کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              لیکوال: محمدانور وفا سمندر

    

 

خدای شته
  (د مغزې سکتې ورځې- شپې)
خدای شته
خدا هست

 

 

 

                                                                        تانګري بار

God exist

…Dieu existe

God bestaan

上帝存在

Gott gibt es

พระเจ้ามีอยู่

神が存在します

Бог существует

Ilaah jiro

Gud existerar

신은 존재한다

ભગવાન અસ્તિત્વમાં છે

 

 

 

څنګ سره ایښي کتابونه (۴)

دا یو غړپ غږورڼا، (درک شېبې)

تاسو (                      ) ته، په ټول درنښت ډالۍ شوه؛

د زړونو او ذهنونو د روښنایۍ په نیت یې وڅښئ!

مینه اکادمي

 

 

د خدای تعالی په نامه،

چې له نامه نه یې، د خالصې مینې او رحمت عطر، زموږ پر زخم زخم زړونو، را اوري!

 

 

 

د کلمو دغه باغچه،

کورنۍ جنت ته؛

 ډالۍ کوم!

 

 

 

کتاب‌پېژندنه:

د کتاب نوم: خدای شته

لیکوال: محمد انور وفا سمندر

ډیزان: هېوادمل ګرافیکس

FB.com 0786785720

Hewadmal.graphics

چاپ‌شمېر: ۵۰۰ټوکه

خپرندوی: مینه اکادمي

د خپرونو لړۍ: (۵)

لومړی چاپ: د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال پسرلی.

 

 

خدای شته

(د مغزې سکتې ورځې- شپې)

جنت د اګاهۍ حاضره پوړۍ

د ۱۳۹۹م لمریز کال د مرغومي ۷مه، د ناروغۍ دویمه ورځ،  سهار ۷:۳۹

جنت، کوم «مکان» نه دی؛ بلکې د اګاهۍ سطحه ده.

اګاهي یعنې زه، ته، هغه...هغه هم دغه اوس خپل جنت کې یو؛

ځکه اګاهی مو جنت دی.

دا مو خپله غورونه ده. خو دا چې آیا دا وضعیت زموږ وړ دی؛

بېرته راګرځي موږ ته!

ځکه خدایي فلسفه داده، چې زه، ته، هغه،

بیا په دې ۲۱مه پېړۍ کې، خپله اګاهي، په‌خپله وټاکو او له ابده همدا غواړو!

د ساري په توګه؛

دغه شېبه زموږ په ذهن کې، څومره تیارې، خنډقونه، عذاب‌میدانونه،

لوږې...راټول دي!

د ساري په توګه؛

د زمکې پر مخ که هر بل خدایي وګړی، بد ګڼو؛

دښمن یې ګڼو او مرګ و تباهي یې خپل ارمان ګڼو؛

دا زموږ د ذهني وضعیت، انعکاس دی.

اګاهي مو له دغو دښمنانو جوړه کړې!

یعني: ژوند مو خپله پر ځان (زهر) ګرځولی!

یوازې مینه کولای شي، موږ ته د مینې جنت جوړ کړي.

هغه هم دغه شېبه

او خپله زما، ستا په انتخاب او زیار!

 

آسمان د سرتېرو ټاټوبی

آسمان په لاره کې ولاړ، عاطفي، ذهني- رواني پهره‌داران،

هر یو کتاب، فرمان، زندۍ او اعدام لري!

دوی خپل ذهني- رواني خواړه، د آسمان مخې ته دیوال ګرځولي.

او دې تتې نړۍ موږ په مزدورۍ نیولي یو!

آسمان د سرتیریو ټاټوبی دی.

هغه چې ذهني نفسونه یې تر کنترول لاندې وي.

او ټول زړه‌وژوند یې په څښتن،

د هغه د ژوندي غږ او نور، په حاضر تجسم تړلی وي!

 

د یوازیتوب بې‌جنسه عطر

یوازیتوب د خدای په عطرو ډک دی.

دا عطر نه ونه لري، نه شاخ او نه ګل!

نه حیواني دي او نه معدني؛

بې‌جنسه عطر دي.

او یوازې دروني حواس یې څکلي شي.

  

کتابت مجسم غږ

د یوازیتوب تجربه ډېره عالي ده؛ ځکه یو ته یې؛ یو خدای دی.

او دا ستا اګاهي در صیقلوي؛

ته خدای لرې او هغه همیش (و)؛ خو ته ناخبره؛

دا د مړینې  معما، فتحه کوي.

د یوازیتوب درد- که هرڅومره وي- د خدای تر قیمته ډېر کم دی؟

خدای هرڅه دی او دې ته ځان وسپارئ.

هغه درسره دی او غږېږي.

دا د کلمې جنس نه دی؛ متن او کتاب هم نه دی.

هېڅ کتیبه او فرمان هم نه ترې جوړېږي.

اخر هغه د خدای غږ دی. او بې‌دلیله شته او هېڅ نه‌غواړي!

یومخ(هغه)، ټول ورکړه ده.

عاشق واوسه؛ همدا د خدایي غږ، مجسم غږ دی.

 

دومره آسانه ځان‌پېژندنه

یوازېتوب کې پرته له خدایه، د بل هېچا غږ ته ځای نه‌شته.

دلته ده چې د حکمت خواږه څښل کېږي.

او روح پر ځان را ویښېږي: ځان‌پېژندنه.

 

ذهن‌ټکاني

که پرېږدو، چې ټول خلک ژوند وکوي؛

نو د چا ژوند، آزادي او مال ته به خطر پاتې شي!؟

اړتیا ده، له زړه، له ژوند سره پخلا شو!

دا زموږ خپلې ذهني- نفسي خېرې دي، چې د نورو په څېرو،

افکارو او مالونو- ایمانونو، د (مار، لړم، او آژدها) په بڼه رامنعکسې شوي!

خلقت کې ذره (زهر)، زیان او تاوان نه‌شته!

اړتیا مو ده، یوه ښه ذهن‌ټکاني وکړو!

دې سره لوی کشف پېښېږي؛ هغه چې نه په ناسا،

او نه په چینایي یا لندني لابراتوارونو کې پېښېدلای شي!

دا دومره مهال راچاپېر زهري دوزخ به د موږ نفسي ذهن جوړ کړی وي!

رښتیا ووایئ، له ذهن پرته مو بل ځای دوزخ شته؛ چا لیدلی!؟

او دې سره بشر، د عروج داسې پړاو ته ګام ایښوولای شي،

چې ښایي د تاریخ په حافظه کې، هېڅ وخت نه وي ثبت شوی!

 

خدای له کتیبې پورته

خدای د هېڅ کتاب، متن، کتیبې دننه نه دی.

خدای په هېڅ معبدوجومات

یا هغو نورو کنیسه یا ګودواره یا مندرومغاره کې، نه‌شي خلاصېدلای!

خدای شته! باور ولره:

خدای «شته!» پرته له فاصلې، پرته له څه ځنډ؛ دا اوس شته!

او دې سره مصئون یې!

 

کتابت، د ذهني میرزا پرتې

خدایي غږ او رڼا، د ټولې پوهې ژوندۍ او حاضره سرچینه ده.

ذهني علوم- انساني پوهه، د هغو ذهني- رواني، انعکاسات دي.

دعا:

 د بې‌کلامه سپین‌غږ سرچینې،

مرسته چې د غږورڼا، په موج کې مقیم شم.

 

راسره خدای یعني هرڅه

روان حال مې:

نیم مخ- کیڼ لوری، تقریبا بی‌حسه او کرخت!

کیڼه سترګه، او شونډه په مشکل رپولای یا خوځولای شم.

خو غوڅ باور لرم: دا به رغېږي! او روغ وضعیت ته به ستنېږي.

زه خدای لرم. او خدای  را سره دی. برکت دې وي.

 

ګواښ چې مړ شو!

د مرغومي ۹مه، سهار ۱۰:۴

د مرګ په پوله؛

له ځانه دننه-د ځان په هيرو ژورو کې-

هغه د زړه د موجونو سیلابي تندرونه،

او ددې هرڅه (ماڼو)، مقیم دی؛

ګواښ ختم دی؛ مړ شو- مړ و؛ زه اوس «اګاه» شوم.

 

خدای شته. ځکه غږ نه کوي، چې «یم!»

(غږ خو له لېرې کېږي!) کوم غږونه، چې اورو، هغه له موږ بېل- بل څوک او بل مکان کې دي.

 

زړه د خدای د زده‌کړې ښوونځی:(د آبي نور له تجربې وروسته)

ورځ: ۱۱:۴۴

آبي نور- بې‌زمانه معجزه.

هرڅه دغه شېبه و. آبي نور؛ دروني درملنه او معنوي عافیت.

څه باورنه و، چې دې نور جارو او وڅنډل!

څه ذهني- رواني خیرې وې، چې ووینځل شوې!

څه د زمانو ناروغۍ وې، چې رانه ولاړې!

څه ښادي وه، چې راپېښه شوه!

څه بخت و، چې دومره شوګیرۍ؛ وروسته را ویښ شو!؟

شکر، شکر، شکر...

خدایا، ځار، ځار، ځار...

هرڅه خدای دی. او خدای، خدای دی.

یعني تعریف او توصیف نه‌لري!

خدای خدای دی او زړه د هغه د زده‌کړې ژوندی ښوونځی.

 

نوی هویت

هر وګړی، ځان‌ته لیکلې نسخه دی.

دا مې په‌خپله تجربه کشف کړه.

درد او ښایي مرګ ویرې، داسې پزې ته رسولی وم، چې کرار را کښېناستم،

او ټول باورونه مې له زړه او ذهنه خوشې کړل؛ چې هره خوا ځي، ولاړ شي!

داسې لکه ټول جهان به چې له لاسه ورکړې:

او دې سره، د جهان هاغاړه را ښکاره شوه.

د مکان‌وزمان هاغاړه، ټول نور دی او د غږ تندریز سمندر...

رڼا په آبي بڼه را ښکاره شوه.

د هویت له فزیکي، عاطفي، حسي، ذهني- رواني پردو را دننه شوه:

ټول یې پاک کړم!

هرڅه ورک او هېر شول.

یوه نوې زوکړه، یو نوی هویت،

هغه هویت چې ټول عمر مې، د هغه د هېرولو بار چلولوی و!

«څه چې په لټه کې یې یاست، د خدای تعالی د نوروغږ د تجربې، او [لېرې وطنونو] کې ماجراجویو، کشف دی.»

(خدا را چگونه بیابیم ۱ مخ ۴۱)

 

دمرغومي ۱۰مه: ۱۱:۲۰

ژوند تر عقل لوړ «غنم- مڼې» دي

ددې شته ژوند په برابر، کلمې خولې ته درځي!؟

داسې چې دغه پر سر راپروت ذهن، قانع کړای شي؛

داسې کلمې چې د یوې نااشنا ابۍ په زړه کې، د زمانې ټول داستان، کتابت کړای شي؛

دا پرېږده؛ یو بل په انساني نژاد کې راسره یا ورور- هغه بې‌وینا او بېمدعا موجود، چې ذهن یې، سپی او نجس پېژني- د هغه سترګو کې راټول رازونه، عقل ته رابرابر کړي!؟

ژوند، تر وېنا، تر عقل، تر ټول کتابت، یو اسمان لوړ، عقل غواړي.

دې عقل ته یوازې د مینې لاس رسېږي.

 

ورځ: ۹:۱۰

ونه، طبیعت، او د رڼا باران

آیا دلته د انسان‌ذهن/ انساني عقل‌وپوهې، څه لاس وینئ؟

دا ساکت شور؛

دا بې‌کلمې شعر؛

دا نه تجزیه‌کېدونکې موسيقي،

څه شي جوړه کړې!؟

کله کله وایم، راځه ځان‌ته، تاته، بل هر یوه ته؛

او ګرده جهان ته، په بې‌ذهنۍ وګوره!

د دومره عالم عالم خېرېکان،

دننه زما ذهني نفسونو کې پټ دی.

چې په بې‌ذهنۍ ګورې؛ نو ته د روح په سترګه ګورې!

او بیا له خدایه، د لېرې‌والي وېره په بلا ووهه؛

د مرګ هم لاس خلاص، د ژوند یې هم خلاص: خدای یعني هرڅه.

 

یوازیتوب اورئ؟

۷:۲۴

لکه زه: درد، کمزوري، خواشيني؛

خو دا ټول ګنګس، ګونګ؛

نو څوک به‌دې په څه واوري!؟

یوازې یوازې یې؛ اوس ورته ټینګ شه!!!

اورې!؟

تاسو هم اورئ: سراسر دا خدايي خدايي راچاپېره: د سکون شات؛

هغه لرغونې او تازه بې‌مقصده مینه دغه ده!

تاسو: یو ځل خپلې شاوخوا ته کوم، وړ-زوړ بنیادم،

کورنۍ پشۍ- یا نجس سپي کې

یا د انګړ یوه ونه کې، یوازیتوب ته ځیر شئ!

 

مینه د ټول عمر طلایي مدرسه

۹مرغومي ۲:۲۹

هر وګړی او هر موجود،

د «دانې» په لټه کې دی؛ خو تر ټولو خوږه دانه «عشق» دی.

خو مینه به کرې، چې باغ یې پیدا کړې؛

ابدي قانون،د مینې په لاس راوړل، د مینې ورکړه ده؛ هر ځای او هر زمان؛

ټولو ته.

مینه، د حیات او ابدیت ژوندۍ آگاهي.

بخښوونکی اوسه، څو د هستۍ په ناپای‌توب راویښ شې.

خو تر هغو چې میېنېږو،

د فقر، درد، بې‌کسۍ او خطر په ذهني- نفسي دوزخ کې به سوزېږو!!

مینه، د ټول عمروزحمت د مدرسې طلايي، شهادت‌نامه یا دیپلوم دی.

 

ځان او خدای، تر ویښته نېږدې

سهار: ۸:۴۵  

یوازیتوب کې تر ټولو ډېرڅه او هرڅه پټ دي!

لرغونی؛ خو تر هرڅه نوی حقیقت: «خدای شته»

نو یوازیتوب، د ذهن په پڅو څراغونو-فزیکي حواسو- مه تفسیروئ؛

د زړه حواسو ته وخت ورکړئ،

چې پرته له ذهنی وېرې،

هرڅه وویني او واوري.

«ځان» او خپل «خدای» یې،

ترمنځ واټن او دیوال نه‌لري.

 

د اګاهۍ هیکل

۸مرغومي

ژوندی عقل:

«موږ هریو، د خپلې اګاهۍ وضعیت انتخابو.»

نو که خپلې تړلې اګاهۍ ستړي کړي یاست، یوه تازه هوا واخلئ؛

دنیا د میلیون‌هاو- لا ډېرو-اګاهيو کرونده ده؛

دا چې څه شی زموږ له‌پاره ژوندۍ اګاهي کیدای شي، مسئول یې خپله یاستو!

تر ټولو کوچنی موجود، تصور کړئ: هغه هم د اګاهۍ یو خپلواک وضعیت دی.

نو: ښایي موږ هم د اګاهۍ د لوړو هیکلونو په وړاندې، «مچ» یا «چتکی» واوسو!!

 

مینه، د نفس له ځنګله آزادي

(خپل روان حال ته په کتو): ژوند ډېر لنډکی خوب دی؛

په دومره لاسوپښو اچولو نه ارزي!

د یو بل له سر، ازادۍ او ماله باید حیا وکړو؛

پرته له مینې- بخشش، هېڅ شی، انسان ته بقا نه‌‌شي ورکولای!

د خدای تعالی بې‌قیدوشرطه مینه، بس ده؛ زما، ستا، هغه او ټول حیات له‌پاره:

یو پر بل ته له مینې پرته، ژوند د غواګانو-غوایو فارم دی

چې د ساختګي هوښیارۍ په زور به ورځ تر بلې، ډېر «تولید» ولري!

او ژوند به د (قهر، شهوت، طمعې، تړلتیا او ځانپرستۍ) د ذهني نفسونو په ځنګل واوړي!!

عاشقي، له حیات او خدای سره اوسېدلو سره پخلاینه او یووالی، دی.

 

د خدای د پټ‌نوم، آسمانڅکي وزرونه

۱۱مرغومي ۸:۲۶شپه

ساعت- نیم دمخه وران وم. په زړه کمزورتیا را خوره شوه او ځان مې د خدای پټ‌نوم،

پر نغمې ور واچاوه او اوس بېرته تعادل ته را ستون شوم.

کله کله کلمې، د شکرکولو له‌پاره، ډېرې بېوزلې دي،

ډېرې ډېرې بېوزلې. برکت دې وي.

 

حقیقت یو او یو ځای

شپه- سپېده داغ: ۵:۳۰  

حق کې دروغ نه ځاېږي.

«هغه» ژوندی او حاضر، خدای غږ دی.

 او یو مخ پوهه؛ خالصه پوه.

 په حق چې ډک شوې، متحول شوې، جنس دې پوهه شو:

لیدل، پوهېدل، اوسېدل.

حرکت نه‌شته. مکان‌وزمان ته هېڅ ځای نه پاتې کېږي.

حقیقت یو او یو ځای دی او پوره دی.

مطلق

۱۲مرغومي

حق شته.

دروغ له ذهن- نفس دباندې ساه، نه‌لري.

حق مطلق دی او ذهن د دروغو خوب ته؛

 عمر- زمان وایي.

 

د خوب تجربو کښت

سهار: ۷:۳۵

پلاره خرابه- نارامه شپه مې لرله!

د شپې تر ۱:۳۰خوب نه راته، نارامه بستر کې غځېدلی وم.

بیا ویده شو، دوه ژورې تجربې مې لرلې:

لومړۍ: زه پېښور کې، یو ځای پسې، ګرځېدم، حالت داسې، چې دې ځای کې، پخوا اوسېدلای وم (ګجرانو کندی)

دویمه: یوه ودانۍ کې زما ځای، ۱۳ پوړ کې او هلته ختلم.

ضمنا شاروالیو معین روح‌الله نیازي ته (چې په اصل کې استاد و) وایم:

ما غوښتل یو کتاب، په‌خپل لګښت، راته چاپ کړې!

حالت مثبت. او په نااشنا طریقه پوهېدم، چې زما زوکړې له‌پاره، مراسم راته، اداره کې نیول شوي. حالت دغه د ناروغۍ!

هرڅه سپارم.

اوس چندان په خوند نه یم. کورنۍ-کورودانې ته مې ووېل: زه استراحت ته اړتیا لرم: جلا!

لمر زوی فشار وکوت: ۱۰۰پر۷۰ و. مڼه مې وخوړه.

خو لویه خبره داچې تجربو لوی کښت وکړ، وروسته به زرغونېږي، باغ به راوړي.

د زمانې استاد:

«موږ د اګاهۍ یو حالت یو. د دنیا هر وګړی، یا د کائناتو او شخصی دنیا هر څيز، پر موږ اغېز لري. موږ غواړو د دا ډول اغېز په اړه اګاه واوسو. نو موږ کولای شو، هغوی سره جلا کړو او غوره برخې یې وروزو او له بدو یې لېرې شو.» (په شفا او تندرستۍ کې معنوي حکمت، ۴۲مخ)

 

خدای شته

ټوله پوهه داده. نور ټول چارغوک (خاپوړې) دي.

ماموریت: په دې پوهې واوړې: وېښېدل، پوهېدل او اوسېدل.

هرڅه ورک او هېر شي.

یوازې دا وي، چې (خدای شته)

 

خدای شته

ته، زه، هغه....ټول وایو «خدای شته!»

نو هرځای او هر وخت شته.

او پرته له دې بل څه حقیقت نه‌دي.

 

خدای شته

دلته، هلته؛

کابل، بلخ، بغلان، بغداد، انتلانتیس

او زهره او بېلیونونو کهکشانونو او هرڅه چې تصورکېدلای شي؛

خدای شته.

نو زه، ته، هغه، څه شو؟؟

شخصت څه شو!؟

په څه دروغجن وضعیت مو، ځان‌ته د نوم، او شهرت،

مډالونه ګنډلي و!

ژوند رښتیا چې خوب و.

 

اوس

(اوس) د زمانې خوځنده زړه دی.

یوازې اوس، همدا اوس کولای شې، ټول هغه ارمانجن (زماني انسان)

چې له زمان دمخه، په زړه کې،

د خوب‌وخیال په بڼه لرې، واوسې!

اوس ټوله ښېګڼه، ټوله پوهه، او خپل ټول لرلی حقیقت، کېدلای شې.

هو (اوس).

خدای شته کنه!!

 

د مرغومي ۱۳مه (۲۰۲۱فبروري ۲یمه)

شپه: 11:34  

خدای شته

(د مرګ په شېبو کې!):

مرګ یا انتقال!؟

ټول انتقال دی! د اګاهۍ له یوه وضعیته، بل وضعیت ته.

د  ساري په توګه؛ ته په یوه خونه کې یې...

خونه کې ډیوه په مړه کېدو ده! (د وجود ډیوه!)

او ته ویره کوې، چې اوس به څه کېږي، او اوس به څه کېږي...

ناڅاپه- د سترګو په رپ کې- په رڼا اوړې،

په رڼا کې غرقېږې،

لامبل کېږې، او وینې، چې مرګ، د اګاهۍ انتقال له‌پاره، ذهن جوړه کړې ویره ده.

«خدای شته» کې هستوګنه

نن مې په دې ذکر کې هستوګه غوره کړې: (خدای شته) او نور یې د هرڅه لاس خلاص!

او دا را اوري، هرڅه ددې موسیقۍ میوې او فصلونه دي: خدای شته.

 

سهار  ۴بجې

...

...: د څښتن د نوم پلوشې، «وینه» راکوي؛

دغه نوم، دا هېر، دا لرغونی، دا حاضر نوم، په وجود را ګډ شو:

او وجود ګډ شو.

واوښت، راواوښت.

دغه راته وجود شو.

په نغمه او په سرود شو.

...او وږمونه او عطرونه یې،

ژبني نه و. دا هرڅه، د ژبې پر ژبو، پورته و!

دا هرڅه بې‌شکله ژبه و.

دا د غږ ژبه وه. او ذهن ته نه ورتله:

الوته، خورېده، رڼایې جوړوله او

ژوند ځان څرګنداوه: بیا زېږون، نوی (کودک)

خبر نه چې زما د عمرونو، خوبونو، بیغوریو، ناکاریو،

چین او بل بلا دیوالونه، راکوزوي او روح راکوي.

 

سپېده‌دار ۴:۱۰

ه‌...ی...و...

هغه نوم شته، ځکه چې خدای شته.

هغه له‌پاره؛ ځان له‌پاره، چاړه مه راباسه!

نوم شته. نغمه شته. هغه له‌پاره، مکان‌وزمان، (مخ) نه‌لري!

مکان‌وزمان، د ذهن الوتونکی دیوال او قالینچه دي؛

خو د (غږ) د لیدلو، یا نیولو یا بندولو حواس نه‌لري!

غږ، د خدایي ارادې، ژوندۍ دربا ده.

غږ، د هغه اقیانوس زړه، بې‌وقفې موجونه او څپې دي،

چې دا ټول ژوند پنځوي، ښوروي،

لمر ورکوي، سیوری ورکوي،

هرڅه بدلوي. هرڅه بدلوي، دومره چې بې له خدایه، بل هېڅ پاتې نه‌‌شي.

هماغه ده، چې ټول زنده جان وایي. (خدای شته)[1]

 

د خدایي ارادې لرغونی اتوم

غږ ته خوشې اوسئ.

هغه موږ د نور (رڼا)، آسماني منارو ته خېژوي.

غږ، د خدایي ارادې، ژغورونکی لاس دی.

ځکه په ژبه نه راځي؛

په تعبیر کې نه ځاېږي؛

تفسیر یې نه‌شته؛

کاتب او مکتوب نه‌لري.

غږ ژوندی دی. حاضر دی. مطلق دی او قادر دی او غواړي،

ستا هستۍ کې پټه، ورکه، هېره خدایي کلمه، راپورته کړي.

چې بېرته ځان، د خدایی ارادې، لرغونی اتوم وپېژني.

 

خدای شته

غږ شته، نوم یې مه اخله؛ ذهني نوم او ډول او ...مه ورکوه،

«هغه» بې‌نومه، بې‌تعریفه او بې‌تصنیفه شته.

پرېږده، چې هغه وغږېږي.

پرېږده، چې د نن شعر شي؛

یا که کیسه او لارښوونه او د لارې کرښه شي!

هغه، د ټول عقل پوره باران دی.

هغه، خدایي ده او په هر بیان او تعریف زېاتېږي.

څه چې کولای شو هغه دادي،

چې «وجود» ورته وزګار پرېږدو،

چې د غږورڼا ابدي اتوم، راویښ او خپل اسماني شوق پیدا کړي

او مخ په لوړو،

تنهایي مزل،

او لاره، ورپه یاد کړي.

 

د سپین غږ جام

سهار: ۴:۳۸

څوک لاره ښوولای شي، تېره ویلای شي،

چې روح په تن کې څه شی دی؟

چېرې دی؟

او څنګه دی؟؟

ښه داسې وګڼه، چې دا  خدایي اګاهي ده.

د وګړي/ فرد اګاهي.

نو ځای او وجودي پرزه نه‌لري: هغه «شته»

لکه غږ چې شته، نه چا لاره ورکړې، نه د ننوتلو سوری لري او نه اړتیا.

غږ شته.

نو که اګاهي، په دې غږ سپره شوه، څه مزل به وکوي!

غږ بې‌پولو- ګودرونو شته! نو اګاهي چې دغه بلوغ باندې راویښه شوه،

بیا هر وخت، او ځای شته.

بیا یو مخ پوهېږي،

یو مخ هر ځای اوسېږي: «بقا»

خدای شته.

 

ذهن کاڼی شوی غږ

غږ، د کلام روح دی.

دا هماغه، خدایی «هیر» دبدبه، نوم دی.

نوم چې ذهني شو،

سا یې ورکړه.

بیا نو وچ شو، کاڼی شو، بت شو.

او معنا یې باېلوه!

خاطره پاتې شوه: کتابت، ماموریت، مسوولیت...ناجي بابا...

د نوم خاطره، د زماني په اوږو،

جنازه پاتې شوه.

خلک عادت شول، چې د غږ د نوم جنازه، په ځان کې سپره، ولري!

خو هرڅه یې هیر وي!

وایي شته؛ خو نه پوهېږي، چې دومره نېږدې، دومره ژر، دومره آسانه،

چې اورېدلو او پوهېدلو او کېدلو ته یې، ذهن ته اړتیا نه‌شته!

غږ دغه دی.

او پرته له دې هر یو غږ- چې کوو، د کاڼي، بله څېره ده.

 

یوازنی څیز چې پوهېږم هغه داده: «خدای شته!»

او هغه څه چې ډېر لږ پوهېږم، همدا ده، چې: خدای شته!

ذهن چې د «شخصیت» دربار وي، بیا خدای پسې چیغې وځي!

وایم: ادب زده‌کړه! چیغې مه وهه! د خلکو حواس دې ورمات کړل،

تالانګر شوې؛ خدای شته!

رښتیا ده، چې نه پوهېږم، که وپوهېږم، چې خدای شته،

بیا د چا زړه او ذهن ته، خوله نه وراچوم.

 

خدایي خدمتګار.....ادامه لری

 

 


 

[1]  «در خلقت ما راز و معمای خدا چیست

انسان خودش آینه یک کعبه مګر نیست

تصور خدا پشت همین کهنه نقاب است

تصویر خدا واضح و چشمان تو خراب است

شاید که بتی در وسط ذهن من و تو باشد

باید بت خود با نم باران خدا شست...»

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۸    سال نــــــــــــــــــوزدهم           حوت/حمــــــــــل         ۱۴۰۱/۱۴۰۲         هجری  خورشیدی        از هشتم تا سی و یکم مارچ 2023