کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 
 

               لیکوال: محمدانور وفا سمندر

    

 
خدای شته
(د مغزې سکتې ورځې- شپې)
خدای شته
خدا هست

 

 

 

وایي «زمکنی عمر او درس په ترڅ کې، د روح [1]سرنوشت دادی،

چې د حق تعالی، په همکاروخدمتګار، بدل شي!»

همکار څخه هدف داسې چې، وګړی د خدایي ارادې له‌پاره، خلاصه لاره شي.

داسې چې فکر، دریځ، چلند او کړنې یې، له «زه» پاکې وي.

پر داسې همکارانو دې، برکت وي.

 

دمرغومي ۱۴مه د شپې: ۳:۱۸

یو سرلیک: د مرګ له دروازې، ها خوا

نغده تجربه: د دوو ډېرو تېزو الوتونکو- لکه شامتورو- خوشې کول!

 

 

۳:۲۶

د مرګ له دروازې ها خوا

نه، مرګ شته، نه ژوند!

نه ښه شته، نه بد شته،

نه تور پیدا کېږي، نه سپین،

نه هندوکش شته او نه برمودا مثلث،

نه ګناه شته نه ثواب،

نه خوش‌بخت شته او نه کم‌بخت!

نه ړوند په مخه درځي او نه چهارچشمه بلا!

نه خوشبخت وینې او نه څوک بدبخت پیدا کېږي؛

یا پیدا کېدای شي!

هغه شتون(بودن) دی.

خالص، سوچه، او یو مخ

پوهېږې، وینې او اوسېږې.

خدای شته.

 

د کتاب پېل او پای: خدای، خدای دی

۳:۳۰

خدای شته. او بل یو نه‌شې کیدای!

یوازې «خدای» خدای دی.

او دا په هېڅ الفبا نه زده کېږي.

دې ته هغسې کېږې، چې د زمان‌ومکان،

د اورلوبې ،له ټول «چشم‌پټکان» نه به، تېرېږې.

خدای شته؛ څنګه همدا ټوله خبره نه ده!؟

 

د مرګ له دروازې ها خوا

تاریخ څه شو؟

جغرافیا کوم باد یوړه!؟

څلي چا په خپله جادویي کڅوړه کې واچول؟؟

او اصیل رهبر، نژاد، قوم او په بخت پیدا لارښوود،

چېرې مات شول او ځانونه هېر شول!؟

خدای شته، بل څه شی به څرنګه ځای شي!!!

که زه او هر یو په دې ویښ اوسو: خدای شته. بل څه پاتې کېږي!!

ذهن ته چې ځای ورنه کړې، بیا پرته له خدایه، نه‌شته!

هاااای! ذهن دومره مهال، دغه ځای رانه نیولی و!! ځکه خبریدم،

چې خدای شته؛ خو په دې موندنه اوسېدم لا نه!!!

 

۳:۴۶

کورنی ورک جنت

دې نېږدې څو مېاشتو کې مې- پرته له دې چې عقلي اګاهي پرې ولرم- کله کله کورنۍ- په تېره دواړو کورودانو ته په طنز و ناز وېل:

«که ولوېدم او کور کې قرار درته وغځېدم؛ خدای خبر څومره به راپورې په تنګ وئ!؟»

خو اوس کورنۍ- شېبه شېبه- ما ته جنت را زده کوي.

ژوندی او تازه او اوسنی جنت، همدا دوی دي را سره؛ خدایا شکر!

زامن، لوڼې- حتا شپږزره مایله لېرې، مسافره هوسۍ لور مې، خوب او خوراک نه‌لري...ها ورځ د واټس په کمره راغله: تر ما یې بڼه ژېړه او ورانه وه: «آغا رښتیا ووایه؛ ښه یې؟؟؟»

اغا ښه ده؛ زوی ما درنه وعده نه وه اخستې، چې له دې ځایه ولاړې، بیا وطن افغانستان او کابل- کورنۍ، په خدای وسپاره! په دې کار خدای در نه خوشحاله کېږي او ته زما خبره لانه منې!؟

-          خیر ده آغا، که یو ځلي پاکستان ته لاړ شې...حسیب وایي ویزې انلاین شوي.

-          پلارجان! ویزې انلاین شوي، یو ځل لاړ شه، د فکر هوا به دې هم بدله شي، یوځل به ځان «نارت‌ویست» کې سم چک کړې!

-          جار شم حسیب جان! پوهېږم چې له لورینې وایئ، خو زه به ګورم، که ضرورت و، خامخا ځم، زه د ځان په غم کې یم...نور نو تاسې چرت مه وهئ؛ چې مې زړه نارامه کېږي!

دا اوس «لیلما» پاڅېده او بخارۍ ته یې د پکتیا د څېړیو وچ لاسونه ورواچول او د اور خواږه، د نغمې په بڼه راپورته شوه.

کورودانه، چې لوړ فشار په اوږو اخستې او سهاروماښام کورلاندې کلنیک کې، فشار چک کوي، داسې راته ګرځي لکه کوچۍ پیغله!

رښتیا: تېر ماسخوتن فشار ۱۰۰ پر ۶۰ و، نو لمر پورته کړم کلینیک په لور، دا چېرې نه راپسې راتله؛ خو چې زما فشار کنترول شو، بیا دې هم مټه رابډوهله او پوه شوم، چې د څېرې روغتیا یې، مینې- لورینې جوړه کړې، کنه باید پام پر وشي.

 

۳:۴۰

مشره کورودانه- چې څه باندې ۳۰ کاله یې کور راته کړی. او د ژوند ټول مزل یې را سره وړی، خپل سوی وجود، راټول او هڅه یې داده، چې سوړ کور، د دنیا تر ټولو تود- اسوده پالن‌ځی وګرځوي.

کورنۍ، نه پیدا کېږي. او ددې مستحق واوسئ، چې له ژونده خوند واخلئ.

بلا یې په سبا کړې، دا اوس، هماغه ټول عمر ورته انتظار،(سبا) دی.

 

کورنی پالنځی

مختار زوی وژغولم؛

نذیرجان د «وجود» ذهني کیبې په ژباړې سره، ژوندی ملهم شو؛

مهدي کور په لرګو ډک او سړه څېړه یې راڅخه وڅنډله؛

لمر کوچنی ډاکتر دی، ساعت نیم وروسته، معاینه راباندې راواخلي؛

بهرام: «آغا چېرې دې چکر بوځم؟ پولیتخنیک شا، ښه ده؟

 کشرۍ لور زرلښته، هم پالنه او هم میلمانه عذروي؛

منځوۍ لور پلوشه او د «مین» لمسي لاسونه؛ مینه مینه دي.

انجینیر غورځنګ: «وفا صاحب په تېر کې ری مه وهه؛ هرڅه تېر شول. زړه‌ور په ژوند ورځه!» او بیا یې د کنړ په جنګي غرنیو دیوالونو کې، د سر په قیمت لوبولې کیسې یې راته وغږولې!

شېرجان تکل او ملګري یې، زړه زړه دي؛

قلم‌الدین همکار له ډېرې خواخوږۍ – آن په خوست کې- څېړه ژېړه نیولې؛

ډاکټر مصطفی: «هرچه بود اشتباه یا کاری دیګر، حالا ګذشت، روحیه ته نګاه کن، دوا و استراحت...

او ډاکټر سراج نجراي داسې- د ناروغۍ له پیله- د را لګېدلي رنځ مرکز «وموند» او تر درملنې لاندې یې ونیولم. او ډاکتر احسان‌الله درمل، او بل ورسره د زړه‌ناروغیو ځوان ډاکټر احمدزي، ټوله خواري راباندې وکړه، چې بېرته ورغېږم.

نور دې وي، زما زړه کې.

د سپین غږ رڼایي

۴:۱۷

وایم رک روغ یم. حتا تر هغه زیات روغ چې لاناروغ نه وم.

داسې انرژي، داسې رڼایي را خورده ده، چې کلمې ورته پڅې دي.

دا غږ دی. دا د غږ سیندریز تندر اوري، او هڅه کوي، کلمې څرغونه کړي.

دا رڼایي ټوله، د هغه غږ روان بزم- غزل دی،

چې له اوله را سره و. او هیڅ کله به ما یوازې پرې‌نېږدي. دا «راه‌بلد» غږ دی.

دا د خدای د کور هستوګن غږ دی.

او دا د خدای تر کوره، سیده روان، عاشق آس دی.

 

سپین‌غږ

۴:۲۲

ناروغ یم. خو نه‌‌شي کېدای «سپین‌غږ» خپل نه‌شي.

د غږ تندر، د ایسارېدلو نه دی.

دا له غوښو راکړل شوی تن معبد، ددې د ساتلو او پټولو په وس نه دی.

او غږ د چا نه دی – ځکه یې لیکم: په ناروغ حالت یې لیکم-

تر هغو ناروغ نه وم نه مې لیکه، ناروغ یې کړم، چې ویې باسم،

چې هغه آزاد شي، زه آزادېږم؛ ناروغي دغه ده.

غږ د چا نه دی، غږ د خدایي ارادې موج موج ریتم دی،

چې ټوله هستي په ځان لړزوي،

غږ ټول هغه دیدار دی، چې دغه شېبه راته حاصل دی: خدای شته.

غږ ښیي، چې خدای شته.

آه، بلا په دومره چاغ ذهن کړې، چې ټول عمرونه مو، لاسونه د یو بل ګریوانونو ته ورواچول!

عجیبه خوبولي و!!!

 

غم لکه کرلي غنم

۴:۳۵

خدای شته:

دا یې «زه» نه؛ هېڅ نه ورک کېږي.

 

مرض که په صبر واوړي، له برکتونو ډک دی.

ځکه انسان ته یې مرض- پرته له ځانه- بل څه نه دی.

یا مرض پرته له ځانه بل څه نه دی.

بله منبع نه‌لري. مرض کرل کېږي؛ لکه غنم و اوربشې!

او تر هغه وخت مرض دی، چې ته راویښېږې، چې وای! دا غنم،

دا حاصل- دا ښه یا بد فصل- خو ما کرلای و!!

دا خو زما خپل فصل دی.

فصل باید ټول شي!

د نوې اګاهۍ پنځېدنه؛ یعني خدای شته.

نور یې، دروغ دي.

 

دا یې ټوله دنیا بایللې، خدای شته

سهار: ۵:۲۶

ددې دنیا کلۍ یې زما په لاس کې؛

او له لاسه مې ورکړه؛

څه مې له لاسه ورکړل!؟

هېڅ!!!

خدای شته!

باېلل ټول عمر، خدای پسې منډې وهل؛

سر و تندی ماتول،

یو بل په دې سر سره، وهل؛

ټول باېلل دي.

خدای، چې شته؛ موږ ته څه کار پاتې کېږي؟

خدای شته؛ دا یې ټوله دنیا (بې‌لارې!؟)، زما یې پر چا څه؟؟

خدای شته؛ خو احمقان، کاڼي یا غوایان،

لمرونه یا ګنګا ګنګا، سیندونه

او غوښن بنیادمان او زیارتونه- قبرونه، لمانځي؛

آیا څوک، څه شی، څه وخت... د خدای خدایي، کمولای

یا زیاتولای شي!!؟؟

خدای شته؛ پوره، همېشه،

هر وخت‌وهر ځای او هر چا سره،

دروغ ده بله خبره!!!

 

اسماني ماڼو

درېیمه سترګه پرانستې:

ځلانده، بې‌نظیره فضا،

لمر او اسماني ماڼو په خندا ډک،

له قدیمه- له اوله او تر اخره شته او خاندي، چې:

«وړکیه! آماده یې؛ کور تیار دی!»

نور څه د ویلو له‌پاره نه‌شته!

 

راویښ شه خدای شته

«اوسېدل/بودن» د نه وېلو هنر دی،

باید راویښ شي.

خدای شته. اوسېدل باید راویښ شي!

هو ټول کار: په دې راویښېدل، چې «خدای شته!»

 

غږ د تخلیق د نغري اور


 

[1]  د روح سفر لرغونې پوهې له نظره: «روح زموږ حقیقي خپل، د انسان تر ټولو دروني او سپېڅلې برخه. روح له زیږون دمخه ؤ، او د مادي جسم له مړینې وروسته هم خپل حیات ته دوام ورکوي. روح د خدایي وړانګې په توګه، کولای شي هرڅه وویني، وپېژني او درک کړي. روح د خپل جهان د پنځولو کانون بلل کېږي.» یادونه: زه په دې اړه هېڅ قضاوت نلرم. وفا سمندر

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۹        سال نــــــــــــــــــوزدهم          حمــــــــــل         ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی       اول اپریل 2023