چې فزیکي طبقه دې داسې بېلابېلې پوړې (لایه) ولري، چې د مختلفو ارتعاشونو په وسیله له یوې بلې جلا کېږي؟ آیا دا ډول دنیاګانې کولای شي یوه له بلې سره په موازي ډول موجودې وي؛ خو یوه بلې ته ناڅرګندې وي؟
هو، دا سمه ده. هېڅ راز ځانګړې پوله فزیکي طبقه له اثیري طبقې نه جلا کوي. ځکه نو د فزیکي دنیا د تر ټولو لوړو ارتعاشونو سیمې کولای شي، د اثیري طبقې ټیټو سیمو ته ننوځي. یوه متقاطع لیدنه تر سره شوې وه.
دویمه پوښتنه دا وه: هغه څه مهال دغې ناڅرګندې دنیا ته ننوتې وه؟
هغه دې پاېلې ته رسېدلې وه، چې دا هرڅه هغه مهال پېل شول، چې هغه لوړ قدي او ځواکمن سړي د څټ لخوا غږ ور کړی وه. (هغه سړی د اک استاد وه، چې مېچل سره د مرستې کولو لپاره راغلی وه. غوښتل یې هغه د خپلې اګاهۍ وضعیت وغوړوي او پراختیا ورکړي).
په لنډه توګه دغه غیر دنیایي تجربه له یوه ناپېژندلي سړي سره پېل شوې وه او په هغه سرویس کې، چې مېچل یې د آکرا آشنا برخې ته لېږدوله، پای ته رسېدلې وه.
په زړه پورې دا وه، چې مېچل نشول کولای، د ټکسي چلوونکي له بېغرضانه مرستې پرته، د پېښو له دغه ګرداوه نجات ومومي. ډاډمن واوسئ، چې دا د روح سفر یوه پوره غیر عادي تجربه وه؛ خو مېچل یې په دې باوري کړه، چې آکرا کې د عجیبه ښارونو او وګړو په اړه وېل کېدونکې کیسې رښتیا دي.
یو لویدیځوال ښایي دغو کیسو ته وخاندي؛ خو د غنا وګړي په هرڅه ښه پوهېږي، او مېچل یوه له هغو څخه ده.
د روح سفر د مبتدیانو یا لومړنيو پېلونکو خوښېږي، چې له خپل کالبوت سره نېږدې پاتې شي. دا هغو ته پر نفس باور وربخښي. ځکه نو ماهانتا او د اک نور استادان، د انساني اګاهۍ له وضعیته وتلو او روح سفر تجربې ترلاسه کولو په کار کې له وګړو سره مرسته کوي.
دې ته ورته تجربه کولای شي، له کالبوت ته راوتلو، یا د چت او دیوال په لور لامبو وهلو، یا په فضا کې الوت کولو احساس تداعي کړي.
ددغې فضا په پای کې د نور کمزورې وړانګه ځلېږي. معنوي لارښوود، د هغه نور په لور د نوي زده کوونکي لارښوونه کوي او هغوی نوې فضا ته ننوځي. او هغه اغواګره دنیا، تازه ننوتی وګړي په ځان کې ډوبوي. د روح نوی زده کوونکی مسافر ښایي په هغه ځای کې ځمکې ته ورته ښارونه او واټونه وویني؛ خو خلک هلته په داسې کارونو پسې ځي، چې د ځمکنیو وګړو لپاره ناپېژانده دي. د ساري په توګه د هغوی ځینې یې، په اثیري طبقه کې خپلو معنوي درسونو ته د دوام ورکولو په خاطر، په ځمکه کې مړو شویو وګړو د هرکلي مسوولیت سرته رسوي. ځینې نور یې، د اثیري طبقې سیلانیانو ارواوو لارښوونه کوي. د اثیري طبقې د هستوګنو مسوولیت چې هرڅه وي، هغوی ټول د وګړو په څېر، د خدای د پراخ قلمرو په ټولو برخو کې، د معنوي مراتبو د سلسلې په خدمت کې دي، او د ژوند د پاېښت باعث ګرځي.

د څپو پر اوږو تر کوره پورې
د روح سفر د اکنکار یوه پیاوړې او غوره برخه ده. اصلي ښه والی یې، نورو جهانونو کې تر لاسه کړي خرد او پوهې د کارولو اجازه را کول دي. ځکه نو موږ کولای شو، چې د خپلې یوې ورځې په څلورویشتو ساعتونو کې، د لوړې اګاهۍ له لرلو څخه خوند او ګټه واخلو.
په دې توګه ده، چې دروني او بېروني تجربې یوه له بلې سره خوا په خوا زموږ ژوند ته زیات عشق، خوښي او مفهوم ور وبخښي. له کالبوت بهر تجربې په پرتله، ورځني ژوندانه ته دغه ژوره پاملرنه، ډېر اهمیت لري.
په هر حال، د روح سفر، د دروني جهانونو زیاتې تجربې له یو بل سره یو کوي او له هغو څخه بدیع او نفیسه انځورګري جوړوي. او دا د روح سفر رښتیني معنا ده.
موږ په اکنکار کې، له ناسمو قدرتونو واټن نیسو، او فقط له خپل زړه راپورته شوې واقعي رهنمایۍ څخه اطاعت کوو. ددې کار سرته رسونکی ځواک موږ ته د اک د ژوندي استاد، ماهانتا لخوا را رسېږي.
که تاسو له معنوي لارښود سره مخ شوئ، یا مو له کالبد دباندې تجربه ترسره کړه، له بل چا مه غواړئ، چې تجربه مو در تایید کړي. یوازې تاسو پخپله ددغې پېښې قاضي یاست. خپله تجربه پخپله ځانته ثابته کړئ. تاسو باید خپله دا ارزښت وټاکئ. د روح سفر روش د خدای د صوت د اورېدلو او د نور د لیدلو مستقیم روش دی. دا کار په انساني اګاهۍ سره نشي ترسره کېدلای. نور او صوت، د الهي عشق هغه څپې او موجونه دي، چې روح یې د جنت له قلمروه تر لاسه کوي. هغوی د سپڅلي روح، اک ددو جنبو نښې دي.

د خدای صوت اک، د حقیقت روح او تسلي ورکونکی دی.
هغه مهال چې څوک د بینش یا بصیرت، خوبونو، روح سفر او د اکشار د اګاهۍ رازونه زده کړي، د خدای د لوړو دنیاګانو په یوه تجربه لرونکي مسافر بدلېږي. او له هغې وروسته د ادراک د کمال حد، چې د خدای لخوا روښانتیا (روشنګري) موندل دي، رارسېږي. په اک کې زموږ معیار تجربه ده. کېدلای شي، یوه وګړي د ایمان او معنویت په اړه د متروپولیتین د کتابتون ټول کتابونه لوستي وي؛ خو یوازې په لوستلو نشي کولای د خدای تعالی دنیاګانو ته ننوځي. یوازې تجربه کولای شي، پر انحرافي کرښو او د حیات پر مرګوني پای ورواوړي. یوازې تجربه ددې وس لري، چې د الهي قلمرو رښتنې لار را وښیي. ځکه نو د خدای په لور د روح ددغه ستر سفر کیلومتر شمېرونکی د روح د سفر هنر او پوهه ده.

د روح د سفر په لور یوه دړه
که غواړئ د روح سفر زده کړئ، نن شپه دغه تکنیک تر سره کړئ. له خوب دمخه خپلې سترګې وتړئ او پر خپلې معنوي سترګه ور ځیر شي (تمرکز وکړئ). ددغې سترګې موقعیت پر وچولي او د دوو وروځو مینځ کې دی. او ورپسې هیو زمزمه کړئ. خپل زړه، ذهن او جسم د عشق له تودوخې ډک کړئ.
د عشق دغه احساس تاسو ته ددې ډاډ درکوي، چې وکولای شئ، د خپل معنوي وجود په نویو او نه کشف شویو مکانونو کې ولاړ شئ او راشئ. له عشق څخه د ځان ډکولو یوه لاره داده، چې یوه غوره او درته خوښه خاطره؛ لکه د یوه ماشوم په غېږ کې نیول او یا د ژوند د ملګري یا ملګرې مچول، په یاد راوړئ. او له دې کار سره د یوه ژور عشق احساس ستاسو زړه ډکوي.
اوس په تړلو سترګو، د خپلې معنوي سترګې له لارې، د خپل خوښې وړ سپېڅلي انسان لټه وکړئ. دا سړی کېدای شي مسیح یا د اک یو استاد واوسي. ورو ووایئ: زه تاسو ته اجازه درکوم، ما تر ټولو غوره او د معنوي ودې له پلوه راته مناسب ځای ته بوځئ. او وروسته هیو، خدای یا نور سپڅلي نومونه زمزمه کړئ.
وروسته ځان په یوه آشنا مکان؛ لکه د خپل کور یوه خونه کې، ځان مجسم کړئ. باور ولرئ، را روان لارښوود یو همېشنۍ دوست او عزیز مو دی. دا کار پنځه یا شپږ ځله او هغه هم څومره ورځې، چې خوښېږي مو تکرار کړئ.
هماغسې، چې په فزیکي تمرینونو کې، خپلو ټولو عضلاتو ته د رسېدلو لپاره زمان ته اړتیا لرئ؛ معنوي تجربه هم کټ مټ داسې ده. په دې خاطر دغه معنوي تمرین لږ تر لږه یوه اونۍ مخکې تر سره کړئ او په یاد ولرئ، بری په پرله پسې کوښښ پورې تړلی دی. که تاسو یو تمرین، د څو اونیو لپاره په پرله پسې ډول تر سره کړئ، ښايي ترلاسه کړیو معنوي نتایجو ته حیران پاتې شئ.
ځکه نو د فزیکي او معنوي تمرینونو لپاره یو شان انضباط ته اړتیا شته. د معنوي تمرینونو یوازینی هدف، د تاسو او الهي روح- د ژوند د اورېدلو وړ سرچینه- تر مینځ د یوه کانال او مجرا پرانیستل دي.
ددغه موج سرچینه د خدای زړه دی. هغه مهال، چې هیو زمزمه کوئ، او په دې ځانګړي روش سره د حقیقت لټه کوئ، ستاسو دننه د مثبت طبیعت بدلونونه په راوېښېدلو پېل کوي. ښایي پېل کې څه شي خپله ستاسو پام ځانته ور وانه وړي؛ خو کورنۍ او دوستان مو حتماً دا بدلونونه لمس کوي.
راندا ګوري، چې مړینه اوږده لاسونه لري؛ خو بیا هم ژوند مېدان وړي. دغه کیسه د «له ځمکې تر خدایه پورې، مهرباني وکړئ ننوځئ»، دویم ټوک څخه غوره شوې وه.

هغه مړینه چې زما ژوند ته یې بدلون ورکړ: راندا ماترن
په ۱۹۸۶ کال مې له یوه فرانسوي اکیست سره واده وکړ. اوس هم په یاد راځي، سره له دې، چې ډېره عجیبه وه؛ خو ټول مراسم مې په داسې حال کې، چې یوې ګوښې ته له خپلې خواښې سره ناسته او د اکنکار په اړه مو په فرانسوي ژبه تر خپله مینځه خبرې کولې؛ تېر کړل.
خواښې مې، چې دلته یې د سوفیې په نامه یادوم، په اکنکار کې د خپل زوی د غړیتوب له لامله اندیښمنه وه او د خطر احساس یې کاوه. زموږ د خبرو په ترڅ کې هغې د واده د مراسمو د هر مېلمه په اړه پوښتنې کولې او معلومات یې غوښتل. داسې: «هغه سړی، چې هلته په ښه لباس کې ولاړ دی؛ هم اکیست دی؟» ومې وېل: «هو همداسې ده» بیا یې وپوښتل: «او هغه د ورسای ډاکتر هغه هم په اک کې دی؟» ځواب مې ورکړ: «هو هغه هم دی.» دا د هغې لپاره د نه باور وړ وه. دغو عادي وګړو څرنګه کولای شول، د هغې لپاره په دغو غېر عادي څیزونو کې شرکت وکړي؟
کلونه کلونه ما او سوفیې د اک او نورو چارو په اړه زیاتې صمیمانه خبرې لرلې. تردې چې هغې د اکنکار په اړه یو یا څو ټوکه کتابونه هم ولوستل، سره له دې، چې له هغې وروسته یې له اکنکار سره زیات نېږدېوالی احساساوه؛ خو بیا یې هم د اکنکار په اړه شک درلود.
زه او مېړه مې په ۱۹۹۲ کال له یو بله جلا شو؛ خو لا هم ښه دوستان پاتې وو. زه د هغه له کورنۍ سره په اړیکه کې وم او دا مې پلان کړې وه، چې د اک د ۱۹۹۲ کال له اروپایي سیمنار وروسته، له یو بل سره وګورو.
اروپا ته زما له سفر څو اونۍ دمخه، زما پخواني مېړه تیلفون را وکړ. هغه داسې خبر راته واوراوه، چې زړه مې له حرکت ولوېد. د هغه مور سوفیې ځانوژنه کړې وه. په یوه شېبه کې، په زرګونه انځورونه زما په مغزو کې تېروبېر شول. سوفیې، چې ښکلې او حساسه وه، سوفیې چې مېړه، کور، موټر، لباس او نور هرڅه یې لرل!
سر راباندې تاو شو او تیلفون هم قطعه شو. ساعتونه ساعتونه، د آپارتمان له یوې ګوښې بلې ګوښې ته تلم او راتلم، بې اختیاره مې ژړل. ډېره راته سخته وه، چې ومنم، نور هغه نشم لیدلای. ناڅاپه مې ځانته ووېل: یوه شېبه صبر وکړه! زه کولای شم هغه بیا ووینم!
سره له دې، چې په اک کې د اوږدو کلونو ژوند، له کالبوت د وتلو نه باور وړ تجربې او روښانه خوبه را په برخه کړي وه؛ خو ما د روح د اګاهانه سفر وس او وړتیا نه لرله. او هغه تجربې ما ډېرې لږ د شخصي ارادې له مخې تر سره کړي وه. خو د ناامیدۍ په دې وخت کې مې نوې تصمیم ونیو، چې په زړورتیا سره دورني دنیاګانو ته ننوځم او سوفي د وروستي ځل لپاره هلته ووینم.
په تخت کې وغځېدم او د څو دقیقو لپاره مې هیو زمزمه کړه. په ټول وس سره مې هڅه وکړه، خو څه پېښ نه شول. له ځانه وشرمېدم، چې په اک کې له اتلس کاله ژوند سره سره، اوس هم د روح د سفر په هنر کې مهارت نلرم.
د غم او له لاسه ورکولو موجونو یو ځل بیا زما دننه (درون) را ووینځله. دا هغه احساسات وه، چې ذهن راته د منفي احساساتو په نامه ډلبندي کړي وه. کله مې چې هڅه کړه، دغه منفي احساسات لېرې کړم، ذهن پرته له ارادې د پال توئیچل د یوه لومړني کتاب، د یوه پاراګراف په لور ور ښکل کېده. هلته پال له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې بریالی کېده، چې د اک ستر استاد، ربازار تارز وویني. کوم راز چې پال کشف کړ دا وه، چې د دروني طبقو په هغه ارتعاشي مېدان کې سفر وکړي، چې د هغه او استاد ترمینځ یې موجود وه. ما هم درک کړه، چې ددې کار کلۍ یا کونجۍ د خپلو احساساتو څټ ته غورځول نه دي؛ بلکې سوفي په لور د سفر په لار کې، له هغو ګټه اخیستل دي. زما احساسات ښکلي، ژور او د هغې شېبې لپاره پوره مناسب وه. هغه د هغو څپو او موجونو په څېر وه، چې زما له زړه راوتل. داسې موجونه چې کېدلای شول په هغو سره څوک برترو دنیاګانو ته ورسېږي.
ددې له په یاد راوړلو سره مې هڅه وکړه، چې له سوفیې سره په خپله زیاته مینه تمرکز وکړم، ورپسې مې حس کړه، چې په یوه دوراني، څرخنده حرکت سره له خپله ځایه پورته کېږم. ډېر ځنډ نه وه وتلای، چې ځان مې د وریځو دپاسه ولاړ ولید، سوفیې هم هکه حیرانه زما څنګ سره ولاړه وه. ځان سره مې فکر وکړ: وریځې! څومره چټیات دي! نشي کېدلای دا واقعي واوسي. ښه نو معبد او استاد چېرې دي؟ دا یوازې یو تصور دی.
سوفیې زما په لیدلو سره حیرانه شوې وه، ځکه یې نو په هېجان او ولولو سره په فرانسوي خبرې پېل کړې: راندا، دا ته یې؟ زه تر اوسه ژوندۍ یم؟
نه، ښه رښتیا هو! منظور مې دادی، چې ته مړه شوې یې؛ خو د روح په توګه لا هم ژوندۍ یې. سوفیې بیا وپوښتل: ته ولې دلته یې؟ ته هم مړه شوې یې؟ ځواب مې ورکړ: نه، ما وغوښتل، چې تا ووینم. هغې ووېل: ښه نو داسې ښکاري، چې د اکنکار هرڅه رښتیا دي کنه؟
ومې وېل: هو همداسې ده.
له هغې سره د خبرو په ترڅ کې مو، د ګناه د هغه احساس په اړه خبرې وکړې، چې په ځانوژنې سره، هغې ځانته رامینځ ته کړی وه. په دې ترڅ کې، چې زه له سوفیې سره په خبرو وم؛ زما د وجود یوه برخه لېرې ولاړه وه او دغې تجربې ته یې کتل. ځان سره مې فکر کاوه، چې داسې نشي کېدای! زه باید هغه ودروم. زه په رښتیا د روح د اګاهانه سفر وس نه لرم.
ناڅاپه وازي (د سري هارولد کلمپ معنوي نوم) په داسې حال کې، چې د یوه سپین رنګي نور په وړانګو کې ځلیده، زموږ ترڅنګه را ښکاره شو. ما سوفیې ته ووېل، خوشحالېږم، چې هغه له یوه خاص سړي سره آشنا کړم. هغې وازي ولید او ویې وېل: اووه، دا خو د اکنکار مشر دی. (په فرانسوي ژبه) هماغه ستر بوټی!
دا زما په نظر خوندوره خبره وه. خو ډېر پام مې ورته ونه کړ. موږ درېواړه په یوه حلقه کې ودرېدو او یو یو بل مو په غېږ کې ونیول. ما کولای شول، چي خپله خواوشا باندې د صوت څرخېدل احساس کړم، خو بدن او وجود مې په داسې مینه ډک وه، چې کلمې یې نشي توصیفولای. غوښتل مې د تل لپاره په هماغه حالت کې پاتې شم؛ خو پر دې پوهېدم چې نشم کولای د تل لپاره په دې حالت کې پاتې شم. او دې احساس سره ناڅاپه د خوب خپلې خونې ته راوګرځېدم.
فزیکي دنیا ته په راګرځېدلو سره مې بیا په خپله تجربه باندې شک راغی. د هرځل شک پر مهال به مې هماغه د (ستر بوټی) کلمې اورېدلې. څو ځله چې دا پېښه تکرار شوه، بیا نظر ته راغلل، چې دا د الهي روح لخوا ما ته یو پیغام دی. خپل یوه فرانسوي دوست ته مې تیلفون وکړ او ومې پوښته چې آیا «ستر بوټی» د فرانسوي ژبې څه خاصه اصطلاح ده؟ هغه روښانه کړه، چې ستره بوټی، د انګلیسي ژبې «ستر پنېر» ته ورته اصطلاح ده.
دا منطقي وه. د سوفیې ټوکې او شوخۍ خوښېدلې. ما کولای شول دا تصور کړم، چې هغې د لومړي ځل لپاره ماهانتا لیده؛ ځکه یې نو هغه ته د اکنکار د ستر پنېر لقب ورکړ. او ناڅاپه په خپل ځای ودرېدم. یوه شېبه صبر وکړه، چې وګورم. زه د فرانسوۍ ژبې له دې اصطلاح سره بلده نه وم. خو سوفي ورسره بلده وه. دا ددې معنا ورکوي، چې هغه په رښتیا هلته وه. زما تجربه بیخي رښتیني او واقعي وه.
اونۍ او مېاشتې تېرې شوې؛ خو زما ذهن لا اوس هم پوښتنه کړه، چې ښایي دا اصطلاح مې بل ځای په خبرو کې اورېدلې وي او بیا په ځانناخبري ډول ذهن کې پاتې شوې وي. ښایي کوم کتاب کې مې لوستې وي. ښایي په دې اصطلاح به له دمخه پوهېدم او اوس زما له یاده وتلې وي. خو د روح په توګه په حقیقت باندې پوهېږم. ځکه چې له هغې دمخه مېاشت کې هم یوځل، په دروني جهانونو کې د یوه ګران دوست لیدلو په خاطر د عشق پر څپو سپره شوې وم.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۱۰       سال نهم           دلو/حوت             ۱۳۹۲  خورشیدی      شانزدهم فبوری ۲۰۱۴