کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

 

۳

 

 

۴

 

 

 

۵

 
 

              انور وفا سمندر

    

 
خدای شته

 

خدای شته.

څوک؟ له چا؟؟ چېرې؟؟؟

په څه شي؛ ژغورې!؟

ته ځان وژغوره؛

ته دیوال یې؛ وایې چې خدای شته؛ خو منې یې نه!

«ومولیدل، ژغورونکي څومره له دروغو ډک کاڼي ول!!!»

 

چیغې د خدای ورانولو، قدیمي هڅې وې-دي.

که څوک درباندې چېغې نه کړي، چې خدای شته!

نو سودایي به شې؛

عقل به دې په دې سره ووېشل شي، چې «خدای شته/ خدای نه‌شته!»

چیغو (ځان) ته لاره اواره کړې!

ژوند پرته له ژبې یا کلمې،

د خدای په نوم ساه باسي.

ژوند د خدای رنګین مسلمان دی.

ژوند د خدای رنګین ایمان دی.

 

زه روح یم

غرمه: ۱:۷

چا ته مې زړه خوړین شو، چې لا به له دې «ژوندبار» سره څه کوي؟؟؟

خو ژر زړه را واورېد: چې تن‌وذهني- عاطفي کالبونه یې مصرف دي،

چې روح په ابدي (حی) حالت راویښ شي: (زه روح یم)

خدای شته.

(څومره، چې هڅه کوم، هسې یې نه‌شم بیانولای؛ لکه زړه چې پرې هوښیار دی.)

 

ماسپېښین: ۳:۴۳

زموږ یو سیمه‌وال و، وزیراکبرخان روغتون کې باشي یا تحویلدار څه و. خو د هر میداني لاره په هغه وه.

(دغه شېبه مې، د هغه دنګ قد، موښلې لیلام کورتۍ- پتلون دریشي، توره کره‌قلۍ، او تور بریت، د خیال په سترګه کې دي)

هغه به ناروغوال سره وخوځېد، ډاکټر به یې پروت ناروغ بستر ته راوست، او نور به غوږ و. لکه زړه چې پوهېده، ډاکټر ټول هغه څه کوي، چې خدای یې غواړي او د ناروغ په ګټه دي.

په عمر مې نه یادېږي، چې ډاکټر ته دې د چا د ناروغ په اړه ویلي وي: «ډاکټر صاحب، دا ډېر بد ناروغ دی!»، «ډاکټر صاحب دا بیخي خپل دی، نو ژر یې را روغ کړه!»، «ډاکټر صاحب دا باید مړ نه‌شي؛ اخر یوه چاره یې باید وشي!»، «ډاکټر صاحب دا که مړ شي...»

هغه په زړه غټ مسلمان و. پوهېده، چې کار له بله ځایه را جوړېږي. نو چیغو واویلاوو- زاریو «واسطو» ته حاجت نه‌شته!

روغتیا هغه روغتیا ده، چې خدای یې راته غواړي.

نو زموږ یې په نیمسري، یا میرګي، یا کووید ۱۹...څه!؟

 

د مرغومي۱۸مه (جنوري۷مه)

شپه: ۴:۵۵

غږیز جریان- له څملاستلو سره- د سر له څټ برخې، را وصل او تر اوسه ګړزېږي.

خو څه ګړزېدل؛ له شدته ډک، باقوته، او پرته له هېڅ وقفې؛

روغتیا، اګاهي او ځان‌خبرتیا کري: د بې‌ماننده آزادۍ، حکمت او اګاهۍ باغ.

 

سهار: ۹:۲

د نن شعار:

هېڅ ډول دنیایي- مادي/ عاطفي درد، ما ته ځور، پرېشاني او اندېښنه نه‌‌شي کېدلای.

ټول هغه څه چې زه لرم، خدایي غږورڼا ده،

چې د زمان‌ومکان له هاخوا،

زما په ژور وجود اوري؛ برکت دې وي.

 

ماسپښین: ۴:۰۰

انسان خپلو فکرونو ته شکل ورکوي.

اوس دا وګوره، چې ستا جوړ شوي شیان، ژوند او خدای ته څه لري؟

هره هغه مېوه- دانه، چې ستا د ذهن له کاردستیو،

ژوند ته راځي،

ستا په بانکي حساب کې ټولېږي.

ختیځ ورته (کارما بانک) وايي.

نو:

ایا دا اوس- دې سخته ناروغۍ کې زه،

خپل بانکي کارت نه مصروفوم!؟

مومم: خدای شته.

دا هېڅ راز دردورنځ‌ویوازیتوب

او مادي- عاطفي بیوزلي،

دې سره نه‌‌شي برابرېدای.

 

کارما

زه په دې اوسني ژوند و حال، چا ګډ کړی یم؟

چا داسې کړی یم؟؟

زه خپله لاسته راوړنه یم.

نو هېڅوک په خپل رنځوربرخلیک او روان ژوند، ملامت نه نیستم.

زړه مې سپک شو: دا پوهه څومره نېږدې وه!

او څومره آسانه راپیدا شوه: خدای شته.

کاپي:

«له هرڅه په لاس وینځلو سره، د خدایي اصلي حقیقت را بربنډېږي.»

 

شپه: ۱۰:۳۰

فوق‌العاده تجربه وه، ډېر په تاکید راته ووېل شول.

کټ مټ د اوس له‌پاره... خو ذهن د کلمو شکل ورنه کړ؛ ویې نه ساته.

خو روح د پوهې جام وڅښه.

ډېر لنډ و، دوه یا درې کلمې، خو دا بې‌شکله کلمې وې...څنګه یې ووایم:

هغه کلمې چې ما (ولیدلې)، ژوندي موجودات و، لکه زه او ته..

 

دروني تجربه کې لوی درک:

له عاطفي لحاظه هغې غریبې، ساده او کم‌ذهنه ماشومې نجلۍ ته،

چې د سوالګرو ماشومانو په څېر خوځېده، دردېږم.

خو نغد دا درک په لاس راغی: دا یې کارما ده؛ دا یې خپله ځان له‌پاره جوړه کړې، د زده‌کړې دنیا ده.

د عواطفو کنترولول، د خالصې مینې د ظهور له‌پاره، لاره خلاصوي!

 

روغتیا

د مرغومي ۱۹مه (د جنوري ۸مه)، جمعه، شاداب ظفر، د سهار: ۷:۲۷

حیران یم...څنګه یې ووایم؛ دومره پریمانه روغتیا!

رښتیا څوک ناروغ دي...یا څوک ناروغ وګڼو!؟

خدای شته.

او هر ژوندی په‌خپله اړتیاوړ، روغتیا کې شته.

جسمي- عاطفي مرضونه، ښایي د هغې زده‌کړې لازمه،

آب‌وهوا وي، چې اوس یې،

روح اړتیا لري!

فوق‌العاده وه- دغه ژوندۍ روغتیا شېبه ښیم.

 

روغتیا

آیا په رښتیا مستحق یم!؟

خدای، خدای دی او پرته له خدایۍ، بل څه نه کوي!

که ټوله هستي یوه چیغه شي: خدای، رحمت دی؛ عشق دی؛

عظمت دی...بیا هم،

خدای نه تمامېږي.

خدای شته؛ (ټول) وېل کېږي؛ خو چې بې‌ځنډه او بې پایه ووېل شي!

 

خدای شته او مطلق باور لرم، چې هېڅوک په چا، څه نه‌‌شي کولای!

پولیس- هغه که په سپینه جامه وي که قیود شبګردۍ والا!

قاضي- هغه که د «روح‌القوانین» په لوړه کې وي،

یا د خدای په نامه... ټول بې‌ځایه په دنده لګېدلي!

 

جهان، د تورتاریځ وینځلو صحنه

تاریخ د قرضونو یوه ټولګه ده.

ارواوو د خپلو سختو زده‌کړو،

مات‌وګوډ سرونه،

عاطفې، او احساسات،

یرغلونه، فتحې، تار و مار کول- کېدل...

دا ټول موږ تازه رزم ته رابولي!

حساب باید برابر شي.

تاریخ، د تېرو عمرونو د پورونو کتابچه ده، چې باید ادا شي.

پرته له مینې کولو او مینې کېدلو، هېڅ شي،

د انسان دغه تورتاریخ، نه‌‌شي مینځلای!

بیا نو ووایه، چې خدای شته.

 

یوه ایدیا: (خپل روان حال ته په کتو سره)

ماسپښین: ۱:۵۲

که داسې یو رستورانت برابر شي، چې ناروغانو ته خواړه برابر کړي،

او پاخه یې «کوربستر» ته ور ورسوي!

ځکه ناروغ پورته کول، د کورنۍ له‌پاره، دروند کار دی. (باور وکړئ، ددې ورځو یو څه چې ما زوروي، داده، چې کورنۍ غړي، زما له‌پاره ډېر څه کوي.)

نو په عموم کې، ناروغ سره کورنۍ ډېر دردېږي!

او چې د جلا خوراک غم یې هم شي، نو ناانصافي راته برېښي.

حتا وایم، کیدای شي، دا رستورانت په یوه داسې بنسټ واوړي، چې روغتیا سره برابر خوراکي توکي- خام او پاخه، آماده او وړاندې کړي.

دا چاره به خامخا د خوراکي موادو او بیا مدرن او کلاسیک طب د ډاکټرانو او ګیاپېژندندونکو، تر څار لاندې کېږي؛ نو لګښت لري، خو ګټه به یې هم د قناعت وړ وي.

دا یې هم ګټه او هم ثواب!

 

ماښام: ۵:۱۲

که دنیا یو مخ په مکتبونو- مذهبونو، طریقو او...فرش شي،

او که هر وګړی ځان‌ته فکر- باور او مکتب شي؛

نو په دې کې چې (خدای شته) به، هېڅ توپیر رانه‌‌شي!

خو چې پر ژوند او ژوندو واکمن قانون دا وي چې «خپل کار سرته رسوه او د بل (ژوند، شخصي حریم او مال) ته لاس مه وروړوه؛

شخړه او جګړه به له کومه شي؟؟؟

 

ماسخوتن: ۶:۵۶

یو یو، روح یاستو.

مخکې تردې چې دې باره کې فکر وکړو، یا نظر ولرم؛

په یاد مې دي، چې هر هغه (روح) دی.

د وګړي ابدي وجود روح دی.

تن، عاطفه، ذهن... دا یې اړتیاوړ کالبونه او زمکنۍ زغرې دي، چې د مکان- زمان قلمرو کې،

دا (زه) زده‌کړه وکړي؛ خدای شته.

نو چې هر (بل) روح شو،

زه څنګه په هغه قضاوت وکړم!!

څنګه یې په سپین او تورنژاد سره بېل کړم!!!

خدای شته؛ ژوندۍ او ابدي مدرسه ده.

او موږ شېبه شېبه، په دې پوهه تکمېلېږو، چې خدای شته.[1]

 

شپه: ۸:۴۶

زما معنوي روژه: هېڅ مادي، عاطفي یا ذهني پېښه او غم ما نه غمولای شي، نه پرېشانولای او نه مې هم اندېښمنولای شي!

خدایي غږورڼا شته او زما ټول زړه په دې راټول دي.

 

کورنی ارکستر

د مرغومي ۲۰مه (جنوري ۹مه)، سهار ۷:۲۰

په چای راټول شو:

زما له‌پاره هرڅه د مینې په عطرو، معطر ایښي و (د مالګې او غوړو پرهېز سره برابره ډوډۍ) حتا کور کې تیار کړی کیک، شیدې، شات، غوزان...

او دوی خپله وچه ډوډۍ، له یو دوه غوزو غوزانو او شیدو سره، نوش جان کړه.

دې نه عجیبه کړس و کړوس جوړ و. له دې هر جلا غږه، ژوند سا اخیسته.

داسې موسیقي غږېده، چې د خدای مینه‌ګره اراده یې،

زموږ پر زړونو او ذهنوو او حواسو، سپرلی سپرلی کرله.

ما وېل: «چای فوق‌العاده و!» (غوښتل مې څارنوال شم او یو یو وپوښتم، چې څوک به «سم!» ځواب ووایي، که نه دا به هم زما امتیاز شي!!)

کورودانې کړل: «همه یکجا شیشته بودیم!»

جنت شته؛

خو چې د لیدلو «سترګې» ولرو!

او خدایي اراده- بې له ذهني- رواني قضاوتونو، روغه «واورو»!

 

سهار: ۸:۴۸

پنځه څانګې ستوری

د انسان شکلي هندسه، له یوه لحاظه دغه پنځه څانګې ستوری دی.

دا د څه نښه ده؟

دوه لاندې څانګې- وتلې زاویې یې- پښې، چې پر زمکه انسان ټینګوي.

او د دواړو اړخونو، دوه برې ختلې څانګې یې، وزرونو معنا تداعي کوي.

او سر یې، آسمان خواته دی.

دا شکل لکه توغندی داسې هم دی.

کالبوت توغندی دی.

اروا د زمان- مکان، له اقلیمه د وتلو له‌پاره،

دغه توغندي ته اړتیا لري.

کالبوت د پرواز مصرف دی.

خو ذهن ساعت په (کروز، قاره پیما، بالستیک، اوبو لاندې، اوبو له پاسه...حتا ستورو کې ځای پرځای شويو اتومي، هېدروجني...) تېره‌وي!!

 

غرمه: ۱۲:۱۷

غږېدل ښه دي. او غوره غږېدل بیا ډېر ښه!

خو غوږ ایښوول، اصیل هنر دی.

 

ماسپښین: ۲:۶

څه مې نیمه خوب حالت کې وموندل؛ خو کاغذ ته را وانه رسېدل؛

دننه پټ شول تر ابده پورې؛

هغه هم یوازې زما له‌پاره!

ډېر څه (ځان) له‌پاره دي.

ځکه لوی کار، خپله راویښېدل دي.

ښایي د هر وګړي راویښېدل، د ټولې هستۍ د راویښېدلو، صغیر قیامت وي.

خدای شته. دې ته به (یو، یو) راویښېږي؛ خپله!

 

ماسپښین: ۲:۲۸،  کوټه سنګي، ببرک کوڅه:

حقیقت یو دی؛ غوڅ، حاضر او ځواکمن.

ارواوې، د خدایي روح حقیقت، څېرې دي؛ ابدي، بې‌زیانه او له خدایه خبرې!

د خلقت فلسفه، د هر یوه راویښېدل دي، په (ځان‌روح)!

او دا وخت ده، چې ټول میدان دې ته پاتې کېږي: خدای شته.

 

ځان‌درملنه

ماسخوتن: ۶:۵۲

خدای شته؛ زه روغ و جوړ یم...

دا پر زړه‌وذهن را ګرځي، او پر کاغذ یې رسموم: خدای شته؛ زه روغ‌وجوړ یم...

بیا او بیا لیکم: خدای شته؛ زه روغ‌وجوړ یم...

خاموش یې وایم او لیکم: خدای شته؛ زه روغ‌وجوړ یم...

دننه غږ دی. دغه غږ دی. تندیز او ړنګونکی غږ:

خدای شته؛ زه روغ و جوړ یم...

ذهن ددې غږ تر واک لاندې دی. دومره زورور، دومره زړور، چې یو یو سلول په هوا کوي!

هرڅه ددغه جنت‌غږ په ولو سپاره دي. یو عالم زخمي ماشومان په دغه روغتیا کې، زنګول کېږي.

هېڅ شي ته اړتیا نه‌شته؛ خدای شته.

 

وګړی د اګاهۍ واحد

۲۱مرغومي

یو وایي: ټولنه وږې ده، لوڅه ده، بې‌کوره ده!

بل وایې: نه، ټولنه عقب مانده ده.

بل وایي: ټولنه له دینه لېرې شوې!

بل وایي: ټولنې د پرمختګ لاره پرې ایښې!

بل وایي: ټولنه بدوي ده...

خو نه وایي: ټولنه دداسې وګړو جوړه هارموني ده، چې یو بل سره ډېر توپير لري.

وګړی، د اګاهۍ یو واحد دی. یو جهان دی. او ددې ړنګول، لکه د خلقت په اتومي جوړښت کې، ماین چوول داسې دي.

که هر وګړی، د ټولنې (مصلح) شي، نو فکر وکړه، چې د ټولنې ټولو غړو، قاچوګان په لاس کې اخستي او پایله به یې دغه دوزخ شي، چې دا نیمه پېړۍ جنت‌وطن مو دی.

خو که هر وګړی، د بل وګړي له هېڅ راز فشار او جبر پرته، خپل فکر، ایمان، دریځ او عمل- فقط د خدای په‌خاطر- جوړ کړي، نوی کړي، وروزي؛ نو موږ به د بشر په تاریخ کې، د داسې بدلون شاهد واوسو، چې بشري حافظه یې په یاد نه‌لري.

 

ماسپښین: ۱:۳۰

د حقیقت څېره

د حقیقت څېره په ژوندۍ زمانه کې، (لیدل) کېږي.

ژوندۍ زمانه «اوس» ده.

کله دې چې د مادي- ذهني زمان اتکړۍ وشلولې،

کله دې، چې د (ځان‌وجهان) نوم- پوټکی، وغورځاوه،

دغه زمان دی. دغه حقیقت دی او دغه څېره!

هغه چې لیدل کېږي؛ خو وېل کېږي نه!

پوهېږې؛ خو پوهه چاته نه‌شې ورکولای،

شته؛ خو هېچاته یې نه‌شې اثباتولای...

 

درېیمه سترګه

دغه ډیوه‌سترګه، د ذهني زمان په تر ټولو کوچني واحد کې، پرانستل شوه.

داسې فضا؛ چې وېل یې، په خولې نه برابرېږي؛

او بیا دا جنس (سپین جومات)؛

له صدفونو جوړ شهکار معبد،

شکل یې درلود ؛خو هندسي نه و.

لیدل کېده؛ خو عکس یې ذهن‌وحافظه کې، نه جوړېده.

 

خدای شته

د مرغومي ۲۲مه، د شپې/ سپېده داغ: ۵بجې

یو خدای لرم او بل هېڅ نه!

خدای شته، او هرڅه د خدای دي.

نو که زه هرڅه خدای ته وسپارم،

څه به راته پاتې شي؟

«هرڅه»

خدای له‌پاره، چې هرڅه پرېږدې، هرڅه ستا شول.

خدای شته

خو وېلو ته یې ژبه، نه جوړېږي!!

 

 

خدای او پوره امن

راهب ووېل: هغه چې خپل هرڅه خدای ته ورکوي، هرڅه له خدایه ترلاسه کوي!

«امن‌وطن» دغه دی. انسان پرته له خدایه، نه‌شي امن کېدلای.

خدای شته؛ امن هم شته: امن دغه دی.

له هرڅه په لاس اخستلو سره، وګړی په دغه پوهه اوړي.

خدای شته او دا خبره هېڅ وېل نه‌غواړي.

 

انسان د خپلو فکرونو او عملونو ګل

میرزا غالب: «موږ ټول عمر همدغه غلطي وکړه غالبه/ چې ګرد مو په څېره و، موږ هېنداره پاکوله.»

انسانان له ځانه پیدا دي.

له خپلو فکرونو، احساساتو او عملونو، پاڅون کوي!

له زړه ووایئ، آیا خدای تعالی- په دومره مینه چې راسره لري یې،

آیا شونې ده موږ داسې جسمي، عاطفي، او رواني ناروغان پیدا کړي!؟

 

شپه: ۱۰:۲۰

خدای شته

خو ته (وچه‌ولمده) پرېږده!

ستا یې څه...ولې دې زمان او مکان پورې زړه کلک کړی دی!!

نه څه لرې او نه څه تا لري، چې ته مادي پاتې شې.

ټول پرېږده، چې ټول درته راوګرځي.

 

خدای شته

وس یې لرې؛ اوس یې ګوره.

کولای شې، داسې چیغه کړې، چې پرته له خدایه، هېڅ در پاتې نه‌‌شي!

رښتیا ووایه: باور لرې، چې خدای شته!؟

او پاتې ټوله خبره، دروغ ده!

 

د مرغومي ۲۳مه (د جنوری ۱۲مه)، ورځ: ۱۰:۳۰

معنوي لاره، کېدلای شي آسانه واوسي؛ خو چې د معنویت د معنا او مفهوم په اړه زاړه او له مخکې ټاکل شوي باورونه پرېښوول شي.

زمکه کې استوګنې اروا په وړاندې، اوږد دروني سفر پروت دی؛ عاطفي جنتونه، ذهني- رواني جنتونه- چې هېڅ یو یې، د زمکې له ټول ګلستان سره- په هېڅ صورت- د پرتلې وړ نه دی!

خو ځان‌خبرې اروا، پرته د خالص نور او غږ/کلام له جنت‌ټاټوبي، په دې یوه نه قانع کېږي.

ځکه خدای شته او دا په هر راز عاطفي، ذهني او رواني جنت، ډېر دی؛ بیخي ډېر!

د استاد په خبر: «له تاسو نه‌غواړم چې زما یا د بل وګړي په خبرو باور وکړئ، خپله مو ځواب ومومئ.» (خدای څنګه ومومو. ۱۴۸مخ)

 

روژه

د مرغومي ۲۴مه، سپېده‌داغ: ۵:۱۵

انسان، د عشق څېره که د قدرت‌وشهرت لوږه!

دا یې د ټولې دنیا کلۍ درته راوړې؛

ایې خلئ؟

نه رښتیا ووایه؛ ایې خلې!؟

ولې ځان د دنیا تر پور لاندې ووژنم!

دنیا په دومره غم، چې موږ کړی او کوو یې، نه ارزي.

لکه چې د مینې لاره، جوړه شوه.

زه چې جوړ شوم، مینې کولو ته لاره جوړه شوه.

موږ د یو بل پوره وړي یو، د یو بل..........

ټول عمر مې د دنیا په روژه تېر کړ، نن یې هم روژه!

ای د کلام خاونده!

دا هرڅه چې داسې «راځي»، نفس ده که مینه؟؟

هیله ده ډاډه مې کړې!

 

په یوه وخت لیدل، پوهېدل، اوسېدل

سهار: ۵:۳۰

روح، هم‌زمانه د فزیک، عاطفې، ذهن، روان او روح قلمرو هستوګن دی.

ژوند څه دی؟

ددې کالبد مصرف د څه له‌پاره دی؟

دا تن‌وصورت، څه له‌پاره پسرلی، اوړی، منی او ژمی راوړي؟

اګاهۍ له‌پاره.

نوې، تازه او بې‌پولې اګاهۍ له‌پاره.

ستا پوله څه ده؟ اګاهي دې، حواس دې، تر کومې، مزل کولای شي؟؟

قوم، ژبه، رنګ و نژاد!

آیا تر ستورو هاغاړه وینې؟؟؟

آیا له عاطفي جنت، وړاندې هم، څه درته شته!؟

آیا تر نجوم او کهنکشاني وړاندوینې- لویې چاودنې، هاغاړه هم څه په نظر درځي؟؟

آیا روح وطن په زړه در ګرځي!؟

ټوله وده، ستا خپله شخصي اګاهي ده.

له دې لارې کړای شې، د مکان‌وزمان زولنې ماتې کړې او

د همزمانه لیدلو، پوهېدلو او اوسېدلو، په ژوندي وضعیت واوړې!

خدای شته، نو په ټول زړه میین شه.

 

دننه جهان

ورځ: ۱۰:۳۰

دا څه شی دی؟ چا لیدلی؟؟ څوک یې ویلای شي؟؟؟

هغه څه چې هېڅ ځای او هېڅ وخت- تېر او راروانه- کې نه دی.

خو «دی» او «شته»!

دننه جهان (Inner world) دغه دی.

یوازې د غوړېدلې، ازادې او بې‌باکه اګاهې په پښو؛

یعنې ته دباندې نه ځې!

یعنې هغه په هېڅ ځای او زمان کې نه‌شته!

او نه یې شې موندلای؛ خو «شته!»

نو چېرې؟

دغه، دننه جهان دی.

هلته ننوتی شو!

هغه چې شته، خو هېڅ ځای یې نه‌شې موندلای، دننه موندل کېږي.

اګاهي، چې د خدای د حضور په تالندو و برېښناو، راويښه شوې وي،

په خدای ډکه ده.

 

د مرګ شېبې

د مرغومي ۲۵مه، سهار: ۷:۲۰ (فشار ۱۳۳)

د نور دهلیز پرانستی و!

دننه را په کې د غږ اور بل و.

غږ- ستون په شان- مخ په بره، پورته و.

دا د لېږد کښتۍ وه.

دا ټول هغه خوندیتوب و، چې (انسان‌ځان) ځان ټول عمر ورپسې،

(ډبرې، مس، ژېړ و وسپنې) ماتولې؛

او سرګردانه و- تر اټوم او (هوش مصنوعي) پورې سرګردانه و!

دا ورک (بخت) راویښ شوی و.

دا ټول هغه څه و، چې لا وخته، وخته، وخته...

باید ژوند ورته لوګی شوی وای!

خدای شته، تردې ساده نه وېل کېږي.

 

د غږورڼا درمندونه

۱۲:۴۰ (فشار ۱۱۱پر ۷۴)

تېرماسخوتن فشار- ناڅاپه- (۱۵۴) ته لوړ ولاړ؛ دا په داسې حال کې، چې ما هېڅ کله خپل فشار دومره لوړ نه و لیدلی- یا به متوجه شوی نه وم!

دستي مې یوه غوزه اوږده وژوله او اوبه مې پسې تېرې کړې، او مختار زوی، ټاکسي راوګرځاوه، او مخامخ یې د عالی‌اباد روغتون، بېړنۍ څانګې ته وخوځولم. (ما ځان سره د خدای موندلی نوم زمزمه کاوه...) هلته چې یې وکوت، (۱۴۴) ته راکښته شوی و او ډاکترانو توصیه وکړه، چې خپله شته دوا وخورم او استراحت وکړم.

اوس بیا دمه شوم- چې که د خدایي غږورڼا درمندونه، تجربه کړای شم!

 

یو غږ- نه پوهېږم په کومه ژبه‌والفبا، کلمه ترې جوړه کړم!!

(طلایي غږ) نوم به ورکړو، ځکه دا غږ له هر ډول ذهني- نفسي ککړتیاو پاک او خالص دی.

هغه غږ چې ذهني ژبه، په کلمو او ادبیاتو سره، د هغه د وړانګو او غورزو پرزو، کاږه واږه رسمونه باسي.

 

د وېرې تبه

مازدیګر فشار: ۴:۵۵  فشار: (۱۴۱پر ۹۴)

پلاره منم، چې وېرېږم!! خو دومره پټ، چې خپله هم نه پوهېږم!!!

خو له څه شي وېره!؟

خدای شته؛ نو له څه شي وېره!!!

دا یې مرګ...دا یې تلل... څه به وشي!

خدای چې وي، ماته به څه نقص و زیان پېښ شي!!

هرڅه سپارم، که یې وخت وي، چې د بدن- غوښن- کورګی، نور خوشې کړم؛

نو غواړم په خندانه خوله او په خلاصه غېږه، د خپل ناپایه بخت په لور والوزم.

هرڅه مې له خدایه ځار!

 

د مرغومي ۲۶مه: ورځ: ۱۱:۵۶، فشار ۱۰۷پر ۷۰

پلاره فوق‌العاده وه. تېارې ولاړې! او رڼا مې د اصل وجود دننه ناڅي.

او د ژوند ابدي نغمه، کړنګېږي.

انسان که خپل زړه کې، د خدایي واګو پایتخت جوړ کړي،

نور امن دی.

خدای شته او دا ټول هغه امن دی،

چې یو یو ورپسې (ایزوف‌ځان) کشوي.

 

میراث

مازدیګر: ۴:۴۵

وایم مخکې تردې، چې انسان له زمکې او زمانه ولاړ شي،

هرڅه چې لري، په‌خپله خوښه او پرېکړه یې وبخښي.

له چا یوه مېاشت معاش، له چا به یو بانک پیسې،

له چا به د مڼو باغ او له چا به یو شاهي قصروقصرونه پاتېږي.

خو چا ته؟

دا پرېکړه باید څوک وکړي؟؟

دا پرېکړه زما ده، ستا ده، او بل ده؛ څه چې لرو،

په ټوله مینه یې، بل- یا نورو ته وسپارو؛

خدایي امانتونه به سپارل کېږي!!

دې سره به هر ژوندی نسل، له ډالیو په یوه ډکه نړۍ کې،

هستوګنه پیدا کړي.

 

د شیطان پنځه لاسونه

د مرغومي ۳۰مه ساعت: ۴:۴۹

ژوند نبوع دی.

شېبه شېبه- له ما، تا، هغه- دغه چلند غواړي.

کنه دا دنیا به د معلولانو نفوس شي؛

جسمي، عاطفي، او ذهني، روحي معلولان!

ژوند نبوغ غواړي.

کنه د درد، مشکل، غم او تیارو سرلښکر(د منفي ځواک امپراتور)،

چې د نفسي ذهن په لاسونو، په رګ رګ راننوتلی، ماوتا، لاندې کوي.

د منفي قوا سرلښکر، خپلې ټولې ناروغۍ او افتونه؛

راپسې راخوځولي، چې

زماوستا د تن، عاطفې او روان په هډوکو، خرپسس...س، پښې کښېږدي.

او مخته ولاړ شي.

(دغه چې موږ یې شیطان ګڼو) د عمر اوږدېدل یې،

زموږ د ذهني نفس له پنځو لاسو (قهر، شهوت، طمعې، تړلتیا او ځانپرستۍ)،

څخه اوبه څښي.

خدای شته. او دا ټول نبوغ تا کې ویده دی.

راویښ شه او ددې ننداره جوړه کړه چې هو: خدای شته.

 

د سلواغې لومړۍ، سهار: ۹:۲۰

کله دې چې فکر، وینا، دریځ او کړنه، له دې دریځه وي:

«لویه خدایه! زه دې د مینې- لورینې له دریځه، دې عالم عالم ارواوو ته، څه کولای شم؟»

نو بیا «بل» د زړه په سترګه «وینې»،

چې دا درک کوي او په دې طبعیت اوسي، چې: (خدای شته!)

 

تاریخ د اشرافو د تذکرو دفتر

سهار: ۹:۳۰

څه وکړې! څه وکړې!؟

که ووایې: «خدای شته!»

وایي: ته «څوک او څه شی، ښیې!؟»

نو وژني دې!

که انکار وکړې، لا دې وژني!!

که چوپ پاتې کېږې، بیا بیا دې وژني؛ لکه وژلي یې چې دي!

یا درګرده یې چې وژني!!!

(ولس) زیارتونه ته «اړتیا» لري!

دا یې عاطفي- ذهني خواړه دي!!

زیارتونه- د ذهن‌وروان، تسکین‌ځایونه- لکه میله‌ځایونه؛ داسې دي!

زیارتونو کې، د هغو چنجیو خوړلې ایرې پرتې دي، چې

په ژوند مړه شول!

خو چې مړه یې کړل؛ را ژوندي یې شول!!

ښایي یوه ورځ خلک د ژوندو پرځای مړو ته، تذکرې ووېشي!!

تاریخ مضمون لکه چې د تذکرو وېش دی؛ خو په محدود شمېر.

یا تاریخ لکه چې د اشرافو د تذکرو دفتر دی!!!

 

سواد د بې‌سوادۍ یو ډول

۹:۳۵ سهار

ښایي ګونګیان ژبور وي!

ښایي هغو (لکه زه) هوښیارانو، د (ځان) وېلو له‌پاره، فردي ژبه،

پنځولي وي- دومره چې یو (دی) او (یو خدای) یې ورباندې پوه اوسي!

ښایي ګونګیانو ته د سواد جوړه ژبه،

هغه قفس وي، چې انساني ذهن، آزادې ارواوې، ورباندې سانسوروي!؟

زمکه د غږ له تندر څخه چووي؛

وس یې نه‌لري!

انساني ژبې،

هغه میخونه دي، چې پر برزخ زمکه یې،

د ذهني عقل کېږدۍ،

 د غږ ابدي توپان په وړاندې،

ټینګه تړلې!!

عجیبه ده؛ سواد هم د بېسوادۍ یو ډول شو!!!

 

خدايي غېږ د روح بې‌شکله وطن

ماسپښین: ۳:۱۷

یا خدایه! دا کور- اپارتمان پرېږدم!

دا ژوند- اوس‌اوس، پرېږدم!

دا کالبوت پرېږدم؛

عاطفه، ذهن‌وروان- یو یو- پرېږدم.

ستا بې‌شکله او بې‌مکانه جنت‌غېږې ته، ځان اچوم.

دا هرڅه دی: خدای شته؛ او دا هرڅه دی.

 

د هستۍ له پایتخت جلاوالی

ورځ: ۳:۳۰

انسان چې څه پوهه تولید کړې، له مکان‌وزمان هاغاړه،

کار نه ورکوي!

مکان‌وزمان، پیل لري؛ وده لري...زړښت‌ومرګ لري!

دا شوه انسان‌پوهه (انساني اګاهي)

اروا – د زمان‌ومکان- په قلمرو کې،

ددغې پوهې په لاسو- پښو،

په تجربو لګیا ده.

پوهې چې مادي وزن قبول کړ، د الوت او د هستۍ په پایتخت ګرځېدل، بند شول.

 

نفسي مزدور که د خدایي ارادې لاس

شپه: ۷:۴۰

خدای شته.

خو جهان وږی؛ ماشوم، مېرمن، بوډا...

حتا ځوان- هغه څه چې باید د زمکې له دسترخوانه وخوري؛

نه‌خوري!

خدای شته، او خواړه هم خدای برابروي.

دغه ډک دیګ، څنګه؟ ولې؟ ټولو ته نه رسېږي؟؟؟

زمکه د غلې په برابرولو کې؛ پسمانه ده!!

که بل افت نازل دی!؟

تخم (دانې) خپل ماهیت بایللی؟ که اوبو خپل ماهیت په اور، خرڅ کړی؟؟

د کرګر، ماهیت چا لوټلی؟ که د غلې- دانې شعور، وچ شوی؟؟؟

خدایي سړی: تل دومره څه تولېدېږي، چې ټول وګړي ماړه کړي؛ خو ددې وېش خلاقیت (انسان) ته پرېښوول شوی. انسان انتخابوي، چې د خپل (نوم- شهرت) مزدور پاتې شي، که د خدایي ارادې (لاس)!

د کثافتدانیو نیم وزن یې هغه خواړه دي، چې د ټنډانسان، له طلایي لوښو، هیسته غورځول کېږي!

د لوږې جرم...

دسترخوان ډک دی. خو زموږ غوښتنه، له اړتیا پورته ختلې ده.

موږ د وینې فشار او د قندلوړوالی څارو؛ خو د نفس فشار مو داسې چړې راوېستلي،

چې درجن درجن، ګلمخي ماشومان،

ښځې، او نران،

نهار، شپه په وچ سیند یا تر پله لاندې،

یا د الوزول شوي کوردیوال،

تیارو کې تېروي!

رښتیا، دې سره بیا وایو: «خدای شته!»

دې خبره کې ټڼډ او وږي- ټول، ګډ ملت یو: «خدای شته!»

خدای شته؛ خو (انسان) یې، هغه څه چې د خلاقیت او کار غله- دانه یې نه دي؛

په ګدامونو کې زیرمه کړي!!!!

 

شپه: ۸:۵

انسان که خپلې غوښتنې د اړتیا له مخې،

او خپل مزد د هغه فکر، تخلیق او کار په تول، برابر کړ، چې خپل یې دی،

نو ښایي، دنیا د ټولو ژوندو او ټول ژوند له‌پاره،

بسیا جنت شي!

خدای شته.

 

ارواوې زړې دي

د سلواغې ۳مه، سهار: ۹:۵۲

دردونه، مادي- ذهني دي.

روح ښاد موجود دی.

دنیا د روح د خوب د شېبې، «خریدوفروش» دی.

ویښه هغه شېبه ده، چې خپل مادي، عاطفي او رواني مشکلات،

او د خپلو فکرونو او کړنو، کرونده ووینې!

(ابو) به راته کړل: «ارواوې زړې دي!» خو دا چې څومره زړې، د زمان په عددونو یې نه‌شې وېلای!

دومره ژور کشف، زړه غواړي، عاشق زړه.  

 

چې وګړی (فرد) ژوندی نه وي؛ آزاد نه وي،

 د (ځان) انتخاب نه وي،

نو بیا لویه پوښتنه داده، چې: آیا ټولنه ژوندۍ ده؛ ملت شته؛ هېواد ژوندی حضور دی؟؟؟

 

خدای شته

مازدیګر: ۳:۲۵

د کابل رادیو پر څپو ساربان، د غږ په اور کې، سوزي:

هاااا...ی! انسان له خدایه لېرې دی!

څه فریادونه کړي!!!

خدای شته او انسان یوازې!؟

بلا په دې ذهني- رواني، لوبه کړې، چې موږ یې،

په بې‌شمېره ځنځیرونو- رسیو،

پر زمکه مېخ کړي یو!

یوه شېبه، بې‌مینې،

بې ښېګڼې- لورینې،

ګناه ده.

خدای چې شته، موږ ته څه کار پاتې شو!

 

ماښام: ۵:۰۰

هاااا....ی خدای هېڅ نه وېل کېږي!

سقراط، ځکه هېڅ ونه لیکل؛ هغه لکه چې د غږ کتاب‌ساز، بې‌خوده کړی و؛

ځکه یې «شکران‌جام»، بې‌دریغه پسې پورته کړ.

 

زمکه مدرسه

هره اروا، خپله زده‌کړه لري.

دا زده‌کړې له الف‌وبا نیولې، بیا تر حساب‌ورسم‌وخط...

نجوم‌وستورپېژندنې،

او ورها خوا حکمت پورې،

هر یو ځانله لاره ده؛ د نګه پوهې د اقیانوس په لور.

موږ- یو یو- ددغه اقیانوس، جلا جلا کنډولي یو،

چې د نوم او څېرې تر بیرغ لاندې،

هابیل- قابیل شوي یو!!!

 

شپه: ۸:۱۶

انسان په (کالبوت) کې، راټوله پوهه ده.

برخلیک دادی، چې پوهه په اوسېدلو راشي.

ځنې نه پوهېږي، چې نه پوهېږي!

ځنې پوهېږي، چې نه پوهېږي!

خو یو نیم، ویلو ته څه نه‌لري. هغوی خپله پوهه «اوسي».

سقراط هم پوهه اوسېده؛ ځکه نه غږېده.

 

هر وګړی د پوهې ځانګړی ټولګی

زمکه، د ارواوو په شمېر، درس‌ټولګي لري.

هره اروا، جلا ده؛ یوازې ده؛ طاق ده،

او دغسې یې پوهه ده!

ټولګه یې هم، د پوهې په اندازه جوړه ده.

لکه انساني ذهن، چې مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه...

په جلا جلا ټولګیو او مضمونونو... وېشلي!

اوس څه چې د پوهې په توګه ځلوو، هماغه یاستو.

پوهه مو ټولګی ده. لکه الف، ب، ت...

یا ضرب‌زباني، یا هستوي فزیک،

یا هم نجوم او د وړاندوینې مکتبونه- تبتي یا هندي- امریکايي طریقې،

وروستی سر هم دا چې: خدای شته.

 

د سلواغې ۴مه، سهار: ۸:۳۰

فکرونه کرل کېږي.

دغسې دي دریځونه او کارونه.

خدای شته.

خو ولې دنیا له تناقضاتو ډکه وینو!؟

ولې دنیا «دشت‌لیلي» کېږي، یا «پاني‌پت» شوې وه!!!

ولې دنیا برلین‌دیوال ده، ده، ده... یا ولې چین‌دیوال ده، ده، ده...

ولې دا نکټایۍ، یا رسۍ، یا زرینې حلقې، غاړې ته راپرتې دي!!!

ښایي دا ټول زموږ کرلي فکرونه او راګرځېدلي کارونه وي!

آیا کېږي خدای زما ناکردو په خاطر،

 ۳۰ پېړۍ وروسته، بل وګړی عدالت ته واچوي!؟

یا دا چې روح په نوې څېره کې رزم ته راوتلي!

او غواړي هغه دروغ ووژني، چې زده‌کړې او نافهمۍ کې ترې شوي و.

خو دا هغه پوښتنه ده، چې د روح په سترګه او د زړه په حواسو یې- ځواب موندلای شو!

 

سقراط او د نفوس نه پوهېدلو څېره

سقراط پوهېده، خو ولې نه غږېده!

ښایي غوښتل به یې د هغه پرځای، پوهه «ولیدل» شي.

هغه وېل «ځان ومومه!» خو کاغذ یې نه په خبرو کاوه؛

ځکه کاغذ د ذهني ژبې، بې‌حواسو خوسی دی! او له مکان‌وزمان هاغاړه، «خاص آواز» نه اوري.

هغه (سقراط)، د ذهني کلمو لنډوتنګ عمر، ښه پېژانده.

هغه، خپل عصر ته غږېده، چې نه پوهېږي.

هغه، غوښتل، د «آواز» شانداره نندارې ته، بې‌حواسو ورووځو!

هغه، خپل عصر ته غږېده، چې وپوهېږي، چې ذهن نه پوهېږي!

خو چا خپله ناپوهي «لیدلې» ده!؟

څو تنه ددې زړه لري، چې ووایي «نه پوهېږي»؟؟؟

 

کامل یعني خدای

ورځ: ۸:۴۰

ځنې پوهېږي، چې نه پوهېږي!

ځنې- ښایي ډېر ډېر، نه پوهېږي، چې نه پوهېږي!

یو نیم بیا «پوهه» اوسېږي.

پوهه، تر مکان‌وزمان، وتلې ده.

څه چې «شته» ټول د پوهې، جلا جلا، لښتي

او یا پرځان را تاو، خوسا ولاړ ډنډونه دي!

پوره پوهه شته.

یوازې خدای پوره (کامل) دی.

او خدای شته.

 

وروستی کتاب

د سلواغې ۵مه، ماسپښین: ۲:۵۵

 (ښایي دلته یې پای ته ورسوم؛ ځکه نن مې د مغزي حملې دېرشمه ده!)

ښایي ټوله خبره راټوله کړم!!

هااا...ا! هر یو دا تلوسه لري، چې وروستۍ خبره وکړي؛

وروستی کتاب‌وکتیبه (پوره) شي!!

دا حالت، د روح ابدي هیله، څرګندوي.

روح د خدای دی او خدای (کامل).

او پرته له «هغه»، بل هېڅ حقیقت نه‌شته.

اروا د خپلې ابدي زده‌کړې او غوړېدنې په ترڅ کې،

دغه (شېبه)، په هغه کامل وضعیت کې ده، چې پخوا هېڅ‌مهال نه وه!

خو کامل یو خدای دی او دا درک هغه مهال شونی دی، چې- ښايي- سقراطي لیدلوری، خپل شي.

هو! زه نه پوهېږم؛ خدای شته او زه غږېږم؛ ځکه نه پوهېږم!!!

 

روح او د اګاهۍ شېدې

شپه: ۹:۳۵

انسان، یعني «اګاهي».

له دې پرته، څه کېدلای شي!!

غوښه- هډوکي...زمکنیو غلو- دانو،

راڅښلې، شېدې دي.

زمکه به خپل حاصل بېرته ترلاسه کوي.

او اګاهي، د خدایي روح حاصل دی: آزاد، ابدي او ځان‌خبره!

 

هستۍ د ځان موندلو بېدیا

«حق» سره یو کېدل، هرڅه دي.

هرڅه، «هرڅه» دي؛ بل «څه» دي، چې «زه» ور تېر شم!!

رښتیا چې حقیقت، ژوندۍ، روانه او همیشه حاضره تجربه ده.

د هستۍ ټول کار، «ځان» موندل دي.

او دا چې: روان یم تر ابده؛ مخ د خدای په لور.

خو خدای شته.

دا ذهن له‌پاره تناقض دی، خو اروا شېبه په شېبه، په دې درک کې لوړه خېژي.

 

دوه‌سوه پنځوس سي سي وینه

  د سلواغې ۷مه، ماسپښین ۳بجې

 «هغه څوک، چې هرڅه، خدای تعالی ته ورکوي، هرڅه له خدای تعالی ترلاسه کوي.»

دا د غږورڼا هغه برلاسي استاد وینا ده، چې نیمه پېړۍ دمخه یې- ښایي د سرینګر په شاوخوا کې، خدای پسې ورک یوه لاروي ته، وکړه.

ساعت دمخه مې، د وینې ورکولو مرکزي بانک کې 250 سي سي وینه، ورکړه- چې که خدای غوښتي و- ګوندې، د یوه وینې ته اړ انسان، ژوند وژغوري.

تېره ورځ مې د وینې ټېسټونه واخستل، او ډاکټر سراج نجرابي- چې څه باندې یوه مېاشت یې زما درملنه کړې- او ډاکټر احسان الله درمل، د تخصصي ارزونو له مخې، وینه ټینګه وه؛ نو- د لارغېدو په موخه، لارښوونه وکړه، چې وینه ورکړم. خو کورنۍ مخالفه وه- هغه هم بیا داسې چې یوازې ځان روغتون ته ولاړ شم- خو ما ځان‌ته کړل «خدای چې شته؛ پر چا او څه شي ډډه وکړم!!!»

سهار، چې دفتر ته ولاړم، ډاکټر حنیف حیران هم دغه مشوره راکړه. او زما ټول ډاډ پر دې و: خدای شته او دا ماته، تاته، هغه ته، هرڅه دي!

د وینې مرکزي بانک ته په رسېدو سره، دوه تنه ستړي او ناهیلي هیوادوال راولاړ شول: «د وینې ګروپ دې څه شی دی؟؟؟»

ما وېل «ORH+»، دواړه ناهیلي رانه لېرې شول. هغوی «A» ګروپ وینې ته سخته اړتیا یې ورته لرله؛ خدایي مینه او رحمت دې ورپه برخه شي!

اوس نو د وینې بانک دویم پوړ کې یم، خو په عمر پوخ ډاکټر چې زما روغتیاپاڼې او لابراتواري آزموینې وکتې، راته کړل یې: «ته وینه نه‌شې ورکولای...خطر لري!!»

ما وېل: «ډاکټر صاحب! زه ښه یم؛ وینه ورکوای شم...دا د ډاکټرانو مشوره ده... هغوی را واستولم...»

څومره مې چې دواړه یاران: داخله اعصابو متخصص (سراج نجرابي) او زړه متخصص (احسان‌الله درمل)، ورته معرفي کول او ډاډ مې ورکاوه، ده وېل: «دا باید ډاکټر په‌خپل لاس ولیکي... بیا سمه ده!!!»

هر رنګه چې و، د متخصص ډاکټر، ځوان دستیار، زما په خبرو او چمتوالي ډاډه شو او بیا لوړ متخصص راته کړل: «ځه نو... اوس به فقط ۲۵۰ سي سي وینه ورکوې... خو وینه دې د چا په درد نه‌خوري، ځکه ته دوا خورې؛ او دوا خپل عوارض لري!»

دریم پوړ ته وختم. د وینې ورکړې، ځانګړې خونې ته ننوتم. او د وینې د ورکړې کار پېل شو.

ښی لاس مې- چې وینې وېستلو په خاطر، ځانګړې پټاره ورباندې تړلې وه، یو څه بېسده شو، خو چې پټاره یې لږ سسته کړه، دا مشکل هم لېرې شو.

وینه- څاڅکی څاڅکی، ځانګړې کڅوړه کې ټولېده، چې یو تن راننوت او ډاکټر ته یې کړل: «لاندې یې ووېل، چې دا اوس دلته څوک وینه ورکوي... د ما ۴۰۰ سي سي وینه په کار ده!»

ما ورباندې غږ وکړ: «وروره! لږ صبر وکړه، داده وینه اماده کېږي!»

خو ډاکټر راکړل: «د تا وینه باید وکتل شي، چې د کارولو ده کنه!؟»

څېره مې هغه وخت وغوړېده، چې ډاکټر ځواب راکړ: «هو، وینه دې سمه ده!»

خو وینې ته اړ انسان‌ورور- چې خدایي سپېڅلتیا یې، پر مخ وړانګې کولې، هم خوښ او هم حیران شو، ځکه د هغه ۴۰۰ سي سي وینه په کار وه. او دا کار ما نه‌شوای کولای؛ خو وایم: «خدای خو شته، د ټولو له‌پاره شته او د هر یوه له‌پاره شته...«هغه» هرڅه کولای شي!»

که د وجود ونه له دې باوره اوبه وڅښي، چې خدای شته؛ نو ناشونې ده، چې هېڅ شي او هېڅ چا ته دې محتاج شي!

دا باید ومنو، چې خدایي مینه، زما، ستا، او هغه په لاسونو وېشل کېږي.

دې کار ته یو داسې زړه په کار دی، چې د خدای له مینې پرته، هېڅ شي ته ځای ور نه‌کړي.

 

مینه په کلمه کې نه ځاېږي

د سلواغې ۸مه، سهار: ۹:۵۴

نن: ټول تمرکز مې پر مینه دی.

له دې پرته بل هېڅ شی نه‌شته.

حیران یم، چې «غني» و «مولانا رومي» و «بهګت کبیر»... په تېره، «شمس» به څومره سوزېدل، چې «مینه» کلمه کړي!!!

مینه وکړئ، دا خپله په کر بدلېږي.

د «خدای شته» معنا همدا ده.

«زه څه خبر وم چې ته ما سره یې

ما خو دنیا په بله واړوله» مفتون

 

انسان او تولید

زمکې ته ور اغوستې مادي- ذهني ګاڼه، انساني تولید دی.

روح، (د انسان په کالب کې) په ګڼ پنځ لګیا دی.

په مادي تولید، عاطفي راکړې ورکړې، ذهني تولید،

او رواني هغه یې.

او روح خو خپله د وګړي/ فرد، د ټول پنځ مرکز دی.

نننی ژوند، د تخنیک تکنالوجۍ په اوږو، نن- سبا، د سپوږمۍ او ستوریو په لور،

سیاحتي سفرونه پیلوي!

خو د زمکې چیغې جګې دي!!

زمکه، بحرونه...حتا فضا،

د انسان په کثافت‌دانۍ اوښتي او لااوړي!

دې منځ کې انساني عقل، مازې د مادي چاپېریال، ککړتیا ته وراوړي!

او «زرغون ګوندونه»، د اروپا په نسبتا پاک چاپېریال کې،

د طبیعت‌پالنې، ډیوه بلوي.

خو عاطفي کثافات،

ذهني هغه یې،

رواني زهرپاشي...

دا به څوک او څه وخت،

د ژوند له ځپل شوي ګلبڼ نه راټولوي؟؟؟

ژوند له انسانه پکو دی!!!

ژوند پزې ته راغلی؛

طبیعت ښایي غچ واخلي:

لکه (اتلانتیس) مدنیت، چې د اورغورځونو او سمندري پاڅونونو،

د آسمانڅکو چاودنو په لاسو کې،

دړې وړې شو...

 

د سلواغې ۹مه، سهار: ۶:۵۱

ځان‌ته مې کړل: ته هغه «خوشبخت» چې ټول عمر دې غوښت، کولای شې،

دا نن واوسې!

هغه داسې: څنګه دې، چې زړه غواړي؛ واوسې!

او نور هم پرېږدې، څرنګه چې یې زړه غواړي؛

واوسي!

ښایي دا د (انسان)، د ټول (تېر) زحمت، بیعه وي!!

خو چې وغواړې...څنګه غواړې؟؟؟

رښتیا؛ تاسو څنګه غواړئ!!؟؟

خدای شته؛ د زړه دومره رڼا، د هغه د نور او نغمو حضور، جوړه کړه.

 

د کاغذپوهې ګستاخ فصل

د سلواغې ۱۰مه، سهار: ۶:۱۳

ټول هغه نیک فصلونه دباندې راوېستل

آیا دا ژوند په دومره زیار ارزي؛

چې موږ لاسونه او وزرونه ورپورې تړلي!!

ولې هڅه نه‌کړو- اروا په توګه- (روح‌هېواد) ته ولاړ شو!!!

او شېبه شېبه،

د پوهې، آزادۍ او مینې له ګلانو ډکې ټوکرۍ،

زمکې ته راوړو، چې هوا مو بدله شي!

آیا ذهني پوهه مو، له مکان‌وزمان هاغاړه،

بیولای شي!؟

ایا کله مو «اوسېدل» تجربه کړي!!!

آیا کله مو د خدای په حضور کې،

فکر کړی،

دریځ نیولی،

او کوم وړوکی (کار)، مو ترسره کړی!

آیا دا «بخت‌هېواد» زموږ خپله «کاردستي»، نه ده!!

خدای شته. خو واقعیت زموږ د نفسي ذهن، «شغال‌خانه» دی!

یوویشتمه پېړۍ، او د ژوند کوکې له (انسان) نه، پورته دي!

دغه کاغذپوهه، چې زه سپین سترګی یې کوم، د انساني شعور،

ګستاخ فصل دی.

 

آسماني نغمه

د سلواغې ۱۰مه، ماښام: ۶:۱۰

دې غږوره دنیا کې،

د ژوند او ژوندو، دې ګڼ- رنګین ارکستر کې،

اړتیا ده، د ځان دننه ولاړ شو او غوږ کښېږدو.

د ژوندۍ موسیقۍ هال، دننه دی.

د «غږ» بزم شرنګېږي؛ خو نه هغسې، چې ذهني سواد یې پېژني.

دا رانه ورک؛ خو زړه‌وځان په شان نېږدې غږ، همېشه شته.

د جنت پاکوونکې او ژغورونکې کلمې نغمه،

دننه شته.

«غوږ ایښوول»،

د ژوندۍ کلمې، د ابدي بزم اورېدلو،

هنر را زده کوي.

 

خدای شته، لړۍ پر دوام:

نوې ورځ، نوی پیل؛ نوی زمان؛

دنیا په هېڅ غم نه‌ارزي!

شاوخوا مو پر هغه څه ډکه ده، چې پیدا کېږي، ځوانېږي، زړېږي؛

او مري!!!

نو بقا په څه کې ده؛ خدايي نور و صوت.

نور لاره ښيي، او غږ موږ د اګاهۍ سپېڅلو جنتونو ته رسوي!

ددې دواړو سرچینه، دننه ده.

څومره، چې پام ورکوو، زیات یې مومو.

ښايي په‌خپله دروني سترګه-دریېمه سترګه- کې یوه وړانګه،

او یا هم یو اسمان‌رنګه ستوری ووینو؛ چې دا تجربه بیا ډیره عالي ده!

غږ هم دننه اورېدلی شو.

د غږ سرچینه هم دننه شوړړړ...ېږي.

دا غیر ذهني غږ،

په بېلابېلو بڼو، تجربه کېږي؛

څوک شپېلۍ اوري،

څوک سه‌تار و ویلون و...

او څوک تالندې اوري؛

څوک هم ګڼي، چې غټه، زوروره چهارماشینه، الوتکه غړزېږي...

څوک مازې د زرهاوو مچیو «بززززززز....»، اوري!

دا رښتیني غږونه دي.

دا د ستر، ناپایه، ابدي؛ خو ژوندي جنتي ارکستر،

بېلابېل، ریتمونه دي، چې د «لوی‌نوم»، له همیشه خورېدونکو څپو، راجوړېږي.

دغه بې‌متنه، بې‌شکله دروني غږ ، د ټولې هغې اګاهۍ سرچینه ده،

چې زموږ ذهني سواد ورپسې- امریکاوچېن لټوي.

دروني نغمه، زموږ روح ته د حکمت‌وخرد، خواړه ورکوي.

او دې سره دا ویښه پېښېږي، چې: «خدای شته»

او دا زموږ هغه بقا ده، چې ذهن‌وحواس ورپسې، ستړی دي.

 

د ټولې پوهې خزانه

د سلواغی ۱۰مه، سهار ۹:۵:

پوهه، د خدای ده او د غږورڼا په تالندو او برېښناو کې، را کوزېږي.

خدايي غږورڼا، د هستۍ، (وجود) رامنځته کړی.

د «هغه» لیدل، یا په «غږ»، یا په «رڼا» کې، تجربه شوي.

او یوه یوه روح بلوغ له‌خوا،

دا اوس‌‌اوس، یا بل «اوس»، تجربه کېږي؛

غږورڼا: دا زموږ ورکې سرچېنې دي.

دې له‌پاره باید له دنیا چوپ شو،

ذهن ودرو، حواس پرېږدو.

او (ځان) د غږ ابدي نغمې ته، وزګار کړو.

خدای شته؛ غږورڼا، دې‌ له‌پاره، شته دي.

 

سلواغې ۱۵مه، ماښام: ۵:۲۴

خدای شته؛ نو اندېښنه‌وتشویش څه له‌پاره!؟

خدای شته؛ نو څوک به، څه شی را نه واخستلای شي!!

خدای شته؛ نو څوک به پر ما څه وکړي!!!

کاش ټول په دې کلمو واوړم: «خدای شته.»

کاش د هېڅ شي فکروخیال، راپاتې نه‌‌شي!

کاش ټول دغه ذهني- رواني دروغ،

چې ټول عمر یې په وېره، اندېښنه او خفګان کې،

بندي تړلی یم،

د خدای له نوم سره، اور واخلي،

ایره شي؛ ورک شي.

هوووو...و خلکو! خدای شته!!!

 

د خدای د پټ‌نوم زده‌کړه

د سلواغې ۱۶مه، سهار: ۸:۵۵

(...) هم ومړ!!!

زه هم مرم؛ شېبه شېبه مرګ په بدن،

په عضلو...

آن په زړه او دماغ کې، سوړې باسي!

مرګ شېبه شېه، پړسېږي او چاغېږي!

خو (اګاهي) نه!

اګاهي، د خدای د ورک نوم، بې‌ځنډه، زده‌کړه ده.

او دا شېبه شېبه زیاتېږي، زیاتېږي...

او لا ژوندۍ راوځي.

(وجود) همدغه اګاهي ده.

د روح وجود، داسې معنا کولای شو!

څومره چې کولای شو، اګاهي باید پرانستې وساتو!

د (بقا) هنر همدا دی.

خدای شته؛ او ټوله پوهه- هوښیارتیا او حکمت،

همدا دی.

یادونه: د یوه عزیز په درد کې، چې د زمان‌ومکان له اقلیمه وکوچېد؛ اوښکې په دغو کرښو کې وینه «مسطوره» شوې!

بله یادونه: (عزیز) مې یو یو دی او یو یو یاست؛ ځکه ستاسو د پیداېښت علت، د خدای تعالی مینه‌ګره اراده ده.

وایي: ژبې مري! ښایي ټولې ژبې د غږ په دې اقیانوس ورتویېږي: خدای شته.

 

څومره ډېر پر یو بل طبیبي کوو!

«غوړ مه‌خوره، چې فشار لوړوي!»

«مالګه او بوره سپین زهر دي؛ رګونه بندوي؛ شکر خو بیخي بده بلا ده!»

«زه درته وایم...خواږه بیخي بند کړه، چې شکر دې نیسي!!»

خو چاته مو ویلي: عاطفه دې کنترول کړه؛ اخر بل هم حیا لري!!»

یا د چا له‌پاره ذهني- اخلاقي دیوالونه مه‌جوړوه، چې آزادي یې ترپښو لاندې کېږي!

هسې چې ته نه‌غواړي څوک دې په کار کې (کار) ولري؛ ته هم د چا په کار کې (کار) مه‌لره!

ښه وروره؛ دا یې غوړ، دا یې مالګه، دا یې خواږه هم کنترول...

دا یې فزیکي بدن، د زړه یا مغزي سکتي او شکرې له مرضه بیخي خوندي!

دا یې ایدزوسرطان او کووید ۱۹، فتح شوي!

آیا دا کالبوت، د زمانې له کپسه آزادېدلای شي!؟

هو رښتیا... مجسمې آزادې دي... زئوس مجسمه، نېږدې دوه‌زره او پنځه‌سوه کلنه شوه!

متوجه نه یو، چې زموږ عاطفي، ذهني، رواني کالبونه، په څه حال دي... یا شوي دي؟؟؟

که دروني سترګه مو را ویښه وای، نو ښايي دغه ښکلې، چوکاټ کړې، آرایش څېره به مو،

د راز راز عاطفي، ذهني- رواني ځناورو باغ‌وحش، لیدلای وای!!!

 

د سلواغې ۱۹مه، ماسخوتن ۷:۳۵

د خدای او وګړي رابطه، نېږدې ده؛

دومره نېږدې، چې زموږ فزیکي حواسو، هېڅ‌مهال نه لېدلې او نه ذهن ورباندې خبر شوی!

دا مخامخ او بې‌منځګړي، رابطه ده.

دا رابطه بیخي خالصه، سوچه او منفرده ده.

له هر راز ذهني- متافزیکي ځیرنې او تبصرې آزاده.

په دې رابطه باور ولرئ؛

لکه د خپل زړه او خپل خدای په رابطه یې چې لرئ او باید یې ولرئ!

روح د خدای دی، بله‌خوا او بل څه نه‌شته؛

خدای شته.

 

د سلواغې ۲۰مه، ماښام ۵:۲۵

مینه ورکړه ده؛ «پناه‌کېدل» دي؛

ورک‌کېدل دي؛

نېست‌ېدل دي...

مینه ورکړه ده؛ دومره چې هېڅ پاتې نه‌‌شي.

ټوله هستي، یوه نغمه‌ګره سمفوني شي، داسې چې هېڅ تصنیف او شعر او موزیسن ونه‌لري، خو «وي»

مینه ورکړه ده؛ تر هغو چې زمین‌وزمان...

ټول هغه څه چې تصور شوي، تصور کېږي،

یا به تصور شي؛

ټول، د خدایۍ ساده درک شي!

مینه ورکړه ده؛ دومره چې هېڅ خبره پاتې نه‌‌شي.

او ټوله هستي دې یو غږ شي: خدای شته.

 

د سلواغې ۲۳مه، ماښام ۶:۵۰

خدای شته

کوچني مرید د خپل څښتن هېرنامه، د په یادراوړلو زمزمې په ترڅ کې،

د درېیمې سترګې له لارې، یو عالم ستوري ولیدل!

هغه وایي: ټول آسمان له ستوریو ډک و. بیا ټول ستوري راټول شول او ستر آبي رنګی ستوری یې جوړ کړ...

موږ د خپلې اګاهۍ وضعتونه، ژوند کوو.

هرڅه، هغه هم دغه شېبه او دلته، شته!

دا ټول «شته» باید په اګاهۍ کې، راویښ شي.

دا ټول هغه کار دی، چې موږ یې شېبه شېبه، په زده‌کړه لګیا یو.

حقیقت شته. او کامل شته: خو وګړی یې د خپلې اګاهي په وس ویني، پوهېږي او اوسي...

څنګه یې ووایم... څومره چې اګاهي له «زه» تشه وي، هومره حقیقت په اګاهۍ بدلېږي.

 

د سلواغې ۲۶مه، شپه: ۳:۵۰

خدای شته؛ د هغه اراده دې پر ما، پر بل...پر هرڅه پلې وي!

جغرافیا مو د افغان انسان له ذهني اوره- نیمه پېړۍ،

بغارې وهي!

انسان، انسان مو، نفسي ذهن‌اتشفشان،

په سل رنګه جزامونو او له جسم‌وروان طبابت پنهان، افتونو اخته کړي!

د خدای اراده دې ترسره شي!

«هغه» مینه دی، رحمت دی، خوشحالي دی او بل تعریف کې نه ځایېږي!

اراده یې، پرته له خالصې مینې، پوهې، حکمت او آزادۍ، بل څه کېدلای شي!!

که له ذهني نفسونو ښکر او لکۍ، د خدایي مینې له هیبته  زاړه شي،  مات شي او  ورک شي او

زړه‌وذهن مو، ددغې ارادې، په ژوندۍ وږمه ډک شي،

جهان ته به مو څه راووځي: مینه!

خدای شته! او اراده یې، د جنت‌کښت، زموږ پر سوی ذهن‌وروان، هستوي.

 

د کب ۷مه، ماسخوتن ۷بجې

خدای شته.

آیا څوک، بل څوک زباتولای شي!؟

زمان‌ومکان

ماده او انرژي،

تر ابدیت واړه دي.

او دا او هرڅه؛

خدای پیدا کړي، چې د اروا زده‌کړو له‌پاره (اور، اوبه، خاوره او هوا) شي.

خدای شته.

حتا نه‌شم ویلای «هغه» و!

لکه پطرکبیر، یا جنرال واشنګټن، یا لېرې چنګیزخان یا دوه پېړۍ دمخه ناپېلیون

او په بل عمر، هټلر چې و.

خدای شته.

هر وخت، هرځای او هر یوه سره شته.

نو څه پاتې شول؟؟؟

خدای شته او له نفسي ذهن دباندې، بل هېڅ نه ځایېږي.

 

خدای شته لړۍ پر دوام:

د کب ۱۰مه، سهار: ۶:۱۵

خدای شته.

نو کار زما څه دی!؟

کار، خدای سره مینه!

ټول کار، له خدای سره مینه دی!!

هرڅه، چې «هغه» غواړي، هغه کول؛

زماوستا، ورک کار دی.

د هغه اراده، باید زما په ذهن، اراده، او کړنو کې،

په غورځو- پرځو راشي!

دا سپېڅلی حرکت،

د هستۍ تر ټولو سپېڅلی، اتڼ- سماع، دی.

دنیا، انسانان، موجودات،

الوتونکي،

او کبان- چنجیان،

د خدای د ارادې بې‌شمېره، کلمې- غږونه،

او څېرې دي!

زه باید ژوند او ژوندو سره،

په روغه کې شم‌.

خدای شته، او زه د هېڅ موجود غاړې ته،

کار ته،

او ژوند ته،

لاس نه وروړم.

د مینې، اول کار دادی.

 

خدای شته. نو څه به وشي!!

چرت مه وهئ؛

یو بل ته غېږې خلاصې کړئ.

غم‌کولو له‌پاره هېڅ نه‌شته.

 

یوازیتوب په خدای ډک

ژوند؛

خو تر خدایه

ټول مزل یوازې!

هستي شته.

خو ته یوازې،

د خپل «یوازیتوب»، پټه سندره اورې.

خدای شته او ستا ټول مزل، «هغه» پورې دی: هغه شته.

مزل جاري دی او ته- زه، هغه، خپل خدای لټوي؛ چې شته!!

مزل جاري، لاره ناتمامه،او خدای هم شته!

څو دومره یوازې شې، چې پرته له خدایه، بل هېڅ در پاتې نه وي!

ته، روان، لاره ناتمامه؛

خدای لرل لوی قیمت غواړي!!

دردېږې، کړېږې،

سوزې، پوپناه کېږې...

خو خپل دا دوزخ‌حالت، هېچا ته په خوله نه‌شې راوړلای!

یوازیتوب، هغه وخت ختمېږي،

چې هره اړیکه‌-تړښت له لاسه ورکړې

او په ذهن او روح کې یو خدای پاتې وي!

 

ژوند، د الوت زمان دی.

اروا، د تن په لباس کې، د الوت زده‌کړه کوي.

څوک نن، څوک سبا

او څوک بل، بل، بل...سبا!

دا الوت، د «اگاهۍ» په وزرو کېږي.

اگاهي باید د‌ مکانوزمان،

مادې او انرژۍ، پر پولو او دیوالونو، ورواوړي،

ها غاړه د‌«حال», یا ابدیت قلمرو دی.

ځان‌ته،

بل ته،

ټولو ته،

د مینې په نظر وګورئ: خدای شته.

 

تاوان:

په ټولې دغې هستۍ کې،

د مادي- ذهني هستوګنې په ټول عمر کې،

د خدای له لاسه‌ورکولو پرته، بل هېڅ تاوان نه‌شته!

او دا ناشونې ده: خدای شته!

نو بل هېڅ تاوان، «تاوان» نه دی.

ددې له‌پاره چې د‌ تاوان دغه را له غاړې خوب مو له سره والوزي؛

ځان‌ته، بل ته او ټول ژوند ته، په مینه او مهربانۍ وګورئ.

 

تسلیم

بشپړ تسليمېدل خدای ته؛

ټول هغه څه دي، چې روح یې په پوره خوښۍ او ټولې مینې سره تر سره کولای شي!

تسلیمېدل، هغه وده ده، چې وګړی، خپل ابدي (ځان) په‌کې مومي.

دې حال کې وګړی،

د «هغه» د حاضرې ارادې، څېره ګرځي.

دومره مینه ده، چې د زمکې او اسمان ترمنځ،

د مکان‌وزمان پاېدلې ډرامه، هېڅ کوي: بقا

ژوند، له خدایه را روان دی او خدای ته ور روان دی.

د کارونو څلی، تسلیمېدل دي؛ خدای تعالی ته.

خدايي کلي ته، پرته له خلوص او مینې، بله هېڅ متاع د وړلو نه ده.

 

 د زړه شریکول:

وېل یې: له خدایه مې ځار کړې؛

له ژوندۍ جنتي نغمې نه مې ځار کړې؛

د خدای له نوره مې ځار کړې!

ما وېل: دې سره به څه پېښ شي؟

وېل يې:

د زمان‌ومکان دوړې، له ذهنوزړه، الوزي.

او په ټوله هستۍ کې، هستوګنه غوره کېږي:

په یوه وخت هرڅه (لیدل، پوهېدل او اوسېدل)!

ما وېل: دا شونې ده!؟

وېل يې: تجربه يې کړه!!

هااا...ا دا کار هم زړه غواړي؛ عاشق زړه!

داسې زړه چې پرته له خدای، د څه شي نښه په کې پاتې نهشي!

 

خدای د اګاهۍ له کړکۍ

بیا وایم: حقیقت، تر هر ډول ویلو ساده دی.

حقیقت، خدای ته د بشپړې تسلیمۍ په ژوندي وضعیت کې، ځان ښیي!

یعني که پر دې ژوندي وضعیت کې، فکر وکړو، دریځ ونیسو او عمل وکړو؛

نو خپل ټول (کار) مو کړی!

دا ژوندۍ، اګاهي ده.

یا په بله وینا: ټوله هغه اګاهي ده، چې (زه، ته او هغه) یې لرلای شو؛

هغه هم دا اوس.

د ساري په توګه:

پرېږده، چې هر وګړی- څرنګه یې زړه وغواړي، فکر وکړي او ژوند وکړي.

او خپل خدای یاد کړي!

دې دریځ سره، موږ – یو یو- اګاه کېږو، چې ژوند او ژوندي،

ټول د خدایي ارادې،

د بې‌متنه کتاب،

بیتونه، لنډۍ،

د زر او څو شپو داستانونه او سپینې جنت‌نغمې دي.

له زړه به ووایو:

چې زړه او ذهن مو په دې هوښیارۍ راویښ شي،

آیا حقیقت به تر وېلو هم ساده نه‌شي!؟

خدای شته؛ خو چې له زړه ورته تسلیم واوسو!

 

۱۴۰۰ کال، د وري ۲۴مه، سهار ۹بجې

زړه، هلته دی

خدای شته. او په دې کې؛ د بلې هېڅ خبرې ځای نه‌شته!

نو بیا سرګرداني څه له‌پاره؟

دومره لالهاندي څه له‌پاره؟؟

او له دروغو جوړ «یوازېتوب!» څه له‌پاره؟؟؟

اوس ووایئ: د غمونو، دردونو... بې‌کسیو... وزن څومره شو!

ولې د سرګردانیو پرمهال اعتراف نه کوو: زه (دلته) او زړه مې (هلته) دی!!

خدای شته؛ پرته له هر راز مکاني- زماني فاصلې، را سره شته!

نو «زه» چېرې یم!

زما «توجه»، چېرې ده!؟

توجه مې چې چېرې ده؛ هغه «زه» یم.

زړه مې چې چېرې دی؛ هلته یم!!

توجه، (اګاه‌اوسېدل) دي.

دغه شېبه چې زه په هرڅه «اګاه» یم، هغه زما ټول شتوالی دی.

څه ښه یې ویلي: «روح، اګاهي ده.»

 

په‌خپله ټوله ورکه واوښتم

د وري ۲۵مه، سهار: ۶:۱۵

خدایي مینه؛

هغه شېبه ده، چې د زمان‌ومکان درک له لاسه ورکړې؛ ټول درک دې (هغه) وي او هغه ټول درک دی!

دې شېبه کې، نه «نر» یې؛ نه «ښځه»:

خنثی بې‌جنسیته موجود،

چې غواړې بورا شې او ټول ځان، «هغه» ته لوګی شې.

کیسه ده (ښایي دېرش کاله دمخه):

وېل یې: دفتر په څه کارپسې ولېږلم. زه ورغلم.

ما ځای غلط کړ؛ خو خبر نه، چې په‌خپله ټوله ورکه واوښتم.

ځای مې غلط کړ، چې لومړی «دا» وموم.

زه د ځای په لور روان...

د ځای‌ودانۍ مخې سره، کوز شوی

او اوس په لوړه مرمرینه زینه، ور پورته کېدلم،

چې «دا» راښکاره شوه.

ښایي هغه ټول شعرونه، لنډۍ، قصیدې یا مثنوي‌ګانې چې وېل شوي او وبه وېل شي،

د همدغه لمر/ سپوږمۍ، پر شاوخوا، په سماع کې ډوب ول!

هغه زما ټوله ورکه وه. او ناڅاپه...یو دم راپیدا شوه!

(لږ مرسته وکړئ؛ څنګه یې ووایم!!!) لکه زما ټوله ورکه، چې د زمانو له رګونو راوځغلي،

یوځای شي، یو تن شي

او د «هغې» په څېره کې، زما شي.

ناڅاپه او پوره راویښ شوم؛ ما ناڅاپه «وموندله!»

 

خدای څومره لېرې؛ څومره نېږدې و (دی).

لکه د غږورڼا ټول تندر، چې پرما را کوز شوی وي!

 

خدای شته

او بل هېڅ څه په کې نه‌شته.

هاااا...ی! زما حقیقت څومره ساده و!

جار، جار، جار!

خدای شته.

نو بیا «زه» ته څه ځای- ځای‌ګی، پاتې شو!؟

«زه» د انساني اګاهۍ له‌خوا، جوړ شوی

او پالل شوی؛

ډبل شوی،

ډبرین، وسپنیز،

طلايي او ذهنيبت دی.

 

وېلای یې نه‌شم.

په رښتیا چې خدای ویلو ته ژبه سوزېږي.

په رښتیا چې خدایي غږ وېستلو ته به، لولپه کېږې،

په رښتیا چې دا وېل «خدای شته»، د سر بیعه غواړي.

په رښتیا چې زمکه- زمان، زندان او زندان دوره ده!

 

 (ښایي د کتاب وروستی پاړکی)

خدای شته؛ خو نه دا وېناوې،

دا کلمې،

دا ذهني- رواني خبرې!

ستاسو یوه یوه په خدای ډک زړه ښکلوم او

عذر غواړم، چې د خپل ذهن باغ‌مېوې مې، ددغه خدای

چې شته؛ خو نه لکه زما ذهن- زما عقل،

دلته وڅنډلې.

د مادې- زمان په زندان کې،

د ذهن په چړو- دا تاریخ تاریخ روانه «بازي در قفس!»

او «زه» غواړي، تر «بازمحمد» تر «راشدخان»، تر (یونانی مارتون منډو اتل) لوړ وخېژي.

وااااا...ای! خدای شته، خو چې د ذهن‌وروان په مسابقه وواښت،

«شخصیت» ځای‌ناستی شو.

او

او

او...څومره یې چې وایې، ذهني کېږي!

خو هغه خدای ومومئ،

ورباندې ځان کې مراقبه شئ،

او ورسره واوسئ، چې

زړه مو کولای شي.

زه نور تښتم (ستاسو له منځه وځم!).

 

دوه لاسی عذر!

باور پر خپلو سپینو زړونو وکړئ- سره له دې چې مغزو کې وینې غوټه کېدو، کوچنۍ مغزي سکتې ناروغۍ سره لاس او ګریوان وم، په ټول خلوص مې هڅه وکړه، چې د حقیقت ساده کښت، دلته ځای کړم؛ خو زړه مې لا تش نه دی!

حقیقت تر کلام مشر دی؛ نو وېل به یې څنګه وشي!؟

رښتیا، ټوله هغه ساده خبره، چې په دومره کلمو کې پټه ده،

ښایي دغو څو کرښو کې راښکاره شي.

دغه وروستۍ کرښې له (خدای څنګه ومومو. ۱۹۹او ۲۰۰مخونه) لیکوال هارولد کلمپ، څخه را اخلم. له دې ټینګار سره، چې زه په دې اړه هېڅ تبصره نه‌لرم:

«د هغه چا چې ښایي ستاسو معنوي لارښوود شي، معلومولو له‌پاره غوره لاره داده، چې له ځانه وپوښئ:

آیا هغه پر فزیکي نړۍ سربېره، په دروني جهانونو کې هم، زما مرسته کولای شی؟

آیا هغه هم د خوبونو په دنیا کې او هم په معنوي تمرینونو کې- د دروني استاد په توګه- کولای شي، زما مرسته وکړي؟»

...

«دا زما یوازنی هدف دی، چې هغو وګړو ته، چې چمتو دي او غواړي خدای ته د ورستنېدلو په‌خاطر، په‌خپله فردي لاره حرکت پیل کړي، دا موقع برابره کړم، چې لاس په کار شي.»

«زه نه‌شم کولای ستاسو پرځای ستاسو لاره، باندې ولاړ شم. او داسې به هېڅ ونه‌کړم.»

«څوک چې د خدای تعالی پوروړي دي، باید په‌خپله، خپل پور ادا کړي. دا د ژوند قانون دی. «څه چې کرې، هغه به ریبې!»

«البته یو قانون دی، چې له هغه لوړ دی. او هغه د مینې قانون دی...کولای شئ هغه قانون خپل ژوند کې شامل کړئ. او چې داسې مو وکړل، هېڅوک هغه له تاسو نه‌‌شي اخستلی او نه دا کولای شي، چې تاسو ته ووایي، چې څه شی درته ښه دي او څه درته بد دي! د خدای تعالی د نور او غږ- کلام، مخامخ تجربې له لارې به، خپله پر دې پوه شئ.»  

 

دغه څه، چې مې ولیکل، او لیکم یې؛

که دا نه شي «خدای شته»؛ نو ټول په هېڅ وشمېرئ.

او په اړه یې، عذر غواړم.

خدای شته؛

دوام لري، او دوام یې همدا ددې په خدمت کې دی: خدای شته.

 

خدای شته

ټول ذهني، رواني، عرفاني علوم،

«هغه» په لور خاپوړې دي.

ساینس، ادبیات، ښکلي هنرونه...

هغه پسې لاره، وهي.

ذهني مکاتبومذاهب، پر هغه راڅرخېدل، راڅرخېدل...

او ناتمامه راڅرخېدل دي!

معنوي- عرفاني طریقې، خدای غواړي.

خو دا خالصه پوهه او ژوندی درک، په (حال) کې پېښېږي.

ابدي حال؛

یعني پېښ شوی، درگرده پېښېږي

او بیا بیا ... به پېښ شي.

د درک او خلوص دې وضعېت ته فارسي کې مناسبه کلمه شته«بودن»

انګرېزۍ یې ده:Beingness

او پښتو کې ورته «اوسېدل» کارولای شو؛ خو دې کې هغه روح چې «بودن» هغې کې شته، نه حس‌کېږي! (یا زه داسې احساسوم!)

دا هغه ابدي شېبه ده، چې پوهه، د زمان‌ومکان پر تیارو وراوړي او د حقیقت ابدیت ته ننوزي:

خدای شته؛ پرته له هېڅ راز ذهني باور او متافزیکي بحثونو!

 نور بیا

خو که خدای تعالی غوښتي و.

له سپینو زړونو- چې د حق‌تعالی فردي کور دی- ځار، ځار، ځار....

 

برکت دې وي


 

[1]  «در خلقت ما راز و معمای خدا چیست

انسان خودش آینه یک کعبه مگر نیست...

تصویر خدا پشت همین کهنه نقاب است

تصویر خدا واضح و چشمان تو خواب است...

شاید که بتی در وسط ذهن من و توست

باید بت خود با نم باران خدا شست...»

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۳۳        سال نــــــــــــــــــوزدهم         جــــــوزا        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی   اول جـــــــون 2023