غږ د تخلیق د نغري اور
۵:۳۱
تاسې دې لیونتوب ته وګورئ،
ځان مې په غږ وسوځاوه!
هغه غږ چې په ذهن نه راځي.
هغه غږ چې ډهل او تبله نهلري.
هغه غږ چې چا نه دی ویلې،
چا نه دی لیکلی:
لیکوالان مې- یو مخ
ذهنمزدوران مې؛ کټ مټ لیکوال ځان مې!
معلم نهلري،
قوم نهلري،
ژبه نهلري،
کتابت نهلري، حتا
هیروګلیپ او نورې لیک- کرښې نهلري؛
خو شته. لکه د برېښنا
شارټي؛ یا د کلي د وېالې د اوبو غرمنۍ شوړړړړ...س
او د ماروملخوتاز:
څرررررر...غږ
یا د بېخیاله شپونکي
شپېلۍ،
یا د شتوتلو په پټي کې د
شوپرکونو پرررر...رهار.
د ورک لاروي، تر تاریخ او
حافظې لاندې ورک – څه ډول حیوان ښکر شاخ کې، د غږ پوکا.
غږ د ټول تخلیق اور دی،
نغری یې دی؛
بل المپیک څراغ یې دي.
غږ شته. خو افشا کول یې یو
څه زورلیونتوب غواړي.
مرض همدا فرصت ورکوي، چې
دا بېتصنیفه لیونتوب، ځان ښکاره کړي.
یعني: خدای شته.
کمال بل ګام دی
سهار: ۵:۵۰
ټول کتابت دې لهپاره خټې
دي، چې خدای شته.
دا اوس راپه زړه شول: چې
لا نه یم تش شوی،
لا مې نه دي لیکلي!!
خدای لهپاره، له لومړۍ
کرونا را هیسې نېږدې ۵- ۶ کتابونه
ډک شول، خو لا نه دي هغه څه چې د وېلو دي.
خدای شته.
«ته» باید واوړي: خدای
شته!
رښتیا چې «کمال بل ګام دی»
او کامل خدای دی. او دا د وېلو نه دی.
دا روانه، ژوندۍ،
حاضره...دغه «اوس» تجربه ده.
ټول خدای دی او مه یې
وایه!
د لویې مړۍ لوږه!
ځار دې له دې بارانه:
«ززززززز...»
ښه ده، چې په هېڅ ژبه نه
دی- نه یې!
ښه ده، چې هېڅ الفبا
نهلري.
ښه ده، چې هېڅ تاریخ،
نژاد، او سنګي یا فلزي یا طلایي، عصر نهلري!
کنه؛ بیا وچ مذهبي باور
کېده او خدای بیا دې کې، نهشته.
خدای هېڅ بت کې نهشته!
ځکه «خدای شته!»
حواس دې خپله شوتله خوري.
خدای د شتولخورو یا
شرابخورو یا کاڼي پر نس تړلو، ټول عمره حریصو وږیو نه
دی. »
هغوی ګمان کړی، چې په ډېره
لوږه به له خدایه «لویه مړۍ» واخلي!
بلا وهلیه! خدای چې شته،
مړۍ ته ولې ځان وږې ساتې!؟
د بدن کمیس
۷:۳۰سهار
ارواوې څه عظمتونه دي.
د تن په کمیس ننوځي او
ننداره پیل کړي:
فراق؛
اشنايي؛
او بقا؛ ځکه چې «خدای
شته!»
د خلقت پوهنتون
۸:۱۰ فشار ۱۰۰ په ۶۰
مشکل که درس نه وي، نو
نهشته!
ټول تخلیق مشکل دی، معما
ده؛
ځکه له درسونو ډک پوهنتون
دی.
ساده او ورځنۍ خبره:
څوک دې زوروي؟
بېځایه لاس دراچوي؛
بېځایه «سلام!» در کوي؛
او د تا یوه برخه، یوه
جامه:
جسمي یا ذهني کالب،
عاطفي یا روانیي هغه یې،
در زخمي کوي!
دا ستا بدبختي او تورې
طالع نه دي!
دا د درسونو «ګلکڅوړې»
دي؛ خو داسې ښکاري، چې «سیاهبختي» یې وګڼې!
مالګه یې له مینې ډېره
شوې وه
کور کې، ښه په مینه به
خواړه درته راوړي؛ خو مالګه یې!
نو ته به د مینې پخلی څنګه
نهخورې!؟
خو دا مالګه لري، او مالګه
هم تاته تورټوپک!
خو ریښه چېرې ده؟
دا خو کسدي نه و، چا
نهغوښتل، چې ستا ژوند خطر سره مخ شي!
خو لږ وړاندې ولاړ شه؛ تېر
ولاړ شه...
لږ له تاریخ- تذکرې ور
هاخوا وګوره:
ارواوې زړې بلاګانې دي؛
خدای خبر چېرې او چېرې یې،
څه د سیندغاړې پایتختونه جوړکړي او وران کړي...
او یوبل شکارلي!!!
ښایي هلته به د «هغې» پر
ځای «زه» وم او هغه به زما پر «ځای» وه!
خیال ته ګوره: یوه ماشوم
بل ته وای لږ ګوړه ماته هم راکړه!
هغه یې خولې ته د مالګې
شین غونډاری وراچوي!
ماشوم؛
بیا لوی؛
بیا لوړ فشار...
ښه دا به پرېږدم، خیال هم
تر تاریخ ژور زمان، سړي ته راویښوي؛
پرېږده دا عیب مې مه
راښکاروه؛ خیر دی، دې ژوند کې مې ابرو وکړه!
خو: موږ راغلي یو، د مشکل
دننه درس، خبرې ته!
زه منم، چې څه کرې هغه به
ریبې!
دقیقا ژوند پر دغې تجربې
او شخصي پوهې ولاړ دی.
د غږ بېشکله سمندر
د پوهې ټول خاموپوخ فصل،
په غږ کې پروت دی.
غږ د خدایي کلام بېشکله
سمندر دی.
هڅه وکړئ، نظر، دريځ،
لیک او «شاهلیک» مو،
د خدایي سمندرغږ، رڼا او
بزم،
پر دنیاودنیاوالو واوري.
واه، که هر غږ د خدای
ژوندۍ ارادې، تازه تازه وږمې ومومو!
هېڅ غږ هوایې باد نه دی!
د غږ هېڅ حالت خوشې شی نه
دی.
موږ په دروني تمرکز او
هوښیارتیا سره، هغه څه اورو،
چې د عقل پښې ورته ډېرې
خیرنې او مرضې دي.
غږ له نفسي هواګانو، سوچه
پوهه ده.
د مکانوزمان هاغاړې په
لور،
دا خپله کړکۍ خلاصه ده.
غږورڼا ماڼو تل غېږ پرانستې او رڼا په دوامداره بزم کې، غوږېږي.
د افکارو او کړنو
مقناطیس
څه چې کوې، هغه د ځان په
لور ورخوشې کوې!
که دې شوتلې ته وری ورخوشې
کړ،
که دې غولکې کاڼې و،
که چا ته یوه خوله خندا
وه،
که نه یو موټی سرې خوستۍ
سنځلې وې،
او که سره چاړه وه؛
دا ټول پردغه مقناطیس ور
ټولېږي.
موږ د خپلو افکارو،
دریځونو او کړنو مقناطیس یو.
خدای شته.
کړکۍ خلاصه
بېړۍ تیاره،
ماڼو لکه د ابدیت د انرژۍ
او غورځو پرځو ځوان ولاړ:
-
څنګه کوې؟
-
چمتو یم!
-
ویره
نهلرې!؟
-
له څه شي؟
-
له مادې او
شي هاخوا زمانې او زمکو!
-
نه!
د پلارکلی، له نور او نغمو
جوړ دی.
دغه سمندر د ټول ژوند
ټولنځی او پالنځی دی.
هلته داسې زړه په حکومت
دی، چې زموږ زړونه یې،
بهر مېشتي پړکونه دي.
د مرغومي ۱۴مه، شپه: ۱۰:۱۵
خدای شته
مرګ یا لېږد!؟
کړکۍ؛
ها خوا د نور په اوبو، جوړ
تشیال دی.
نه یې واښه، واښه دي او
نه،
دې ډبرو سکروبخارۍ ته، د
چا حواس په عذر دي!
نه ولږه درپسې غاپي،
او نه د کورکرایه درباندې،
بلې مېاشتې ته قرض پاتې کېږي.
هغه د پلارکور دی!
هومره یې وینې، پوهېږې او
اوسېږې، چې پوله یې نهشته.
اخر یې هم نهشته.
هره اخره پوله دې چې په
پوهه ولیده، پوله وړاندې ده.
بیا وړاندې، لاوړاندې او
لاپسې شېبه په شېبه ته کاملېږې، خو (هغه) نه کاملېږي.
کامل خدای دی. او خدای
شته.
۱۰:۲۰
کړکۍ
دادې عشق د کور کړکۍ ده.
ها خوا د عشق ستر ارکستر،
د یو بحر په ناپایه ژبو،
کړنګېږي، شرنګېږي،
او عالم عالم، وجودونه- د
غږ اتومونه،
ځان کې ډبوي،
وینځي،
اګاه کوي او بېرته په
سپېره زمکه،
په انساني کالیو کې خوشې
کوي،
چې آسمانڅښتن لهپاره،
خدمت زدهکړي.
د خدمت وضعیت په دې خبرتیا
کې ډوبېدل دي: خدای شته.
روحسمندر غسل راوړې
میوه
د روح سمندر- د خدای په
ژوندۍ اراده، ناڅي، میېنېږي او غواړي،
د سپېڅلي روح، د دومره
شکلي معبدونو له لارې،
دا ښکاره شي، چې خدای مین
دی، په روح مین؛ نو روح نه مري!
واه واه:
یو عالم غږ
عالم عالم غږ،
عالم عالم سازیان، شپېلۍ،
وایلونونه، بېنومه عالم
عالم سازالې،
ورسره باد، تالندې، د کلي
زړې و د جنګ په عقل، رېبل شوې وېالې،
یومخ په سندرو دي: خدای
شته.
کړکۍ، (د غېرذهني-رواني
تجربو په لړ کې):
زما او د کړکۍ ترمنځ حتا
کړکۍ برابر واټن او
اضافي ځای نهشته.
کړکۍ لکه زما ویده برخه؛
لکه بې شکله سترګه
لکه د نور د درک مقطع،
کړکۍ- وایي درېیمه سترګه
ده.
یعني تر سترګو دمخه، دا
سترګه ده. او دا عجیبه سترګه ده.
دا د خدای په لور خلاصېږي
(خدای چې هر وخت او هرځای او هرچا سره شته)
او خلاصه ده.
چې «وګورې» خلاصه ده.
هاااا...ما لکه چې ټول عمر
نه کتل!
زما کتل، بویول، او خپلول
لکه چې خوب و!!
سلام زما د ویښې سترګې!
چمتو یم!
هو، پرته له ځنډه چمتو یم.
کړکۍ؛ (دروني تجربو پر
دوام):
|