کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

 

۵

 

 

 

۶

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 

 

درېيم څپرکی

د سور رياليزم خيال

 

«زما رنځ دا دی، چې په ويښه د خپه کۍ په منګول کې يم»

هربرت ريد چې د سور رياليزم د ښوونځی يو لارښوونکی شمېرل شوی دی، د دې ښوونځی د پيروانو د حال د سپړنې په اړه ليکي: «سور رياليستان له هر هغه زيار سره چې هڅه وکړي، هنر ته منطقي او فکري اړخ ورکړي؛ مخالف دي. په بله وينا هېڅکله دا روا نه ګڼي، چې عقلاني عناصر دې تر تصوري او تخيلي عناصرو ښه وګڼل شي. د هغوی په باور، هېڅ بل شی به تر هغه هنرونو بې ګټې او بېهوده نه وي چې يوازې د طبيعي حقايقو د بېلا بېلو اړخونو په اړخ انځوروي».(۱)

دغه وينا، هغه نېږدې اړيکي چې د رومانتيزم او سور رياليزم تر منځ شته دي؛ را په ډاګه کوي. په واقعيت کې د رومانتيکانو عقيده په دې اړه چې انسان له بهرنۍ نړۍ نه پردی دی او يوازې رښتينی شوی حقيقت د هغه دروني نړۍ ده او دغه راز د انسان د غيرعقلاني کړو وړو نظريه په ډېر پراخ او بشپړ ډول په سورياليستي خوځښت کې بيان شوې ده.

د سمبوليزم فلسفه هم له سور رياليستي هنر سره نيږدې والی لري. سمبوليزم د هنرمند د ځانځاني واک او «د اندېښنو او معاني بيا را يادونه» د رومانتيزم له چاپېريال نه وړاندې يووړل او په دې توګه يې د سور رياليزم د زېږېدو لپاره لارې اوارې کړې.  هغه څه چې سمبوليست فيلسوف (رمي دوګورمون) (Remy degourmont) وايي. د دې خبرې په ډاګه څرګندونه ده: «له هر څه چې تېر شو سمبوليزم د خپلواکۍ تيوري ده، د اندېښنې د مطلقې خپلواکۍ او د هنري کالبوت پراخوالی، دغه تيوري د دروني ودې او پرمختګ ضامن او د هنري شخصيت د خنډونو لرې کوونکې ده.» (۲) د رمبو دا خبره هم شاهده ده، چې « په دې تکل کې يم، چې د خپل ذهن پرېشاني سپېڅلې کړم.»(۳)

سور رياليستانو په عقل او منطق باندې د رومانتيکانو بې اعتمادي، نااميدي او د انسان د طبيعت د ودې په باره کې د هغوی نا اميدي او شک يې د خپل هنر بنسټ وګرځاوه او دې نتيجې ته ورسېدل، چې د هنر په هستولو کې د آګاهانه کړو وړو له لارې او د هنري اثر لپاره د ارادي او منطقي قريحې کارونه او طرحې بې ګټې کار دی. د هغوی په عقيده په هغه حالت کې چې هنرمند په هوښيارۍ او سد کې خپل هنري اثر را منځته کړی وي او خپل منطق د احساساتو او غريزو اراده يې تنظيم او هدايت کړې وي؛ هنر يې د اصالت درلودونکی نه وي. د هغوی د مطلب کمال به هغه شان چې (سالوادور دالي) (Dali) وايي: بل څيز نه دی، مګر «د هر هغه څه منظمه او پرله پسې وده، چې غېر عقلاني دي.» د اندره برتون (‌Bretone) خبره د خپل هنر او سور رياليستو انډيوالانو او هم د سور رياليزم دا ځانګړتياوې څرګندوي. «د يوه وګړي ډېر ژور احساسات هغه مهال ټول څرګندېږي، چې وهمي تصورات د ټولو څيزونو لارښوونکي وي او انساني منطق او دلايل له واک نه ووزي».(۴)

سور رياليزم د خپل کار بنسټ د اندېښنو مانا او تصويرونو په آزاده او د خلسې او خيالونو په يو ډول باندې دروي او زيار باسي؛ څو هنري خلاقيت ته د خپلسرۍ رنګ ور وبښي. خو بر خلاف هغه څه چې سور رياليست هنرمند انګېري، د مانا او خيالونو د دنيا ازاده بيا را يادونه يو هم په حقيقت کې بې قانونه نه دي او په دې هنري زېږندو کې هېڅ څيز يوازې «په خپل سر» منځته نه راځي. شايد د برخليک لوبه به وي، چې د فرويد او يونګ تجربې په عين حال کې چې د سور رياليزم بنسټ يې کېښود، د هغه بنسټ يې هم ولړزاوه. د دغو دوو تنو پوهانو تجربو دا وښوده، چې د انسان باطني نړۍ او خيال هم هومره د ګډوډيو او بې قانونيو درلودونکی نه دی؛ بلکې د وسپنيزو او ناخوداګاه اړتيا وه، چې تر لاس واک لاندې او هغه شان چې مړاوې او شړل شوې تلوسې د روحي عقدو په څېر څرګندې شوې دي. تل د (ذهني تېښتو) او خيالونو لاره تنګوي؛ نو له دې کبله زموږ خورا بې بندوباره تخيلات او توهمات و ذهني ټاکلو انګېزو ته اېل دي او له خپلو پرځېدلو او غېر واقعي بڼو سره سره له بهرنيو واقعيتونو نه را پيل کېږي. دغه راز د لېونو په باب د ماککوردي (Maccurdy) څېړنو دا وښودله، چې د لېونو اپلتې چې په ښکاره په خپل سر سرته رسېږي، د ډېرو ساده هيلو او تلوسو زېږنده دي، چې د ناروغ په تخيل کې يې ځان موندلی او تر ټاکلو خود ناخود آګاه قوانينو لاندې راځي.

نو له دې کبله د هنرمند سور رياليستي «ازادي» د وسپنيزو ړندو غريزو په منګلو کې له اسارته پرته بله مانا نه لري. له هغه ځايه چې سور رياليست هنرمند خپل تصويرونه او هنري مضامين له ناخود آګاه دروني نړۍ نه را باسي؛ نو نه پخپله هغه او نه ټولنيز واقعيتونه د هغه په افکارو نظارت لري. له همدې کبله دي، چې د هغه د ازادۍ پای د جابرو او بېرحمو لومړنيو غريزو واک ته رسېږي. لکه څنګه چې يو ليکوال دې ته اشاره کوي: «کله چې فرد ځان د ټولنې پر وړاندې ودروي او عقل او منطق ناوړه وګڼي او مکاشفه او ځان ډبونه وستايي، د هغه شخصيت لويېدلی او غوړېدلی نه شي؛ بلکې لا سره کښېکښل کېږي. په داسې حالت کې هغه يوازې څيز چې په منځ کې پاتې کېږي؛ د هنرمند حيران دريان او ګبڼۍ پسې اخيستی وجدان دی، چي هنر هم بايد د افيمو په شان تخدير کړی دی . » (۵)

د دې په پام کې نيولو سره چې دسور رياليستي هنر سرچينه د خيالونو عالم دی او په دې اړه چې سور رياليستي شعر د هغه په رښتينې کلمې سره شعر دی؛ شکي دی. شعر جوړوونکی او هستوونکی دی؛ خو خيالونه داسې نه دي. شعر له دې کبله د خلاقيت درلودونکی دی، چې يو ډول منظمه او لارښوونکې اندېښنه ده. حال دا چې خيالونه د آزادې عنعنې او بهرني واقعيت د ذهني تصوير را يادونه ده. چې د ړندو او غريزوي انګېزو له غوښتنو ترکيب شوې (لکه هغه شان چې د وسپنې وړې ذرې په ازاده توګه د اهن روبا د کشش پر وړاندې ليکه جوړوي) او ښکاره ده، چې په خپل سر او ړانده غرايزو، خلاق او جوړوونکي کېدای نه شي؛ ځکه خلاقيت نظم او ترتيب او اټکل غواړي او د دې لپاره چې قوتونه خلاق وي. بايد له ځانه اراده ولري او اراده هم د هغو علتونو نه پرته چې د طرحې يا اټکلي لارې د ټاکلو سبب شې؛ امکان نه لري. نو له دې کبله خلاقيت چې د خپل سر او تصادفي پيدايښت پر وړاندې ولاړ دی؛ هغه اراده او غوښتنه ده، چې قالب ګيري او نقش بندي کوي. دغه ارادي اووښتون د ړندو او غريزي اړتياوو سره زيات بدلون لري. تصادف او د طبيعت ړنده اړتيا، شګې او کاڼي په عجيب و غريب او بې مانا ډول اړوي را اړوي. حال دا چې د انسان اراده د تيږو له لويو تختونه ښکلې زړه را ښکونکې او له مانا نه ډکې مجسمې جوړوي. هغه ځاله چې توتکۍ جوړوي؛ هغه کندو چې د شاتو مچۍ يې جوړوي او داسې نور د ارادي هلو ځلو زېږنده نه دي؛ بلکې د غريزوي هلو ځلو زېږنده دي او همدا علت دی، چې د مچيو په ځاله او د کندو په جوړښت او بڼه کې بدلون او اووښتون نه ليدل کېږي او د زرو کلونو پخوانی کندو او ځاله د نن ورځې له کندو او ځالې سره يو رنګ او يو شان دي.

د خيال ځانګړتيا دا ده، چې د ضمير له اقليم نه په خپل سر را زېږي؛ نو له دې کبله د ليدو شعور او خلاقيت نه درلودونکی دی. خو شعر چې د خود آګاهۍ نه را زېږي او د باطن د سيمو لور ته ور درومي، خلاق او خود آګاه وي. خيال په وېرې سره ځان د احساساتو له سيمې ليرې کوي؛ ځکه درېږي، چې ويده را ويښ نه شي او عمل ته يې ونه هڅوي. شعر دغه سيمه په زړورتيا را شني، څو روحي نړۍ بدله کړي. شعر کلمات داسې پېيي، څو احساسات وهڅوي او وګړي د واقعيت په باب نوي احساسات را پيدا کړي. حال دا چې خيال واقعيت د پټو غرايزو د هيله مندۍ له مخې په قالب کې کوي او له دې کبله د پېښ شوي حقيقت سره د وګړيو آشنا کول د هغه له لاسه نه کېږي او د دې لپاره چې وګړي هماغه شان په خوب کې وساتي؛ هغه بايد بهرنی واقعيت له سيمې لرې وساتي. (پوهېږي چې خوب په حقيقت کې له چاپېريال نه د حواسو لرې کول دي؛ نو له همدې کبله د دې لپاره چې ژر تر ژره ويده شو، زيار باسو، کوټه تياره او بې غږه و اوسي. يانې دا چې زموږ سترګې او غوږونه له رڼا او غږ سره چې د بهرنيو واقعيتونو له ډلې څخه دي؛ نامحسوسي اړيکي ولري) شعر د خيال پر خلاف زموږ غرايز له واقعيت سره تطبيقوي. له دې کبله وګړي له چاپېريال سره نښلوي او هغه له طبيعت سره تل تاند او ښه ساتي.(۶)

سور رياليست هنرمند چې د خيال او شعر تګلوری ، يو ګڼي؛ تل د واقعيت د لوړوالي تږی او د هغه څيز په لټه کې دی، چې له طبيعي قوانينو او د ژوند له انځورونو نه لوړ وي. له دې کبله په هغو هلو ځلو کې چې  رومانتيکان يې د «ناپېژندلو او ناموندلو» په لټه کې کوي. له سور رياليست هنرمند سره مل او همګام دي. مارسل لوکنت (Marcel Lecointe) موږ ته وايي، چې: سور رياليزم هغه نوی زېری دی، چي «د ژوند له پوچو ناڅيزو حقايقو» نه د تېښتې په وسيله سره موږ ته د «ناپېژندلو» لوري ته لارښوونه کوي. (۷)

د بهرني واقعيت رټل ، د هغه د پوچتيا او ناڅيزتيا په سبب بې له شکه د دروني واقعيت نمانځنې ته رسېږي ، چې د هغه منطقي نتيجه دا ده  ، چې د ټولنيز ډيناميک نظم خپل ځای د احساساتوالي ګولې ته ورکوي. که حقيقت غواړې، د سور رياليزم واقعي هدف د طبيعي او ټولنيزو قوانينو ټوليزه نفې او د عقل او استدلال د بنسټ له نړولو پرته بل څه نه دی.

دسور رياليزم ځينو دود کوونکو زيار ويستلی دی، چې هغه د يو مترقي انقلابي ... نهضت په توګه څرګند کړي. د هغو له ډلې نه هربرت ريد ، هلې ځلې وکړې؛ څو ثابت کړي، چې دغه ښوونځی د «ډيالکتيک» د واقعي هنر بيان دی.

دې حقيقت باندې په ډډه لګولو سره چې د عيني واقعيت او د ذهني وهمونو دنيا په پرله پسې اخ و ډب کې دي ؛ هربرت ريد معتقد دی، چې سور رياليست هنرمند دغه اخ وډب او تضاد د يوه «سنتز» په را منځته کولو او يا «د يوه هنري اثر چي د دواړو دنياوو عناصر سره په کښي ترکيبوي» لري کوي. (۸)

د ډيالکتيک د قوانينو سره د سوررياليزم د ځانګړتياوو د مطابقت په اړه زيا ت شک شته دی، حقيقت دا چې نه د سوررياليزم او نه د هربرت ريد استدلال، د هغو دلايلو له مخې چې راځي؛ له ډيالکتيک سره جوړ نه دي.

لومړی دا چي سنتز د دوو متضادو عاملو د ساده ترکيب تز او انتي تز ، نه غير بل څه دی. سنتز د بڼې له پلوه يو بشپړ او د محتوا له پلوه د تز او انتي تز تر يووالي لوړ او بشپړ دی.

دویم دا چې د سوررياليست هنر مند ذهني تصويرونه د عيني او ذهني نړۍ د اړوندو اړيکو زېږنده نه دي. په بله وينا هغه يې د بهرني واقعيت سره د احساس د ډيناميک يووالي چې د احساساتو د بدلون او اووښتون سبب کېږي، منځته نه راوړي. دغه ذهني تصويرونه په حقيقت کې بهرنی واقعيت ، د مظاهرو بې لارې شوي او نيمګړي تصويرونه دي، چې په ناخود آګاه توګه يې تر غير طبيعي شرايطو لاندې په ذهني نړۍ کې انعکاس موندلی او کوټه شوي دي.

درېيم دا چې عيني دنيا او مادي عالم يوازې له څيزونو او موجوداتو نه جوړ شوي نه دي. دغه دنيا داسې يوه دستګاه ده، چې د طبيعي او ټولنيزو قوانينو سره سم په پر له پسې توګه په يون، بدلون او پرمختګ کې ده . سور رياليست خپل ذهني وهمونه له داسې يوې دنياګۍ سره نه «ترکيبوي» . هغه ، هغه بهرني موجودات او څيزونه چې د باطني شعور په کارځای کې کوټه شوي د قوانينو په پام کې نيولو پرته ، چې دغه څيزونه او موجودات يې په بهرنۍ نړۍ کې تابع دي؛ د سېلاب په توګه له ذهن نه د باندې را وزي. په بله وينا سور رياليست يوازې د موجوداتو او څېړنو بڼه باطني نړۍ ته ور لېږدوي او د هغو له محتوا او د هغو له اړيکو سره کار نه لري. ) تر دې خو به تېر شو، چې آن د هغه شکلونه هم چې په خپلې ناخود آګاه نړۍ کې کشفوي؛ له جسمي او هندسي پلوه له حقيقي موجوداتو او څيزونو سره ورته نه دي) په پای کې له هغه ځايه چې سوررياليستان ذهني تصويرونه هغه شان چې په خيال کې پېښېږی؛ بې ارادې او پرله پسې بې له نظم او منطقي ارتباطه د کاغذ پر مخ انځوروي ؛ ناخود آګاه نړۍ  تر خود آګاه نړۍ غوره ګڼي او په دې توګه د دې دواړو نړيو د ترکيب پر ځای ، يوه د بلې ، تر لاس برتيا لاندې را ولي.

هغه شان مو چې وليدل ، په رومانتيک ښوونځی کې د تاريخ تګلوری د «روح» له تګلوري سره يو ګڼي. سور رياليست هنرمند چې په خپله ، له سره تر پښو رومانتيک دی؛ د تاريخ په اړه هم دا رنګ تصور لري. هغه شان چې هربرت ريد ليکي: هغه کار چې سور رياليست هنرمند يې سر ته رسوي «سملاسي» اړخ لري او پوهېږو، چې «دتاريخ چورلېدل زيات تر هغه چې د لرليد او ژورې کتنې تابع وي؛ له باطني نړۍ ليده پيروي کوي».(۹)

پایله دا چې ، نه يوازې د تاريخ د قوانينو د درک لپاره هر ډول هلې ځلې بې ګټې دي؛ بلکې علمي او عيني پېژندنه هم په تاريخي پلټنو کې بې اغېزې وي؛ نو له دې کبله د اندره برتون له نظره «خيال او تصور د تاريخ د اسرار وشمه ژورو د اندازې نيولو وسيله» ګرځي.(۱۰)

هغه څوک چې د تاريخ په اړه دغه راز رومانتيک او عارفانه تصورات لري ، بېشکه دا توان نه لري، چې انسان د يوې ودې منونکي ټولنيز موجود په توګه درک کړي. حقيقت دا چې د انسان د حقيقت او وجدان بشپړتيا او اووښتون چې له طبيعي او ټولنيزو عواملو سره د هوښيارې مبارزې پایله ده. د سوررياليست هنرمند له نظره اعتبار نه لري. همدا دی، چې د رومانتيک هنرمند په شان چې د ماشومتوب د پړاو اوم او بې تجربې انسان نمانځي.  هغوی هم پرمختللی تاريخي انسان تر هغه لومړني بشر ځاروي، چې تاريخي نښې نه لري. د اندره برتون د دعوا له مخې هغه اثر چې وکولای شو، هغه هنر ونوموو؛ هغه اثر دی، چې د ماشومتوب د احساساتو تاندوالي موږ ته را ستانه کړي. هنرمند دې چارې ته هغه وخت غاړه ويستلای شي، چې خپل هنر د روانو پېښو له تاريخ سره نېغ په نېغه اړوند نه کړي.»(۱۱)

د وروستۍ خبرې له مخې سوررياليزم د انساني تمدن او تاريخ پر ضد پاڅېدنه ده او سوررياليست زيار باسي ، چې لومړنی لمسون او تلوسې متمدن انسان ته راستنې کړي او د غرايزو مطلقه واک ټينګ کړي. د ناخود اګاه ړندو او بېرحمو قوتونو ته د هنرمند بې قيد او شرطه تسليمېدل ، د فکري الي ګولي او انارشيزم نه پرته بل حاصل نه لري. له همدې سببه هغه نړۍ چي سورريالست هنرمند يې انځوروي ؛ د هغو قوانينو له اغېزې ساتل شوې ده ، چي د نړۍ نظام مصونه دی ، د جاذبې له عمومي قوانينو نيولې د موجوداتو تر بدلون او اووښتونه پوري هيڅ يو اصل او قانون اعتبار نه په کي لري. د هغه فضا نا محدوده او هيڅ يو څيز په هغه کي په خپل طبيعي ځای کي نه دی؛ هر څه په کښي مغلق او پرځېدلي دي او د هر څه ژوند خپل ځانګړی قانون لري، چي د طبيعت له عمومي قوانينو سره کومي اړيکي نه لري.

سوررياليزم د لويديزې نړۍ د تمدن د وروستيو ګړيو هنري ځانښودونو او د هغه دوران پديده ده، چې ليبراليزم د انارشيزم په توګه په کې څرګندېږي . دغه ښوونځی د هغو تيوريګانو زېږنده دی، چې زيار باسي؛ د منځنۍ طبقې د حکومت په وروستيو شېبو کې د فرد باطني نړۍ د ټولو محروميتونو او ماتو سرچينه وګڼي او د معاصر تمدن د ناروغۍ دارو په خپله فرد کې ولټوي (فرېديزم) او په نتيجه کې فرد د بهرنۍ نړۍ د قوانينو او اړتياوو نه بې نيازه کړي (انارشيزم) سوررياليزم د ليبرالانو زوړ وهم چي انګېرل به يې، خپلواکي پر اړتیاوو سترګې پټول او له ټولنیزو اړتیا ځان ژغورنه ده ، بيا را ژوندی کوي.

که څه هم د نوي ټولنيز اقتصادي سيسټم پر وړاندې د رومانتيکانو پاڅون دروني او غير عقلاني بڼه درلوده؛ خو هيڅکله تر انارشيزم او  بشري تمدن د ټولې سپما تر نفي کېدو ونه رسېده. حال دا چې سوررياليستانو هغه څه چې (وو) او هغه څه چې (دي) يو په يو مړه وګڼل، بې له هغه څه چې وي؛ خبرتيا ولري. حق له پيرناويل (Pierre Naville) سره دی، چې وايي:

«په ټوليزه او معنوي توګه د سوررياليزم بنسټ انارشيزم دی. هغه انارشيزم چې له هر ډول بيان او توجيه سره يوه ځانګړې بې اعتنايي ده؛ خو په خپله د دغه بې اعتنايۍ له بيان او توجيه نه پرته ، د دغو بې اعتناييو يو ډول خپل سری ياغيتوب دی، چې د ټولو معاصرو فکري آثارو پر وړاندې تر سره کېږي. آن امکان لري؛ و وايو، چې دغه پاڅون ټولې هغه ايډيالوژيګانې چې د تاريخ له سباوون نه تر اوسه پورې په ځانګړې توګه تدوين شوې دي؛ د نه منلو وړ ګڼي. » (۱۲)

ديادولو وړ خبره ده، چې د سوررياليزم د محکوميت حکم په خپله سوررياليستانو لاسليک کړ. هغه ويروونکی واقعيت چې د فاشيزم ټينګښت په اروپاک ې را منځته کړی وو، داسې ښکاره او په ډاګه وو، چې د منځنۍ طبقې خورا خوبولي هنرمندان يې هم له خوبه را ويښ کړل. ډلې ډلې هنرمندان له فاشيزم سره د مبارزې په ليکه کې ودرېدل او د هغوی په ډلې کې ، سورريالستان هم وو (لويي ارګون وپل الوار او نور) چې ناچاره يې سوررياليستي اندېښنې او ويناوي پرېښودې او د ژوند د نويو واقعيتونو پيژندلو او ښودلو لپاره يې د رياليزم په څېر لارې غوره کړې. ګواکې دا چې سوررياليزم خپل مړ ژواندي ژوند ته دوام ورکوي؛ خو ژر يا په ځنډ به د هغه مرګ را ورسېږي.

د درېيم څپرکي ماخذ

۱ــ  هربرت ريد ، د نوي هنر فلسفه ۱۳۷مخ د لندن چاپ.

۲ــ ۳ ــ کريستوفر کادول ، (۲۱۲)مخ.

۴ــ اندره برتون او ،هـ ،ريد او نور سور رياليزم ،۱۰۶مخ د لندن چاپ.

۵ــ سيدني فينکلشتاين ۱۵۶مخ.

۶ــ کريستوفر کادول ،لسم څپرکی ۲۴۰مخ ــ ۱۹۰مخ.

۷ــ مارسل لوکنت او هريد او نور سور رياليزم ۱۱۳مخ.

۸ــ هماغه کتاب ۱۱۶مخ.

۹ــ هماغه کتاب ۲۳مخ.

۱۰ــ هماغه کتاب ۱۰۶مخ.

۱۱ــ هماغه کتاب ۱۰۹مخ.

۱۲ـ له ج، سوويني نه په نقل سره (سور رياليزم عمومي هنر دی) کې دي نيون ري وي يو لومړۍ شماره ۱۹۳۹ کال ۴۳۱ مخ

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۲                    سال  یــــــــــــازدهم                     سرطان         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی        ۱۶  جون     ۲۰۱۵