۱۴
د روح سفر لپاره معنوي تمرینونه
که د روح سفر د وګړي له معنوي اړتیاوو سره برابر وي، هغه کولای شي تر سره یې کړي. که د پلټونکي زړه مثبت ځواب وایي او هغه مرستې ته اړتیا ولري؛ نو دا زما دنده ده، او زه تل د مرستې لپاره حاضر یم.
د خدای د درک لپاره زموږ زاتي علاقه
د روح سفر ژوند ته ځانګړی خوند ورکوي. د روح سفر، د خدای تعالی د درک کولو لپاره زموږ شوق د پوره کولو تر ټولو مستقیمه لار ده، چې له زېږون سره یو ځای د هر وګړي په زړه کې کښېنول شوې.
زړه وایي: خدای ولټوه.
هر را ویښ شوی روح، د «پردی د رود پرغاړه» د کتاب د پلټونکي په څېر دی. د کتاب د لیکوال، پال توئیچل خبرو ته غوږ کښېږده:
«داسې انګېرل کېږي، چې د یوه پلټونکي ژوند له نورو وګړو سره لږ توپیر لري. د ژوند د اداره کولو لپاره د هغه کارکول، زیاراېستل، ځورېدل او ټولې هڅې ژورې او زیاتې حساسې دي. دردونه لوی دي، زیانونه د نه منلو وړ او د حساسیت اندازه یې ډېره شدیده ده.
هېڅ شی هغه ته معنوي وده نشي ورکولای او د نورو انسانانو مسوولیتونه او بریالیتوبونه نه یوازې دا چې هغه ته ګټه نه رسوي بلکې ترې لېرې هم دي. هغه ګوښه، یوازې او خوابدی دی. داسې تر نظره کېږي، چې عشق د تل لپاره د هغه له ژونده کډه کړې او نور هلته دمه ځای او تمځای نلري.
او دا مهال دی، چې پر پلټونکي باندې د الهي برکت وړانګې اورېدل پېلوي. هغه خپل معنوي لارښوود مومي او د استاد له راتګ سره، الهي عشق هم ور ته رسېږي.
که غواړئ، هڅې مو ځینې مسایل بېرته در په یاد کړي، نو د «آسانه لار» تمرین سرته ورسوئ.
آسانه لار
مخکې تردې چې په خوب ولاړ شئ، خپله پاملرنه او ځیرتیا پر خپله معنوي سترګه راټوله کړئ. دغه سترګه د دوو وروځو مینځ کې موقعیت لري. او ورپسې، په آرامۍ سره د هیو یا خدای زمزمه پېل کړئ.
خپله پاملرنه، د سیمنا پر تشه پرده، چې په دروني بینایۍ کې مو قرار لري، راټوله کړئ. او دغه لاره، د یو انځور حضور ته خلاصه او آزاده پرېږدئ. که نغوښتلو ذهني افکار، انځورونه او صحنې ستاسو پر تجسمي پرده باندې په راڅرګندېدلو شول، نو د هغو ټولو پر ځای د اک د ژوندي استاد د څېرې د انځور په مجسمولو پېل وکړئ.
له څو دقیقو چوپتیا وروسته ښایي په خپل غوږ کې د شرابو د بوتلونو له سرونوو د لرګینو سرپوښونو د وېستلو په څېر، د «تیک» په شان کمزوری غږ واورئ او له دې سره په داسې حال کې چې کالبوت مو په تخت کې پرې ایښی، ځان په ډېره طبیعي بڼه، د روح په کالب کې ومومئ او ووینئ، چې کالبوت مو آرام په بستر کې پروت دی. ښه اوس نو غواړئ، یو لنډ مزل وکړئ؟
د وېرې لپاره هېڅ نشته. پر هغه مهال چې له کالبوت دباندې یاست، ستاسو کالبوت ته هېڅ تاوان نه رسېږي. ماهانتا، ستاسو د پرمختګ او له تاسو سره د مرستې په موخه، ستاسو ملګرتیا کوي، د روح کالبوت څه مهال وروسته را ګرځي او په آرامۍ سره ستاسو فزیکي بدن ته ننوځي. هرڅه داسې ساده پر مخ ځي.
که په لومړي ځل بریالي نه شوئ، بیا یې وازمویئ. ډاډمن واوسئ، چې ځواب به تر لاسه کړئ؛ ځکه چې دغه روش د ډېرو وګړو لپاره په بریالیتوب سره کار ورکړی.
د روح سفر څه دی؟
د شریعت-کي- سوګماد په لومړي ټوک کې راغلي: «د روح سفر یوه شخصي تجربه او د بقا درک کول دي.» د روح سفر یوه داسې دروني تجربه ده، چې د ژوند ټوله ښکلا او مینه ورسره ملګرې ده. په مذهبي مراسمو او تشریفاتو کې نه ترسره کېږي، او په کومه عقیده او طریقه پورې محدود نه ده.
ادراک: د یوه څيز په اړه د کاملې اګاهۍ تر لاسه کول دي.
انسان له وېدېدلو سره سم کولای شي، د روح د وجود اثبات وویني. خوب له کالبوت دباندې یوه تجربه ده؛ خو ډېر لږ وګړي له دې چارې خبر او اګاه دي. د روح د وجود اثبات اصلي ویښتیا ده؛ ځکه نو کېدلای شي خوب په یوه لنډمهاله مړینې تعبیر شي. د خوب په ترڅ کې روح کالبوت خوشې کوي او نورو مکانونو ته ځي او وروسته بیا بېرته راګرځي او دې سره جسم را ویښېږي.
خو د یوه عادي وګړي لپاره، د روح د تللو او راتللو دغه عادي بهیر، یو نااګاهانه عمل دی؛ خو هغوی چې نور او روښنایي یې ترلاسه کړې، کولای شي، دغه پړاونه په بشپړه ډول کنټرول کړي. ادارک د یوې شخصي مسالې په څېر؛ یوه تجربه ده.
د روح سفر په څېر، د خدای ورکړو ځواکونو او وړتیاوو په اړه زیات غلط تعبیرونه او وېرې شته دي. وګړي، د ناپېژانده څیزونو له اټکلي ناامنیو د خوندیتوب په خاطر، ځانونه د وېرې په کلابندۍ کې را ایساروي. دا کار د هغو ناپېژانده چارو، چې غواړې دا چارې د خرافاتو په وسیله وپوښي، پر شاوخوا د خصومت د غڼې د تارونو د اوبدل کېدلو لامل ګرځي. د کوڅو او لارو سړکونو عادي وګړي، ناپېژانده چارو ته د شک په سترګه ګوري.
ادارک په خپلې اصلي معنا سره، د نادانۍ مقابل ټکی دی. ادراک هغه پرده، چې حقیقت له دروغو، واقعیت له تخیله، او پېژندلي له ناپېژندلو جلا کوي، له مینځه وړي. دغه پرده «کل» جوړه کړې. کل نیرانجان د ټولو منفي چارو چارواکی (فرمانروا) دی او دنده یې په ناپوهۍ کې د ټولو ارواوو ساتل دي. هغه له انسانانو د هغوی همیشنی او جاودانه سرنوشت پټوي.
راویښ شوی روح، د انساني اګاهۍ له خوبولي حالته تل لوړ اوسي.
د یوه څیز په اړه د نوي نظر رامینځته کېدل، زموږ په ژوند کې، د وړو پېښو په اړه، د نوي درک د رامینځته کېدلو لامل ګرځي. د ساري په ډول، یوې مېرمنې لیکلي، چې د روح سفر هغې ته د څو شېبو یوه ډېره لطیفه تجربه وه؛ خو نتیجې یې د هغې په اګاهۍ کې د ژور بدلون لامل شوې. په دغه کیسه کې د روح سفر دریځ ته پام وکړئ.
هغه کیسه کړي، چې پلار او مور یې کلونه کلونه خوږ ژوند درلود، او اوس دواړه د عمر نوي یمو کلونو ته رسېدلي وه. پنځلس کلونه کېدل، چې هغه اونۍ کې یوځل ماښام یا غرمه مهال د هغوی لیدلو او حال احوال اخیستلو لپاره د هغوی کورته ورتله، هغې په دغو کلونو کې له خپل پلار او موره ډېر څه زده کړي وه.
یوه اونۍ هغوی د زړو عمرو او هغې ورځ د رارسېدلو په اړه، چې زاړه پر ځان پام نشي کولای، سره وغږېدل. آیا د داسې ورځو په رارسېدلو سره باید، اولادونه په پوره ښه نیت له هغوی ونه غواړي، چې راشي او له هغوی سره ګډ ژوند وکړي، یا دې نېږدې ځایونو ته را کډه شي؟ مور او پلار یې ددغه سخاوتنمدانه وړاندیز په اړه وغږېدل.
هغوی نغوښتل دا کار وکړي. که داسې یې کړي وای، بیا نو د هغوی شاوخوا هرڅه تازه کېدل او هغوی نور هلته څوک نه پېژندل او اړکېدل، چې هرڅه له سره پېل کړي. له دې ځایه کډه کېدل د نوې کلیسا، نویو ډاکترانو او نویو دوستانو موندلو په معنا وه. داسې بدلون حتا د تازه واده شویو ځوانانو لپاره هم له سرخوږی تش نه وي، او دوی، چې د ځوانانو په پرتله ډېر لږ ځواک درلود، خامخا له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخېدل.
لور یې د هغوی ستونزې ته متوجه شوه، هغې کولای شول، خپل وړاندیز د پلار او مور له دریځه تجزیه او وځيري. ځکه یې نو په اوسني کور کې د هغوی د پاتې کېدلو د پرېکړې احترام وکړ. سمه ده، چې دغې تجربې د روح له هیجانه ډک سفر سره ورته والی نه درلود؛ خو دا دريځ یو کامل درک وه.
د روح سفر د اګاهۍ تر ټولو نوي او برتر حالت ته د حرکت په معنا دی. او نتیجې یې تل مثبت اغېز پر ځای پرېږدي. د روح سفر، پر تیارو باندې د نور په غوړولو سره، له ځان سره مینه، خرد او آزادي راوړي. په همدې خاطر ده، چې د روح سفر په لوړو او نویو مراتبو باندې د قدیمي نظر ټکو بدلولو وسیله بلل کېږي او په رښتیا هم داسې ده.
که د روح سفر له یوه ځمکني تمرین سره علاقه لرئ، نو د «خونې شاوخوا» له تمرینه، چې وروسته راځي، به خوند واخلئ. دغه تمرین په ځلونو ترسره کړئ او بیا وګورئ، چې اګاهي مو څه ډول غوړېږي او پراخېږي او د عشق او قدردانۍ نوې مرتبې ته رسېږي؛ ځکه چې تاسو به په دې کار سره معنوي ګنجونه په واک کې ولرئ او دا به ستاسو خپل وړوکی راز وي.
د خونې شاوخوا: ( دغه معنوي تمرین ستاسو د تخیل له ځواکه ګټه اخلي.)
په پخلنځي کې پر څوکۍ کښېنئ، هڅه وکړئ، چې آرام واوسې او وروسته ووایئ: «زه د روح په کالبوت کې یو څه پلی ګرځم.» خپلې سترګې وتړئ او معنوي سترګې ته وګورئ. دا کار په آرامۍ او نرمښت سره تر سره کړئ. د هیو آواز د څو دقیقو لپاره ووایئ. اوس مجسم کړئ، چې له خپلې څوکۍ پورته کېږئ.
که ما دغه معنوي تمرین ترسره کاوه؛ نو ځانته مې وېل: «زه د روح په کالبوت کې، له څوکۍ پورته کېږم او د پخلنځي د مېز خواوشا ګرځم.»
وروسته مې پخلنځی کوت. د مېز پر سر پرتې د سرمیزۍ پردو ته ځیر کېدم، د ګلدانونو ګلانو ته ودرېدم، په ظرف کې ایښې مېوې ته مې کتل، د وچې ډوډۍ ټوکرۍ ته وردېدم...داسې هرڅه ته په دقت سره ځیر کېدم.
فزیکي کالبوت مې لا هم، په تړلو سترګو په څوکۍ کې په مراقبه ناست دی او زه د کړکۍ خواته ځم. په پرده کې جوړې شوې طرحې ګورم، د ټوکر نرمي یې حس کوم.
کنجاوه واوسئ. هڅه وکړئ، ووینئ، چې د پردې هاخوا ته څه شته دي. له کړکۍ سره د پردې نښلولو برخې ته ځیر شئ. د پخلنځي ټولو جزیاتو ته په دقت سره وګورئ. اوس پورته ولاړ شئ. د دروازې دستګیر لمس کړئ. هڅه وکړئ، چې رنګ او جنسیت یې وپېژنئ. مخکې تردې، چې دستګیر وڅرخوئ، له ځان سره ووایئ: «د دروازې ها خوا استاد راته منتظر دی.» دروازه پرانیزئ. ډاډمن واوسئ، چې استاد همالته دی. څېره یې کټ مټ د عکس په څېر ده او سترګې یې د عشق له ګرمۍ ډکې دي. هغه له تاسو پوښتي: «آیا چمتو یې؟ راځه، چې دباندې ولاړ شو.»
تاسو او وازي (زما معنوي نوم) یو څه پلي ګرځئ، او له خواوشا منظرو خوند اخلئ. له وازي سره خبرې پېلوئ؛ خو سخت او درانه معنوي موضوعات اوس هېروئ. د ساري په ډول، کولای شئ، چې د ګلانو ښکلا او د الوتونکو اهنګین آواز ته اشاره وکړئ. کله چې غواړئ، خپل بدن ته، چې په پخلنځي کې، د استراحت په حال کې دی، ور ورګرځې، نو استاد ته خبر ورکړئ.
ووایئ: «وازي، کولای شم پخلنځي ته وګرځم؟ غواړم ځان د پخلنځي د څوکۍ دپاسه ووینم» او ورپسې پخلنځي ته ننوځئ. په دې ټول وخت کې، د هیو آواز یا خپله سري کلمه زمزمه کړئ. پخلنځي ته له ننوتو سره خپل فزیکي کالبوت ته وګورئ او ووایئ: «وازي بیا دې هم ګورم. اوس غواړم بېرته په څوکۍ کښېنم او له ځان سره یو شم.» (یو څه شوخي هم بده نه ده.) او په پای کې خپل معنوي تمرین د فزیکي سترګو په لوڅولو سره بشپړ کړئ.
ددې تمرین په تکرارولو سره، روح له فزیکي کالبوت څخه وتلو سره روږدی کېږي. پېل کې دا تمرین په تجسم سره پېلېږي؛ خو پخپل وخت سره، د روح په یوه واقعي سفر باندې اوړي؛ ځکه نو ځانته ددې فرصت ورکړئ.
یوه ورځ به ځان د برترې اګاهۍ په حالت کې ووینئ؛ کټ مټ هغه څه چې دمخه مو یوازې تصور کولای شول. فکر او تجسم ځواکمن متحدان دي.
تجسم، چې په غلطه ولاړ شي، انساني اګاهي د «کل»، منفي ځواک په واک کې لوېږي. دغه اګاهي کمزوري حیاتي فکتورونه لري. خو د ځینو وګړو حالت بیا له عادي وګړو ډېر بد دی، او داسې تر نظره کېږي، چې له هغه څه چې حق یې و، چانس یې ډېر بد وه. ولې؟ اصلي دلیل یې منفي انتظارات دي. هر یو د هغو یو ځانباوری وړاندې ویونکی او یو ګرځنده مصیبت دی او ټول غواړي له هغوي واټن ونیسي.
ددې خبرې یو مثال، د یوې ځوان نرس کیسه ده. هغه په یوه روغتون کې غوره کاري موقعیت موندلی وه؛ خو دندې ته د ناوخته رسېدلو د بد عدلت لرلو له لامله یې دغه دنده له لاسه ورکړه. څو مېاشتې وروسته یې بله دنده ترلاسه کړه، او داسې انګېرل کېدل، چې ګڼې نور به نو هرڅه بېرته سم شي.
خو دا په یوه عذابورکوونکي کاري ځای بدل شو. نورو نرسانو له هغه سخته کرکه کوله او له دې ځایه د هغه د اېستلو لپاره یې چلونه جوړول؛ خو هغه نه تسلیمېده. ولې هره ورځ ورته لکه دوزخ داسې وه. هغه څه کړي وه، چې باید داسې ظالمانه چلند ورسره وشي؟ په حقیقت کې دا پېښې ددې لپاره وې، چې د هغه قدیمي کارما له مینځه ولاړه شي او بیا هغه د اکنکار د زده کړو ته چمتو شي.
شراېط تر دې هم بدتره شول. هغه د سریښو له دې ډنډه د وتلو په موخه، په اسانه لارو پسې ګرځېدلو له امله خپلې ستونزې لا زیاتې کړې. هغه خدای ته زارۍ کولې، چې له ځمکې یې پورته کړي. هغه غوښتل ومري.
نور څه امکان نه ترسترګو کېده، حالت تر دې هم بدترېده. خو داسې تر نظره کېدله، چې خدای د هغه دعاګانې نه دي اورېدلي. له دې سره هغه خپلې دعاګانې بدلې کړې. او دا ځل یې ووېل، چې خدایه، ما په یوه متوسط الحاله وګړي واړوه!
ښایي نورو نرسانو د هغهه د لوړو عادتونو او مهارتونو له له امله، د هغه په کارونو کې لاس واهه. خو هېڅ شي ونشول کولای، د خدای تعالی د چوپتیا کنګلیز دیوال مات کړي.
په بل ګام کې هغه پرېکړه وکړه، چې د نورو نصیحتونو ته غوږ کښېږدي. څه مهال داسې تر نظره کېده، چې د ښو پرمختګونو او پېښو رامینځته کېدلو هیله شته؛ خو دا هیله او امېدواري هم ژر په اوبو لاهو شوه. په حقیقت کې، هغه تېرې ته په پام سره وموندله، چې دغه مشورې او د نورو نصیحتونه هم په یوه تړلې حلقه را ایسار دي؛ ځکه یې نو نور له دې کاره هم لاس واخیست.
دې وخت کې- سره له دې چې د بل ګام اخیستلو لپاره هېڅ مفکوره ورسره نه وه؛ خو پوهېده، چې نور ددې وخت دی، چې د خپل ژوند مسوولیتونه پخپله غاړه واخلي. خو پوښتنه دا وه، چې دا کار څه ډول وشي؟
د مشورې او نصېحت پرېښوولو پرېکړه یې، د حقیقت شېبه وه. دا کار ددې لامل شوی وه، چې د ژوند په اړه یې منفي لیدلوری په مثبت لیدلوري واوړي. څه راپېښ شوي وه او هغه یوازې حس کولای شول.
ورپسې بیا، له یو لړ عجیبه پېښو وروسته، او له نفس سره د مرستې ډلو، کتابونو او ورته مواردو له لارې، نوي فکري لارې د هغه په ذهن کې، په راڅرګندېدلو شوې. او څه مهال وروسته د اک زده کړې د هغه په ژوند کې راڅرګندې شوې. هغه یې حقیقت لرل ډېر ژر درک کړل؛ ځکه چې په هغو کې داسې ادراک موجود وه، چې هغه یې له مودو راهیسې لټه کوله. دا پېښه په رښتیا هم د هغه لپاره ستر چانس وه.
پر همدې مهال یې د وړکتوب یوه تجربه بېرته ور په زړه شوه او همدا ددې لامل شوه، چې هغه په یوه نه ازموېلې لاره کې، نوي ګامونه پورته کړي.
اوس وګورئ، چې د هغه نوی لیدلوری څرنګه د هغه په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لامل شو.
ژر وه، چې د خپل ټیم یوه ډاکتر یې ورته د نوې دندې وړاندیز وکړ. دا د هغه لپاره داسې یو موقعیت وه، چې تېر کال یې خوب هم نشوای لیدلای؛ خو له دې سره سره د منفي افکارو له مینځه وړل ډېر سخت کار غوښته. د ساري په توګه، څو نورې مېاشتې یې داسې تصور درلود، چې څو مېاشتې وروسته به ومري، مېرمنې یې په ټول وس زیار وېست، هغه ته وروښیي، چې دا یې د قدیمي منفي افکارو پاتې شوني دي، او و به نه مري. پردې منفي افکارو تر برلاسي کېدلو او غلبې وروسته، پېښې یې له انتظار سره سمې شوې.
په اکنکار کې له نوم لیکنې وروسته ژوند ورته په کوم جنت وانه وښت؛ خو لږ تر لږه نور یې د خپلو مشکلاتو معنوي دلیلونه او ګټې درک کولې. درد او غم روح تصفیه کوي.
د لاندې تکنیک نوم، خلاقانه تکنیک دی، او له تاسو سره مرسته کوي، چې مثبت انتظارات او تفکرات ولرئ. |